د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سوکالۍ له پاره نړیواله جگړه (لومړۍ برخه )

شریف بهاند 24.12.2006 03:00
د سوکالۍ له پاره نړیواله جگړه د هغه په زړه پورې او د لوستلو وړ کتاب عنوان دی، چې د المانی لیکوال، گابور شتاېنگارت له خوا د روان کال د سپتمبر په ۱۴ نیټه، خپور شوی دی. خو د هغه لنډیز د لومړی ځل له پاره د همدې میاشتې په یوولسمه نیټه د المان په نامتو مجلې، شپیگل کې خپور شوی و. د کتاب او یا د هغه د لنډیز په لوستلو سره سړی ته روښانه کیږي، چې په نړیواله کچه یوه نوې نړۍ او له هغه سره جوخت نوي اقتصادي ځواکونه، چې د پخوانیو هغو د له منځه تللو په مانا ده، د رامنځته کیدو په حال کې دي. سربیره پر دې په دې مضمون کې ځیني نورې مسألې لکه: د نړیوال کیدو پروسه له ماتې سره مخامخ ده، اسیا خپله برترې نندارې ته وړاندې کړې، د چین د ازاد بازار رهبري شوی اقتصاد وده او د هغه بدلیدل په نړیوال ځواک، د اروپا کارځواک خپل ارزښت له لاسه ورکوي، لویدیځ باید له ځانه دفاع وکړی، که نه نو له ماتې سره مخامخ دی، هم مطرح شوې دي. نو ځکه د موضوع د دغه ارزښت او نویوالی له امله مې اړینه وبلله، څو د دغې موضوع لنډیز، یانې د مجلې رپوټ په ټولې امانت دارې او یو څه ازاده توگه د هیوادوالو د خبرتیا له پاره له المانی ژبې څخه پښتو ته وژباړم .
 شریف بهاند
 
 لیکوال: گابور شتاېنگارت Gabor Steingart
 ژباړونکی: شریف بهاند
 اخځای:
 Der Spiegel, Nr.: 37/11. 9. 2006, S. 44-75
 
 که څوک په مدرنې وړاندوینې واکمن وئ، هغه به د المان د مک کنزی McKinsey د کنسرنې، چې ښایي په راتلونکې کې په نړیواله کچه د سلا و مشورو دنده په غاړه واخلي، برحاله مشر، یورگین کلوگه Jürgen Kluge وي. د نوموړی د کار وسایل جادویي بڼه نه لري، بلکې یو کمپیوتری سستیم، چې "تولیدی شبکه Produkction Netzworks" نومیږي، دی. دغه سستیم د نوموړي او د دارمشتد Darmstadt (د المان یو ښار) د تخنیکي پوهنتون له خوا رامنځته شوی دی.
 یورگین د خپل څه نا څه ترږمې ته ورته دفتر، چې د برلین د ښار د مرکز د کوفوستردام په سیمه کې دی، پر دیوار د نړۍ یو نقشه رڼا کوي، څو په ښه توگه ولیدل شي او بیا موږ ته وایي: "تاسو په دې پوه یاست، بهر څه پیشږي". پر دیوار د نړۍ له رڼا شوې نقشې څخه یوه کرښه د میز پر سر د ځای په ځای شوی کمپیوتر له لارې د دیلي په سویل کې له پراته ښار سره نښل شوې ده. هر شپه یو شمېر هندیان، چې د دوی له پاره ورځ ده، د دغه سستیم په کارولو سره، زموږ له پاره نوي مالومات چمتو کوي. دوی د نړۍ له ۱۸۲ هیوادونو څخه د مزد د کچې، مالیاتو، گمرکي او ترانسپورتي لگښت په اړه نوي اطلاعات او مالومات راټولوي؟ سربیره پر دې په دغو هیوادونو کې څوک حکومت کوي؟ احتجاج کونکي څوک دي؟ د کارگري ټولنو مشران څومره ځواکمن دي؟ په لنډه توگه: د هغه چا له پاره، چې غواړي یو چیرې پانگه اچونه وکړي، یو هیواد څومره باثباته دی؟ "تولیدی شبکه" د سترگو په رپ کې ځواب ورکوي. دغه سستیم وړاندوینه کوي، چې د بیې له مخې د موترو د گېربکس د مهمو پروژو تولید، د چک په هیواد کې ترټولو مناسب دی. او ښه به وي، که موتر په چین او یا مکسیکو کې مونتاژ کړي شي. کمپیوتر چې د هر هیواد سپارښتنه کوي، د هغه هیواد نوم پر دیوار باندې د رڼا شوې نقشې پر مخ پیل په سترگک وهلو کوي. دغه سستیم سپارښتنه کوي، چې د هر ډول فولادو د تولید له پاره ترټولو مناسب هیواد، هند دی. سستیم د لاتینې امریکا له پاره د توکرو د تولید ترټولو مناسب هیواد بنگلادیش بولي. د کمپیوترونو د تولید ترټولو ښه هیوادونه تایوان، چین او یا مالیزیا دي. زیاتره د لری ختیځ هیوادونه دي، چې دغه سستیم د هغو سپارښتنه کوي او ترټولو دمخه په هغو کې [د وگړو له مخې] د چین او هند میلیاردي هیوادونه راځي.
 یورگین کلوگه وایي: "ډیر لږ پیشږي، چې د المان نوم د نقشې پرمخ راڅرگند شي". وروستی ځل هغه وخت و، چې یوه شرکت په المان کې د سړکونو د جوړولو له پاره زیاتې اندازې چغل ته اړتیا درلوده.
 "تولیدی شبکه" د پانگې اچونکو ترمنځ یو راز ته ورته ده او د المان د صنایعو د خاوندانو ترمنځ ډیر خوښونکي لري. پانگه اچونکي یو په بل پسي دلته راځي او د مک کنزی د همکارانو په مرسته ځانونه د نړیوالو کیدو تیارې نړۍ ته سپاري. د دغې کنسرنې یو کارکونکی په ویاړ سره، چې هغه هم نه پتوي، وایي: "موږ له پانگه اچونکو سره مرسته کوو، چې دوی خپلې ستونزې له ځان سره یو ځای کډوالې کړي".
 په دې توگه راتلونکې نړۍ د لیدو وړ گرځي او موږ کولي شو په دې ډول سره د شتمنې او ځواک یوه نوې نقشه ووینو، چې د لویدیځ خلکو له پاره له ځانه سره ښه خبر نه لري. ځکه د اسیا راپورته کیدل د دوی د زوال په مانا ده.
 ژوند لا نور ستونزمن کیږي، په تیره په هغو ځایونو کې، چې د نقشې پرمخ نه راڅرگندیږي. پانگه اچونکي کډه کیږي او سوکالې په هغوی پسي روانه ده. هغه پانگه اچونکي چې نه شي کولي کډه وکړي، د هغوی تر منځ ویره خپریږي. که څه هم د وړاندې کونې او غوښتنې (عرضې او تقاضا) په برخه کې مثبته ویره یو څه شاته غورځي، خو د ویرې دغه ځندیدل یوازې په دې دلیل دي، چې هغه له یو څه مودې وروسته په لا زیات شدت بیرته راگرځي.
 همدا اوس د ډیرو المانانو له پاره راتلونکې د گواښ یوه ټولکه ده. او هغه د وزگارې، د کورنۍ د خورو وروکیدو او فردی شتوالی گواښونه دي. د لاسي صنایعو له منځه تلل، د بومی منځنی قشر ورشکست د لا زیاتې وزگارتیا او د مزد او نورو امتیازونو کمیدل د دوی تر منځه او ان د هغو ترمنځ، چې تر اوسه له دغه حالت څخه خوندي پاتي وو، گواښ زیاتوي. هغوی ته چې گواښ نه و پیش، اوس ورسره مخامخ دي.
 لویدیځ سیاستوال د دغو گواښونو په وړاندې په ناراحتې او متضاد حالت سره غبرگون ښیي. دوی د نړیوال کیدو د ښیگنو ستاینه کوي، چې په عین وخت کې خپل رایي ورکونکي راتلونکی بدلون ته چمتو کړي. رایي ورکونکو ته د نړیوال کیدو د پوهاوی د اغیزمنې پیژندنې په اړه اندیښنه، په خپله د دغه پوهاوی د له منځه تلو لامَل گرځي. نظرپوښتونكې ادارې په یوه خوله له یوې ناډاډمنې ټولنې څخه خبرې کوي، چې ارامی به ترلاسه نه شي کړي. خلک دغه حالت احساسوي. دوی له یوې داسې نړۍ څخه خاطرې په زړونو کې لري، چې ښايي ډیر ژر به هغه نوره نه وي. هغه څه چې په اسیا کې پیشږي، هغه د اوسمهال دوام نه، بلکې یو نوی پیل دی.
 کله چې مو له ریشارد هېلمر Richard Hilmer د انیفراتست Infratest dimap د احصایې د ادارې له مشر څخه وپوښتل، هغه شمېرنې چې تاسو په خپل واک لري، د هغو پر بنسټ موږ ته ویلي شي، چې خلک کومې بیړنۍ غوښتنې لري، هغه یوه شیبه پټه خوله پاتې شو، بیایي وویل: "اکثریت د یوه اقتصادي ژوغورندوی په هیله دي".
 ښایي د نوی نوم ایښودل وکړی شي، له واقعیت سره یو څه مرستندوی شي. لویدیځ کولی شي، اسیایي هیوادونه سیال یا د پخوا په څیر د پرمختیایي هیوادونو په نامه یاد کړي، خو سمه به دا وي، چې دغو هیوادونو ته په هغو سترگو وگورو، چې هغه [اوس] ترټولو دمخه له اقتصادي پلوه پرمختلونکي (تیري کونکي) هیوادونه دي.
 هغه څه چې له جاپان څخه پیل د سینگاپور او هانگ کانگ د ښاري ــ دولتونو له سره تیر او بالاخره د اسیا د زمریانو [په نامه] دولتونو، سویلی کوریا او تایوان ته په رسیدو سره د اسیا له دغې برخې څخه، چې د عالی متمرکزې انرژۍ خاوندان دي، یوه اقتصادي سیمه جوړه کړه. دوی ټولو د سوکالۍ لاره غوره کړې، چې ښایي بالاخره د نړۍ سیاسي، اقتصادي او یو څه وروسته پوځي جوړښت ته بدلون ورکړي.
 دا ترټولو دمخه د زیاتو وگړو هیوادونه دي، چې د سترو اقتصادي لاسته راوړنو له پاره هاند و هڅه کوي. که د دوی په دغې غوره شوې لار کې کوم خنډونه رامنځته کړي نه شي، چین به په راتلونکو ۳۵ کلونو کې د اقتصادي ځواک په توگه د متحدو ایالتونو ځای ونیسي او هند به له هغه سره اوږه په اوږه مخ په وړاندې درومي. کابو دوه نیم میلیارده انسانان، د اروپا د هغو له پنځه برابرو څخه زیات، په دې هڅه کې دي، چې په خپل تاریخ کې د نیکمرغې ډک بدلون رامنځته کړي.
 د تیرو کلونو بریاوې د اغیزمنو بدلونونو ښکارندوي دي، چې د اقتصاد تاریخ په خپلو سترگو نه دي لیدلي. انگلیسانو شپیتو کلونو ته اړتیا درلوده، چې د سړی سر نا سوچه (ناخالص) ملی تولید اندازه دوه برابره کړي، د امریکا متحده ایالتونه او جاپان څه نا څه د څلویشتو کلونو په ترڅ کې په دې کار بریالي شول، اندونیزیا په اولسو کلونو کې او چین یوازې په دولسو کلونو کې دغه موخه ترلاسه کړه.
 لکه څنگه چې د المان پخوانی لومړی وزیر، هلموت شمیت Helmut Schmidt ویلی: موږ [د ملتونو] د غیرعادی خوځښت د ناڅاپی پیل اوسمهاله شاهدان یو. له دوهمې نړیوالې جگړې وروسته د نړۍ د ثقل مرکز له اروپا څخه د امریکا په لوري وخوځید، څو له هغه ځایه د اسیا خواته وخوځیږي. په دې توگه د لویدیځ د برترې پېر د پایته رسیدو په حال کې دی.
 کوم صنعتي کول، چې په اتلسمې پیړۍ کې په اروپا کې پیل شول، د پانگه وال نظام بنسټ یې رامنځته او په لویدیځ کې د خپلې ودې لوړ پړاو ته ورسید. یو چټگ مخ په وړاندې خوځښت پیل شو، چې په لومړی سر کې یې اروپا او بیا وروسته متحده ایالتونه له پاتې نړۍ څخه جلا کول.
 تا به ویل، چې لویدیځ په یوې اور اچول شوې پلتې پورې تړل شوی او هر چیرته لمبې او څرک خپروي. یوه ایتالوی په کال ۱۸۰۰ کې بطری او یوه فرانسوی د کنډلو ماشین اختراع کړ. په کال ۱۸۳۸ کې انگلیسانو له یوې سترې اوسپنیزې بیړۍ څخه په اوبو کې کار واخیست. د نولسمې پیړۍ په پای کې عکس اخیستنه رامنځته شوه. څه نا څه د اروپا د وچې ټولو ملتونو، ان وړو هیوادونو، د صنعتي کولو د بریاوو له پاره هاند و هڅې تر سره کړې. یوه سویدنی دینامیت او یوه بوهمی [د چک یو ولایت] د بیړۍ د څرخ پرې اختراع کړې.
 هندیان او چینایان، چې تر ۱۵۰۰م کال پورې یې د سړی سر عاید د اروپایانو په کچه و، د سوکالۍ پر سر سیالې کې ستر بایلونکي شول. پوهي هر اړخیزه پراختیا ومونده، خو نه د دوی په هیوادونو کې. اقتصاد وغوړید، خو له دوی څخه ډیر لری. بشریت له تکنالوژې څخه په بې برخې ملتونو او هغو ملتونو، چې د جادویې وسایلو خاوندان وو، ویشل شوي و.
 د فرانسوی اقتصاد پوه، فرانسوا پریو Francois Perroux په اند، پر نړۍ باندې اقتصادي واکمنې ډیره زیاته موده د بریتانیا په لاس کې وه. له دوهمې نړیوالې جگړې وروسته متحده ایالتونه "د نړۍ د ښاغلی" په توگه دغه ډگر خپل کړ، چې اوسمهال دغه هیواد شأ تک ته اړ شوی دی.
 د لویدیځ اقتصادي ماشین به په راتلونکي کې هم ځواکمن پاتي شي، خو نور به ترټولو ځواکمن نه وي. لویدیځ ارزښتونه، د بیلگې په توگه ولسواکې او ازادی به خپل اعتبار ولري، خو نه د نړیوالو ارزښتونو په توگه. ژوند به په نیویارک، پاریس، لندن او برلین کې دوام ومومي، خو په لری ختیځ کې یو نوی عالی کلتور رامنځته کیږي، چې کیدای شي دغه ځان خبری په اسانی سره په تکبر واوړي.
 لویدیځ تر نن پورې له دغه گواښ څخه کومه شننه نه لري. مبارزې ته د رابللو په مهال د نړیوال کیدو پلویان او مخالفین په خپله تیروتنه کې سره یو دي. د نړیوال کیدو پلویان گمان کوي، چې دوی کولي شي، د پانگې د نړیوال بازار په مرسته، له هر ډول گواښ څخه پرته، خپل بازار ته لا نوره هم پراختیا ورکړي. ډیر په دې باور دي، چې د دې پروسې پرمخ وړنکي بې له هغه هم کټونکي دي. د نړیوال کیدو مخالفین هم نړۍ ته په همدې سترگه گوري، خو یوازې د هغو عینکو له شأ، چې بل رنگ لري. د دوی له پاره د نړیوال اقتصاد دغه تړلتیا (ادغام) همدارنگه د دریمې نړۍ د ښکیلاک په مانا ده. د نړیوال کیدو د مخالفینو له پاره، ته به وایي لویدیځ دولتونه د طبیعت د قانون پربنسټ تل کټونکي دي.
 خو په حقیقت کې د سوکالۍ له پاره د نړیوالې جگړې وړنکو او بایلونکو خپل رول [ځای] بدل کړی دی. د لری ختیځ د هیوادونو نوی ځواک د لویدیځ د هیوادونو کمزورتیا ده. دا د المان د لومړې وزیرې مرستیال او د دغه هیواد د کار او د ټولنیزو چارو وزیر، فرانس مونېته فرېنگ Franz Müntefering و، چې تیره اونۍ یې په یوه نړیوال کنفرانس کې د کار د سختو شرایطو په اړه خپل یو شمېر اسیایي سیالانو ته یادونه وکړه: د وخوره او ممره مزد، غیر معمول معاشات او د کار سخت شرایط د منلو وړ نه دي"موږ حق نه لرو له سیالۍ څخه د یو او بل د له منځه وړلو په موخه کار واخلو". خو په کنفرانس کې حاضرو وزیرانو خپل غوږونه گاڼه واچول.
 هغه هیوادونه، چې اوس په نړیوال ځواک د بدلیدو هاند و هڅه کوي، تر هغه څه ډیر اغیزمن دي، چې شوروی اتحاد و. د دوی بنسټ د میلیونونو انسانانو پر هاند و هڅو ولاړ دی، نه د گوندي فعالینو پرتبلیغاتو. د دغو خلکو ترټولو مهم خلاقیت بل شی نه دی، دوی غواړی خپل تاریخ ته یو نوی او ځلانده څپرگی ور زیات کړی.
 موږ د هغو کسانو په سترگو ځان ته گورو، چې پرته له ځان غوښتنې او شک څخه یې هوډ کړی، وروسته له دې خپل موجودیت، د سوکالې د گراف په وروستې برخه کې و نه ویني. د لویدیځ د صنعتي هیوادونو ټولې ویرې، چې ټولنیزې ناارامې او د چاپیریال ساتنې ستونزې به د چین خارق العاده وده، له خنډونو سره مخامخ کړې، پټې هیلې وي، چې تر اوسه ترلاسه شوي نه دي.
 ان د لویدیځ هغه هیوادونه، چې د صادراتو مازاد لري، نور نو په نړیوال اقتصاد کې د بریالیو دولتونو په ډله کې نه شمېرل کیږي. د المان د صادراتو له بریاوو ډک داستان هم یو له ماتې سره مخامخ داستان دی. ځکه د هغه شی بیه، چې المان یې د صادراتو دویم مقام ته رسولی، دننه په المان کې ټاکل کیږي. په نړیوال ډگر کې د سیالۍ ځواک او دننه په هیواد کې د کارگرانو وزگارتیا د یوې سکې دوه مخه دي.
 یو کارگر په بل پسی د ملی اقتصاد د څانگو پریښودو ته اړ او وزگار کیږي. د تعادل د رامنځته کیدو له پاره باید نور خپل سرعت لوړ کړي. د ملی اقتصاد ډیرې څانگې د زیاتو گټو خبر ورکوي، خو دولت د ژوغورنې په کارونو لگیا دی. دنده یې له هغو ډوب شوو انسانانو سره مرسته ده، چې پرون دوی ته د زیاتو صادراتو ویاړ ور په برخه و، خو نن وزگار دي. دوی خپل ژوند له ټولنیزو مرستو، هارڅ څلور، تأمینوي.
 هیڅوک په دې نه پوهیږي، چې د ملتونو د ډلې په سر کې به د اسیایانو دغه اغیز له بریاوو ډک وي او د دوی دغه بریاوې به نورو ته په کومه بیه تمامه شي. څوک چې کولی شي وویني او احساس وکړي، ویني او احساس کوي، چې اسیا تکان خوری. تاریخ مخ په وړاندې روان دی. د یوه ستر ځواک له منځه تلل، د بل ستر ځواک له رامنځته کیدو سره مل دی.
 د اسیایي فابریکو او پوهنتونونو تجهیز ښایي د سړې جگړې له پړاو څخه زیات د متحدو ایالتونو او اروپا د بدلون لامَل شي. سړې جگړې لویدیځ سره یو موټی کړ. د بیلا بیلو ملتونو او قومونو هیوادونه سره یو موټي شول، لومړی په ایدیالوژیکه (روح کې) توگه او بیا وروسته د شمالي اتلانتیک (ناتو) په تړون کې.
 که څه هم د شمالي اتلانتیک د دواړو غاړو کنسرنو یو له بل سره سیالې کوله، خو د دوی دغه سیالې خپل منځي وه. دوی شریکې خو په عین وخت کې سیالې هم وې. د فورد او جنرال موتور کنسرنې پراخیدې، له هغوی سره جوخت فولکس واگون او فیات هم. د گولدمن زاکس Goldman Sachs او سېتې گروپ Citigroup کنسرنې ټولې نړۍ ته پراخې شوې. دوچې بانک او کریدت لیون هم ور پسي چټگ روان وو. د ډالر تر سیوری لاندې المانی مارک ارزښتمنه پیسه شوې وه.
 د چین، شوروی اتحاد، بلغاریا، رومانیا، هنگری، د المان د دیموکراتیک جمهوریت، یوگوسلاویا او هند په میلیاردونو انسانانو، چې د کارکولو وړ (مستعدبه کار) وو، د لویدیځ له پاره نه د کالیو (متاعو) په بازار کې سیالان وو او نه هم د کار په بازار کې شریک گڼل کیده. دوی کار او ژوند کاوه، خو په یو بل کهکشان کې، چې هغه هم د لویدیځ له پاره شتوالي نه درلود.
 له همدې امله لویدیځه نړۍ په منظمه توگه پرمخ روانه وه. ځکه د نړۍ په یوې بلې برخې کې وضعه خرابه وه. په لویدیځ کې ژوند روغ رمټ و، ځکه هغه یو بل چیرته له ستونزو سره مخامخ و. د لویدیځ دغه نړۍ اوس دړې وړې شوې ده.
 په دې وروستیو کلونو کې د لویدیځ پر برلاسۍ ډیرو خپل باور له لاسه ورکړي او ان د دوی د اقتصادي سیاسي نظام اغیزمنتیا هم هغه ادعا ده، چې نوی ثبوت غواړي. ولسواکی تر هر وخته اوس ازاد بازار ته ترجیح ورکوي، خو دغه کږون دوه اړخیزه نه دی. اړینه نه ده، ازاد بازار ولسواکۍ ته ترجیح ورکړي.
 ویره د پراختیا په حال کې ده، ناوړه وړاندوینې مخ په زیاتیدو دي، چې په ساده توگه د خلکو له زړونو څخه نه وزي. د ۲۰۰۴ کال د اپریل په میاشت کې د عوامو له نظره پټ د یو شمېر پانگه اچونکو بانکونو د مشرانو، په دولتي چارو کې د سلاکار وزیرانو، پخوانیو وزیرانو او د اقتصادي چارو د لارښودو له خوا د المان د بهرنی سیاست د ټولنې په ودانۍ کې یوه باارزښته غونډه، چې موضوع یې "چین نوی اقتصادي ځواک" وه، ترسره شوه. په غونډه کې خبرې اترې په ډیره صادقانه او بربنډه توگه تر سره شوې او وویل شو، چې چین یو گواښ دی.
 د زیمنس د کنسرنې د اسیایي څانگې د مرستیال د وینا له مخې، په المان کې له چین سره دا ډول مینه ښودل د نړۍ په کومه بله برخه کې پرته له شرایطو انعکاس نه مومي. د المان د بهرنی سیاست د ټولنې د مشر، ایبرهارد زانشنېدر Eberhard Sanschneider په اند، په المان کې دا ډول خبرې اترې تر ټولو دمخه د المان د اقتصادي گټو له پاره تر سره کیږي، نه د چین په اړه.
 د امریکا په متحدو ایالتونو کې د چین د سیاسي مسألو او اقتصادي ځواک د زیاتیدو په اړه "اخطارونه" ورکول شوي، د چین ودې په جاپان کې ناارامې رامنځته کړي دي، په منځنیو هیوادونو کې هم " دغه هیواد د یوه گواښ په توگه گڼل" کیږي.
 د المانی کار پوه ایبرهارد زانشنېدر، په اند:"اوسمهال باید چین د لویدیځو [هیوادونو] د مقرراتو مراعات وکړي. خو په قوی احتمال په راتلونکو څو کلونو کې ښایي نور داسې نه وي، نو بیا به د لویدیځ له پاره اوبه له ورخه تیرې وي". د غونډې پرتوکول وروسته د محرم [سند] په توگه د ځینو د مالوماتو له پاره وکارول شو.
 د اسیایي هیوادونو دغې ننگونې (چلنج) په لویدیځ کې درز رامنځته کړی، ځکه لویدیځ کنسرنې، مخکې له دې چې له زیان سره مخامخ شي، د لری ختیځ له دولتونو او کنسرنو سره راکړه ورکړه کوي. دوی د تولید په شرایطو کې له رامنځته شوی بدلون څخه گټه اخلي. پانگه وال هغه ځای ته ځي، چې د پانگې گټه (سود) یې له بل هر ځایه زیاته وي. پانگه وال د خپلې فابریکې بنسټ د خرما تر ونو لاندې ږدي او یا د اس نعل په هغو سیمو کې تولیدوي، چې تل کنگل وي. مهمه دا ده، چې د کال په پای کې په خپله کسه کې د کال له پیل څخه زیاتې پیسي ولري.
 د پانگې ترټولو مهمه موخه هماغه د ځان زیاتوالی دی. که برعکس په پانگه کې کموالی راشي، هیچا ته یې گټه نه رسیږي. په تیره کارگرانو ته. اکثراً د پانگې په کمیدو سره، کارځایونه له منځه ځي. لومړی په ورځپانو کې د خراب منجمنت خبر خپریږي، بیا د هغه د لاسته راوړنو خبرې کیږي او د بحران کلمه راپورته، وروسته بیا رغونه او سازماني تدابیر پیل کیږي، پایله یې د یو شمېر کارگرانو ویستل دي.
 په وروستې ارزونې کې د بوختیا پایښت په ښکاره توگه په دې ساده پوښتنې کې لنډیږي، چې د کار ځای د له منځه وړو پرته، بل ځواب نشي ورکول کیدي. کیدی شي پانگه زیاته کړي شي؟ هیڅ پانگه وال نه غواړي وویني، چې پانگه یې ورځ په ورځ د کمیدو په حال کې ده. که له انتظار څخه پرته دا ډول چلندوکړی، نور نو پانگه وال نه دی.
 پانگه او پانگه وال سره یو دي. یو له بل څخه پرته نشي کولي ژوند وکړي. دوی په یو بل کې وېلي او یو له بل څخه نه بیلیدونکي دي. دولتونه لکه [پخوانی] د المان دیموکراتیک جمهوریت، چې هڅه کړې وه، پانگه د هغه له خاوندانو څخه واخلي، له خپل دا ډول کړو وړو په کلکه پیښمانه دي.
 د کار او کارگر تر منځه دا ډول کډ ژوند (همزیستي) نشته او دا له هماغه پیل څخه د کارگرانو یوه منفی ځانگړتیا وه. دوی ځي او راځي، کیدای شي له پولو (سرحداتو) څخه وشړل شي. خو شوني نه بریښي، د دوی کار د پولوساتونکو سرتیرو له خوا ودرول شي. دا چې لویدیځ دولتونو وکولي شول، د کار بازار څو پر له پسي لسیزې په خپل منځ کې سره وساتي، د سړې جگړې له پړاو وروسته له عجایبو بلل کیږي.
 نور بیا