د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دنيمروز يونليك دوهمه برخه

عبدالله الهام جمالزی 09.12.2006 03:00
نیمروز عجیب ځای وو ښه اودرانه خلک پکې او سېدل کټ مټ لکه پښتانه . که څه هم د خاشرود ، دغورغوري یوه برخه مرکز او ځینې نور پښتانه وو خو ډیری بلوڅ وو او ژبه هم پکې یا بلوڅي کارېدله یاایراني ، په بازار کې هم پښتانه کم وو . ایرانی کلتور وو په هر دوکان کې ایرانی تلویزیون په لوړ اواز خپرېدلو ، ایران ورته ۲۴ ساعته بریښنا ورکړې وه خو په مقابل کې یې افغانستان نه شو کولای دهلمند سیند له اوبو څخه استفاده وکړي . څه شی چې ښه وو اوزیات وو دنجونو ښونځي وو هغه دچا خبره پرېمانه وو او خپل دارالمعلین یې هم درلود . په ټول مرکز کې یو روغتون وو چې یو نارینه ډاکټر یې درلود هغه هم دروغتون رییس وو . ښځینه ډاکټره یې نه درلوده یواځې یوه نرسه وه چې هغه هم نوې جینۍ وه په ایران کې یې ښونځۍ لوستی وو راغلې وه دلته یې نرسنګ ذده کاوه . هر سهار به دناروغانو چیغو دروغتون فضاپه سر اخیستې وه له یوې خوا دنیمروز ګرمۍ چې هر کال زیات تلفات اړوي له بلې خوا ډول ډول ناروغۍ ښځینه ستونزې ... زه ددې ناروغانو او دنیمروز د صحي وضعیت په اړه درته هیڅ هم نشم لیکلی خو دومره ویلی شم چې له حده زیاتې ستونزې یې درلودې او ډاکټر هم پوهیدلو چې ددې ټولو خلکو چې دلته په روغتون کې مري یاله کوره ترروغتونه مري یادنه دارو له امله مري ددې ټولو مسوولیت دهغه چا په غاړه دی چې یاپه کابل کې ناست دي غوړې غوړې خبرې کوي یاهم په ولایت کې د دارو او تعمیر اونورو دپیسو غله دي ... که خپل ناروغان به یې درلودل زاهدان ته به یې لیژل یابه یې هم کابل ته په الوتکه کې رالیږل خو هغه چاچې سهارتر ماښامه به یې کارکاوه دهغوی بچیان به په کور کې دنه درملنې له لاسه په سختیو کې کړیدل داځکه چې په نیمروز کې ټول پوهیږي چې روغتون ته که ناروغ یوسو حال یې نور هم خرابیږي ... داخبره مې اوس سمه په یاد نده پاتې چې داروغتون دڅومره نفوس لپاره جوړ شوی وو او اوس څومره وو خو دپژواک په آرشیف کې به وي . په نیمروز کې راکړه ورکړه په تومان ترسره کیده چا افغانۍ نه پیژندله حتی که به ددکاندار ته افغانی ونیوله نه یې اخیسته . ټول نیمروز دایران تر کلتوري یرغل لاندې وو پنځه تلویزیوني چینلو او په لسګونو اف ام رادیوګانو یې کار کاوه پداسې حال کې چې نیمروز یواځې یوه اف ام سل واټه راډیو درلوده چې دکابل رادیو دصبح بخیر پروګرام به یې خپراوه اوبس ... یوه ورځ دوالي وراره چې دوالي دموټروان دنده یې په غاړه وه خو په حقیقت کې یو ځانګړی والي وو راته وویل چې سباته دچخانسور دولسوالۍ تګ ته چمتو شه ځکه چې هم امنیتي کسان ځي او هم دولایتي شورارییس بل داسې وخت په لاس درنشي ما هم ومنله . سهـــــــــارله خـــوبه د دروازې په ټــك ټــــك راپاڅــــيدم چې دروازه مې پرانستله ډګروال استــــادلــه خــنداشين ولاړوو، ډګروال استاددهغه موټرموټروان ووچې تل ېې دښته او ګردونه نصيب وو. اوټوله ورځ به له انجـنيرانوسره په خرابوسړكونواودپلونواو پولچكونودسروې لپاره ګرځېده . تیره ورځ راته دوالی سکرترویلی ووچې سباته به دولایتی شوراله رییس سره یوځای دچخانسورولسوالۍ ته لاړشې که تللې بیابه خبرراکړې . ماهم ورته ماخوستن خبرورکړ .
 سهارته دولایتی شورارییس صدیق خان چخانسوری ، دولایتی شورا یووکیل عبدالرزاق ،عسکراودپلچکونوانجنیران اودکلیواوپراختیادریاست کارکوونکي سره یوځای تیارشولو. مــخ اولاســـونــه مې پرېمېــنځل اوبې لدې چې چای وڅښم دموټــرلورتـــه روان شـــولـــو، دچخانســورولسوالي يو له هغوولســـواليوڅـخه ګڼل كيږي چې ډېرپخوایې غــنم اوهــنـدواڼې زيـاتې مشهــورې وې ددې ولسـوالۍ لورته مويون كړ. ســـــهــــــارلمرپه خـتـــووو چــــــې له زرنـــج نه ددې ولســــوالۍ په لورروان شوو . كه څـه هم زه په يوداسې موټركې وم چې ډيربدنه وو اودډګروال صيب موټررانه وروسته پاتې وو خوبيـــــــاهـــــــم دګردونو ، جمــپونـــواودلارودخـرابــوالـــي له امله راباندي سر وګرځيده ،دنــيمــروزدريګيستانونوپه اړه به مويوڅه اوريدلي وي چې۱۲۰ ورځې پرله پسې بادونه لګيږي اوريـــګونه له يوځــاى نه بل ځــاى ته په يوه شـــېــبه كـــې غونډۍ جوړوي. دســــړك دواړوخواوو ته دريګونوانبارونه جوړشوي وو پداسې حال کې چې څه موده وړاندي لـــدي لاري يوځل تيرشوى وم خوكومې غونډى چې اوس جوړې شوې وې هغه وخت نه وې . زماســره موټركې دولايتي شورارئيس صديق خان چخانسوري هم سپوروو چې دايونيـــك تصادف ووځـكه صديق خان چخانسوري سربېره پردې چې دولايتي شورا رئيس وو بلــــــكه دچــخــانسورولســـوالــۍ خـــان هــم وو.
 اوس نــــودخان خبره ياده شوه دنيمروزخلـك اوس هم خپلوخانانوته هماغه ډول په درنښت قايل دي لكــه چــې پخوابه قايــل وو. داطبيعي هم ده څوك چې چاته اړوي نودهغه خـيال ډېر ســاتي دنـيمروزدخلــكوژونداومرګ هم ددوى دخانـانوپه لاس كـې دى كه خان وغـواړي ورته هرڅـه پـــيداكــولاى شــې مګرخــپله له هرڅه نه محروم اوبې برخې پاتې دي . په هــرحــال دعادت له مخــې مـې دهرڅه په اړه تــرې پوښتـنې كولې هغه هم په مينه ځوابونه راكـول اوښه به ېې رڼاهم پرې واچوله اوحتي بك ګرونډ يې هم له ياده نه وو وتـلى اود هرڅه په تيـــربهــيـــربه يـې هم ځانګړې خبرې نورې هم كولې . اوكـــله كـــله به يې په ښايستوكې پښتووويل چې (ديق رانه وړې ) يعني تنګ نه شې مابه ورته بـيادتشــكرپه ويــلوخپــلې پوښــتــنې پيــل كـــړې . ماپـدې اړه مالومات نه درلود چې دلته به خانخاني موجوده وي اوخلك به دنوروپه لاس كې وي كــه نه نورئيس صــيب به مې ډيرتنګ كړى وو. دلارې په اوږدوكـــــــې داســـــــې ځاى په نظرنه راتلوچي ګــواكې دلته دڅـوك ژوندولــري يا دژوندوكــولاى شي . خوداسـې نښـې مې وليدلې چې هلته به پخواكـومه لويه كـلاوه خلك بـه يې مسـت ووكښـتونه اوكرونـدې به يې درلودې دهنـدواڼواوخټـكوله خونده به يې خولې خوږې وې ، دكيــسواونكــلونوښـــاربــه وو خو اوس هيڅ هم نه وو دګردونو اوتورولوخــړولانـدې يواځې دريــګونوپــه منــځ كې يــوڅـوسـوليدلــې نښـــې پاتــــــې وې اوبس.
 څوبـه چـې سترګـوڅاركـاوه ګردونـه سپـېـره وچـه دښـتـه تېـزبادونـه اوبـس نـورڅـه نـه . ماكـوښــښ كاوه چـي چيـرته كوم كلى په سترګووګورم خورئـيـس صيب موسكند وويل دلته په هرځـاى كې هم كلـي نشـته اودلـته ژوندهـرځاى ممكن نـدى ماپه زړه كې ويل چې په زرنج كې دبادونو،ګـردونواوګرمـۍ له لاسه څه شونى دي چې پدي دښته كې به شونۍ وي . په هرحـال وروستـه له يوساعت مـزل لـيرې ځيـنې شنه شيان ښكاره شول ما فكركاوه چې دابه ونې وي اوترڅنګ به يې شنې اوبه بهيږي څنګه ښه خوندبه وكړي داوچه سپېره دښته دابې رحمه ګرمي اوداګردونه اوداونې ډيربه هيښوونكى وي . خـودموټرپه نږدې كېدوونې وركېدلې اوپه ځاى يې څوشـين رنګي اوسپېره بوټي پاتي شول چې ته به وايي له تنهايي اووچـكـالي فريـادكوي اوپه لارې دتـيـريدونـكي يـويـوموټر سپرلـۍ تـه بـه دژونـدي پاتې كېدودعاكوي . موټـرپـه تـېزۍ كـې روان وو ايله چې وروسته له ډېره انتظاره مې يوژوندۍ موجووليد هغه هم پدې لويه پراخه اوسوځونكې دښــته كې اوښـــان ووچي كــوچى ورپســې اود ګردونومخـامـــخ لورروان وو.
 رئيـــس صيب وويل لكه چې رانږدې شوي يوماته غوسه راغله چې څنګه درته دخپل كلي لاره نه مالومېږي اووايي چې شايدرانږدي شـــوي وو، خوريښتياهم پدي پراخه او دوزخي دښته كې چې جوړخوپرېږده مالوم سړك نـــلري هيڅ چاته به هم پته ونه لګيږي چې چېرته يم اوپه كوم لوري روان يم اوله خپل منزل ليرې يم كه نږدې . هابله ورځ راته دكـــندهاراونيمروزترمنځ دســــراچې يوتـــن موټروان يحيي ويلي وو چې دلته مالومې لارې نشته بس په خــداى توكل چې هرځاى ته لاړې كه څوك پدې دښته كې پاتې شول يابلې خواته لاړل ، ياقاچاقبران اوغله پرې پېـــښ شول بيابه نوڅه كوي پـــداسـې حال كې چې ګرمي ۵۰ درجې دسانتي ګراد ته رســېدلې وي اودومره تيزبادونه هم لګي چې په يوه شېبه كې دمخ ته دريګونوغونډى جوړه كړي ريښتيابيابه څه كوې . په هرحال په موټركې همداسې هيښ پاتې وم تردې چې دچخانـسورولسوالۍ نښې مالومې شوې هغه داچې پټي ښكاره شول تاسې به فــكروكړى چې حتمابه يې هنـــدوانې پكې كرلې وې خونه يــــوازې داسې نښانې مالومېـــدې چې دابه يووخت شنه وو دلته به هم داوبوښــكلې اومرموزې سندرې زمزمـــه كېدې خواوس يوازې چوپـتـيـااووچه سـوځـونـكې هواپرې ګرځيده راګرځـيده نه داوبوكوم اثروو اونه هم دشنوپاڼوپه منځ كې دهندواڼواوخټكوكومه نښانه . زه له ډېرې ستړياله پښوغورځيدلى وم خورئيس صيب لكه چې هيڅ خيال يې هــــم نه وي ارام مالوميده زماپه خيال هغه لدې لاروسره عادت كړى ووچې هيڅ ستړيايې نه حس كوله .
 ديوكورمخې ته ودريدواورئيس صيب هارن وركړاوويې ويل چې دلته به چاى وڅښـوبيابه نوله انجنيرانوسره يوځاى دپلونوسروې ته لاړشو . زه حيران شوم دلته داوبونښانه نه پيداكېږي اورئيس صيب پرې پول تړي خوخــيرپه خړپړكلي كې چې ټول به يوازې پكې ۲۰ كورونه نه اوسيدل له ګرددوړې اوسپېروګنـبدوپرتـــه بل څه نه ليدل كېدل . دكلي يوې خواته هم پراخه سوځونكې دښته وه بل خواهم يوې خواته يې هم غوســـه ناك بادونه ګرځيدل راګرځېدل بل خواته هم . كورونه ګنبدې غوندې خټين جوړشوي وو چې ټيټې اووړې دروازې پكې ښــــكاريدې اوتــه به وايې چې دپراخې دښتې نه په وېره كې دځمكې تل ته ځان كاږي له ځمكې لږهـسك ښــكارېــدل اوبس . دګنبدومسله خوداسې ده تركومه چې زه فكركوم يوخوداچې هلته ګرمي ډيره زياته ده بــل داچې په ګرموسيموكې يوډول حشره وې چې لرګي نه پريږدي يانې له لــرګــي ســره دښمــني لــري ياخوبه لرګي هلته نه پيداكيږي اوداخلك چې اوسپنه اوسمنت يې په خوب كې هم ددې سيمې پــه شاوخوانشوليدلاى نويي همداګنبدې غوره كړې وې . له يوې كوچنۍ اوټيټې دروازې كوټې ته ننوتوكوټه له دوه برخوڅخه جوړه شوې وه اول همدا د مخې كوټه چې لږكوچنۍ اوله ګردوډكه وه بله دنننۍ كوټه چې زماخيال دى هغه به يې دژمــــي لپاره جوړه كړې وه له دالمړى كوټې ډېره له ګردونوډكه وه . زماخيال دى چې پدې كال كـې به موږلمړني كسان وو چې دې كوټې ته ورننوزو ، خوريښتياهم هلــــته هررنګ كوټه له ګردونو ډكېده اوداسې به ښكاره كېدله چې له وختودچاانتظارباسي . له بلوڅي خواږه روغبړچې زماسرپرې خلاص نه شوسره كېناســتو ، رئيس صيب نوپه بلوڅي شروع وكړه موږورته حيران حيران كتل . له يوې خواګرمي زياته وه له بلې خواپه كوټه كې ګردونه وو زمانفس تنــــګ شو اوله بلې خوا وږى شوم كه څه هم په هابل موټركې موهرڅه درلودل خودرئيس صيب اوكلــيوالوله ډاره چې ګواكې ددوى له رواجه به مې سرغړاوى كړى وي هېڅ هم ونه خوړل .
 چابك سپين ږيري چې لمړى دروازې ته هم راوتلى وواوكلك روغبړيې هم وكړ زړه خـــــيرنه سپينه خولى يې په سروه اوزړې جامې يې په تن وې له كوټې چابك ووت نومافكر وكړچـــــــې اوس به چاى راوړي ، دچابك سپين ږيري له وتلوسره سم يوبل چاغ سړى چې پښتواوپاړســـي يې خبرې نه شوكولاې راننوت اودرئيس صيب په لاسونوورټيټ شـو، اوبـــس چې ځمـــكې ته ورسېد په خبرويې شروع وكړه ... لږشېبه وروسته سپين ږيرى له يوپتنوس سره كوټې ته راننووت اودچاى اوشــيرينۍ يويولوښۍ يې دهرچامخ ته كيښود . ډګروال استاد دسرپه خوځولوپوه كړم چې كه هرڅـــووږي هم يوهمدا چاى دى ډوډۍ دلته نه پيداكيږي ماوخندل اودروازې ته مې سترګې كږې شــوې چې ګوندې به اوس ډوډۍ يابل څه هم راوړي . خوټول په چايوګرم راغلل اوخپل چاۍ يې نوش كاوه ماڅوغړپه چاۍ وڅښلوچي پدې كې چابك سپين ږيرۍ ولاړشو اوله پاسه يې څه شۍ په لاس كې راكوزكړل مافـــكروكړچې دابه نوډوډۍ وي خوسپين ږيري له خنداسره تيت كړل اودهر كس مخ ته يويوكيښــود رئيس صيب ته يې څه وويل چې هغـــه موږ ته پښـــتوكې داســــې وژباړله ( دلته خوبــرق نــشـته همــداپــــكې دي ) څـــو رخــتونه يې سرپه سرګنډلي وو اوپه يولرګې يااوسپنه كې يې وركړي وواوهــــغه به يې ښورول دګرمۍ مخه به يې نيوله . له لږځنډوروسته دخاشرود دسيندلورته روان شولو .
 ماپه لارې فكركاوه چې پول پرې جوړوي نوحتمابه اوبه لري خوبيابه حيران پدې شوم چې كه دلته اوبه واى نولږترلږه خوبه يوشين بوټى چېرته مالومېداى ، څوقدمــونه له كوره ليرې ژرنـده وه چې چـالانه اوكاريې كاوه زه دې ته هم حيران شوم چې داغنم له كومه كوي خوچابك سپين ږيري په ماته ماته پاړسي وويل چې يوازې همدانن چالانه شوې . ژرنده چې غږ يې هم ډيرلېرې تللوخلكوورته نفتي ويله . اوداځكه چې له كله نه دلته وچـــكالي راغلې يوخودژرندې كاركم شوى ووبل داچې اوبه نه وې ځكه نوماشين ورته لګول شوى وو اودهغه په مټ يې ژرنده جوړه كړې وه . څوقدمه وړاندې دخاشــروددســيند بريدونه ښــكار ه شول مافكركاوه چې اوس به اوبه په غرور سره روانې وي اودهغوخلـكوچې په وختووختوورته انتظاردي تنده ماته وي ، خوهيڅ هم نه وو يواځې دسېندپراخه سينه اوپه منځ كې يې دډګروال صيب دموټردوړې . سېندداسې ښكارېده لكه چې خداى ج تـه بــه دلږاوبودراوستلوزارۍ كوي ځكه له وختوپكې اوبه نــه وې راغــلې اوســـينه يې له ګناهــونوډكـه شوې وه اوغوښــتل به يې چې يوځــل يې بياپاكه پرېمينځي . څومـــره تږو به يې دسينې يوې خوااوبــــلې خوا ته سلـــګۍ وهلـــې وي څــــومره شنوونواوبوټوبه يې له وختووختوانتظاركړى وي ... خواوس نه هغه پخوانۍ غرور اورنګ ورسره پاتې وو نه هم د خړوب احساس بلكه كرار او ارام اوږد غزېدلۍ وو اوله تندې يې سلګۍ وهلې . پداسې حال كې چې دډګروال صيب موټردسېندپه منځ كې دوړې جوړې كړې وې اوغوښتل يې چې هابلې غاړې ته پورې وزي ماله ملك صېب نه دسېندپه اړه وپوښتل هغه چې سترګې يې له ګردونوډګې مالومېدې په ګوډه اوماته پاړسي وويل چې زمونږداڅوكاله همداحال دى اوزمونږ اوبه دي ايران خوري ... زه له دوړوهم تنګ شوم خوبيامې هم هڅه وكړه دكلي له مشرانوســره ددوى دســـتونزوپه اړه خبرې وكړم ريښتياهم خلك خبريال ته ډېررازونه ويلاى شي ماچې مخــكې هــم په يوهمداسې پاتې ولايت كې دنده ترسره كړې وه ددوى لويې ستونزې راته مالومېــدې دهــــــغه په اړه مې پوښتنې پيل كړې ماهڅه وكړه چې هغه څوك چې ښې ستونزې بيانولاى شـــي دسپين ږيرو له منځه يوتن سپين ږيري چې سپينه پګړۍ يې په سروه اوډېردردځـــپلى مالومېــده وټاكه هغه په سركې وويل چې زويه كومه ستونزه به درته ووايم دژوندكومه اسانتيالروچې كمي به يې درته ووايم كه همداحالت دوام وكړي نويامرګ ياتېښته ماوپوښتل كوم حالت هغه وويل : پخپله وينې اوبه نشته چې ويې څښو ... ماوپوښتل چې نودڅښـــلواوبه له كومه پيداكوى ؟ شمس الدين اكاچې پښتويې لږلږذده وه وويل له څاګانوپه كلي كـــــې ۵ څاګانې لروله هغه څخه ټول كلى ګټه اخلو . دستونزودخبروباران جوړشوهره خبره ستونزه وه خوراكي موادپه ټپه ولاړ ووځكه اوبه نه وې غنم نه ووكرل شوي دكارزمينې نه وې برابرې شــوې مرستـــې نه وې شوې اودكلي خلكوويل چې دوه درى كاله كيږي بېرته راستانه شوي يوخـــواوس بېرته غواړوكډوال شواوداسې كډوال چې دپردي هېواد دساتونكودوهلوټكولونښې مولاپه بدنونوپاتې دي ... دستونزوپاى نه وودسپين ږيروخبروته غوږوم چې وړانــدې مې څلور خيمــې وليدلـــي له ځان سره مې وويل چې كوچيان هم ډېرسرسخته خلك دي ته داځاى وګوره اوددوى ژوند ... چې پدې كې يوسپين ږيري وويل چې بې لدې چـې داستونزې وې دمكتبونوڅومره لويه ستونزه لروروغتون او... يوبل سپين ږيري دسرپه ښورولو وړاندې څلورخېـــــموته لاس ونيواو وېې ويل چې ته دنورې دنيا خلك ګوره چې زامن يې په څرنګه ځايونوكې درس وايي زموږخواروبــچوته ګــــوره چې ګرمۍ ، لمر اوګردونو څه ترې جوړكړيدي . وروسته پوه شـــوم چې داڅلورخېــمې دكوچيانونه بلكه ښونــځۍ دى .
 زه دسينـدنه تـېرشـــــوم كراركرارهاخـواته روان وم ، له خېمومنظم شــــورپورته كېده اوزړه مې غوښتل چـــې يوازې همدي ښكلي شورته غوږ واى اوبس ... دښونځۍ په شاوخواپورته كېدونكي شوردښونځۍ دوخت ترخيالونوبوتلم هغه وخت چې سهاربه له كوره روانېدودښونځي سترګې به زموږپه لوروې اوانتظاربه مويې كاوه خوداهغه ښونځې نه بلكې څوخېمې اودننه يې ذدكونكي په ريګونوكې ناست وو . ريښــتياچې څومره مينه يې درلوده . له شاوخواپورته کېدونکوسيليوڅخه ګرد اودوړوڅخه تنګ شوی وم بېرته موټرته راوګرځیدلم انجنیران لا اخته وواوخپلې اندازې یې اخیستې رییس صیب زما موټرته راغی اولکه چې دخلکو دپوښتنو په اړه یې راسره خبرې کول غوښتل موټرته راپورته شومالږ پنېرپه موټرکې درلود دهغه په خوړلو مې پیل وکړرییس صیب وویل اوس به لاړشو کلي ته هلته به سمه ډوډۍ وخورې ماوویل خیردی همداکفایت کوي . رییس وویل خلکوڅه ویل ستونزې دواورېلې ؟ ماوویل بلې ولا ریښتیاهم خلک خدمت ته اړتیالري . له موټره راښکته شوم خلک سخت راته خوښ په تېره هم چې مابه یې دستونزوپه اړه وپوښتل . یوځوان چې په ښونځي ښونکی هم دستګیر استاد نومېده ماته یې په يوه لوټه کې شړمبې راوړلې ډېرې زیاتې وې ولې په زوریې راباندې ټولې وخوړلې ویل یې چې دازموږپه وس پوره دي اوته زموږ مېلمه یې باید ویې خورې ماهم لوټه په سرواړوله اوټولې مې وڅښلې . یوه بله پوښتنه مې په نظرکې راوګرځېده دامنیت اوپولیسوپه اړه یوسپین ږیري وویل چې دلته نه پولیس شته اونه هم تراوسه کومه امنیتي پېښه شوېده . قاچاق اوهرڅه دلته په ښه امنیت ترسره کیږي اوهمداسې ښه دی که څوک هرڅه کوي خو دعامه خلکو ژوندته یې باید فکروي چې دعامه خلکو ژوند ته ګواښ پېښ نکړي .
 دانجنیرانوکارپای ته ورسېد نورنو دکلي په لور روانېدلو کلی وړاندې په یوه ډاګ کې پروت څو سپېره کورونه وو موټرله څو هغوکورونوتېر شو چې دکلیو اوپراختیادریاست لخوا جوړشوي وو وړاندې دیوې تقریبا لوېې کلامخ ته موموټر ودرېده شاوخوا داسې کورونه ووچې درېګونوپه منځ کې یې په ټکنده ګرمۍ کې یواځې یوترپال تاو کړی وو اوپه هغه کې ژوند کاوه . څوکسان راغلل چې زما په خیال وړاندې ورته خبرورکړل شوی وو له هرڅه وړاندې یې درییس صېب لاسونه ښکل کړل اوله موږسره یې هم ښه کلک روغبړ وکړ خوزه یې په ژبه سم نه پوهېدلم یواځې چې کله به یې وویل چې چونې زبري تیاري نوپوه به شولم چې روغبړ کوي . مامې له پلارڅخه دخانانوپه اړه ډېرڅه اورېدلي وو پخواتقریبا په ټول افغانستان کې خانانوته ډېراهمیت ورکول کېده . خوپه نیمروزکې اوس هم هماغه حال وو اوزماپه خیال له پخواڅخه هم زیات . ښځې نر هلکان ټول خلک درییس صیب په لاسونوورټیټېدل اوښکل کاوه یې .
 ماله یونفرڅخه چې په دري ژبه یې خبرې کولای شو پوښتنه وکړه چې رییس دوی پېژني هغه وویل : ولې یې نه پېژنو داڅه خلک چې وینې داټول درییس صیب یا بزګران دي یایې په کورونو کې اوسي رییس ډیراهمیت راته لري . وړاندې مې یودکان ولیده ورروان شولم ماویل که مې پکې څه شی واخیستل کله چې ورغلم نوټول دکان یا د ډبلیو اف پي په هغه بېسکوټو چې په ښونځي کې ماشومانوته ورکول کېدل بیروباروو دهرڅه قیمت دزرنج په نسبت دری بربره وو مثلا یو بېسکویت په زرنج کې په ۳۰۰ تومانه دلته په ۹۰۰ تومانه وو همداسې نورڅیزونه . خلک یې سراوکال مزدوري کوي مالونه یې هم نورنه شو ساتلا ی له یوې خوا وچکالي له بلې خوا په هماغه ورځوکې پرې یوه ناروغي هم لګېدلې وه چې نه ورته دارو رسېدل اونه یې هم لاس چېرته رسېدلای شو له والي ، ولسوال ، قوماندان اوخانانوڅخه یې هم شکایت نشوکولای ځکه پوهېدل چې چیغه موڅوک نه اوري ولې ځانته بلاویښه کړو . له خپل خان اووالي څخه دومره وېرېدل چې ماهرڅومره ورته وویل چې نوم مونه خپروم ویل یې پرېږده موږ ښه پوهېږو چې ته هم دوالي صېب لپاره کار کوې ریښتا هم دنیمروز څه چارواکي چې دي دوالي حلقه بګوش وو هرچا دحاجي والي صېب غورې کولې . خو ... فقر ، مسکېنۍ اووچکالۍ نورڅه نه ووپرې ايښي چې دنیمروز خلک بلکې نه دحاجي والي صېب خپلوانو ورته تمه کړې وای . تاسې فکروکړی چې دوالي صېب زوی ، کور اوخپله هغه په ورځ کې یواځې د روشان ۵۰ لس ډالري کارتونه یواځې په ټلفون لګول داټول له کرزي صېب سره خبرې پرې کېدلې که ... ۵۰۰ ډالره کیږي ...هیره دنه وي چې دسټلایټ کارتونه یې له بل دوکاندار څخه اخیستل چې له هغه مې پوښتنه نده کړې ...نور لګښتونه همداسې تاسې فکر وکړۍ ... دادوالي صېب له معاشه ورکول کېدلې ؟ لنډه یې پدې چې دولسوالۍ په لور دروانېدلو وخت شو ، داځمکې چې تراوسه کې ګرځیدلي وو د ولایتي شورا درییس وې اودهغه خپلوان ، بزګران اوپلویان پکې اوسېدل . دلته رییس صیب په ماهم ټینګار وکړ چې ددې ځای لپاره مایو جومات جوړکړی چې باید تصویر یې واخیستل شي وکتل شي ، دجومات لورته ورغللو په ریګونو کې پټې یو څو خښتې وې چې دهغه په ویناکارپرې روان وو . تاسې فکروکړی چېرته چې خلک په خېمو کې ژوندکوي په داسې حال کې چې هرسهار پرې دریګونو غونډۍ ولاړې وي دګرمۍ له امله په ککرۍ کې هغه دچا خبره ماغز ه ایشي خلک یوه ګوله ډوډۍ په سوالونو نشي پیداکولای دبارانونو اوبه ټولوي اود خوراک لپاره ترې ګټه اخلي ... هلته دولایتي شورا ريیس راجګیږي او د نړیوال بانک یانه پوهیږم ... نورو څخه پیسې اخلي دجومات په نامه یې لګوي اوجومات هم دوه کاله کیږي یواځې دتهداب تیږې یې بشپړې شوې دي نور ترې له سرو ترپالونو ریګونه اتڼونه کوي ... تاسې که اوس هم ورشۍ نو وبه ګورۍ چې هماغه ډول ترې ترپالونه تاو دي او چاپېره ترې ریګونو اتڼ اچولی ... په هرحال لدې ځایه مخ دولسوالۍ په لور وخوځېدلو داځل زه په هغه موټرکې وم چې رییس راسره نه وو . دجنوب لیدیځې حوزې لپاره رالیږل شوي دری تنه انجنیران راسره وو چې هغه هم هغه دچاخبره سپینې خولې هلکان وو یواځې پدې پوهیدل چې دوربین څنګه وکاروو او کچه څنګه واخلو ... ماترې په لارې وپوښتل چې اوس راته قیصه وکړي چې څنګه چل وو ولې راغلي وو او څه یې وکړل ؟ هغوی راته وویل چې دنیمروزولایت ته لس لکه ډالره ورکړل شوي دي ترڅو پرې دخلکو دلمړیتوبونو د ترلاسه کولو لپاره دنیمروز ولایت دمرکزپه شمول پنځه ولسوالیوکې په برابر ډول ولګول شي چې دهغه له جملې څخه دوه لکه ډالره چخانسور ولسوالۍ ته ګوښي شوي وو چې موږ په دې ولسوالۍ کې یو پولچک درییس صیب او ځینو سپین ږیرو په موافقه جاج کړ او دکاردپیل لپاره مو یې دلګښتونو حساب وکړ . هغه زیاته کړه چې له لویه سره په هغه ځای کې پولچک ته اړتیانه وه ځکه چې هلته له سره اوبه نشته دوی کولای شول پدې پیسو ښونځۍ جوړکړي ... تاسې قضاوت وکړی لمړی داچې دنیمروز ولایت دعوایدو دومره پیسې چې له نیمایی یې کمې مرکزته ځي دادومره نورې چېرې لګول کیږي زه د یو خبریال په حیث ټولو دنیمروز چارواکوته په درنښت هغه کارونه تاسې ته په ګوته کوم چې په نیمروز کې ترسره کیدل او یادترسره کیدو په حال کې وو لمړی د وریښم پول او فرا ه رود سړک وو چې ۶۵ ملیونه ډالره لګښت پرې راتللو هغه هم انشاالله چې دهندوستان ددولت لخوا ورکول کیدلې البته کولای شی چې دپژواک خبري آژانس آرشیف وګوری او دنیمروز همدا خبر هلته ولولی . دنیمروز په مرکز او ولسوالیو کې ددوه دوه لکه ډالرو یوه یوه پروژه وه چې له نړیوال بانک څخه د کلیو اوپراختیا دوزارت ترمدیریت لاندې نیمروزته ورکړل شوې وې . نور داسې لوی کارونه نه وو که ووهم یادنړیوال بانک لخوا ورته پیسې ورکړل شوې وې یا هم ورته اړوند وزارت ورکړې وې یاهم نورو موسسو پیل کړي وو . دوالي صیب تبلیغاتي ټیم یا مطبوعاتي دفتر به تل ویل چې دولتي میلمستون حاجي والي صیب جوړکړی دی دشخصي ګمرک په پیسو او .... دشخصي ګمرک د پیسو په مټ ځینې ځانګړي ځایونه جوړ شوي وو چې په دولتي میلمستون ښه لګښت شوی وو کله چې به میلمانه راغلل یابه هلته کوم هیت یا وزیر سفر درلود پخپل راپورکې به یې دمیلمستون غورې ولیکلې پداسې حال کې چې میلمستون یواځې د حاجي والي صیب او دقومونو او قبایلو چارو دوزیر دتفریح ځای وو هلته په میلمستون کې هیڅ میلمانه شتون نه درلود . لنډه یې داچې همدا یوه پروژه چې ماولیدله اوس داجرا ګامونه یې پورته کیدل هغه هم خدای یې د پیسو ته خیر کوي چې جوړ به هم شي کنه ... موټرمو په سختو دوړو کې په یوه داسې دښته کې چې دغنمو دپټیو آثار پکې ښکارېدل تیریده که تاسې هغه ځای چې همداموږ کې راتیریدلو ووینۍ نو وبه وایی چې که داځایونه همدااوس هم ورته اوبه ورسیږي نو دهمدې پټیو غنم به دټول افغانستان لپاره بسنه وکړي ددې پټیو په منځ کې موټر تقریبا دوه ساعته مزل وکړ .
 په لارې کې ځینې کورونه ښکارېدل چې یویو به تنها ټکندې غرمې ته دخدای په هیله پراته وو . زه دې ته حیران نه وم چې دابه اوبه ، خوراک او ... له کومه کوي دې ته حیران وم چې له تنهایی څخه یې ذره نه چاودېدله . په هرحال یوکورته چې همداسې لېرې پروت وو . درییس موټر ورګرځیده له هارن وروسته پرې ماشومان لکه مچۍ هسې راتویې شول او درییس په لاسونو ورټیټ شول هریو درییس لاس مچي کړ او لاس په نوم ورته ودرېدل رییس هم دموټر له ډالې څخه ورته دوه لوېې بوشکې ورکړې چې وروسته پوه شوم په هغه کې یې تر ې شړومبې یوړې . له دې ځایه هم روان شولو له کږو وږ لارو وروسته دچخانسور ولسوالۍ مقرته راورسېدلو ما فکر کاوه چې دنورو ځایو نو په څیر به عسکر لري او ... موټرونه دننه دولسوالۍ منځ ته ننوتل نه عسکر وونه هم آشپز ... په قوماندان او ولسوال پسې د رییس یو عسکرولاړ موږ لږ شاوخوا وګرځیدلو دګرمۍ له لاسه ټېک نه راتللو . ولسوال او قوماندان یو ځای راننوتل چې ماهیڅ فکر هم نه کاوه دابه ولسوال او قوماندان وي . فکر وکړی دیوې ولسوالی دپرسونل نه پوهیږم نورو لګښتونو ټولې پیسې به څومره کیږي خو تاسې دا ځای وګورۍ چې ولسوال او قوماندان یې په پردو عسکرو راپیدا کول . په هرحال رییس او ولسوال لږ ساعت ټوکې سره وکړې چای یې وڅښلو بېرته دراروانیدو وخت وو زه لږ مخکې راووتلم په ټوله ولسوالۍ کې وګرځېدلم داسې نښه مې پیدا نکړه چې ګواکې دلته پدې لویه ودانۍ کې هم څوک کله کار کوي ګرځي ... له قوماندان څخه مې پوښتنه وکړه چې عسکر چیرته هغه وویل په کورونو کې یې دي دلته خو بیروبار نه وي کله کله لکه دانن په کار شي هغه بیا اسانه موندل کیږي ... ولسوال او رییس صیب ټوکې کولې خندل یې او سات یې تیروو زمابېړه وه له بلې خوا مې ټیلفون خراب شوی وو کاریې نه کاوه باید ژرمې مرکزته ځان رسولای له بلې خوامې دفتر ته هم دسفر په هکله بشپړ مالومات نه وو ورکړي . زه له ولسوالۍ څخه راروان شولم زموږ موټر ښه وو که ورک به هم شولو مخابرې مو کار نه پرېښودلو له بلې خوا موټر مطمین وو دخرابۍ به یې هم څومره فکر راسره نه وو ځکه نو تنها راروان شولو . دولسوالۍ ترمخې یو ځوان له یوې جینۍ سره ولاړوو چې داسې ښکارېدله جینۍ ناروغه وه دې ځوان ماته په ډېرو زاریو او وچه خوله وویل چې ماناروغ درلود خو څه مو نه درلودل تر مرکز پورې یې ورسوم خبر شوم چې ولسوالۍته هیت راغلي دي ماویل که دوی راسره مرسته وکړه . په ډیرو زاریو یې پیل وکړ ... ښکلې جینۍ دومره ښکلې چې زه باوري یم دښایست سیال به یې دګوتو په شمېر وو خو ټکندې ګرمۍ ته په داسې حال کې چې ژر ژر یې تنفس کاوه شنډې یې تکې تورې شوې وې دسړک په غاړه ناسته وه . زمانور هیڅ له وسه نه کیدل موږ په موټر کې نشو راوړلای ورته ومې ویل چې اوس درییس موټر راوځي له هغوی سره به راشی زموږ له حرکت سره دې جینۍ په ډېره خوږه او عجیبه فارسي وویل : ښه ده وروره له مرستې دې مننه که ستا خور یا لور یا مو ډېره زړه ته نږدې ناروغه شي ته به یې تر کومه کومه ځایه ونه رسوې ... خبرې یې قطع شوې بیایې وویل چې که اوبه درسره وي . موږ په موټر کې سړوونکی درلود دوه بوتله اوبه مې ورکړې . کله چې ترې روانېدلو نو راته ویې ویل چې ودریږه بېرته ودرېدلو ویې ویل چې تاسې حق لری چې ژوندي پاتې شی ... دانور درته دخدای پیدا نه ښکاري په هر حال موږ ترې روان شولو . اوپدې توګه بېرته مرکزته راوګرځیدو مازیګر مهال وو به وو چې په دولتي میلستون ورننوتلو .... نوربیا...