د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملي کلتور او مورنۍ ژبه

شهسوار سنګروال 06.12.2006 03:00
د سویډن د سمینار په اړه لیکل شوې مقاله:
 درنو دوستانو : په سر کې اجازه راکړۍ چې په لندن کې د افغان ادبي جرګې په استازيتوب تاسو درنو دوستانو ته له درناوي ډکې هیلې څرګندې کړم او په همدې پلمه د هغې خوشحالۍ یادونه وکړم چې په اروپا کې د یوې داسې درنې غونډې له جوړېدو نه خبریږم چې په خپل ډول کې لږ ساری لري او په ځانګړي ډول د ځان له خوا په ټول درناوي په سویډن کې د افغانانو علمي او کلتوري مرکز او د دوستۍ فرهنګي ټولنې ته، ددې ستر نوښت له بابته مبارکي ووایم.
 دا چې د دې غونډې نوښتګر د ګران افغانستان د قلم د یوه بل مېړه ښاغلي اعظم سیستاني په هاندو هڅو د نمانځنو ویاړ ګټي ، دډېرې ستاینې وړ دي. افغان ادبي جرګه له دوی سره د داسې نورو راتلونکو ناستو په رابللو کې مل ده. دوستانو!
 کله چې ما د دغه یوه ورځني سمینار د موضوع ټول سر لیکونه له پامه تېر کړ ل هر سر لیک یې ځانګړی پایښت او ارزښت درلود. په همدې هیله مې غوره وګڼله چې د ملي کلتور ویاړونو او د مورنۍ ژبې په ارزښتونو څه ناڅه وغږیږم .
 دا چې وایو افغانستان د اریایي توکم یو لرغونی ټاټوبی دی خو له دې سره جوخت دا هم ویلی شو چې لرغونو اریایانو هغه مهال یو پرمختللی کلتور او ډول ډول دودونه او رواجونه لرل چې موږ په دغه لړ کې ویدي او اوستایي دودونه او سرودونه د بېلګې په توګه یادولی شو.
 که چېرې ووایو چې کلتور د یوه هېواد د مادي او معنوي ارزښتونو مجموعې ته وایي نو افغانستان خو د تاریخ په اوږدو کې د دې دواړو ښېګڼو درلودنکی وو او دی.
 موږ نه غواړو چې دلته د لرغونو اریایانو تاریخ بیان کړو ولې د باختري اریایانو د ویدي او اوستایي کلتور هغه ادبي متون چې له ویدي سرودونو او د اوستا له کتاب څخه موږ ته را پاتې دي لنډه یادونه وکړو.
 د اوس مهال له پاره به ګرانه وي چې موږ د انتروپولوژي په رڼا کې د وګړپوهنې ، توکمپوهنې ، ټولنپوهنې او نورو ورته خپلویو له مخې د افغانستان د لرغوني او ملي کلتور بېلابېل اړخونه وڅېړو خو د اسانتیا لپاره به غوره وي چې په لنډه توګه د هېواد د لرغوني کلتور دب دبه اوسني ځوان نسل او راتلونکي پښت ته ورپه ګوته کړو ځکه چې زوړ نه وي نوی نشته.
 د هرې ټولنې په کلتوري ارزښتونو کې څېړونکو ته غوره خبره دا بریښي چې د موجوده کلتور اړیکه له پخواني او لرغوني کلتور سره څنګه ټینګولی شي؟ ښایې چې د دې خبرې یو ښه مېتود به داوي چې د اوسني ملي کلتور له لارې ګام په ګام د تېرو کلتورونو په لوروخوځیږو. د مثال په ډول موږ د ادبیاتو په لرغوني پېر کې ډېرې لرغونې او اولسي سندرې لرو چې د لرغوني اریايي پېر له اولسي سندرو سره د پرتلې وړ دي . که څه هم زموږ د ادب یو شمېر ملي او اولسي سندرې د اسلام د سپېڅلي دین د خپرېدو په مهال ویل شوي دي خو هغه شمېر اولسي سندرې او ملي سرودونه چې د زرتشت د مذهب له وخت نه موږ ته راپاتې دي که له یوې خوا د بڼې او مینځپانګې له مخې ډېر توپیر نه لري خو له بلې خوا د لرغوني ادبي پېر ملي سندرې له لرغونو اریایي سندرو سره چې د بېلابېلو وختونو دوه ملي کلتورونه را په ګوته کوي پیوند هم جوړولی شي چې موږ په دې لړ کې د امیر کروړ شعر د بڼې له پلوه د اوستا د ؛یشتونو؛ له ځنو برخو سره پرتله کولی شو.
 یو شمېر نورو څېړونکو په سر کې ارواښاد پوهاند حبیبي او ارواښاد استاد روهي په ډاګه دا خبره کړې چې د امیر کروړ ویاړونه د اوستا او ریګویدا له یو شمېر سرودونو او سندرو سره پرتله کېدلی شي. له دې پرته یو شمېر نورې ملي چاربېتې او اولسي سندرې هم زموږ د ادبیاتو په لرغوني پېر کې تر سترګو کیږي چې د لرغونې اریایانو ادبیات موږ ته را په زړه کوي چې موږ په دې لړ کې د ملکیار غرشین او تایمني شعرونه د بېلګې په توګه یادولی شو.
 له دې لنډې څرګندونې څخه دې پایلې ته رسیږو چې څنګه کولی شو د خپل ملي کلتور ټولې ښېګڼې خوندي کړو؟ ولې له دې پوښتنې سره جوخت دا تریخ حقیقت هم هرومرو په زهن کې راګرزي چې ولې د لرغونو اریایانو د شتمن کلتور جنازه خاوروته وسپارل او حال دا چې له آمو نه نیولې تر ګنګا پورې اریایي فرهنګ خپلې اغېزې او ریښې ځغلولې وې.
 ښایي ډېر لاملونه وي خو زما په اند یو لامل به دا هم وي چې موږ د خپل ویاړلي کلتور په وړاندې بې پروا وو او یو، او که داسې نه وي نو د بېلګې په توګه ولې موږ د یونانیانو مېتولوژي او د بودیزم ایډیالوژي ومنله او خپره مو کړه. خیر که دا مو خپله کړه پایله یې دومره بده نه وه خو دا چې خپله مو هېره کړه د تامل وړ دی. حال دا چې یوناني چارواکو په سر کې د سکندر د تشریفاتو ر یس ؛خارس میتي لیني؛ موږ ته خپل ویاړونه را په ګوته کړي دي. نوموړي د یوې کیسې او افسانې په اړه ویلي دي:؛کله چې د یونانیانو لښکرې له ډېرو ستونزو سره سره کابل ته ورسېدې نو یونانیان ډېر ژر د ؛زریادریس؛ او ؛او داتیس؛ د مینې له یوې خوږې اولسي کیسې سره اشنا شول چې هغه د ښکلې اوداتیس د ساس (ساک) پاچا د لور داستان وو.
 دا څومره د پام وړ خبره ده چې بهرنیان زموږ له اولسي آریایي ادب سره بلد وو او موږ لا د خپل شتمن فرهنګ یوه پاڼه هم نه ده لوستې. ښايي ډېرو به د یونان په ادبیاتو کې د :اودیسه او ایلیاد؛ داستانونه لوستي وي چې اوس هم د نړۍ په لرغونو ادبیاتو کې یو شهکار ګڼل کیږي. ولې موږ چې د خپل ملي او ویاړلي اولسي داستانونو ، کیسو او استورې لرلې چې چې ان د سکندر د مهال چارواکي پرې خبر وو، خو له بده مرغه موږ لا په خړو وریځو کې یو تت انځور هم تر لاسه نه کړ.
 لرغون پېژندونکي او تاریخ پوهان وايي که چېرې د مینځنۍ اسیا هېوادونه ایران، چین او د هند د نیمې وچې لیکوال او څېړونکي غواړي د خپلو هېوادونو په اړه څه ولیکي نو دوی ته پکار دی چې د افغانستان له لرغوني کلتور سره اشنا وي دا ځکه چې افغانستان د ویدي او اوستایي مدنیتونو ځاله وه او هم د ګریکو بودیک د مدرسو ټاټوبی.
 همدارنګه د لرغوني افغانستان د لرغوني کلتور شتون هم د چین ، پارس او هندوستان ترمینځ پرتو پولو او ارتو سیمو لټولی شو ځکه چې زموږ یو شمېر ټبرونو په یادو شو هېوادونو ټولواکمنۍ چلولې ده چې د ساکانو، کوشانیانو او یپتلیانو پېرونه ددې خبرې ښکاره ثبوت دی.
 که چېرې د یوې ملي خواخوږۍ له مخې مسلکي او اکاډمیک پښت د خپل هېواد او د کلتوري چاپېریال دننه ډول ډول کلتوري ځانګړتیاوې په ښه توګه وسپړي او په دې ډول د سیمه ییز کلتور د بېلابېلو اړخونو څېړنه، د بېلابېلو دودونو سیمه ییزې اغېزې ، د استوګن ځایونو ټاکل او بیا د کلتور ونو د خپل مینځي اړیکو څرنګوالی ، د کلتورونو د خورېدنې لاملونو او اغېزې او بیا په یوه بشپړ کلتوري چاپېریال کې دننه د پرمختیایي وړتیا وو وېش په پوره ځیرکتیا وڅېړي نو بیا خپل ملي کلتور ښه پېژندلی شي. او د همدې مېتود له مخې د خپل اولس ملي کلتور خوندي کولی هم شي.
 مثال که موږ د اوس مهال د ملي کلتور په رڼا کې د بېلګې په توګه د خپل اولس پلکور ته سترکې ور ښکاره کړو او یوازې د پښتو لنډیو یو لنډ جاج واخلو نو بیا پکار دی چې د یو شمېر څېړونکو انګېرنو ته یوه شېبه تم شو:
 سپوږمۍ کړنګ وهه را خېزه --- یار مې د ګلو لو کوي ګوتې رېبینه
 ددې لنډۍ په اړه انګېرنه داسې ده چې له نن نه زرګونه کاله پخوا د سپرلي په موسم کې نجونو او هلکانو په ګډه د یوه شربت د جوړولو لپاره د شپې لخوا د هندوکش د غره په لمنه کې یو بوټی ټولوو چې دغه بوټي ته په ویدي سرودونو کې ؛سوما؛ او په اوستايي متونو کې ؛هوما؛ وایي چې دا به یې له شاتو او شدو سره کډوه او یوه خوږه او مزه ناکه زوخا به یې ترې تیاروله.
 له دې لنډۍ پرته په لسګونو نورې لنډۍ شته چې زموږ د لرغوني کلتور او ټولنیز و مناسباتو یو ټاکلی زمان په ګوته کوي . د مثال په ډول د اسلام د سپېڅلي دین له خپرېدو دمخه د آټک د آ غاړې د ؛دله زاکو؛ د ټبر یوه لنډۍ ګورو چې وایي:
 تر مارګلې به درسره یم --- په هندوستان کې د په خدای سپارم مینه
 او یا د غزنوي سلطان محمود د مهال د هغې مېرمنې لنډۍ چې د لښکر د مشر راتلو ته سترګې په لاره ده وايي:
 که د خالو لښکرې راغلې --- زه به ګوملې ته د یار سلام ته ځمه
 له دې چې را تېر شو زموږ د لرغوني ادب په پاڼو کې د یوه نامتو شاعر شیخ اسعد سوري په شعر کې د لرغونو آریایانو یو سپېڅلی دود ګورو چې له نن نه یې تقریبا زر کاله دمخه ویلی دی؛
 نه غاټول بیا زرغونیږي په لاښونه --- نه بامي بیا مسېده کا په کهسار
 غاټول او بامي دوه ‎پسرلني ګلونه وو چې پېغلو به د غرو په لمنه کې ټولول. ولې د ؛بامي ؛ کلمه له دې شعر نه ډېره پخوا د اوستا په هغه نسخه کې چې په سمرقند کې تر لاسه شوې ده راغلې او کاږل شوي چې :؛دویشتاسب زوی په ؛بخل بامیک؛ کې د ؛نوازک؛ په نوم یو ښار جوړ کړ چې ډېر ښکلی وو.؛
 څېړونکي کاږي چې بخل نه موخه بلخ دی او له بامي نه موخه بامیان دی چې په لرغونو آریایانو کې دا یوه سیمه سیمه وه.
 په یادو شو لنډیو او شعر کې مو ولیدل چې د نوي او لرغوني کلتور اړیکه څنګه ښه پیوند شوې ده او دا مو هم ولیده چې یوه ژبه د کلتور په خوندي کولو کې څومره رول لري؟
 نو که چېرې داسې وایو چې ژبه د فکر مستقیم واقیعت دی خو ورسره داخبره هم نه هیروو چې ژبه د کلتور د انتقال وسیله هم ده. ولې کله چې ژبه مړه شي د ملي کلتور جنازه هم د پردیو په اوږو تورو خاورو ته سپارل کیږي. ددې خبرې د ثبوت لپاره موږ ډېر مثالونه لرو د ساري په توګه ؛اریک؛ د اریایانو لرغونې ژبه وه چې له دېنه زېږېدلې ژبې اوستا، سنسګرت، پښتو، فارسي او نورې ژبې یادولی شو. خو ځکه چې اریک ژبه مړه شوه نو زموږ د لرغوني کلتور ډېرې بېلګې خاورو ایرو وخوړلې او که د روایتونو له مخې د کیسو او افسانو په بڼه موږ ته څه را پاتې هم دي کلتوري او فرهنګي ځلا یې ډېره تته ده.
 همدا ډول کله چې د اوستا او سنسګرت ژبې مړې شوې د اریایي ټبر ډیره لویه کلتوري شتمنۍ له مینځه لاړه او خدای مه کړه که اوس موږ خپلو ژوندیو ژبو ته پاملرنه ونه کړو نو د تېرو ترخو تجربو له مخې ویلې شو چې موږ به د ملي کلتور یوه بله لویه شتمنۍ هم له لاسه ورکړو.
 اوس چې هغه شمېر افغانان له هېواد نه بهر د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت او ودان دي له دې ستونزې سره لاس او ګریوان دي. ګورو چې د ډېرو افغامانو په کورونو کې د دوی مورنۍ ژبه مړه شوې ده او که مړه ژوندۍ هم وي خو له لیک او لوست نه ولېدلې او د ځنکدن وروستۍ سلګۍ یې د ژبې په سر دي. ددې لپاره چې له دې ملي ناورین او راپېښې غمیزې نه ځان وژغورو نو د خپلو وړاندیزونو په دغو ټکو ټینګار کوم:
 ۱- ددې لپاره چې په بهر کې مېشت افغانان او ځانګړي ډول ماشومان او تنکي ځوانان له دې ملي کلتور نه پردي او بېګانه نه شي لومړی پکار دی چې خپه مورنۍ ژبه خوندي کړي او د نن په څېر غونډې جوړې شي او هغه ستونزې او نیمګړتیاوې په ګوته شي چې افغانان ورسره لاس او کرېوان دي.
 ۲- د هېواد د ملي او تاریخي ورځو نمانځنه او په دا ډول نمانځنو کې د ماشومانو او ځوانانو ونډه باید په پرتلیزه توګه د پام وړ وي چې موږ د ګران افغانستان د خپلواکۍ جشن ، د نوي لیږدي لمریز کال نمانځنه، د لوی او کوچني اختر مذهبي دودونه د بېلګې په توګه یادو.
 ۳- د امکان په صورت کې د کورسونو او ښوونځیو جوړول او بیا د کلتوري ټولنو لخوا د یو شمېر داسې کسانو رابلل لکه په اروپا کې مېشت استادان ، پوهان او ښوونکي چې د کوریطلم او تعلمي نصاب له چارو سره بلد وي تر څو افغان کډوالو ته یو ښوونیز او روزنیز درسي متود چې د دېدکتیک او میتودیک د اصولو لارښود وي ورغاوي چې له یوې خوا زلمیان او تنکي ماشومان خپله ژبه هېره نه کړي او له بلې خوا د خپل هېواد له ملي کلتور او ویاړلي تاریخ سره اشنا شي.
 ۴- کله چې ماشومان او ځوانان له ښوونځیو او پوهنځیو نه کورته راځي پکار دی چې مور او پلار اولاد سره پخپله مورنۍ ژبه خبرې وکړي او د پلکوریکو کیسو او اولسي افسانو له لارې د خپل هېواد د ملي کلتور ښېګڼې ورته ور په ګوته کړي.
 ۵- په اروپا او لویدیز هېوادونو کې د افغانانو د کلتوري ټولنو له خوا د مشاعرو جوړول اړین ځکه بریښي چې د شعر ژبه په اورېدونکو په ځانګړي ډول په ځوانانو ژر اغېزه کوي او ښه به وي چې ځوانان په کې ډېره ونډه واخلي.
 په درنښت