د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ايران او پاکستان يوشان عمل کوي

حبيب اله غمخور 03.12.2006 03:00

په امريکا کې  د پارلمان دمنځنيو ټاکنو تر پايلو وروسته دايران جمهوررئيس هم يو څه وغوړيد،که پخوا دشانگهاي دتړون په زور غورځيده، خو اوس دجورج بوش دخام سياست دموږي په زور غورځي .

بلې! افغانستان داسې يوهيواد دی چې هر خام فکره پکې سر خوړلی، تاريخ ته نه ځم دومره وايم هر چا چې د  دې ولس سره سپک برخوردکړی ناکامه تللی اوخوله يې له وينو ډکه شوې ده ، دا نږدې له  (( ۱۷))  ميلادي پېړۍ دتاريخ پاڼې راواړوﺉ ، هلته هر څه له ورايه تاسو ته څرگندېږي . خو زه په خپلو دغو خبرودافغانستان په اړوند دپاکستاني او ايراني چارواکو ددسياست پخلی نه کوم  .زه ديوې عيني او تاريخي اړتيا او ملي گټو دساتلو په موخه دپردو پوځي قوت شتون په خپله خاوره کې منم ؛ پښتو متل دی  وايي (( شوو ده نه وسه خور ده)) خو دا زما د ولس ستونزه ده ،او ددې ستونزې اساسي او بنيادي عامل هم همدا ايران ، پاکستان او يوشمير نور هيوادونه دي .

زه دافغان ربړېدلي ولس سره دناټو او ايساف دپوځي ځواکونو دناوړه چلند دفاع هم نه کوم ،هغوی ته هم وايم له يوې خوا مو دبن دتوافقاتو له مخې پر افغانانو داسې چارواکي وتپل چې اوس تاسو هم چندانې ددوۍ له کړو وړو نه چندان خوښ نه ياست ؟پنځه کاله بېله دې نه چې په خپلو کړوکې  دافغان ولس دود ،دستور او کلتور ته په درنه سترگه وگورﺉ هغوۍ ته مو په سپکه  وکتل ،پايله داشوه چې  دولتي چارواکوونشوه کولاي  ملي ملاتړ ترلاسه کړی ،له ولس نه لېري پاته شول ، همدا له ولس څخه بېگانه و  دولتي چارواکو لخوا پيل شوی اداري فساد،ددولت اوخلکو ترمنځ دواټن ډېرېدل،په دولت کې ددرې گونو قواوترمنځ دواک پر سر سيالۍ ، دهېروئينو اوتارياکو سوداگر ،بنسټپاله تنظيمونه ،ډلې ټپلې ،جنگسالاران ،محلي قوماندانان او نور دقدرت تږې ،داټول دهمدا تاسو بهرنيانو په برکت پر افغان ولس يو ځل بيا ددموکراسۍ تر خيمې لاندي وتپل شوه او هغوي دا  ولس دومره ومروړه او وزوراوه چې اوس ېې دناچارۍ نه القاعدې او طالبانو ته مخه کړېده ،سره لدې چې ټولې نړۍ ته  تر لمر روښانه څرگنده ده چې نوم دافغان طالب پر پروت دی خو شاته يې دپاکستان ،ايران  او يو شمير نورو هيوادو استخباراتي کړۍ  ولاړې دي ،هغوۍ يې  روزي ،وسلې ورکوې اوزموږ په هيواد کې يې دترهگرۍ لپاره رالېږي . زه پدې باوريم چې پورته يادي شوې خواوې ټولې په دغه ناورين کې غوښنه ونډه لري ،تفاوت يې يوازي دومره دی چې په يو پسې اردوگرځي چې له منځه يې يوسي ، اوبل ارام په څوکۍ کې ناست دی لارښوونې کوي . دافغانستان دا اوسنۍ ادارې او بهرنيانو دمعلوماتو  له مخي په افغانستان کي نږدې

(( ۱۱۹ ))زره پوځيان ددوۍ په اصطلاح دترهگرۍ پر خلاف جگړه کې بوخت دي ،زه فکر نه کوم چې طالبان دې دومره وسلوال کسان ولري . خبره داده چې اوس تنور تود دی هر سړی ډوډۍ پکې پخوي ،ځکه نو د ايران ولسمشر هم دنومبر په ((۲۶)) ديکشنبي په ورځ د(( بسيجيانو)) په نامه مليشو ته په خپله وينا کې په عراق او افغانستان کې ميشت بهرني ځواکونه نيواکگر وبلل او اعلان يې وکړ چې دوي به له افغان څخه د دغو ځواکونو په ييستلو کې د دواړو هيوادونو له خلکو سره مرسته وکړي . ‌بي بي سي

افغانستان دبهرنيو چارو وزارت ددې ښاغلي خبرې دهيواد په کورنو چارو کې   بربنډه مداخله وبلل  او دهغه خبري يې ردکړې . ولې پدې بايد افغان چارواکي پوه وي چي  ايراني اخوندان هم  په رښتيا سره دافغانستان په دولتي ادارو او سياسي چاپير يال کې تر پاکستان کمې ريښې نه دي ځغلولي ، دتبليغ کونکو اوپلويانو شمېر يې د پاکستاني چارواکو تر پلويانو کم مه بولۍ،تنها ددواړو هيوادونه (پاکستان او ايران) سياسي او اديالوژيکي موقيعتونه يوڅه فرق لري او له بلې خوا پاکستان تر ايران او نورومداخله گروځان دقوي مټ خاوند اوپه افغانستان کې برلاسی بولي ځکه نو تر نورو يوڅه سپين سترگي کوي  ،که نه نو دواړه ديوه اس غوږونه دي اويوشان عمل کوي .

 احمدي نژاد ته داڅرگنده ده  چې  افغانستان ته بهرني ځواکونه دملگروملتو دامنيت شورادپرېکړې له مخې راغلې دي ؛ ايران هم دهمدغه سازمان غړی دی ،جالبه داده چې هلته پټه خوله ناست وي اودلته بيا زموږ دهيواد دنجات فرشته ځان بولي ،افسوس ! افغانان دومره خوار شول چې ايراني اخوندان آزادوي ؟

دافغانستان دبهرنيو چارو دوزارت وياندسلطان احمد بهين د ايران دجمهور رئيس دڅرگندونو په ځواب کې وايي : بهرني ځواکونه نيواکگر نه دي . . . (( افغانستان د ترهگرۍ قرباني دى . بايد له افغانانو سره د ترهگرۍ په له مينځه وړو کې مرسته وشي . يوازې له همدې لارې دې هيواد ته سوله او ثبات راستنېداى شي . کله چې سوله راشي نو بيا دلته د بهرنيو ځواکونو د پاتې کيدو اړتيا پخپله له مينځه ځي . له دې پرته افغانستان دغو ځواکونو ته اړتيا لري . ))
وړاندي  وايي : افغانستان ته بهرني ځواکونه د ملگرو ملتونو د امنيت د شورا د پريکړو له مخې راغلي نو ځکه خو دده په وينا هيڅکله هم نيواکگر ځواکونه نه شي بلل کيداى . له دې سره جوخت  تهران ته يې د دې  وريادولو هڅه هم وکړه چې که طالبان راستانه شي نو تر بل هر چا وړاندې به  ايران ته سرخوږى جوړ کړي .

 ښاغلي بهين ته بايد څرگنده وي چې ايران داځل  نه غواړي دپخوا په څير  وغولېږې  ،دوۍ هم لکه پاکستان په افغانستان کې خپل لاس پوڅی  رژيم غواړي ، دفراليزم ډول ږغ له همدغه ځايه راپورته کيږې . ايراني چارواکي زموږدهيواد دننه کې په مذهبي او سياسي کړيو کې غښتلي اړېکې لري .

ښاغلی احمدي نژاد په دې ښه پوهېږي چې (( غوا توره اوشيدې سپيني دي )) ؛ کله چې پر طالبانو دلومړي ځل لپاره حمله کېده دايراني چارواکو سره دنورو هيوادو پر لاس  خبرې وشوې اوهمدغواخوندانو دقناعت اورضايت سرورسره وښوراوه ،خو هغه وخت يې نورې گټې لرلې او اوس بيا بل څه غواړي ، دوۍ په يو ټک څونښانه ولي  ،دبېلگې په توگه ويلاي شو  :

لومړی : په افغانستان کې دامريکا او ناټو شتون خپل اخوندي واک ته جدي گواښ بولي ،غواړي له دغه گواښه ځان وژغوري  .

دوهم : غواړي له دې لارې   ځان په نړيوالو سياسي سياليو اوسيمه کې دنفوذ لرلو په مفهوم مطرح کړي .

دريم : پر امريکا او اروپايي نړۍ  د داډول تبليغاتي فشار په پايله کې غواړي  له يوې خوا په سيمه کې امتياز تر لاسه کړي اوله بلې خوا داټومي پلان دپلي کولو په مقابل کې نړيواله ټولنه نرمش ته اړه کړي  .

دغو موخو ته درسېدو لپاره بهترينه نيرو او قوت افغانان دي  ،افغان  دامريکا او اروپايي قواوپر خلاف جگړې ته هڅوي  ،تلفات افغان ورکوي اوگټه يې چې امريکا له سيمي نه وتلو ته مجبوره شي ايران ترلاسه کوي .

دزياتو شواهدو له مخي ايران په افغانستان کې  دبې امنۍ او بهرني ځواکونو گونډه کولو ته ارام نه دی  ناست . هغوۍ خپلو پولو ته نږدې  دهيواد په غربي اومرکزي  ولاياتو کې دجاسوسۍ جال غوړوي ،پخوانۍ دوستۍ او اړېکې تازه کوي  ترڅو په جگ اواز دا ډول خبري وکړي .

افغانان بايد په دې پوه وي چې احمدي نژاد يوه  سياسي څېره ده ،هغه ته تر هر څه دمخه دخپلې ډلې  ټپلې گټې لومړنۍ دي ؛ هغه دخپلو گټو په خاطر هرڅه کوي دبېلگې په توگه که داحمدي نژاد هغه وروستی ليک چې دامريکا خلکو ته دخطاب په نامه خپورشو په ځير ولولو پوهېږو چې څومره دامريکا سره ددوستۍ علاقه لري او په کومو الفاظو او القابو هغوي ته مراجعه کوي  ، هغه په خپله وينا کې يوازې جورج بوش مخالف بولي  او نور دوستان ، سره له دې چې پدغه خبره اوس  ماشوم هم پوهېږي چې دامريکا په سياست کې يوازي ولسمشر چندان رول نه لري ،هلته دنفتو دکمپنيو او موډرنو وسلو دتوليد دفابريکوخاوندان  ،څارگره اداره اونورې پټې څېرې  چې دهيواد په بهرني سياست کې يې گټې نغښتې دي مهم نقش لري او اخره خبره کوي .

احمدي نژاد ددغه ليک په يوځای کښې ليکي : ((...همه از ترویج ارزشها و خصلتهای انسانی نظیر محبت، وحدت و همدلی، احترام به حقوق انسان ها و پشتیبانی از حق و انصاف و دفاع از انسانهای مظلوم در برابر زورگویان خرسند می‌شوند و لذت می‌برند. .....همه در خوبیها، در خدمت به یكدیگر بویژه در خدمت به محرومان و مظلومان میل مشترك داریم و از بیعدالتی ها، پایمال شدن حقوق انسانها و تحقیرها ناراحت می‌شویم . . . مردم شریف آمریكا !
ملت ما همواره دست دوستی و مودت را به سوی همه ملت های جهان دراز كرده است . صدها هزار نفر از هموطنان ایرانی من با صلح و صفا در كنار شما زندگی می‌كنند و عموما منشاء خدمات شایسته‌ای در جامعه شما هستند. مردم ما سال ها با شما در ارتباط بوده‌اند و علیرغم سختگیری بلاوجه مقامات آمریكایی، رفت و آمدها و دوستی‌ها ادامه یافته است .  وړاندي ليکي  : همچنانكه گفتم ما دغدغه ‌های مشترك داریم و از ناهنجاری ها و نابسامانی ها در جهان امروز رنج می‌بریم .  (( ريا نووستي)) . 

دا چې احمدي نژاد  دغدغې څه بولي زماسرنه شو په خلاص ، خودومره پوه يم چې افغانانو ته وايي يو امريکايي هم ژوندی پرې نږدﺉ تر څو هيواد پرې ښودو ته مجبور شي . دوي ته داټکئ واضح دۍ چي  دافغان دژوند په قيمت کېدای شي ايراني اخوندان دامريکا له وهمه  خلاص او دشپې ارام خوب وکړي . امريکا او اروپايي هيوادونه مجبورکړﺉ له افغانستانه څخه ووزي  . داڅرگنده خبره ده چې دوې دافغان ولس سره هيڅ ډول خواخوږي نه لري .که داسې نه ده نو همدا اوس تاسو  په ايران کې  له بېوزلوافغان کډوالو نه پرته له دې چې شعيه دی اوکه سوني ،دايراني چارواکو ناروادظلم او تېريوقيصو ته غوږ شۍ .

 ايا افغانان چې ددوۍ په هيواد کې له مجبوريته اوسي انسانان نه دي؟ داډول ظالمانه او غير انساني کړنې چې همدا اوس له افغان کډوالو سره کېږي په قاموس کې به يې څوک بېلگه پيدا نه کړي  . که راډيو گانې واورېدل شي ټولو ته به جوته شي چې هلته افغان ته دانسان په سترگه نه کتل کيږي ،دهغه ماشوم دتعليم له حق ،مور اوپلار يې دکار اوکډه کولوله حق نه محروم دي . دوې هفتې وړاندې  يې يوه وزير دايران کارگرانو ته په خطاب کې وويل دا افغاني کارگران دي چې ستاسو ځاي يې نيولی دی ،موږ غواړو دا بيگانه له خاورې وبا سو .

مگر په پورته ويل شوې وينا کښي بيا غواړي پر افغانانو ورحمېږي  او دبهرنيانو له شره يې خلاص کړي ؛ هغه متل دی  (( يوبام او دوې هواوې )) . 

په همدې ورځوکي پاکستان هم  پر نړيوالو فشار اچوي اوپه ټوله سپين سترگۍ سره يې زموږ په هيواد کې امنيتي وضعه دغه حالت ته رارسولې ده  چې اوس غواړي دافغانستان راتلونکې ددوۍ په خوښه وټاکل شي ،دبېلگې په توگه دبي بي سي دخبر له مخې ((پاکستاني مقاماتو د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو ته  پټو او خصوصي  خبروکې وړانديز کړى چې طالبان دي د افغانستان په نوي ائتلافي حکومت کې ځاى شي او د دغه حکومت مشري دې د ولسمشر کرزي په غاړه نه وي . )) ،پدې هکله د افغانستان دبهرنيو چارو  وزارت  غبرگون ښکاره کړ. 

که څه هم دنومبرپه  ۳۰نيټه دBBC  سره په مرکه کې  د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندي  دغه  څرگندونې رد کړې چې گواکې دوۍ په کابل کې د يوه ائتلافي حکومت جوړېدل غوښتی دي . د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت په خپره شوې وينا کې راغلي دي چې رسنيو د ښاغلي قصوري د يوه خصوصي محفل خبرې په ناسم او غلط ډول خپرې کړې دي .

هر هوښيار سړی چې دپاکستان دبهرنيو چارو وزارت دا غبرگون ولولي  پوهيږي چې خبره څه ده ؟ هغه وايي ((رسنيو د ښاغلي قصوري د يوه خصوصي محفل خبرې په ناسم او غلط ډول خپرې کړې دي .)) جالبه خبره ده ايا دقصوري صاحب په خصو صي محفلو کې هم ژورناليستان ناست وي ؟ که دا خصوصي خبره هم وي خوشوې ده ؟ روسان يو متل لري وايي : (( په هره مسخره کې يوه اندازه رښتيا شته )) که قصوري صاحب هر چېرې کړې وي ټوله نړۍ په دې پوهيږي چې پاکستان څه غواړي .  وايي دروغجن حافيضه نه لري .

دډیلی تلگراف په نامه انگليسي ژبې ورځپاڼه پدې ورستيو ورځو کښي ليکي :  خورشید قصوری دپاکستان دبهرنيو چارو وزير  دناټودغړوهيوادود بهرنيوچاروله يو شمير وزیرانوسره هغوۍ ته په خبروکي ويلي  چې طالبان په  جگړه کې دبريالي او ناټو د ماتې په حال کې ده . او هغو ته يې مشوره ورکړې ده چې افغانستان  ته دنوروپوځونودلېږلو نه ډډه وکړي،دناکامۍ په منلو سره بايد کوښښ وکړي چې له طالبانو سره پخلاشي .
يو غربي جگپوړی چې له قصوري  سره يې ملاقات کړی  ويلي دي  چې دبهرنيو چاروکوم وزيران  چې په دغه جلسه کې وو حيران پاته شول او تعجب يي وکړ ، هغه ا ضافه کړه : (( قصوري له ناټوڅخه غوښتل چې تسليم شي او دطالبانو سره خبرې وکړي )) . دپاکستان دبهريوچارودوزارت له وياندي بايد پوښتنه وشي چې  ددغه اروپايي چگپوړي چارواکي خبرې هم  دناسم تعبير معنا لري؟

 زه له هغو دروغجني او غولونکی  دوستۍ د وعدواو دوه مخۍ يوازي څو بېلگې راوړم :

۱ -  دپاکستان جمهور رئیس پرویز مشرف چې دافغانستان په لیدنه بوخت دی، ویلي دي : ((دافغانستان ولسمشر حامدکرزي سره دورور ګلویزواړیکوغوښتونکی دی)) . په کابل کې ترخبرواترو وروسته پرویز مشرف وویل  (( له ترهګرۍ او بنسټ پالنې سره باید دواړه ګاونډي هیوادونه یوپر بل باور وکړي اوله ترهګرۍ سره په ګډه وجنګیږي)) . 05:09:2006

۲ - دپاکستان ولسمشر پرویز مشرف دغه ادعاګانې ردکړې چې ګواکې دوۍ له طالبانو اوالقاعده شبکې څخه ملاتړکوي. نوموړي چې له خپل افغاني سیال ښاغلي حامدکرزي سره په یوه ګډې خبري غونډې کې خبرې کولې وویل : (( افغانان باید تېر هېرکړي،شکونه اوپر یو بل تهمت یو خوا پریږدي اودخپلې راتلونکې په اړه فکر وکړي)) . مشرف داهم ردکړه چې ګواکې دطالبانومشران په پاکستان کې دي . ده زیاته کړه. دطالبانومرکزونه چې هرچیرته وي باید له منځه یووړل شي . 06:09:2006

۳-  دپاکستان او افغانستان دجمهور رئسانو په گډه اعلاميه کښي راغلي : همچنین  روسای جمهور  دوکشور  توافق  کردند  که افراطیت  ،تروریزم  و پدیده  طالب  گرایی   یک تهدید  مشترک علیه  پاکستان و افغانستان  است و درعین  حال  خطر برای منطقه  و جهان  میباشد .  روسای جمهور دو کشور توافق نمودند تا همکاری خویش را در چهار چوب ائتلاف بین المللی  مبارزه علیه تروریزم ادامه دهند. 16 سنبله -  1385 اعلامیه مشترک  افغانستان  و پاکستان .

پاکستان تل له يوې خوا ددوستۍ خبرې کوي اوله بلې خوا په ټول طاقت په افغانستان کې دبې نظمۍ لپاره کار کوي ؛د بېلگې په توگه  د خپلې خبرې د پخلي لپاره دپاکستان دلاس وهنو په هکله  لاندې څرگندونو ته ستاسو پام را اړوم :

د بريتانيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير کيم هووالس وايي افغانستان به تر هغه سوکاله نه شي چې د پاکستان حکومت په خپل هيواد کې دننه هغه سرچينې وچې کړي چې افغانستان نا امنه کوي . هغه  وويل ، افغانستان کې د سولې راوستل  په پاکستان کې د ترهگرو د روزنې د مرکزونوپه  تړلو پورې تړاو لري . کيم هووالس دوه ساعته وړاندې تر دې چې د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف افغانستان ته راورسيږي  وويل   افغانستان به تر هغه سوکاله نه شي تر څو  چې پاکستان ژمنه وکړي چې په دغه هيوادکې به د ترهگرو د روزنې مرکزونه وتړل شي .

- دخيبر دتلويزيون سره په يوه مرکه کې دنشل عوامي گوند مشر اسفنديارولي واضح او څرگند وويل چې : پاکستان دتروريزم  په خلاف جگړه کې صادق نه دی اوپه افغانستان کې يې خپل رښتيني کردار نه دی ترسره کړی ،هغه زياته کړه د پاکستان له لورې  اوس هم دافغانستان په وړاندې يوه منظمه جگړه روانه ده  ،اوپه افغانستان کې  يې دروانو غلچکي  بريدونو او ورستيو زړه بوږنوونکو پېښو ملامتي پر پاکستاني چارواکو واچوله ،اوڅرگنده يې کړه چې طالبان په يوازې دداسې منظمو حملو او بريدونو توان نه لري  . 

 ددغوټولوڅرگنده حقايقوسره داپنځه کاله کيږي چې داسوال متاسفانه بې ځوابه پاته دی :
ولې امريکايي  او اروپايي چارواکي دا دومره تلفات او مالي تاوانونه پر ځان مني ؟ خو پر پاکستان  دافشار نه راوړي  او په زغرده نه ورته وايي چې لاس وهنه دي بنده کړه !  بېله دې قاطع حرکت نه به دبهرنيانو ټول تلاښونه دافغانانو لپاره قانع کونکی نه وي او نه به دستونځه حل شي  .  ۲۰۰۶.۱۱.۳۰