د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کلتوری ټکر او د هغه د پایلو اغیز پر اقتصاد، سیاست، ښوونې او روزنې

شریف بهاند 29.11.2006 03:00

د انسانانو اړیکې، څه په فردي او ملي او څه هم په نړیواله کچه تل د باورونو، ارزښتونو، عادتونو، دودونو او د هغوي د ذهني تصویرونو تر اغیز لاندې دي. دغه ټول، د نورو تر څنگ لکه تاریخ، ژبه او دین په حقیقت کې د تمدن له بنسټیزو عناصرو بلل کیږي. که وغواړو ترلاس لاندې موضوع په ښه او هر اړخیزه توگه روښانه کړو، اړینه بریښي، چې د تمدن تر څنگ د هغه عناصر، د بیلگې په توگه افسانې (اسطورې Myth )، سمبولونه Symbol ، ټولنیز کړه وړه لکه دود، عرف او تړون (وگوري:, 1985 Max Weber ). هم تعریف شي. خو په دغې لیکنې کې د کنفرانس د موضوع او د وخت د کموالي له امله یوازې د تمدن په تعریف بسنه شوی.
د امریکایي ستراتیژیست، سامویل فلیپ هانتینگتون په اند:" د بشریت تاریخ د تمدنونو تاریخ دئ. د بشر د پرمختک په اړه د فکرکولو له پاره، د تمدن له اډانې پرته، نشو کولي، له بل شی څخه گټه ترلاسه کړو. د بشریت تیر مهال (سرگذشت) په نسلونو نسلونو د تمدنونو له بهیر (معبر) څخه تیریږي. هغه له لرغونو تمدنونو، سومری او مصری څخه پیل، د لاتینې امریکا، مسیحیت او اسلام له کلاسیکو هغو څخه تیر او په دې بهیر کې یو لړ نورو تمدنونو، د ساری په توگه چینی او هندی هم ورسره مل شوي دي" (Huntington, 2002, S. 49 Samuel P.).
د تمدن اصطلاح د لومړی ځل له پاره فرانسوي متفکرینو په اتلسمې پیړۍ کې د بربریت د مفهوم په وړاندې رامنځته کړه. د دوي په اند، متمدنې ټولنې هغه وې، چې وکړي یې، کوچیان نه وو، ښاری ژوند یې درلود او د زده کړو خاوندان وو او بدوي ټولنې له دا ډول ځانگړتیاوو څخه بې برخې وي. خو دغه ډول طرز تفکر بیا د المان د نولسمې پیړۍ متفکرینو نه و منلي او دوي په جدی توگه "تمدن، چې په کې د مخانیک او تخنیک علم او مادي فکتورونه راتلل، له کلتور څخه، چې په کې ارزښتونه، هیلي او د ټولنې فکری، هنری او اخلاقی ځانگړتیاوې شاملې وې، جلا کاوه"(Samuel P. 2002, S. 51 Huntington,). دغه ډول نظریه تراوسه هم پر الماني اندیشو واکمنه ده. خو هغه له المان څخه پرته، د نړۍ په نورو برخو او هیوادونو کې ملاتړي نه لري. په همدې اړه فرناند برودل Fernand Braudel وایي: " دا به یوه تیروتنه وي، که وغواړو لکه د المانانو په څیر، کلتور د هغه له بنسټ څخه، چې تمدن دئ، جلا کړو"(Samuel P. 2002, S. 51 Huntington,). باید یادونه وشي، که کلتور دئ او که هم تمدن، دواړه د وگړو د یوې ډلې ژونددود ته نغوته ده. لکه څنگه چې برودل وایي: تمدن تر ټولو دمخه" یوه فضا او یا یو کلتوري چاپیریال دئ؛ [هغه سیمه چې] د کلتوري ځانگړتیاوو او پدیدو یوه ټولکه بلل کیږي"(Samuel P. 2002, S. 51 Huntington,). والرشتاین Wallerstein تمدن " د نړۍ لید، عادتونو، جوړښتونو او مادی او معنوی کلتور یو ځانگړی پیوستون بولي، چې یوه تاریخی ټولکه جوړوي او له همدا ډول نورو ورته پدیدو سره (خو نه تل په عین وخت کې) ګډ ژوند لري" (Samuel P. 2002, S. 51 Huntington,). د دورکهایم Durkheim او موس Mauss په اند: تمدن " یو ډول اخلاقي چاپیریال دئ، چې پر څو ټاکلو ملتونو واکمن او د هر یوه دغه ملت ملی کلتور د هغه ټولیز ( کلّ) یوه ځانگړې بڼه جوړوي" (Samuel P. 2002, S. 51-52 Huntington,).
د تمدن د پورتنیو تعریفونو له ارزونې دا ترلاسه کیږي، چې په ټولو هغو کې "کلتور" یوه ګډه موضوع ده او د هغه بنسټیز عناصر لکه څنگه چې یونانیانو هم له هغو څخه یادونه کړې، وېنه، تاریخ، موسسې، دود، ژبه، ژوند دود او ترټولو مهم دین دئ. هانتینگتون په دې اړه لیکي: "د تمدن د تعریف د عینی عناصرو له ډلی څخه، لکه څنگه چې اتنیانو هم پر هغه تأکید کړی، ترټولو مهم عنصر دین دئ. د بشر د تاریخ ستر تمدنونه هم تر زیاتې اندازې پورې د نړۍ د اصلی دینونو پربنسټ ځانگړي کیږي" (Samuel P. 2002, S. 52 Huntington,). خو کریستفر داوسن Christopher Dawson بیا په دې اړه لا له روښانو کلماتو کار اخلی او وایي: "دین د هر تمدن بنسټیزه ځانگړتیا ده". ... "ستر دینونه هغه بنسټونه دي، چې د سترو تمدنونو بنسټ پر هغوي ایښودل شوي دئ" (Samuel P. 2002, S. 61 Huntington,). په دې توگه گورو، چې دین ان تر قوم نه زیات د خلکو په ځانگړتیا (متمایز) کې رول لوبوي. یو کس کیدی شی، د مور له لوری المانی او د پلار له خوا عرب وی او یا کیدی شی، د دوو هیوادونو تابعیت ولری، خو دا ناشونی بریښي، چې یو څوک نیم مسیحی او نیم مسلمان وي او یا دا چې هغه دې نیم یهود وي او نیم کنفوسیوسی.
څانگیز پوهان ټول په یوه خوله د نړۍ د لرغونو او اوسنیو تمدنونو شتوالي تأییدوي. خو د لرغونو تمدنونو د شمیر په اړه د دوي د نظرونو تر منځه توپیر ترسترگو کیږي. دساری په توگه کوېیگلی Quigley له شپاړلسو تاریخي او اتو فرعي تمدنونوڅخه خبري کوي. توین بی Toynbee یو ځل له یوویشتو او وروسته بیا له دیرویشتو تاریخی تمدنونو څخه یادونه کوي. شپنگلر Spengler وایي، چې د اصلي تمدنونو شمیر اتو ته رسیږي او مک نیل McNeill بیا د اصلي تمدنونو شمیر نهه یادوي. بگبی Bagby د سترو تمدنونو شمیر یو ځل نهه بولي او بیا وایي: که د جاپان تمدن د چین له هغه او د ارتودوکس تمدن له مسیحی تمدن څخه جلا وبولو، نو د تاریخي تمدنونو شمیر به یوولس وي (وگوري: Samuel P. 2002, S. 57 Huntington,).
د فرناند برودل Fernand Braudel په اند، په اوسنې نړۍ کې نهه ژوندي تمدنونه لا شتوالي لري. خو بیا روستوانې Rostovanyi وایي، چې اوسمهال په نړۍ کې اوه (۷ ) تمدنه شته دي. ملکو Melko د تمدنونو په اړه د متونونو له څیړنو وروسته، دې پایلې ته رسیږي، چې "څه نا څه د نظر یووالي شته دئ، چې له دولسو څخه زیات اصلی تمدنونه شته دي، چې د هغو له ډلې څخه اوه تمدنه (لکه د بین النهرین، مصری، کرتی، کلاسیک، بیزانسی، د لاتینې امریکا او اندی تمدنونه) له منځه تللي او د هغو پنځه (چینی، جاپانی، هندی، اسلامی او لویدیځ) لا ژوندي دي" (Samuel P. 2002, S. 57 Huntington,). خو ځیني پوهان بیا پر دغو تمدنونو د لاتینې امریکا او په تیره بیا روسی ارتودوکس تمدن هم ورزیاتوي او په دې اند دي، چې ارتودوکس تمدن له خپل مخکنی بیزانسی او لویدیځ تمدنونو څخه جلا تمدن دئ. ځیني نور څانگیز پوهان بیا د نړۍ له اوسنیو شرایطو سره سم پر پورتنیو یاد شوو تمدنونو ښایي افریقایی تمدن هم ور زیات کړی. لنډه دا چې اوسني تمدنونه په لاندې ډول دي:
• چینی یا کنفوسیوسی تمدن: د دغه تمدن اصلی مرکز چین دئ. سویلی او شمالی کوریاوې، ویتنام، او تر زیاتې اندازې پورې لاوس او کمبودیا او همدارنگه سنگاپور او هانگ کانگ د دغه تمدن له ډلي څخه بلل کیږي؛
• جاپانی تمدن: دغه تمدن له چینی تمدن څخه جلا بلل کیږي او یوازینی تمدن دئ، چې هم ملت دئ او هم تمدن؛
• هندی تمدن: دغه تمدن په هر بڼه یې، هندی او که یا هندو وي، دوه زریزې مخکې له میلاد څخه، د یوه تمدن په توگه د هند په وچه کې ډیر ارزښت درلود. ځکه "هندوییزم له یو دین او ټولنیز نظام څخه لوړ او د هندی تمدن زړی گڼل کیږي" (Samuel P. 2002, S. 58 Huntington,) او تر اوسه پورې هم د هند په ټولنه کې بنسټیر رول لوبوي او دغه هیواد یې د اصلی مرکز په توگه گڼل کیږي؛
• اسلامی تمدن: ټول څانگیز پوهان اسلام د یوه خپلواک تمدن په توگه مني. دغه تمدن په اومه پیړۍ کې له رامنځته کیدو وروسته په ډیرې چټکتیا سره د افریقا له شمال څخه نیولی، تر منځني اسیا، د هند نیمې وچې بیا تر سویل ختیځي اسیا پورې پراختیا وموند. همدا لامَل دئ، چې په اسلامی تمدن کې څلور بیلا بیلو فرعي کلتورونه، لکه عربی، ترکی، مالایایي او ایرانی تر سترگو کیږي. خو له بده مرغه دغه تمدن د عثمانی امپراتورې په له منځه تلو سره له اصلی مرکز څخه بې برخې شوی دئ؛
• لویدیځ یا مسیحی تمدن: پوهان د لویدیځ تمدن پیل ۷۰۰ او یا ۸۰۰ میلادی کال بولي او وایي، دغه تمدن دوه اصلی مرکزونه لري، چې یو یې په اروپا او بل یې په شمالی امریکا کې دئ. ځیني څیړونکي بیا په دې اند دي، چې:
• ارتودوکس تمدن: د لویدیځ تمدن یوه څانگه ده. خو ځیني نور پوهان بیا وایي، چې ارتودوکس تمدن د روسیې په مرکزیت ځانته تمدن او هغه د بیزانس د تمدن میراث او د جلا دین خاوند دئ د دغه تمدن نور غړي هیوادونه د نورو تر څنگ بلغاریا، صربستان، رومانیا او یونان دي؛
• د لاتینې امریکا تمدن: د لاتینې امریکا وگړي د خپل تمدني هویت په اړه بیلا بیل نظرونه لري. ځیني په دې اند دي، چې دوي د لویدیځ تمدن یوه برخه دي. خو ځیني نور بیا ادعا کوي، چې ځانته خپل ځانگړی تمدن لري. که څه هم د لاتینې امریکا وگړي څه نا څه ټول د کاتولیک مذهب پیروان دي، خو سره د هغه هم د دوي کلتور د اروپا او شمالی امریکا له کلتور څخه توپیر لري. ځکه د لاتینې امریکا په کلتور کې لا د هغې د بومی کلتور نښې نښانې تر سترگو کیږي، چې دا ډول نښې نښانې په شمالی امریکا کې له منځه تللي دي او په اروپا کې هغو اصلاً شتوالي نه درلود.
• افریقایی تمدن: پرته له برودل څخه نور تمدن پوهان د افریقایی تمدن د شتوالی په اړه شک لري او هغه د یوه خپلواک تمدن په توگه نه مني. ځکه د دغې وچې شمالی برخه او ختیځ سواحل په اسلامی تمدن پورې اړه لري، د هغې ځینو نورو برخو ته اروپایي ګډوالو له ځانه سره لویدیځ تمدن راوړي، د حبشې هیواد ځانته د ځانگړی تمدن خاوند دئ او د سویلي افریقا په هیواد کې لومړی هالندیانو بیا وروسته فرانسوي او انگلیسي ګډوالو څو اړخیزه اروپایي کلتور له ځانه سره راوړی دئ. تر ټولو مهمه دا چې د صحرا په سویلي هیوادونو کې اروپایي پانگه وال نظام مسیحی تمدن خپور کړی دئ. د افریقا په وچه کې بیلا بیلې قبیلې د خپل هویت په لرولو سره استوگني او په چټکتیا سره د پراختیا په حال کې دي او دوي له بل هر وخته اوس، یوه افریقایی هویت ته د بڼې ورکولو په هڅه کې دي او دا نا شونی نه بریښي، چې د صحرا سویلي هیوادونه ځانته یو خپلواک کلتور رامنځته کړي، چې ښایي د دغه کلتور مرکزی هیواد د سویلی افریقا هیواد وي (وگوري: Samuel P. 2002, S. 57-62 Huntington,).
له بل هر وخت څخه اوس یا په وینا له سړې جگړې څخه وروسته، تمدنی هویت په زیاتیدونکی توگه ارزښت تر لاسه کړي او ډیر لږ پیښږي، چې سړی وکولی شي، د تمدنونو تر منځه پر ځانگړتیاوو او توپیرونو سترگي پټي کړي. له همدې امله د هغوي حل تر اقتصادي او سیاسي مسألو پیچلي او پر سر یې روغې جوړې ته رسیدل ډیر گران کار بریښي. ځکه له لرغونې زمانې راپدېخوا د تمدنونو تر منځه توپیرونه نه یوازې دا چې واقعی، بلکې بنسټیز دي. که څه هم د هغوي د ځینو، په تیره اسلام او مسیحی تمدن تر منځه بسټیزې ګډې وجهي هم تر سترگو کیږي او هر یو د دوي ادعا کوله، چې نړۍ ته د خدای (ج) د پیغام راوړنکي دي او دنده لري، د پروردگار دغه پیغام د نړۍ هرې برخې ته ورسوي، چې په دې ترڅ کې اسلامي تمدن ته بریاوې ور په برخه او په تیره له مسیحي تمدن څخه یې برترې ترلاسه کړه. برنارد لوویس Bernard Lewis په دې اړه لیکی: "مقایسه قرون وسطای مسیحی و قرون وسطای اسلامی به خوبی نشان میدهد، که جهان اسلام مسیر بهتری را از تمدن باستان تا تمدن جدید عرضه میکند. دنیای اسلام وسیع و ثروتمند بود. منطقۀ وسیعی را با مردمان گوناگون و منابع عظیم زیر پوشش خود داشت. ... در مقابل، اروپای مسیحی از لحاظ منابع فقیر بود، و دیدگاهی محدود و منطقه ای داشت که از بسیاری جهات پایین تر از سطح دستاورد های اسلام بود" ... اروپا در قرن وسطا دارای وسعتی کم، نگرشی محدود و تحملی ناچیز بود. آنها نه تنها دیگر ادیان بلکه مذهب های دیگر مسیحیت را هم تحمل نمیکردند. ولی اسلام ترکیبی متنوع و خصلتی کثرت گرا داشت. مسلمانان اختلافات قابل توجه اعتقادی و عملی خود را تحمل میکردند. آنها حتی حاضر بودند جای ویژه ای را در جامعه در اختیار ادیان رسمی قرار دهند" (Lewis Bernard, 1916, S. 17-18). خو د مسیحی تمدن سیاسي، مذهبي او د اقتصادي چارو لارښودو د هغه د وروسته پاتیوالي د منځه وړلو له پاره لاس په کار پوري کړ، چې د دغو هاند و هڅو په ترڅ کې مسیحی تمدن وکولی شول، د دولسمې او دیرلسمې پیړۍ ترمنځه خپله وده پیل کړي او د دغې ودې لامَل ته هانتینگتون داسی نغوته کوي او وایي، چې د دغې چټکې ودې" دغه اسانتیاوې د برترو تمدنونو لکه اسلام او بیزانس له مناسبو عناصرو څخه په خورا مینې او اغیزمنې توگه کار اخیستنه او د دغو میراثونو برابرېدنه (تطابق) د لویدیځ له ځانگړو شرایطو او گټو سره و"(Samuel P. 2002, S. 65 Huntington,) او د اقتصاد او سیاست پوهان دغې چټکې ودې ته د اروپا معجزه وایي (وگوري: Kennedy Paul, 1991, S. 48-68). د پنځلسمې پیړۍ له پیل څخه راپدېخوا د دغې معجزې په ترڅ کې د اسلام او مسیحیت په نړۍ کې ستر هر اړخیز بدلونونه رامنځته شول، چې هغه د مسیحیت د ځواکمن کیدو په گټه و. د لویدیځ دغه ځواکمن کیدل لکه څنگه چې جفری وایي: " د هغه د اندیښنو، ارزښتونو او دین ... د برترې له امله نه و، بلکې د لویدیځ د دغه برلاسی لامَل له سازمان ورکړ شوی زور څخه گټه اخیستنه وه. دا هغه ټکی دئ، چې لویدیځوال یې اکثراً له یاده وړی، خو هغه د نالویدیځو له یاده هیڅکله نه وځي" (بهاند شریف، ۲۰۰۶ ، مخ، ۳ ). له زور او تودې وسلې څخه په کار اخیستنې سره لویدیځوالو وکړي شول، چې نه یوازې مسلمانان له ایبري ټاپو (اسپانیه او پرتگال)، اتریش او روسیې څخه په شأ کړي، بلکې د نړۍ ځینې برخې په مستقیمه او غیر مستقیمه توگه تر خپل کنترول لاندې راوړي. د ساری په توگه لویدیځ په کال ۱۸۰۰ کې د نړۍ پنځه دیرش په سلو کې تر خپل کنترول لاندې درلوده. دغه شمېرنه (رقم) په ۱۸۷۸ کال کې ٪ ۶۷ او په ۱۹۱۴ کال کې ٪۸۴ ته ورسیده (وگوري: Samuel P. 2002, S. 66 Huntington,).
په لنډه توگه " په دې پړاو کې، تمدن یوازې د لویدیځ تمدن په مانا و. ... نړیوال قوانین هم لویدیځ نړیوال قوانین وو، چې ریشه یې د هوگوگروتیوس Hugo Grotius دود ته رسیده. نړیوال نظام، واکمن وستفالی نظام، هم د خپلواکو خو "متمدنو" ملی دولتونو او د دوي تر کنترول لاندې مستعمرو، نظام و " (Samuel P. 2002, S. 68 Huntington,). خو د وستفالن د سولې د تړون peace of Westphalia ۲۴ ، ۱۰ ، ۱۶۴۸( وگوري: Der Brockhaus, Bd. 15, S. 217) له لاسلیک څخه وروسته، سره د هغه هم له یوېخوا د لویدیځ تمدن د غړیو هیوادونو او له بلې خوا د دوي او د نړۍ د نورو هیوادونو ترمنځ سیالې، کړکیچ او ان جگړې پیښې شوي. دغه جگړې په لومړی سر کې د پاچاهانو او بیا د ملتونو تر منځه وې. خو په روسیې کې د سوسیالیستی انقلاب په بری سره بیا دغو جگړو ایدیالوژیکه بڼه غوره کړه. دغه ټولې جگړې تر هرڅه دمخه د اقتصاد او پوځ د پیاوړتیا، د زمکنې پراختیا او د دولت د اغیز د زیاتولو او پر نورو د مستقیمې او غیر مستقیمې واکمنۍ له پاره تر سره کیدي.
خو په نړۍ کې د هغو په زیاتیدو سره، د بیلگې په توگه لومړې نړیواله جگړه، ان په متحدو ایالتونو کې، چې تر دې وخته یې جگړو کې د نه برخو اخیستو سیاست درلود، د دې غوښتنې پلویان مخ په زیاتیدو وو، چې په اروپایي جگړې کې په برخې اخیستنې سره، باید هغه له منځه یووړل شي، څو د مونرو د دکترین Monroe-Doktrin پر بنسټ لکه د متحدو ایالتونو په څیر " آزادی د نړۍ نورو برخو ته هم ورسول شي" او " نړۍ د ولسواکۍ له پاره مطمینه شي". نو ځکه د لومړې نړیوالې جگړې په پایته رسیدو سره د ملتونو ټولنې غوښتل نړیواله سوله تضمین کړی. خو د امریکا د متحدو ایالتونو د سنا مجلس په دغې ټولنه کې د هغه غړیتوب رد کړ (وگوري: Blomert, Reinhard, 2006, S. 2). ځکه متحدو ایالتونو د دغې ټولنې په مرسته نشو کولي، خپلې موخو ترلاسه کړې. خو له دوهمې نړیوالې جگړې وروسته د ملگرو ملتونو په بنسټ ایښودلو سره د نوي لیبرال نړیوال نظم رامنځته کول اعلام شو. " دا چې دا ځل د متحدو ایالتونو شرایطو د قانون بڼه غوره کړه، نو د دغه هیواد سنا له هغه سره خپله هوکړه اعلام کړه" (Blomert, Reinhard, 2006, S. 2) او په دې توگه د اروپایانو او امریکایانو تر منځه د تعادل سستیم له منځه لاړ او متحدو ایالتونو له سیاسي او اقتصادي پلوه برترې ترلاسه کړه. د نړیوال مالي سستیم په برخه کې هم د بریتانویانو وړاندیز رد او د هغه پر ځای " ډالر د نړیوالې پیسې د زیرمې (ریزرف) په توگه او د هغه د رول له لارې د نړۍ پر اقتصادي بهیر باندې کنترول" (Engdahl, F. William, 2003, S. 2 او یا بهاند، شریف، ۲۰۰۶ ، مخ، ۱۰). و منل شواو د لویدیځ تمدن د هیوادونو تر منځ، متحدو ایالتونو د لیبرالې ولسواکۍ د نظام د مخکښ هیواد په توگه خپله برترې ثابته کړه.
خو د دریمې نړۍ پر سر د واکمنې له پاره د متحدو ایالتونو او شوروی اتحاد، چې د ارتودوکس د تمدن مرکزی هیواد دئ او د سوسیالیستی نظام مخکښ و، تر منځه سیالی پیل شوه. دغې سیالۍ د سړې جگړې تر نامه لاندې څه نا څه څلویشت کاله دوام وموند. خو دغه ایدیالوژیکه سیالې د تیرې پیړۍ په وروستې لسیزې کې د شوروی اتحاد په ړیگیدو سره پایته ورسیده او دا هیله رامنځته شوه، چې لیبراله ولسواکې د یوه بریالی نظام په توگه او ورسره جوخت لویدیځ تمدن به په ټوله نړۍ واکمن شي. خو زیرک ستراتیژیست، هانتینگتون په نړیوالو چارو کې ستراتیژیکې خلأ ته په پاملرنې سره، خپله نوې ستراتیژې، د کلتورونو تر منځه ټگر، په نامه وړاندې کړه. د نوموړي په اند، د نړۍ د هیوادونو تر منځ مهمې نوې ټلوالې، د سړې جگړې د پړاو په څیر، د ناپییلو هیوادونو غورځنگ، پانگوال او سوسیالیستی نظام نه، بلکې د اوسنې نړۍ د اوو او یا اتو بنسټیزو تمدنونو پر بنسټ رامنځته او ښايي د هر تمدن اصلی او مرکزی هیواد د سړې جگړې د پړاو د ستر ځواک ځای ونیسي. "نړیوال ځواک" نور مانا نه لري. هیڅ یو هیواد، ان متحده ایالتونه د یوازیني زبر ځواک په توگه، ځانگړې ستراتیژیکې گټې نه لري. ځکه د نوموړي په وینا: " په دې نوې نړۍ کې سیمه ییز سیاستونه قومي ماهیت غوره کوي او نړیوال سیاست د تمدنونو سیاست دئ او د سترو ځواکونو تر منځه سیالې خپل ځای د تمدنونو ترمنځه ټگر ته ورپرږدي" (Samuel P. 2002, S. 24 Huntington,).
له همدې امله د لویدیځ تمدن ستراتیژیستان خپلو حکومتونو ته سپارښتنه کوي، چې لویدیځ باید په نړۍ کې له خپلو ارزښتونو او اوسنی برتر موقعیت څخه دفاع وکړي او د دې موخې د ترلاسه کولو له پاره د نورو تمدنونو له خپل منځي شخړو گټه پورته او له هغو هیوادونو او همدارنگه هغو ډلو سره خپله همکاري او ملاتړ پیاوړې کړې، چې د لویدیځ تمدن پلویان بلل کیږي. سربیره پر دې لویدیځ باید په اوږدمودیزه توگه ځان له داسي یوې نړۍ سره مخامخ کیدو او سیالۍ ته چمتو کړي، چې په کې، د لویدیځ د اقتصادي او پوځي برلاسي وخت مخ په تیریدو او د ځواک توازن د دوي په زیان او د نورو هغو په گټه بدلون موندلی دئ. هانتینگتون په دې اړه لیکی:" اوسمهال لویدیځ د نړۍ تر ټولو ځواکمن تمدن دئ او په راتلونکو کلونو کې به هم خپل دغه دریځ وساتی. خو په عین حال کې د لویدیځ ځواک، د نورو تمدنونو په پرتله د کمزورتيا او زوال په حال کې دئ"(Samuel P. 2002, S. 28 Huntington,).
نو ځکه لویدیځ په دې هڅه کې دئ، چې له خپل دغه ترلاسه شوی برتر دریځ، ارزښتونو او گټو څخه په هر ډول چې وي، ان له پوځي ځواک څخه په گټې اخیستنې سره، دفاع وکړي او د سیالو هغو په تیره اسلامي ــ کنفوسیوسي تمدنونو اقتصادي، سیاسي او پوځي ځواک محدود کړي. ځکه دغه تمدنونه "هڅه کوي، خپل پوځي او اقتصادي ځواک ته پراختیا ورکړي، څو د لویدیځ په وړاندې مقاومت وکړي او یا له هغه سره تعادل ته ورسیږي" (Samuel P. 2002, S. 28 Huntington,).
خو اوسمهال حالت بل ډول دئ، لویدیځ کولي شي دغه هیوادونه د پخوا په څیر د پرمختیایي او یا هم د دریمې نړۍ د هیوادونو په نامه یاد کړي، خو یوه خبره د لمر د وړانگو په څیر روښانه ده، چې دوي د لویدیځ په وړاندې د اقتصادي ځواک په توگه رامنځته شوي دي. "هغه څه چې له چاپان څخه پیل د هانگ کانگ او سنگاپور د ښاري ــ دولتونو له سره تیر او د اسیا د زمریانو [په نامه] هیوادونو، سویلي کوریا او تایوان ته په رسیدو سره د اسیا له دغې برخې څخه د یوې عالی درجې متمرکزې انرژي په لرلو، یوه اقتصادي سیمه رامنځته کړې ده. دوي ټولو د سوکالۍ لاره غوره کړي، چې ښایي هغه سیاسي، اقتصادي او وروسته بیا هم د نړۍ پوځي جوړښت ته بدلون ورکړي" (Steingart, Gabor, 2006, S. 3 ).
د نوموړو هیوادونو ترڅنگ چین د کنفوسیوسی تمدن د مرکزی هیواد او هند د هندی تمدن د اصلی هیواد په توگه هر یو د اسیا په دغې برخې کې خپل ځانگړی ځای لري. که نوموړي هیوادونه خپلې دغې اقتصادي ودې ته، پرته د کوم خنډ له رامنځته کیدو څخه دوام ورکړي شي،" نو چین به په راتلونکو ۳۵ کلونو کې د اقتصادي ځواک په توگه د امریکا د متحدو ایالتونو ځای ونیسي او هند به له هغه سره اوږه په اوږه خپل پرمختک ته دوام ورکړي" (Steingart, Gabor, 2006, S. 3 ). دغه حقیقت د المان د پخوانی لومړی وزیر، هلموت شمیت Helmut Schmidt په خبرو کې لا په ښه توگه روښانه کیږي. نوموړی وایي: " موږ [د ملتونو] د غیرعادی خوځښت د ناڅاپی پیل اوسمهاله شاهدان یو. له دوهمې نړیوالې جگړې وروسته د نړۍ د ثقل مرکز له اروپا څخه د امریکا په لوري وخوځید، څو له هغه ځایه د اسیا خواته وخوځیږي. په دې توگه د لویدیځ د برترې پېر د پایته رسیدو په حال کې دئ" (Steingart, Gabor, 2006, S. 3 ). د سویلی اسیا او لری ختیځ د هیوادونو دغه اقتصادي ځواکمنتیا د لویدیځ د اقتصادي کمزورتیاپه مانا ده.
د دې تر څنگ، د بنسټپالنې او ترهکرۍ سترو گواښونو ته په پاملرنې سره، لویدیځ سیاستوال، په تیره بیا امریکایان په دې ټینگار کوي، چې د دوي دولتونه باید په خپلو هاند و هڅو کې د لویدیځ د گټو، اصولو او ارزښتونو د ساتنې له پاره د هغو په وړاندې، په کلکه مبارزه وکړي. نو ځکه پورتنیو گواښونو، په تیره د بنسټپالنې گواښ ته په نغوتې سره د بریتانیا لومړي وزیر، تونی بلیر د متحدو ایالتونو د کلیفورنیا د ایالت د لاس انجلس په ښار کې د نړیوالو چارو د شورا یوې جوړې شوې غونډې ته په خپله وینا کې وویل: "ما نمی توانیم در مبارزه علیه این افراط گرایی پیروز شویم، مگر اینکه در سطح ارزشها نیز همانند کاربرد قدرت موفق شده و نشان داده باشیم که بیطرفانه، منصفانه و عادلانه این ارزش ها را در تمامی جهان ترویج میکنیم". ... اقدام در این زمینه مانند جنگ است. اما جنگ غیرمتعارف که کسب پیروزی در آن مستلزم آن است که " نشان دهیم، ارزش های ما نیرومندتر، بهتر، عادلانه تر و منصفانه تر از گزینه های دیگر است". ... " ... مبارزه ای اصولی بر سر ارزش های در جریان است، که باید آینده جهان را شکل دهد"( Tony Blair, 2006, S. 1-2 ).
د پورتنیو گرښو له ارزونې دا پایله ترلاسه کیږي، چې لویدیځ په دې هڅه کې دئ، له خپل دغه برلاسه دریځ څخه د هرې وسیلې په کارونې سره ساتنه وکړي او نالویدیځ، په تیره ځیني اسلامي هیوادونه، چې په اصطلاح له ترهگرۍ څخه ملاتړ کوي، د گواښ په کولو سره دې ته اړ کړي، چې نه یوازې د دوي سیاسي، اقتصادي اصول، بلکې کلتوري ارزښتونه هم ومني. که نه نو له هغو سره به ټگر رامنځته شي. په دې اړه د بریتانیا لومړی وزیر، تونی بلیر ایران او سوریې ته په خپله یوې وینا کې داسي گواښ کوي او وایي: " سوریې او ایران ته باید په ښکاره توگه روښانه کړو، چې ستاسو په وړاندې یوه ټاکنه شته ده: نړیوالې ټولنې سره یو ځای شي او د لوبې هماغه قاعده ومني، چې موږ ټولو منلې ده او یا به له تاسو سره ټگر وشي"( Tony Blair, 2006, S. 1-2).
خو لکه څنگه چې په مخکنیو گرښو کې یادونه وشوه، اوسمهال هر څه د بدلون په حال کې دي. یو شمیر نالویدیځو هیوادونو، په تیره د لري ختیځ هیوادونو د پام وړ اقتصادي پرمختیاوي ترلاسه کړي او هغه سره جوخت سیاسي او کلتوري دریځ یې هم پیاوړي شوی دئ او له لویدیځ سره د سیالۍ په حال کې دي. په اسلامي نړۍ کې هم د اسلامي هویت حس او په تیره ځان خبري (خوداگاهی) د غوړیدو په حال کې ده. اسلامي هیوادونه د داسي یوې لارې په لټه کې دي، چې د هغې په مرسته وکړي شي له لویدیځ سره پوځي تعادل رامنځته کړي. خو د دوي تر منځه د وحدت او د اسلامي تمدن د مرکزی دولت نشتوالي په دې لاره کې سترې ستونزې گڼل کیږي. ځکه د عثمانی امپراطورۍ په له منځه تلو سره اسلامي نړۍ له داسی مرکزی هیواد څخه، چې پیاوړی اقتصادي ځواک د بنسټ په توگه، د غښتلي او له اوسنیو شرایطو سره سم په مدرنو وسلو سمبال پوځ ولري، له سیاسي، کلتوري او دیني مشروعیت څخه برخمن او د اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو له خوا د اسلامي نړۍ د لارښود په توگه منل شوي وي، بې برخې ده. د هانتینگتون په اند، په بیلا بیلو وختونو کې د اسلامي تمدن د غړیو هیوادونو له ډلې څخه د شپږو هغوي نوم د بالقوه لارښود په توگه اخیستل شوي. خو د هغوي هر یو د ځینو شرایطو او ستونزو د لرلو له گبله نه شي کولي، د اسلامي نړۍ د اصلی هیواد په توگه رول ولوبوي. دغه هیوادونه په لاندې ډول دي:
• اندونیزیا: د اسلامي نړۍ ستر هیواد دئ، له اقتصادي پلوه پیاوړی او وده یې چټکه ده. خو له عربی مرکزیت څخه لري پروت او اوسیدونکي یې د اسلام له تمدنه پرته د بومی، هندی، چینی او مسیحی کلتورونو تر اغیز لاندې هم دئ؛
• مصر: عربی هیواد، د زیاتو وگړو، اسلامي روزنیزې موسسې، د ساری په توگه د الازهر د پوهنتون خاوند دئ او مهم جغرافیایي پریوت هم لری. خو بیا بیوزله، په نړیوالو موسساتو، متحدو ایالتونو او د اسلامي نړۍ په بډایو هیوادونو پورې تړلی دئ؛
• ایران: د وسعت، پریوت، وگړو، تاریخي دودنو او تجربو، منځنې اقتصادي ودې او د تیلو د زیرمو له پلوه دا شرایط لري، چې د اسلامي نړۍ په اصلی هیواد واوړي. خو بیا د شیعه مذهب، فارسی ژبې او له عربو او ترکانو سره د دوي د تاریخي کړکیچونو له امله دغه دریځ نه شي ترلاسه کولي؛
• سعودی عربستان: د اسلام د رامنځته کیدو او د هغه د سپیڅلو زیارتونو ځای، عربی هیواد او عربی ژبه، د اسلام د ارمانونو ملاتړ، ترټولو مهم د تیلو د زیرمو د لرلو له امله د مالی اغیز خاوند. خو کم وگړی لری، جغرافیایی پریوت یې له گواښ سره مخامخ دئ، له همدې امله په لویدیځ په تیره په متحدو ایالتونو پورې تړلی دئ؛
• پاکستان: د دغه هیواد ښیگنې د هغه جغرافیایی پریوت، زیات وگړي، پوځي ځواکمنتیا او له اسلامي هیوادونو سره ښه همکاری ده. خو بیوزله، له مذهبي کړکیچونو او سیاسي بې ثباتی سره لاس او گریوان دئ؛
• ترکیه: د اسلام د لارښوونې له پاره غوره شرایط د بیلگې په توگه، منځنې اقتصادي وده، تاریخی تجربه، زیات وگړي، ملی یووالی او پوځي ځواک لري. خو تر ټولو مهمه ستونزه یې سکولاریزم، پر دین نه ولاړه اداره، دئ، چې ترکیه له دغه دریځ څخه بې برخې کوي (وگوري: Samuel P. 2002, S. 282-288 Huntington,).
له همدې امله د اسلامي نړۍ د مرکزی هیواد د رول د ترلاسه کولو له پاره د پورتنیو یاد شوو هیوادونو تر منځه سیالی روانه ده. لویدیځ هم د خپلو سیاسي، اقتصادي او کلتوري گټو د ترلاسه کولو په موخه، له یوېخوا د اسلامي هیوادونو تر منځه دغې سیالۍ ته لمن وهي او له بلې خوا هاند و هڅه کوي، چې د اسلامي نړۍ او نورو تمدنونو، په تیره د کنفوسیوسی تمدن ترمنځه کړکیچ رامنځته کړي.

پایله:

له پورتنې ارزونې دا پایله ترلاسه کیږي، چې تمدن په تیرې زمانې کې د انسانانو پر فردی، ملی او نړیوالو اړیکو ژور اغیز درلود او اوسمهال، په تیره د دریمې زریزې په پیلامه کې لا نور هم زیات شوی دئ. انسانان د تمدن د رامنځته کونکو په توگه نشي کولي د هغه له عناصرو څخه ځانونه وژوغوري. په هر تمدن پورې تړلي انسانان د فرد او ډلې، دولت او وگړو، مور و پلار او ماشوم، خدای او انسان تر منځه د اړیکو په اړه، بیلا بیل نظر لید لری. همدارنگه د بیلا بیلو تمدنونو د انسانانو نظر لید د حقوقو او مسؤلیتونو، آزادۍ، واک او برابرۍ د اهمیت په اړه هم یو له بله څخه توپیر کوي. دا ډول توپیرونه د پیړو په ترڅ کې رامنځته او د تمدنونو د غړو ټولنو د اقتصادي او سیاسي پرمختیاوو په لړ کې لا نور هم زیات شوي دي. ځکه د ځینو تمدنونو غړو هیوادونو، په تیره د اسلام او مسیحی تمدنونو د تاریخ په لړ کې د برترې د ترلاسه کولو له پاره، د نورو تر څنگ سیالې او جگړې هم ترسره کړي دي. جان اسپوزیتو John Esposito د دغو دوو تمدنونو د کړکیچونو، شخړو، سیالیو او جگړو په اړه وایي: " تاریخی دینامیک اکثراُ دغه دوه تمدنونه یو د بل په وړاندې سیالی ته رابللي او کله داسی هم پیښ شوي، چې دغو دواړو تمدنونو د ځواک، زمکنۍ پراختیا او معنوی اغیز له پاره یو له بل سره په خونړو جگړو لاس پورې کړی " (Samuel P. 2002, S. 335 Huntington,). په تیره دا ډول جگړو زموږ د هیواد پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو جوړښتونو زیات اغیز کړی. ځکه یا افغانستان په خپله په دغو جگړو کې ښیکل و او یا دا چې، د خپل ستراتیژیک پریوت له امله، دې ته اړ شوی، چې د تړلو دروازو سیاست د عمل په ډگر کې پلی کړی. دا ډول حالاتو د هیواد اقتصادي او ترټولو دمخه ښوونه او روزنه له خنډونو سره مخامخ کړې وه او لا ده. ځکه افغانی دولت د نورو ملتونو په پرتله په دې برخه کې ډیر وروسته کام پورته کړ (وگوري: بهاند، شریف، ۱۳۷۸ ، مخ، ۲۱۳ـ ۲۴۶ ). له همدې امله په هیواد کې د ښوونې او روزنې د څانگې جوړښتونه، لکه وړکتونونه، ښوونځي، پوهنتونونه یا اصلاً نشته او که وي هم، له زیاتو نیمگړتیاوو سره لاس او گریوان دي. نوځکه د هیواد د ولس کابو ۹۰٪ کې له لیکلو او لوستلو بې برخې دي. د دې تر څنگ ټولنیزې رسني، د بیلگې په توگه رادیو، تلویزیون، ورځپاني، مجلي او کتابونه د روزنیزو وسایلو په توگه د هیواد په ډیرو برخو نشته. نوځکه، زما په اند د هیواد د بچیانو روزنه تر زیاتې اندازې پورې د کورنیو په کچه او د دوي ښوونه د کلیو او بانډو د جوماتونو د ملا له خوا تر سره کیږي.
.
اخځای:
۱ــ شریف بهاند: نړیوال کیدلGlobalization د یوویشتمې پیړۍ ستراتېژې، ۲۰۰۶ په:
- http://www. Afghan-german.online de
۲ــ شریف بهاند: دریمه زرېزه: د امریکا متحده ایالتونه، ناتو او نړیوال نظم، یوه حیوپولتیکې څیړنه، ۲۰۰۶
۳ــ شریف بهاند: په شلمه بیړۍ کې د هیواد اقتصادي سیاست ته یوه کتنه او د یوویشتمې پیړۍ په پیلامه کې د هیواد بیارغاونې او اقتصادي پرمختیا له پاره د یوې ستراتیژۍ وړاندیز، په: افغانستان په شلمه بیړۍ کې، د پوهنیز سیمینار د لیکنو ټولکه، ۱۳۷۸ ، کولن ـ جرمنی
4- Encyclopedia: Der Brockhaus, In Fünfzehn Bänden, Bd. 15, Leipzig, 1998

5- Engdahl, F., William: Ein neues „American Century“? Der Irak und die heimlichen Euro-Dollar-Krieg, 2003
6- Gabor, Steingart: Weltkrieg um Wohlstand, in: Der Spiegel, Heft 37, 11 Sept. 2006 oder:
http://www.Lexisnex.com/de/business/delivery/PrintDoc.do?fileSize=100905&jobHandle=184…
د سوکالۍ له پاره نړیواله جگړه: دغه مضمون د شریف بهاند له خوا پښتو ته ژباړل شوی، چې ډیر ژر خپورشي.
7- Huntington, Samuel P. : Kampf der Kulturen, Die Neugestaltung der Weltpolitik im 21. Jahrhundert, München, 2002
8- Lewis Bernard: Cultures in conflict, christians, muslims and jews in the age of discovery, 1916 ژ باړونکی: نادر شیخ زادگان، تهران، ۱۳۸۱
9- Paul Kennedy: Aufstieg und Fall der Großen Mächte, Ökonomischer Wandel und militärischer Konflikt von 1500 bis 2000, Frankfurter am Main, 1991
10- Reinhard Blomert: Die Schüler des Doktor Seltsam, oder Wie George W. Bush lernte, die Bombe zu lieben, in: Berliner Zeitung: Nr. 217, 16/17 September 2006, Magazin
11- Tony, Blair: in:
http.//www.bbc.co.uk/Persian/news/story/2006/08/printable/060802_he-blair-iran-shtml (په فارسی ژبه)
12- Weber Max: Wirtschaft und Gesellschaft, Tübingen, 1985