د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ريښتياهم خلك خد مت ته اړتيالري !!! دنيمروز يونليك

عبدالله الهام جمالزى 17.11.2006 03:00

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول
لومړۍ برخه
 
 دنيمروزپه لوري ددفترله خوااستول كېدلم ماته عــجيبه ښــكارېــده چـې دنيمروزپه لورروانېدم ځكه چې دنيمروزپه اړه مې هېڅ مالـــومات نه درلودل . يواځې دنقشې له مخې پوهېدم چې له ايران اوپاكــستان سره پوله كې پروت ولايــت دۍ اورېګــستانونه يــې مشهوردي . خوڅرنګه رېګستانونه پدې هم نه پوهېدم . ژبه يې زياتره بلوچي ده خوپدې هم نه پوهېـدم چـې بلوچي به څرنګه ژبه وي .
 نورمالومات مې نه درلودل ، په همــــدې حال كې مــې دراروانېدوتكل وكړدامې لمړۍ تنهايي لېرې سفروو ، پخواكله چې لیرې ځایونوته تللۍ وم پلارمــې راسره وو ، خوداســـفرله لېرې سفرونوهم ستونزمن سفر ووځكه چې لاره دمـوټروه امنيت جوړنه وو . له بلې خواموپه هرچا باورنه شوكولاۍ . تردې چې په دفتركې ملــګروراته وويل چې والي صېب ته تلفون وكړه او مطمئن لاړشه ، خودامې هم ونه كړل . پخـــواچــې په پكتيكا كــې وم نــوله غزنـي څخه ددوه ساعتونو لاره وه خوبيابه موهم ډېرتيارۍ نيولـــى وو ، مګرنه پوهېږم چې ماڅــــرنګه جرئت وكړ بې لدې چې ډېرتيارۍ ونيسم نومې دتللوتابياونـــيوله اوديعقوب بس له يوموټرسره مې تلفوني خبرې وكړې هغه وويل سهارپه نهـ بجې به په فلاني ځاى كې وې .
 زه هم له وعدې سره سم په هماغه ځاى ولاړوم له لږ انتـظاروروستــه مې له ورورچې تردې ځايه راسره وو خداى پاماني وكړه ترڅوچې روان شوي نه وونـوورورمې په هېنداره كې لېده ترهغه مې ورته لاس خوځاوه خوكراركرار دسترګوله څارلېرې شو .
 اوزه په موټركې يواځې له خپلوخيالونوسره دنـــيمروزپه تكل كندهارته راروان شـــوم . اوپــه لارې مې ډېرځايونه وليدل چې ويرې ، ډاراووحشت پكې خېمې جګې كړې وې اودتېريدونكو موټرونوسيل يې كاوه .
 په موټركې مې يوځل بياخپل ملګري ته چې دطــــــب په پوهنځې كې ووتلفون وكړ. پدې هېله چې ګوندې پام مې بل خواشي .
 دادنده مې داسې اخيستې وه چې له ځان سره مې تكل كړۍ ووچې داځل استقامت اوپايښت خو داچې نيمروزڅرنګه ولايت دۍ څرنګه خلك دي . نه پوهېدم .
 سهارپه نهــ بجې موحركت پيل كړپه موټركې رنګارنګ خلك ناست وواورنګارنګ مجلسونه جوړوو . كله چې موټردمقرپه بازاركـــې دچايــواوډوډى دخوړلولپاره ودرېده نوزه هم كښــته شوم ډېرڅه مې اشتهاته نه كېدل يواځـې مـــــې پښې لږخلاصې شوې اوبېرون وګرځېدم ماته تـــــردې دمه ځان داســـې ښكارېده چـــې زه به لمړۍ كس وم چې دكندهارپه لورپدې خطري سفرراوتـــلــــۍ يم خودمقـــرپه بازاركې چې مې دخلكواوموټرنوچې ځينـــومســافرپورته كول ځــــــينې اوس راتلل اودريدل وكتل نوله ځان سره مې وويل چې شايدزه به لمړۍ څوك نه وم اولږمــې زړه تسكين هم شو.
 ماسپښين يوه نيمه بجه وه چې كندهاركې موټرودريده كله چې له موټرښــــكته شوم نوپته راته ولګېده چې كه مې په كندهاركې ملګري نه واۍ نواوس به ماڅه كول خلك راته عـــــجيبه ښكارېدل ټول خړپښتانه ټوله پښتووه ټولې خبرې اشناوې ټولې خبرې خوږې وې ...
 يوځل بيامې خپلوملګرونجـــيب اوعبيدته تلفون وكړهغوۍ هم وويل چې بس انتظاراوسه دادي درغلو . زه به كله دسړك يوې غاړې ته كله بلې غــــاړې ته كېدلم پينځه دقيقي راباندې يوكال شو. هم له ښاره هم له خلكوهم له موټرونوهم له هرڅه په وېره كې وم .
 تردې چې لېرې مې نجيب په بايسكېل سپوروليداولاس يــــې راته وخوځاوه عجيبه شېبه وه يو خومې له وختووروسته وليدل بل په داسې وخت كې چــې ځان راته بالكل تنهااويواځې ښكاره شوۍ وو. له دواړو سره مې په غيږوروغبړوكړاوډېــــــروخت مويوبل په غېږكې سره هاخوا دېخواكړل اوداخودنجيب عادت هم ووچې هركله به پـه روغبړكې درترغاړې وت نوبه يې په ټوكوپيل وكړ. زماخړبكسونه هم دبايسكېل په كنجوغه پـــورې وتړل شول اوس يې نوماته امر وكړچې ورسره په بايسكېله لاړشم ځكه دوې ويل چې لاره ډېره ده زه ټول ژوندپه بايسكېله له چاسره نه وم سپورشوى چې هرڅـومې ترې ځان خـــلاصاوه خوراباندې بريالي شول اواړيې كړم چې په بايسكېله ورسره سپورشم . له عبــيدسره په بايسكېل سپـــورشـــوم مـخ مې دنجيب خواته وواونجيب هم دلارې په منځ كې په ټوكوپيل وكړ.
 كوټې ته له رارسېدووروسته له نوروډاكټرصاحبانوسره وپېژندل شوم چې دايوه بله خاطره وه ځكه چې له ښاغلي عمري سره چې كاسيواودزړه مستي يې مالومه وه ډېرراباندې ګران شو.
 نجيب اوعبيدوويل چې اوس به دباباصاحب مېــــلــې تــه هـــم ځــو ماله ځانــه سره وويل چې ماپرېږدۍ خپلوغمونوته تاسې كه ځۍ خولاړشۍ . مګرملګري پاتېدونــي نه وو . په زوره يې اړايستلم ترڅوورسره لاړشم . ګرمي زياته وه ماتراوسه دومره ګرمې سيـــمې كمې ليدلې وې اوژوندمې په ســړوسيموكې شوۍ وو . په ټكنده ګرمۍ كې دباباصاحب مېــلې ته له ذبېح سره چې زموږ بل ملګرى وواوموږبه ورته له شوخۍ نه پشۍ ويل يوځاى روان شولو.
 اوس ملګري له پشۍ توب اونورودمكتب له نومونووتلي وو، څوك انجنير صاحــب وواوڅوك ډاكټرصاحب زه ورته په ريښتياهم چې ډېرخوښ شوم ملګري مې ډېــرپه درسونوكې وړاندې تللي وو اولاروان وو.
 باباصاحب داسې ښكلۍ زيارت ووچې ماداسې ښكلي ځايونه ډېركم ليدلي وو. داســې شنه اوله شوراومستۍ نه ډك ځايونه داسې له پښتني سپېڅلي غرورنه ډك زيارتونه اوداسې ســـندريزې فضاګانې مې كمې ليدلې وې .
 لاس موترلاس نيولۍ وو كله پورته كله ښكته منډې وې ، مستۍ وې اوشوروو . ترماښامه مې له هغه ځايه زړه نه كېده كاشكې چې ترسهاره موهماغلته په چمن كې يوه رنګينه مــــشــاعره نېولې واۍ ...
 زماقندهاره دزمرو وطنه ...
 ترماښامه همداشوروواوهمدامســتي وه خوماته به پټ دسباورځې له ستونزوډك اوخطري سفر يادشو دنيمروزسفريولېرې اوخطري سفر...
 ماښام له باباصاحب څخه راوګرځېدوپه تياره كې دپوهنتون ليليې ته راورســـــــېدوماډېره بېړه درلوده ترڅوژرورسېږواوعمري صېب راته داستادناشناس يوه سندره زمــــزمــــه كـــــړي ، ريښتياهم كله چې زه كوټې ته راورسېدم نوعمري صېب كاسيوپه غېږكې اېښــــې وه اوداستاد ناشناس سندره يې زمزمه كوله .
 سوالګريم جوابونه هېروم درته درځم
 كوڅې دپه باڼوجاروكوم درته درځـــم
 زه يې مخامخ په چپركټ كېنــــاســـتم اودعـمري ښكلي استعداد اودموسيقۍ مينې ته فكريووړم ريښتياهم استادناشناس په پښتنوګران دى اوريښتياهم استاددى .
 له ډوډۍ خوړلووروسته زمانورټولګيوال چې په كندهارپوهـــنتون كــې په ذدكړوبوخت ووهم راغلل ډېرسره كېناستلوتردې چې په كوټه كې ونه شوه بام ته لاړوپـه بـــام موچاى هم وڅښلو اوعبيدچې له كوره كومه مېوه راوړې وه هم موسره په ګډه وخوړله .
 دشپې تريوې بجې پورې ناست ووكله ټوكې كله هم له ملګرونه بــحثونه كله هم دراتلونكي په اړه دډاكټرنجيب الله فكرونه ...
 شپه تېره شوه سهارمې چـې ستــــرګې وغړولې لمرهسك راختلۍ ووژرراته دملګروخبره ياده شوه چې دنيمروزموټركم پيـــداكيږي سهاروختي وځي . نوژرژرمې كالي راواخيستل اوډاكټر كريمي دموټرونوترتمځاى پورې راسره ملتياوكړه ترڅوچې يــــې په موټركې كېنولم اولكه يو وړوكى ورورچې څوك چېرته لېږي نوڅوځله يې راته ځيـــرځيــــروكـتل . ډاكټران ټـول ډېر شريف اوسپېڅلي خلك ووپه ماډېرحق لري ماته يې ډېره زياته مينه راكړه . پــه ريښتياهم چې پښتانه اوسپېڅلي خلك وو.
 له كندهارڅخه موحركت وكړپه موټركې راسره يوتن پاړسی وان چرسي چې شنه ککرۍ یې له ورایه بریښیده اوتورمخۍ ځوان ووپه مخ څوكـــۍ كې سپوروو بل دچرسي ملګرۍ چاغ چې نه پښتون وواونه پاړسی وان په لمړی سر کې راته خدای ذده څه بلامالومېده خووروسته چې مالومه شوه بلوڅ وواويوبل سورمخۍ ...
 موټرپه تېزۍ له كندهاره راووت ايله چـــې اوس مې كندهارپه زړه راننوت اوافسوس مې وكړچې څنګه دزمروله وطنه ناليدلۍ راووتلم بيابه خداى خبرچې پرې راغلۍ واى كنه ځكه له هغه خوامالومه نه وه چې کله راتللواولدې خوادستونزواوجغرافــيايـــي مالوماتولپاره دسپرليوپه موټركې ولاړم پدې شرط چې ځان مې چاته نه ښــود سورمخي ماما پوښتنه رانه وكړه چې دكوم ځاې يې ماورته وويل چې دغــــزني .اوكله چــــې مې دده په اړه وپوښتل نوځان يې دلوګروښود. خومخ يې دلوګرنه وو. ځكه زمايولوګرى ملګرى وو چــې له زړه هم راته شرين ووډاكټرصيب توريالۍ ، دلوګرخوتوريالې ووچې توريالۍ هم وو.
 له لږمزل وروسته دمخې ځوان اجازه وغوښتله زه نه پوهېدم چې دڅه شـي اجــازه به غواړي موټروان اجازه وركړه مانوفكركاوه چې نوكسټ به بدلوي .
 خوككرۍ يې مالومه وه چې نشه يي وولږوروسته په موټركې بدحال شودودونه شوبدحال شو. وروسته وپوهېدم چې شايدچرس يې څكلي وي .
 زه دچرسوله نوم څخه ډېروېريدلم خپله مې سګرټ څكلی وومګردچرسوله نومه مې ډیر بدراتلل اوتردې دمه مې هیڅ لیدلی هم نه وو. په موټركې مې چـې دچرسي حال اوككرۍ ولېده نوتوبه مې وايسته چې په ټول عمربه هم سګرټ ونه څكم .
 سورمخي مامامې دنوم پوښتنه وكړه ماورته خپل نوم فريد وښود كله چې مـې دده دنوم پوښتنه وكړه نوراته وېې ويل چې يواځې راته صد يقي وايه بسنه كوي .
 ماله ځان سره وويل چې يې خوښه لوۍ مامانونه پوهېږم چې دولتــي دنــده به لرې په نيمروز كې كه به سوداګري كوې همدې پوښتنې ته دځواب لټولوپه موخه مــــــــې ورته وويل چې زه سخت غريب يم سوادهم لرم كمپيوټرمې هم ذده دى اواوس ايران ته روان يــم كوم كاربه راته پيدانكړې ؟ صديقي صيب غاړه تازه كړه :
 - ولې نه كارګري كولاى شې ؟
 - هوولې نه
 - چې ورسېدوخبرې به وكړو
 - كارګري خوبه سخته نه وي ؟
 - نه اسانه كاردى
 - دكوركارخوبه نه وي
 - نه
 - دفتري كاردى ؟
 - هو
 - دولتي دى ؟
 - نه
 اوس مې فكرراحت شوچـــــې ځه دولتي خوندۍ دۍ خوسوداګر خوچې دنوروپوښتنولپاره مې ځان جوړاوه نو دافكرراسره پيداشــــوچـــې كه پوښـتنې پيــل كړم هسې نه بل څوك وي اوله خبرومې بده ګټه پورته نكړي .
 دوړې وې ګردغباروو که څه هم زه یوځل پخواهرات راغلی وم خواوس مې اوریدلی ووچې سړک یې ټول پوخ شوی وو . ماله موټروان پوښتنه وکړه :
 - استاذه داسړک خوندی پوخ شوی ؟
 - به به تاهم اوریدلی چې پوخ شوی په رادیوکې وایی چې دومره سړک پوخ شو تاهم ومنله چې پوخ شو ، دادپنځه کاله وشول چې دهندوان اونورې بدې بلاوې پیسې خوری مګرتر اوسه یې کارهغه دی چې وینۍ یې .
 دوولس بجې فرارود ته راورسـېدوهرڅه راته دښمن ښكارېدل اوله هرڅه وېرېدم داسې فكرمې كاوه چې په لوۍ لاس ځان دمرګ كومــي ته غورځـــوم كـــراركرارپښېمانه كېدم چې ولې به هوايي نه راتلم تېرلدې څوسوژو داهلته هم كېدې خواوس وخت له وخته تېروو ځان مې خداى پاك ته وسپارلو.
 په فرارودكې موټردخوراك لــپاره ودرېد يوهـــوټل چې ټول پكې ځناوراوغله راټول شوي وو ډوډۍ مووخـوړله ماخوډوډۍ راوغوښتله خــوومې نه خـــوړله ځكه ويرېدلم چــــې خطري به ناروغ شــم . سمدستي دهغه دكان په لورچې دهوټل په مخ كې وو راووتلم اوتكل مې وكړچې يوڅه واخلم اووېې خورم دامــــــې په ژوندكې يوه ترخه ورځ وه خطري اوتنهاهم وم خوبيابه مې دملګروخبرې راته يادې شوې چې ســــخت ســــخت مــــزلـــونـه يې كړي وو اودخلكوله ستونزويې ځانونه خبركړي وو . اوله هغوحالاتوچې په لارې تېرېدل مـــالومات راټــول كړي وو. بيامـــــې تسكين وشـــــــو .
 ریښتیاهم په مسافروډیرتکلیفونه تیریدل هلته دولت اوهیڅ قانون نشته مسافروچې زیات به دایران څخه راغلی کارګراومهاجرین ووکومې پیسې به یې که له هاخواغلوڅخه راتیرې کړلې نوهاعه که نه دلته به یې دیوخوراک په بیه ترې واخیستې کنه نوپه زوریې هم ترې اخیستلای شوې له بل لوری به عسکرراغلل اودهوټلی په وسیله یې به یې دغلې زمینه برابره کړه اومسافربه یې ټول لوټ کړل .
 زه هم په ډېرخطركې وم له يـــــــوې خواتنهايــــــي له بلې خوا حساسوحالاتواوله بلـــې خواهم زماد تجربې كمــوالي خــوبيابه مــې هـم ځان تـه ډاډوركاوه چې بايدلدې پېښوسره اشناشم او بايدپه اړه يې تجربه ولرم .
 له هوټل نـه پـه راوتــوله يــوې داســې پېښــې ســره مخ شــوم چـــې ماېې تصورنه كاوه ډېره حيرانوونكې اوجالبه دلمړي ځل لپاره مې په سـترګوبــې باوره شوم چې ياره نه بل څـــه وينم ځكه كه حقيقت وي پداسې حال كې پداسې ځاى كې ... نه پوهېدم .
 دامې هغه څوك وليدچې له كلي بيادتهران تريوســـفراودپكتيكاغږپه راديوكې ليدل كتل .
 داهغه څوك ووچې له ماسره دايـران په ځينـوسفرونوكې ملګرۍ وواوبياله ايران راوروسته په افغانستان كې ورسره څوځله مخ شوم دازمـوږكليوال حمدالله وو . څـومياشتې مخكې چې ماپه پكتيكاغــږراديـوكــې دنـده لـرله حمدالله راغـلۍ وو. ډېرسـره كېناسـتوخوكله چــې مايـوژوندۍ پروګرام درلودپه سټډيوكې وم چې بهرراووتلم حمدالله پټ تللۍ وو .
 له هغه راوروسته ايران ته تللۍ وواودادۍ چـې لـه ايران بېـرته راګرځېدلۍ وواوله ماسره مخ شوزمارنګ الوتۍ وو. په زوره مې خبرې نشوكولاى حمدالله ته ورترغاړې وتم اوډېره شېـبه مويوبل په غېږكې ونيول له حده ورته زيات خوشحاله شوم دډېروخـــبرووخــت مـــونه درلود خوهـغه پـه بـيړه رانه وپـوښـتل چـې ته ! بياداځـاۍ !؟ داولې ؟ مـاورته وويل چـې څه وايه مه بس دادخداۍ ج كارونه دي . حمدالله مـې له لاس نيولۍ وو لږڅه مې وخوړل اوځـينې شـيان مــې راواخيستل پټ مې موټر كې كېښودل .
 له حمدالله نه مې په ډېره ســختۍ خداۍ پاماني واخيــسته نه پوهېږم چې ولې خداۍ داسې راته برابره كړې وه اوس مې نوغمونه يوپه دوه شول كاشكې چې حمدالله مې نه واى ليدلى .
 له فرارودنه موحركت وكړاومخ په دښته راووتلو. وېروونكې دښتې غېږه خلاصــه نيــولې وه اوزه لكه اجل نيولۍ دموټرله منځه په ګردونوكې پټ ورته په تماشـــه وم . وېــــروونــكـې وه ريښتياهم چې وژونكې هم وه . مادكوكناروپه اړه ډېراورېدلي ووخونه پوهېدم چې دابه څنــګه كرل كېږي اوڅنګه به ښكاري دلمړي ځل لپاره مې ددې بوټــي نـنـــداره په پټي كې وكړه اود استادحبيب الله رفيع هاغه كتاب چې ماكلونه كلونه مخكې لوســــتلۍ وويادته راغى په هغه كې يې دكوكناروله تصويرونوڅخه ماران رسم كړي ووچې خولې يې خلاصې نيولې وې . ريښتياهم همداسې ښكارېدل اولكه ماران چې په ځينـــوكې پټ وي دچاپه انتظارناست وي كله كله به مغرورورسره بوټى هم يوې اوبلې خواته كوږ شو .
 په پټیوسوراوسپین رنګ ښکاریده ګڼ اوقوی بوټی ځمکه یې هم نمجنه وه اولکه چې ټول په هماغه ساعت خړوب شوی وی نازولی ښکاریدل . دهرپټی په سرکې یې یوکوهۍ کیندلۍ وواوپه هرکوهي یې زیات لګښت راغلۍ وو ، ښکلې کوټه ، واټرپمپ ، شاوخوایې ترسبزی کرلې وه چې دامنظره ریښتیاهم پدې دښته کې یادپاتیدونې وه ځکه نږدې کورنه هم نه وو ویالې اواوبه هم نه وې ټکنده اوسوځونکې دښتې وې پداسې ځای کې اوبه ریښتیاهم ډېر لوی نعمت وو.
 دكوكنارودپټوپه منځ كې تېرېدوماسل زړونه يوځـــاۍ كړل اودهابلې دروازې پلوته سپوربلوڅ نه مې دساعت پوښتنه په پښتووكړه اوداځكه چې هغه پاړسـي دكندهاريانوپه قسم ويله نوماويل چې حتمابه پښتون وي خوخبرنه وم چې دبلوڅوهم په پاړســـي ژبه سمه نه ګرځي وروسته له لــږ سوچ يـــې وويل دوه نـيم . ډېـــرزيات وخت تېرشوى وو اوموټــرهــم په ډېرې تېـــزۍ دسوځونكـې دښتې په ويده سينه سرګردانه منډه اخيستې وه . ماكوښـــښ كاوه چې ځان ويــــده كړم خوهـــرڅو كوښښ به مې كه وكړخوب نه راتللو .
 رڼه دښته وه له پاخه سړک نه هم موټرپرې تیز ځغلېده دنوروموټرونو کرښې هم نه ښکاریدې یواځې دښته یواځې سپېره سیلۍ ...
 كه تاسې يې راسره منۍ نودنيمروزولايت ته سفرله سپوږمكۍ ستـونزمن دى كه سپوږمكۍ ته سفركوې نودغلو اووژونكونه خــــوبه نه ډارېږې له ګردونواوخاورونه خوبه دې سـينــه كـــې انبارونه نه جوړيږي دګرمۍ له لاســـه خوبه دپه بدن كې اعضانه وېلې كېږي له انتظارانتظار نه خوبه دسترګې نه وچيږي اوپه دښتــــه كــې دلارې دوركېدوله امله خوبه پخپل ځان دوژنې حكم نكوې ...
 په هرحال موټرپه ډیرې تیزۍ روان وویوځای مولاره ورکه کړه نوموټروان دیو کس دمیندلوپه هڅه کې شو له لږسفروروسته مویوکورپیداکړچې مخ یې څوشنې ونې هم ولاړې وې دکورمخ ته یو تورلوکس موټرهم ولاړ وو دکورله مخې یوخیرن سړی ولاړ وو دلارې پوښتنه موترې وکړه هغه وویل چې بس همدالاره ونیسی ترڅو چې دنیمروز دتیلولارې ته ورسېږی هلته بیاتاسې پوهیږی چې په کومه باندې ځۍ . له ده نه خوراروان شولو وړاندې دښته لاهماغسې اوږده پرته وه موټرپرې سرګردانه ځغلیده . زما ستونۍ له ګردنوډک شو سخت تنګ شوم ګرمی هم وه اوتږی هم وم ...
 په هرحال يوځاى مولاره وركه كړه بل ځاى لاره دومره اوږده شوه چـې زماپه سترګوكې يې دنيمروزتصويرددوزخ په شانې وپنځاوه اولامې سترګې وې چې اوس به كومــه وداني ښكاره كيږي . خوهېڅ هم نه وويواځې وژونكې اوسوځونكې دښته اوپه موټركې غوســه ناك ګردونه اوبس ... په ډېره سختۍ مې له بلوڅ ورورنه بيادلارې پوښتنه وكړه چې څومـره لاره پاتې ده هغه وويل چې بس په نيم ساعت كې غورغورې ته رسيږو خوزه نه پوهېدم چې يودوزخ لاره بياله غورغورې ترزرنجه پاتې ده په هرحال روان ووتــردې چې په غــورغــــورې كې يوې پوستې ته ورسېدواودانوغورغورې وه .
 غورغورې دنكلونوښارووكله چې مې سترګې پرې ولګـــېدې دمــــورهـاغه نكلونه چې كله به موږ ويده كېدوراته لوستل يادته راغلل نه اوبه مالومېدې نه شين بوټۍ خلك يې وحشـــت ځپلي اودهشت خوړلي مالومېدل داسې برېښده چې وختي به لدې ځايه ژوندكوچ كړۍ وي اويـواځې ساګانې به پاتې وي . خلك يې ټول تورمخونه په خاوروكې لت پت لكه دنكلونوبلاګانــــې يويو يواځې په دكانونوكې ليدل كېــده اوبس . دبازارپــه منځ كـــــې دوړې ګرد اوخاورې بادېدې ، دنكلونوپه شان يې كورونه تش ښــكارېدل اوخلك يې بلاخوړلي اوبلاځپلي مالومېدل زماستونۍ له خپګانه ډكېده نه پوهېږم چې ولې خواحساس مې بل رنګ شوى وو . داســــې ژوندهم خلك لري انسانيت دۍ انسان ته همداژونددخوښې وړدۍ ؟ دلته يې زړه له تنهايــې نه نه چوي ؟ يونكل ووچې يوڅوك يوښارته تللۍ ووپه ښــاركې دوكانونه اوهرڅـــه خلاص وو دنعمــتونــو پرېماني وه خوهېڅ انسان هم نه وو...دلته خونه نعمت ښكارېده اونه هم ښكلاخو هرڅه بدشكله خپل ژونداوخپل حال ته سوچ وړي ښكارېدل .
 دمړژوندون يوتصويروواودمرورې بدرنګـــۍ كــورووپه خاوروكې پټ په غضبونوكې راګير يوښارګوټۍ وو. كله چـــــې له بازارنه ووتلوبياسپـــېره ، وچه ، وژونكې اوبـــې رحمه اوږده غځېدلې دښته وه ددښتې په منځ كې يويوبرج داسې ښكارېده چې كله به انـــسان جوړكړۍ وي اوكاربه يې پرې كړى وي ژوندبه يې پكې كړى وي اوښكلابه يې درلوده خووروسته لكه چې داسې پرېمنځل شوى وي چې نه ښكلانه ژوندون نه هوااونه هم ورته هيله اواسره پاتــې شوي وي .
 اوس ورته غضب اودوزخونوكېږدۍ وهلـــــې وې اودوزخـــي بادونوپري چپې وهلې دلته كه هر رنګ خلك راغلي واى نوله وحشــــــــت نه به يې رنګ الوتـــــۍ واى . كه داځـــاى چاپه يوژورنظر كتلى واى نوله وحشتـه به يې خــــــوله وازه پاتې شوې واى ، ريښتياهم داهمداسې ځاى وو دلته به يـــــووخت چاژوندكولوهغــوى څه شــــول . څومــره پخوابه ووچې اوس ېې دكورونونښې هم په سختۍ سره ميندل كيږي اوپېژندل كېږي . دلته ولې بياچادژوندكولوجرئت ندې كړۍ دلته ولې اوس څوك نشي راتللاى اودلته ولې دبارانونوشـــرنـګـــي ته دګلانواتڼ نه وو. دلته ولې له ځمكې نه هــــم يوبوټۍ نه ووشين شوۍ . دلته ولې ځمكـــــې ځان مروركړى وواوپه غوسې سره يې رېګونه اخوااودېخواشيندل .
 كه نورهم متوجه شــوى واى نوريښـــــــتيابه دخوله جينګه پاتې شوې واۍ اودڅه ويلوتوان به دله لاسه وركړى واى .
 ټوله لاره همداسې وه په ټوله لاره همـــداويـــرخپوروو له ټولې ځمكې دښتــــې غېږچـاپېـره كړې وه اودوحــــــشت ســـندرې يـې ورته زمزمه كولې په ټوله دښته دوزخي بادچپې وهلــې اوټوله لاره همدې خپه كوونكوسندرونېولې وه .
 زه له ځانه بېګانه وم اوهاغـــه څـــوك نه وم چې لـه كابله مې حركت كړى وواوس هغه چاته ورته وم چې پخپله ناخبرۍ دلږسوړغوندې دوزخ منځ ته غورځېدلۍ وم .
 مازديګروومګرموږته دانه مالومېده چې لمربه اوس په كومه سيمه وي . ماســــره به داپوښتنه هم پيداشوه چې ددې ځاى لمـربه هــم همداســـې لمروي كه په نوروځايــونودابه هم همداســـې مهربان وي لكه زموږپه كلي كې .
 هېڅ نه پوهېدم چې څنګه ځاى دى دلته ولــــې خلك ژوندنه كوي ؟ ټوله لاره داســـې نښــــــې موجودې وې چې ګوندې دلته به جوړې شوې كلاګانې وې ؟ خوكله به راسره دافكرپيداشو چې نه شايدطبيعي پېښودارنګه ځايونه منځ ته راوړي وي اودكورونوپه شان يې هـــسكې ټيټې تراشلې وي .
 موټرپه تېزى راروان ووچې څومخ ته تللوزماوېره زياتېده ، چې څومخ ته تللودښته بې رحمه كېدله اوچې څومخ ته تللولاره اوږدېدله .
 كراركرارتياره شوه اودموټرچراغونوته خاورواتڼ واچاوه ، سينه مې دګردونوله لاســـه كنګل شوه . دشپې ۹ بجې وې چې بلوڅ ماماغږكړچې رانږدې شــوي يـــوماپه ډېره لېوالتياپوښتنــه وكړه چې څومره لاره به پاتـــــې وي هغه وويل ډېره كـــمه . كراركرارپه توره ، چوپه اوبې رنګه دښته كې څوچراغونه ښكاره شول اوكراركرارزياتېدل .
 ماتلفون وكوت چې كاريـې شروع كړى وونوژرمې لمړى پلاربياملګروته تلفونونه وكړل چې زه راورسېدلم . ملګري مې له كابله يوځل بيادسليم نوم يادكړماهم ورته وويل ســـمه ده په نهـ نيموبجونيمروزته راورسېدوماســــليم ته خبروركړهغه هم په ځواب كې وويل چې سملاســــي دادي درورسېدلم لږشېبه مې انتظاروكړهغه راورسېد.
 شپه هم تېره شوه سباته مې قصدوكړچې ولاړشم ولايت ته اووالي ته خبروركړم همدارنګه له قوماندانۍ سره په تماس كې شم . ولايت ته راغلـــم دولايت سكرترمې وليدوحيدخيرزادچې له قوارې هوښياراوپه خبرپوه ځـــوان مالومــېده له پښــتوروغبړوروسته مې دوالي دلېدوورته وويل هغه رانه لمړى پوښتنه داوكړه چې هـــــوايي راغلۍ يم كه دځمكې له لارې ددې خبرې مانا داده چې غريب خلك مالومه ده چې تــل دســــتونزواوسختيوښكاروي . اوهغـــه څوك چې اوس ياواكمن دى يايې هم دهمدې غرېبــــوخلكوپه ژونددلوبونه وروسته پيسې په لاس راوړې يايې په خپلوسپيـــن ســـترګيواوبـې شـــرميــوځــان ته دمشــــرانواوحقداروجامې وراغوستــې دهواله لارې راځي خويواځې هغوى راتللاى شي اوبس .
 په هرحـال زه دنيـــمروزپه يـــوه زاړه دولتي مېلمستون كې پرېوتم اوپه كارمې پيل وكړ. دلته دآسانتياوودغوښتـلوخبره جرم وو . دانه چې دولت به مرسته نه كوله طبيعت اجازه نه وركوله ورځې شپې تېرېدې كله خــــوښ كله خپه كله پښېمانه كله هم له ځان سره په جنګ .
 دنيمروزخلك زياتره بې سـواده اوبې حوصلې خلك ووكه به دورسره خبره كوله اودده په رايه به ورنغلې ځان به دنورنشــــوبچ كولاى خوروڼ اندي يې بيانرم مېلمه پاله اودرانه خلك وو.
 په دوه درى ورځوكې سخت تنـــګ شـــوم زړه مــې غوښـــتل چـــې بېرته تلفون وكــړم اوله هرې لارې چې شونې وي مابېـــرته كابل ته وغواړي . پلارته به مې په تلفون كې ويل چـــې خوښ يـم مګرله زړه مـــــــې يوخداۍ خبـــر وو. پرېكړه مې وكړه چــــې يـوه ميــاشــــت كه هرڅومره هم سخته وه دلـــته به يې تېره كړم اووروسته به خپله لارنيســم كه دفتـرهرڅه ويل وايي به .
 دورځې به كارته تلم دشپې به كوټې ته راتلم له كارسره مې اوس ښه وم لكه په پـكتيكاكې دلته مې هم كارونه تېزروان وو . خونـــيمروزله پكتـيكاسره ډېـرتوپېردرلـود په نـيمروزكـې دولتي چارواكي يوڅه بوخت ښكارېدل برخورديې هم په ځـاى اوحركات يې هم هوښيارانه اوپه ځاى وو ، له بلې خواهرچاكولاى شول په اسانۍ سره خپل كارونه خلاص كړي .
 په پكتيكاكې زماښه دنده وه اسانه اومسوليت مې دروندنه ووله بلـــې خواوالـــي ډېره همـكاري كوله اوزياتــې مرســتې يې كولې ، لكه دولايت په دننه كې دهـــررنګ اسانتـياوو بـرابرول ، دخبرونو په برخه كې همكاري . خوهلته زمالمړۍ دنده وه اوتل به زه له والي نيولې بياتر هر كاركونكي پورې به په ستونزواخته وم په تېره چې كوم دبې امنيــــتـى خـــبربه مو خپوركړنوخيربه مونه وو بس تلفونونه بـه ووخـــــبرتاوركړۍ ولې ؟ تردې چــــې يـــوه ورځ يوخبرخپورشوپخپله ګډې قرارګاه راته تايـــــيد كړخوبيا هم كله چې خــپورشونووالي له شانه خبريالانوته ډېرې خبرې كړې وې تردې چې زموږ ريـــيس ته يې هــــــم ټلفون كړى وواوپه مايې دكمزوري راپورټرنوم اېښى وو. بيامې ورته تلفون وكړاوهغه هم هــرڅه راســره ومنل كه به هرڅه وشول نوزه به والي ته ورتلم والي ريښتياهم پوه سړۍ وو .
 خوپه نيمروزكې والي څومره لېوالتيانه ښوده اوكله به چې ډېره اړتياشـوه نوورتلم به خووخت په وخت به مې يې دحال پوښتنه كوله چې همدې راته يوڅه قراربښلۍ وو.
 ورځې تېرېدې په نوي مېلمستون كې يوڅه په آرام وم اوكارمې هم په شــــوق كاوه كله كله به راته هالېوني سفرونه يادشـــــول چې نوروهېوادونوتـه مـــې كړي وو. هلته به هم په كوټه كې يواځې وم هلته به مې شعرونه زيات ليكل دلته ستونزې اوكيـــسې هلته به مې چكرزيات وهلو دلته به مې فكرزيات خراب وو.
 هلته مې هم داسې خلك ليدلي ووخوتوپيردلته ووچې هغوۍ په بله ژبه ګړېــدل بل ډول جامــې يې اغوستې اوبل ډول برخورديې درلودخودې خلكوبل ډول .
 زمادندې دوه وې خوزه اوس يوخبريال وم اوټولوراسره پوره پوره مرسته هم كوله .
 خوزماله خبريالۍ سره له لمړي سره مينه وه دلته مـــې هم ډيره توجه خبريالۍ ته وه اوريښتيا مې هم ښه راپورونه ودرلودل .
 څوورځې وروسته مې تكل وكړچې ولسواليوته هم لاړشـــم اوپه ولــسواليوكـې هم وګورم چې څرنګه حال دى اوهلته هم دمركزپه شان بازارونه شته كنه ، هلته هم ۲۴ ساعته برېښناشته او هلته هم خلك همداسې بوخت دي كه نه .
 خوسرچپه شوه دنيمروزخلك بې غيرله مركزنه نورټول له لـــوږې ، فقر، بې سوادۍ سره مخ اوله هررنګ اسانتياووپاتې وو.
 له ښوونې اوروزنې سره يې زياته مينه درلوده مګرهېڅ آسانتــياورته نه وه برابره تـردې چې كتابونه يې نه درلودل اوزياترويې نوټ اخيست په ګرمۍ اودوړوكې به په بيابان ناســـــت وو خودرس به يې نه پرېښود .
 بله ستونزه چې دنيمروزخلك دنــــــورافغانستان په پرتله زيات ورســـــره لاس اوګرېوان وود سوالګرۍ ستونزه وه هغه داسې چې تل يــــــې خوله خلاصه وه زموږسره مرســتې نه كيږي له يوې خواملامت هــــم نه ووله بـــلې خوااوس ورته سوال عادي خبره ښكارېده چې ماته به يې د ښاغلي عزيزي هغه خـــبره رايـاده كــــړه چې ويل به يې چې داټولې مرستې چې كيږي دافغانانوپه زيان دي . هغه به ويل چې په يوه كيلو غنمودهېڅ چازندګي نه ښه كېږي مګردايوه كيلوغنم به په راتلونكي كې دافغانستان لپاره ډېرې ستونزې ولاړوي .
 دنیمروزپه دولتی میلمستون ملیونه ډالره لګښت شوی وو اوداځکه چې دلته به وکیلان وزیران اوله کابل څخه چارواکی اوپیلوټان راتلل . که به ددکلیوپراختیا یابل رییس نه پوښتنه کوله نودرته ویل به یې چې چوپ اوسه حاجی والی صیب وانه وری کنه ...
 دارسم یې دایرانیانوڅخه اخیستی ووځکه ایران ته نږدې ووایرانیان هم یوخاصیت لری چې که هرڅومره بدې صحنې وینی خودخپل منصب په خاطر له خپل مشرڅخه شکایت نشی کولای . نیمروزښاریونمایشی ښاروواودنیاوالو، خبریالانواودکابل چارواکوته به یې داسې ښودله چې ګواکې دنیمروزګمرک په ځای لګیږی .
 دګمرک خوداسې چل ووچې په نیمروزکې دوه ګمرکونه موجود دی چې یو دوالی شخصی دی اوبل ددولت !!! ددولت هم ندی دګمرک درییس صیب دی په هرحال . والی صیب پدې اقرار ووچې دی خپل ګمرک لری مګرده به ویل چې ددې پیسې دادي ټولې لګول کیږی . دهغه مطبوعاتی دفترهم لویه پرپړه لیکلې وه چې دومره کارونه شویدی . دهرخبرې سره به یې مېلمستون یادولو . ټول ټال په نیمروزکې دموسسو ، کلیوپراختیااونوروموسسوپه ګډون دلسګونه لکه افغانیوکارونه شوی ووخودوالی صیب په ګمرک کې به دورځې دومره پیسې لاس ته ورتلې هغه ټولې ...
 دنیمروزپه خلکو واقعاله حده ظلم زیات شوی وو والی ورته دحیواناتوپه سترګوکتل ده داسې انګیرله چې ګواکې داخلک په دې نه پوهیږي چې والی صیب ورسره جفانه کوی .
 خولنډه یې پدې چې خپله یې حساب کړی اوقضاوت هم خپله وکړی : دایران له لارې ګاز ، تیلواوځینونوروشیانودنیمروزپه دولتی ګمرک دراتللواجازه نه درلود هغه به ټول دوالی صیب په ګمرک راتلل . پدې خبره دمالیې وزیرګران اوقدروړ احدي صیب هم ښه خبر دی خوزه نه پوهیږم چې هغه ولې ورته کراراوچوپ ناست دی یابه هم .... نه پوهیږم ...