د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جگړه پخپله تراژيدي ده

دستگير خروټی 05.11.2006 02:00

دنده انقلاب نه، بلکې د انقلاب مخنيوی دی.

ما دښاغلي افق وروستۍ مقاله چې په (نوې هيلې) او بيا وروسته په ټول افغان کې خپره شوه ولوستله. په دې لیکنه کې ډېر څه شته او سړی ورڅخه ډېر څه تر لاسه کولای شي. نوموړی په ډېرو مسئلو بحث کوي. خو په  دې برسېره په ليکنه کې د غصې  نښانې هم ليدل کيږي. زه په بحث کولو کې د غوصې په دود باورنه  لرم. همدارنگه زه ځان ته اجازه نه ورکوم د ښاغلي افق په هکله څه وليکم. زه د هغه په نظرياتو ليکنې کوم. زه د هغه مخالف نه يم، بلکې زه د هغه د يو شمېر نظرياتو مخالف يم. په دې برسېره د نوموړی ليکنې له ما سره مرسته کوي،  ماته نوي فکرونو او نوې اندېښنې  راکوي چې ورباندې فکر او کار وکړم.  موږ په  علمي، سياسي ... موضوعاتو بحث کوو او په دې ډول بحثونوکې نه بايد د غصې او عصبانيت له پاره ځای وي.  په بحثونو کې غصه او عصبا نيت د دموکراتيک دود په ځای د توربورگنيو دود دی او هيله  دا ده پوهان، ليکوالان، اکادميسنيان او شاعران  موږ ته د بحث کولو په کار کې د دموکراتيک دود او درناوي درلودلو زده کړه او روزنه را کړي. که پوهان، لويان، شاعران، اکادميسينان او ليکوالان  د بحث او ديالوگ په کار کې، د نظريو د اختلاف او څوگونيتوب په صورت کې د دموکراتيک فرهنگ له چارې سره مرسته ونه کړي او موږ ته په دې هکله روزنه را نه کړي نوڅوک به دا کار تر سره کوي؟
دا ډول يوه روزنه او فرهنگ به له افغاني ټولنې سره مرسته وکړي، کومه چې په سياسي، فرهنگي، ټولنيز، مذهبي ... برخو کې يوه پلوراليستيک ټولنه ده، کومه چې د توپيرونو او تفاوتونو ټولنه ده، کومه چې د تضادونو او اختلافونه په وړاندې سازشونه او د څوگونيتوب په وړاندې يو دبل منلو، دجگړې په ځای  پخلاينې او په سوله کې گډ ژوند کولو ته ضرورت لري.  د افغاني ټولنې په سياسي ژوند کې او ددې ټولنې په سياسي فرهنگ کې  بدلونونه را منځ ته کيږي او دا په زړه پورې پيل دی په تېره بيا په سياسي  ډگر کې يو د بل د نفي کولو چلند خپل ځای سياسي پلوراليزم  او د يوې نظريې او يا د يوې ايديولوژۍ د واکمن کولو  هڅو ځای نظرياتي پلوراليزم ته سپارل کيږي. همدارنگه په سياسي مبارزه کې د زور د اړيکو ځای پوهاوی، ديالوگ،  سازش او مصالحې ته ورکول کېږي دا لويې او تاريخي لاس ته راوړنې دي. دا لاس ته راوړنې به د پخلاينې او سولې له لارې د روانې جگړې په ختم کولو سره نورې ټينگې او همدارنگه هڅه وشي چې په سياسي ژوند کې دا  لاس ته راوړنې  په شا نه گرځېدونکو آرزښتونو بدلې شي.    
د بحث دموکراتيک دود د نظريو په پلوراليزم، څوگونيتوب، توپيرونو او اختلافونو ولاړ دی او هيڅکله په دې فرهنگ کې د مقابل لوري په وړاندې د غلطيو، وارخطايي، ناپويۍ ... او په تېره بيا د انحرافونو د کلمو له استعمال څخه کار نه اخستل کېږي. ددې کلمو د کارولو مانا د نورو نظرياتو په وړاندې د تحمل نه درلودلو څخه عبارت دی. ددې کلمو په کارول نه يوازې د بحث کولو په اخلاقي اصولو تېری دی، بلکې دا د مخاليفينو په وړاندې د بنيادگرايي منطق  دی او دا د چپ او ښي افراط چلند دی، چېرې چې د نورو نظرياتو خاوندان منحرفين او په بد حالت کې هم خاينين بلل کيږي. دا د هغوی کار دی چې غواړي امر او نهي وکړي او له نورو وغواړي چې په دوی پسې لاړ شي او د دوی تقليد وکړي او هغوی  چې  د دوی پېروي او تقليد نه کوي ورته منحرفين ويل کيږي. په دا ډول حالت کې نه د بيان ازادي ارزښت لري او نه د اندېښنو خپلواکي ته اهميت ورکول کېږي. زه په دی بحث کې د سیالۍ له پاره نه يم راوتلی او دا هيله هم را سره نشته او نه دا ډول باور لرم چې له تېروتنو خلاصې په بشپړه توگه سمې ليکنې وکړم. همدارنگه ليکنې يوازې د ليکوال په عقل نه، بلکې د ويونکو په عقل هم سنجول کيږي.  په بحث کې موخه ددې او هغه لوري په په وسيله د برترۍ تر لاسه کول او د بل لوری ټيټول هم نه دي،  بلکې موخه تر بحث لاندې مسئلو په هکله د استدلال او منطق په وسيله  د وړ پايلو تر لاسه کول دي.
    په روان  بحث کې خبره په دې هم نه ده چې واقعيت څه شی دی، خبره په دې هم نه ده چې دروغ، دسيسه ... واقعيت دی او که نه. بې له شکه چې دا واقعيتونه  او بد واقعيتونه دي.  دلته  خبره د واقعيت په ساده کولو ده. دلته خبره د غلا، دسيسې او توطيې درجه ته د نړيوال واقعيت په را ټيټولو دي. دلته خبره د زرگر په تله د نړيوالو واقعيتونوپه  تللو ده. د  دغلا او دسيسې درجې ته د گلوباليزم  د واقعيت را ټيټول د ساده کولو تر ټولو بده بېلگه شمېرل کيږي، کوم چې نه يوازې د واقعيت پېژندنې له کار سره مرسته نشي کولای، بلکې د يوه واقعيت په ضد د کينې او کرکې انعکاس دی. نړۍ بله نړۍ ده  نړۍ او د نړۍ پېښې په بې ساري چټکۍ سره بدلون مومي. پېښې پېچيلې او پېچيلې کيږي او دا له هغه څه ډېرې پېچيلې دي چې په پرونيو‏ ساده ايديولوژيک حکمونو کې ورته ځواب پيدا شي.
نه سرمايه هماغه سرمايه چې پرون وه او نه پرولتريا هماغه پرولتريا دی چې پرون وو. غربي ټولنې هغه شان چې مارکس ويل په سرمايه او پرولتريا ونه ويشل شوې. په غربي ټولنو کې په پراخه توگه منځنۍ طبقه منځ ته راغله او دکارگرانو ژوند هم بدل او ښه شو او کارگران نور هغه څوک نه دي چې څه له لاسه ورنکړي. همدارنگه سرمایه د توليدي قوتونو خنډ ونه گرځيده، بلکې په پراخه اندازه يې د هغوی د ودې امکانات منځ ته راوړل او په دې هکله د مارکس حکمونه د علم په ځای دگمونه ته پاتې شول. همدارنگه په دې هکله د لنين حکم چې سرمايه فاسده او د مرگ په حالت کې ده د واقعيت په ځای په اتوپيا بدل شو.  اوس هم هغه ليکوالان او سياست کوونکي چې پېښې او د پېښو بهير له پخوا څخه د جوړ شويو اصولو تابع گرځوي د راتلونکي په هکله د وړاندوينو وس نه لري .
 د گلوباليزم د الترناتيف په هکله ما ونشوای کولای د ښاغلي افق په ليکنه کې څه پيدا کړم. په ليکنه کې د الترناتيف په ځای  آرمانونه توضيح کيږي او هغه څه چې د گلوباليزم د الترناتيف په توگه ليکل  شوي د گلوباليزم د الترناتيف په ځای پخپله گلوباليزم دی او يا د گلوباليزم دا او هغه برخه ده . د ښاغلي افق په ليکنه کې “ د نړيوالې درېيمې جگړې مخنيوی...” “ د نړيوالې لوږې او فقر په مقابل کې مبارزه”  “ په نړيواله سطحه کې د روزنې او پالنې او روغتيا په خاطر...”  د گلوباليزم برخې دي، کومې چې په نامتجانسه او نابرابره  توگه مخته ځي.
گلوباليزم د هيوادونو يا دولتونو ساده او ميخانيکي اتحاد نه دی. گلوباليزم  نه د دولتونو کار دی او نه  گلوباليزم د دولتونوپه کنترول کې دی.  سره ددې چې د گلوباليزم په  مرکز کې اقتصاد او اقتصادي اړيکې دي،  خو گلوباليزم يوازې يوه اقتصادي پديده نه ده. همدارنگه د گلوباليزم په کار کې تکنولوژي او د تکنولوژۍ په برخه کې په چټکۍ سره بدلونونه يوپياوړی لامل دی، خودا هم یوازنی لامل نه دی. گلوباليزم يو څو اړخيز نړيوال سيستم دی. گلوباليزم له  يو بل سره په څو اړخيزو اړيکو او يو په بل باندې د تاثير کولو اقتصادي، سياسي، تخنيکي، فرهنگي ... سيستم دی. د گلوباليزم په وده کې په تېره بيا د اقتصاد، سياست، فرهنگ او حقوقو په برخه کې ناانډولي شته ده او دا ناانډولي پخپله په نړۍ کې د ستونزو لامل کيږي.
 ښاغلی افق ليکي:
((بريالۍ نظريه هغه ده چې له انتقاد او، ازمايش څخه راوتلې وي))
 نظريه تر هغو نظريه ده چې تر ازمايش لاندې وي، نظريه تر هغو نظريه ده چې تر څېړنه لاندې وي. همدارنگه نظريه تر هغو نظريه ده چې له عمل او پراتيک سره په اړيکو کې وي. هغه نظريه چې له پراتيک څخه جلا شي نور نظريه نه بلل کيږي.  له ازمايش او څېړونو وروسته  کيدای شي نظريه غلطه وي او باطله شي. کيدای شي د واقعيت يوه برخه بيان کړي اويا يواقعيت بيان کړي. ښاغلی افق ليکي:
(( ... برعکس بريالۍ نظريه هغه ده چې اضافه له “ ازمايښت او انتقاد” څخه راوتلې وي او د بشريت لپاره اماده واوسي)) که ديوه موټر په هکله نظريه جوړه او دا نظريه په واقعيت بدله شي او د نظريې سره سم موټر جوړ او دبشريت د استفادې له پاره اماده شي. نوره د موټر په جوړېدو سره نظريه ختم شوه او په نړۍ کې داسې څوک نه پيدا کېږي چې اماده شوی موټر ته نظريه ووايي.
 د کوپرنيک لاس ته راوړنه چې ځمکه د لمر په  شاوخوا راگرځی نوره نظريه نه، بلکې يو منل شوی واقعيت دی. د انشتين د نسبيت نظريه سره ددې چې بريالۍ پايلې لري  خو تر اوسه له ازمايشونو، پوښتنو او انتقادونو څخه راوتلې يوه نظريه نه شمېرل کيږي. ددې نظريې په هکله همدادم پراخ ازمايشنو او څېړنې روانې دي. که په يوه نظريه کې د څېړنې دا او هغه برخه ختم کيږي دا د نظريې د ختمېدو په مانا نه ده. ددې او هغې څېړنې په ختمېدو سره د نظريې په وړاندې نوې غوښتنې او پوښتنې  را پورته کيږي، کوم چې د نويو څېړنو او ازمايشونو ضرورت منځ ته راوړي. د داروين د نظريه  evolutionsteorien سره ددې چې د حقيقت په توگه منل شوې او په ښوونځيو کې تدريس کېږي، خو تر اوسه هم تر ازمايشونو او انتقادونو لاندې دي او تر اوسه ددې نظريې په هکله زياتې او زياتې پوښتنې شته دي. همدا څو ورځې مخکې په اتوپيا کې ددې نظريې په هکله نوی کشف تر سره شو. په دې هکله  نشنل جغرافيه ليکي:
National Geographic found Earliest child 3,3 million year old bones discovered
د داروين د تيورۍ په هکله  وروستی انتقاد د پولنډ د زده کړو د وزارت د مرستيال Miroslaw Orzechowski له خوا را منځ ته شو. هغه وايي: ((  د داروين تيوري يو دروغ دی او يوه اشتباه ده.))
  زموږ بحث  د طبعيت په ځای په ټولنیزو چارو باندې دی. په ټولنيزو چارو کې له انتقاد او پوښتنو څخه د يوې نظريې را ايستل او بيا د بري په سترگه ورته کتل او په بشپړ حقيقت د هغې بدلول يو ايديولوژيک عمل دی. همداډول چلند د استبدادي فکري سيستمونو او ايديولوژيکې دگمونو لارې پرانيزي. د بېلگې په توگه همدادم په افغانستان کې دملت جوړولو په هکله ډېرې نظريې شته دي، کومې چې په اخبارونو، مجلو، سايتونو... کې هره ورځ خپرېږي. يو شمېر د ملت جوړولو په چاره کې قوم اساس بولي، بل شمېر ژبه د ملت جوړولو بنياد گڼي، بله ډله بيا د يوه فدرال سيستم جوړول د ملت جوړولو په کارکې بنسټ بولي. يو شمېر بيا د نولسمې پېړۍ په دود د ملت جوړولو په کار کې د زور او غلبې په وسيلو ټينگار کوي. بل شمېر بيا د طبقاتي اصولو په اساس د ملت جوړولو هڅه کوي... که همدادم  د ملت جوړونې په کار کې دا او، يا هغه  نظریه مطلقه  او له انتقاد څخه ووځي ددې پايلې به څه وي.  
 په ټولنيزو چارو کې د نظريو د مطلق کولو تمايل په تېره بيا د سياسي فعاليتونو برخو کې بدې پايلې لري.
هغه نظريې چې په ټولنه او ټولنيز ژوند پورې تړلي دي  په بشپړه توگه بدليدونکي ځانگړتيا لري او څېړونکي اړ دي چې د هغوی په هکله بيا اوبيا کتنه وکړي. د ټولنې په کار کې د نظريو مطلق کول داستبداد او ديکتاتورانو دود دی او دديکتاتورانو خوښېږي چې د دوی د نظرياتو پېروي وشي. د دوی نظريات د دستور او قانون په توگه ومنل شي او خلک هغه څه ووايي چې دوی يې ورته وايي. دا د هغو پيشوايانو کار دی چې د يوې نظريې په واکمن کولو سره له اپوزسيون، سياسي پلوراليزم او دنظريو له پلوراليزم څخه خلاصه يوه ټولنه غواړي. ديکتاتوران او پيشوايان په ټولنه کې عقيدوي غلامۍ ته ضرورت لري او په دا ډول يوه حالت کې هغوی ضرورت نه لري د غلام کولو په کار کې له زورزياتي، زندان او ځولانه کولو څخه کار واخلي. په يوه ټولنه باندې د يوې نظريې د واکمن کولو هڅه په عقيدوي لحاظ د ټولنې د غلام کولو هڅه ده.
د دکارت په فلسفه کې شک کول، د کانت په فلسفه کې د انتقادي فکر درلودل او د کارل پوپر په فلسفه کې د نوې اندېښنې درلودل په علم کې د مطلقيت په ځای د نسبيت له چارې سره مرسته کوي.
د مارکسيستي نظريې د ناکامۍ امکانات هغه وخت منځ ته راغلو چې ددې نظريې دا او هغې برخې  له شک او انتقاد څخه راووتلې او ورته د مطلق حقيقت او دگمونو بڼه ورکړل شوه.

انقلاب  ضرورت نه دی
 ښاغلی افق ليکي:
(( اجتماعي انقلابونه د اجتماعي تکاملونو او پرمختگونو له پاره ضروري او لازمي پيښې دي))
دا د يو نظريې د مطلق کولو په مانا دی. زه فکر کوم چې په دې هکله بيا او بيا کتنه په کار ده. نړيوالې پېښې او په تېره بيا د وروستيو لسيزو بدلونونه نه يوازې پورتنی حکم  تر شک او ترديد لاندې راولي، بلکې د هغه د باطليدو پوښتنه هم را پورته کوي. له دې جملې په روسيه او چين کې د انقلابونو برخلیک او په دې هيوادونو کې وروستي بدلونونه د پورتني حکم له سموالي سره مرسته نه کوي.  په چين کې تر کمونستي واکمنۍ لاندې د شلمې پېړۍ د لمړيو لسيزو کپتاليزم ايجاد شوی او په چټکۍ سره وده کوي. چين تېر کال يوازې په اسيا کې ١٧٥ ميليارده ډالره پانگه اچولې ده او په روسيه کې بيا پوتينو استالين لگيا دی د کمونيزم په کنډوالو دولتي کپتاليزم جوړوي. په روسيه او چين کې د انفلابونو پایلې همدا وې چې په روسيه کې د سوسياليزم له اويا کلني واکمنۍ وروسته  دولتي کپتاليزم جوړيږي او په چين کې کمونستان د کپتاليزم په جوړولو لگيا دي.
  انقلاب چين لمړنی کمون ته په شا وروگرځاوو، خود چين پرمختگ هغه وخت پيل شو چې چنيانو انقلاب او د ماوستونگ انقلابي نظرياتو ته شا وروگرځوله او خصوصي مالکيت يې په رسميت وپېژاند.
 په دې دوه هيوادونو کې د انقلابونو ناکامې او بيا د توليدي قوتونو او توليدي مناسباتو تر منځ اړيکې څه ډول توضيح کيدای شي؟
 په ټولنو کې موخه د سيستم بدلون دي نه د سيستم ړنگول اود سيستم له منځه وړل او انقلابونه د سيستم د بدلولو په ځای د سيستم د ړنگولو وسيلې دي. په ټولنو کې يوازې تدريجي بدلونونه او رفرمونه  کولای شي په سم لوري ددې او هغې ټولنې د ودې، پرمختگ او حرکت لارښوونه وکړي. د پرمختگ په لور د يوې سالمې  ټولنې ځانگړتيا په دې کې ده چې پرانيستي وي. د نويو په وړاندې منونکي وي او د هغوی په وړاندې زغم ولري. د نويو منل  د موجودو د غورځولو،  ړنگولو او نفي کولو په مانا نه دي. تدريجي بدلونونه او رفرمونه  نه يوازې د پرمختگ په لور د ټولنې له حرکت سره مرسته کوي، بلکې په ټولنه کې د ړنگونکو او وژونکو انقلابونو مخه هم نيسي. کارل پوپر په ټولنه کې د انقلاب د مخنيوی له پاره په رفرمونو ټينگار کوي. . هغه ويل چې انقلاب ټولنه  دا او هغه خوا کوي او په دې کارکې  لوی اشتباگانې کيږي، کومې چې نه جبران کيږي او په زرگونو او ميليونوخلک به ددې لويو اشتباگانو بيه پريکوي.
 په  انقلابونو کې ددې تضمين  نه شته دی چې ټولنه دې په غلط او ناورين راوړونکی لاره ولاړه نشي او نه ددې ډاډ شته دی چې په ټولنه کې هر څه بې ځايه نشي. انقلابونه  ددې وړتيا لري چې موجود سيستمونه ړنگ کړي، خو د نويو سيستمونو په جوړولو کې پاتې راځي چې روسيه او چين يې روښانې بېلگې کيدای شي.
ښاغلی افق ليکي:
(( ددې خبرې ياد هم په کار دی چې شمالي اروپاچې نن ورځ يې ډېر غالمغال، اعتصابونه او مظاهرې د باندني جهان ته راوځي...د بورژوازي انقلابونو نه يې په سلونو کلونو پخوا منځه ته راغلي دي. خو نن چې يې اجتماعي خدمتونه د ولس سره تر نورو... نو دوی نسبتا ارام ژوند لري. ولې سره له دې ټولو نوي اجتماعي انقلابونه ورته گوري...))  په پورته جملو کې د “ سلونو کلونو” يادونه کيږي. دا د تاریخ په مانا ده او کله چې د تاريخ  په هکله خبره کيږي تاريخ په معلوم مکان او معلوم زمان کې ځان ښيي او مفهوم پيدا کوي . پوښتنه داده :
 د شمالي اروپا په  هيوادونو او له جملې په ډنمارک، سويډن او ناروې کې دا انقلابونه کله او څه ډول تر سره شول؟
په دې هکله غواړم د سويډن د يوه مشهور ليکوال او سياسي مبصرJAN GUILLOU خبره ياده کړم. هغه وايي:
(( موږ له شپاړلسمې پېړۍ، کله چې په  سويډن کې پوځي ديکتاتوري وه د انقلابونو او د پادشاهانو د سرونو د غوڅولو پوسيله اوسنۍ دموکراسي ته نه يو رسيدلې)) د شمالي اروپا دا هيوادونه د انقلابونو په لور نه گوري. په دې  ټولنو کې هيڅوک حتی افراطي چپي ډلې هم د انقلاب په هکله خبرې نه کوي. د لته د انقلابي فعاليتونو څرک نه لگيږي او نه دا دول ټولنيز حرکتونو احساس کيږي. دا دموکراتيکي ټولنې دې او په دموکراتيکو ټولنو کې نه د انقلاب  ضرورت شته او نه څوک په انقلاب فکر کوي. که دلته د واک د بدلون مسئله وي خلک دا کار په سياسي لارو تر سره کوي او هغه واکمن چې ټولنه يې نه غواړي يا په خپله له واک څخه گوښه کيږي اويا ټولنه ورته رخصت ورکوي. په دې هيوادونو کې دا دموکراسي او يو په بل پسې  بدلونونو دي چې د انقلابونه مخه نيسي.
 په انقلاب کې اساسي مسئله د سياسي واک ليږدول دي.  که په دې هکله لاندې پوښتنه وشي :  
په هغو هيوادونو کې، چېرې حاکميت د خلکو چاره ده او واکمنې د خلکو د پرېکړو په اساس ځي او راځي دانقلاب ضرورت څه دی او د انقلاب په صورت کې به د خلکو دا واک چا ته ليږدول کيږي. د بېلگې په توگه که په ناروي کې انقلاب کېږي. د خلکو موجوده واکمني به چا ته لېږدول کيږي او راتلونکي واکمن به څوک وي، راتلونکې واکمنۍ ته به څوک او څه ډول قانونيت ورکول کېږي او ددې انقلاب نوم او شکل به څه وي؟
 مگر تور انقلاب
ښاغلی افق ليکي:
((په همدې ډول د ټولنود انکشاف، د خلکو د نورو غوښتنو او تکامل او بيا يي هم په مخ کې مادي او توليدي قوتونو پرمختگ زاړه مناسبات څېرې او نوې مسلط کوي))
نوموړی بل ځای ليکي:
((په لاتين امريکا کې د وينزويلا او بولويا انقلابونه...))  خو ښاغلی افق نه وايي چې دا څه ډول انقلابونه دي. کله پيل شوی او دا انقلابونه کوم مناسبات څېرې او کوم مناسبات مسلط کوي. په روسيه کې لنين او په چين کې ماوستونگ د سوسياليستې انقلابونو مشران وو په  وينزويلا کې د ډگروال چاويز  او  په بوليوا ريس جمهور د کومو او څه ډول انقلابونو مشران دی؟
د ښاغلي افق په ليکنه کې د ټولنې د پرمختگ او تکامل په بشپړه توگه پېچيلې او څواړخېزه پروسه د طبعيت د ساده اصولو په معيار سنجول کيږي او د ټولنې بدلونونه او وده  د اوبو له جوړښت او په  اوبو کې بدلون ته ورته بلل کيږي. دا د ټولنيزو بدلونونو د ساده کولو په مانا ده. دا د فزيک او کيميا په ساده فارمولونو د ټولنې د ستونزو د حل کولو په مانا ده. خو په ټولنه کې نه هغه لابراتور شته دي چې د ټولنې  د ودې او پراختيا حالت د صفر درجې، ۴۴ درجې او ٩٩ درجو کې  وښيي او نه ټولنې د اوبو په شان له دوه عناصرو جوړې شوي. د ټولنې د جوړښت، عملکرد او پراختيا په کار کې په زرگونو عنصرونه عمل کوي او د ټولنې ستونزې د طبعي پديدو په شان په ساده کولو او ساده توگه نه حل کيږي. همدارنگه  ټولنې د اوبو په شان په يوه سطحه نه دريږي. ټولنې له يو بل څخه توپير او تفاوت لري.
 ايا په نړۍ کې دا ډول دوه ټولنې پيدا کېدای شي چې د ودې او پرمختگ سطحه يې د اوبو سطحې ته ورته يو شان وي؟
د ټولنې د ودې او بدلونونو په کار کې د توليدي قوتونو او توليدي مناسباتو رول مطلق کول په ټولنه کې د سياست، سياسي اړيکو، فرهنگ او په ځانگړې توگه د انسان او انساني اگاهۍ رول له نظر غورزول دي. په ټولنو کې، د ټولنو د بدلون او لارښونې په کار کې د اقتصاد په پرتله، د توليدي قوتونو په پرتله د سياست، د انسان او  دانسان د اگاهي اوچت رول تر سره کوي.
  په افغانستان دنده انقلاب نه، بلکې دنده  د بدلونونو او ريفرمونو له لارې د انقلاب مخنيوی دی.

روانه جگړه د پاکستان جګړه ده
ښاغلی افق ليکي:
((په هر صورت خنداوره او بې رحمانه ده چې يو څوک افغان ولس چې د شپې او ورځې د بيگانگانو په مقابل کې جنگيږي او مقاومت کوي ووايي چې استمارگرانو ته يې ښه راغلی ويلی..)) دا جمله د افغاني ټولنې د موجود واقعيت په ځای  د پاکستاني جنرالانو او ملايانو په ژرنده اوبه تويول دي.  له يوه لوري جنرال مشرف د خپلو سياسي او جغرافيايي موخو په بنياد هڅه کوي روانه جگړه د پښتون قوم مقاومت او جگړه وبولي او له بلې لوري ښاغلی افق  روانې جگړې ته د “ افغان ولس مقاومت او جگړه” وايي.  په افغانستان کې همدادم  افغان ولس جگړه او مقاومت نه کوي. اوسنی جگړيز مقاومت د ټول افغان ولس مقاومت نه دی. افغان ولس پاڅون نه دی کړی. اوسنی مقاومت د افغان ولس د مقاومت په ځای د افغان ولس د يرغمل کولو مقاومت دی.
  دجگړې ډيره برخه په جنوب کې ده. خو په جنوب کې هم دا د ولس جگړه نه ده او نه ولس جگړه غواړي. په جنوبي او شرقي برخو کې همدا اوس ولس د جگړې په ځای دې  ته ملا تړلې چې له خپلو سيمو جگړه لري کړي. ولس په دې هکله له دواړو لورو طالبانو او ناتوسره جرگې کوي. د هيواد شرقي برخې  د جنوبي برخو په پرتله ارامې دي. هزاره جات چې د افغان ولس يوه برخه ده په کلي توگه ارامه ده او له هزاره جاته څخه د جگړې او مقاومت په ځای د جوړولو او بيا اوبادولو خبرونه راځي. ازبکان د افغان ولس يوه بله برخه ده  هم جگړه او مقاومت نه کوي. د شمالي ولايتونو اوسېدونکي هم د جگړې او مقاومت په ځای په جوړولو او اوبادولو لگيا دی. په وردگو، ننگرهار، کابل، لغمان، پروان،کاپيسا، پنجشېر، پکتيا، هرات، بغلان، بدخشان، مزار، فراه، نيمروز... کې هم د ولس پاڅون، مقاومت او جگړه نه ليدل کيږي . همدادم په افغانستان کې  دا ډول يو حالت ن‍شته دی. هغه منطق، ارقام او استدلال به له ښاغلي افق سره وي  چې روانه جگړه د “ افغان ولس مقاومت” بولي.  خو په دې هکله لاندې پوښتنې منځ ته راځي.
ــ دا د افغان ولس مقاومت دی چې د لس گونو زرو افغان ماشومانو د زده کړې او روزنې مرکزونه سوزي او ددې ولس نسلونه نسلونه د زده کړې له حق څخه محروموي؟
ـــ  دا د افغان ولس جگړه دي چې د زده کړې په گناه د ښوونکو او د کار په گناه د کارکونکو سرونه پرې کوي؟
ـــ  دا د فغان ولس جگړه او مقاومت دی چې د افغانستان د جوړولو او بيا رغولو په گناه بهرني انجينران او کارکونکي تښتول کېږي او وژل کيږي.؟
   د ژورناليستانو په وړاندې د دو پاکستانيانو علاؤ الدين او ذاهد الله څرگندونې  “ د افغان ولس مقاومت”  له نظريي سره څومره مرسته کولای شي.
 علاؤ الدين  په  خپلو څرگندونو کې د ژورنالستانو په وړاندې وايي:
((زه ملايانو تېر ايستلى يم زه خپلو پاکستاني ورونو ته پيغام ورکوم چې په افغانستان کې ټول خلک مسلمانان دي او دلته هيڅ جهاد نشته))  همدارنگه ذاهد الله وايي:
((ملايانو مونږ نه پرېښودو مونږ ته يې ويل چې په افغانستان کې جهاد فرض شوى دى هلته لاړ شئ او جهاد وکړئ))
پورتنۍ خبرې  په ټول افغان سايت کې د هيواد افغان له ليکنې اخستل شوي دي.
روانه جگړه د “ افغان ولس” په ځای د پاکستاني جنرالانو او ملايانو جگړه ده  چې په افغانستان کې د واکمنو کمزورۍ، اداري فساد، ترياک  او په بمباريو کې د بې گناه خلکو وژل ور سره مرسته کوي.  په افغانستان کې روانې جگړې ته د افغان ولس مقاومت ويل  په دې هيواد کې د پاکستان لاسوهنو ته د قانونيت ورکولو په مانا ده.
  دا بې انصافي ده چې بهرني لاسوهنې ته د “ افغان ولس” جگړه وويل شي. دا به بيا هم بې انصافي ده هغې جگړې ته چې د روزنې، تربيې، تمويل کولو او لارښونې مرکزونه يې په پاکستان کې وي ورته د افغان ولس جگړه وويل شي.
 د روشنفکرانو او په تېره بيا د  سياست کوونکو دنده د جگړې لمسول  نه دي، بلکې دنده له جگړې سره مخالفت دی.  دنده د جگړې، د تورې، د ټوپک، دوژلو او ځپلو ستاينه نه ده. په افغانستان کي په پراخه توگه په ليکنو کې، په سندرو کې او په شعرونو کې د تورې، ټوپک، جگړې او زورزياتي ستاينه شوې او ستاينه يې کيږي. ‏اوس هغه وخت راغلی چې ليکوالان، پوهان، اکادميسنان  او شاعران  د مينې، پوهاوي، باور، تېرېدنې، سازش کولو او روغې جوړې ستاينه وکړي او هغه آرزښتونه ايجاد کړي چې د وېشلو په ځای د يو ځای کولو او د بې باوريو په ځای د باور له چارې سره مرسته وکړي.  جگړه د حل لاره نه ده. د افغانستان ستونزه په جگړه نه حل کيږي.  دنده په افغاني ټولنه کې د پخلاينې، تېرېدنې او بښنې د ذهنيت او چلند پياوړی کول دي. طالبان پخلاينې او خبرو ته را وبلل شي او طالبان د جگړې په ځای کولای شي په سوله ايزو او سياسي لارو خپلې موخې تر لاسه کړي.
 له طالبانو سره د پخلاينې په هکله  د اوسني دولت تگلاره نه يوازې مشخصه، واحده او جوړونکې نه ده، بلکې بريک نيونکې او ستونزه جوړونکې ده. درې لسيزې کيږي چې واکمن له وسله والو مخاليفينو سره د پخلاينې په  کار کې دا زوړ او زر ځله تکرار شوي عبارت “ موږ له هغوی سره خبرې نه کو چې لاسونه يې په وينو سره وي”  په کاروي. ددې خبرې مانا څه ده؟  دا عبارت په يوه دگم بدل شوی او ايديولوژيک بڼه يې غوره کړې ده.  د وسله والو مخاليفينو  په منځ کې د هغوی چې لاسونه يې په وينو او يا سره نه دي پېژندنه به ددې او هغه دولتي مقام په ځای د قانون کاروي او د نن  په ځای د سبا کار دی. نن د لمړيتوب حق د عدالت په ځای له سولې سره دی. په افغانستان کې کله هم په دې هکله عدالت نه دی تامين شوی. د وړو گروپونو راتللو او تسليم کېدلو د نجيب په واکمنۍ کې له سولې سره څومره مرسته وکړه چې اوس به يې وکړي.  د نړۍ په نورو ځايونو او له دې جملې په سريلانکا کې دولت د پخلاينې له کار سره ورته چلند کوي او وايي:   موږ له تميل پراگانو سره سوله کوو، خو د هغوی له مشر سره سوله نه کوو.   

 لمړيتوب افغان ولس او د هغه گټې دي.
 جگړه نه يوازې د سولې نشتوالی دی. جگړه نه يوازې تراژيديگانې ايجاد وي، بلکې جگړه پخپله  تراژيدي ده. جگړه يو لوری نه لري. په جگړه کې همېشه دوه يا څو لوري شته دي او د هر لوري له خوا د بې گناه خلکو وژل يوه دردونکې تراژيدې ده. په افغانستان کې لسيزې کيږې چې جگړه روانه ده او د قربانيانو لویه برخه يې ملکي خلک دي. همدادم له يوې خوا انسانان له هوا څخه د بمونو په لمبو کې سوزي او له بلې خوا د ځان وژونکو بمونو په وسيله انسانان په ټوټو وېشل کيږي . له بده مرغه په افغانستان کې نه جگړه  ساده ده او نه  په څو ساده شعارونو جگړه حل کېدای شي. په افغانستان کې جگړې پېچيلې بڼه غوره کړې ده. ددې جگړې په جوړښت او عمل کولو کې له هماغه پيله ايديولوژيک، اقتصادي، سياسي او جيوپولتيک لاملونه را نغاشتل شوي دي.  په جگړه کې د لاملونو او خواو ډېروالی ددې عملي امکانات منځ ته راوړي چې له يوې خوا جگړه اوږده او له بلې خوايې حل هم ستونزمن شي. ددې درو لسيزو اوږدې او وژونکې جگړې په دوران کې لوري او خواوي بدلې شوې. واکمن او واکمنۍ بدلې شوې،  تگ لارې او سياستونه هم بدل شوي، خو جگړه هماغه شان روانه ده او په ناورين پسې ناورين او په تراژيدۍ پسې تراژيدي منځ ته راوړي. خود جگړې يو لوری هماغه شان دی چې پرون وو. دا لوری  پاکستان  دی او دا لوری په بنسټيزه توگه  جيوپولتيک  موخې لري چې زړی يې د “ ډيورند کرښه” ده.  ددې مانا داده چې د افغاني ټولنې له پاره د روانې جگړې  ستونزه يوازې  ترور نه دی اصلي ستونزه د افغانستان په هکله د پاکستان تېريکوونکی او پراختيا غوښتونکی سياست دی. د جگړې ختم له يوې خوا له پاکستان سره د موجودو ستونزو او په ځانگړي توگه د ډيورند د کرښې د ستونزې هر څومره ژر حل کول او له بلې خوا په افغانستان کې د دموکراسۍ ټينگښت دی.  په يوه هيواد کې د جگړې د مخنيوي تر ټولو ډاډ منه وسيله او لاره دموکراسي ده.  په هغو ټولنو کې چې دموکراسي او ازادي شته جگړه نشته دی او په دې  ټولنو کې نه اوسېدونکي يو د بل په ضد جگړې ته راوځي او نه يو د بل په ضد وسله را اخلي. په افغانستان کې يوازې دموکراسي کولای شي چې د جگړې په وړاندې افغاني ټولنه خوندي کاندي.  دا يو نظر او زه پخپله د همدې نظر پلوی يم. خو د جگړې د حل په  هکله توپير لرونکي نظريات او دريځونو شته دي او يو نظر دادی چې دناتو د ځواکونو وتل به د جگړې  ستونزه حل کړي.
د ناتو د ځواکونو د وتلو په هکله د تگلارې په جوړولو کې اړينه ده چې لاندې ټکي په نظر کې ونيول شي.
۱-  ددې مسئلې په هکله د افغاني ټولنې احساس او نظر څه دی او همدارنگه په  ټولنه کې د همدې مسئلې  په وړاندې د سياسي گوندونو او ټولنيزو ډلو دريځ  څه ډول دی.
۲-   ددې ځواکونو د بې له ځنډه وتلو پايلې به څه وي.
۳-  ددې  ځواکونو په وتلوسره ددې تضمين شته دی چې جگړه ختمه شي.
۴-  ددې ځواکونو په وتلو به په افغانستان کې د واک خلا منځ ته رانشي
ښاغلی افق  له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو کلک پلوی دی او په چټکه توگه ددې ځواکونو وتل غواړي. خو هيڅکله دې خبرې ته ځواب نه ورکوي چې له هغه وروسته به څه کيږي او دې ته هم ځواب نه ورکوي چې کوم ځواک به يې ځای نيسي.  زه په تکرار وايم د ناتو د ځواکونو دوتلو پايلې به څه وي او هغه ځواک کوم دی چې د ناتو له وتلو وروسته د افغاني ټولنې دثبات مسئوليت په خپله غاړه واخلي؟
 د ټولنې او سياست په کار کې، چېرې چې د ميليونونو انسانانو د برخليک خبره ده.  هغه سياسي تگلاره چې  د کرکې او نفرت په بنياد جوړېږي پايلې يې له ناورين او ناورينونو پرته بل څه کېدای نشي. 
 بهرني ځواکونه او د بهرنوځواکونو وتل د مسئلې يو لوری دی او دا د مسئلې هغه آسانه او ساده لوری دی. يوازې په دې لوري پام راټولول او دا ديوې تگلارې مرکز گرځول له مسئلې سره د يوې اړخيزې رابطې په مانا دی. له دې او هغې مسئلې سره يو اړخيزه رابطه د واقعيت د ډېر نيمگړی تصوير او کله هم د بد تصوير انعکاس ور کوي. په دې مسئله کې  اصلي خبره په  افغان ولس ده. اصلي لوری همدا دی او دا د يوې سياسي تگلارې په جوړولو کې  ټاکونکی او بنيادي لوری بلل کيږي. د سياسي تگلارو او شعارونو د جوړولو اساس بايد افغان ولس، د هغه گټې  او د هغه راتلونکې وي. په پورتنيو خبرو برسېره دوو لاندې پوښتنو ته هم ځواب ورکول په کار دی.
۱-  دبهرنيو ځوکونو په وتلو سره به دافغان ولس په برخليک  يو ځل بيا هغه انارشي چې  هيچا او هيڅ شي مصونيت نه درلود بيا واکمنه نه شي او بيابه دا هيواد د يوې وژونکې او ځورونکې کورنۍ جگړې په لورولاړ نشي؟
٢ -  ددې ځواکونو وتل به د افغانستان په هکله د پاکستان د سياست د بري په مانا نه وي، کوم چې موخه يې د افغانستان تجزيه کول دی؟
  له بده مرغه افغاني ټولنه اوږدې جگړې او يو په بل پسې بحرانونو په کلکه ځپلې او بې وسه کړې ده او په هغه حالت کې نه ده چې د گاونډيانو او په ځانگړې توگه د پاکستان د تېرېکونکو او ړنگونکو پلانونو په وړاندې مقاومت وکړي. د افغانستان خپلواکي او موجوديت  د پاکستان  ترگواښ لاندې دی او د پاکستان گواښ د کلکې پاملرنې وړ دی. په وروستيو وختونو کې د پاکستان په سياست کې نوی تاکتيک را منځ ته شوی چې د بري په صورت کې به یې پایلې سختې دردونکې او وژونکي وي. سره ددې  چې پاکستان له هماغه اوله او په همېشنۍ توگه د پښتنو ضد سياست درلود او هيڅکله يې هم له دی قوم سره خواخوږي نه ښودله، خواوس په غولونکي توگه پاکستان له پښتنو څخه د ملاتړ او خواخوږي خبرې پيل کړي دي. په دې هکله د جنرال مشرف وروستۍ څرگندونې او په وزيرستان کې له طالبانو سره تړون کول د افغانستان د موجوديت  په وړاندې د يو پياوړي گواښ عملي نښاني دي. همدارنگه اوس د افغانستان په ځای دا پاکستان دی چې له پښتون قوم سره خواخوږي ښيي او داسې ښکاري چې  د پښتونستان جوړولو شعاردا ځل دپاکستان له لوري را پورته شي. خو له دې سره جوغت  پاکستان  د پښتون قوم د کمزوري کولو، بې فرهنگه کولو او بې هويته کولو پراخه تگلاره چلوي.  په اوسني حال کې په ځانگړي توگه پښتانه د يوه سخت آزمايش او تاريخي انتخاب سره مخامخ دي. پاکستان  په افغانستان کې د پښتنو سيمې د خپل نفوذ سيمي بولي او د ډيورند د کرښې  په ځای د يوې بلې کرښې غوښتونکي دی چې د افغانستان له زړه به تېرېږي. دا پټ گواښ نه، بلکې ښکاره او څرگند گواښ دی او هغه ځواک چې ددې گواښ په وړاندې له افغانستان څخه دفاع کولای شي د ناتو ځواک دی.
 
“خاص دولتي شکل”
ښاغلی افق په خپله مقاله کې ليکي:
((...يا نن ورځ د مځکې په مخ ډېر هيوادونه په افتخار سره وجود لري خو دموکراسي يې نه ده غوره کړې او خپلو ځانونو ته يو خاص دولتي شکل لري))
ولې ښاغلی افق ددې افتخاري هيوادونه نوم نه اخلي او د هغو د ځانگړتياو په هکله بيان نه ورکوي چې د نورو له پاره نمونه شي . په ټولنوکې د دولتونو په هکله بنسټيزه مسئله د هغوی د قانونيت او مشروعيت مسئله ده. په دموکراسۍکې دا خلک دي چې دولت ته قانونيت ورکوي. يوه مذهبي دولت ته د الهي په وسيله مشروعيت ورکول کيږي. کمونستي دولتونو ته ايديولوژي قانونيت ورکاوه. ددې  “ خاص دولتي شکل” د قانونيت منبع به څه او څوک وي؟
رښتيا د “خاص دولتي شکل”  مانا څه ده؟ په سياست پوهنه،  دولت پېژندنه  او له دې جملې په مارکسيزم کې  د دا ډول دولتونو د توضيح کولو اصول څه دي؟ د ښاغلي افق په پخوانيو ليکنو کې د افتخار... دولت کلمه د شمالي کوريا له پاره  په کار لويدلې ده. که مطلب د شمالي کوريا “ خاص دولتي شکل” وي. په شمالي کوريا کې هم د فکر او هم د جوړښت په لحاظ د يوه سړي ديکتاتوري واکمنه ده. دلته واک او د واک مشروعيت د يوه سړي په  وجود کې يو ځای شوی چې نوم يې کيم. جون. ايل دی او دا سړی په شمالي کوريا کې پاس ناست دی چې ټول ور نه ډاريږي او داسې اداره يې جوړه کړې چې په ټولنه کې ټول له ټولو وېريږي او دا هم افتخاري دولت! او دا هم سوسيالستي ملت.
 کله چې زه وايم “ د ملت جوړولو اساس دموکراسي ده” مطلب مې په نولسمه پېړۍ کې د ملت جوړول نه، بلکې په يوويشتمه پېړۍ کې د ملت  جوړول دي. هغه هم په افغانستان کې. افغاني ټولنه  په قومي، ژبني او فرهنگي برخو کې  يوه  پلوراليستک  ټولنه ده او په دا ډول يوه ټولنه کې ملت جوړونه  د زور په ځای او ددې او هغه وېشونکي عنصر په ځای  د حقوقو د برابري په بنياد او په تېره بيا د واک او سياست په کارکې د ټولود برابري ونډې د اخستلو په اساس جوړېږي.
ښاغلی افق د همدې مسئلې په انتقاد کولو سره دوه توپير لرونکي مفهومونه  “ ملت”  او “ ولس”  سره گډوي او ليکي:
((د تعجب خبره داده، په تاريخ کې ډېر ولسونه تېر شوي دي چې د دموکراسي نوم يې لا نه و اورېدلی، نو گواکي بنياد يې نه درلود؟))
زه دموکراسي د ولس جوړولو بنياد نه بولم، زه دموکراسي د ملت جوړلو بنياد بولم. ولس او ملت دوه جلا مفهومونه دي. ولس وو، خو ملت نه وو  او همدارنگه به په راتلونکي کې  ولس وي، خو ملت به نه وي. 
ما غوښتل له ښاغلي افق سره اوږد بحث ولرم او له هغه څخه ډېر څه تر لاسه کړم ، خو په دې بحث کې د ښاغلي افق له لوري په غصه ولاړ چلند ددې بحث د اوږدېدو له کار سره مرسته نه کوي. زه نور نه غواړم د ښاغلي افق د غصې لامل شم او که تر اوسه شوی يم بښنه غواړم.  په دې بحث کې ددې وروستۍ ليکنې په وړاندې کولو سره زما له خوا دا بحث ختم او ښاغلي افق ته ښه ژوند او بری غواړم .