د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شمالي کوريا او داتومي کړکېچ نوی پړاو

پوهنمل حاجي محمد نوزادی 16.10.2006 04:00

څو ورځې وړاندې ډله ايزو رسنيو خبرورکړچه داتمی ځواکمنوهيوادونو په ليکه کې يو بل هيواد هم ودريد ٠ دشمالی کوريا ودی برياليتوب ته مخالفين خو لاڅه بلکه خپل طبعی انډيوالانو يې لاهم غاښونه ورته وچيچل ٠ مخکی لدی نه چې ددی هيواد پر اتمی لانجمنه مسله وږغيږم ، ښه به داوی چې لومړی د دغې شخړې شاليدته يوه لنډه کتنه وکړم ٠ خو ددی خبری نه وړاندې به لا تر ټولو ښه داوی چې دکوريا نيمی وچی پر تاريخ او سياسی کړو وړو باندی لږ غوندې رڼا واچول شي :

تاريخي څرګندونې :

تر ميلاد وړاندی په دوهمه پيړۍ کې دلومړی ځل دپاره دغه نيمه وچه دچين ترواکمنۍ لاندی راغله او په ٩٠٠ ميلادی کې يې خپله ازادی ترلاسه مګر دچين تر تاثير لاندی پاته سوه ٠  د ١٨٩٤- ٩٥کال دچين او جاپان په جنګ کې دکوريا ځمکه دجاپان لخوا اشغال او په ١٩١٠ کال يې د Chosen پنامه خپل يو ايالت وګرځاوه ٠  دوهمی نړيوالې جګړی پر وخت په ١٩٤٥ کال کله چې جاپان ماته وخوړل ، دکوريا په شمالې برخه کې دشوروی اتحادقوتونه پياده سول اوجنوبی برخه يې امريکايی قواوو لاندی کړل ، پدی توګه داچانس دلاسه ووت چې په ټوله کوريا کې يوه ګډه واحده اداره منځ ته راسی ٠  له همدی ځايه وو چې په ١٩٤٨ کال په شمالی برخه کومه چې دشوروی سره يې ګډه پوله درلوده ،  د Kim Il Sung په مشری دشمالی کويا اولسی جمهوريت او په جنوبی برخه کې يې د  Syangma Rhee تررياست لاندی دجنوبی کوريا جمهوريت جوړ سو ٠  دجنوبی کورياختيځ ته دجاپان بحر ، لويديزته يې ژړه بحيره ، جنوب ته جنوبی کوريا،شمال ته  چنايی علاقی پرتی او شمال ختيځ يې دروسيی دولادی وستوک ښارته څيرمه دی ٠
په شمالې کوريا کې ٢٢ ميليون وګړی ژوند کوی چې اکثره يې بودائي مذهبه دی ، داخلګ د١٥ ميلادی پيړۍ راهيسی دخپل ليک دود دپاره ځانګړۍ الفبا لری چې ځينی توری يې دچنايی سره ورته دی ٠ ددغی ژبی تړاو دنورو ژبو سره پوره څرګند ندی ، ولې دچنايې ژبی سره ګډ لغاتونه ورپکښی شته ٠ د١٩٩٤ راپدی خوائي جمهور رئيس د کيم ايل سونګ ځوی Kim Il Jong  دی چې دخپل پلار دمړنی وروسته په نومړی کال پدی دنده وګمارل سو ٠ دشمالی کوريا طبعی زيرمی د اوسپنی ، ولفرام ، طلا ، سپينو زرو او ځنی نورکانونه دی ، خو د١٩٥٧ را پدی خوا دنفتو استخراج هم په يوه ټاکلی اندازه وده کړيده ، دپنبی کښتونو دنساجی پرمختيا ته لار پرانيستی او دوريښمو تولد لا دپخوا څخه رواج لری ٠ داوبو لوی بندونه اودسمنټو غټی فابريکی يې و دانی دی٠ ددی هيواد تجارتی راکړه ورکړه په ډيره پيمانه دچين او يوه اندازه دروسيی سره ده ٠د ٢٠٠٤ کال داحصايی له مخی يې کلنې عايدات دسړی پر سر نژدی ٨٥٠  امريکائي ډالروته رسيږی چې دنړی په کچه ډير ټيټ رقم جوړوی ٠  داردوتعداد يې يو ميليون نفر دی، لدی نه پرته د اردو پراخی مرستندويه ټولګۍ لری مثلاد ( دبزګرانو سور ګارډ ) چې شميرئي ٣،٨ ميليونو کسو ته رسيږی ، همدارنګه ١١٥ زره وسله وال کسان دعامه امنيت په وزارت کی تنظيم دی ٠ دهيواد دوسله والو قوتونو تقريبا نيمه برخه جنوبی سرحد ته نژدی دغيرنظامی زون په ٦٥ کيلومترې کی ځای پر ځای سويدی ٠

دکوريا نيمې وچې جنګ :

د١٩٥٠ کال دجون پر٢٥ نيټه دشمالی کوريا قوتونو دجنوبی سرحد پرخوا ورودانګل اوهلته ميشت دجنوبی کوريا قوتونه يې پر شا وتمبول ٠ په راتلونکی ورځ دامريکا قواوؤ دجنوبی کوريا په ګټه مداخله وکړه او دشوروی په غياب کې يې دملګرو ملتونو دامنيت شورا تايئد هم ترلاسه کړاوغړوئي دجنوبی کوريا سره دنظامی مرستو غوښتنه وکړه ٠ دجون په ٢٧ نيټه دامنيت شورا فيصله وکړه چې دامريکا په مشری دملګرو ملتو په چوکاټ کې يوه کوماندو هلته ځای پرځای سی ٠ دسپتمبر په مياشت يوپه بل پسی ١٦ هيوادونو دملګرو ملتو قطعاتو ته د جنرال مک ارتور MacArthur په مشرۍ قوتونه وروليږل چې ډير ژر يې ټوله جنوبی کوريا اودشمالی کوريا يوه برخه فتح کړل ٠ دهمدی ١٩٥٠ کال په نوومبر کې دچين هيواد دشمالی کوريا مرستی ته خپل وسله وال قوتونه واستول چې په بيړه يې دملګرو ملتو ټولګيو ته ماته ورکړه او ترسرحد يې پوری خواته واړول ٠ ددی کار په تعقيب دملګرو ملتو عمومی اسامبلی دچين  هيواد مداخله ګر ونوماوه او سره ددی چې پخوا لادکوريا ددواړو خواوو دبيايووالی فيصله سوی وه ، خپل قطعات يې يواځې دجنوبی کوريا وتماميت ساتلو ته وګمارل ٠ د١٩٥١ کال په پسرلې کې دملګرو ملتو قطعاتو يواربيا دشمال پرخواهجوم يووړ مګر په سرحدی سيمو کې بند پاته سول ٠ دهمدی کال په جولای کې داوربند مذاکری پيل خو د١٩٥٣ کال په جولای کې پراوربندموافقه وشوه او دموجوده جبهی ليکه ددواړو خواوو ترمنځ يوه غير نظامی ساحه وپيژندل سوه ٠دسولې او بيايووالې وروستنۍ خبری اتری بی نتيجی پاتی سوی ترڅو په ١٩٧٢ کال جنوبی اوشمالې کوريا يودبل سره مستقيم تماسونه ټينګ او يوه نسبی سوله منځ ته راغله ٠
دکوريا جنګ يوه ستره خونړۍ پيښه وه چې يواځې يې په شمالې کوريا کی ددوه ميليونه کسو ژوند واخيست ، دملګروملتونو د قواووعمومی تلفات ٣٧٠ زره نفره وه ٠ همدارنګه په شمال او جنوب کی د ملکی وګړو هم بی شميره ضايعات په برخه سول ٠  دشمالې کوريا په هکله به دلوړوڅرګندونووروسته اوس راسو ددی هيوادنننۍاتمی لانجی ته ٠  داکتوبر دنهمی نيټې اتمی ازموينه که لويه وه اويا وړه او ياهم لکه ځينورسنيو چې ياده کړه چې
امکان لری اصلا اتمی چاودنه به نه وی ، خوپه هرحالت دی کار نوموړۍ کړکيچ ويوه نوی پړاوته ورداخل کړ ٠ ددغی لانجی پيل او وروستی انکشافات کيدلای سی په دوو پړاوونوکی وڅيړل سی چې لومړۍ يې د١٩٩٣د څخه پيل بياد٢٠٠٦ کال داکتوبر ترنهمی پوری دوام مومی ، لدغی نيټۍ نه وروسته دالانجه خپل نوی پړاو ته اوړی ٠

لومړۍ پړاو

 -- دغه پړاو په لاندی مرحلو کی انکشاف وموند :
١٩٩٣ کال - دشمالې کوريا په هکله داګمان پيداسو چې ګوياداتمی وسلې دلاسته راوړلو په لټه کی ده ،پدی اړه يې دحکومت عکس العمل داووچه داتمی وسلو دنه خپريدو له معاهدی  څخه به و وځی مګر وروسته پر دی خبره پښيمانه سوه ٠
١٩٩٤ کال- دشمالې کوريا او امريکا ترمنځ پدی خبره موافقه وشوه چې شمالې کوريا به دنړيوالو مرستو په مقابل کی دخپل اتمی پروګرام څخه لاس اخلې ٠
١٩٩٩ کال - دامريکا جمهور رئيس بل کلنټن پر شمالې کوريا باندی اقتصادی بنديزونه سست  کړل او وعده يې وکړه چې داوبو دوه برقی سټيشنونه به ورته جوړوی ٠
٢٠٠٠ کال - شمالې کوريا تهديد وکړ چې که دوی ته لازمی نړيوالې مرستی ونه رسيږی ، خپل اتمی پروګرام به بيا دسره پيل کړی ٠
٢٠٠٢ کال - دامريکا جمهور رئيس جيورج ډبليوبوش عراق ، ايران اوشمالې کورياديوه شيطانی محور پنامه ونومول ،لدی وروسته شمالې کوريا نورنو تحريکه سوه اوخپل اتمی پروګرام يې دسره ونيو ٠
٢٠٠٣ کال - شمالې کوريا داتمی وسلې نه خپرونی له ژمنتيانه په رسمی توګه لاس واخيست او نورئي وهيچاته ځان په غوږ نيولو مکلف نه ګاڼه ٠ همدارنګه يې څرګنده کړه چې پسله دی نو حق لری داتمی وسلی په جوړولو هم لاس پوری کړی، مګربيائي هم اماده ګی وښوده چې که امريکا ددوی سره يوپربل باندی دتجاوز نه کولو قرداد لاسليک کړی، دوی به نور اتمی وسلې ته ضرورت ونلری او دجوړولو نه به يې لاس واخلې ٠
٢٠٠٤ - ٢٠٠٥ کلونه - امريکا ، روسيه ، چين ، جاپان ، جنوبی کوريا او شمالې کوريا څلور ځله ليدنی کتنې سره وکړی مګر بيله کومی نتيجی پای ته ورسيدی ٠  دا وه دلومړی پړاو لنډه تاريخچه چې د دوهم پړاو دپاره يې لاره پرانيستل ٠
٢٠٠٦ کال داکتوبر ٩ نيټه - شمالې کوريا اعلان وکړ چې خپله لومړنۍ ترځمکی لاندی اتمی  ازموينه يې سرته ورسول اوهيله يې څرګنده کړه چې داوږده واټن ويشتونکی ميزايلونه به هم وازمويی ٠ لوړی څرګندونی په ډاګه ښئ چې په لومړې پړاو کې ددغی اټمی ازموينی مخنيوی په اسانې سره يو شونې کار وو، خويوازی يې و يوه نيک نظر او جوړونکی سياسی ارادی ته اړتيا درلوده ٠ د نيک نظرپه اړه خو دواړی خواوی يو دبل په ژبه ښه پوهيدلې چې کومه خواپه څه  خاطر غواړی اوبه خړی او ماهيان ونيسی ٠ لکه عبدالحميدماشوخيل چې وايی : په رموز د يار د شونډو يار پوهيږی  چې ميخور زده سوال جواب دميفروش داټمی ازموينی پنامه خودادی يوه چاودنه ترځمکی لاندی وشوه اوشدت يې هم ثبت سو ، پدی تړاو خو امريکا لاپخوا شمالې کوريا پرشيطانی محور درولې وه او دښمنۍ ته يې ليڅې را نغښتی وی ٠ اوس داسې هيوادونو لکه چين اوروسيی هم پدی اړه دقهره ډک غبرګون وښود ٠
که واقعيت ته نظر واچوو تر ١٩٩٢ کال يعنی دسوسياليستی بلاک دورانيدو او دنړۍ ديوقطبی کيدلو وړاندی اټمی ځواک يواځې دامنيت شورادپنځودايمی غړوپه انحصار کی پاته اونور هيوادونه يې په لټه کی هم نه وه ، داځکه چې نړۍ دوه قطبه درلوده اوهريوه هيواد په يوه يابل شکل ديوه قطب سره اړيکی ټينګې کړی وی او بل قطب يې ورته وغاښ چيچلوته زړه نه ښه کاوه ٠پدی توګه نوهرهيواد دخپلې خاوری د بشپړتياپه هکله کومه انديښنه نه درلوده  اواټمی ځواکمنۍ ته يې کومه ځانګړې اړتيا نه حسوله ٠  کله چې نړۍ يوقطبی شکل واخيست ، دقواووتعادل له منځه ولاړ ، دزورمنطقو حاکميت وموند اودګاونډيانو ترمنځ يودبل نه دخطراحساس رامخ ته سو ، لدغه وخت نه وروسته پرځينو هيوادو باندی داټمی ځواک دلاسته راوړلو په هيله دليونتوب تبه راغله ٠ هندوستان چې دی کارته يې لاواردمخه باالقوه وړتيا اوټاکلې پوټنشيال درلود ، په پوره برياليتوب سره يې په ١٩٩٩ کال خپله اټمی ازموينه تر سره کړه ٠ پاکستانی استخباراتو لادوړاندی تر ذره بينی عينکولاندی داموضوع څارله او جواب ته يې پوره تيارې نيولې وه ٠ تر هندی اټمی ازموينی وروسته دی هيواد هم ډير ژر خپله اټمی ازموينه سرته ورسول او اووم اټمی ځواک وګڼل سو ٠ داچه ولې د نړی حاکم قطب پردغوازموينوباندی چوپه خوله غوره اوخبره يې په ډيره سړه سينه  تيره کړه ،دليل يې څرګند دی اوهغه داچه نوموړوازموينو په منطقه کې ددغه قطب ګټوته کوم
خطر رامنځ ته کړی نه وو ٠ اما که شمالې کوريا داځواک ترلاسه کړی ، داکار نو نه يواځې په  جنوبی کوريابلکه په ټوله منطقه کې دواکمن قطب ګټوته دخطر زنګ وهی ٠ همدارنګه دايران يا سوريی احتمالې اټمی ځواکمنی ترټولودمخه اسرائيلو او بيا دخليج نفت سالارانوته يو غاښ ماتونکۍ سوک دی، کوم چې دحاکم قطب دبيساری ګټوساحه ګڼل سويده ٠ روسيه اوچين هم پدی خاطر شمالې کوريا ته غاښونه چيچی چې که هغه هيواد يو اټمی ځواک وګرځيد، بيانو کيدلای شي ددوی دفرمان نه هم سر وغړوی ٠ لدی ټولوخبرو نه څرګنديږی چې اصلې موخه دنړيوالې سولې سره دومره تړلې نده لکه دځانګړو  هيوادونود ملې ګټوسره ٠ دبلې خوا پر دی خبری باندی هم بايد غور وسی چې دنوو اټمی ځواکونو منځ ته راتلل به دنړۍ دپاره يوګټور او مثبت کار وی اويا مضر او منفی کار ؟  زه خو پخپله پدی باوريم چې داکار دواړه ، هم مثبت اوهم منفی اړخونه لری : داچه داکار دڅومحدودو هيوادواټمی غرور ماتوی اوپدی توګه نړيواله ځواکمنی ددوی د انحصاره باسی ، کيدلای سی يومثبت عمل وګڼل سی ٠اما دبل پلوه دکوچنيو او ناتوانه  هيوادونو لاسته ددغی خطرناکی وسلی ورتلل به دنوموړې وسلی څخه په ډيرو وړو شخړو  کې هم دکارولو امکان او احتمال زيات کړی چې دابه نوبيا يوه لويه فاجعه اوبشری ناورين منځته راولی ٠څنګه به ښه وای چې نه يواځې داټمی وسلو دنورخپراوۍ مخه ونيول سی بلکه  ديوه ستر نړيوال قرارداد له مخی دټولو هيوادونو اټمی وسلی خنثی اوله منځه يوړل سی اود ځمکی داښکلې خاورينه کره نور دهيروشيما اوناکاساکی ناورين ونه پيژنی ٠  ترهغه ځايه چې د شمالې کوريا سره خبره تړلې ده ، داهيواد اوس ځان يواټمی ځواک بولې او ددی شخړی ويوه نوی پړاو ته ورننوت ٠ که چيری په لومړی پړاو ( د١٩٩٤ څخه تر٢٠٠٢ پوری ) شمالې کوريا راضی وه چې دنړيوالومرستو په ترلاسه کولو سره به ددی پروګرام نه لاس په سر سی ، خو اوس خبره داټمی وسلې دبيرته تخريب او دله منځه وړلو په پړاو کې ده چې په مقابل کی يې بايد ستر امتيازونه ترلاسه کړی ٠ که فرضا دځينو رسنيو داحدس صحيح وی چې نوموړی ازموينه په حقيقت کی يوه اټمی چاودنه نه وه، بياهم داخبره دامکانه ليری نه بريښی چې شمالې کوريا به يواځې دنړيوال غبرګون دمعلومولو په موخه لومړۍ يوه غيراټمی چاودنه په اټمی نوم اعلان کړی وی او بله به يې دټولې جنوب ختيځی اسياپرځمکه دريختر په لوړه درجه زلزله
راولې ٠ داهم بايد وويل سی چې په نظر کی نيول سوی نړيوال بنديزونه به يواځې ددغه هيواد پر بيوزله اولس دتنګلاسی دروند پيټۍ واچوی او بس ٠ ښه اوخيرغوښتونکې خبره خو داوه چې  دالانجه په خپل لومړی پړاو کې دځينومرستو په وړاندی کولو سره غوڅه سوی وای . هغه غوټه چې په لاس خلاصيدلای شي په خوله يې خلاصول دهوښياريانو کار نه ښکاری ٠

 پای ٠
ډنمارک ، د Arhus ښار
داکتوبر ١٤ لسمه ٢٠٠٦ کال