د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

روشنفکران او د خپلواکې اندېښنې خواري

دستگير خروټی 14.10.2006 04:00

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د روښانتيا ځانگړتيا د عقل او پوهې په ازادۍ او خپلواکۍ کې ده.

روشنفکري يا Intellectualism ترټولو د مخه له هغه څه عبارت دی چې د ‍شيانو، د موجوداتو، حالاتو، دودونو،  باورونو، د پرون، نن او سبا په هکله شک او پوښتنه را پورته کړي. روشنفکري هغه څه دی چې  په خپل کار کې په  دليل، استدلال او منطق تکيه کوي او دا د هغو وگړو ځانگړتيا ده چې د عقل، خرد او آزمايش په بنياد د پېښو او شيانو څېړنه او راسپړنه کوي. دا د هغو وگړو ځانگړتيا ده چې نوې اندېښنې، نوي فکرونه او نوي ابتکارونه ايجادوي او د حالاتو په هکله د قضاوت کولو په کار کې د پرونيو حکمونو او دگمونو په ځای په  خرداو پوهه ډډه لگوي.  روشنفکري له روښانتيا “ روشنگری”  سره اړيکې لري او په دې لحاظ يوه مدرن مفهوم دی. د روشنگرې دوران د اندېښنې اود استبدادي او نه بدليدونکي تفکر تر منځ  د جگړې دوران دی  د روشنگرې ځانگړتيا د عقل او پوهې په ازادۍ او خپلواکي ده. په بل  عبارت روشنگري  د عقل او اندېښنې له خپلواکۍ څخه عبارت دی،چېرې چې د څېړنو، پېژندونو، تحقيق کولو او پايلو اخستلو په کار کې اندېښنې او پوهه له قوم، قبيلې، مذهب او ايديولوژۍ څخه خپلواک وي .  روښانتيا په بشپړ حقيقت او په نه بدليدونکو حکمونو د علم او نسبيت له بري څخه عبارت دی، چېرې چې علم له دين، کليسا او نه بدليدونکو حکمونو خپلواکه کيږي. په علم، پوهنه او له دې جملې په سياست کې نه بشپړ حقيقت شته دی او نه د مطلقو اصولو په معيارونو سنجول کيږي. همدلته دی چې د علم او دين  تر منځ د پولو د جلا کېدو پوښتنه منځ ته راځي او همدلته دی چې  دين او سياست له يو بل څخه جلا کيږي. که دين له بشپړ حقيقت څخه خالي شي نور دين نه دی او که علم د بشپړو حقيقتونو په مجموعه بدل شي نور علم نه دی. په بل عبارت که علم  په بشپړ حقيقت بدل شي نور نو بيا د پوښتنو کولو، شک ښودلو، څېړنو کولو او راسپړلو ضرورت هم له منځه ځي. په دين کې مرکزي مسئله له ايمان څخه عبارت دی، خو په علم کې دا شک کول او ترديد درلودل دي چې مرکزي ځای لري. دين د حتمي او ترديد نه منونکو احکامو قلمرو دی او د منلو په کار کې يې د “ ولې”  او “ څنگه”  له پاره ځای نشته دی. خو علم د ترديد درلودلو او د نسبيت قلمرو دی اويوازې د ټولو شيانو نسبي والی  يو علمي حکم بلل کيږي. 
  افغاني ټولنه او په تېره بيا ددې ټولنې روشنفکران په بشپړه توگه روښانتيا ته ضرورت لري. په افغاني ټولنه کې او همدارنگه د روشنفکرانو په منځ کې د سنجولو او قضاوت کولو په کار کې د خپلواک تفکر په ځای  دې او هغه ټولنيز گروپ ته په وفاداريو او يا ددې او هغو دگمونو په پيروۍ تکيه کيږي. په افغاني ټولنه کې ستونزه
ددې او هغې ډلې په وسيله  دگم پالنه او تقليد کول نه دي،  بلکې اساسي ستونزه په واکمن ټولنيز ذهنيت کې ده. په ټولنه کې  په خپلواکه توگه د اندېښنې کولو دود په کلکه کمزوری دی. په هغه ټولنه کې چې وگړي ازاد او خپلواک نه وي يوه ازاده ټولنه نه ده. د يوې ټولنې ازادي په ټولنه کې د وگړو د ازادۍ په  معيار سنجول کيږي او په ټولنه کې ازادي او خپلواکي د وگړو په ازادۍ او خپلواکۍ سره پيل کيږي. تر څو په ټولنه کې د سنجولو او قضاوت کولو په کار کې د خپلواک تفکر دود پياوړی نشي د د موکراسۍ د بري او د پرمختگ هڅې به هم بريالۍ نشي.  دا د روشنفکرانو دنده ده چې په دې کار کې له ټولنې سره مرسته وکړي او دنده د خپلواکې اندېښنې په بنياد د ټولنې روزنه، په ټولنيزذهنيت کې بدلون، په تقليد، وفاداريو او پيرويو غلبه کول دي. که غواړو چې افغاني ټولنه په خپل برخليک واکمنه شي. په هغو ځواکونو او هغو ذهنيتونو غلبه په کار ده، کوم چې نه پرېږدي ټولنه بالغه او اوسېدونکي يې بالغ شي. 
کانت وايي :  « روښانتيا له خپل غوښتونکي نابالغتوب څخه د انسان ژغورل دي . »
په اروپا کې په روښانتيا سره د خپلواک فکر کولو او په شيانو د خپلواک قضاوت کولو لاره خلاصه شوه او انسان د پېښو، شيانو، حکمونو... په هکله د شک کولو اجازه تر لاسه کړه او شک کولو په شيانو او حکمونو د انتقاد کولو دروازې پرانيستلې اوهمدارنگه په اروپا کې همدې شک کولو،د نيمگړتياو منلو او انتقاد کولو د پرمختگ پراخ امکانات منځ ته راوړو. ددې پورته لنډې توضيح په اساس ويلای شم :
 روشنفکر هغه څوک دی چې هرې پديدې، هر جوړښت او هرې مسئلې په هکله پوښتنې را پورته کړي او د هغو په هکله د خپلواکې اندېښنې په بنياد د بيا بيا را سپړلو، څېړلو او ازمايښ کولو کار ته ملا تړي.  دا ډول يو روشنفکر نه خپلې څېړنې او لاس ته راوړنې مطلقې بولي،  نه علم ته د يوه بشپړ شوي شي په سترگه گوري او نه خپلې لاسه ته راوړنې په مطلقو او بشپړو حکمونو بدلوي. د علم په کار کې د نړۍ ځلانده او مخکښې څېرې او له دې جملې  انشتين  په خپلو څېړونو او تجربو کې سره ددې چې مثبتو پايلو ته رسېدو خو هيڅکله يې هم خپلې نظريې قطعې او مطلقې نه بللې. د روشنفکر له  پاره له  انتقاد او آزمايش څخه د باندې نظريه وجود نه لري او بريالۍ نظريه هغه ده چې تر همېشني انتقاد او همېشني آزمايش لاندې وي. هغه نظريه چې له انتقاد او ازمايش څخه راوځي  نه يوازې نظريه نه ده، بلکې د علم په قلمرو کې هم خپل ځای له لاسه ورکوي او په تېره بيا په ټولنه او د سياست په ډگرکې د دا ډول نظريې!  د په کار اچولو په صورت کې د علم په ځای ددې او هغې ايديولوژۍ په منطق کې توجيه پيدا کولای شي. له انتقاد او ازمايش څخه د نظريې د را وتلو مانا داده چې  دا نظريه بشپړه  او په مطلق حقيقت بد له شوې ده او دا ډول يوه  نظريه!  نور بدلون، ودې او پراختيا ته ضرورت نه لري.
روشنفکر ددې او هغې مسئلې په هکله له عمل کولو مخ کې ددې او هغې مسئلې د  پېژندنې کار پيل کوي. د مسئلې پېژندنه او د مسئلې ښه پېژندنه  د عمل کولو له بري سره مرسته  کوي. دبدې پېژندنې او يا نه پېژندنې په صورت کې د عمل کولو نتيجه هم بده او ړنگونکې وي. هغه  روشنفکران چې له ټولنې او سياست سره سر او کار لري دې ته اړ دي چې ټولنه، ټولنيزې اړيکې، ټولنيز جوړښتونه او يو په بل ددې جوړښتونو تاثير، پېښې او د پېښولوری درک کاندي. په افغاني ټولنه کې دواړو چپ او ښي لورو  په داسې حالت کې د ټولنې د  بدلون کولو عمل پيل کړ چې دا ټولنه او د هغې جوړښتونه او ددې جوړښتونو د عمل کولو مضمون او لوری يې نه پېژاند. د عمل کولو په دې ړنگونکې چاره کې د ټولنې په نه پېژندنې برسېره دې گوند او هغه گوند، دې او هغه ډلې د داسې فکري سيستمونو پيروي کوله چې له انتقاد او ازمايش څخه راوتلي او “ بشپړ” شوي وو. دې ځواکونوپه خپل کار کې د سياست ځای ايديولوژي او د عقل ځای احساساتو ته ورکړ او ددې ډول عمل کولو پايله په ټولنه کې د سيستم  ړنگول، د ټولنيزو بندونو شلېدل  او په يوه نامعلوم  لوري د افغاني ټولنې ټېل وهل وو. دوی همدارنگه د علم او پوهې په ځای د تقليد کولو او کاپي کولو لاره ونيوله چې پايلې يې په بې سارې توگه ځورونکې وې.
  د روشنفکر دنيا د همېشنيو بدلونونو دنيا ده. د روشنفکر ځانگړتيا له  چټکو بدلونونو او پرمختگ سره په ملتيا کې ده او ننۍ نړۍ چې په بې سارې تېزۍ سره ځان بدلوي، مخ ته ځي  د روشنفکرانو په وړاندې نوې او نوې پوښتنې ږدې چې يوازې په خپلواک عقل، خپلواک خرد، خپلواکه پوهه ازمايش کولو او بيا ازمايش کولو تکيه کول د هغوی ځواب ورکولای شي.  شنفکران د بدلونونو پلوی کوي او د عدالت او واقعيت په دفاع کې را پورته کيږي. دا ډول روشنفکران  کولای شي د پرمختگ په لور د ټولنې لارښوونه وکړي. دوی کولای شي د ستونزو د حل په هکله او په هغو د غلبې کولو په هکله نوي نظريات او نوې اندېښنې وړاندې کړي .
  د روشنفکر ځانگړتيا د شته شيانو او په تېره بيا په ټولنيز او سياسي ژوند کې د شته جوړښتونو په وړاندې تر هغود ښو الترناتيفونه په پيدا کولو او وړاندې کولوکې ده.  پرونيو الترناتيفونو ته د ټولنې ورگرځول او يا د پرونيو زړو حکمونو او دگمونو په بنياد د التر ناتيفونو پيدا کول د روشنفکري او روشنفکرانو ځانگړتيا نه ده.
  د روشنفکر ځانگړتيا په تېره بيا د ټولنيزو، فرهنگي، ټولنيزو، سياسي ... پديدو په پېژندنه کې له  يوې خوا له کرکې، نفرت  څخه په خپلواکۍ کې  او له بلې خوا د مسئلو او ستونزو په څېړلو کې  له احساساتو او عواطفو څخه د ځان په ژغورولو کې ده. زه دلته په همدې هکله د خپلې يوې پخوانۍ ليکنې يوه برخه را کاپي کوم : 
“ يوې بلې مسئلې ته هم پام په کار دی چې  له علم او علمي مفهومونو سره د انسان اړيکي د عاطفي او احساساتو په ځای د  شک، څېړنې او بيا کتنې اړيکې دي.  که علم د مقدساتو او ممنوعاتو... په قلمرو بدل شي نو بيا کېدای شي سړی ور سره  عاطفي او احساساتي اړيکې ولري او په دې صورت کې به علم هم علم ته نه پاتې کيږي.  د علم قلمرو د شک کولو، بيا څېړلو او بيا نظر کولو قلمرو دی.  زموږ په  ټولنه کې له مسايلوسره او له دې جملې له سياست  سره اړيکې تر ډېره ځايه عاطفي او احساساتي بڼه لري.  دواړو چپ او ښي افراط له سياسي او ټولنيزو مسئلو سره اړيکو ته عاطفوي او احساساتي رنگ ور کړی دی. همدا وجه ده چې د بدليدونکومفهومونو په ځای نه بدليدونکي مفهومونه ورته  ښه ښکاري اوهمدا وجه ده چې  په شيانو او مفهومونو باندې شک کول او يا په هغوی باندې بيا نظر کول ورته انحراف، گناه او کفر ښکاري .”

يو شمېر څېړونکي روشنفکران  د ټولنې وجدان بولي. په دې ډول حالت کې روشنفکران هغوی دي چې د ټولنې پېښې او د هغوی لوری درک کړي. په ټولنه کې بحران راوړونکي لاملونه وښيي. د ټولنې ناخوالو او نيمگړو لورو ته گوته نيسي او ټولنې ته ددې بحران راوړونکو لاملونو او ناخوالو په هکله خبر ورکوي او ددې ناخوالو د ادامې په صورت کې ټولنه  د هغوی له پايلو خبره کړي.  همدا دم چې افغاني ټولنه له لويو گواښونو او کړکېچونو سره مخامخ ده.  روشنفکران دنده لري په ژوره توگه گواښونه او کړکېچونه، د هغوی لوري، د هغوی عمل کول، د هغوی څرنگوالی او لاملونه درک او وپېژني او افغاني ټولنه له شته گواښونو او د هغوی له پايلو خبره کړي. دا کار هغه  روشنفکران کولای شي چې په خپلو کارونو کې له قومي، ژبنيو، مذهبي او گروپي کرکو او تعصوبونو څخه خلاص وي او په خپل کار کې داحساساتو او عواطفو تر تاثير لاندې نه راځي.                           نور بيا...