د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

يو تاريخي فرصت

دستګير خروټی 05.10.2006 04:00

په افغانستان کې  د روانې جگړې اصلي لامل په پاکستان کې د جنرال او ملا واکمني ده.

په افغانستان کې د پاکستان  لاسوهنه ټولې  نړۍ ته ښکاره شوې او دا خبره منله شوې چې د روانې جگړې  مرکز په پاکستان کې دی.  په افغانستان کې د پاکستان د لاس وهنې بندول اوس د افغاني غوښتنې په ځای يوه نړيواله غوښتنه ده او دا د افغانستان بری دی چې دې غوښتنې نړيواله بڼه غوره کړې او دا افغانستان ته ددې امکان ورکوي چې د پاکستان په ضد د پراخ او فعال  ديپلوماتيک تېري لاره غوره کړي. څومره چې ممکنه وي په پاکستان بايد ديپلوماتيک فشار زيات شي. څومره چې ممکنه وي د نړۍ دولتونو، پارلمانونو او خلکوته د پاکستان د لاسوهنو او غولونو په هکله معلومات ور کړل شي.  په دې کار کې دې افغاني پارلمان خپله ونډه واخلي او خپل استاذې د نړۍ او په تېره بيا اروپايي پارلمانونو ته ولېږي. پاکستان هغه امکانات له لاسه ورکړی چې د نړۍ او په تېره بيا د غرب پاملرنه له اصلي مسئلې بلې خوا ته واړوي. غرب په دې ښه پوه دی چې دا د جنرال مشرف ديکتاتوري ده چې ترور او تروریستي شبکو ته امکان ورکوي چې خپلې شبکې جوړې کړي، خپلې ليکې پياوړې کړي، روزنه يې وشي او ورته اکمالات وشي.  پاکستان نشي کولای نړۍ ته شا وروگرځوي. پاکستان د ايران په شان هغه امکانات او مالي توان نه لري چې د نړۍ په وړاندې مقاومت وکړي. پاکستان په افغانستان کې په عمل کې له غرب سره مخامخ دی. پاکستان په افغانستان کې له ٣٧ هيوادونو سره مخامخ دی. غرب  او ناټو کولای شي پاکستان دې ته اړ کړي چې د افغانستان په هکله خپل سياست  بدل کړي.   
 په نړۍ کې په چټکۍ سره د پاکستان په هکله دا تصور پياوړتيا پيدا کوي چې پاکستان د افغانستان د ناخوالو او روانې جگړې يو پياوړی لامل دی . مشرف او پاکستان له ترور سره په مبارزه کې صداقت نه لري او په دې هکله  له ريا، دروغو او غولولو ډکه تگلاره چلوي. د پاکستان د دموکراسۍ په هکله هم تصور بدل شوی او پاکستان ته د هغه هېواد په سترگه کتل کېږي چې د دموکراسي په ځای د پوځ په وسيله اداره کيږي او هغه څه ته چې دموکراسي ويل کيږي يوازې د نړۍ د غولولو يوه وسيله ده. په دې هيواد کې هره ورځ په پراخه او ځورونکې توگه د انسان په ازادۍ او حقونو تېری کېږي. فساد او رشوت  د سرطان د ناروغۍ په شان  د پاکستان  دولتي جوړښت ټولې برخې نيولي.
نړۍ په پاکستان کې د جنرالانو او د جنرال مشرف له واکمنۍ ستړې ښکاري او په دې هيواد کې د دموکراسۍ په لور بدلونونه غواړي. په پاکستان کې جنرالانو نه يوازې په  واک منگولې لگولي، بلکې د اقتصاد ډېرې مهمې برخې هم د هغوی په ولکه دي.  له پاکستان سره د عربي نړۍ اړيکې هم د پرون په شان نه دي پاتې. له عربي نړۍ سره په “ اسلامي ورورولۍ” کې  لوی او لوی درزونه پيدا شوي دي او د پاکستان دا  هڅې چې له عربي هيوادونو سره په اړيکو کې خپل “ اسلامي هويت” پياوړې کړي هم د زېړېدو په لور روانې دي.

يو جنرال او څو څېرې
مشرف د خپل غولونکي شخصيت تر څنگ يو هيستريک او ځان پالونکی شخصيت  دی. هغه ډېر غواړي چې خپل ځان وښيي،  هغه غواړي خپل ځان او خپل شخصیت محور وگرځوي او ځان ته د نورو پام راواړوي. همدا وجه ده چې احساساتي او ماشومانه حرکتونو کوي. دا ډول اکتونه او چلند د ښځو په منځ کې ډېر پيدا کېږي. 
  مشرف په ځان پالنه کې دومره ډوب دی چې  د پاکستان ثبات او  ملي يووالي د خپل ينوفورم کچې ته را ټيټوي او د پاکستان او ملي يووالي ساتنه د پاکستانيانو په ځای په خپله پوځي خولۍ او په خپل پوځي ينوفورم  کې ويني . هغه فکر کوي که  خپل پوځي ينو فورم لرې کړی او پوځي دنده خوشې کړې  پاکستان به بې ثباته شي او ملي يووالی به له گواښ سره مخامخ شي. که دا له يوې خوا په پاکستانيانو د بې باورۍ مانا دادې  له بلې خوا په پاکستان کې د ملي اندېښنه او ملي يووالي د کمزورۍ په مانا هم دی. دا خبره رښتياده چې په پاکستان کې نه تر اوسه ملت جوړ شوی او نه ملي اندېښنه ايجاد شوې. دلته په اصطلاح ملت د ټوپک او ايديولوژې پوسيله ساتل کېږي. خو دواړه ايديولوژی او ټوپک د ملت جوړولو بنيادونه نه دی او نه په دې بنيادونو ملت جوړېږي.  
جنرال مشرف له يوې خوا په خپلو هستريک اکتونو د ټولې نړۍ غولو ته ملا تړلې ده او له بلې خوا د افغانستان او د کرزي په هکله د سياسي او اخلاقي ژبې په ځای د زور او بدماشۍ په ژبه خبرې کوي اوخپلې مټې او داړې ښيي . سره ددې  چې مشرف  تر پوزې په ستونزو کې ډوب دی او په پاکستان کې د بې سارو ستونزو په هکله پاکستان او نړۍ ته دروغ وايي او  سره ددې چې رشوت،  فساد، جعل کولو، دروغو او غولولود مشرف د ادارې ټولې خواوې نيولې، خو مشرف  د افغانستان په وړاندې د زور او قدرت نمايش ورکوي. 
  مشرف د خپل هيستريک شخصيت تر څنگ يو غولونکی شخصيت  دی له يوه لوري غواړي په افغانانو غرب بې باوره کړي او په تېره بيا پښتون قوم په بنسټ پالنه تورن کوي او روانه جگړه د پښتنو جگړه تعريف کړي، هغه هڅه کوي ددې قوم قوم پالنه او وطن پالنه د مذهبي بنسټ پالنې پوسيله کمزورې او يا له منځه يوسي، هغه ددې قوم په قلمرو کې د ښوونځيو په سوزولو سره غواړي ددې قوم نسلونه د زده کړې له حق څخه محروم  کړي، خو له بلې خوا ځان د پښتنو دوست او ناجې بولي او په افغانستان کې د پښتون د مظلوميت خيري کوي.
 جنرال مشرف  هغه مشر دی  چې د خپل مشرتوب مشروعيت د خلکو په ځای له نېزي او موزي څخه اخلي. د مشرف واک او پرستېژ د خلکو د باور او ملاتړ په کچه  نه ارزول کيږي او په خپله مشرف هم دا کمبود احساس کولای شي. د مشرف د واک  او پرستېژ اندازه د پوځ په ملاتړ اندازه کېږي او دی اړ دی  هغه څه ووايي او هغه څه وکړي چې پوځ  يې غواړي. خو پوځ هم له هغه څخه ستړی ښکاري او په پوځ کې د هغو قوماندانانو شمېر په ډېرېدو دی چې د مشرف سره مخالفت کوي. ښاغلی مشرف په پاکستان او نړۍ کې په چټکۍ سره خپل تاثير او خپله  اوتوريته له لاسه ورکوي. ‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏
 
د پاکستان ناکام دولت
ډېر سياست پوهان په دې باور دی چې د پاکستان دولت يوه ناکام دولت ته پاتې کېږي او په دې دولت کې دناکام دولت پېاوړی نښانې شته دي. په پاکستان کې سياسي او پراخه حقوقي بې انډولې او بې ثباتي شته دي. پاکستان له دواړو د هويت او ايديولوژي له بحران سره مخامخ دی. د ايديولوژيک بحران ژوروالی ددې امکانات منځ ته راوړي چې پاکستان د وفادارۍ په هکله پوښتنې را پورته شي. په بل عبارت  ايديولوژيک بحران کولای شي د تجزيې په لامل بدل شي او پاکستان  د يو گوسلاويا په څېرله يوه برخليک سره مخامخ کاندي.  سره ددې  چې پاکستان  د ايديولوژيکي کولو تگلاره چلوي او پياوړې بېلگې يې د پښتنو په سيمو کې ليدل کېږي، خو هغه ايديولوژيک  بنيادونه چې پاکستان  ورباندې جوړ شوی د زمانې له غوښتنو او په يويشتمه پېړۍ کې د ملت جوړولو له آرزښتونو سره په مخامخ او کلک ټکر راغلي دي. د اوسنۍ نړۍ په چټکۍ سره بدليدونکې پېښې  له هيڅ ايديولوژۍ سره نه همغاړې کېږي او نه په دې او هغه ايديولوژۍ کې ځاېږي.
همدارنگه  ايديولوژي او اتمي وسله د دولت د پياوړتيا او بری بنيادونه اونښانې  نه دي.  شوروي هم ايديولوژي درلوده او هم اتمې وسله، خو چې د زمانې له غوښتنو سره مخامخ شو د شگو د کورگي په شان ولويد.
په پاکستان کې د ملي امنيت بحران په ژورېدو دی او د پاکستان ملي امنيت له بالفعل او له پياوړي بالقوه گواښ سره مخامخ دی او په دې برسېره پاکستان همدادم په پراخه توگه د  بهرنيو اړيکو او د ديپلوماسۍ له بحران سره هم په زياتېدونکي کچه مخامخ کېدونکی دی.
 د مشرف بې ثباته څرگندونې هم د پاکستان د بې ثباته حالاتو بيان کونکی دی. د هغه نظريات د پاکستان د سياسي او ټولنيز حالت انعکاس دی.  په پاکستان کې  سياست نه يوازې په  ايديولوژۍ  کې، بلکې په پراخه پيمانه په څوگوني فساد کې هم را نغښتی دی. له فساد او جعل سره د پاکستان سياست داسې رانغښتی چې جلا کول يې له ستونزو ډک کار دی. په دې هيواد کې سياست په فساد او فساد په سياست بدل شوی.
په پاکستان کې د خلکو او پوځ تر منځ واټن په پراخېدو دی. خلک په پوځ باور له لاسه ورکوي. پوځ غواړي هر څه د ټولنې هر برخه سياست، واک، اقتصاد، اداره، ټولنيزې چارې... د پوځ تر قوماندې لاندې حرکت وکړي، خو خلک غواړي په خپل برخليک واکمن شي او په پاکستان کې د پوځ په ځای دموکراسي واکمنه شي.

په دولت کې دولتونه
سره ددې چې په پاکستان کې ټولنه د جنرال او ملا له خوا يرغمل او کنترول کېږي او د سياسي سيستم اصلي بنسټونو هم همدا جنرال او ملا جوړوي، خوموجود سياسي سيستم په ناهماهنگي برسېره يو بې ثباته او ماتيدونکی سيستم دی. دلته جنرال خپله او ملا خپله اجندا لري. د پاکستان په سياسي ډگر همدا دوه د يو اوبل الترناتيف دی. درېيم الترناتيف په کلکه کمزوری دی.‏ د درېيم الترتاتيف کمزوري جنرال ته چانس ورکړی چې د ملا د الترناتيف  په وړاندې نړيوال ملاتړ تر لاسه کړي. هغه څه چې  دا دوه سره يو ځای کوي د افغانستان او هند په هکله سياست او تگلارې دي، کومې چې د ای.اس. ای چې په دولت کې دولت بلل کيږي پوسيله همغاړې او پلې کېږي.
ملا غواړي په پاکستان کې د دولت،  واک او زور پوسيله د خپلې خوشې اسلام پلی کړي. په پاکستان کې د هر بل اسلامي هيواد په پرتله بنسټ پالنه پېاوړې ده او پېاوړې کېږي. د وزيرستان حالات په عمل کې دا ډول يوې هڅې د بري بيلگه ده او جنرال مشرف په دي سيمه کې له طالبانو سره په تړون کولو سره دا هڅې په رسميت پېژني او دا په پاکستان کې د يو بل دولت د جوړيدو په مانا دی.
 د پاکستاني ټولنې ناهم اهنگ او نامتجانس جوړښت دا ټولنه په نامعلوم لوري ټېله کوي. په پاکستان کې نوې پېښې د شکل نيولو او جوړيدو په حالت کې دي او داسې امکانات شته دي چې د نويو پېښو شکل نيول  زور واخلي او چټکې شي.  په کلو او اطرافو کې د بنسټ پالنې د پراختيا تر څنگ د پنځلسمې پېړۍ فيوداليزم هم مسلط دی. په ډېرو ځايونو کې  هغوی خپلې لښکرې، خپل زندانونه او خپل قانونونه لري. په پښتنو سيمو کې دودېز جوړښتونو په غير طبعي توگه په ماتېدو دی او  د قوم د مشر ځای  ملا نيسي. د قومي اړيکو ځای تنطيي اړيکو ته سپارل کېږي په ښارونو او په تېره بيا په لويو ښارونو کې مافيا مسلطه کېږي او له خلکو باج تر لاسه کوي. جنرالان په ټول پاکستان واکمن نه دی. په بلوچستان او د پښتنو سيموکې د جنرالانو واکمنې له کلکو چلنجونو سره مخامخ دي اوپه  تېره بيا د طالبانو د غورځنگ پراختيا د جنرالانو د واکمني ساحه  نوره هم ور تنگوي. په ډېرو سيمو کې جوماتونه د واک  او د خلکو د ستونزو د حل کولو په مرکزونو بدل شوي. د ښوونځيو ځای مدرسو نيولی او دلته د جنرالانو په ځای د ملا او طالب واک چلېږي.
د پاکستان واکمن دا حالت درک کولای شي او هڅه کوي د پيښو مخه ونيسي. ددې هڅو له جملې اساسي هڅه داده چې خپلې ستونزې نورو ته په تېره بيا افغانستان ته صادرې کړي او په افغانستان کې د بې ثباتۍ په ساتلو سره د پاکستان د بې ثباتۍ مخه ونيسي. مشرف  له پاکستاني ستونزو څخه د پاکستانيانو د پام اړولو له پاره  د ای.اس. ای په وسيله  په افغانستان کې او هند کې پېښې ايجادول غواړي.  مشرف په وزيرستان کې له طالبانو سره په  تړون کولو نه يوازې د افغانستان په لور د هغوی د تللو لارې په پراخه توگه پرانيستي، بلکې په دې کار سره يې په افغانستان کې د جهاد! په کار کې د پاکستاني بنسټ پالنې ونډه اخيستنه هم تشويق کړله او دا په ښکاره توگه په افغانستان کې د روانې جگړه په چاره کې د پاکستاني جنرالانو او ملايانود يووالی ثبوت ورکوي.
فرانسوي سياست پوه وايي : (( د جگړې مسئله له هغه څه ډېره مهمه ده چې جنرالانو ته وسپارل شي)) خو په افغانستان کې روانه جگړه  د هغو  جنرالان په لاس کېوتې ده چې فکرونه او اندېښنې له شوونيزم، کرکې او ډار څخه ترکيب شوي دي. له یوې خوا پاکستاني جنرالان غواړي په افغانستان کې د خپلې خوښې دولت ولري او له بلې خوا په افغانستان کې له ثبات او دموکراسۍ څخه په وېره او ډار کې دي.    

راتلونکې جرگه او روانه جگړه
په هر حالت کې د دا ډول جرگې را بلل ښه کار دی. خو اوس خبره د جرگې په “ ښوالي”   نه، بلکې د جرگې  په “ موثريت او پايلو” دی. بله مسئله داده چې دا روانه جگړه د قوم او د قوم د مشرانو په ځای د جنرالانو او ملايانو جگړه ده او د دا ډول جرگې په رابللو سره به موخه دا نه وې چې جگړې ته  قومي رنگ ورکړل شي، کومه چې د  مشرف غوښتنه ده. په دې برسېره د جرگې په هکله دا لاندې پوښتنې هم منځ ته راځي:
ـــ  قوم هماغه قوم دی چې پرون وو او مشران هماغه مشران دی چې پرون وو. قوم او قومي مشران به په دې جرگه کې د پرېکړو په کارکې خپلواکي ولري او دا به يوه خپلواکه جرگه وي؟
ـــ  په روانو پېښو په تېره بيا په جگړه د قوم اود قوم د مشرانو د تاثير او نفوذ اندازه څومره ده؟
ـــ  که راتلونکې جرگه د جگړې د کمولو او يا درولو په کار کې بې وسې وښيي بيا به څه کېږي؟
زه فکر کوم چې دا جرگه به دومره موثره او بريالۍ نه وي، څومره چې ورته انتظار کيږي. د موجودو حالاتو او د روانې جگړې څرنگوالی ما ته د جرگې د بري په هکله هيله او اميد نه را کوي. همدارنگه له ما سره دا وېره هم شته دی چې له دې جرگې به د افغانستان په ځای د پاکستان  لاس ته راوړنې ډېرې وي. په دې کې شک نشته چې جگړه به له جرگې وروسته هم روانه وي او دا به پاکستان ته بهانه په  لاس ور کړي چې ووايي:   قوم نه غواړي چې جگړه ختمه شي.  پښتانه نه غواړي چې جگړه ختمه شي. د پښتون قوم مشران نه غواړي چې جگړه ختمه شي. پاکستان به نه يوازې روانه جگړه  د پښتون قوم د جگړې په نوم توجيه کوي، بلکې په  افغانستان کې به د قومونو تر منځ ناباوريو ته لمن ووهي. 
  روانه جگړه د يوه دولت په داخل کې جگړه نه ده. ددې جگړې اصلي منابع له افغانستان څخه د باندې پرتې دي او د دا ډول یوې جگړې حل کول د قوم او د قومي جرگو په ځای د دولتونوکار دي.
ښه داده چې ددې جرگې په ځای د ملگرو ملتونو، امريکا او اروپايي اتحاد په گډون د افغانستان او پاکستان د صلاحيت لرونکو استاذو تر منځ د دواړو خواو د غوښتنو، گټو او اندېښنو په نظر کې نيولو سره دحل يوه بنيادي او وروستۍ لاره راويستل شي.