د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په خپلو کې پردۍ په پردو کې خپله

حبيب اله غمخور 02.09.2006 04:00

دا رښتيا ده چې موږ په پلارني هېواد کې مورنۍ ژبه نه لرو !! !
تر ټولو دمخه غواړم يو اساسي ټکي ته دټولو درنو لوستونکو پام راواړوم چې زه دشعوري اگاهۍ اوملي مسؤليت ددرک له مخې په هيواد کې ټولو ژبو ته داحترام اودرناوي په سترگه گورم ، دهر ډول تفوق او برلاسۍ مخالف يم . دري ژبه لکه نوري ژبې دخپل هيواد دوگړو ژبه بولم او دقدرپه سترگه ورته گورم . پدې هم پوهېږم چې دري ژبه تر پښتو پرمخ تللي ده اودعلمي لحاظه غني ژبه ده ،زه يې دلاغوړېدو اوايراني فارسج دتسلط اوتېري څخه دخلاصېدو په هيله يم او داددري ژبو ملي دنده بولم چي چې ظالمانه او خاينانانه زموږ ښکلې دري په ايراني فارسي ورگډه نکړي دايراني اخوندانو پر ځاي خپل ولس او خپلي ژبي ته خدمت وکړې . دهيوادوالو نه په زيات درنښت غوښتنه کوم ددغه حق په لرلو سره چې هر چاته بايد خپله مورنۍ ژبه گرانه وي اودهغې په مقابل کې مسؤليت لري غواړم څرگنده کړم چې زما په ليکنه کښه ددري ژبې يادونه په هر ډول چې راغلې وي په هيڅ ډول ډول دهيواد دوگړو له ژبې سره داختلاف اويا خداي مکړه ددښمنۍ معنا نلري ځکه نو نه بايددژبو سياسي تاجر زمادليکني څخه دپښتنو اويابل قوم پر خلاف استفاده وکړي . دا دځان روا حق گڼم دخپلي مورنۍ ژبې نه دفاع وکړم اوله هر ډول فرهنگي يرغل نه يې وساتم اوحق يې وغواړم .
پښتو دافغانستان يوه ملي ژبه ده د افغانستان د ولس څخه په سلو کې نژدې اويا وګړي خبرې پرې کوي . پښتانه په افغانستان کې يولوی قوم دی ، كه وتاريخ ته وګوروپښتانه دافغانستان ساتونكي دي هميشه په افغانستان كي پښتنوسرونه قرباني كړيدي ، په افغانستان کي يوازي په سلوکي تر دېرشو کم بيلابيل لږکي قومونه دي چي پربېلابېلوډلوويشل سويدي چي په هغه كي څوك په دري ، ترکمني ، ازبکي ، نورستاني ، پشيي ، اوداسي نوروژبوخبري کوي . خواوس دافغانستان هغه مشران هغه مسئولين چي دوی وائې موږ دافغانستان دهرڅه ساتونكي يومګرهغه خپله له پښتوسره تعصب کوي اونه غواړي چي پښتو پرمخ ولاړه شي .
د ١٩٤٣ م کال اساسي قانون درېمه ماده کې داسې راغلي دي : د افغانستان د ژبو له جملو څخه پښتو او دري رسمي ژبې دي .
په ٣٥ مې مادې کې بيا لولو : دولت موظف دی چې د ملي ژبې پښتو د انکشاف او تقويې لپاره موثر پروګرام جوړ او تطبيق کړي . داډول جملې او عبارات په راورسته ټولو اساسي قانونو کښي لېکل شوي دي .
په داسې حال کې چې پښتانه د ٢٥٧ کالو راهيسي د افغانستان په معاصر تاريخ کې حکومت جوړونکی ولس په نوم پېړندل شوی دی . په دغه موده کې ډېر لږ څه ترسترګوکيږي چې حکومتونو دي دپښتو ژبې دپالني او پر مختيا لپاره کړي وي .
هر پښتون ته د پښتو ژبې او کلتور د ودې د مخنيوي لاملونه جوت دي . نن افغان پښتانه د مورنۍ ژبې د نه پاملرنې له کبله د ستر وجېلنجونو سره مخامخ دي . دوی اوس پوه دي چې په دغه برخه کې زړورو هڅو ته اړتيا ده . ژبه هغه وسيله ده چې انسانان خپل فکرونه ، احساسات او اراده نور ته پرې څرګند او بيان نوي بې له ژبې څخه انساني ويښتيا شونې نه ده . ژبه د انسانانو تر مېنځ د پوهاوۍ خورا مهم ټکی دی . ژبه يو اجتماعي قرارداد دی چي دانسانانو تر منځ دپوهاوي لپاره ځيني کار اخيستل کيږي . په ټولنيز ژوند کښي بيا ژبه يوازې دپوهيدلووسيله نه بلکه ديوقوم او ولس دژوندد بقااوپېژند گلوی اساسي بيلگه ده ،حق لرو ووايو ژبه ديو ولس دملي افتخاراتو يوعمده جزدی ، ځکه دژبې په برکت ديو ولس هويت او کلتور پيژندل کيداي سي .
موږ اړ يوپه هغه ژبه چې خبري کوو دهغې د غني کولواورواجولولپاره دحق دترلاسه کېدو تکل وکړو، دا به حيرانوونکې خبره وي که پر پښتنوتور ولګول شي چې ولې د مورنۍ ژبي ،د پالنې ، ودې ، اوپراختيا لپاره لاري چاري لټوي اويادهغې په مخکې راپيداشوی خنډونه هواروي او يا يې له مخي ليري کوي .
په خپل پلارني هېواد کې دمورنۍ ژبې پالنه ، ژبني توپيرونو ته لمن وهل نشي گڼل کيداي .له بده مرغه دکلونو کلونو راپدي خوا د حکومت ټول دفتري اسناد په يوه ژبه دي يعني دري ددفتر اودربار ژبه ده ،او پښتو ژبې ته هلته هېڅ ډول لار نشته . په افغانستان کې د دولت د مرکزي ادارو ټولې چاري په دري ژبه دي ، دا په غوڅه توګه د افغانستان له اساسي قانون څخه سرغړونه ده چې د قانون چلونکو او جوړونکو لخوادتاريخ په اوږدو کې تر سره شوېده .
پښتونه يوازې په دغه اساسي قانون کې بلکې د افغانستان د ټولواساسي قوانيو په تاريخ کي ملي او رسمي ژبه پېژندل شوې ؛پدې بايد هر څوک پوه وي چې پښتو ژبه زمونږ دکلتور ، تاريخ ، هويت ، ملي وياړونو او افتخاراتو څرگندولو بهترينه بيلگه ده.
پښتو ژبې ته د نه پاملرنې په اړه بې ځايه فريادونه دشرم خبره ده ، پښتو ژبه له ټولو پښتو ژبو په تېره بيا له فرهنګيانو، روڼ اندو، څخه غواړي چې دپښتو ژبې دپياوړتيا لپاره د يو ې نوي علمي طرحي اواوږودمهاله پلانونود جوړول په تکل کې شي .
د اساسي قانون پر بنسټ دپښتو ژبې د حقوقو د اعادې ،ملي يووالي اوملي لوړوګټو د ساتنې لپاره اړينه ده چې پښتو او دري ژبې تل په سوله کې ژوند سره وکړي .
له هېواد نه بهر او دننه په سلګونو کلتوري اوفرهنګي ټولنې چې د پښتو ژبې لپاره زيات کار کوي ، ليکوال ، ژورنالستان ، راډيو ټلويزيون ، پښتو وېب پاڼې ، ورځپاڼې ،اونيزي ،مياشتنۍ، مجلې ، او نورو ټولو وسيلو څخه دپښتو ژبي دعلمي غنا،پياوړتيا او رواجولو په موخه ښه اومؤثره استفاده وشي . ددې لپاره چې يوه ژبه ترقي او پر مختګ وکړي بايد زيار و ايستل شي چې په هغه ژبه علمي ، ادبي او تاريخي ډول ډول اثار وليکل شي تر څو دعلم او پوهې علاقمندان ورته اړتيا پيدا کړي . يوازي دعلم په برکت يعني په يوه ژبه دعلمي اوورځنيزژوند داژتيا وژ مسايلو په ليکلو اودژبې څخه په اړيکو نيولوکښې پراخه استفاده دژبي درواج او پراختيا نيمي لاري دوهلو په معني دي
حکومت بايد په خپل ښوونيز او روزنيز سياست کې د دغو دوورسمي ژبوعادلانه انډول ته پام وکړي . په کابل اونورو ولاياتو کي يوازي په پښتو ژبه پوهنتون ، ښونځيو او ځينو نوروځايو نومونه دژبي اساسي ستونزه نشي حل کولاي ،بلکې پدي ژبه لوست او زده کړه په مطبوعاتو ،راډيو او ټلويزيونې خپرونو کې دغه انډول ته پاملرنه دپښتو ژبې ملي حق دی . دولتي چارواکي دنده لري چې په ټولو اداروکي بېله استثنا څخه دواړو ژبوته داستعمال لپاره اړين امکانات برابر کړي ،ددولت کارمندان له پورته تر کښته بايد په پښتو اودري خبري اوليکني وکولاي شي ،په دولتي کاروبارکي دپښتو ژبي حق غوښتل اوهغه ديوه غوڅ اکثريت ولس دژبي په توگه منل ، تبعيضونواو توپيرونو ته د لمن وهلو معنی نلري اونه بايد دنوروژبو سياسي سوداگر منطقأ ددې حقيقت دپلي کولو پر خلاف يو ځل بيا دغربي ،جنوبي او شمالي همسايه گانو په دستور اوهدايت بيهوده غوگاوني جوړې کړي ؛ دا دپښتنواو ددوي دژبې بنسټيز حق دی دولت مکلفيت لري ولس ته داحق ورکړي . دکوم انصاف له مخي پخپل وطن کې پښتو ژبۍ په دولتي ادارو کې په پښتو ويلوسره يوهين او تحقيريږي .هيڅ يو قوم او هيڅ يوژبه تر پښتنواو پښتو بره نه ده اوځانگړئ امتياز نشي درلوداي . موږ دا په وار وار تکرار کړېده چې د افغانستان په هر ګوټ کې د پښتنولپاره په پښتو ژبه ، ددري ژبواونورولږکيو قومونو لپاره ددوي په ژبه په ښوونځيو کې دماشومانولپاره دتعليم امکانات برابر شي،مگر دولتي چارواکي په خوله يوڅه وايي اوپه عمل کې دولس پرملې حق په پښه ايښوولوسره په کابل او شمالي ولاياتو،هرات ،فراه ،بادغيس اوغورکي پښتو ژبې ماشومان مجبوروي چې په بله ژبه په ښوونځيو کې درسووايي .هغه ولس ته چي خپل ملي حق نه ورکول کيږي اوياپه مورنۍ ژبه خبري کول اوياپه دولتي اداروکي له هغې نه استفاده جرم گنل کيږي په کوم منطق له دغه ولس نه غوښتنه کيږي اوياچارواکي انتظار لري چي دوي دي له حاکميت نه دفاع وکړي ،په رښتيا سره همدغو دولتي چارواکو پښتانه دحاکميت پر خلاف راپارولي دي .
تر هغو چې د ملي وحدت لپاره په پوهنيزه کچه بدلون رانشي او هر باسواده افغان په دواړو رسمي ژبودخبرو اوليکلو توان ونه لري ، په افغانستان کې د کرکې او ژبنيو توپيرونو مخه نشي نيول کېدای ، د ملي يووالي بهير به ډېر پڅ پر مخ درومي .
داخبره سړی خواشينى کوي، چى زموږ يو افغان په انګريزي ، الماني ، فرانسوي ، عربى او نورو ژبوپوهيږي ولي په پښتو بيا نه پوهېږې اوياپه هغې ملنډي وهي !!!
پښتانه بايد پښتانه شي اوخپلې ژبي ته په درنه سترګه وګوري او خپله ژبه د بل چا دخوښي لپاره له خبرو ونه غورځوي . پښتانه بايد د خپلي ژبي سره مينه ولري . دادهر قوم حق دۍ چې خپله ژبه ورته گرانه اودهغې دعلمې پر مختيا اورواج لپاره تلاښ وکړي ،ولي دا حق هيچا، چاته ندی ورکړۍ چې دپښتو ژبي دسپکاوی له پاره مټې راونغاړې ياپه ټولنه اودولتي ادارو کې دهغې درواج او استعمال مخه ونيسي .
حقيقت خو دادی چې دپښتو ژبې سره اصلي بې پروايي پخپله پښتنوکړېده ، بايد پښتانه پخپله د پښتود عامولو لپاره را وپاڅيږي تر څو په ټول افغانستان کې له ښوونځيونيولې په عالي مؤسسو، پوهنتونو دولتي دفترو اوبهرنيو سفارتخانو او نماينده گيوکې پښتوته دهيواد دلوي قوم د ژبي په توگه په ټولو رسمي کارنو کښې داستعمال دلومړې توب حق ورکړه شي .
دافغانستان په تاريخ کې داثابته شوېده چې دپښتوژبې سره دربار ملي خيانتو اودپشتنوتر بې ساري حوصلې دپښتو ژبي دښمنانو ته داسي امکانات برابر کړه چي نه يوازي دهيوادپه نامه شرميږي بلکه پښتنو او پښتو ته هم سپکې سپوري وايي، داسي فکر کوي چې دوي دهر څه ويلو اوهر څه کولو صلاحيت لري ،ددغوڅو دگوتو په شمار حرام نمکو لپاره د پښتنودملي شخصيت وزير محمد ګل خان مومند تاريخي او علمي خبرې دلته راياديږې چې وايي : (پښتوويل، پښتو ليکل او پښتو چلول) .
دايوتريخ حقيقت اود شرم وړخبره ده ٬چې دپښتنو دهيوادپه پلازمېنه د کابل په ښارکې د پښتوژبولپاره يوه ښوونځۍ هم نسته . دکابل په پوهنتون اونور دلوړتحصيلاتو په مؤسسوکښې پښتو دبهرنۍ ژبې ارزښت لري ، يعني دعالي تحصيلاتو په مؤسسو کې په پښتو ژبه لکچرونه يا بېخي نشته اوکه بيا شته هغه هم ډير کم او سمبوليکه بڼه لري ، په خپل هيوادکي داژبه بيگانه ده !!! داچې ايران هره ورځ په پېثر چاپې اثار افغانستان ته رالېږې او بيله دېنه چې هغه دعلوموداکاډمۍ لخوا وارازول شي تعليمي مؤسسو ،کتاب تونو اودځوان نسل په واک کښي ورکول کيږې دا په خپل ذات کښي دايراني اخوندانو لخوا زموږ پر هيواد دکلتوري يرغل يوه بېلگه ده . سمدستي به يوښاغلۍ ووايي چي دنوروژبو لکه انگليسي، فرانسوي .هسپانوي ،عربي اونوروکتابونه کېداشي په افغانستان کې ترېنه استفاده وشې ولې دفارسي په مقابل کې داسي حساسيت موجود دی ؟ دغو ايران پلوه ته بايد وويل شي ، لومړی داچې تاسو دايراني ژبې سره دومره علاقه لرئ دا پدې معني ده چي پرې پوهيږۍ ،نو څه کفر به وشي که هغه دري ژبې ته راوژباړۍ ؟ يعني دري يې کړۍ ، او دوهم داچې اروپايي او عربې ژبي زموږ په هيواد کې دکلتوري ښکيلاک موخه نلري اونه هم علاقه لري چې زموږ دهيواد تاريخ اوکلتوري ارزښتونوپه څېړنيزو برخوکي دځان په گټه لاس وهنه وکړي ؛ له بده مرغه زموږ ايرنۍ گانډۍ يوه لهظه هم دغه کارته ارام نه دی کښنستلۍ په سلهاو دداسي بېلگې شته چي زموږ تاريخي اوفرهنگي افتخارات يې ياپه ځان پوري تړلي اويا يي په هغو کې دځان په گټه لاسوهنه کړيده .
په خواشينۍ سره بايدڅرگنده شي چې په افغانستان کې په سل ګونوکلونه پښتنو واکدارانواو دکابل پر تخت ناستو شاهانو دپښتوژبې پالني اود پرمختګ پروسې ته هيڅ ډول پاملرنه نده کړې پر ځاى يې بلي ژبې ته خدمت کړې دئ ، البته دالړئ همدااوس هم دغوڅ اکثريت دارادې خلاف روانه ده. داډول کړنې ددې اصلي لامل وگرځېد چې له يوې خوا دپښتوژبې ستونزه ديوې ملي اورسمي ژبې په توګه لا تر او سه حل نشوه او له بلې خوا يې دپښتنو او پښتو ژبې مخالفينوته امکانات پلاس ورکړي چي دغوڅ اکثريت اوددې ټاټوبي دوارث په ژبه ،کلتور او تاريخي افتخاراتو بازۍ وکړې .
څرگند حقيقت خو دادۍ ترڅو پخپله ټول پښتانه دپښتو ژبې روزلو، پرمختګ، او پياوړتيا لپاره لاسونه سره یو نه کړی هيڅ به هم پيښ نه شي او نه به کومه خدايي معجزه وشي ، بل مقابل پدې فکريم چې دايران دفرهنگي لاسوهنو او تيريو په پايله کښي به چې دحاکمو کړيو په ملاتړ تر سره کيږي دپښتو ژبي ورکيدوته لېڅي راونغاړي ،خو هغه وخت به يو څه ناوخته اودداډول پلانو دپلي کيدودمخنيوی په خاطربه دمقامومت پايلي ډيري زړه بوږنوونکی وي .
هرڅوک چې پښتوژبې ته خدمت کول غواړي بهترينه لاريې دخبرو پرځاې په عمل کې يوڅه سرته رسول دي ، يوازې په خبرو دپښتو ژبي کوم درد نشي دوا کېدلاي . ديو شمير پوهانو له خوا په پښتو ژبه د علمي او ادبي اثارو او کتابونو ليکل ،له نورو ژبو نه پښتو ته ژباړل دپښتو ژبې لپاره لوې خدمت ګڼل کيږي ، خودپښتو ژبې دوروسته والي اصلي ستونځه داده چې پخپله دولت دپښتو ژبې په اړوند رسمي دنده ده چې دولس ژبې ته درناوی وکړي اودهغې دعلمي پياوړتيا اورواجولو لپاره آن دنړۍ په کچه تلاښوکړي سرته نه ده رسولې .
زموږ په هيواد کې دولتي واکداران بيا هر څه سرچپه سرته رسوي لکه له بهرنيانو سره دپښتنوسره هم دوه مخۍ سياست پر مخ بيا يي ، دبېلگې په توگه همدا اوس په هيوادکي دننه اوله هغه نه بهر دلوي اکثريت خلکو په ژبه ملنډي وهل کيږي اوټول کروبار ،علمي کنفرانسونه ،سمينارونه ،مطبوعاتي کنفرانسونه او ويناوي په دري ژبه کيږي ،ان ښاغلی کرزی چې هر ه ورځ ديراني پلو اوفارس صفتولخوا تر گوت نيونو لاندي هم دی قسم خوړلی که يوکليمه په پشتو ووايي . داڅرگند اوتر لمر روښانه حقيقت بايد هيره نشي هرچارواک چي دپښتنو نه مخ اړولۍ دقدرت ماڼۍ يې ړنگه شوېده .
دافغان ولس کورني دښمنانو چې تل يې زموږ دولس له پاکو احساساتوڅخه نارواګټه اخيستې، خپل ننګ، غيرت،حيا او عزت يې د افغان اوافغاني خاورې دبدنامولو لپاره د دښمن پښو ته اچولى ، د پرديو په لمسون يې تل هڅه کړې چې زموږ په هيواد کې داکثريت ژبې د پرمختګ مخه ونيسي .
داڅودگوتوپه شمار کسان چې پر افغانو لږکيو سياسي تجارت کوي اوهره ورځ په يوه اوبله بڼه درواغ خپروي تر څو هغوي ته ښکاره کړي که دوي نه وي پښتانه به دوي وخورې ،په هيڅ ډول ددغو باغيرتو قومونواستازي نشي کيداي .
له نيکه مرغه د تاجکو ازبکو،هزاره ،ترکمنو،چار ايماقو،بلوڅو،عربو،گوجر اونور غيرتي قومونوپوري تړلۍ ولس پدې پوهېږې او داورته څرگنده ده دايو شمير کسان چي کله دژبي ټيکدارانوي اوکله بيادافغانستاني په نامه افغانستان اوپښتنو ته سپکي سپوري وايي يوهم نه له خپل قوم اودغه هيواد سره علاقه نلري ،هغو دپردوله چينې اوبه څېښې اودپردوپه خدمت کښي دي ،هغوي تل داڅرگنده کړېده چي دپښتنو سره په دښمنۍ کې دهيچا خير نشته او پدې هم پوهيږي چي پښتانه داقومونه افغانان بولي اوپه هيوادکي دسردشميرپه اندازه دبرابرحق په منلو سره دهغو وټولو حقوقو ته ددرانوی په سترگه گوري ،هيڅ يوه سياسي څيره او کومه سياسي ډله به ونشي کولاي داقومونه يودبل پر خلاف را و
پا روې ،همدا ډول داکسان چي غواړي لږکی قومونو ته دپښتنوپه اړه دروغجن معلومات بيانو ي اوکوښښ کوي چې پخپلو درواغجنو څرگندونوښکاره کړې چې پښتانه ددوي دښمنان دي ،داچې په هيواد کې دشمالي ،غربي او جنوبې همسايگانولاس پوڅي غواړې په خپلو نارواهڅو دشرارت اوربل کړې دتل لپاره به دهيواد په تاريخ کښي مخ توري او سر ټيټي وي .
د پردودگټو ساتونکی اونوکران به دا شوم ارمان گورته يوسي چي په افغانستان کې وروڼه قومونه يودبل په مقابل کې شرته راوپاروې اودفارس داخوندانوتاريخي دښمني له افغانانو سره تر سره کړي .
پر ټولو ويل شوناخوالوسربېره په هيواد کې دننه اوله هغه نه بهر دپښتوژبي سره دښمنيو په څنگ کښي داژبه بي پوهانو اوعالمانو نه ده پاته شوې دهري ورځې په تيرېدو سره غښتلې شوېده زيات شمير علمي او ادبې اثارپرې ليکل شوي اوس پښتو ژبه هغه پخوا خواره اوله نظره غورځېدلې ژبه نده ،غښتلي شاعران ،ليکوالان اوژباړونکي لري . دنړنۍ دپرمخ تللو ژبو څخه زيات اثار پښتو ته اوله پښتونه هغو ژبو ته ژباړل شوي دي ،دپښتنو زلموپه بې ثاري تلاښ پښتو ژبې نړیوال جال داړېکو اونشراتو سيستم ته لار پيدا کړه اودکمپيوټر پرمنل شو ژبو ور ايظافه شول . په بهر کې اوسېدونکو پښتو ژبو دهيواد نورو ژبوته ددرناوی داحساس په لرلو سره په بهرکې دپښتو ژبې درواج اوپه ټولنيزو کاروکې دهغې داستعمال لپاره نه ستړې کيدونکي کارونه کړې ،اوس پښتو داروپا ددولتي او ټولنيزو سازمانو په هغو ليکنو او مکتوبونو کې چي په بهرنيانو پوري اړه لري داستعمال امکان پيداکړئ او دفارسي ژبي له ښکېلاک نه مخ پر خلاصېدو ده . پخوا ټول کاغذونه افغانانو ته په فارسي ژبه چې دايرانيانو ژبه ده لېږل کېډه ،ولې پدې ورستيو کې ،دايراني ژبې پر ځاي په پښتولېږل کيږې .دافغانانو دزيار او زحمت په نتېجه کښې اوس پښتو ژبه حتا دځېنو هيوادو په تعليمي نصاب کي شامله شوېده ،دهغې جملې نه دسويډن هيواد يي بهترينه بېلگه ده ،دلته ددې هيواد دقانون له مخي دې هيواد ته دراغلوټولو قومونو ژبې په ښوونځيو کښي تعليمي ژبې دي يعني په ښونځيو کې يو مضمون دهغه مورنۍ ژبه ده ،او دولت کوښښ کوي چې دمربوط قوم ماشومان په خپله مورنې ژبه خبري وکړې ؛ دوي وايي : دماشوم راتلونکی شخصيت په مورنۍ ژبه باندي دهغه پوهېدنه جوړوي . کاشکي زموږ د هيواد چارواکو دغه ټکې ته پاملرنه کړې واي !!!
پښتوهم يوله هغو ژبو څخه ده چي په سويډن کې مخ پر غوړيدوده ،دادۍ سږکال په سوېډن کې دسويډن دپارلماني ،ايالتي (کمون) او ښاري شوراگانو لپاره ټول رسمي معلومات په پښتو ژبه تر ژباړي وروسته خپاره شوي دی ، دا دپښتو ژبې هغه برياده چي دتل لپاره يي ځان دفارسي ژبي له ښکېلاک نه خلاص کړ . يعني نور به په هرو ټاکنو کښي دانتخباتو دکميسيون لخوا اړين معلومات په پښتو ژبه هم خپرېږې . اوس دلته پښتو ژبې ته دنړۍ دبلي پېژندل شوي لويي ژبې په څير دقدر په سترگه کتل کيږي ،کوښښ کيږي چې په سويډن کې دپښتنو دپوهاوی اوخبرتيا لپاره زيات شمير کاغذونه په پښتوژبه هم خپاره کړې ، دپښتو ژبې دخپرېدو او پياوړتيا کارلانور هم پر مخ روان دی او زيار ت گډزيارته اړتيا لري . پښتو که په خپل ملک کې بېگانه ده سپکي سپورې ورته ويل کيږي له نيکه مرغه دلته په سويډن کې خپله اودسپکو سپوروويلوحق څوک نلري .
دلته په سويډن کي افغانان هڅول کېږې چې دپښتو اوهمدا ډول ددري ژبې دغښتل تيا لپاره روڼ اندي وړ او اړين کارونه ترسره کړي . داپر ځاي ي ده چې : پښتو په خپلوکې پردۍ، پردوکې خپله ده .
درنو لوستونکو !
دسويډن دټول ټاکنو په اړوندهرځل دانتخاباتو دکميسيون لخوا دسويډن ټولو اتباعو مکمل معلامات دسويډني ژبې تر څنگ په نورو دوويشت (۲۲) ژبو خپرېږې ،چې دادی سرکال له نيکه مرغه پښتو درويشتمه ژبه شوه . مادامعلومات دانتخاباتو دکميسيون په موافقه گراني پښتو ته راژباړلی دی اودهمدي کميسيون په موافقه يي په يوشمير افغاني ويب پانو کې په سوېدن داوسېدونکو افغانانواو نوروعلاقمندانودپوهاوي لپاره خپروم .
له وخت نه استفادې سره دانتخاباتودکميسيون په استازيتوب دټولو هغو افغاني ويب پاڼو څخه مننه کوو چې په خپلو ويب پاڼو کې يې ددې معلوماتو دنشر امکانات برابر کړل .
 

دسپتامبر د۱۷ نېټې دټاکنوپه هکله گټور معلومات
(دpdf په شکل)