د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمنځني ختيځ کړکيچ او ريښې

سليم تايب 08.08.2006 04:00

عرب او يهود دتاريخ په اوږدو کې په کورنى کړکېچ اوجګړو کې ښکيل قومونه دى اوسيمه يې تل دمذهبى تاړاکونو او جګړوميدان وو، چې دسيمى اصلى اوسيدونکى فلسطينيان او يهود دخپل ټاټوبى نه څووارى په کډه مجبورشوى دى. ددوهمى نړيوالى جګړى په اوږدوکى کله چې يهودوپه ښکاره دهيټلردجنګى سياست سره دښمنى په ډاګه کړه، دهيټلرد غبرګون په نتيجه کې په ميليونونو يهودانو دمرګ دام ته ودريدل. همداعلت ووچى ددوهمى نړۍ والى جګړى نه وروسته ديوه پايماله ملت په توگه ددوى دسياسى اوبشرى حقوقو اعاده د نړيوالو دپام وړوګرځيده خودغه هيوادونو خپلو اقتصادى اوسياسى اهدافوته ګړکى پرانيستى پرېښودله.
په ١٨٩٧اوپه ١٩١٧کال دبالفور په اعلاميه کې کله چې يهوديانو په نړۍ کې مهاجرت تيراوه د يوه اسراييلى دولت دجوړيدوغوښتنه شوې وه. اودې غوښتنى په فلسطينى خاوره کې دبرتانوى استعماردپاى ته رسيدوسره سم دعمل جامه واغوستله او په ١٩٤٨ کال دمى ١٤مه دملګروملتودپريکړى سره سم دبرتانيي اوددوهمى نړيوالى جګړى دګټونکو هيوادو په مرسته اوملاتړپه منځنى ختيځ کې داسرائيلودولت رامنځ ته شو.
داسراييلودپاره په داسى حال کې چې داروپا اوامريکا د کچى نه دتل ابيب په دښتونو کې ژوند دپرتلې وړ نه وو خودخپل سياسى هويت اوصيهونيزم دفلسفى پرماهيت اوپه پلارنى ټاټوبى کې دراتلونى بسيا اومصون ژوند ضمانت هغه روحيه دومره ځواکمنه کړې وه چې د نيل اوفراته پورى دامپراطورى خوبونه يې په رښتيا ورمعنى کيدل، صيهونيزم يې ديووالى سمبول اوشتون يې ٦٠٠٠کلنه عقيده وګرځيده اودراتګ سره سم يې په منځنى ختيځ کې دپراختيا هلى ځلى پيل کړى .

ددې سره سم دفلسطينيانواوعربانوخښم اوعضب جوش خواړه اوديهوديانوپه زړونوکى دکينى اوانتفام لمبې لاتودېدلى او په ١٩٤٨کال کې اسرائيلو دځمکو دپراختيا په نامه دهمسايه فلسطين ٧٧ فيصده ځمکه ترخپلي ولکى لاندى راوستله. داسراييلودا تجاوز عربى نړۍ اواسلام ته ګواښ وبلل شواوعربى هيوادونود غوسې نه ډک عملى غبرګون وښودى او په همدې کال کې مصر، اردن، سعودى عرب،عراق، سوريي اونورو عربي هيوادونودفلسطين ترپولوتيرشواوداسرييلى قواووسره لاس په ګريوان شول. د٨ مياشتنى جګړې نه وروسته دفلسطينيانو يوه اندازه ځمکه بيرته دمصراواردن لاس ته ورغله ولى په حقيقت کې عربى نړۍ داسرائيلى پوځ په مقابل کې ماته خوړلى وه.

کله چې جمال عبدالناصرد مصرجمهوررئيس د سويس دکانال دملى کيدو،دعربود يووالى اود فلسطينيانو دحقوقودپاره مبارزه کوله ديهودو اود هغوى دمتفقينودسخت غبرګون سره مخامخ شواوپه ١٩٦٧ کال د٦ ورځنى جنګ په نتيجه کې دسينا صحرا دجولان لوړى، داردون درودغاړى، لوېديز بانک اوبيت المقدس داسراييلولاس ته ورغلل. فلسطينيان دسيمى څخه مهاجرشول اوعربى نړۍ خپلې سياسي اونظامي ماتې ته مجبوره شوه. داسراييلو پوځى پياوړتيا، دلوېديزى نړۍ سياسي اواقتصادي ملاتړ، مغرورعرب له درانده خوبه راويښ کړل او نورهغه نه وونه چې په اشاروبه يې ملکونه فتح کول او داسرائيلو سره په دايمي سرخوږى اخته شول.

په ١٩٦٤ کال کې دفلسطينيانودحقوقو داعادې مبارزغورځنګ رامنځ ته شوچي د ١٩٦٨ کال را په دې خوا يې مشري ياسرعرقات کوله چې ديوې اوږدې مبارزې دپاره يې توان اوحوصله راوټوکوله.

په ١٩٨٢ کال د اسرائيلوپوځ دخپل امنيت دساتلواو دفلسطيني وسله وال مقاومت دځپلودپاره دلبنان جنوب ته چې فلسطيني کډوال پکښي اوسيدل ننوتل، دصبرا اوشکيلا په کمپونوکې عامه وژنه وکړه او فلسطينان يې بيا مهاجرت ته مجبورکړل.

په ١٩٩٣ کال دسپتمبرپه ١٣ مه نېټه دفلسطين داوږدې مبارزې په نتيجه کې دملګروملتودپريکړي سره سم فلسطينيانو په خپله خاوره کې داسرائيلې حاکميت لاندي ديوخودګردانه تشکيلاتو دولت دجوړيدو اجازه ترلاسه کړه. فلسطينيانو دالفتح تررهبرى لاندى سوله ايز ژوند ته په شوق اوخوشحالى دراتلونکى روښانه سبا په اميد او دبيت المقدس په ارمان داسرائيلو شته والى ومانى اوپه خپل پلارني ټاټوبي کې ميشته شول او اسراييلو هم ديو خود مختاره ايالت په توګه يولړ امتيازات ورته ورکړل. مګرپه فلسطيني جنبش کې دحماس اوځينونورووسله والو ډلو اسرئيلي دولت ناقانونه اواشغال ګروبالى اووسله والې مبارزې ته يې دوام ورکړ.

په ٢٠٠٦ کال کې کله چې دحماس سازمان دنړيوالوڅارونکوترنظرلاندى دانتخاباتوله لياري دفلسطين واګې په لاس کې واخيستلې، دپخوا په شان يې داسرئيلو سره خپلې پاليسۍ ته بدلون ورنکړ اواسرائيلو هم دحماس دولت دپخواني دښمن په سترګه وپيژاند او شته والى ته يې دګواښونو پلمې لټولى. ځکه داسرائيلودپاره په جنوب کې حماس اوپه شمال کې حزب الله ښکاره ګواښ وو اوپه هيڅ وجه ورته دزغملووړنه وو ځکه نو شخړوته بهانه وزيږيده اود حل لاره يې په پوځى عملياتو پيل کړه چې اساسي موخه يې دحماس ددولت ړنګول اودحزب الله بې وسلې کول وو.

اسرائيلو دخپل سياسي اوامنيتي حق په ساتلو، ، دخپلو اتباعو دمصونيت اوجنګي اسيرانودخلاصون په نامه، دحزب الله اوحماس دځپلونيت کړى وو. اوپه دې توګه اسرائيلود ١٦٨٠٠٠ عسکرو،٤٩٥ هوائي ځواکونو اود ٣٦٠٠ نه زياتو ټانکونوته دتيارسى امرورکړاوپه عملى توګه نااعلان شوى اوغيرمتوازن جنګ پيل شو. داسرائيلودا عمل چې دامريکا او ځينو لوېديزو هيوادونو ديپلوماتيک ملاتړ ورسره وو، جګړه يې لا نوره هم توده کړه. دجګړې لويه قربانى ملکى وګړى،عام المنفعه تاسيسات اوحتى دملګروملتونو څارونکى وو. اسراييلوکه څه هم يوازى ديپلوماتيک تاسف ښودلى خود خپل عمل پړه يې پرلبنان اړولې ده نوځکه په پوځي عمل کې بدلون نه دى راغلى. امريکا اولوېديزه نړۍ پرته له دې چې دکړکيچ اصلي ريښې ته پاملرنه وکړى، غواړى حزب الله اوحماس چې دسيمي ددايمى سولى داختلال عاملين اوخنډ بولى، داسرائيلوپه واسطه وځپى اوپه سيمه کې دسولى اوثبات نوى مډل ازمايښت کړي.

حزب الله،ايران اوعربي نړۍ:

حزب الله چې لبناني اتباع دى شيعه مذهبه وسله وال سازمان دى اودلبنان په دولت کې دپوره اقتدارلرونکى دى د١٩٨٢ کال را په دې خواکله چې اسراييل لبنان ته دفلسطينيانودځپلوپه بهانه ننول او١٨ کاله دلبنان په جنوب کې داسرائيلودامنيت په بهانه پاته شول، دحز ب الله وسله وال سازمان دخپل هيواددازادى اودفلسطينيانو دحقوقوداعادې دپاره داسراييلوداشغال په مقابل کې وسله واله مبارزه پيل او دوام ورکړ. داسازمان چې په اټکل دايران مالى اوسياسى حمايه ورسره وه دلبنان په جنوب کې داسرائيلى قواوو سرخوږى وواود ٢٠٠٠ کال داسراييلى پوځي ځواکونو په وتلوکى خپله ونډه وتلې بولى.

ايران دتاريخ په اوږدوکي دعربى سردارانوسره مخالفت درلودى ځکه دايران مدنيت او امپراطورى دعربى سردارانوپه لاس ړنګ شوى دى اواسلام ته راتګ سره يې خپلي سياسي موخي وساتلې.

نن هم په ځينو عربى اونورواسلامى محافلو کې دشيعه اوسنى مذهب دپيروانوترمنځ پټ اوښکاره اختلافات شته چې تفاوتونه يې سياسى ډګرته داخل شوى دى اوعربى نړۍ دايران دنفوذسره په سيمه کې توافق نلرى.

په اوس کې دعربى نړۍ محافظه کاران چې داسرائيلى دولت دشته والى څخه چاره نلرى ځکه اسرائيل په سياسى، اقتصادى اوپوځى لحاظ پياوړى دولت دى اودښمنى يې ددوى دپاره په معاصر سياست کې نه يوازى زيان دى بلکى ددولتونودبقا سره يې تړاولرى، دحزب الله اوحماس شته والى د سيمى سرخوږى بولى، او ددوى لمسونى کولاى شى اسرائيلوته دبريد دپاره بهانې په لاس ورکړى او ګتى يې دخطرسره مخامخ کړى، نوله دې کبله په سيمه کې ددايمى سولى دفورمول سره چې دهرلورى وى موافقت لرى. خودبلى خوا دفلسطين دمقاومت قرباني اودازادى دپاره مبارزه دعربى نړۍ دپاره د تاريخي بقا سمبول دى.

اوسنى کړکيچ

په لبنان اوغزه کې داسرييلى پوځيانو يرغمل کيدل په يوه وخت کې په داسى حال ترسره کيږى چې محمود عباس دالفتع دسازمان مشردعمومى ريفراندم غوښتنه کوى اوپه عراق کې دامريکائيانو پاليسى اوپوځى تکتيک له ماتى سره مخامخ کيدونکى دى، دحيرانتيا وړپيښه ده. داپيښه که تصادفى وى اوپا استخباراتى پلان شوى جګړه وى خوپه کړکېچ واوښتله. پوښتنه کيږى چې ولى حماس اوحزب الله په داسى حساس وخت کې اسراييلوته په خپل لاس بهانه ورکړه. مدبر سياسى اقدامات اوکه احساسات؟ . ايا د حماس ددولت شته والى په داسى کړکيچ کې مصون دى او ايا دالوبه دوخت نه وړاندى نه ده؟ په لبنان کې دحزب الله گټى په کوم سياسى او پوځى تاکتيک کې نغښتى وى؟ ځکه په پوځى اوسياسى تاکتيک کې بايد ددښمن ځواک وڅيړل شى، موخى روښانه، ګټه اوزيان سره پرتله شى.

داسرئيلودحملى سره سم دامريکا دمتحده ايالاتوحکومت دنوى منځنى ختيځ خبرى پيل کړى،حزب الله يې دپيښومسوول وباله اوداسرائيلوحمله يې دامنيت دپاره اړينه وګڼله ترڅو دحماس اوحزب الله سياسى اوپوځى امکانات ورکمزورى کړى.

داسراييلوحمله دلبنان په جنوب کې دهغې حملې سره ورته ده کوم چې په ١٩٨٢ کې يې دفلسطيني مقاومت دماتولودپاره وکړه په نتيجه کې دصبرا اوشکيلا په کمپونوکى عام وژنه وشوه او فلسطيني مقاومت په زور له سيمى، بل مهاجرت ته مجبورشو او په دې توګه اسراييلى ځواکونه تر١٨ کلونوپورى په لبنان کې پاته شول. نن هم دحزب الله شته والى دهغه فلسطينى مقاومت سره ورته دى کوم چې ٢٤ کاله وړاندى په همدى سيمه کې رامنځ ته شوى وواودځپلودپاره يې هم دهغه پخواني فورمول څخه کاراخيستل کيږى.

اسراييل:

اسرائيل غواړى حزب الله اوحماس واسراييلى دولت ته دګواښ اوسرخوږى په توګه دخپلى لارى ليرى کړى او دحماس اوحزب الله دورکولو اويا لږ ترلږه ددوى د مقاومت اواستحکاماتودماتولوجدى نيت لرى. په اوږده واټن کې کمزورى کړى چې دبياراپورته کيدوامکانات يې لږ وى. اوپه عين حال کې دلبنان دخلکو په زړونوکى داسى کينه وکرى چې دلبنان دخرابى اصلى عامل حزب الله وګڼى اوپه دې توګه دبې اتفاقى اوکينى تخم وکرى. په ناڅرګند هدف کې غواړى داثابته کړى چې دامريکا اواسرائيلو په پاليسى کې بدلون نه دى راغلى. او په دې پوځى عملياتو دعربونړى اوايران ته ثابته کړى چې اسرائيل هم ددفاع اوهم دتعرض پياوړى امکانات لرى اودځمکى دنقشې نه دورکولونيتونه به لاد وړاندى په خاوروکړى. اسرائيل غواړى دخپل ستراتيژيک دوست امريکا ګټى هم په سيمه کې ژوندى وساتى ځکه دحزب الله ځپل او کمزورتيا به په عراق کې دامريکا داوږونه لږڅه بارراکم کړى اوايران ته به سيکالوژيک ګذارورکړى.

همدارنګه په سياسى ډګرکى اسرائيل غواړى دنوروعربوسره په دوستى اويا په نه تعرض کې ژوند وکړى اواړينه يې بولى چې خپلواسرايليانو ته دامن اوسوکالى وعدى ور پوره کړى، اوهم غواړى د نړۍ دمسلمانانو دښمنى راکمه اولږترلږه ديپلوماتيکى اړيکى ورسره ولرى. اودامريکايي ګوډى په توګه په خپل موقعيت کې بدلون راولى.

نتيجه:

داسراييلوحمله په لبنان کې يوازى دحزب الله سره دښمني نه بلکى دلبنان بې دفاع اوملکى وګړى ددى جنګ اصلى قربانى ده، اود نړۍ حکومتونه په ډيره بې تفاوتى ددې نامتوازنى جګړې دفلم په کتودى. ايا دخلکو وژنه،مهاجرت او دملى تاسيساتو ورانول يوازى دحزب الله دګناهونو نتيجه ده؟ دجينوا دتړون له مخى دملکى وګړو،ماشومانو، ښځواوزړوخلکو وژنه په هرنامه چې سرته رسيږى جنايت اودمحاکمې وړ دى اوهغوى چې دداسى جنايت هڅونه کوى دبشرى قوانينوپه جرم محکوم دى . اوهم هرهغه څوک چې ملکى وګړى دځان سپر کوى هم جنايت دى. خودا به له دهرډول نظامى منطق نه ليرى خبره وى چې دملکى وګړومنځ کې وسله وال کسان بې وسلې شي. دا ځکه په جګړه کې ددفاع سپر بې ګناه وګړى دى او دجبهى وروستى مورچل ددښمن وروستى مقاومت دى.

دلبناني کور ددوى دژوندانه ټوله شته دى خو هيچا داضمانت نه دى ورکړى چې دبيرته راتګ سره به هرڅه سلامت ورکړى. ځکه وينو هرڅه په کنډواله بدليږى. ايا دلبنان په جنوب کې هرکوردحزب الله مورچل دى اويادحزب الله دکورنى ښځى اوواړه ماشومان هم تروريستان دى. داسى توجه د دموکراسى دقرن عدالت نه دى اونه انسانى خواخوږى ده. خوپه اسرائيلى خاوره کې هرانسان نظامى هدف نه دى.

پوهيږو چې اسرائيل به لبنان په زورترخپلى ولکى لاندى راولى خو ملتونه په زور تابعيت نه قبلوى. اوممکنه نه ده چې دفلسطين خاوره خپله کړى اودوام به يې هغه ناتاروى کوم چې په تيراوږده تاريخ کې ډيرسارى لرى اوياپه اوس کې چې د امريکا پوځ په عراق کې ورسره مخامخ دى. اودبلى خوا اسرائيل نه يوازى چې په سيمه کې نفاق نشى کرلاى بلکى برعکس دحزب الله اوفلسطين سره د لبنانيانو اونورى مسلمانى نړۍ ملاتړ رازياتولى شى.

په کشاله کې دسورئي دهيواد ونډه هم څرګنده ده. ځکه سوريه هيڅکله په دې قانع نه ده چې دجولان لوړى دى داسرئيلوپه واک کې پاته وى او دخپل حق غوښتونکى دى په داسى حال کې چې امريکا اونوره نړۍ سوريه په دى حوادثو کې مسوله گڼى اودحل کيلى يې دبشاراسد په لاس کې وينى .

دامريکا حکومت ته به ګرانه وى چې له دې لارى دسورئي حکومت ته سقوط ورکړى اويا دننه پکښى بدلون راولى ځکه دسورئي دحکومت ړنګيدل عربى نړۍ ته ګواښ دى او ددې بحران څخه وتل ستونزمن کار دى. اوکه چيرى امريکاغواړى ددې لارى ايران په نظامى اوسياسى زورووهى نو ديوې جبهى نه به په څوجبهوکى ښکيل شى. اودداسى کړکيچ اوږدوالى ممکن دلويوځواکونودمداخلى سبب شى اوديولوى تصادم امکانات به برابرکړى .

داجګړه به هيڅکله دايمى سوله رانه ولى، نه به حزب الله اوحماس بې وسلې شى اونه به د حزب الله اوحماس ټول خوبونه رشتيا شى اونه به داسرائيلو حکومت اسرائيلوته دنيل اوفرات وعدې ورپوره کړى. اونه به امريکا دسولى دلارى تاج پرسرکيږدى.

دحل لاره:

ددې ستونزى د بنسټيزحل وړانديزچا نه دى کړى. اودتاريخ په اوږدوکى څوک ونتوانيدل چې منځنى ختيځ ته دحل اساسى لاره راغبرګه کړى. که څه هم دجورج بوش حکومت يونوى منځنى ختيځ غواړى، خودا يوازى هغه ارمان دى چې په تيره کې هم دنړى زمامدارانوازمايښت کړى اودځانه سره وړى دى. دحل لاره بايد دهغه په علت اومعلول کې ولټوله شى اودستونزى اساسى ريښې ته بايد پاملرنه و شى. ترڅو ددې مسلى بنسټيز اوحقوقى اړخونه حل نشى ددايمى سولى رامنځ ته کيدل له امکانه ليرى بريښى. اوداهغه څه دى چې دلته ناانصافه ويش ترسره شوى دى ازلى برخى يوازى شخړى اوجګړى دى مرګ اوژوبله ديوه، خوسوله اوبسيا دبل چا په نصيب دى. څوک دابا يوې ټوټې ځمکى ته احتياج دى اوبل په فرات کې خپل اغزن ديوال غواړى.
دسياست داوږدې لارى حل هغه وخت داعتباراوقناعت وړ دى چى په ستونزه کى ښکېلي خواوى ددايمي سولي دپاره هوډ، حوصله اوقناعت وکړى. داوسنى کړکيچ اساسى علت داسرائيلوخوا دعربودځمکوولکه ده چى دعدالت تله ئې نامتوازنه ده. دهرڅه نه وړاندى بايد خواوى د حل دلارى اصلى علت وڅيړى. دفلسطينى خاورى اعاده فلسطينيانوته اوددوى خواراديت ته درناوى، دسورئي د قبضه شوو ځمکو بيرته سپارل، دلبنان اواردن دغاړو دسرحدى ستونزو حل. عرب اوفلسطينيان هم بايد اسرائيلوته په اسرائيلى محدوده کى دژوند حق ورکړى.