د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د وړانګو څاڅکي ، د وردګو له والي سره د روڼ آندو کتنه( ورستۍ برخه)

ګل آغا احمدي وردګ 07.08.2006 03:00
لکه چې مخکې وویل شول د روان ۱۳۸۵ هجري لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په ۳۱ نیټه د وردګو یو شمیر روڼ آندو د وردګو او میدان ولایت له والي ښاغلي عبدالجبار نعیمي سره وکتل چې د نوموړې کتنې په اړه لومړۍ برخه لیکنه مخکې خپره شوې ده چې دوهمه برخه یې د دې لیکنې په ترڅ کې ګرانو لوستونکو ته وړاندې کیږي. د لیکنې په دې برخه کې به د ولایتي بیا رغونې په اړه د روڼ آندو مسوولیتونو او هغو وړاندیزونو په هکله خبرې وشي چې روڼ آندو د وردګو او میدان د ولایت مقام ته درلودل څو د بیا رغونې پروسه غښتلې، هر اړخیزه او شمولي بڼه غوره کړي.
 
 د بیا آبادۍ په پروسه کې د روڼ آندو مسوولیت
 مثبت لوري ته د ټولنې رهبري کول او د بیا رغونې په پروسه کې روڼ آندي لویه ونډه لري او ستر کردار تر سره کولی شي. همدې خبرې ته د وردګو او میدان والي ښاغلي عبدالجبار نعیمي هم اشاره وکړه، د ټولنې د سمون او هر اړخیزې بیا آبادۍ په اړه یې د روڼ آندو د مرستې غوښتنه وکړه.
 نوموړي د بیا رغولو په چارو کې د روڼ آندو په رول ډیر ټینګار وکړ او ویې ویل: ( افغانستان د ټولو ګډ کور دی او د دې هیواد هر بچی د هغه د بیا رغولو په اړه مسوولیت لري، دا ستاسو خپل ولایت او خپل خلک دي او ستاسو هر اړخیزې همکارۍ ته ضرورت لري. همدارنګه د روڼ آندو له مرستې پرته دولتي چارواکي د بیا آبادۍ پروسه په ښه توګه پر مخ نه شي بیولای).
 په همدې ډول د هغه له خبرو څخه څرګنده شوه چې روڼ آندي د افغانستان د بیا آبادۍ د کاروان مخکښان دي او لازمه ده چې ټول د وروڼو په څیر او د خپلو نیکو ولولو او روغ فکر له مخې دغه کاروان ته لا زیاته ښکلا ور و بخښي او له حکومتي چارواکو سره لاس په لاس د خپل ولس او خلکو د رفاه په لوري ګامونه کښیږدي.
 
 د روڼ آندو وړاندیزونه
 د وردګو د سیمې روڼ آندو په خپل وار سره د یو شمیر وړاندیزونه د دې ولایت له والي سره شریک کړل او د هغه پاملرنه یې ورته راوړله چې په لاندې ډول یې د ګرانو لوستونکیو مخې ته ږدو:
 
 لومړی: د ښوونې او روزنې بهیر
 د ښوونې او روزنې بهیر هغه مهال د وردګو په سیمه کې د بیا رغونې په موخه سر راپورته او د غوړیدو په لوري یې لومړي ګامونه اوچت کړل چې د پخواني شوروي یرغلګر ځواکونه له افغانستان څخه د تیښتې په حال کې وو. سره لدې چې هره لحظه به هغه سیمې د شوریانو او کمونستانو د بمبارد له ګواښ سره مخ وې او حتی د دې سیمې یو شمیر معصوم ماشومان د زده کړې په ټولګیو کې د یرغلګرو الوتکو په بمونو په شهادت هم ورسیدل خو د وردګو خلکو د ښوونې او روزنې د بهیر رغولو ته په پراخه پیمانه ملا وتړله چې مثبتو پایلو یې په څو تیرو کلونو کې د ټولو هیوادوالو پاملرنه خپلې خوا ته ورجلب کړه او د زیاتو هیوادوالو د خبرو د سر ټکی و ګرزیده چې مخکې له دریو کلونو هم په خپله ټوله سمسورتیا سره روان وو او د خپلې ښیرازۍ ننداره یې کوله. خو د یو شمیر څرګندو او نا څرګندو دلایلو له کبله د دې سیمې ښوونیز بهیر د ورځې په تیریدو سره مخ په ځوړ روان دی او د یوې پراخې سرګردانۍ په بیدیا کې د خلاصون لاره لټوي.
 که د دورګو د سیمې د ښوونځیو، لیسو او مدرسو له فزیکي تعمیرونو تیر شو چې زیاتره یې د تعمیرونو د نشتوالي سره مخ دي، اوس مهال زموږ تعلیمي موسسات د غوره استادانو او درسي پروګرامونو د نشتوالي څخه هم سر ټکوي. ځکه چې هغه استادان چې څه نا څه له بهرنیو ژبو او معاصرې معلوماتي تکنالوژۍ سره بلد وو د خپل ژوند د تامین او د یوې نسبتا غوره تنخوا د پیدا کولو په موخه غیر دولتي انجوګانو او موسساتو ته لاړل. هغه استادان چې په ښوونځیو کې پاتې او زده کوونکو ته خپل تدریسي خدمتونه وړاندې کوي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. له بلې خوا نوموړي ښوونکي د دومره زیاتو اقتصادي ناخوالو او ستونزو سره سره نه شي کولای چې د زده کوونکو لپاره غوره تعلیمي پلان پر مخ بوزي او د پوره ډاډ له مخې درس ورکړي.
 د وردګو روڼ آندو د خپل ولایت له چارواکو سره دغه خبره په کلکه مطرح کړه چې د ښوونې او روزنې بهیر ته دې پاملرنه وشي او چې له هرې لارې ممکنه وي باید دغه ګواښ ته په جدي توګه و کتل شي او د هغه په وړاندې هر اړخیزې هڅې وشي.
 په دې هکله ټولو حکومتي ارګانونو، د ولایت مقام، مرستندویو اړخونو، مخورو او د وردګو روڼ آندو ته وړاندیز کیږي چې له هرې ممکنې لارې کیدای شي په سیمه کې د ښوونې او روزنې د هغه بهیر په ژغولو کې خپله ایماني، اسلامي، انساني او افغاني ونډه واخلي چې د شوریانو د یرغل د خونړیو الوتکو، ډار او ویرې سره سره یې په سیمه کې بنسټ ایښودل شوی او هیواد ته یې په زرګونو داسې ځوانان وړاندې کړي چې د پوهې په ګاڼه سمبال دي. په همدې توګه د روڼ آندو له خوا وړاندیز وشو چې د ولایت په سطح د ښوونکیو د روزنځای یا دارالمعلمین د جوړولو پروسې ته چټکتیا په برخه شي څو د تعلیمي بهیر د ښه والي لپاره ښوونیزې ادارې او سیمه د غوره ښوونکو درلودونکې شي.
 
 دوهم: سیمه ایز متوازن انکشاف او پرمختګ
 د وردګو روڼ آندو د دې ولایت له مقام څخه غوښتنه وکړه چې د ولایت په سطح د ژوند په هر اړخیز ډګر کې د انکشاف او پرمختګ بهیر باید د ټولې سیمې او ولسوالیو لپاره په یو ډول وي څو د سیمې ټول خلک وکولای شي چې د پرمختګ له کاروان سره ملګري وکړي. په دې اړه بیا هم زیات ټینګار د چک د اوبو د بریښنا د فابریکې د بیا رغولو، کلتوري پراختیا، د وردګو د ولایت په ټولو په ولسوالیو کې په معیاري ډول د ښارګوټو د رامنځته کولو، د سیمې د حاصلاتو لپاره د مارکیټ د پیدا کولو له بزګرانو سره د مرستې ، کارموندلو او یو لړ نورو مهمو مسایلو ټینګار وشو.
 
 دریم: د بیا رغولو د بهیر لپاره د غوره امنیت تامین
 د وردګو روڼ آندو د خپلو وړاندیزونو په لړ کې د ولایت له مقام څخه هیله وکړه چې د دې ولایت په ټول جغرافیایي قلمرو کې دې د بیا رغولو د بهیر د لارویانو لپاره غوره امنیت تامین کړي او هغو اندیښنو ته دې د پای ټکی کښیږدي چې د مغرضو اړخونو له خوا یې په ناسم ډول آوازې خپریږي. په همدې توګه په سیمه کې دې د غوره امنیت د تامین په موخه د سیمې له ټولو اوسیدنکو سره د مشورې او تفاهم لاره و نیول شي څو د هر اړخیز پرمختګ کاروان ګړندي ګامونه کښیږدي.
 
 څلورم: په اساسي ډول د ولسوالیو د سړکونو جوړول
 د زمانې په دې اساس پړاو کې هر چا ته د لارو او سړکونو اهمیت په ښکاره توګه څرګند دی چې د ژوند د غوره اقتصادي او هر اړخیزو چارو په لاره کې یې تر سره کوي. همدارنګه غوره لارې او سړکونه د سیمې ښکلا زیاتوي، له خلکو سره مرسته کوي چې په آسانه توګه او کم وخت کې د خپلو موخو د سر ته رسولو لپاره بلې سیمې ته سفر وکړي، ګردونه او غبار له سیمې ورک او د خاورینو دوړو له کبله په خلکو باندې د مسلطو ناروغتیاوو په مخنیوي کې هم ګټور رول تر سره کولی شي. همدا ډول روغ سړکونه او لارې د سیمې فضا د ښکلاوو غیږې ته بیايي او د وګړو د ترانسپورتي وسایلو د خرابوالي ګراف را کموي. له همدې امله د وردګو روڼ آندو په دې مسئله ټنیګار وکړ چې په اساسي ډول د ټولو ولسوالیو د سړکونو د جوړولو په لاره کې کوټلي ګامونه پورته شي.
 
 د غونډې په وروستۍ برخه کې پوهاند ډاکتر زرجان بها د خپلو رغوونکو وړاندیزونو او پروژو په اړوند لنډې څرګندونې وکړې چې په سیمه کې د آسانه بریښنا د انرژۍ رامنځته کیدو او ټولنیزو کالجونو جوړولو ته لاره پرانیزي. چې د ولایت د مقام او د مجلس د ټولو ګډونوالو د ځانګړې پاملرنې سبب شول.