د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له دننه څخه د القاعدې پټو تشکیلاتوته یوه کتنه

دمحمد صدیق راوي ژباړه 07.08.2006 04:00

د (مکتب الخدمّه)دفترچې غایه اوهدف يې دپخوانی شوروی سره دجنګ دپاره دعربی مجاهدینو وسله وال کول،روزل،ملاتړاوسمبالول وه،کوم چې د امریکا،پاکستان،عربستان اودعربی اواسلامی هیوادونودخیریه سازمانونوپه مرسته يې پراختیاوموندل اود یوځواکمن تشکیل په څیررابرسیره شو.دوی دفکری نظره،سنی
سلفی جهادی اویا په بله ویناسیاسی وهابیان بلل کیږی چې دسنتی اومحافظه کاره وهابیت څخه يې سرراایستلی دی . دالقاعدی نوم ددی ډلی دنظامی قرارګاه دنوم (قاعدة الجهاد) یانی (دسپیڅلی جهاد قرارګاه) څخه اخیستل سویدی چې ددی سازمان ډیر غړي (دصلیبیانواویهودیانوپرضددنړیوالی جهادی جبهی)دسازمان غړی بولی . په کال ۱۹۹۸ کی ايمن ظواهري دمصر(داسلامی جهاد)مشر خپل سازمان (اسلامي جهاد) دالقاعدی د سازمان سره یو ځای کړ او ځان يې دنوموړی سازمان دوهم شخصیت ته ورساوه .

افغانستان ته دشوروی ځواکونودراتلوسره سم دګرده منځنی ختیځ جهادی مسلمانانود افغانستان په جنګ کی په داوطلبانه توګه ګډون وکړ . (د فلسطين د جنين په ښار کی) زیږیدلی دکتر عبدالله عزام یادافغانی اعرابو معنوي رهبرچی اوس القاعده ورته وایوپه کال (۱۹۸۲) کی افغانستان ته ولاړاو په کال (۱۹۸۴)کی يې په پیښورکی د(بيت انصار) مرسته رسونکی دفتر تاسیس کړ، لیکن په کال (۱۹۸۹)کی دیوه بمب په چاودنه کی مړسو . ځینو کارپوهانو دا چاودنه دافغانی اعرابودډلوترمنځ دحسابونودتصفیی په نوم تعبیرکړه . همداسی لکه دمجاهدینوسمبول (مسعود) دقتل په موردکی چې عین عمل تکرار سو .
بن لادن هم چې دیوی شتمنی کورنۍ څخه ؤ اوهم دعربستان دربار ته نژدی ؤلکه دډیرونورو وهابی سعودیانو په شان یمنی ریښی لری . له هم هغه پیله څخه يې د(مرستی رسونی ) ددفتر دمرستیال په حیث دنده پیل کړه . د(مرستی رسونی ) ددفتر هدف دداوطلبوجنګیالیو کورنیوته چې دعربی هیوادوڅخه د افغانستان جنګ ته را لیږل سوی وه ، مرسته رسول وه . دغه جګړه مار مجاهدین چې دشوروی تر پاشل کیدو وروسته په افغانی اعرابو مشهور سول د پاكستان ـ افغانستان پر پوله يې یو عربي ولایت ایجاد کړی ؤچی مقصدیی د افغانستان دکمونستانواوشوروی دولت پرضدجنګ کی د مجاهدینواودهغوی دکورنیوسره مرسته کول وه . دشوروی په پاشل کیدواو دربانی دحکومت په پیلیدو، عربي مجاهدین څه موده هلته آرام او بی تکلیفه اوسیدل او ځینی خو يې آن( بوسنياا و هرزه‌گوينا)ته هم ولاړل اوهلته يې دامریکایی ځواکونو سره په ګډه اوملاتړ،د( میلوسویچ )په را پرزولوکی مرسته وکړه او یوه زیاته برخه يې هم بیرته خپلو هیوادونوته ور ستانه سول تر څوددوی په اسطلاح دپردولاس پوڅی دولتونه را نسکورکړی . عربي افغانوجنګیالیو وکولای سول چې په الجزایرکی ځواکمن استحکامات او کلکی مرچلی جوړی کړی . دوی پدی وتوانیدل چې د الجزایردولت دسقوط ترحده ورسوی .
په کال (۱۹۸۹) کی حسن ترابی پیښورته دیوه قاصدپه لیږلوسره دالقاعدی غړی دعوت کړل چې دسوډان په جنوب کی دیاغیانوپه جنګ کی مرسته ورسره وکړی . له همدی ځایه ؤ چې اسامه بن‌لادن اود القاعدی یوشمیر غړی سوډان ته ولاړل او هلته ځای پر ځای سول چې د سوډان جګړه ماره ډله دهغه کال محصول دی . مګر په سوډان کی د څوکالو سوداګریزوفعالیتونووروسته اړوتل چې سوډان ترک او بیرته افغانستان ته را ستانه سی . همدغه بیرته را تګ ؤ چې افغانی اعرابوامریکاهم دنړیوالو کفاروپه ټل کی راوسته او لوړه يې وکړه چې په هغه شان چې دکمونیزم سره وجنګیدو په هغه شان به ددی شیطانی ځواک پرضد هم جنګیږو . سی.آی .ای هیڅکله داسې تمه نه کول چې یو وخت چې موږدغو (افغانی اعرابو)ته روزنه او پالنه ورکول چې دکمونيزم ، هندويزم او شيعیانودښمن او پرضدوی ، خواوس هغه دښمنی ددوی سره په دښمنی بدله سوه . دلته دی چې باید وویل سی چې امریکایانوپخپله په خپل لستوڼی کی مار روزلی ؤ .
په کال (۱۳۷۷)هجری کی دکینیاپه نایروبی او دتانزانیا په دارالسلام کی دامریکا په سفارتونوکی دهمزمانو چاودنوپړه پرالقاعدی ولویده چې دا دامریکی پر ضدرسمی جنګ وبلل سواو وروسته د(۲۰۰۱)کال د سبتامبرد(۱۱) نیټی دچاودنی پیښه ، ددی بهیریو نوی پړاوؤ چې افغانستان ته دامریکایی پوځونودننوتلوسبب سو .
دکال (۲۰۰۱)د دسامبرپه ورستیوکی د افغانستان دتوری بوړی په غرونوکی د القاعدی دورستی مرچل په ړنګیدوسره ، دا سازمان خپل نوی او تازه پړاو ته ور داخل سوچی ترټولو عمده او غوره ځانګړنی يې محافظه کاری او تر مځکی لاندی یومخ پټ فعالیتونه دی . هغه څه چې واقعّا القاعده ورسره مخامخ ده چې دشرایطوسره سم حرکت وکړی ، هغه سختی ستونزی او سخت شرایط دی چې وروسته د سبتامبرد(۱۱) نیټی په اصطلاح د تروريزم په ضدد امریکادمخ پرزیاتیدونکی جګړی سره موازی تګلاره اود فعالیتونوعیارول دی .
د(۲۰۰۱)کال د سبتامبرد(۱۱) نیټی دچاودنی تر پیښی ورسته د القاعدی دترورستی حملو لومړی څپه په دروهیوادونو يمن، كنياا و اندونیزياکی د(۲۰۰۲)کال په اكتبرا و نوامبر ) کی رابرسیره سوه . دوهمه څپه يې پرسعودی عربستان اومراکش راغله . دریمه يې دکال (۲۰۰۳)په اګست کی پر عراق او مالیزیا او څلرمه حمله يې د(۲۰۰۳)کال په نوامبرکی عراق او عربستان که ترسره سوه . پنځمی څپی يې په کال (۲۰۰۳) کی ترکیه، اسپانيا، ايران ا وبیاهم عراق تر خپل سیوری لاندی ونیول . ځینی مبصرین پدی عقیده دی چې پورتنی ټولی حملی دالقایدی لخواتر سره سویدی ، ځکه که موږدیو لنډاو سرسری نظر له مخی څیرسو،هغه یو سلسله عملیات چې د نايروبي او دارالسلام د چاودنو وروسته یانی دکال (۱۹۹۸)له اګست څخه بیا دکال (۲۰۰۱) د سپتامبرتر یولسمی پوری ترسره سویدی .موږته دالقایدی د عملیاتودځاګړتیاو له مخی ،چې هغه دګڼ شمیره سیمو انتخاب او دچاودنوهم مهالی ده ، راښیئ . البته تر اوسه لا دغه تحلیل سل په سلوکی ندی ثابت سوی ، ځینی نوربیاپه دی عقیده دی چې امریکادالقاعدی دحملوبیلګی کافی کوی او هغه ته ورته عملیات پخپله ترسره کوی او پدی ډول ددغه ترورستی ډلی دکارناموبار ور درنوی او څوواره يې غټ ښیئ . القاعدی دخپلوفعالیتونوپه لومړی سرکی دپرمختګ په لور دیوی وړی سیمه ئزی ډلی څخه دیولوی نړیوال سازمان په جوړیدوچی ګڼ شمیرپیچلی ځانګی يې لکه دغڼی دجال په شان لوئی وچی او ستر ټا پوګان سره نښلوی ، بریالی کیږی .
دالقاعدی دفعالیتونودوهم پیر چې د سپتامبردیولسمی څخه بیاتراوسمهاله موده په برکی نیسی ، هغه دوره ده چې په لړ کی ئی القاعده په یوه بی پولی سازمان اوړی ، همدا رازنوی امنیتی بدلونونه هم ددی سبب سوه چې دغه نړیوال سازمان یوی نوی ، پیچلی ، غیر متمرکز او مارپیچی جوړښت ځانته پیدا کړی . داسې جوړښت چې له هستی څخه ئی څو خپلواکی ځانګی او څو ملیتونه را وزیږی او بیا په ګډه او یوه آواز د سازمان ټولو اهدافوته لبیک ووایی او پرخپل جوړښت اتکا ولری او په مستقل ډول دترورستی عملیاتوداجرا طرح ولری .

دالقاعدی د سازمان څو ملیتی تشکیلات :

دالقاعدی دخوځښت پړاو دوړو محدودو حرکاتو څخه تر نړیوال فعالیت پوری يه سوډان کی تیر سو. په هغه وخت کی اسامه بن‌لادن د مصرد«الجهاد» د سازمان دمتحدینوسره چې د (عربي افغان مجاهدینو)په نامه مشهور وه دالقاعده يې دیو ستراو پیچلی سازمان په چوکاټ کی چې (دصلیبیانواویهودیانوپرضدنړیواله جهادی جبهه) نومیده ، سازماندیهی کول او دفلسطین داعیی ته دلومړیتوب دحق په ورکولو سره ، سازمان وکړای سول ځانته مشروعیت تر لاسه کړی .ددی سازمان د فعالیتونوداوج دوران هغه مهال ؤ کله چې عربي جګړه ماران ( چې اوس ئی د دالقاعدی نوم خپل کړیدی) ددوهم ځل لپاره بیرته افغانستان ته مهاجرت وکړ او پښتانه قبایل او طالبان ددوی کوربه سول ، پښتنو قبایلواو طالبانود حکومت په چوکاټ کی په کال (۱۹۹۵)کی دبیل کلینتون په وخت کی دهغه (بیل کلینتون)په مرسته او ملا تړډیر ژر دولتی واګی پخپل لاس کی ونیولی ، ځکه امریکاد افغانستان دکورنی جنګ او دمجاهد ربانی دبی کفایته دولت څخه چې نه ئی سوای کولای پر اوضاع حاکمیت ولری ، ناراضه وه .
دخشخاشواو مخدره موادو سودا ګری په افغانستان کی دکمونستانو تر ماتی وروسته دامریکاد پوځ لپاره یوه تر ټولو مهمه او ستره لاسته راوړنه وه کوم چې امریکایانوخورا زیاته اړتیا ورته درلوده ، طالبان په افغانستان کی یوازنی ځواک ؤ چې ددی کار له عهدی وتلای سوای .
القاعده د طالبانوپه مستقیمه مرسته او هراړخیزملاتړد پنځو کالو په موده کی یانی دکال (۱۹۹۶)له ډسمبرڅخه چې دکال (۲۰۰۱) ترسیپتامبرپوری ئی دوام درلود، دخپلو تشکیلاتو په پراختیااو همدا راز د(نړیوال جهاد)په سازمان ور کولو بریالی سول او وئی کړای سول یو زیات شمیر نظامی قرارګاوی او واحدونه د افغانستان په مختلفو سیمو کی ایجاد کړی .پدی هیواد کی دالقاعدی دروزنیزومرکزونو شمیر (۴۸ واحدو) ته رسیدی چې (۳۰۰۰۰)داوطلب مجاهدین ئی درلودل له دغی جملی څخه ئی یوازی (۱۸۰۰۰) تنه دالقاعدی رسمی غړی وه چې هریوه ئی دمیاشتی له (۷۰) څخه تر (۱۳۰) ډالرو پوری تنخوا درلوده او په دائمی توګه ئی په مرکز کی شتون درلود . ددی ځواکونو پاته کسانو، دالقاعدی د سازمان په تربیوی مرکزکی تر ټرینینګ یا پوځی روزنی وروسته دسیمه ئیزوجهادی تنظیمونودلیکو سره ، چې دالقایدی سره ئی هم اړیکی خوندی ساتلی ،یوځای سول . دالقاعدی هغه عملیات چې د «ابو زبيده» او «خالد شيخ محمد» په مشرتوب او رهبری دپولی هاخواته دڅلویښتوسیمه ئیزو جهادی ګروپونولخواچی هغوی هم په افغانستان کی رونه لیدلی وه او څلیرویشت هیوادونه ئی په بر کی نیول ، ترسره کیدل .

مرګونی برخه لیک :

دامریکاستریرغل اودطالبانونسکوریده ،یانی پسله هغه چې طالبانوامریکاته ښه په اخلاص څلور کاله مهم خدمتونه وکړل ، آخر ئی دمخدره موادو دسوداګرۍ پر سراختلافونه پیښ سول . طالبانو داسې خیال درلودچی دغه کاروبار په خپلو لاسو کی ونیسی او ګټه ئی هم ددوی لاسته ورسی .خو نتیجه داسوه چې جنګیالی چې د افغانستان په امن محیط کی سره را غونډ سویوه ، تیت وپرک سول . ولی دا ضروری وه چې دالقاعدی رهبران باید هغوی دامنیتی خطراتوڅخه چې دوی تعقیبوی وژغوری او دسازمان ورکولوپه بدلولودنورو عملیاتودسرته رسولوپه منظور هغوی نوروهیوادونوته ولیږی .
القاعده ترډیره حده دنوؤ چلینجونو په وړاندی بریالۍ وه ، ځکه امریکی دخپلو یرغلونواو فشارونوپه تعقیب چې ددی سازمان د(۲۰۰۱)کال دسیپتامبرد(۱۱) تربریدوروسته يې ترسره کړل ،(۳۰۰۰) جنګیالی دهغو (۱۸۰۰۰)جنګیالیوڅخه چې په افغانستان کی دالقاعدی په مرکزونوکی ځای پرځای وه د امریکی د جنګی الوتکودبمباریو په واسطه ووژل سول . همداشان ئی(۱۲۰۰)تنه دامریکایی ځواکونولاسته اسیر ولویدل چې ددی اسیرانو نیمه برخه يې دګوانتاناموزندان ته ولیږل سول او پاته نیمه برخه يې هغوپوځی اډویا مرکزونوته واستول سول چې تراوسه يې امریکایانو پته نده روښانه کړی . تراوسه یوازی د(۵۰۰) تنو هویت چس د دګوانتاناموپه زندان کی دی څرګندسوی دی چې داګرده دعربی هیوادو اتباع دی ، پاته (۱۴۰۰۰) تنه جنګیالی په تښته بریالی سول .
دهغوځواکونوله جملی څخه چې القاعدی له ځانه سره وساتل (ساتونکی ۵۵) ګارد دی چې د القاعدی دډیرو تکړه روزل سوؤ جنګیالیوڅخه تشکیل سویدی دغه (ساتونکی ۵۵) ګارد،د اسامه بن‌لادن او دهغه دنژدی ملګرو او دستیارانو دساتنی مسئولیت پر غاړه لری . د (ساتونکی ۵۵) ګاردځواکونه د پاكستان پولی ته نژدی د پښتنود قبایلو او همدارنګه د پاکستان د وزيرستان اود رباط تنی د مثلث په سیموکی ځای پر ځای سویدی .ددی ګاردقومانده دمصری توکمه «مدحت مرسي» پرغاړه دی ، چې د«ابو خباب» په نوم شهرت لری .
القاعده توانیدلیده چې دپنځو مستقلوحوزوپه تشکیلولوسره، چې هریوبه ئی دمستقلی قوماندی ، تشکیل ، عملياتواو محلي مالي منابعوڅخه برخه مندوی ، خپل کارته ادامه ورکړی . دغه مستقلی حوزی به تردی وروسته نوره اړتیا نلری چې دمرکز تابع اوسی ، اوس به دپخوا په خلاف چې : دعملياتوداجرااو دمالی لګښتونودتامین لپاره به يې تل له مورنی حوزی او مرګزی رهبری سره اړیکی نیولی ، عمل کوی .
ــ دکابل په شاوخوا کی د«محمد عاطف ابوحفص مصري» پر مخفيگاه دامریکا یانوپرله پسی هوائی بمباریو بالاخره نوموړی وواژه . د(۲۰۰۱)په ډسمبرکی دهغه وطندار «سيف العدل» دالقاعدی دنظامي ځانګی دقوماندان په حیث وټاکل سو .
ــ همدا راز د«نصر فهمي نصر» (محمد صلاح) دقرارګاه په بمبارولو سره «رمزي بن الشيبه» دالقاعدی دبهرنیو ځانګو دمالي منابعودتامین د اداری دمسئول په حیث وټاکه .
ــ بله داچی په کال (۲۰۰۲)کی دپاکستان په لاهورکی د«ابو زبيده» تر نیول کیدو وروسته چې دالقاعدی دبهرنیو عملياتوداجرا مسئول ؤ ،پرځای ئی «خالد شيخ محمد» وټاکل سو .
ــ « رمزي بن الشيبه »دبحری جنګونو مسئول د «خالد توفيق العطاش» پرځای کوم چې دامریکی پرضد ئی دعدن په بندرکی د آمريكايي «كول»پر کښتۍ عمليات تر سره کړل ، چې په تیر اپریل کی د آمريكايي ځواکونوپه لاس ووژل سو . د « رمزي بن الشيبه » ته نوی دنده په داسې حال کی سپارل کیږی چې پخوانۍ دنده (دپولی دباندی دمالی منابعودتامین دعملیاتودنده)به هم مخته بیایی . نوموړی د(۲۰۰۲)کال په یولسمه دسیپتامبردپاکستانی اوآمريكايي ځواکونود ګډو عملیاتوپه نتیجه کی په کراچی نی ونیول سو .
پاکستان تر اوسه د القاعدی (۷۵۰)تنه وتلی او پیژندل سوی کسان لکه : ابومصعب سوري، خالد شيخ محمد، ابو الفرج ليبي او رمزي بن شيبه نیولی دی .
القاعده همدااوس دپنځو مستقیلو شبکو درلودونکی ده چې دپنځوواړو درهبرۍ غړی په لاندی ډول دی :
ــ اسامه بن‌لادن، موسس ا و د سازمان رهبر
ــ ايمن‌الظواهري، د سازمان دوهم نفر
ــ مصطفي احمد الحساوي، مشهور په «شيخ سعيد»دمالی امورو مسئول او په کی عين حال د القاعدی د سازمان تر ټولو نا آشنا کس ، ځکه زیاتره استخباراتی او امنیتی سرویسونه د نوموړی په هکله ډیر لږ معلومات لری .
ــ ابومحمد المصري،دی یو پیچلی او مرموزسړی دی ، د القاعدی دتبلیغاتی چارو مسئول دی . استخباراتی کارپوهان پدې عقیده دی چې د اسامه بن‌لادن ویډیویی او اوډیویی کسیټونه دده لخوا خپریږی .
ـ مدحت مرسي، مشهور به «ابو خباب»، د(کیمیایی وسلودجوړولو او تحقیقاتو) دمرکز پخوانی مسئول چې اوس د(ساتونکی ۵۵) ګارډ قوماندان دی . دغه ګارډ د اسامه بن‌لادن دساتنی مسئولیت پر غاړه لری .

پنځه ګونې حوزې په لاندې ډول سره دي :

۱ــ د هندا و پاكستان حوزه :

عبارت ده له پاكستان، هند و افغانستان. څخه ددی حوزی دمشرتابه قومانده د«امين الحق»چې د «مجاهد خالص» په نوم مشهور دی،په واک کی ده چې دڅلوروسیمه ایزو جهادی شبکوپر جهادی فعالیتونو څارنه کوی ، دا شبکی عبارت دی له :
ــ «سپاه محمد» د«مولوي مسعود ازهر» په مشرتابه او قومانده ا ودوزيرستان دسیمی د طالبانو سپاه ، دحاجی عمر په مشرتابه او قومانده .
ــ « د كشمير د مبارزينو جنبش » د«سيد صلاح الدين» په مشرتابه او قومانده .
ـ «جماعت اسلامي كشمير» د«عبدالرشيد الترابي» په مشرتابه او قومانده .

۲ــ دمرکزی آسیادسیمی حوزه :

عبارت ده له از بكستان، چچن، گرجستان ، جنوبی چين او سينکيانګ څخه ددی حوزی دمشرتابه قومانده د«طاهر يولداشيف» پر غاړه ده ، چې پر لاندی څلورو سیمه ایزو جهادی شبکوڅارنه کوی ، دا شبکی عبارت دی له :
ــ «دا زبكستان ا سلامي جنبش »چې پخپله يولداشيف ددی جنبش بنسټ ایښوونکی دی .
ــ «سازمان مجاهدين عرب چچن» ددی سازمان بنسټ ایښوونکی «امير خطاب» ؤ چې دهغه تر وژلو وروسته «ابوالوليد عبدالعزيز الغامدي» ددی سازمان قوماندا نی پر غاړه واخیسته .
ــ «شبكه التوحيد و الجهاد» د گرجستان د«بنكيسي»په سیمه کی د«ابوالعطيه » په قوماندا نی .
ــ د« يغوریانو ا سلامي جنبش » چې د چین د زين جيانگ په ولایت کی موقعیت لری او «اوجيماندي عباس» ئی رهبری پر غاړه لری ، دغه جنبش د قرقيزستان او تاجيکستان پر ګډه پوله موقعیت لری .

۳ــ دسویل ختیځی آسیاحوزه :

چې عبارت ده له اندونیزيا، مالزيااو فيليپين څخه ، پخوا «رضوان عصام الدين»، مشهور په «حنبلي» دالقاعدی لخواددی حوزی قوماندان مقررسوی ؤ، پسله هغه چې نوموړی د (۲۰۰۲) کال په اګست کی په تايلند کی ونیول سو، دده ډیر نژدی ملګری جنرال «سوميرو» چې په «ذوالقرنين» مشهور ؤ ،ددی حوزی واګی په لاس کی ونیولی ،چې اوس پر پنځو سیمه ایزوډلو نظارت کوی .
ــ «د اندونیزيااسلامی جماعت » ددی ډلی بنسټ ایښودونی «ابوبكر بابشير» دی چې دعمر دډیروالی له امله ئی په (۱۹۹۴)کال کی دمشرتابه واګی (حنبلي) ته پریښودی . د (حنبلي) تر نیول کیدو وروسته بیا یو بل تن د «ذوالمتين» په نامه چې دده دنژدی کسانو څخه ؤ او په «نابغه» مشهور و ددی ډلی رهبری پر غاړه واخیسته ، . «نابغه»هغه څوک دی چې په«بالي» کی يې په کال (اکتوبر۲۰۰۲)کی دبمی چاودنو عملیات رهبری کړی وه .
ــ د « اندونزياد جهادي سرباز ډله » د «يزيد صفعت » په مشرتوب .
ــ د فيليپين د« ابو سياف جنبش » د «عبدالرزاق جنجلاني»په مشتوب چې په «ابو صبايا» مشهورؤ .
ــ د «مورو آزادی بخښونکی اسلامي جبهه » د «اوستافا زاريف گولابي» په مشتوب .

۴ــ دمنځنی ختیځ او فارس دخلیج حوزه :

د ا حوزه د يمن، كويت، عراق، اردن، تركيی او لبنان هیوادونه په برکی نیسی ، «عبدالرحيم الناشري» لومړی القائدی ددی حوزی مشر یا قوماندان وټاکی مګر په عربي عماراتوکی د(سی . آی .ئی ) لخواپه کال (۲۰۰۲نوامبر)کی دده تر نیولو وروسته «سالم طالب سنان الحارثي»، مشهور په «ابوعلي» ددی حوزی قوماندانی پر غاړه واخیسته ابوعلي د (۲۰۰۳) کال په نوامبرکی دامریکایی بی پیلوټه الوټکی په راکټ چې د «پريديتور» په نوم یادیږی په يمن کی په قتل ورسيدا و «محمد حمدي الاهدل»د هغه جانشين وټاکل شو ولی داسې ویل کیږی چې یو بل مراکیشی سړی د«عبدالكريم المجاطي»په نوم هم دنوموړی دجانشين په حیث ټاکل شوی ؤ او هغه هم دعربستان دکورنی ګروپ په اخ وډب کی دخپل زوی سره ووژل سو . داسې ویل کیږی چې د مادريد دکازابلانکا او دترکیی په چاودنوکی يې هم لاس درلوداو( په عراق کی داروپایی داوطلبانودجهاد، دسازماندیهی دشبکی) اصلی غړی ؤ. همدارنګه ده دلویدیځواعرابواو دمدیترانی پر حوزو اود مادريد دکازابلانکاپر چاودنو چې په (۱۶دمی۲۰۰۲) ـ (مارچ ۲۰۰۴) په موده کی تر سره سول نظارت درلود . المجاطي دعربستان دامنیتی او تعقیبی ځواکونوڅخه دتښتی په هلو ځلوکی دخپلو ورسره څوارلسو مبارزینوسره ، د(۲۰۰۵په اپریل) کی ووژل سو . دا لا معلومه نده چې څوک ئی پر ځای وټاکل سو.
المجاطي چې دکوموحوزو قوماندانی په لاس کی درلودل ، د درونظامی ګارډو او دهغو دځانګوپه درلودلو سره یو له هغوپراخو عملیاتی مرکزونو څخه ؤ چې دفارس دخلیج ګرده سیمه او په تیره عربستان، يمن اود كويت سیمی ئی په برکی نیولی .
دغه حوزه پنځه لاندی سیمه ایزی شبكی تر خپل نظارت لاندی لری : ــ
ـــ په جزيره العرب کی «انصار القاعده» دا هغه عنوان ددی چې د سعودي القاعدی هستوپر خپل ځان ایښی دی . ددی گروه رهبر«يوسف العييري» ؤچی د (۲۰۰۲) په جون کی ووژل سو . «عبدالعزيز عيسي المقرن»، مشهور په «ابوهاجر» دده ځای ناستی هم ډیر ژر تر ده وروسته ووژل سو. تر ابوهاجر وروسته «سعود بن حمود العتيبي» د«انصار القاعده» رهبر وټاکل سو . دغه سازمان په (۲۰۰۰ او ۲۰۰۲ ) کلونوکی د(ناو)آمريكايي «كول» او فرانسوي «لمبورگ» پر نفت وړونکوبیړیو باندی دیمن په ساحل کی د ځانمرګوبریدونوپه عملیاتوکی هم لاس درلود .
ـــ سعود العتيبي د عربستان د امنيتي ځواکونوپه عملیاتوکی ووژل سو.
ـــ د كويت د( سلفيون سازمان ) د«خالدبن عيسي السلطان » په رهبري .
ـــ د عدن د(ابين فوځ ) د «طارق الفضلي » په رهبري .
ـــ په يمن کی «انصار القاعده» د «محمد ابو غيث » په رهبري .
ددی حوزی دوهمه ځانګه یوازی په عراق کی متمرکزه ده چې دالقاعدی سره هم‌پيمانه دری جهادي سازمانونه لری چې عبارت دی له :
ـــ « د توحيدا و جهاد جماعت » د «ابومصعب الزرقاوي» په رهبري . چې داردن په زرقاو کی زیږیدلی دی .
ـــ د « انصار الاسلام جنبش » د «ملا كريكار» په رهبري . چې یو کردی ژبی ملادی .
ـــ دکردستان. د(انصارالسنه فوځ ) د (ابوعبدا…حسن بن محمود)په رهبري .
بیاوروسته د(۲۰۰۴ د ډسمبر) په آخروورځوکی، اسامه بن لادن په یوه ويديويي کسټ کی اعلام كړه چې ابو مصعب الزرقاوي ـ اردني توکمه ، د عراق دګردوجهادی سازمانونو چې د (رافدین پر خاوره جهاد)یادیږی عمومی قوماندان ټاکلی دی .
ــ ددی حوزی دریمه ځانګه هم چې عبارت ده له : اردن، لبنان او تركيی څخه چې لاندی دری ډلی په بر کی نیسی :
ـــ (اردني سلفيه جنبش ) د «ابومحمد المقدسي » په رهبري چې د الزرقاوي معنوی پلار دی او اوس مهال داردن په«‌السويقه» زندان کی بندی دی .
ــ د لبنان د«عصبه الانصار» سازمان د«عبدالكريم السعدي» په رهبري چې په «ابو محجن » مشهور دی .
ـــ په ترکیه کی د (ستر ختیځ د سپرواسلامی جبهه ) د«حبيب آقداش » په رهبري .

۵ ـــ دلویدیځ عربو او مدیترانی حوزه :

دا حوزه یولس اروپایی اودشمالی افریقا هیوادونه په بر کی نیسی چې عبارت دی له : (آلمان، فرانسی، بريتانيی، هالند، بلجیم، ايتاليا، اسپانيا، الجزاير، تونس، مصر، اردن، مراكش ا وليبيا) څخه په لومړی سر کی متفكر مغز (عبدالكريم المجاطي ) ددی حوزی رهبر د( دارالبيضا)د چاودنو ، همداراز ئی د تركيی او مادريدپر زيرزميني ډلو دڅارنی دنده پر غاړه درلوده . په دی حوزه کی یوولس جهادی ډلی دی چې له یووبل سره ډیری نژدی اړیکی او په ټولو یادو شوو هیوادونوکی فعالی ځانګی لری . لیکن په ډیرو مواردوکی تشکیلاتی اړیکی نلری . لکه د( توحید او مصرجهاد )چې خپلواک عمل کوی . دا ډلی په لاندی ډول دی:
ـــ دالجزايرد(جی .اس .پی .سی ) سازمان اویا دالجزايرد(دعوت سلفيه او کشتار جماعت ) د«ابومصعب عبدالودود» په رهبري ، دی دریم تن دی چې پسله «حسن حطاب» څخه چې ددی ډلی مؤسس او د«نبيل صحراوي» مشهور په «ابو ابراهيم مصطفي» چې په تیر ( اگست کی ترور سو) اود القاعدی لخوادقوماندان په حیث ټاکل سوی ؤ . دا ډیره ځواکمنه ډله ده چې دفعالیتونو حوزه يې په لویدیځ کی چې تر موريتانيا پوری غځیدلی ده . دجیجل سیمه اود«سدات» غرونه ددی ډلی دفعالیتونو کلک سنکرونه تشکیلوی . په څو تیرو کلونوکی د مراکش ا و الجزايردولتونو، ددی ډلی دوړو ګروپونوځینی کورونه کشف کریدی .
ـــ د مراکش د«جناح سلفيه الجهاديه»ددی ډلی معنوی رهبر«محمد الفيزازي» دی چې د مراکش تر چاودنو وروسته په شل کاله بند محکوم سو . په کازابلانکاکی یوولس ځان وژونکی برید کونکی چې ټولو ئی د (کاروان) په فقیر میشتی ښارپوری اړه درلوده ، دیهودیانوپر مرکزونو او هوټلونو بریدونه وکړل .
ــ د ابوجهاد په رهبری د (جماعت اسلامي توحيداو جهاد مغرب ) سازمانی ډله .
ـــ د مراکش د«سازمان صراط المستقيم» سازمان د«ميلودي زكريا» په رهبري .
ـــ د مراکش د(اسلامي جنګیالیو جماعت ) چې د عبدالكريم المجاطي لخوا تاسیس سو ، ولی ډیر ژرد مراکش د( تروريسم پر ضد دمبارزی دسازمان ) ،په لندن کی د مراکش ناراضی پناهنده«محمد الكربوزي» ددی سازمان دنوی رهبر په نامه معرفی کړ . اما ده په شدت سره دغه تورونه رد کړی دی . د القاعدی دپلویانو یا هوا خواهانو په نوم تر اووه سوه زیات کسان د مراکش د قنيطره په زندان کی اچول سویدی .
ـــ د مصر د (جهاداو توحید ) ډله ، چې دمصر د( شرم الشيخ او دهب )د چاودنو پړه پرغاړه لری .
ـــ د اردن د(خلايا الموت زرقاوي) د القاعدی په لسګونو پلویانو یا د القاعدی سره تړلی کسان په خپلو دروزندانونو( جويده‌ ـ قفقفا و سواقه )کی لری چې (۱۲۰تنه ) يې ډیر خطرناک بلل سویدی او په زندان کی څوواره ښورښ اوبغاوت کړیدی . متفکر مغز( عزمي الجيوسي ) پر یو دولتی مرکز ئی دکیمیاوی وسلی یوناکامه برید ترسره کړی ؤ ، دده دعملیاتو څخه یو ؤ .
ـــ د ليبيا « د اسلامي جنگیالیو جماعت »ډله چې د «محمد بن فاضل» لخواتاسیس سوه ، او اوس يې «عبدا… الصادق» ته رهبري ور سپارل سویده .
ـــ د تونس « د اسلامي جنگیالیو جماعت » د «طارق معروفي» په رهبري چې د بلجیم او ايتالياپر ځانګو نظارت لری . معروفي اوس مهال په بروكسل زنداني دی .
ــ دتونس د(سنت و الجماعه ) سازمان د «نزار طرابلسي» په مشرتوب چې هغه هم په بروكسل کی زنداني دی . دغه سازمان د بلجیم ا و هالندپرځانګو نظارت لری .
ــ د تونس « اسلامي جبهه » د « علي بن طاهر» په رهبري ، چې همدا اوس مهال په تونس کی زنداني دی .
ــ په لندن کی د « شريعت انصار » سازمان د «ابو حمزه مصري » په رهبري .
ـــ د«المهاجرون» سازمان د«عمر بكري محمد» په رهبري .
ـــ په موريتانياکی دالقاعدی سازمان : د افغانستان په نامتو مثلث کی دالقاعدی تشکیلات چې د موريتانياا و الجزاير په صحرایی سیموکی ځای او هلته خورا غښتلی تشکیلات لری ، ددی تشکیلاتو عمده برخه پروسږ کال را ګیر او زندان ته واچول سول . امریکا په دی سیمه کی دالقاعدی دخوځښتونودډپولو په موخه پوځی اډې جوړی کړیدی .
تر دوؤ اونیو په کمه موده کی د الجزيری تلويزيون د ايمن ا لظواهري ـ بن لادن ـ زرقاوي ا و حکمتيار صوتي ا و تصويري پیغامونه خپاره کړل چې دورانونکوضربو وعده يې ورکول . ظواهري وویل چې :موږ تر درو کالو په لږه موده کی د (۸۰۰) اتو سووبریدونو په کولود امریکاملاورماته کړیده . زرقاوی دطالبانو پر موډل برابر د اسلامي عمارت دجوړولو وعده ورکړه .
که څه هم داسې ښیئی چې دالقاعدی ځواکونو او طالبانو بیا نوی سا اخیستیده او په دې توانیدلی دی چې اوږه په اوږه په یو ځایی عملیاتو لاس پوری کړی اوویل کیږی چې طالب ځواکونه ، گلبدين حكمتيار ته وفاداره کسان او د القاعدی د فعالانو ځانګه په پوره یووالی اوهماهنګۍاو نوی تاكتيك سره د افغانستان دجنګ میدان ته ور داخل سویدی . اما غلطه ستراتیژي اود ملکی کسانو وژنی به بالآخره دمسلمانانوپه منځ کی ددوی په ګوښه توب اوتدریجی نابودۍ تمام سی .
د القاعدی دافرادوپه هکله دمنځنی ختیځ دسنی مسلمانانوتر منځ دا نظریات چې د القاعدی افراداتلان وبولی او که يې جنایت کاره او داسلام دښمنان ،دا نظریات فرق لری . یوشمیرکسان هغوی ته اتلان او زیات شمیر بیادوی جنایت کاران بولی . لیکن ډیر کسان دغرب غلطه پالیسی ددوی درازیږیدو منشابولی او غربیان ملامتوی .
آمريکاکوښښ وکړچی دستر منځنی ختیځ دطرحی په جوکاټ کی د القاعدی ټولنیزی ریښی وروچی کړی ولی ټوله شواهد ښیئی چې آمريکا دخپلو بدواوغلطو سوابقو په دلیل ناکامه ده .
پاکستان تر اوسه د القاعدی (۷۵۰)تنه وتلی او پیژندل سوی کسان لکه : ابومصعب سوري، خالد شيخ محمد، ابو الفرج ليبي او رمزي بن شيبه نیولی دی .
ښائي په مجمع کی د القاعدی دپلویانو شمیرچی دمنځنی ختیځ دهیوادونواو لویدیزعربی هیوادونوڅخه بیادفارس دخلیج ترهیوادوپوری په زندانوکی لویدلی دی ،چې اْضاُفه تر (۱۲۰۰۰) تنو دی ، که چیری دا عدد په پنځ کی ضرب کړونو ددوی دپلویانو او سمپاتیانودشمیر په هکله به موهیڅ مبالغه نه وی کړی .

منابع :
المجله ـ تنظيم القاعده من داخل ـ القدس العربيه، شماره مورح 18 مارس تا 27 مارس 2005، سلسله گفتار ابوجندل ناصر البحري.
ـ الشرق‌الاوسط 29آوريل 2006.
ـ الشرق‌الاوسط 15/6/2005 مصاحبه با فتيحه محمد الطاهر حسني، همسر کريم مجاطي.
ـ تنظيم القاعده داخل مراکز التاهيل اردن ـ قدس عربي 9 تا 12 مې 2006.