د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

يو ځل بيا امر بل المعروف او نهي عن المنکر

حبيب اله غمخور 01.08.2006 03:00

پدې ورستيو کې دافغانستان جمهور رئيس  دافغانستان دعالمانو دسراسري شورا لخوا دحج او اوقافو دوزارت په چوکاټ کې داخلاقي اواداري فساد د له منځه وړلوپه خاطر دمذهبي پوليسو (امر بل المعروف او نهي عن المنکر) دادارې دجوړولووړانديز منلی دی .
دافغانستان دحج او اوقافو دوزارت چارواکي وايي دغه اداره دافغانستان دعلماو اوروحانيونودغوښتنې پر بنسپټ جوړېږي  . ددغه دطالبانو څخه په ميراث راپاته ادارې دجوړېدو لپاره ښاغلی کرزی ډېرو پېژندل شوو دود پالو او سخت دريزو دسترې محکمې سرپرست  فضل الهادي شينواري دافغانستان دحج او اوقافو وزير نعمت الله شهراني اودسترې محکمې دشوراغړي محمدقاسم دوستي ته دنده سپارل شوېده . تر څو دطالبانو امر بل المعروف او نهي عن المنکر ته ورته يوه اداره جوړه کړي  . دښاغلی کرزی لخوا  په دغسې يوحالت کې ددوی دغوښتنې منل چې دحکومت اداري وړتيااوتوان په ملي او نړيواله کچه تر څرگندي پوښتنې لاندې دی په هيوادکې دننه  او بهر افغاني ملي ،سياسي  بنسټونو ، روڼ اندواو نړيوالو دهيښتيا لامل  وگرځېد.
هغه وخت چې ديوشمېر کسانو لخوا پر مطبوعاتو او نشراتو په يوه اوبل نامه نيوکې پيل شوې دهر چاسره داسوال پيدا کېده چې ممکن پاکستاني او ايراني استخبارات  يو ځل بيا په هيواد کې ددموکراتيکو اوښتنو اوارزښتنو،دمطباعاتو اونشراتي ارگانوپر نيم بنده ازادیو باندې دمذهب  له نامه څخه په استفادې سره د دموکراسي  دمخالفو  يوشمېر معلوم الحاله  بنسټ پالوپوسيله نيوه کې پيل  کړي . دا کار ډېر ژرپيل شو کله په تلويزيون کې دښځو اواز  او سندرو ويلو سره مخالفت کېده ،کله دمطبوعاتو دليکنو څخه ناراضه وه اوکله يې يو او بل ځای دامريکايانو له ډاره په پټه په دولتي ادارو کي دښځو دکار ،تحصيل او دهيوادپه سياسي ژوند کې دهغوی دفعالي ونډې اخيستنې سره دمخالفت سرښوراوه ،اوخپله ناخوښي يې په يوه اوبله بڼه څرگندول . داسې  حرکت دهيواد په داخل اوله هيواد نه بهر دټولو دموکراسي پلوو لخوا په ځير سره څارل کېده . ټول پدې پوهيدل چې ددوي پوسيله به پر دولت فشار واچول شي تر څو دعالمانو سراسري شورا جوړه شي .
 بلې !  دا شورا جوړه شوه که څه هم شاته دبل چا لاس و ،سياسي موخو اسلامي موخي تر سيوري لاندې راوستلي وي  ، دافغانستان دعالمانو سراسري شورا جوړه شوه . داکار تر يوه حده خلکو ته عادي و، ځکه داسي شوراتر 1992م کال د دحاکميت په وخت کښي هم وه ،او دغې شورا خلک له کورنی جگړې نه افغاني او اسلامي اخوت ته رابلل ،اسلامي ارشادات يي دجوماتونو او تکيه خانو دممبر او غونډو دجوړېدو پوسيله دخلکو غوږوته رسول . ولې ددولت په هغوکارو کې چې دمذهب سره يې تړاو نه لاره کار نه درلود، ددوی دنده اسلامي ارشاد اودمذهبي ارزښتنو تبليغ و.
خو دغه دعالمانو شورا چې پدې ورستيو کې جوړه شوه تل تلاښ کړی چې په دولتي هغو کاروکې مداخلې وکړي کوم چې په دوی پورې هيڅ اړه نلري . سره لدې چې دافغانستان په نوي جوړ شوي اساسي قانون کې واضح اوڅرگند ليکل شوي چې په افغانستان کې هيڅ داسې قانون چې داسلامي شريعت سره په ټکر کې وي نشي نافذ کېدای، بيا هم متاسفانه دغه شورا په يوه اوبل نامه دانساني ازاديو، يعنې عقيدې اوبيان دازاديو مخه نيولې  ده، اوپه زياته علاقه سره يې تلاش کړی دولت په کارو کې مداخله وکړې .
په بري سره ددغو مداخلو دوام اودپاکستان لخوا هڅونو پايله داشوه چې خپلې غوښتنې په ښاغلی کرزی ومني او دداسي اداري په جوړولو لاس پوري کړې  چې نوم يې يوځل بيا افغان ولس په مغذونو کې دطالبانودواکمنی  زوروني او زورزياتيو ترخې خاطرې راژوندی کوي .
داسي شواهد شته چې پخوا هم څوځله دپردو په اشاره اوهدايت  پر کرزي زور اچول شوې ، تر هغه څه کرښه راتاو کړئ چې ددوی په وينادشريعت خلاف گڼل کيږي . همدغې شورا تل درسنيو پر آزادیونيونه کړې اوپرځينو ټلويزيونو باندې يې دبنديز غوښتنه کړېده . که څه هم تر اوسه لا دقيقه معلومه نده چي دا اداره به دکومو صلاحيتو څشتنه وي او په څه دول به کارونه پرمخ بيايي ،خو داسي معلوميږي هغه څه چې دټاکل شوو کسانو پوسيله جوړېږي دطالبانو له امر بالمعروف اونهي عن المنكر سره به ورته يوه اداره وي .
داسي وړاندوينه کيږي چې دغه اداره به دجوړيدو وروسته سمدلاسه تر ټولو لمړی  مطبوعات اونشرات په نښه کړې وروسته به په ښوونځيو ،پوهنتونو ،په دولتي او خصوصې اداروکي دښځو پر کار اوراوروسته ددوي پر لباس اونوروهغو څيزونو نيوکې پيل کړي کوم چې  داسلامي قوانينو سره به په واقعي ډول هيڅ اړېکې و نلري . پددي توگه به دخلکو ،مطبوعاتو اودولت تر منځ دملي کړکيچ نوی پړاو پيل اوپايلې چې هر څه وي هغه به دهيواداو دموکراسی په گټه نه وي .

دامر بالمعروف اونهي عن المنكر دادارې  تاريخ ته کتنه !
بلې دامر بالمعروف اونهي عن المنكر  په هکله په ديني کتابونو کې څرگندوني راغلې دي ،رښتيا هم ټول مسلمانان  دنده لري خلک د ښوکارونو اجرا اودبدو حخه نفرت ته راوبولي  ،ټول هغه څه چي په اسلام کې ورته داجر ا جواز نشته خلکو ته تبليغ او هغو ي يې وبدو پايلومتوجه کړې . خودغه دندې دبشري ټولني دپيداېښت سره يوځاي راپيدا شوې  ، دوخت په تيرېدوسره يي په ځينو سيمو کې بېخې مذهبي بڼه اخيستي ده ،ځکه پسله هغه چي مذهب راپيداکېږې  اومذهب دخپلو نورمونو له مخې  خلک نيکو اخلاقو اوکړنوته رابولي ،دبېلگې په توگه دزردشتي اوبودايي مذهب  شعار ((کردانيک اوپندار نيک  )) چې ترا وسه په خپل قوت  پاته دی .کله چي دلوي څښتن لخوا پر پيغمبرانو اسماني کتابونه رانزل شول په هغو کښي روښانه دمذهب پيروان دنيکو او انساني کړنو سرته رسېدوته هڅول ،داسلام ددېن پيدايښت يوله اساسي لاملو څخه په بشريت کي دوحشت اوبربريت او ټولنيزوناخوالو ختمول و ،هغه څه چې داسلام دسپېڅلې دين تر راتگ اوقران عظيم الشان  تر نزول مخکښي وه زيات شمير پوره پوهېږي  . کله اسلام په زور په خلکو منل شوی ،فتوحات شوی اوکله بيا دنصيحت  تبليغ او نيکو اخلاقو له لاري دنورومذهبونوپيروان داسلام مبارک دين  منلوته هڅول شوي او هغوي اسلام منلی دی . کوم څوک به دافتوا صادره کړې چې اوس هم بايد مسلمانان پر نوروميلتو اودنورو مذهبونوپر پيروانو ير غل وکړې تر څو داسلام په دين مشرف شي؟ دوخت په تيرېدو سره زيات شيان او احکامو هم تغير وخوړ . اوس مسلمانان غواړې دنورو سره په ښه گاونډيتوب او دوستانه مناسباتو کي ژوند وکړې .
ستر او انکار نه منونکی حقيقت خودادی چي داسلام دمبارک دين اودهغوي دواقعي اوسپېڅلو پيروانو ،عالمانو ،امامانو اونورو هغو چي غوښتل يې دنورومذهبونو پيروام داسلام په دين مشرف شي دښو ،انساني او عالي اخلاقو ،مهربانيو او خواخوږيو نه يې استفاده کول ،همدا دليل دي  چي په ډير کم وخت کې دنړی پر مخ دمسلمانانو شمير تر يو ميليارد اوړې .
متاسفانه داسلام پردغوښو خصوصيتونو په شلمه پېړی کي يو ځاي اوبل ځاي سياسي سوداگری پيل شوې . بېله کومې اړتيا څخه په سياست داسلام ورگډيدوته دهيوادونو دمشرانو اونورو دقدرت تږولخوا تلاښونو پايله وه چې اسلامي مذهبي عقيدې دوه بعدونه ځانته غوره کړه : يعني يو اسلامي عقيده دخداي او عبادت دترسره کولو په موخه اودوهمه يي  دمذهبې  عقېدې څخه وسياسي موخوته درسيدو لپاره پراخه استفاده چې همدا اوس هم دالړی روانه ده
د  طالبانو دواک تر په لومړی سرکښي  دامر بالمعروف اونهي عن المنكر داداره نه درلوده ،پسله هغه چې طالبانو  دهيواد ډيره برخه تر خپل  حاکميت لاندي راوستل  ،آې  ايس  آي  اوپاکستاني بنسټپالو دپښتنو دبدنامولو اودهغوي پر خلاف دولس راپارولو په موخه يې  دابېچاره گانو ته داسلام دپتنگانو نوم ورکړ ،بې ځايه يې دهغوله پاکو انساني او اسلامي احساساتو څخه  په گټي اخيستلو سره طالب چاواکي وهڅول چې داسلامی احکامو دتبليغ  اودطالبانو څخه دخلکودوېرونې په خاطر  دغه د دامر بالمعروف اونهي عن المنكر اداري جوړه کړي ،په لومړي سرکي دايورياست غوندي اداره وه بياوروسته يي دوزارت تر کچې پورته کړه .
که رښتيا وويل شي په هغه وخت کي هم ددغه اداري زيات شمير منسوبين  اصلا خپله په اسلامي ارشاداتو نه پوهېدل ،هر چا غوښتل چې ددغې اداري کارمند شي ځکه يوازنی اداره وه ، چې دهيڅ ډول قانون په منلو نه وه مکلفه ،څه چې يې زړه غوښته هغه يې تر سره کول . ددې ادارې  ناوړ کړنواو ظلمونو افغان ولس دطالبانوپر خلاف راوپاراوه .
دامر بالمعروف اونهي عن المنكر دطالبانو دحاکميت په وخت کې لاندي دندي  لرلې :
۱-  په بازار اوکوڅو کې دځوانانوسرونه په جبر خرېيل ،دږېرو اوسردورېښتانو اندازه کول  . 
۲-  دخلکو په وړاندي  يې  بيچاره ښځې  په شلاخو او کمربندو وهلې ،هغه درناوی چې  زموږ په ټولنه ښځې ته کېده ،ددوي لخوا تر پښو لاندي شو.    
۳-  هغه محصلين  دامتحان له صحنې څخه ايستل کيده کوم چې خولۍ به يې  نه وه پر سر  .   
۴- دهغو خلکو وهل ،زورول کوم چي په جماعت لمانځه ته نه حاضرېدل . په وچ زوريي خلک دوهم ځل لمانځه ته مجبورول .
۵-  دموسيقی  اورېدل چې ورته دروح غذاويل کيږې او قرنونه په افغانستان کې اورېدل شوېده داسلام څخه په غلط تعبير منع شوه ،  دټايپ او ويډو کسټونوچې به يې هر چيږي وليدل  ماتول او سوځل . خو خلکو ددوي ددغه ناوړه کار سره مقاومت کاوه ،موسيقي اورېدل کېده ،تنکيو انجونوته دپياوړو ښځو لخوا تدريس کېده اونور.... 
۶- که به کومه ښځه دعيني اړتيا له مخي په ټکسي مرټر کې  تنهاسوره شول ددغي اداري دخلکو لخوا په مرگ وهل کېده .
۷- هغوي ماشومان او ځوانان دسپورټي لوبونه بې برخې کړه . دسپورټ لوبغاړي په قتل گاه بدلې شوې ،هلته هره ورځ دخلکو لاسونه ،پښې او سرونه غوڅيدل ،کابل سپورټې لوبغاړې يې نږدې بېلگه ده .
۸- ځوانانو نشوه کولای  درشي واغوندي ،اوياږيره وخريي .

۹- هندو اوسيک ورونه چې زموږ دهيواد له ډيرو پخوانيو اوسېدونکو څخه دي ،لوي او واړه يې ځانونه  افغانان بولي داسي تحقير شول چې تاريخ يي مثال نه پېژني .
۱۰-  نجونې او پېغلي دتحصيل اوکار له نعمته محرومي  شوې،په دولتي ادارو کې دښځوپرکار بنديز ولگيد .
حقيقت خو دادی چې پدې لار کې پاکستاني بنسټپالو ډلواو استخباراتودوي  داسي هڅول چې  له دوي نه  بلاخير ه لاره ورکه شوه . وروستی تاريخي ناوړه کړنه يې  دټولو اسلامي او مدني اصولو او قوانينو خلاف زموږ دهيواد تاريخي اولرغوني  اثار وله منځه وړل و . ددغه کرغېڼ عمل په مقابل کې ملې او نړيوال غبرگون  دټولو په ياد دی .
طالبانو سرزوري،ناعاقبت اندېشی چې يا نه پوهېدل اويا يې په غټ گمان اختيار نه درلود،دخپلو سياسي تير وتنو قربانيان کړل ، هغوي په خپله په سياسي ځان وژنه  لاس پورې کړ  .ارزومې داده چي ښاغلی کرزي صاحب دهغو پر قدمو پښه کښې نه ږدې .

ددې ادارې دجوړېدو اړينه شته ؟
پداسي يوه هيواد کې چې ۹۹ په سلو کې وگړې يې مسلمانان وي ،ټول قوانين  اوپرېکړې داسلامي شريعت پر بنيا دتر سره کيږي ،په دولت کې دعلې وزارت ،لويه څارنوالي  ،ستره محکمه ،دحج او اوقافو وزارت ،دعالمانو سراسرې شورا ،دکورنيو چارو وزارت اژونده څانگې همدا اوس عملا فعالي دي ،په کوم منطق داپه خلکو منی چې دداسي اداري جوړول  يو اړين کاردی  . دهر هوښيار سړې پدې پوهيږي چې  له دغې ادارې نه  به   په  قانونې بڼه دبنسټپالو موخو دسرته رسولو دوسيلې په توگه به کا ر اخيستل کيږي  .
ددې اداري ددندواوصلاحيتو په هکله تر اوسه هيڅ نشته  ،خو دا داوسنی اداري پېژندل شوی تاکتيک همدادی  چې لومړی اداره جوړوي  ،بيا ورته ددندولايحه . مگر ځنې دولتي کارمندان په خپلو تشريحاتو کي داسي وړاندېني  کوي چې ددې ادارې او دطالبانو دوخت داداري تر منځ به چندان توپير نه وي  . خو اوس داسي موډ دی  (( هغه اداره بدوه ،ځکه طالبانو جوړه کړېوه ،داښه ده ځکه دوي يې جوړوې )) ،خو زماپه نظر هغه دچاخبره دواړه ديوه آس غوږونه دي  . زموږ په هيواد کې يو سياسي منل  شوی  معمول دی  ،ټول هغه څه چې پخوا تر سره شوی خراب دي  ، اوس چې هر څه خراب اوياتيرو ته ورته تر سره کېږې ډير ښه اوپرځاي دي .
داريانا تلويزيون سره په خبروکې  داوقافو وزارت مرستيال ښاغلى سليمان حامد وايي  : د اسلامي ارشاداتو سره سم ددغي ادارې دنده تبليغ ترويج او دعوت دی ترڅو د ټولني خلك ښوكارونو ته را وبولي او د بدوكارنو نه يې منع كړي د هيچا په عزت، ابرو باندی به تعرض صورت و نه نيسی. او ددې ادارې صلاحيت به د اسلام په چوكاټ كې وي نه د طالبانو د رژيم په څير د امرباالمعروف اداره  چې پر ولس  يې د ژوندكولو ساحه تنګه كړه .
مگردولسي جرګې مرستياله فوزيه كوفي بيا په بل نظر ده ،هغه وايي : د دغو څوكلونو په ترڅ كي ډير كميسيونونه او ادارې جوړي شوې خوښه نتيجه يې نه ده وركړی اوس چې د امرباالمعروف په نوم كومه اداره جوړيږي دانه ده څرګنده چې دا اداره به د څه ډول كسانو نه جوړيږي آيا هغوی به په دې وتوانيږي چې په هېواد كې د فساد مخه ونيسي ؟  .
دارښتيا خبر ده ، کرزی صاحب  او(( 81 )) کلن    فضل الهادي شينواری  به داداخلاقو او صداقت پريشتې له کومه کړي ؟ چي نه به رشوت خوري اونه خيانت کوې . نوموړی پخپله دهيواد دعدلي لوړ ارگان درهبری صلاحيت تر همدا اوسه لري  ،مگر په دولت کې اداري فساد ،رشوت ،زورونه ،خيانت ورک نشو،بلکي دهرې ورځي په تيرېدوسره دومره زيات شو چي بنسټپالوته بهانه پلاس ورغله او دفساد څخه دنجات لار يوازې دهمدې مذهبي پوليسو دادارې جوړول گڼې .
ډير څېړونکی ،افغانان ټول اوحتاهغه دولتي کارمندان چي غواړي ملت ته خدمت وکړې دعدلي ارگانو ( څارنوالی اومحکمې) څخه سر ټکوي په رښتيا هلته رشوت سپېڅلې عنعنه گرځېدلې  ده .
دکورنيو چارو په وزارت کې  د بډو او اداري فساد پر ضد ادارې سرپرست ذبيح الله عصمتي وايي په افغان حکومت کې اداري فساد او بډې تر بل هر وخت زېاتې شوی دی ، هغه وويل چې له اداري فساد سره مبارزه وخت ته اړتيا لري .((افغانستان د اداري فساد له بحران سره لاس او گريوان دى. خلک نا راضه دي، مجازات او مکافات نشته، دا کار بايد عملي شي )).
دوى وويل چې له اداري فساد سره دمبارزې کړنلاره بايد جوړه شي ،په دغه اداره کې پاک او په کار پوه کسان په دنده وگومارل شي ، دبډو لاملونه دې په گوته او ريښې دي ختمې شي ،قوانيين دې روښانه او اسانه شي .  
د اداري فساد ضد ادارې مشر وويل : د بډو او اداري فساد په لسگونو دوسيې يې څارنوالۍ او قضايي ادارو ته استولي خو د پايلو درک يې نشته . تقريبا ٧٠ دوسيې جزايي محکمو ته استول شوي دي. په دې که دڅو مليونو ډالرو دوسيې شته . موږ څارنوالۍ ته استولي خو ډېرې دوسيې هلته پرتې دي او زموږ ډېره ستونزه په قضا کې ده . هغوى بايد خپل مسووليت ترسره کړې .
 ښاغلي عصمتي وويل :  سيارې يا گرځنده ډلې دولتي ادارو ته د څيړنو اوپلټنو لپاره استوي ، د فساد تر پيښيدو وړاندې په ادارو کې تبليغ کيږي او خبري رسنيو ته دپېښو په اړه معلومات ورکول کيږ ي . 2006 ,26 جولاى BBC
دهغو خلکو دمعلوماتواوپوهاوي  لپاره چې وايي دامر بالمعروف اونهي عن المنكر  اداره په مصر کي هم شته  اړينه بولم ووايم هلته دغسې يوه  اداره ده لکه  دکورنيو چاروپه وزارت کي چې همد اوس فعاله ده .
دامر بالمعروف اونهي عن المنكر دادارې دپلويانوڅخه کېداي سي پوښتنه وشي په محکمو اوڅارنواليو کې به ددې فساد جرړې څوک باسي ؟    اگر اين مکتب است واين ملا حال طفلان خراب ميبينم
هغه چې دعدالت او انصاف پر مسله ناست دی له هغوي څخه به څوک پوښتنه کوې؟
ښاغلی سليمان حامد استدلال  کوي وايي : زموږ اوسنی نظام اسلامي جمهوریت دی ،د افغانستان د خلكو نماينده ګانو دا نوم ورته  ټاكلی  ،هدف يي لويه جرگه ده . په يوه اسلامي نظام كي د امرباالمعروف د ادراې شتون څه ستونزې نه لري .  بلې  !ستونزي نلري اونه ولس ورسره مخالف دی مگر دوه سواله مطرح کيږي : لومړی : څه تظمين وجود لری چې د امرباالمعروف اداره به په هېواد كې اخلاقي او اداري  د فساد مخه په حقيقي توګه ونيسې؟
 دوهم : داسي منلي او اوپاک خلک به له کومه شي چې دهر څه نه خلاص وي ؟ که چاته داډله معلومه وي ښاغلي کرزی صاحب ته دې ورپه گوته کړي چې هغه ناسالم خلک له دولت نه وباسې اوپرځاي يې دوي وگمارې .په هغه صورت کې فکر کوم ددولتي تشکيل بې ځايه پاړسوب  او دشيخ پانيانو لپاره دادارې جوړولو ته اړتيا نه ليدل کيږې ،کيداي شې دهغو سپين ږېرو عالمانو چي نور دژوند دفزيکې امکاناتو له مخي دحرکت نه دي حرمت په کوروکي وساتل شې او هلته يې عزت وشي اعزازي معاشونه ورکړه شي اولوکس موټران ورته رانيول شي چې دوي خوشحاله وي .
سليمان حامد وړاندي وايي:  دا اداره مخكی په ستره محكمه كی د احتساب د رياست په نوم موجوده وه. خو اوس په حج او اوقافو پوری ونړل شول . سمه خبره ده کله چې يوه اداره ورته دندي بايد سرته ورسوي ،تنهادکومو ملحوظاتوپه خاطر چې په هغه هم ټول پوهېږ ې ،داسي نوی نوم ورته ټاکل  چې ولس  يې داورېدو څخه نفرت لري  کومه اړتيا ليدل کيږي ؟
اغلې فوزيه كوفي داداري فساد څخه خلاصون يوه بله لار هم وړاندي کوي وايي  : موږ اوس د بحران په حالت كی يو د زړې ادارې ځای بايد نوې او اصلاح شوې اداره ونيسی . ځكه دا د بحران حالت دی . موږ اداري فساد، د دولت په ادارې كي بيروكراسی او نور مشكلات منو، خوخبره داده چې يوسيسټم را منځته شی . اوس دغه اداري سيسټم ناكاره دی . ددیې لپاره ضروری ده چې په حكومت او دولت كې احزابو ته ونډه وړكړل شي . بله خبره داده چې د اړيكو ځای بايد ضوابط ونيسی نه روابط ، د اوسنی ادارې لويه ستونزه داده چې په نظام كی سياسي احزابو ته ونډه نه وركول كيږی .
موږ ښځو يو ځل د طالبانو په وخت كي دا اداره ازمايلی ده. همدا اوس ترهګر او بنسټپال د نجونو مكتبونه سوځي موږ دا اداره نه غواړو ددغې ادارې جوړيدل د دموكراسی د اصولو خلاف يو عمل دی.
دا چې د افغانستان اساسي قانون او نور قوانين د شرعيت په رڼاكي عمل كوي نو بيا د دغسي ادارې شتون ته هيڅ ضرورت نشته .  زه ددغی ادارې جوړيدل دولس په شخصی ژوندكې يوه څرګنده مداخله ګڼم .
اغلې  كوفي وايي : د فقي عالمان امرباالمعروف د دين شپږم ركن بولي او دا د هر مسلمان وجيبه ګڼي ترڅو په دې لاره كې ګام واخلي خوپه يوه شرط چې د دغسي ارګان نه سياسي ګټه پورته نشي لكه طالبانو چي دا كار وكړ. اوس دا تظمين نشته چې آيا ددې ادارې نه به په سمه توګه ګټه واخيستل شي او كه به سياسي ګټه ترې پورته شي .  دلته بلې مسلي ته هم بايد پاملرنه وشي  هغه  دشعيه مذهب دپيروانو ونظريات او اندونه  ،ځکه يولړکړنې په سوني مذهب کې منع اوشعيه مذهب کي جواز لري  .داستونزه به  دادنجات اداره څنگه حل کوي ؟ که  دا اداره لکه دطالبانو دوخت په دود دپښتنو اوسونې مذهب دپلويانو په واک کښې وې ؟ په هغه صورت کې به دايوه خاينانه طرحه وي ،ځکه  يوځل بيا به ددې اداري په  نامه دپښتنو دسپېڅلې قوم پر خلاف دنورو قومونو او مذهبونو دپيروانو لخوا زهرجن تبليغات  پيل شي ،چي تر يوه حده زه ورسره موافق يم ځکه داسي ښکارې چې دپښتنوپه وسيله پښتانه دنورو قومونو څخه جلاشي  . په هغه صورت کې که څوک غواړي اويانه  په هيواد کې به دنوروژبو اومذهبونو دپيروانو  او نړيوالو نفرت دپښتنو پر ضد مخ پر زياتېدوشي . دپښتانه  او دسونې مذهب پيروان بايد  پدغه پاکستاني لومه او دسيسه سر خلاص کړي . 
نعمت الله شهرانی وايي دا اداره به ټولنه دفاسدو خلکوله وجود څخه پاکه اومصونه وساتي . 
خو خلک داسوال کوي چې شهراني صاحب بايد اول په خپل وزارت کې داداري فساد او رشوت اخيستلو مخه ونيسي .
د حج او اوقافو نومول شوی  وزيران نعمت اله شهراني د نوماندي وزير په توگه  ولسي جرگې  ته  . د هغه  ژمنې دا وې چې که د جرگې تايد تر لاسه کړي په اړونده وزارت کې به اصلاحات راولي ، د وزارت وقفي ملکيتونه به چې بريد يې له يو لک جريبه اوړي او د پام وړ برخه يې زورواکانو لاندې کړې ، بيرته خپلوي ، د ټولنيز فساد او بداخلاقيو مخه به نيسي ، د نيشۀ توکو خلاف به د منبر له سره مبارزه غښتلې کوي ، د کور دننه به ديني تعليماتو ته وده ورکوي او په بدو کې د ښځو د ورکړې او اجباري ودونو خلاف به د دين له احکامو سره سم د ښځو د حقونو ملاتړ کوي. 
  له ښاغلي شهراني نه د وکيلانو گڼې پوښتنې د حج له مناسکو سره په تړاوو کې د بډې خوړو او فساد په اړه وې .هغه څه چې تير کال يې د دغه وزارت يو شمير لوړپوړي چارواکي د قاضيانو د ميز تر شا هم ودرول . همدې ته په اشارې سره د هرات وکيل مولوي گل احمد اميني دا پوښتنه هم مخې ته کړه چې ولې ښاغلى شهراني د يوه بل ځل لپاره د دغه وزارت گټلو ته راوړاندې شوي دى .
 ښاغلي اميني وويل (( د حاجيانو له پيسو نه ناوړه استفادې چې ستاسو د وزارت لوړ پوړو چارواکو پکې لاس درلود يوه لويه رسوايې رامينځ ته کړه.ايا تاسو له دې اړخه ځان پړنه احساسوئ؟ په نورو هيوادونو کې دغه ډول مسوليتونه د وزارتونو مشرانو ته راجع کيږي او دفعتا استعفا کوي .ايا تاسو دا لازم وينئ چې بيا کانديد شوي ياست ؟ ))  دې نيوکې ته د ښاغلي شهراني ځواب دا وو چې تر اوسه يې د فساد په تور له دغه وزارت نه گڼ کسان شړلي دي . خو دايې هم وويل : (( بډې نن سبا په افغانستان کې د ماموريت د کلتور يوه برخه جوړه شوې . که يوې ادارې ته ننوځئ ، د بډو له ورکړې پرته ترې نشئ راوتى .
رښتيا خوداده چي نه شهراني صاحب اونه هم نوروجگپوړو چارواکو په دولتي اداروکي دفسادمخنيوي ته پاملرنه کړېده . په همدغه وزارت کي چې ددولتي فساد دله منځه وړلو لپاره ديوي بنسټپالې اداري دجوړولو طراح دی فساداو رشوت خوړل دومره زيات دی ،چي څارنوالي ،ستره محکمه اونوري قضايي ادارې به دې هيرې شي .
داخلاقي او اداري فساد لاملونه :
۱- زيات وخت دژوند اقتصادي ناخوالي پېغلي او ښځي ځان خرڅوني ته اړباسي . چې دا عشق نه بلکه مجبوريت دی . دا 30 کاله کيږي چې دکورنيو جگړې په پايلو کې ډير نارينه مړه شول ،يا زيات شمير کورنی پاکستان او ايران ته کډه شول ،دلته اوهلته يوشمير ښځې داقتصادي  ستونزو اوخپل اولاد ته دډوډی دپيداکولو په خاطر اړې شوې چې پر پيسه دارو زنکه بازانو ځان وپلورې . همدا اوس ډير ځله زموږ پاک لمني مجبوري شوې دي چې دپيسو او زوراو قدرت دخاوندانو سره هم بستره شي .
 ۲-   دافغانستان په اداري سيسټم کې رشوت يوه پخوانی  پدېده ده ،خلک دبا انصافه رشوت سره عادت دي ،پخواډير ځله دخپل حق دلاسته راوړلو لپاره رشوت ورکول کېده ،خو اوس يي فرق کړئ دځان او بل دحق دترلاسه کولو لپاره په ادارو کې رشوت قانوني بڼه اخېستې ده . څرنگه چې پرېکړي په محکمو کې کيږې او په محکمو کې هم اوس دينې عالمان دي متاسفانه هغوي درشوت ورکول رواج په خلکو کښي دهرې ورځي په تيرېدو سره ډير کړی دی . گر کفر ازکعبه خيزد کجاماند مسلماني. 
دا دمنلو وړده چې يو شمير ټيټ پوړې مامورين رشوت داقتصادي ستونزوله مخي خوري ،يعني معاش ورته کفايت نه کوې ،خو په جگه کچه رشوت او اخلاقي فساد بيا کومه اقتصادي اړينه نه بلکه  دنفسي غوښتنو او کېدو لپاره تر سره کيږي چې په غټ گمان هيڅ ډول دامر بالمعروف اونهي عن المنكر اداره به دهغې دمخنيوي  توان او جرات ونلري  . دالمان ږغ دراديو سره داوسنې کابل ښاروال  مرکه مې تيره ورځ ژباړل هغه دکابل په ښارکې دقوماندانانو او دولتي قدرت دڅښتنانولخوا دپر خپل سر او بيله دکابل ښار دماستر پلان ، تعميراتي او تخنيکي مقرراتو په نظر کي نيولو سره دجگپوړو مارکيټونو او ماڼيو دجوړولو په هکله ويلي وه :  ما ددي لپاره چې دکابل په ښارکې دخپل سره ماڼيو دجوړېدو مخه ونيول شې او دجوړشوو تعميراتو تخنيکی ارزونه وشي څوځله ديوه با صلاحيته کميسيون دجوړيدو وړانديز وکړ ،خو جواب يې دافغانستان دملي دفاع دپخواني وزير مارشال فهيم ټليفون و چې راته ويي ويل پدغه کارو کې مداخله مه کوه .
 دامر بالمعروف اونهي عن المنكر اداري  راتلونکو مشر چي په لوي گمان به همدا ښاغلی دستري محکمې سرپرست  فضل الهادي شينواري  صاحب وي ،تاسو به عام ولس وزوروی  خو داداري  او اخلاقي فساد له سرچينو سره به داړيکو نيولو جرات هم پيدا نکړئ . له هغي ورځي چې دا حکومت جوړشوی  وسله ټوله نشوه،دولتې ادارې دتنظيمو تر منځ وويشل شوې ،قانون جوړ خو پلې کولو ته يي هيچا پاملرنه ونه کړه ،ددغي ادارې پوسيله  اداري فسادله منځه ول ناشونی کار دي ؛ فساد اومفسدين په دولت کې دي ،تاسو به په خلکو پسي سوټی راواخلی .
په هيوادکې داخلاقي او اداري فساد له منځه وړل د دامر بالمعروف اونهي عن المنكر ادارې  تر امکاناتو لوړه خبره ده ،اړېنه برېښي چې ښاغلی کرزی صاحب يې دهغو ريښو وايستلوته په جرات ملاوتړي کوم چې له يوي خوابه اداري او اخلاقي فساد ورک شي له بلې خوا دټولني ټولې اقتصادي ،سياسي  ،فرهنگي   او اجتماعي ستونزي حل اوافغان ولس به ديو ښيراز ژوند دجوړېدو په لور حرکت پيل کړې  .
دغه ملي دندو يادونه که څه هم څوځله تکرار ويل شوې يو ځل بيا ليکم : پو ټول هيواد کې دهمدغو په مرسته چې وايي دسولې تامين ته راغلی يو بيله قيد اوشرط نه دسپکې اودرنې وسلې راټولول  ، داوس لپاره دواړه ولي مسلکي مجهزي امنيتي سيستم رامنځته کول  ( مسلکي اردو ،پوليس او دامنيت اداره) تر څو  ددغو اداروڅخه  دقوماندانانو ،تنظيمو او غير مسلکي کسانو لاسونه لنډ نشي هيڅ کاربه کومه مثبته پايله ونلرې . ولې له پخوانيو رژيمو نه راپاته دعالي تحصيلاتو خاوند افسران په ملي اردو او پوليسو کي په دندو نه گمارل کيږي   ؟ سړې ته خندا ورشي چي کله کوم دسيوادنه محروم خو اوس دبل پر اوږوراغلی قوماندان  ،چې څوک نه پوهيږې چااوکوم دولت دغه ښاغلې ته داپوځې رتبه ورکړې ، وايي  : موږ دهغوي نه امتحان واخيست  (پخواني افسران)هغو بريالي نشوه ،جالبه ده ؟ هغوي دعالي تحصيلاتو خاوندان واداښاغلي بيا يوازي په غرونوکې داي ايس اي اونورواستخباراتي سازمانوڅخه ماشي ته گوته وروړل زده کړي اويا پوهيږي چې ماينونه څنگه په ښوونځيو ،لارو او پلونو کې ښخ شي ځانوته دداډول څرگنده ونو حق ورکوې ؟ په ليوانو رمې نه ساتل کيږې  ، دولتي اداره دهغو کسانو له وجودنه بايد خلاصه شي چې دتحصيل خاوند نه وي  ،په دولت کې له پورته تر کښته بيله کوم سياسي ،مذهبي ،قومي او ژبني توپير نه مسلکي او پوه کسانوټاکل ديوي سالمي اداري بنسټ دی . بيله هغه دسالمي ادارې خبر ه يو سياسي سوداگري ده اوبس ، دا دمنلو وړنه ده چي يو ډير ښه تجربه لرونکی  بزگر دي دکرهڼي  اومالداريی دچارو دوزير په توگ وټاکل شي ،که يوازي تجربه مطرح وي بيانوپه اساسي قانون کې بايد تغيرات راوستل شي دتحصيل او مسلکي تجربې پر ځاي دې يوازي  يوازي عملي تجربه په نظر کي ونيول شي  . په ټولنيز ژوند کې دنارينه اوښځو لپاره دمساويانه  گډ يامستقل کار امکانات برابرول ،دهر ډول  زړودودېزواو بنسټپالو داسي وړانديزوچې له نړيوال بهير څخه  زموږ دهيواد دانزوا لامل گرځي نه منل ، دقومې  مشرانواو غيري سياسي ديني عالمانو  سره مشوره اودهغوي دړانديزونو دپلي کولو لپاره لاري چاري لټول . دنارينه او ښځې لپاره دکار،تعليم او تحصيل دزمينې دبرابرولو لپاره دکورنيو اوبهرنيو امکاناتو څخه  گټه پورته کول ،دهيواد زراعتي بنسټ چې اوس خراب دي له سره احيا ، بې مځکو بزگرو ته ددولتي مځکو ويش  ،دکورنيو زراعتي محصولاتودخرڅلاو لپاره په هر ډول چې کيږي بازارلټول .، دکورنيو زراعتي او صنعتي  توليداتو څخه حمايه  ، دکانو راايستل ،دبندونو جوړول ،دلويو او وړو توليدي سنعتي او کرهڼزو پروژوتاسيس به يوشمير هغه ناخوالي ورکې کړې کوم چې همدا اوس افغان ولس ورسره لاس په گريواندی  . نه غواړم برنامه وليکم خو زما په فکر ددولتي ادارو دپاړسوب پر ځای ديوې وړوکې او مسلکي ادارې نه کااخيستل او دقانيت پلي کول  به دټولو فسادونو مخه ونيسي . پای
 دليکنې لپاره دلاندې اسنادو څخه استفاده شوې ده :
۱-  ددعوت مجلې  117,118,123, 125,130,131,135,135  ګڼې.
۲-  ډاکتر  اکرم  عثمان ليکنه : توسل به پوليس مذهبی ، يک اقدام سوال بر انگيز .
۳-  بي بي سي  ويب پاڼې نشرات .
۴-  داريايې ويب پاڼې له نشراتو څخه .
۵ -   پيمان ملی او صهار په خير  ويب پاڼې.
۶- بېنوا ويب پاڼه کې دښاغلي   شريف سليمانخيل ليکنه  دامر بالمعروف اونهي عن المنكر دادارې جوړېدل !!
 ۷ -  افغانستان رو ويب پاڼه .
۸-   لينته رو ويب پاڼه .
۹ -  دآزادۍ،  امريکاږغ او بي بي سي راډيو له خپرونو څخه ياداښتونه .
۱۰ -   شخصي ياداښتونه .