د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دوکتور نجیب الله د جنرال عظیمی له سترگیونه

پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار 27.07.2006 04:00
که د مارشال شاولیخان «یادداشتهای من» دیوی ځانګړی یادکښنی (خاطره نویسی) په توګه له پامه وغورځوو، دا لومړی ځل دی چې یو افغان پوځی افسر، هغه هم د ستر جنرال (سپه سالار) په کچه ددی جوګه کیږی چې لږترلږه د نوبنسټي ګاونډي پاکستان د پوځی – څرکښي ( نظامی ـ استخباراتی) کرنیلانو غوندې د خپل ملی اردو او سیاست په اړه یو تر ټولو خوځنده مهالپیر (برههء دینامیک) د خپلی مسلکی پوهی، جاجونو او یادښتونو په رڼا کی تر څیړنی او شننی لاندی نیسی. ستر جنرال نبی عظیمی په خپل دغه اثر «اردو و سیاست در سه دههء اخیر در افغانستان» د تیری پیړۍ پر دووداغو وروستیو لسیزو سر بیره چې د اړوندی سیاسی او پوځی نندارمی (ډرامی) سیده لوبغاړی یې دی، ورتیره لسیزه هم د یوه شالید (پس منظر) په توګه رانغښتی ده او دا هم څه هیښنده نه ده چې له خپراوی (۱۹۹۹) راهیسی یی دادوه کاله نه یوازې د «یوسفزی» غوندی د انقلاب ضد او څرګندی«توری ارتجاع» د استازویو له خوا د نیوکو او ناندرو ګوزارونه خوړلي، چې لا خپلو پرونیو هم لیکو انقلابیانو یې پری هم اړۍ (صرفه) نه ده کړی، د بی.بی.سی. ارزونه خو لا پرځای پریږده.
 
 په هره توګه لیکوال یی دی ته اړایست چې د دغو ټولو څه نا څه یو اړخیزو او موخیزو (غرضی) ارزونو د غبرګون لپاره مټی راونغاړي او له لیکنو او لیکونویې خبره هماغسې یوه بل پنډ کتاب ته ورسي. دا یې هم د یوه تازه ناول په لیکنه را زیاته کړه چې دی له آره یو ادبی قلموال ؤ او له همدی کبله په هماغه جنګی شیبوکی تلویزیونی کمرو زیاتره آرام او بی توپیره رابریښاوه او د ناروغتیا په پلمه به یې تری شوروی هو ساسځایونو ته پناه وړله! داسې هم نه وه چې د یو شمیر نورو خلقیانو او پرچمیانو یا ملیشه یانو په څیر یې دغه لوړه پوځی پوړۍ ګردسره وړیا ترلاسه ګړي وي. زما د ارزونی له مخې جنرال عظیمی په پرتلیز ډول لږتر لږه له تیوریکی پلوه تر ډیرو مخکې ؤ او په «فرونزی» کې یې یوه «تعمیدی لمبا» هم کړی وه. دوی غبرګې کودتاوی یې ازمایلی وی او په «دریمه» کې ترښایسته ډیرې کچی، لږترلږه د ده په خپله وینا «بی پلوه» پاتی شوی دی.
 
 پخپله د آر (اصل) کتاب په اړه هم ښایي زما ارزونه د نوروله هغو سره یو څه توپیر ولري او هغه دا چې تر بدګنو می ښیګنی زیاتی ورجوټی (برجسته) کړی، هغه هم زموږ د وسمهال تاریخ د یوه بی ساری ملی انقلابی اتل شهید دوکتور نجیب الله د ځلاندی ځیری په ځلونه کې او بیا په دومره خوږه «ادبی» پارسې چې که کومه ګوتنیونه او ګوتڅنډنه یې هم ورته کړی، نازغموره نه بریښي له دی سره سره یی قلمی سپیڅلتیا هم تر ډیرې کچې له پامه غورځولی نه ده. هسې خو د یوه انسان او بیا افغان په توګه لیږو ډیر دلته او هلته د خپلو ځانګړو موخواو ګرومو (اغراضو او عقدو)، ولولو او ورمندنو (احساساتو او قضاوتو) تر اغیز لاندې راغلي، هیڅ څوک یې له ځانه پرته بې غندنی او ګرمونی نه دي پریښي او یولړ پایلنیونی (نتیجه ګیری) او اند ټکرونه یا پرادوکسی یې هم د پام وړ دي، خو ټولیز انځور(عمومی تصویر) یې له ریالیستی لیکی دومره نه واوړی.
 
 د دغو ځانګړنو یوه بیلګه داده چې پر ارواښاد وطنجار او مڼوکی منګل باندې یې د دی لپاره نیوکه کړې چې دوکتور نجیب د خپلو پکتیاوالو په توګه هغه بیځایه دومره ځانته نژدې کړي وو، بی له دی چې سوچ وکړي که هغه رښتیا هغه شهید د نورو دوه – درو سرغندویانو غوندې پاړکیزه او ایدیالوجیکي مبارزه له قومي او ژبني یا سمتي هغې ځارولای، نو ولی به یې برخلیک د بیلتونپالو او سیکتاریستی (سمتی) پرچمیانو پرلاس ورتلای او خبره به یې تر شهادته رسیدله؟
 
 د یوې ورته « سمتي» ډوله انتی پښتونیستی لیدتوګي یا لږ تر لږه ژبني ټبرنی تعصب توږم یې له دی څرګندونو هم ننګیرل کیدای شي چې د هغو سرحدي پښتنو ناڅیز امتیازونه تر نیوکې لاندې نیسي چې د خپلواکي یا په بله وینا د افغان – انګلیس په درییم جنګ کې یې خپله اتلواله او میړانه پر زبات رسولی وه. عظیمی صاحب باید د یوه فرهنګیالی پوځیوال په توګه پر دی واقعیت پوه شوی وای چې د افغان – انګلیس د دوو تیرو بریالیو جګړو غوندې وروستۍ دا هم تر هر څه له مخه د هیواد ځینو ولسی او بیا جنوبي قبایلو د بی امانه میړانو او سرښندنو یېبره ( ثمره) وه، نه د کوم سرکاري پوځي ټولګي او اړوند بولندوی « ستر جنرال»!
 
 د لنډاندی ( تعصب) یوه نښه یې داچې د بیلتونپالو هزاره وروڼو په لاروي یې د بلی دفـــاعیه لیکنی « روزګـار غریبی است، نازنین!» په لومړۍ کرښه کې «افغانستانی» نومونه کارولی ده. په دغه لیکنه کې یې نه یوازې پرستر شهید خپل ګرومونه (کمپلکسونه) نور هم ساړه کړي، بلکی له وخته په ګټه اخیستنه یې داړوندو لیکوالو په سپکاوي کې هغه قلمي سپیڅلتیا هم له خرخشی سره مخامخ کړی ده! د ضد و نقیض یا پرادوکسي یوه جوته بیلګه یې داهم چې په سرکې د اړوندې کودتا په تیره د ثور د اوومی هغه د یوه ګوندي کودتاچي په توګه په زغرده ستایي خو راوروسته پری هماغومره نیوکی کوي، لکه څنګه چې انقلاب ضد او ایډیالوجیکی ناباندی ( مخالفین) یې کوي. خو دا هم نن سبا یو ټولیز دود ګرځیدلی او آن هماغه دوه اوریز (دو آتشه) کمونیستان او ګوندیان چې تر ټولو یې لوړی لوړی پوړۍ او بیخرته ګټی وټی درلودی، اوس د هماغو تور مخو ګوډاګیانو په ستاینه نه مړیږي چې هغه مهال د همدوی د ګټو پر ضد جنګیدل او راوروسته یې خپل هیواد یو مخیز په اور او وینو کې لیت پیت کړ. مګر جنرال عظیمی په دغه اړه هم له دومره ښندی (مبالغی) کار نه اخلي، هسې خو رښتیا هم کله چې ډیر ګوندي مشران او کارندویان له رښتینی انقلابی لاری واوښتل او پاړکیزه مبارزه یې پر ژب – توکمیزو، سمتی او سیکتاریستی مبارزو بدله شوه، نو عظیمی یا بل هر ریالیست لیکوال حق لري، لومړی یا مرامی ښیګڼی یی وستایی او وروستی انحرافی بدګڼی یې وغندي د سرو لښکرو راتګ یې هم د ګوند او نورو میلونونو افغانانو لپاره د امین له خونړیو منګولو څخه د ژغوراو آزادي ځواکونه بللی او څه یې له ګوندي سیاست سره سم د ملګرو ملتو پر منشور برابر یوانتر ناسونالیستی ایډیالوجیکی مرسته ښودلی د همغو په سیوری کې یې خدمت کړی او پر لوړو لوړو پوړیو سر بیره یې تر بل هر خلقی او پرچمی جنراله ډ‌یرې مزې چرچې هم کړي دي، خو د مخالفینو غونډې ده هم بلو سګری او تیري کونکې ارزولی دي او په وړاندې یې تش په نامه «پاکستانی – امریکایی جهاد»، د خلکو پاڅون نومولی دی دا هم یوازې دده له ځانساتی او اپورچُنسټی ښکارندویي نه کوي بلکی تر ده ډیر غټ غټ ګوندیان پر خپلې کمونیستي او سوسیالیستی مخینی خاوری اړوي لکه کشتمند چې په ټوله سپین سترګي یې دا په ډاګه کړه چې دی هیڅکله کمونسیت نه و بلکی د خپل هزاره‌ګي نژاد لپاره یې مبارزه کوله یا پخپله کارمل د کاویانی، مزدک... په ملګرتیا چې کله یې د خپل ځانګړی غچ لپاره کمونیستی شعار پر شوونیستی تاجیکی شعار بدل کړ او د نورو «لږه کیو» د ملاتړ په پلمه یې د جعفرنادري او رشید دوستم ډلې د نجیب پر ضد له مسعود پنجشیری او نورو اخواني سمتي ډلو سره په ناسپیڅلي ټلواله (نامقدس ائتلاف) کې راونغښتی، ان د هیواد ویش ته را ودانګل او شمالي افغانستان یې د «خراسان زمین» په نامه له سویلی برخی جلا اعلان کړ. هغه خوارکي غوښتل په دی نوی خیانت خپل زوړ خیانت پټ کړي خو نور هم پسی مختوری شو. که ده هم په سرچپه ډول له دوکتور نجیب الله سره په سوله ییز ځواک لیږد کی لاس یو کړی وای، کیدای شوه، افغان ولس و تاریخ یی لومړنی خیانت وربښلی وای او یا یې لږ تر لږه یو پرتوګ هومره وراغوستی وای هغه هم په دی دوه پلمو چې یو خو په لومړی خیانت کې تری د امین – تره کې ونډه زیاته وه او دویم دا چې له امیني ناتاره یې ټول وژغورل که نه دغه اوسني اخوانی سمتی ناتارپری دولس کاله مخکې را تلونکې و، مګر کارمل بیا هم بل خیانت ته لاس واچاوه او هماغه ناکام شوی امینی ناتاریې له نویو بریدونو او بُعدونو سره بریالی کړ، په داسې زور و ځواک چې هیواد او هیواد وال یې په یوه نه شلیدونکي تلپاتې ناورین اخته کړل.
 
 دا چې عظیمی پر دغه نابښل کیدونکي جنایت سترګې پټی کړي او لاپړه یې پر دوکتور نجیب الله اچولی دوه لامله درلودای شي، یوه دا چې کیدای شي، له دوکتور نجیب الله سره د ده ټینګه همکاري د کارملي ډلی باور خام کړی وی او په کودتا کې یې له ځان سره په سمه ونډه نوی ګډ کړی او له همدې کبله ترې ناخبره پاتې شوی وی، دویمه دا چې کیدون لري، ځان بی ناګاره اچولی وي او نه یې دی غوښتي چې په جلاوطنۍ کې «پر مجاهدینو» سربیره د نورو ګوندیانو له غبرګون سره مخ شي! که نه، د کارمل ګوښه کیدنه یې هم کودتا بللی یا په بله وینا د ګورباچوف- نجیب د کودتا نوم یې ورکړی دی، حال داچې پخپله د کارمل راتګ او واک اخیستنی ته یې هیڅ دا نوم نه دی ډالی کړی چې سیده د سرو لښکرو پر اوږو راغلی و او خپله وینا یې هم له تاشکند نه اورولی وه!
 
 سره له دی چې جنرال عظیمی دوکتور نجیب الله د یوه وتلی (برازنده) شخصیت په توګه دومره ستایلی او ارزولی دی او د مشرتابه ( لیډرشیپ) دومره ځانګړتیاوی یې ورجوتی کړي او برجسته کړي دي چې نه یوازې په ملي کچه بلکې په نړیواله کچه یې ساری موندل نا شوني بریښي لکه په دی ځرګندونوکې: « نجیب الله مردی بود تنومند و قوی هیکل، دارای قامت بلند و استخوان بندی محکم و پولادین...» (۳۲۴ مخ)؛
 « هنگامیکه در مکتب و پوهنتون تحصیل میکرد، از برکت جثهء بزرگ و نیرومندش نوعی خشونت در وجود او رشد و تکامل مییافت که گاهگاهی با خصوصیات جوانمردی و عیاری در روح سرکش او تظاهر میکرد و به تدریج به عادت ثانوی او مبدل میشد... ( ۳۲۵ مخ) ؛ «او در اوان جوانی با سیاست آشنا گردید، حزب پرچم را برگزید و شیفتهء ببرک کارمل شد، نجیب شخص با استعداد و خوش قریحهء بود و توانست با سرعت ادبیات مترقی و آثار مارکسیستی را فراگرفته، از جملهء کدر های برجستهء حزب پرچم محسوب گردد. در تظاهرات سخنرانی میکرد و در پوهنتون اکثرا ً در زدو خورد های فزیکی با اخوانی ها و شعله یی ها سهم فعالی داشت و ضرب شصت نیرومندش را همه چشیده بودند... (۳۲۵ مخ) دوکتور نجیب الله از قبیلهء احمدزایی و مربوط به قوم غلزایی بود، امتیازی که برای رهبری کردن جامعهء افغانی ضروری پنداشته میشد. او امتیاز دیگری نیز داشت و آن تسلط وی بر زبان و شناخت او از کلتور و فرهنگ شهری بود، به هر دو لسان ملی پشتو و دری فصیح و روان صحبت میکرد، با انگلیسی کاملا ً آشنا بود، و آیات چندی از قرآن مجید را از حفظ داشت بعد ها از برکت همین حافظه قوی اش با لسان روسی نیز آشنا گردید، او سخنور و نطاق برجسته یی بود. در صحبتهایش تحلیل و استدلال و نتیجه گیری از قضایا و رویداد های زنده‌گی سیاسی و اجتماعی را چنان با آب و تاب و روان عمیق انجام میداد که بالای مستمعین تأثیر میگذاشت. ساده و مختصر صحبت میکرد اما مفاهیم زیادی را القأ مینمود. منطق قوی داشت و از دید و فلسفهء دیالکتیک با قضایا بر خورد میکرد. دست و پاچه نمیشد و خود را گم نمیکرد. او مرد شجاعی بود. قاطعیت داشت و با هوش و زیرک و حیله گر بود هر گاه شخصی مورد اعتماد او قرار میگرفت، تمام امکانات و صلاحیتهای لازم را در اختیار او قرار میداد و از هیچ چیزی دریغ نمیورزید...(۳۲۵مخ)، دلته یی ښایي د « حیله گر» ټکی د سیاق له مخی په مشبته مانا را اخیستی وي یا بې لږ تر لږه ترې « زرنگ» موخه وي.
 د ناخوښی او ناباندی (ناراضی) ورور «صدیق» بی سروبوله توراوی ( افتراوی) د دوکتور نجیب الله په برخه کی په کلکه ردوی او وایی:
 « ... او بابی پراویی و بدون در نظر داشت عفت قلم، برادرش را به انواع انحراف و جرایم متهم کرده است اما نجیب الله چنان شخصی نبود. آن رساله نه تنها شخصیت نجیب را پایین نیاورد، بلکه به شخصیت و محبوبیت او افزود»؛ بل ځای وایي: «نجیب گاهگاهی چنان انسان ساده و بی پیرایه به نظر میرسید که انسان او را بهترین و صمیمی ترین دوست خویش حساب میکرد و به وی اعتماد مینمود و میخواست، راز دلش را به او بازگو نماید، و زمانی او به چنان شخصیت مرموز، ناشناس و بیگانه یی تبدیل میشد که هر کس از وی دوری میجست و سعی میکرد با او برخورد نکنند. این خصوصیات شگفت انگیز بودند و خاصهء نجیب الله نجیب، به سخنی بالای رفقایش اعتماد میکرد. همیشه انگیزهء خاصی برای بی اعتمادی داشت... (۳۲۴ مخ).
 
 دوکتور نجیب شخص سخن سنج و ظریفی بود. فی البداهه چنان طنزها و لطایفی قطار میکرد و چنان کنایه های میزد که همه قاقا میخندیدند و خودش نیز از تهء قلب میخندید، گویی جنگی در میان نیست و غمی در جهان وجود ندارد... مردی بود با انرژی و فعال، شب تاصبح در پشت دستگاه تیلفون مینشست و با انرژی پایان ناپذیری احوال جبهات جنگی را میگرفت. مستقیما ً با قوماندانها حرف میزد و رفع مشکل مینمود. صبح اول وقت در دفتر کارش ظاهر میشد و بار دیگر به وظایف پایان ناپذیر خویش ادامه میداد. گویی اصلا ً بیدار خوابی نکشیده است... ( هماغه مخ)؛
 
 بل ځای لیکي: «نجیب الله در آغاز مبارزه اش با خلقی ها روابط صمیمانه یی نداشت و با تعصب با آنها برخورد میکرد. اما بعد از اشغال پست ریاست جمهوری با آنها کنار آمد و در عوض دشمن آشتی ناپذیر کارملی ها گردید طوریکه این دشمنی ها را پایانی نبود و هرگز بخشیده نمیشد. نجیب سازماندهء برجسته یی بود، قدرت و توانمندی خلاقهء او در ساختمان و ایجاد نیروهای خاد، و بعضا ً متشکل ساختن و بسیج نمودن اعضای حزب در سالهای دفاع مستقلانه نمایانگر این امر بود. او زبان مردم را می فهمید و با هر کس به سلیقهء لازم سخن میگفت...(۳۲۷مخ)
 
 جنرال عظیمی د دوکتور نجیب الله په ارزونه کې لږ و ډیر له پرادکسی هم کار اخلي او هماغه ښیګڼی یې بدګڼوته اړوي، بی له دی چې د « قاعدی او استثناء» بریدونه سره جوت کړي او لږه کۍ بدګڼی یې د نورو ټولو ښیګڼو په لړ کې یوه استثنأ وبولي، د ساري په توګه په پورتنیو څرګندونو پسی ټوکر (پاراګراف) داسې پیلوی: « وی شخص کله شخ، یکدنده، لجوج، عصبانی و سختگیر بود.
 هنگام عصبانیت اختیار از دستش میرفت، بی اراده میگردید، حتی فحشای رکیکی نثار میکرد. کار منفی را به رخ شخص میکشید و هیچگاهی مقصر را نمی بخشید. باز خواست و مطالبه اش شدید بود و وظایف داده شده را شخصا ً کنترول میکرد. نجیب صراحت لهجهء خاص داشت، معنویات و مکنونات قلبی اش را در صورت ضرورت بدون هیچگونه آزرمی ابراز میکرد و درین گونه موارد به اصطلاح از شیر نمیترسید (۳۲۷مخ) حال دا چې له مخه وایی:
 « ... دست پاچه نمیشد و خود را گم نمیکرد...» پکو کیدل یا عصبانی کیدل د هر انسان په رغښت کی شته، خو لجاجت او سپکی سپوری د ناوړی روزنی یېبره ده چې د نجیب غوندې له یوه دودیال (مهذب) او زغمناک انسان سره هیڅ سمون نه لري او تر اوسه له بل چا څخه دا خبره چا نه ده اوریدلی چې نجیب له ځیله کار اخیستې یا یې چا ته سپکې سپورې کړي وي هغه هم د مشرتابه په شپو ورځو کې. هغه په دغه څو کلن پیرکې دومره نرم شوی او زغمناک شوی و چې ټول ورته هیښ او ګوته پرغاښ وو ځکه هغه پخوانی پرتم او هیبت یې هم چانه ننګیره، او که جنرال عظیمی ترې کوم ځلي داسې چال چلند لیدلې وي، کیدای شي په یوه ډیر استثنایي اکر کې یې یوه نیمه سپکه سپوره له خولې وتلی وي، خو هغه به ریښتیا له یوه ډیر سخت رواني حالت سره مخامخ شوی وي او داسې خیانت او جنایت به یې له چالیدلی وي چې په هیڅ توګه به ورته د زغمنی او بښنی وړ نه و، لکه د شهنواز تڼي ناخوالی چې ورځ مخکې یې په کور کې میلمه کړ او بیایې پر کودتا لاس پورې کړ، یا هغه مهال چې د دفاع د وزیر په توگه یې ننگرهار ته واستاوه او هغه خپله ډله خیانت ته ولمسوله. همداسی د کارمل دستمی ډلی نادودی درواخله چې پخپله جنرال عظیمی پری پوره رڼا اچولی ده. دوکتور نجیب الله د خپلی رښتینولی او اصولیت بلهاری شو. هغه د همدغه آرو پر نسیپ له مخی خپل غیر اصولی او بیلاری همژبی اوان همسمتی امینیان له گوند و دولت څخه پاک کړل او پر تاجیکو ـ وزبیکو پرچمیانو یې ډډه ولګوله او دوی هم له هماغی زخمي گوتی ټینگ ونیو، لومړې یې پری کار ملی ډله وروتپله او بیا هغوی ټول ورته یو لاس شول ستر ستر امتیازونه، رتبی، څوکۍ او نوری ډیری مانیزی- توکیزی یې تر لاسه کړی او بیا یی په همده پسی را واخیسته. په ټګیو برګیو، چمونو، چالونو، دسیسو او توطیویی د سقوط دګړنګ پر نرۍ ژۍ ودراوه او تر هر چا مخکی ورته هماغه کارمل ځپلي لکه وکیل دلستوڼي ماران شول چې ده ترې راژغورلي او نازولي وو. مزدک چې کارملیانو ورته د نجیب په سر «مزدورک» ستاینوم ورکړی و، تر ټولو مخکې پری دا تورونه ولګول چې له شمالی والو نظامیانو او خادیستانو سره له تعصبه کار اخلي لکه څنګه چې جنرال عظیمی پخپله هم دغه یادونه کړې چې په مسکو کې یې نجیب کنځلی و او ده یې دفاع کړی وه، همدا راز مشهور او ګوتلکی انتی پشتونیست او پان ترکیست نجم الدین کاویانی د شمال د پازوال ( مسؤول) په توکه څومره دسیسی د دوکتور نجیب پر ضد وکړلی، کله به یې دوستم ورولسماوه چې اڅک او نور پښتانه وفادار قوماندانان کابل ته بدل کړي او ځایونه یې د همده ډلی ټپلې ته ورکړي او یا هم څوڅو کانتینره افغانۍ او ډالر ورته په سرباندې توګه ورولیږدوی. همداسې به یې ورته کله «مومن» را و پاراوه او کله هم «خان آقا» او داسې نور. که څه هم جنرال عظیمی دغه ټولی ناخوالی زیاتره د سر په سترګو لیدلی او په کتاب کې یې ورته پوره ځای ورکړی دی، خود فساد بیکگر ونډ او کلیدی فسادیان او توطیه گران تر دوستم یا مومن له مخه پر قلم نه راوړی، یا نه غواړی د هر چا د بیلاری هغه هم د اتنولینگوستیکي تعصبونو په اړه مخینی او جرړی راوسپړی او خپل دښمنان ډ‌یر کړی. د جنرال عظیمی دغه ځانساتی (محافظه کارانه) لوښی ټول کتاب تر خپل سیوری لاندی راوستی دی. که د حفیظ الله امین پشتونیزم یافاشیزم یې تر څیړنی لاندې نه دی نیولی، دغه راز یې د کارملی ‌ډلی د څرګندو انتی پشتونیستو عناصرو په سپړنه څیړنه هم سر نه دی ګرځولی. دغه کار په دی اړین بریښی، چې څوک د څه لپاره دغه پر مختللی دورانساز انقلابی ګوند ته را ننوتی وو او هماغسی یې مارکسیزم بدنام کړ لکه چې بنسټپالو سپیڅلی اسلام بدنانم کړ او دواړو ډلو په پوره سیالي د افغاني خاوری او ولس په ورانۍ او تباهۍ کې پوره ونډه واخیسته له همدی کبله هغه پر «سری ارتجاع» بدله شوه او دا پر « توری ». دا هم کیدای شي، جنرال عظیمی ځانساتیوالی دده د ښو کړو وړو او بیطرفه مثبت دریځ ښکارندوی وي او د سریزه لیکونکي ښاغلي غزنوي له وینا سره سم یې د دبیر بیهق کړنلار او لیکلار راخپله کړي اوسي!
 بیا هم د دوکتور نجیب الله په ستاینه کې زیاتوي او لیکي: « شهامت، جرئت، افسون کلام، هوشیاری، زیرکی و آبدیده‌گی سیاسی اش را چې در سطح ملی وچه در سطح بین المللی میستودند.» ( ۳۲۹)
 په همدغه لړکی د یوه مخالف په توګه د مهدی دعاګوی څرګندونی را اخلی چې په خپل کتاب « نگاهی به دموکراسی دوران دوکتور نجیب» کی یی راوړی دی: « روسها میدانستند که غیر از نجیب الله کسی دیگری که برخوردار از زیرکی و هوشمندی سیاسی باشد، در اختیار ندارند. روسها در تشخیص نجیب الله به حیث یک سیاستمدار، دچار اشتباه نشده بودند، تشخیص بسیار سالم بود. حقیقتا ً دوکتور نجیب در طول مدت کارش دارای تمرین قوی سیاسی شده بود. اوضاع را خیلی با مهارت سیاسی تحلیل و تفسیر میکرد. خطیب بسیار خوب بود. کلیه خطابه هایش آگنده از تحلیل سیاسی و اجتماعی بوده، مسايل وریداد ها را با همدیگرممزوج نموده، بعد از بافت بسیار قوی سیاسی و احساس به مردم تحویل میداد. او دقیقا ً روانشناسی مردم را در نظر میگرفت. او به دفعات از اشتباهات بزرگ حزب به صراحت سخن میگفت. او از مظلومیت مردم با ظریفترین کلمات دقیق و حساب شده یاد میکرد. او پرده از فجایع و خرابکاری ها و خود غرضیهای رفیق های حزبی خود بر میداشت. او در رابطه به حاکمیت ملی و دسپلین حزبی او احترام به خواسته های مردم و از اعتقاد قوی به دین و عقاید و عنعنات پاکیزهء مردم بیانیه های طویل و مفصل ایراد میکرد. بدون هر گونه تعصب و بدبینی و خوشبینی او صاحب گفتار نافذ و رسوخ کننده به دلها بود» ستر جنرال عظیمی نه یوازی دداسی خبرو پخلی کوي بلکی تر دی هم وړاندی ځي او لیکي: «بلی! نجیب الله با چنین طوماری از سجایا و خصوصیات اخلاقی و ذهنی معجون مرکبی از خوبی ها و بدی ها بود، به قهرمان دیگری در کتاب ما تبدیل میگردد، و چې خوب شد که قبل از بررسی کار و پیکار اردوی افغانستان در زمان او ، تا حدودی این چهرهء معروف و این بازیگر ما هر تاریخ وطن راشناختیم. این شناخت اگر چې سطحی است، با آنهم کمکی خواهد بود برای درک درست وقایع و بافت منطقی و دیالکتیکی قضایا و حوادث بعدی، که« قهرمان دوران ما» درهمه جای آن رول ونقش محوری داشته است.» (۳۲۸مخ)
 دا ټولو ته څرګنده وه چې دوکتور نجیب الله داسې مهال ګوندي او دولتی مشرتابه ته ورسید چې د دولت او ټول هیواد په وړاندی نا اعلام شوی صلیبی جنګ غرغنډی وهلی، ملی اردو پوره کمزوری شوی وه، ګوندی یووالی خرخشن و او دشوروی ځواکونو هم په اړوند هیواد کې له ستر سیاسی بدلون سره د پخوا په څیر غوڅه (قاطعیت) له لاسه ورکړی و او په نن سبا کی یی د بیرته تګ اوازو دروازو زموږ د خپلو ځواکونو روانی متره هم راټیټه کړی وه. دښمنانو هم نور د اخوانیانو پر خرپ و ترپ او ګوریلایي جنګ جګړو بسنه نه کوله او ورځ پر ورځ له دونیم زرکیلو متره پاکستانی پولو دسیده یرغلونو ویره هم مخ پرزیاتیدو وه او همدی ته بډ‌وهلی او بیلودی سترګی پر لار وو چې کله شوروی لښکری پر وتو پیل کوي. نو ښاغلی عظیمی هم نه یوازی د یوه پاخه او کودتاوو ازمویلی پوځي افسر، بلکی له دی سره سره د یوه لوستی او څه نا څه د مارکسیستی ښوونځی د یوه تکړه شاګرد په توګه د هغه مهال پیر هر اړخیزه انځورنه او کره کتنه کوي او په داسې خوږه ادبی ژبه یې وړاندې کوي:
 « دوکتور نجیب الله در زمان دشواری به قدرت رسید. جنگ خانمانسوز هنوز بیداد میکرد... فقر، تیره روزی مردم روز افزون بود و ناتوانی اقتصادی کشور کاملا ً محسوس و ملموس. پرابلم و دشواری دیگر موجودیت ببرک کارمل در افغانستان بود که هنوز هم گوشه یی از قدرت را چسپیده بود و به هیچ وجه رها نمیکرد. نجیب مردی نبود که از دشواریها بهراسد. قبل از همه او به تحکیم پایه های قدرت خویش نیاز داشت. پس اولین کار او تفقد و تسلی کادر های برجسته حزبی و قوای مسلح یعنی « ناراضی ها» بود که عمدتا ً بخش پرچم حزب را تشکیل میداد مرا « نگارنده» نیز از جملهء ناراضی ها میدانست...» ( ۳۲۸ مخ)
 
 جنرال عظیمی دشوروی ځواکونو تررسختولو وروسته په خپلواکه ( مستقلانه) دفاع کې د دوکتور نجیب الله بیسارې میړانه او ویښیارتیا ستایی چې له ټولو ناخوالو او نادودو او د دښمنانو له خوا له ټولو خطرونه سره سره یی لاس له پښو ختانه کړل. ښاغلی عظیمی د ټول اکروکر تر څرګندونی او شننی وروسته داسې یادونه کوی:
 در چنین اوضاع و احوالی در حالیکه همه چیز از دست رفته معلوم میشد، دوکتور نجیب الله یکی از آن خصوصیات نادر و برجستهء یک رهبر را از خود تبارز داد و به ظهور رساند. او لباس رزم در بر کرد، اسلحه به دست گرفت، قامت برافراشت و تمام اعضای حزب را دریک فراخوانی بزرگ به خاطر دفاع مستقلانه بسیج نمود. درین بسیج عمومی و همگانی، اعضای حزب، متحدین سیاسی حزب، سازمانهای اجتماعی، مردان و زنان، قوتهای قومی و منطقوی، قوتهای دفاع خودی اشتراک کردند، و به شعار مشهور دوکتور نجیب الله «طن یا کفن» لبیک گفتند. این خطابه جان تازه یی به اعضای حزب بخشید. روحیه ها تقویت شد، احساسات ملی و وطنی به غلیان آمد، آنها در حالیکه کلاشنکوف ها، راکت انداز ها، ماشیندارها را در هواتکان میدادند و شعار «وطن یا کفن» را مانند سرود مقدسی زمزمه میکردند، مارش کنان از برابر وی گذشتند. این یک معجزه بود.
 نجیب خصوصیات عالی سازماندهی خویش را تبارز داده بود. وحشت دهشت در هم شکست و همه برای دفاع مستقلانه اماده میشدند. پس از آن در طول یک ماه دشمن از هر گوشه یی سربلند میکرد. تفنگها و راکتها دهان گشوده بودند و زبانها از گفتار باز مانده بودند، گلوله های سنگین و شراپنل های کور در حالیکه ترانهء مرگ را زمزمه میکردند، بر شهر ها، شاهراه ها و تاسیسات دولتی فرود میآمدند. به نظر می رسید که امروز یا فردا پیکر این کشور مقدس هزاران تکه و پارچه می شود. چنین گمان میرفت که تاریخ و گذشتهء پر افتخار وطن همچون پردهء مه آلودیک دکوراسیون محو و ناپدید میگردد.
 
 اما قوای مسلح افغانستان با روحیهء تازه پا به عرصهء نبرد گذاشته بود، در همه حملات دشمن را موفقانه دفع و طرد میکرد و با هوشیاری، حوصله مندی و متانت متر صد اوضاع بود» (۳۷۶مخ)
 
 ستر جنرال عظیمی پر ننگرهار باندې د اشرارو او پاکستانی ځواکونو د یو مخیز ګډ یرغل ماتی د دوکتور نجیب الله دلوړ تدبر او ویښیارتیا، میړانی او زړورتیا یبره (ثمره) بولی او په خپلواکه (مستقلانه) دفاع کی یی دلومړنی ازموینی د بریالیتوب ستره پیلامه:
 « ... اکمالات مهمات طیاره وروغنیات آن بعد از مدت کوتاهی مشکلات ببار آورد. اما ماشین دولتی وجنګی دوکتور نجیب الله چنان فعال گردیده بود که بر تمام این مشکلات فایق میشد و همهء این پرابلمها را حل مینمود. دوکتور نجیب الله درچنان مواقعی همانند شطرنج باز ماهری، حرکت مهره ها را در خانه های سیاه و سفید آن بیشتر از هر کسی دیگر مشاهده میکرد و تمام تدابیر را میگرفت، تا حریف خود را مات نماید، » (۸۳ مخ) تورنجنرال عمر معلم چې دننګرهار جنګ پر مهال د هغه ولایت دخاد مشر و او د څو زره تکړه او سر تیرو او ّانتیرو جنګیالانو بولندویی او سرغندویی پر غاړه وه، په خپله برخه کې بیا د دوکتور نجیب الله نظامی لارښونی او نوښتګرانه تاکتیکونه را یادوی او ډیر لوړ یی ارزوی. د نورو ډیرو خاطرو په لړ کې یې یوه داوه: «پر هماغه شپه چې د جلال آباد پر هوایی ډګر د دښمن فشار مخ پر زیاتیدو او له نیولو یی نورڅه پاتی نه وو، ډاکټر ته می تیلفون وکړ او ومی ګواښل چې که په دوه دروګړیو کی یوه اغیزمنه لنډواټنی وسله را ونه لیږدوی، نور له جلال آباده لاس ومینځی! هماغه وو چې د جلال رزمنده په میړانه یې څلور سوه الواندازه پرهماغه شپه شپه راورسول، جیپ می تری ډک کړ او له یوه ډرایور سره مې د دښمن د توغندیو، هوانونو، توپونو تر سخت ډنډوکار لاندی تر ترمینله ورسول او تر دوه سوه متری پوری را رسیدلی مخامخ لیکه مو تر موخی لاندی ونیوله، نو څنګه موچی پری دوه دری دانی ورویشتلی، یو سور اور پری بل شو او ټول بیرته پر تیښته شول. وروسته موولیدل چې ډیرو په خپله خوښه موږ نه مخه راوګرځوله اوځانونه یی راوسپارل اود امنښته (اعتراف) یې وکړه چې موږ سوچ وکړ له تاسی سره پرښتی ملګری شوی نو پریکړه مو وګړه، نور له جنګه لاس واخلو او نور د پاکستانی او سوډانی بولندویانو په بولیو د خپل پاک اسلامی دولت پر ضد ونه جنگیږو...» هسی خو په ټولیز ډول د هیواد په دفاع کی تر دفاع وزارت او اړوندانو د خاد او خادیستانو نقش د لمر په څیر روښانه وه. او رښتیاهم تر کوم ځایه چې ټولو جلال آباد یانو او ننګرهاریانو ته وروسته پته ولګیده، په هغه جنګ کې د خاد د جنګیالیو لیکو غوڅه او میړانه تر اردو او څارندوی ډیره جوته او ډ‌اګیزه وه او عادی ښاریانو د خادیستانو د نقش واغیز کیسی کولی چې د جنګ په سرو لمبوکې به یې ۲۰-۱۸ غویان ونډی کول، غوښی به یی ورسری کولی او له فرنجیال څښاک سره به یې ټولو لیکو او پوستوته رسولی له همدی کبله یی، نه د نورو غوندی تیښته کوله او نه یې ماتی خوړلې، د مړو او ټپیانو شمیر یی هم ډیر ناڅیزو. نه پوهیږم چې ستر جنرال عظیمی د ننګرهار په دفاع کې ددغه جنګی ځواک یوه یادونه هومره ولی نه ده کړی؟ هسی زماغوندی ډیرو ګوند پریښو او ټولیزو هیواد والو ته پوره پته وه چې د دوکتور نجیب الله په پیر کې خاد یو مخیز پر یوه پولادی یو موټی جنګی ماشین بدل شوی و او اردو او څارندوی یې هم تر خپل سیوری لاندی راوستی وو. خو جنرال عظیمی بیا هم د اردو نقش له ټولو نانډولیو او ځانځانیو سره سره د دکتور نجیب الله د ځواکمنی ژمن بولی. هیښنده لا بیا دا چې د شهنواز ټنی او نوری بیلاری خلقی ډلی او ځینو کارملی پلویانو پرناغیړیو او سرغړاندیو پرده اچوی! په وړاندی یې بیا د دوکتور نجیب الله رښتنی پلویان لکه مڼوکی منګل په هره برخه کی تر نیوکو لاندی نیسی او داسې یې راښیی چې دوکتور نجیب دهم مسلکی، همژبی او پکتیاوالی له کبله ځانته نژدی کړی و او د دفاع وزارت چارو او بیا د ننګرهار د جبهی ټول واک و ځواک یې ورسپارلی و، په دی کې شک نه وچې مڼوکي به ځینی نیمګړتیاوی درلودی او پشتونستی خیالاتو به یې پرګوندی اصولیت سیوری اچولی و، خو دا په دی مانانه وه چې دوکتور نجیب الله هم ژبنی یا سمتی لنډاکی (تعصب) درلود، که داسې وای، نو ولی به یې دادومره پښتانه او بیا پکتیاوال بیلاری خلقیان او ان پرچمیان تر خپل ورور او ما پوری له ځانه شړل او د تنګ لیدو او سمت پالو، ژبپالو او توکمپالو تاجیکو وزبیکو او هزاره وو په کړی کې به یې په لوی لاس ځان را ښکلاوه؟ ستر جنرال عظیمی د جنګ جګړو تر څنګه د دوکتور نجیب په واکمنی کې سیاسی نوښتګریو او د هیوادوالو په ګټه هم اکروکر پوره تر څیړنی لاندی نیولی او وایی: «گر چې همهء این حوادث زخم های خونینی بر پیکر قوای مسلح دولت افغانستان وارد میکرد، اما در پهلوی آن دولت نیز هزاران زخم بزرگ کوچک در اینجا و آنجا بالای مجاهدین و حامیان بین المللی آنها وارد مینمود که به مقایسه مجاهدین برای دولت پیروزی محسوب میگردید. در آن موقع شهرهای بزرگ رونق داشتند. شاهراها باز بود، تجارت و کسب و کار دوام داشت، مکاتب و پوهنتونها فعال مانده بودند، فابریکات و موسسات صنعتی نفس میکشیدند، برق بود، آب بود، و برای مامورین دولت به هر مشکلی که بود، مواد کوپونی بصورت رایگان توزیع میشد.
 
 کشور با دنیا ارتباط داشت، مشی مصالحهء ملی بتدریج قابل قبول مردم شده بود و مذاکرات در سطح بین المللی برای یک دولت ائتلافی که در آن حزب د.خ.ا جای خاصی داشت، بصورت موفقیت امیزی جریان داشت. مجاهدین نتوانسته بودند، در مقایسه با رژیم لیاقت قابل ملاحظهء نظامی یا سیاسی را از خود بروز دهند. ابتکار از دست آنها لغزیده بود و مردم معتقد شده بودند که رهبران مستقر در پشاور در مقایسه با رهبران ما بیشتر دست نشاندهء خارجی ها اند.(۳۹۳مخ)
 
 جنرال عظیمی د دوکتور نجیب الله په وړاندی دیو لړ گوندی کارندویانو (فعالینو) د ورانکاریو او سبوتاژونو یادونه هم کوی، یو خوا د افراطی ښی لاسو شویو خلقیانو، لکه ټنی، گلاب زوی، کاروال... او بل خوا د افراطی کیڼ لاسو شویو پرچمیانو ببرک کارمل، محمود بریالی، یاسین صادقی، انجینر نعمت الله، نبی شوریده، امتیاز حسن او نورو کارملیانو هغه. او بیا د دغو دواړو فرکسیونی ډلو نجیب ضد ګډ پلان ته ګوته نیسي چې غوښتل یی د یوی کودتا له لاری کارمل له شوروی څخه بیرته راستون کړي او د ځواک پر ګدی یی کښینوی او دوکتور نجیب الله هغه شوم پلان په هماغه تومنه کې شنډوی، خلقیانو ته هیڅ نه وایي او پرچمیان تر یوه لنډ بنده بیرته خوشی کوي چې لا غټی غټی دندی هم ورسپاری.
 
 جنرال عظیمی د خپلی وینا له مخی له هغو هر یوه سره تار ځغلوی خو ځان بیا هم کله بیطرف او کله هم د دوکتور نجیب پلوی ښیي او ددی لپاره چې هری خواته یې ځانته د مرغی وت (راه پای کنجشکک) خوندي او ریزرف ساتلی وي، په زغرده پر یوه چا هم ګوتنیونه نه کوي او تر وسی وسی دهغو ټولو ډلو ټپلو سپیناوی (تبریه) هم کوي د ساری په توګه د مسکو د سفر په ترڅ کې هم له سفیر « ګلابزوی» سره لیده کاته کوي او هم له شړل شوی ببرک کارمل سره او بیا په ځانګړی ‌ډول کارمل ته د یوه سخت دریځه کمونیست او ملتپال کریډت هم ورکوی:
 « هنگامیکه من در ماسکو بودم، با ببرک کارمل ملاقات نمودم، نامبرده یک کلمه هم در بارهء اینکه نجیب الله از قدرت کنار برود، صحبت نکرد. بر خلاف او تاکید میورزید که بنابر ضرورت وضع شرایط پیچیده کشور، باید تمام جنرالان، افسران و اعضای حزب به دور دوکتور نجیب الله جمع شوند و از استقلال و تمامیت ارضی کشور دفاع نمایند...» (۳۹۵ مخ)
 
 خو وروسته یې دزړه سخری غوټی (عقدی) هم رالیږدوی او هماغه نجیب ضد غچپالی (انتقام جویانه) ولولی هم نه پټوی: « قسمت های از صحبت ببرک کارمل را هنوز به خاطر دارم که اگر چې کلمات از وی نیستند اما مضمون و محتوای آن مفکوره و نظریات آن وقت ببرک کارمل را میرساند. او گفت: در اینکه دوکتور نجیب الله یک شیاد و یک شارلاتان و کلاه بردار بزرگ حزب ما و تاریخ کشور ما است، شک و تردیدی نباید داشته باشید. گرباچف نیز دست کمی از او ندارد و با این روش خود به زودی سوسیالیزم را در جهان روسیاه و امپریالیزم را روسفید خواهد ساخت. اتحاد شوروی بزرگ را متلاشی خواهد ساخت، زیرا که به خوبی معلوم شده است که وی به نفع غرب و امریکا دست به چنین اعمال ساده لوحانه یی میزند. گرباچف با مردم افغانستان و حزب ما جفا کرده است. بیرون کردن قوتهای نظامی شوروی از افغانستان به معنی نابودی مردم ما، حزب ما و ملت ما و انقلاب ما است. سیاست مصالحهء ملی که در تیزیسهای اینجانب طرح شده بود، چیز تازهء نیست ولی مخالفین به آن گردن نمینهند زیرا که بسیار عجولانه طرح شده و از موضع و موقعیت ضعیف با مخالفین پیاده گردیده است سیاست پروسترویکای گرباچف نیز نتایج درخشانی برای مردم به بار نمیاورد. نتیجهء منطقی آن اینست که شوروی را کاملا ً در اختیار امریکا قرار بدهد و امریکا به هدف تاریخی خود یعنی آقای جهان شدن نایل شود. نجیب الله انسان نامردی است. او در هر محفلی و در هر مجلسی از من بد میگوید، آیا این شرط انصاف است. اما من ناجوان و نامرد نیستم. با وصف تمام نفرت و بیزاریکه از او دارم، به شما توصیه میکنم تا او را کمک کنید، زیرا که اگر او را تنها بگذارید، خود را به دام امپریالیزم خواهد افگند و از انقلاب ثور حتی بیادگار نخواهد ماند. من هیچکسی را علیه وی تحریک نمی کنم، بگذار او در این سیاست مصالحهء خویش کامیاب شود، در حقیقت ما و شما موفق میگردیم. ( ۳۹۶مخ)
 
 جنرال عظیمی د کارمل د داسې عُقده یی او بیا ورسره ورسره ریاکارانه او لمسونی خبرو او ورپسی را وروسته د نجیب ضد کودتا تر منځ پر واټن له لوښی سره سم چوپه خوله پاتیږی او دومره یو پیوند هومره هم نه ورکوی چې آیا د کارمل وینا څه وه او کړن یې بیا څه بدمرغۍ د ګوند، دولت او ملت په برخه کړی، هغه مهال یې ولی دا سوچ نه کاوه چې د ځانګړی غچ په پلمه یې له اخوان – ستمی ډلی سره ټلواله ( ائتلاف) له کوم ګوندي یا انقلابی اصولیت او یا ملی ګټو سره سمون درلود؟
 آیا د ځمکنی بشپړتیا ساتنی لاپی شاپی یی د نورو دروغو دربو غوندی سرچپه ونه ختلی او د خراسان زمین، په اعلان یې د بیلتونپالنی (تجزیه طلبی) لومړی تخم ونه شینده؟
 
 آیا دا هماغه کارمل نه و چې د ملاخیلی مور په پلمه یې له ځانه پښتون جوړ کړ او د زبات لپاره یې خپله لور د پښتونخوا پښتون صفدرخان ته ورکړه او بیا چې هغې جادوګرۍ یې د راپرځیدو مخه ونه شوه نیولای، ملي ستم ځپلی یاپه بله وینا پښتون ځپلی خواره کې لږه کې یې په دی ناره(شعار) له نجیبه بیزار و بیلاری کړل چې د بی فرهنگ ( فرهنګ) خبره د پښتنو دری سوه کلن ځبښاک ته نور د پای ټکی ایښوول په کار دي؟
 
 آیا ددغه دویم تاریخی جنایت او ملی خیانت ( ترشوروی راوستنی وروسته) له سملاسی لمبو څخه یی خپل کوکری تر ټولو مخکی و نه سوځول او د هماغه ناسپیڅلی یو والی (نامقدس اتحاد) بلهاری نه شول؟ نور هیواد وال خو لا څه کړی چې تر اوسه په هماغو لمبو کې ورتیږی تاریخ دده غوندې دومره لنډ اندې او دروغجن نه دی چې دوه ګونی ملي جنایتونه یې د جنرال عظیمی صاحب غوندې پرده پوښ کړي او له خپل خوا و خاطره یی وکاږي.
 
 د «شیاد تاریخ» په ستاینوم خو دی پخپله نومولی شوی، نو پر یوه نجیب انسان یې څنګه ور تپه. نجیب په رښتیا هغه ګوندي او دولتي مشر و چې د زړه له کومی یې د تیرو درو واړو سرغندو یانو په توپیر د خپل ولس پر زخمونو پټۍ ایښوول غوښتل او په ټوله مانایې د خپل ملی او تاریخی استازګری ( رسالت) او پازوالی (مسؤولیت) احساس کاوه او په کړن کې یې هم د همدغه سپیڅلی ایډیال لپاره خپل ژوند په ورغوي کې ونیوه. د جنرال عظیمی د « جاه طلبی» تور (۳۲۶ مخ) لګونه پری هماغسی بی سروبوله ده لکه د کارمل ایډیولوجیکی او نیشنلستی ساټی باټی! ښاغلی عظیمی په خپل دغه بی بنسټه تورا خپله لیکنی بی پلوی له خرخشی سره مخامخ کړی. تر اوسه بل هیڅ کورنی او بهرنی لیکوال او ګزارشګر پر ‌ډاکټر نجیب الله دا تور نه دی لګولی ځکه هغه په کړن کی زباته کړه او د ملګرو ملتو په ټینګار یې له وخته مخکی له دولتی چارو ځان ګوښه کړ چې ان پخپله عظیمی پری هم ګوتنیو نه کړی او دا ټینګار یې لاپری کړی وچې خپله استعفا بیرته واخلی. که هغه په رښتیا سره د کارمل غوندی هر څه له ځانګړی ځواک و واکه ځارولای، نو ولی یی محمد ظاهرشاه ته دومره ننواتی کولی لکه څنګه چې ډاکتر ضمیر د ډاکتر نجیب الله د شهادت په څلویښتي کې د لندن جوړی شوی غونډې ته ددغی خبری شاهدي ورکړه چې په یوه اړوند پلاوی کی ده پخپله ګډون کړی و او پاچا د هغی بلنی له مننی څخه ډډه کړی وه سره له دی چې ضمیر د وکیل، مزدک، کاویانی او نورو ناسپاسو غوندی په هغه ډله کی راته چې دوکتور نجیب الله پری تر پایه وزر غوړولی او بی خرته امتیازونه یې پری لورولي وو او کله چې پر نجیب الله سخته ورځ راغله، په مخالفه لیکه کې یې ودرید. که جنرال عظیمی په خپلو ګزارشونو کې تر پایه ریښتنی وای، په کار وه، د هغه پر دغه نا چاری او مجبوری یې هم رڼا اچولی وای چې هغه په همدغه لټه کې و، د پاچا غوندې یو د ملت د امانت د اخیستنی وړ څوک پیدا کړي او واګی وروسپاري، نه هغو تاریخی بدنامولکه کارمل،اسدالله سروری یا نوروته.
 
 که جنرال عظیمی له خپلو خبرو بیرته نه پښیمانیدای او له پرادوکسی یې کارنه اخیستای هیڅکله یې پر نجیب الله باندې نه د جاطلبۍ تور لګاوه، نه د فرکسیونیستۍ او نه پشتونیستۍ که څه هم د هغه د مخالفینو په حواله وای د مومن او مسعود انگروزې ( ۵۲۰مخ)
 
 آیا دا د عظیمی صاحب خپلی خبری نه دی چې لیکي (۵۵۲ مخ) « اما اکنون بیشتر از یک هفته بود که دیگر هیچ نشانی از «خودی» در وجود او دیده نمیشد. هیچ هوس، ارزو یی و هیچ خشمی او را به حرکت نمیآورد. از مدتها به اینطرف از ما و از دوستان و حلقه های نزدیکش فاصله گرفته بود و با همه غریبه و بیگانه گردیده بود، گویی به استان فنا نزدیک شده بود و روحش خسته، مریضی و رنجور بود...»
 
 هو، دوکتور نجیب الله په دغو وروستیو ورځو کې نه بلکی لږ تر لږه له دووکلو راهیسی له واکمنۍ بیزار شوی و او دداسی شیبی په تلوسه کې و چې یو څوک رښتنی ملی شخصیت یې هغه دروند تاریخي پیټې له اوږو سپک کړي همداسې یې فرکسیوني او پشتوني هم بی سر و بوله دی که هغه به رښتیا سره د کارمل غوندی ډله ټپله درلودای او یا یې د هغی د ډلی ټپلی په څیر شوونیستی اندو واند ( اندیشه و خیال) درلودای داسې به ځانته په میدان نه پاتیدای. د کار په ټیم کی یی چې عظیمی هم تر ټولو لوړ دریځ او پوړۍ درلوده تر پښتنو د نورو ژبتوکمیز و ګوندیانو او بیطرفه شمیره زیاته وه لکه ځنګه چې یې دی خپله هم د ټیم په نامه یادوی، د بیلګی په توګه د خپل کتاب به ۳۹۷ مخ کې لیکي:
 نجیب و تیم او که یک اقلیت کوچک درون حزبی بودند، آهسته آهسته به تعداد هوا خواهان خویش میافزودند، بیطرف ها و بیواسطه ها، که به هیچکس ارتباطی نداشتند اما از چپ و راست تا په میخوردند و یا سعی در جلب و جذب آنها میگردید، نیز بسیار بودند که نمیتوانستند مستقل عمل کنند و نه با کارمل، نه با نجیب بلکه با وطن و حزب خود باشند...» دا چې ستر جنرال عظیمی دوکتور نجیب الله له ټولو مثبتو ارزونو او ستاینو سره سره دلته او هلته له خرخشو سره مخامخوی او بیـــا له ټوکه ټول جوړوی چې ګوندی دغه ازمایلی ستر شخصیت دبی شمیرو ښیګڼو او بدګڼو یو ګډوله «معجون مرکب » دی. جوزجان ته د رسول بی خدا استونه د دوکتور نجیب الله د « بیل یې کړه ایل یی کړه « DEVIDE AND RULE» سیاست ښکارندوی ګڼي. که جنرال عظیمی دشمال له پیښو څخه سمه پایله اخیستی وای، دیته به راغلی وای چې ان د اڅک او یو نیم بل پوځي یا ګوندی یا هم ملیشه یی پازوال په بدلون سره څه ناخوالی را مینځته شوی او سمتی انګروزو او انتی پشتونیستی فعالیتونو لپاره څومره میدان پراخه شو، د بیلګی په توګه بس دی په ۵۲۱-۵۲۰ مخونوکی د جنرال مومن څرګندونی يوځل بیا ترکتنی تیری کړی چې څنګه احمدشاه مسعود چارج کړی و او کارملی ډله یی د دوستم په ملګرتیا ترشا ولاړه وه او له هماغه مهاله یې د شمال په دوو میلیونو پښتنو پسی را واخیسته څوک یی ووژل او څوک یی ډله ییزو مهاجر توته اړایستل. د شمال د افغانی کول AFGHANIZE بهیر (پروسه) ان د احمدشاه بابا او بیا را وروسته د امیر شیر علیخان او په روانه پیړی کی له امانی پیر را روانه وه او داله تورکي توکمونو سره د پښتنو، بلوڅو، پشه ییانو او ان تاجیکو او هزاره وو په ورلیږدونه هغه پخوانی تورکستان، افغانستان یا په بله وینا د افغانستان رښتینی برخه وګرځیده. که دوکتور نجیب الله د نوموړو کارملي- سمتي دسیسو په وړاندې د ټینګار (مقاومت) له توغه وتلې، او د پښتنو یا د نورو بیطرفه نفوذ یې هلته ساتلی وای، په داسې اساني به له لاسه وتلې نه و لکه څنګه چې جنرال عظیمي سپړلی او انځورلی دی. پر ۱۹۹۹کال په جوزجان، فاریاب، سرپل او بلخ و مزار کې د پښتنو ټولو ژنی (قتل عامونه) د هماغه انتي پشتونیستي او سمتی نا سپیڅلی ټلوالی (نا مقدس اتحاد) پایلی ګڼل کیږي چې ښایي جنرال عظیمی صاحب ترې ناخبره پاتې وي او تش دملګرو ملتو په هماغه ګزارش یې بسنه کړي وي چې ۴-۳ زره مړي یې اټکل کړي وو، هغه هم زیاتره د طالبانو په اړه چې د شمال د ائتلاف د غړیو ډلو ټپلو (جمعیت، وحدت او جنبش) غوندې ورسره بهرني لاسونه ککړ دي. د طالبانو تر ماتی او ټولوژنې وروسته د وحدت هزاره وو او د جنبش وزبیکو د هغو اړوندو سیمو په پښتنو را واخیسته او د طالبانو په غچ یې هغه بیګناه ولسي خلک له تیغه وکښل او یوه برخه یې پاکستان ته پرتیښته بریالي شول. دا چې جنرال عظیمی بیا هم دشمال د سقوط پړه پر ډاکتر نجیب الله اچوي، دوه دلیله درلودای شي یاځان ناګاره کوي او یا خو د پیښو تر منځ منطقي اودیالکتیکي اړیکی نه ټینګوي یا یې نه شي ټینګولای!
 
 همداسې پر نجیب الله باندې د تیښتې تور لګونه یا بیوخته او پخوا له وخته استعفأ اعلانونه. داسې بریښي چې جنرال عظیمی دلته او هلته سیاست کورټ له یاده باسي او یوازې د یوه وچ کلک پوځي افسر په ډول له یواړخیرو نظامي سپړنو او شننو کار اخلي. له یوی خوا پخپله د دوکتور نجیب الله پر ضد د کارملي ډلې، مسعود، مومن، دوستم، جعفری او ان دخپل همسفر پیګیر ټولی ټګۍ برګۍ، توطیې او دسیسې افشاء کوي او بیا هغه ګرموي چې ولی یې د دوستم ځواکونه کابل ته راوغوښتل او دی یې دیته بیا اړایست چې په لوی لاس یې په مخکې غوړول شوي دام کې راښکیل کړي او دا نوم پری کیږدي چې تیښته یې کوله همداسې د کورنیو دسیسو تر څنګه او تر شا بهرني لاسونه څومره کارکوي او د ملګرو ملتو تر سپیڅلې شنه بیرغ لاندې د نجیب الله د راپر ځونې او په لوی لاس د ځواک دتشې ( خلاء) له رامنځته کړنی سره د افغان ملي اردو، ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا له منځه وړنی او په پای کې هیواد د یوه دویم «انتی اسلامی» صلیبی جنګ پر ډګر بدلونی او لومړی «انتی کمونستی» صلیبی جګړی ځپلی نیمژوانده افغان ولس او خاوره د یو مخیزه نشتونی لپاره د سمندرونو له اخوا راغځیدلي دي؟ بینن سوان یا حسین اوغلو خوارکیان پخپله د هماغو انساني ضد ککړو لاسونو لوبونی وواو ډیر کیدون لري چې نه بینن سوان د نجیب الله پر ضد او نه حسین اوغلو د جنرال عظیمي پر ضد کوم خپل خوښی پلان درلود. بلکی هر څه هماغه نړیخواره زبرځواک مخکې له مخکې تیار کړي وو او وخت یې دیته برابراوه چې څنګه خپل زرپیرلی اخوانی – ستمی ګو ډاګیان پر اسکیرلي هیواد او هیواد والو بر لاسي کړي او دغه ننۍ اکروبکر ته یې راورسوي. کارمل او نور ناسپیڅلي انډیوالان یې بیا په دی غولول شوي وو چې د نجیب الله له راپرځونې سره به ټول لږه کیان ددی جوګه کړي چې د پښتنو «دری سوه کلنۍ» باداري ته د تل لپاره د پای ټکی کیږدی او ځانونه یې نور له مرییتوبه وژغوري که څه هم سم له لاسه ترې یوازې شمالي ټوټه رابیله کړي. کارمل له خپلو نژدی بالکیانو سره مټی میاشت نیمه رورسته پر خپلی دوکه کیدنی خبر شو چې د دوستم او مسعود جلادانو یې څوکادرونه او کارندویان ونډۍ ونډۍ کړل چې جنرال شیرزي واخله تر قسیم خادیسته پورې، علومي او نورو خورا وروسته سرونه وخوړل مګر بیا یې هم کاویاني، مزدک ( مزدورک)، بابه جان او نور سمتي شمالي وال مسعود ته پریښوول پخپله یې دوستم ته پناه یووړه او بریالی یې مخ پر هندستان تر پلل که نه د نورو ډیرو غوندې د هماغو نژدې پنجشیري انډیوالانو په لاس دوزخ ته لیږدول کیدل، لکه څنګه چې له سترګو لیدلو ګزارشونو څخه وروسته ډاګیزه شوه چې کارمل لا مسکو ته تر وروستۍ پناه وړنې له مخه په هماغه حیرتان کې د شیزوفرین په ناروغۍ اخته شوی و او پر اپلتو سر و، ځکه د لکونو بیګناهو افغانانو- ارواوو (اشباحو) خوب و آرام ته نه پریښووه چز د لاسکتوې واکمنۍ په اوږدو او بیا یې په وروستۍ شوونیستي او سیکتاریستي نجیب ضد کودتا کې د مرګ کومې ته سپارلی وو او په دی هم پوره پوهیده چې دا وروستی جنایت یې د ځانګړي کسات ترڅنګه نورې څومر ه ناپایه بخولی او اور و وینی د دغې تارخي خاورې او اسکیرلی ولس په برخه کړی، ایا کارملي ډله د دغو بدمرغیو له پړي او مسوولیت څخه ځان سپینولای او تبریه کولای شي؟ یوازې د مسعود – ربانی اخوان – سمتی ډ‌لی د زور واکي په لومړنیو دروکلو کې هغه جنګي جنایتونه چې تش وزبیکی او په ځانګړي توګه هزاره ګي انډیوالانویې د کابل د بیګناهو او بیدفاعو استوګنو په وړاندې وکړل او ورسره یې د موزیمونو، کتابتونونو، ارشیفونو، ملي ګالریو... په ګډون ټولې ملي او ځانګړی مانیزې او توکیزې شتمنۍ تالاوالا کړی او په پای کې له هماغې نا سپیڅلی انډیوالۍ را زیږیدلي دوستم – ګلبدین ټلوالي هغه ښکلی څو زره کلن تاریخي ښار له ښاریانو سره پریوه ورانه هدیره بدل کړ، آره او سرچینه یې د هماغو «پرچمدارانو» ګوندي او نظامي کودتا نه وه چې هر څه یې دغو جنایتکارانو ته بريښوول اوپه خپله یې تر ټولو مخکې امپریالیستانو ته پناه یووړه؟
 
 آیا هماغه ستر خطر چې د سرو لښکرو تر وتو وروسته د افغان ولس، خاورې، خپواکۍ، ملي واکمنۍ، ملي هویت او پخپله د ملي اردو په وړاندې چې ورته جنرال عظیمي ګوته نیولی او دوکتور نجیب الله یې په ټوله میړانه او تدبرمخنیوی وکړ، همدغو کارملي انډیوالانو د بهر نیانو په ملاتړ را منځته نه کړ؟
 په هغه اړه د جنرال عظیمي هغه اندیښنه یو ځل بیا وړاندې کوم :
 « به نظر میرسید که امروز یا فردا پیکر این کشور مقدس هزاران تکه و پارچه میشود. چنین گمان میرفت که تاریخ و گذشتهء پر افتخار وطن همچون پردهء مه آلود یک دکوراسیون محو و ناپدید میگردد.» (۳۷۶ مخ)
 هو، همداسې وشوه، نور افغان ولس د خپل تاریخي زبات او ملي هویت ټولی نښې نښانی له لاسه ورکړی او که څه لاپاتی وي، هغه به هم د اړوندو جګړه مارو ډلو له خوانن وي که سبا، له منځه ولاړی شي. ستر جنرال محمد نبی عظیمی ددی پر ځای چې د کارملي کودتا او ټلوالی ( ائتلاف) بهیر او هغه وروستۍ شیبی تر سپړنی او شننی لاندې ونیسي، پر دوکتور نجیب الله د کودتا او تیښتې پړه اچوي دا خو سترګو لیدلو شاهدانو په ‌ډاګه کړه، په هماغو نازکو شیبو کې چې دوکتور نجیب الله د سوله ییز ځواکلیږد (انتقال قدرت) په وروستۍ اسره د بینن سیوان د راتګ لاری څارلی د هماغو تورمخو له خوا پری ګوندي او پوځي کودتا وشوه، ګارد او خاد یې تری په ولکه کې راوستل بیا یې پسی له وزیر « یعقوبی» نیولی تر باقی او عمر معلم پورې ټول نجیب پلوه خادیستان څوک ووژل او څوک تشپاڼي ( خلع سلاح) کړل. پر ډاکتر یې تیلفوني او نور ارتباطی وسیلی بندې کړې او په پای کې یې دیته اړایست د ځان او دوو ملګرو د ژغور لپاره د بینن سیوان مخی ته ورشي، له دغه جنایته یې خبر کړی او ورسره یوځای والوځي، عظیمی باید له دغې کودتا او دسیسی سره سره د بهرنیو پټو لاسوهنو یادونه هم کړی وای چې څنګه یې هغه پلان په وروستیو شیبو کې له خاورو سره خاورې کړ او هغه هر څه یې پر اباسین لاهو کړل. له راوروسته پیښو څخه جوته شوه چې نړیخواره زبر ځواک د هماغې کودتا په پلمه د بینن سیوان او دوکتور نجیب الله ګډ سوله ییز انتقالي پلان په پیښور کې شپه پر شپه شنډ کړ او له مجاهدینو سره یې هماغه کړی زړه ژمنه تر سره کول غنیمت وګڼل «پریږده، چې مجاهدین یو وار د واکمنۍ مزه وڅکي!» عظیمی صاحب له دومره پرله پییلو کرونو لوژیکو څرګندونو سره ان د ارواښاد یعقوبي پر قاتل هم خاورې اړوي، هغه پاک سپیڅلی انسان چې جنرال عظیمی یې په ستاینه نه مړیږي او په همدی کتاب کې پری یو اوږد لکچر ورکوي حال دا چې پر هماغه لومړۍ ورځ پری ټول ښار خبر شو چې خپل مرستیال یار محمد د «مزدورک» ورور په خپل دفتر کې وواژه ان تر دی چې خویندی یې کور پرکور ګرځیدی او د خپل ورور اتلولۍ یې ورته داسې انګروزه کوله: « برادر ما وظیفه وجدانی را به جا کرد.»
 عظیمی ډیر وروسته پوهیږي چې څنګه د هغه نا مقدس اتحاد په ولکه کې راښکیل شوی او د مسعود و دوستم غوندې کلیدي جنایتکارانو ته ګونډه وهي او بیا لا ځانته دومره جرئت ورکوی چې مسعود ولی بانکی پشتوانه چور کړه او د ملي اردو بیارغاونه یې د نواز شریف په فشار له پامه وغورځوله. (۶۱۰مخ)
 ښاغلی لیکوال پردی هم ځان ناګاره اچوي، هغه تش په نامه «اسلامی» حکومت خو د زبر ځواک په بولۍ د پاکستان په دلالۍ رامنځته شوی و او تر هر څه له مخه یې د افغان ملي اردو له منځه وړل وو، لکه څنګه چې نوازشریف په هماغه لومړي کابل سفر کې په ټوله سپین سترګي دغه کار په خپلو کارناموکې وشمیره او په هماغه اړوند پریس کانفرنس کې یې په پوره شدو مد څرګنده کړه چې «که ضیاوالحق جهاد ترسره کړ او بی نظیری بیا د ننګرهار جنګ وبایله، نو ما د افغان ملي اردو خطر د تل لپاره د پاکستان له سره کم کړ.» دغه نقشه لا له هماغه مهاله را پیل شوی وه چې کارملي پر چمدارانوو په شمال کې د مومن دسیسه رامنځته کړه او د هماغې له لارې یې دوستم، جعفر نادري او احمد شاه مسعود د مرکز او بیا دوکتور نجیب الله پر ضد سره یو لاس کړل او پایله یې هماغه کودتا او نا سپیڅلی ټلواله شوه.
 
 جنرال عظیمی د ۱۳۷۱ د ثور تراتمی څلویښت ورځی وروسته د هغه تش په نامه رامنځته کړي «اسلامی دولت» ناخوالو او بخولو ته ځیر کیږي او د غروی (تمساح) اوښکې تویوي:
 « ... و آینده هم معلوم نبود. در حال حاضر، کشتار، کشتار کتلوی انسانهای بیگناه و بی پناه کابل غارت اموال و دارایی های عامه، تحقیر و توهین یک ملت آغاز شده بود و من تا سرحد شکنجه عذاب میکشیدم...» (۶۱۱مخ)
 نوموړی شوونستي او سیکتاریستي ناسپیڅلی ټلواله به د افغان ولس، خاوری، تاریخ، فرهنګ او ټولنی مانیزې توکیزې هستۍ، ملي ویاړونو او په پای کې د خپلواکۍ او ملي هویت په وړاندې د ټولو تر سره شویو او راتلونکو ناخوالو او بخولو له مسؤولیت څخه ځان و نه شي ژغورلی او هرو مرو به پری د تاریخ او بیا د لو ورځې (محشر) په نیاوتون (دادگاه) کې د دوکتور نجیب الله، جنرال یعقوبي، جنرال عبدالباقي، جنرال احمدزي او نورو زرګونو بلهاریانو پاکې شهیدی وینې او سپیڅلی ارواوی ګواهي او شاهدیي او د ټولو په سرکې به هماغه کارملي پرچمداران تر ګردو له مخه خپله نابښل کیدونکې سزا ویني. په وړاندې به یې د نجیب په مشرۍ په زرګونو او ان لکونو سپیڅلي بیګناه شهیدان خپلو خلکو او خدای ته مخسوري او مخروڼي ولاړ وي!