د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دخپل ولس په غم کې خوښي مه لټوئ !

حبيب اله غمخور 25.07.2006 04:00

درنو لوستونکو !
دعادت سره سم مې پرون دجمعې دورځې په ماذديگر پسله هغه چې دکارنه کور ته راغلم کمپيو ټر روښانه کړ او دخپلې خوښې دپاڼو لوستلو مې پيل وکړ ، دهرې ورځې په څېر ،جالب ،هيرانوونکي او زړه بوږنوونکي خبرونه پکې کم نه وه . پخوا به مې يوازې دافغانستان په اړه دوژنو خبر ماغزه خوړل ،اوس لابله هم پېښه ده اسرائيل بيا لېوني شوي او لبنان ته دتير وار په څير يو ځل بيا خپل زور پدې نامه چې حزب الله ټکوي ورښه يي ،هر ورځ په لسهاوو انسانان  مری ، دلبنان  دناوی  غوندي ښايسته او ښکلې ښارونه دافغانستان او عراق دښارو په څير گنډوالوته ورته شول ،په ليدو يي که څوک وغواړې اويانه دادبشر  دحقو قودټيکدارو څخه  دزړه نه دنفرت  سوړ اسوې لی راوزي  ،او دايي پر خوله راځي، دادومره وحشت او ظلم دڅه لپاره ؟
دا بله غميزه ده ،خو هغه متل دی وايي مځکه هغه سوزي چې اور پر بل وي ،زموږ اوستاسو په هيواد کې هم تر لبنان ښه حالت نه دی ،دلته هم هره ورځ دبم اوريو اويادترهگرو لخوا ښوونځيو ته داور اچولو لمبې  تر اسمانه رس .
چې مطلب رانه بلې خواته ولاړ نشي  ، راځم خپلي خبري ته دانترنټ پاڼي مي يو په بل پسي اړه ولې او را واړلې  چې د(( پيام روز)) تر پاڼي راورسېدم  . دلته مې يو ځل بيا پر هغه عنوان سترگي  ولگېدلې چې داريايي ويب پاڼي دخبرونوپه برخه  کې مي وليد ،خو هلته مي ونه لوست ، له ځانه سره فکر وکړ دافغانستان  سياستوال  به کوم داسي کار وکړي چې زړه دي پرې خوښ شې . مگر پدې پاڼه کې تربيل عنوان  لاندې داخبر ليکل شوی و ،له ځانه سره مې فکر وکړ ،چې راشه ويې لوله ،هغه خبره ده چې وايې (( ډېر خراب کتاب هم په يو وارلوستلو ارزې)) ،داخبر مې پرانيست ،داسې  يوخبر دی   :
ريشه ‌های بحران افغانستان و راههای برون رفت از آن بررسی شد
تعدادی از رهبران، نمايندگان احزاب و شخصيت‌ هاي فرهنگي کشور روز پنجشنبه طي نشستي در شهر كابل ريشه‌هاي بحران و راههاي برون رفت از آن را بررسي كردند. 
نبود كارشناسان موفق در دولت، وجود فساد اداري ، نبود همكاري بين وزارت دفاع،امنيت ملي و پوليس، شفاف نبودن حسابرسي در اداره‌ها، مشخص نبودن شيوه برخورد با طالبان، فقر، بيكاري و نارضايتي مردم از عوامل بحران ياد شد. به اعتقاد شركت‌ كنندگان اين نشست،يكي از راههاي برون رفت مشكلات مبارزه با ريشه‌هاي بحران در خارج كشور، انعكاس دستاوردهاي دولت ، تقويت مناسبات با مجامع جهاني و گسترش ارتباط مردم با دولت است.
"لطيف پدرام" ، رئيس حزب كنگره ملي افغانستان ....، عامل اصلي ناامني را حضور غيرقانوني آمريكايي‌ها در كشور ذكر كرد و گفت حضور آنها باعث مخالفت كشورهاي همسايه و مداخله آنها در امور داخلي شده است.
وي افزود: تنها راه نجات از بحران موجود فدرالي ساختن حكومت كنوني است.
" حفيظ منصور" نماينده حزب جميعت اسلامي نيز ايجاد لويه جرگه اضطراري ، تطبيق قانون اساسي ، قانوني شدن حضور نيروهاي آمريكايي را راه حل مبارزه با بحران ذكر كرد.
وي گفت : با استقرار نيروهاي آمريكايي ،افغانستان نقطه تهديد همسايگان به شمار مي‌رود كه با ايجاد دولت مستقل اين مشكلات رفع خواهد شد.   ایرنا
کله چې  مي په ويلو شروع وکړه ډير خوشحاله شوم دادی لومړی ځل رهبرانو  دگوندو استازو او فرهنگي شخصيتونو ابتکار پلاس کې اخيستی اوپه  هيواد کې ددغه حالت څخه دوتلو پر لارو چارو خبري کوی .
که څه هم دايي نه وه ليکلي چې کومو رهبرانو اوس خو رهبران تر هر چازيات دی ،کومو دسياسي گوندونو استازو او فرهنگي شخصيتونو ،ځکه په دوي کي هم فرق شته دا القاب اوس نوي موډ شوی او هر چاته په يوه اوبل نامه خطاب کيږي ،په هر صورت  دااساسي تير وتنه راته ښکاره نه شوه . دخبر دلومړئ  برخې دلوستلو څخه  داسي ښکاره شوه چې بياهم  دوي  پر ښو او اړينو مسائلو  بحث او خبري کړي دي  .
مگر دخبر دوهمه برخه په هغه زړه دفدراليزم په ډرامه پيل شو ه .
ښاغلی لطيف پدرام دپخوا په څير تر اوسه دفدراليزم خوبونه وينې ،فکر کوم بله خبره ئې  يازده نده اويادورته دستوردی چي دغه ښاغلی بايد په افغانستان کي دهرې مسلې دطرحې په وخت  کې همدايوه خبر وکړي چې فدرالي سيسټم ددې گناه کار ملت پرمخ دجنت هغه دروازه چې په  پرانيستلو سره يې دوزخی  ژوند په جنتي بدليږي .
پدې ښه پوهيږم چې ددغو تکرار اوبي فايدې خبري دشربلو څخه اوس له پښتون نه نيولې هزاره ،ازبک ،ترکمن  ،تاجک ،بلوڅ ، هندو اونور ټول  خسته شوي دي ،داډول نه اورې ،خو کله کله انسان مجبور شی د دغه سوال  ځواب ټولو هغو ته مطرح کړې کوم چې دوطن دنجات لار ه يوازي همدا يو فدرالي نظام بولي .
سوال دادی :
1 / ايا دافغانستان  په اوسنيو شرايطو کې  چې  په ټول هيواد کښې دمرکزي حکومت پر ځای محلي حکومتونه حاکم دي،تر اوسه هغه څوک چې په سوله او دموکراسی کښې خپل زوال او نابودي وېني ، تر غاښو په وسلو سمبال دي  ،القاعده ،پاکستاني مذهبي بنسټپالي  او طالب قوتونه تر هر چا په اطرافو کې مسلط دي  او که رښتيا سره ووايو په شپه کې ستاسو فدرال صفتو دکوروپر شاوخواهم حاکم دي ،او اساسي لا دا چې هري خوا دپرديو په لمسون  دافغان وژنې اور بل دی ، هيواد په جنوبي ولاياتو دلشکر طيبه او جميعت علماي پاکستان اوس عملا دآي آيس آي په هڅونه دطالبانو سره يوځاي په پوځي حملو کي برخه اخلې  ،زما اوستا ملي بيرغ راسوځې دتورلينگيو رښکی دهغه پرځاي  ځړوې  ،څنگه او په کومو منطقو کيداي شي  دفدرالي سيسټم  پر اصولو دولت جوړوخبري مطرح او په سياسي بحثونو کي سرديواله ته ټمبه کوی  ؟
2/ له دغه حقيقت او واقيعت نه ولي تاسو سترگې پټوئ چې تر اوسه لا افغانستان  دتنظيمي او بنسټپالو ډلواو تنظيمونو  تر منځ  چي هم په اوسني دولت کي ستاسو پشان چړچي کوي اوهم يي له پردو سره دسبالپاره لاسونه پټ دي  تقسيم دی ؟،تر اوسه هر څه په نامه دي،دهيواد ددولتي جوړښت بنياد پوخ  نه دی  ،په يوه کوچني حرکت هرڅه له منځه تلاي شي . که تاسو په رښتيا سره ځانوته سياست وال واياست بايد دا درته معلومه وي ؟
3 / داسې فکر کېده چې تاسو به په رښتياسره ديوه سياسي ځواک اوهغې معنوي نيرو په توگه کوم چې تر هر څه ورته ملي گټي او دخپل هيواد ځمکنی بشپړتيا ،ملي وحدت ،سوله او امنيت ستر ارزښت لري دهيواد پر اوسنی بهران او دهغه څخه دوتلو دلاروچاروپه هکله  به موبحث کړی وي ،مگر متاسفانه ستاسو له يو شميرسره دملي دتعصب روحيه دتل لپاره ملگرې ده .داسي معلوميږي چې تاسو دفدراليزم په نامه ځان يوي خواته کوئ اودهيواد په جنوب کي چې هر څه تيرېږې هغه به په تاسو پوري اړه نلرې  . دداډول فدرالي نظام خوب به مو رښتيا نشي . هيواد له شماله تر جنوبه او له  شرقه تر غربه يو افغانستان دی  ،پدغه سيمه کې امنيت راوستل دټولو پرتو قومونو ملي دنده ده .دهيواد پر هره سيمه دپردو تيری بايد  دټول افغان ولس پر ناموس تيری وگڼل شي .راځی چې  نور په کور کي کورکي جوړ نکړو.
4 / ولې هرو مرو دافغانستان دنجات لاره تاسو دفدرالي سيسټم په موجوديت کښي وينۍ ؟ په جهان کې پرمختللې هيوادو غوڅ اکثريت دغه ډول جوړښت او ستاسو په اصطلاح دنجات  فدرالي نظام  نلري   . که فدرالي سيسټم دهيوادونو داقتصادي ،سياسي ،فرهنگي او ټولنيزو پرمختگونو يوازنی اصل  او دحل دلاري نسخه واي ،نو په هغه صورت کښې به ټولو اروپايي هيوادو  ، کاناډا، چين ،هندوستان اوعربې نړی  کې چې څو ځله تر افغانستان پر مخ تللې ده همدا فدرالي نظام مسلط واي ، اويابه يې دهغه دجوړېدو لپاره تلاښ کولاي ، په هر هيواد کې  داقتصادي او سياسي بهران څخه دوتلو لپاره  دهغه هيواد دسياستوالواو دولتي چارواکو دومره منډو تر ړو ته اړتيا څه وه ؟
سويډن په اوسنيو شرايطو کې واقعأ دمځکي پر مخ دمکراتيک ترين هيواد دی چې هغه دچا خبره  له دومره دموکراسی سره يې موږ چې ځانونه  ددموکراسی پلويان هم بولو خسته شوی يو . تاسوبه خبر ياست  چې سويډن شاهي نظام لري  ،دلته دوزيرانو شورا اوپارلمان  په گډه ټول کارونه سرته رسوی، زه درسمي دندي له مخي  دسويدن دټولو سياسو گوندونوداستازو سره ورځنيزې اړيکې لرم دلته خو ما ديوه سياسي گوند څخه هم نه دي اورېدلي چې  هغوي دې په فدرالي نظام پسي دي خفه شوی وي  .
5/ تاسو ښاغلوته معلومه ده؟ چې تر اوسه ستاسو غوندي سياستوالو دبې غوری نه ديوه عيني ضرورت پر اساس  بهرني پوځي ځواکونه  ددغه نظام چې همدا اوس يې تاسو دهر ډول ښيرازيونه برخمندياست دساتلو لپاره په جگړه کي بوخت دي ؟ اودهغوي رهبران دافغانستان دراتلونکي په اړه تر اوسنی دولتي اداري مشرانو زيات برلاسي دي  ؟ هغه ږيره چي واک يي دبل چا سره وې فکر کوم دخرېيلو توان يې هم له هغه سره دی؟ که تاسو رښتيا دوطنوالو دژوند دښيرازی  اوپه هيواد کي دسولي او دموکراسی پلويان ياست يوځل وطن وگټی ،خپله يې امنيت خوندي کړی ،فابريکې ،زراعتي ويجاړ سيسټم له سره روغ کړئ ،ښوونځئ او پوهنځی پرانيزي ،روغتونونه او کلينيکونه جوړکړی ،خلکو ته کار پيدا کړی . پسله هغه د دغو خلکو نه  چې تاسو دومره زياته مينه ورسره لری  چې ماته خو دامينه سياسي لوبه ښکارې  ، په ارامه او  ددموکراسی  په فضاکي چې اوس دهغي څرک هم نشته دخلکونه پوښتنه وکړی چي دوي کوم ډول نظام غواړی ؟ او څوک دځان لپاره مشر ټاکې؟ . فکر کوم ستاسو ويره داده چي وخت به تير شي تاسو به زاړه شی او دحکومت کولو خوند به ونه څکئ ؛خير دی که ټولو ندی څکلۍ يوشمير دغو ستاسو پلويانو دبزکشی دا آس ځغلولی دی خو وزه يې دحلال دايرې ته ونشو ه  رسولاي  .
بايد دغه ټکي ته اشاره وکړم چې زه فدراليزم او فدرالي سيسټم ديوه فلسفې او سياسي اقتصاد دعلمي مقولو په څير پېژنم او پدي پوهيږم په يو شمير هيوادو کې دژوند شرايط  داښودلې وه چې دفدرالي نظام جوړېدل ددوي يوشمير ستونزي حلوې ،او کيداي شي دپرمختگ او بسيا ټولنې دجوړېدو اساسي لامل يې هم شي . مگر په ټوله نړی کې دايوه نسخه مرضونه نشي تداوي کولاي  . ممکن يو وخت په افغانستان کي هم دفدرالي نظام اويا هغه ته ورته يوبل سيسټم  جوړيدو ته اړتيا وليدل شي خو اوس چې  که په رڼو سترگو دهيواد سياسي ،اقتصادي  ،فرهنگي ،ټولنيزي  اړېکې او پوځي حالت په کل کې وڅېړو پدې ټينگ باور لرم چي بيله ليونو به بل څوک دفدرالي نظام دجوړېدو خبره دوطن دنجات ورکونکی لاري په توگه در سره ونه مني .

زه خپله په اوسنيو شرايطو کښي دا ډول طرحې دبهرنيو يوه بله هوښيارانه رواني جگړه بولم چي پايله يې زمونږ په هيواد کې دورڼو قومونو ،ژبو او مذهبونو دپيروانو تر منځ دبيلتون راوستل دې او بس .
داسلامي جميعت گوند استازی ښاغلی  منصور صاحب بيا وايي :
" حفيظ منصور" نماينده حزب جميعت اسلامي نيز ايجاد لويه جرگه اضطراري ، تطبيق قانون اساسي ، قانوني شدن حضور نيروهاي آمريكايي را راه حل مبارزه با بحران ذكر كرد. وي گفت : با استقرار نيروهاي آمريكايي ،افغانستان نقطه تهديد همسايگان به شمار مي‌رود كه با ايجاد دولت مستقل اين مشكلات رفع خواهد شد .
نوموړی  يوځل بيا په لويه جرگه پسي خفه شوی دی ،جالبه ده همدا کسان لويه جرگه زوړ دود بولي ، دجرگي نوم پده پوري اړه لري  . سوال دادی ، څومره اضطراري  جرگې ؟ دغو عاجلو اوياپرو خت جرگو ددهيواد دوگړو اساسي ستونزه يعني دسولي ټينگښت اويو پراخ بنسټه دموکراتيک نظام چې دهيواد دټولو قومونو لپاره دقبول وړوي دجوړېدو په لار کي کوم مثبت گامونه واخيستل  ؟او يا يي کومي حياتي پرېکړي وکړې ؟ دا درې کاره چې پارلمان ،اساسي قانون  ،او دجمهوررئيس ټاکل و دا کيداي شوه بيله دپرديوپه مليونو لگښتنو اودومره منډو ترړو سوی وای  ،که زموږ دهيواد سياسي ځواک دداسي يو ملي ادرايت څښتن وای  .
فکر کوم نه يوازي زه بلکي نور لوستونکی به هم نه وې پوهېدلي چې دجميعت گونددمحترم استازي  دامريکا يي پوځ شتون په افغانستان کې څنگه قانوني کول غواړې  ؟ او ولې يې اوس پسله پنځو کلو دغه ټکي ته پام شو چې، ولا دابيگانه پوځ خوپر خپل سر راغلی اودلته داوسېدو هيڅ قانوني جوازنلري !
پوښتنه راپيداکيږي خير سياسي بحث دی : کله چې امريکا دطالبانو وټکولو او ددوي دقدرت وپاي ته رسولوته ملا وتړل ،هوايي او ځمکنې عمليات  پيل شوه ،هلته خو دجميعت گونداو نظار شورا دهيواد دسياسي قهرمان په توگه له شمال ولاياتونه دامريکا يي پوځي الوتکو تر سيوري لاندي تر کابله راځغستل ،چې دکابل تاج او تخت بل څوک ونه نيسې . دطالبانو په نامه په زرهاو بې گناه پښتانه ،تاجک ازبک او ترکمن په شمال اوله شمال نه تر کابله  تر تيغ ووتل ،هغه چې په کانتينرونو کښې تير باران شول تاريخ يي نشي هيرولاي ، (( منصور )) صاحب دا حق او واک خويي  دامريکايي پوځ په برکت ترلاسه کړ،هلته تاسو ولې نه ويل چې داتعرض دی اوپه افغانستان کې د امريکايي پوځ شته والی قانونې بڼه نلرې !
زه يي هغه وخت مخالف وم  ولي اوس  دملي گټو دامر پر بنياد ورسره موافق يم ، ځکه دهيواد ملي گټي او هيوادوال ددغو قدرت دليوانو له خولي نه خلاصول يوازي ددوي په توان کي وينم ،اوبل دا چي ددوي ناوړه کړنو ته دانتقاد گوته نيولاي شم ،خوتاسو او ستاسو په شان ټول تنظيمونه مې نه داچي گوته بلکي لاس راپرېکوی  . زه پدې پوهيږم  چي دا پردی پوځ دی ، ولي اوس افغانان بله چاره نلري  ،داچې دوي تر اوسه لاهم ستاسو په لوموکي بند دی اويا په خپلو پوځي عملياتو کې بيگناه انسان وژني  دابله خبره ده ،داهم يوه لويه ستونزه ده چي بهرنيان نه بلکي اوسنی اداره او ښاغلی کرزی  ددغوکسانو دوژلو جواب بايد ووايي .
جالبه ده ،دوې لويي جرگې پداسي حال کې  جوړي شوې چې دجرگو خيمه يې امريکا يي پوځ ساتل ،په ډيره خوښی هر رهبر  او گوندی استازی ورننوتل  اوهلته يي دواک پر سر له نورو سره دعوي وهلې . يوه هم داخبره رابرسېره نکړه چې دا بهرنی پوځ  په افغانستان کې  دپاته  کېدوقانوني جواز  نلري ،اوس متوجه شول چې (( نهه منه وړه يوه پتيره کيږې )) . نه پوهيږم چې ولې دمنصور صاحب يوازي دامريکادپوځونو دقانونې اوسېدو خبره مطرح کوي  ؟ دا ناټو خو هم يو لوي پوځي نړيوال ځواک دی چې تر اوسه ټوله نړی ځينې ډار لري ،هغوي چا راغوښتی ؟ کوم پارلمان يا کومي لويي جرگې پرېکړه کړې ده؟ دهغوي دقانوني اسېدو مسله هم بايد تر سوال لاندي وي ؟
هغوي دامريکا په غوښتنه ولي دملگرو ملتو دسازمان  ،دهمدغه سازمان دامنيت شورا او بن دکنفرانس دپرېکړو په اساس داحق پيداکړی چې دلته راشي اودخپلي خوښي دحکومت دټينگښت لپاره کار وکړې .
داچې دمنصور صاحب په خبره  همسايه هيوادونه دهغوي په موجوديت کي ځان ناارامه احساسوي  دا دافغانانو ستونزه نده . که ستاسو همسايه هيواد پاکستان هدف وي نو پاکستان همدا واس هم دامريکا سره تر بل هر هيواد ښې او نږدې اړېکي لري ،په هيڅ ډول موږ ته دا دمنلو وړنه ده چې دوي دا بهانه وتراشي او مداخلوته دوام ورکړې ،که مو تاجکستان ،ازبکستان  هدف وي نو هغوي لومړی دپوځي اډودجوړولو حق ورکړ ،چې وروسته بيا داکار دروسې خوښ نشو او هغوي ته يي هدايت وکړ چې دامريکاپوځې اډې دې په هر ه توگه چې کيږې و تړې ، چې اوس داکار وشو،خو پر هغه سربېره دلته پدغو هیوادو کې دروسانو پوځ پروت دی موږ يې ولي خپلو گټو ته تهديد نه بولو ؟ اوکه غواړی دايران نوم واخلی دابه درسره ومنم چي رښتيا هم ايران لاس په لستوړي دامريکايانو موجوديت  ځانته پوځی تهديد بولې ،ځکه يې  په اوړو کې  شگه ده ، ممکن امريکا هم کومه موخه ولري . مگر سوال دادی چې لوي سياسي گوند ولې  په خپل هيواد کې دومره دايران گټې ساتې او هغوته تر څه زيات متوجه دي ؟ په حقيقت کې دايوه سياسي سوال دی  چې  په افغانستان کې  دايران دلاس وهنو په هکله ټول چوپه خوله پاته دي . رښتيا خو داده چې پاکستان زموږسره پوځي ډغري وهې ، ترهگر رالېږې غواړي له دغې لاري په افغانستان کې تر خپل تاثير لاندي ځواک قدرت ته ورسوې .  مگر ايراني اخوندان  بيا له دواړو يعنې فرهنگي جگړې او هم ډير ي مرموزي سياسي او پوځې لاسوهنو نه  هيڅ وخت ندی ستړی شوئ . پدې هم هر څوک پوهيږې چې ايران او دهغه پلوي هيوادونه غواړي  چې د امريکا او ناټو قواوي له افغانستان څخه پسله زياتو تلفاتو خالي لاس ووزي  ، دطالبانو ديواستازي داخبره چې له دوي سره نور  مسلمان او غير مسلمان هيوادونه مرستي کوې کيداي شي حقيقت ته نږدې وي  . له بده مرغه همدا اوس تر (( يو مليون او نهه سوه زرو )) زيات افغان کډوال هلته اوسې . ولې  99  په سلو کې افغاني کډوال دايراني چارواکو دکړو نه وينې تويوې . داڅنگه ومنو چې موږ ته دلته په هرات او فراه کې ښوونځئ او دخپلو اخوندانو دليکل شوو کتابو لپاره کتابتونونه جوړوي ،خوپه ايران کې يو ه ماشوم ته داحق نه ورکول کيږي چي ښوونځئ ته ولاړ شی ،هر ورځ په يوه اوبل نامه تحقير او تهديديږې ،مهربانی وکړې يوه هفته تاسو ايران  پلوه دامريکاږغ اوآزادی راډيو پروگرام له پيل نه بيا تر پايه واوری  پوه بشی چی دا داسلام مدافعين هلته دافغان مسلمانانو شعيه او سوني سره حه دول برخورد کوې . 
بهتره به داوې چې په اوسنی باريکه او برخه ليک ټاکونکې  مرحله کې تر خپلو سياسي او تنظيمې گټو يوه اندازه تيرشی ،دايراني اخوندانو او پاکستاني  ملايانو نه يي زده کړی چې څومره دخپل هيواد ملي گټي ساتي .که پدي وطن کي ارامي راشی ،وطن جوړشی ،ژړېدلی ماشو او مور وخاندي ،کار وي ،فابريکې و غړمبېږي ،ويالې او سيندونه مهارشې ،دښتي په ورشوگانو او باغونو بدل شي ،روزگابرابر وي ،دښوونځيو او پوهنتونو دروازې دټولو پر مخ پرانيستي وي ،علمې او فرهنگي غوړيدنه وي،سوله او دموکراسی وي  ؛ په رښتياسره به  په هغه  وخت  کې بيا هر څوک دا حق ولري چي ووايي راشی تر دغه لاهم ښه يو سياسي اقتصادي نظام د جوړېدو لپاره کاپيل کړو تر څو نور هم ښيرازه او بسيا ژوندولرو ب،دغسي يوه نظام ته چې دټولو خلکو او دټولنې داقتصادي ،اجتماعي او فرهنگي پرمختگونو داړتياپر اساس به جوړېږي  هر نوم چې موزړه غواړي ور ئي کړئ .
پدې هيله چې زموږ رهبران  ،سياسي گوندونه  ،تنظيمونه ،اوهر هغه څوک چې په وطن کې  پر دغه بل شوې اور داوبو داچولو توان لري  خپله ملي  ،اسلامي او انساني دنده تر سره کړی . او دا ولس دبيگانه و له غلامی نه خلاص کړی .  راشئ دجگړې پر ځای په هيواد جوړونه کې له نړيوالو سره سيالي وکړو .
                                                       پای   2006.07.22