د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ﺁيا افغانان"مباح الدم" اوامريکايان غيرمسؤل او"واجب الاحترام"دي؟

محمدصفرخواريکښ 06.07.2006 04:00

هغو همدردو ته : "چې دماښام ډوډۍ له اوښکوسره خوري"

څرنګه چې دبحث موضوع،زموږپرهسکېرلي خو اتل اولس باندې دنازل شوي ناورين اودهغوۍدبې ګناه مرګ ژوبلې په اړه ده،نوراته په ځای ښکاره شوه چې دهغه چا دخولې په خبره يې پېل کړم چې اوس مهال پخپله دبې ګناه انسانانو په وژلو اودکمزوري ملتونو په تباهۍ کې اوږدلاس او لوي نوم لري.داښاغلی دامريکادمتحدو ايالتونوجمهوررئيس جورج بوش دی چې وايي:تروريست هغه څوک دی چې بې ګناه خلک وژني."سيندي شيهان [۱] وايي:"نوپه دغه تعبير دی پخپله تروريست دی".
زما په اندټول دسالم فکر خاوندان دا مني چې دبې ګناه خلکو قاتل تروريست اومجرم دی،چې زموږ دمسلمانانو په اندخو بې ګناه وژنه بيخي کبيره (ستره) ګناه ده.خوکله چې دا خبره دجورج بوش له خولې راوځي،نوهرومرو دټولو په فکر کې دا ګرځي چې دامريکا ددولت امپرياليستي ماهيت ګواکې دګلوبليزم په نوي شعار سره بدل شوی که څنګه؟
ددوۍ په سياسي کړووړوخوټول نړېوال پوره اګاه دي چې امريکايان"قدرت دتروراوتروردقدرت له پاره کاروي" که ماهيت يی نه دی بدل شوی نو البته ټول هغه په سلګونو زره کسان چې ددوۍ دپوځي تېريو او نړيخور سياست له امله دنړۍ په بيلابيلو هېوادونو کې په خپلو تاټوبو کې قرباني شوي اولا قرباني کيږي ګناهکاران وويا دي که څنګه؟ اوکه ګناهکاران وو ګناه يی څه وه او څه ده؟
له کومې ورځې راهيسې چې دامريکا په سرغنه توب بهرنيو لښکرو زموږ هېواد دپوځي تېري په نتيجه کې اشغال کړی،ترنن پورې يې ټول نړيوال قوانين په ډېره سپين سترګۍ اوبې رحمۍ تر پښو لاندې کړي دي.
- دوۍ زموږ په خپل هېواد کې زموږ ددود اوکلتور او خپلواکۍ پوره سپکاوی کړی او په قصدي توګه يې زموږ داتل اولس دملي غروردماتولو هڅې کړې دي.
- دوۍ زموږ داولس نيمګړې خوښۍ په وير بدلې کړي،او دواده په مراسمو يې بمونه غورځولي پر ناوې اوزوم سربېره دښځواوماشومانوپه ګډون يې په سلګونوبې ګناه کسان په وينو کې لړلي او کورونه يې وروران کړي. چې چا يې مجرمين محاکمه نه کړل،که سپينه ووايم محاکمه نه کړای شول نو يې دوام ورکړ او...
- او بيا ي هم امريکايي او انګرېزي پوځ دپنجوايي د ځورېدلي اولس پر کليو اوکورونو پرله پسې بمبارۍ وکړې ، چې له امله يې دښځو او ماشومانوپه ګډون زموږ په سلګونو بې ګناه هېوادوال شهيدان او ټپيان شول.ايا دبوش استخباراتي ادارې دBBC اونورو خبري رسنيو سره دهغه دولس کلن ماشوم چې دکورنۍ ټول غړي يې ددغه بمبارۍ له امله له لاسه ورکړي، وانه اورېده؟ ددوۍ ګناه څه وه؟
- دروان کال دمۍ دمياشتې په ۹ ۲ مه( دغبرګولي اتمه) دامريکايانو يو پوځي موټر،په رڼاورځ د کابل په ښارکې په شخصي موټرو وروخېژوه،اوپه لسګونو کسان يې مړه او ټپيان کړل.
- په کونړ کې يې هم په رڼاورځ لومړی دسرک پر غاړه پر يوې کوجنۍ نجلۍ نښه پخه کړه اوهغه يې له خپلوتاندو هيلوسره يوځای په وينو ولړله،او ورپسې يې دماشيګڼو په سينه کې پاتې ګولۍ دهغودريوتنودولتي پوليسو په سينو کې تشې کړې،چې سيمې ته د امريکايانو دظالمانه عمل په خلاف دراپارېدلي احتمالي غندن غونډې دمخنيوي له پاره لېږل شوي وو.
- دهيواد په شمال کې يې زموږ يو بې ګناه هيوادوال په دې "جرم"!! چې ګواکې ورور يې له تروريستانو سره همکاري لري وواژه.
دکورونو په خپل سر تالاشي او دورور په بدل کې دورور يا زوي په ځاې دبې ګناه سپين ږيري پلار نيول اويا برعکس دکوچنيوماشومانونيول،اودکورنۍدترهېدلوغړيوپه وړاندې دهغوۍسرونوته د کڅوړو اغوستل اودنامعلوم برخليک له پاره له کره ايستل خوعادي اوورځنی کار ګرځېدلی دی.

د تروريزم په خلاف مبارزه يوه پلان شوې پلمه

په ښکاره خو نړيوال دلوېديځوهيوادودډله ييزو رسنيو دپرله پسې يواړخيزوخپرونو تر اغيزلاندې داسې انګېري چې ګواکی پرافغانستان باندې دامريکادمتحوايالتونو تېری د"نړيوال تروريزم"په خلاف د مبارزې يوه برخه ده،اودسپتمبرديولسمې نېټې له پېښې سره نېغې اړيکي لري،خو حقيقت بل ډول دی.
دامريکا دوفادار او غلام صفته متحددولت پاکستان دکورنيو چارو پخوانی وزير مپجر جنرال نصرالله بابر چې په پاکستان کې دافغاني اسلامي تنظيمونو بنسټ ايښودونکی دی وايي:
"دامريکا په هکله بايدووايم چې امريکا خپل مقاصدلري.اوداطالبان هسې يوه بهانه وه. دامريکاله هغه اتحادڅخه ويره کېده چې دچين،روس اوايران ترمينځ دجوړېدوپه حال کې ؤ. " بل ځل بيا هم په دغه ټکي ټينګار کوي اووايي: "دوۍ(امريکا)خپل ستراتېژيک اهداف لري،اودا طالبان هسې يوه بهانه وه،ځکه چې ترکال۶ ۹ ۹ ۱پورې زموږ حکومت (دبېنظيربوتو حکومت)ؤ، امريکا هيڅکله دطالبانو مخالفت ونه کړ...اوطالبان هم داسې بلانه وه چې امريکاورنه وويريږي. " [۲]

همداراز ميشل شوسودفسکي ليکي:

"دنړيوال تروريزم په خلاف مبارزې" د اعلامېدو په ترڅ کې يو ستر درواغ اختراع شوي ؤ،داسې ښکاري چې له يو خبريال پرته بل چا هغه په ډاګه نه کړل، دغه خبريال دسپتمبر په ديارلسمه (دبرجونوله پېښې نه دوه ورځې وروسته.)دامريکا دبهرنيو چارو په وزارت کې له کالين پاول سره په مطبوعاتي مرکه کې له هغه نه وپوښتل: ﺁيا متحده ايالتونه پاکستان يودوست هېواد بولي يا څرنګه چې"دنړيوال تروريزم بېلګې" په رپوټ کې ياد شوی دتروريستانو دروزنې سيمه ګڼي؟ پاکستان پايد په کومه ډله ګې وشمېرو؟
دکالين پاول ځواب داسې ؤ:"موږ دهغه اقداماتو چې زموږ په ګټه دي يولړليک برابر کړی ، دپاکستان دولت ته مو سپارلی دی او له هغه هېواد نه موغوښتي دي چې په دغوبرخوکې زموږ سره همکاري وکړي.ددغو اقداماتو په باب نن دپاکستان له جمهوررئيس سره خبرې کوم." [۳]
دغه سند دامريکا دبهرنيوچارووزارت له خوا خپورشوی ؤچې دميشل شوسودفسکي په قول: دامريکا ددولت خپل رسمي سندونه دښاغلي پاول بې ربطه ځوابونه نقض کوي.
ددغه سند يوه برخه کټ مټ رااخلو: "...پاکستان له طالبانو سره دتجهيزاتو، سون(تيلو)،مالي منابعو مرسته کوي،مشورې ورکوي اوپوځي همکاري ورسره لري،پاکستان ددې مخه نه نيسي چې دهغه هېوادتروريستان افغانستان ته ځي اودطالبانو ترڅنګ جنګېږي . " [۴]
دغه سندله "نړيوال تروريزم" سره دپاکستان دجمهور رئيس اوهغه هېوادداستخباراتو دادارې ISI اړيکي بربنډوي. پر دغه سند سربيره دFBI څېړنې دسپتمبرديولسمې په تروريستي عملياتو کې دپاکستان ګډون تائيدوي. خوجورج بوش بيا هم په دغه ټکي سترګې پټوي او دپاکستان په همکارۍ د"نړيوال تروريزم" خلاف خړاوې ته دانګي.دلته نو بيا دکولين پاول خبره سمه ده چې ويل يې:موږ دهغواقداماتولړليک چې زموږ په ګټه دی جوړکړی اوپاکستان ته موسپارلی دی.يانې چې ددوۍ موخه له تروريزم سره مبارزه نه،بلکې ددوۍ (امريکا)ګټې دي.خبره سپينه ده .
که داسې نه وي نو" اسامه د۶ ۹ ۹ ۱ کال په مۍ کې په سوډان کې ؤهغه وخت په کابل کې درباني حکومت ؤاستاد رباني اجازه ورکړه چې افغانستان ته راشي."[۵] او ښاغلی برهان الدين رباني اوډله يې اوس په افغانستان کې دامريکايانو دپام وړ او تر حمايې لاندی کس دی.
همدغه دکولين پاول د"زموږ په ګټه اقداماتو"ټکي ته نصرالله بابر هم اشاره کوي اووايي:"ما امريکاته په هماغه ورځوکې وښودل چې اسامه هغه پلاني ځای ته تللی دی،خودوۍ نه منله،خبره يې ولی نه منله؟کېداې شي چې ددوۍ مفادات به داسې وو چې هسې يوه بهانه جوړه کړي." [۶]
اسامه بن لادن چې امريکاهغه دپه نيويارک او واشنګتن کې دتروريستي بريد لومړی درجه مسؤل ګڼي،دامريکا دبهرني سياست په لاس روزل شوی اودCIA سازمان هغه دافغانستان دجګړې په مهال دشوروي په خلاف مبارزې له پاره افغانستان ته راليږلی ؤ. دی د ۰۰۱ ۲ کال په جولای کې په دوبۍ کې په يو امريکايي روغتون کې بستر ؤ .
" دفيګارو دورځپاڼې ۰۰۱ ۲ کال داکتوبرديوولسمې ګڼې په ليکنه دبن لادن اودCIA دسيمه ييزسازمان ديو استازي تر مينځ پټه کتنه وشوه.ددغه امريکايي روغتون يو اداري مدير وايي"لومړی درجه دوښمن" اسامه بن لادن د ۰۰۱ ۲ کال د جولای له څلورمې_څوارلسمې په دغه روغتون کې بستر ؤ. " [۷]
"دسپتمبر په لسمه دتړيوالې سوداګرۍپه مرکز او پنتاګون باندې له تروريستي بريد يوازې يوه ورځ مخکې دپاکستان په يوهپوځي روغتون کې دياليز کېږي. " [۸]
جوته ده چې امريکا اوملګري يې افغانستان ته د"خپلو ګټو" له پاره راغلي نه له"نړيوال تروريزم" سره دمبارزې له پاره، او خپل دغه تېري ته يې د"ديموکراسۍ "ميني ژوپ وراغوستی چې کرغېړنې موخې يې ترې ښکاري. دشاعر په قول :
مطلب مې ته پهانې مې نورې په خوله
عشق ګوره هم له فرېبونوډک دی
دامريکادمطلب"ته"دهغوۍ ګټې دي اودالقاعدې اونړيوال تروريزم سره مبارزه يوازې"بهانې" دي.
دافغانستان جګړه ځپلی اولس ددوو لسيزوکورنۍ جګړې نه په تنګ وو،اوپه تېره بيادوروستۍ دريمې لسيزې دتنظيمي جګړو اودټوپکيانو له چورچپاول نه يې مال ،سر اوان ناموس هم خوندي نه ؤ،ملي اوفرهنګي شتمنۍ يې لوټ شوې اودطالبانو په توره دوره کې خو پر جګړې سربيره دعلم او پوهې دمرکزونو دروازې هم وتړل شوې او پاتې فرهنګي وياړنې مو له مينځه ويوړل شوې.
دادواړه "اشه او ګله" (تنظپمي ټوپکيان اوطالبان) دامريکا اوپاکستان جوړدي.نصرالله بابروايي:
"ما ورته(امريکاته) وويل چې رروسان له افغانستان څخه لاړل تاسوافغانستان يوازی پرېښود. افغانانو ستاسو په خاطر ډېر څه وکړل ، سره امپراطوري يې له مينځه يوړه. خوتاسوددوۍ ملک ودانولوکې هيڅ ونډه وانخيستله.طالبان موراوستل اوبيرته موختم کړل،مجاهدين موراوستل اوبيرته مو ختم کړل... " [۹] (چې البته مجاهدين يې اوس بيرته بيا دB52 په زورراوستل )
هو هغوۍ دخپلوګټو له پاره د"لويې لوبې"په لړکې لومړی مجاهدين اوبيا طالبان پر افغانستان واکمن کړل اوبيا يې دطالبانو دله مينځه وړلو په پلمه زموږ پر هېواد تېری وکړ،اودغه تېري ته يې دلوېديځ دډله ييزو رسنيو له لارې په "يوسراو سلوژبو"د"نړيوال تروريزم" او"القاعدې" سره دمبارزې اود"ديموکراسۍ" اود"بشردحقونو دتامين"سينګار پوډرپه مخ ووهل اودافغانستان دبيارغونې ډنډورې يې خپرې کړې،چې په دې توګه يې هم دنړيوالو سترګوته خاورې وشيندلې او هم په پېل کې زموږ له جګړې بيزاره اولس ته داهيلې ورپيداشوې چې ګواکې دوۍ په سوله تامين کړي،بنسټپالي په ورک کړي اودهيواد پرمختيا اوسوکالي به دبيارغونې دپروګرامونو په تطبيق سره تر سره شي،افغانان به دټوپک سالارانو اوټوپکيانو له منګلو اوشرڅخه وژغورل شي،اوپه هوساينې به ساه واخلي. دا خوشباوري تر دې کچې وه چې زموږد عام اولس لا څه چې دځينو روڼ اندو سترګې يې هم داسې وبرېښولې چې دامريکا نړيخور ماهيت اودناتوموخې يې ونشوې ليدلې او دوۍ يې "له موره مهربانه دايه" اودافغان اولس ژغورنده وګڼل او ان داچې په ناتوکې يې دافغانستان دورګډېدو خبره رااوچته کړه.رښتيا چې ډېر ځله زموږ اولس ډېر څه دخپلې خوشباورۍاوګړندي قضاوت له امله له لاسه ورکړي اولکه دليوه په منګولوکې ايسارپسه"قصاب يې له ليوه نه دځان دژغورنې زړه سواند ناجې بللی".خو زمان دغه ټولې هيلې په ناهيلۍ وربدلې کړې دي.
_ دافغانانو پت نه يوازې داچې خوندي نه شو،بلکی بهرني پوځيان يې دکورونو دروازې په لتو ورماتوي اوپه خواږه خوب بيدوماشومانو او ښځو سرونو ته له ماشينګڼو سره ودرېږي.
_ دسر دزيان بېلګې خو ترحده زياتې دي چې دماشومانواوښځوپه ګډون،لکه پورته چې وويل شول چې دکليواوکورونوپه بمبارۍ اودسرکونو پر سرپه عام اولس دماشينګڼو په چلولوکې تراوسه په سلګونوبېګناه کسان وژل شوي اودبيانه وژلو کوم تضمين نه شته. دښاغلي حامدکرزي له خولې په دې وروستيو پنځومياشتوکې پنځه سوه کسان افغانان وژل شوي.چې په دې توګه هره ورځ په ښګاره اوثبت شوي ډول له ۴ ۱_۵ ۱ کسان مري .
_ ديموکراسي خو يوازې په دی کې ده چې ځينې په خپل سر رسنۍ چې څومره کولای شي مخه يې ازاده ده چې خپل منځي اختلافونو ته لمن ووهي،اوديو بل دژبې،قوم او مذهب سپکاوی وکړي،څوک يې مخ نه نيسي.خويوازی داشغالګر پوځ په خلاف اوددولت دکمزورۍ او حکومت دبې کفايتۍ او فساد په باب دی ژبه اوقلم نه په تکليفوي.
کله چې دائيتلافي پوځونو اوپه تيره بيا د امريکايي پوځ له مسؤلينونه دخلکو دډله ييزې وژنې اوکليودبمباريو په باب افغان دولت اوحکومت نه،بلکې کوم پهرنی خبريال پوښتنه وکړي نو دوۍ بيا په پوره بې باکۍ وايي:
_ طالبان دخلکو په کورونو ننوتل ځکه موږ پرکورونو بمبارۍ وکړې.
_ دټلوالې عسکروداسې ګڼله چې له حتمي خطرسره مخامخ دي،نوځکه يې ډزې وکړې.
_ زموږپوځي موټر دتخنيکي عوارضوله امله په شخصي موټرووخوت،کله چې خلکو زموږ قوتونه راايسارکړل،زموږپوځيانو دځان دژغورنې له پاره مانور اجرا کړ،اوډزې يې وکړې چې ځان ته لار خلاصه کړي.
دوۍ دا ټولې لا پروايي له دې امله کوي چې دافغانانو دسراومال دزيان دپوښتنې څوک نه شته ځکه چې افغان دولت خو پخپله امريکايانو ته خپل لاس او پښې ديو تړون له مخې تړلي دي،چې ددولتونو ترمينځ دمساوي حقونو دټولونورمونو په خلاف يې له امريکاسره لاسليک کړې دی.دغه تړون هغه وخت را څرګند شو چې دافغانستان اولسي جرګې دامريکا دپوځي موټرچلوونکي دمحاکمې غوښتنه وکړه نو په افغانستان کې دامريکا سفير رونالدنئومن وويل:دمی دنهه ويشتمې نېټې دپيښې مجرم دکابل _ واشنګټن دتړون له مخې په افغانستان کې نه شي محاکمه کېدی.
دغه تړون د ۰۰۱ ۲ کال دسپتمبرديوولسمې له پېښې نه دوه کاله وروسته چې کله افغانستان اشغال شو،نودامريکا او ښاغلي حامد کرزي تر مينځ لاسليک شو،چې له مخې يې يو امريکايي پوځي دهغه جرم له امله چې په افغانستان کې يې کوي دافغانستان په محکمه کې نه شي محاکمه کېدی.
داپه داسی حال کې ده چې امريکا کولی شي،دافغانستان هروګړی په بيلا بيلونومونو او پلمو هر پټ اوښکاره ځای اوله هغې جملې دګوانتاناموټاپو ته ولېږدوي اودهغوۍدمرګ اوژوند په اړه پرېکړه وکړي. _دادبشردحقونوترپښولاندی کول دې کچې ته رسېدلې چې دامريکا اروپايي انډيوالانو يې هم له بوش نه دبندېدو غوښتنه وکړه_ خودبې ګناه افغانانو قاتل دهغه په خپل هېواد کې سرې سترګې ګرځي اوڅوک ترې دپوښتنې اوګرويګنې حق نه لري.نوځکه امريکايانوته افغانان" مباح الدم"دي.
دغه تړون چې دافغانستان داساسي قانون اوخپلواکۍ خلاف دی زموږاولس يې دځان بشپړ سپکاوی ګڼي، اوامريکايانو ته يې د"غېر مسؤل "حيثيت ورکړی دی.
"واجب الاحترام"!!خو له دې امله دي چې تنظيمي جګړه ماران او ټوپکيان يې بيا دB52 په زور د "ديمو کراسۍ"!!په ډولۍ کې راوستل او دواک په ګدۍ يې کښېنول،او داځل يې ورته د قطاع الطريقۍ اوکوچنيو ډاکه ماريودنغارې په ځای دشخصي اودولتي شتمنيودچورترومپيت وغږوه. چې دادې شکر دالله رحم دې؟؟؟ هريو تنظيمي رهبر_ استادان اوامر صېبان¬_ ټول په دغوچور شويو ځمکوکې پروژې لري اوله دغه درکه يې_ پرنورو غېر مشروع عوايدو سربېره_په مليونو ډالر ترګوتو کړل چې دا دی دهېواد د"بيارغونې"!! کارهم ددوۍ په برکت په بيړه روان دې، اولوړپوړې ښيښه يي ودانۍجوړېږي خوخېر دی که هغه غريبو خلکو چې په شيرپورغوندې ځاې کې يې کورنه لرل او ښار يې "بدرنګ"!!کړی ؤ اوڅومنزله يې نه شو جوړولې نودوۍ ترې دټوپک په زور وشړل.چيغې اونارې يې د"ديموکراسۍ"!! دکمپيوترايز شوي ترو مپيت دجګ اواز اوشور اوزوږ له امله مقامات لا تراوسه نه شي اورېدې.!!!؟؟؟

* * *
موږ ته په کارده چې دافغان اولس دسراومال،دپت اوعزت،خپلواکۍ او ﺁزادۍ دخوندي ساتلو،او په خپل ټاتوبي کې دخپل اختياردلرلو له پاره ترهرڅه لومړی دخپل مينځي اختلافونو دله مينځه وړلو اوپريوبل باندې دباورپيداکولو له پاره رښتيني ګامونه واخلو.دتاجک درددپښتون درد اودپښتون غم دتاجک غم وګڼو،ازبک اوبلوڅ دهزاره اونورستاني غمشريک شي اوترکمن دپشه يي، سني شيعه اوشيعه سني خپل ورور وبولي اوهندوته دواړه په درنه سترګه وګوري.
دهېواد تاريخ راښودلې اوبيا يې هم را وښودله،چې بايد"دپرديو پراوږو مياشت ونه ګورو". که په دې خامه هيله اوسو چې امريکا اونور نابللي پوځي ملګري به يې لومړی "نړيوال تروريزم" او "القاعده" او طالبان ختموي اوبيا به زموږ هېواد راابادوي نوداخوډېره خامه طمع ده. "سالی که نيکو است ازبهارش پيدااست ". دافغانستان دبيارغونې په لړکې دامريکا لومړنۍ پروژه دښځو دسينګارولو پروژه وه،چې افغاني مېرمنو ته سينګاروروښيي. دبيارغونې دابيړنۍ پروژه په داسې حال کې په کار پېل وکړاوډېره ژرپه حاصل راغله چې په افغانستان کې سوله تأمين ده!!! ،بشپړ امنيت ټينګ دی!!!ښوونځي اوپوهنتونونه ټول بيا جوړ شوي!!! لارې اوسړکونه اسفالت شوي!!! داوبواوپريښنابندونه جوړشوي!!!اودهغې له برکته ټول کروندګرکوکنارنه بلکې خوراکي توکې کري!!! ځنګلونه موداوبه شيندونکوالوتکو له ډاره اورنه اخلي _نه سوزول کېږي_ !!!ښځينه نوږي نورټول حقونه ترلاسه کړي يوازې سينګارول يې پاتې ؤ!!!
نو په کار ده چې پوه شوچې دغه پوځونه زموږداوښکو دوچولوله پاره نه ،بلکې دخپلوموخوله پاره يې پلمې جوړي کړي.که هدف دتروريستانو په خلاف مبارزه وي نودتروريستانو ځاله خودافغانستان له پولو اخوا په پاکستان کې ده.لکه څنګه چې دپاکستان دخلکودملي ګوندP AN سکرترجنرا ل افراسياب خټک يوې غونډې ته په ويناکې دغه هېواد(پاکستان) اوس مهال دتروريستانودځالې په نوم ياد کړ اوزياته يې کړه چې دتروريستانو دله مينځه وړلو له پاره بايد نړۍ اوامريکا دی هيوادته پاملرنه وکړي.
خوامريکا داکارنه کوي،نه ددی له پاره چې په پاکستان کې به ددوۍ سينه دربی نوکر دولت ناخوښ شي،بلکې په دی دليل يې نه کوي چې دتروريزم ځاله به ړنګه او "له تروريزم سره دمبارزې" د"سترې لوبې" دفلم سريال به ختم شي اوداهغه څه دي چې نه يې امريکا غواړي اونه ددې له پاره دلته راغلي دي .
دامريکاپه خپل لاس جوړې شوې جګړې دواړه خواخوار اوبېوزله خلک وژل کېږي،دامريکا دشتمنو کورنيو اوسناتورانو_چې ددولت سياست ټاکي_ديوکس زوي هم دافغانستان او يا عراق جګړې ته نه دی لېږل شوی.اودالقاعدې په جال کې هم دځان مرګو بريدونوپه ډله کې هم دکوم شتمن عرب دزوي د"شهادت مرتبه" په نصيب نه شوه.دواړو خواود"سترې لوبې"ددايرکترانو په توګه دبې وسه اولس له سينونه سپرونه جوړکړي دي. او " هرڅوک چې دزيارايستونکوله سينونه دخپلې مبارزې له پاره سنګرجوړکړي،دتروريست له نامه نه تښتېدلی نه شي.
خودوۍ ته دتاريخ په ګواهۍددې ټکي ور يادونه په کار ده، چې افغانان هيڅکله هم دنړۍ دکوم زبرځواک تابع شوي نه دي.انګريزانو ولی په افغانستان کې خپلې دتېرو دريو جګړو ماتې داسې ژرهيرې کړي،دلته روسانو هم خپل زور وازمايه چې پايله يې له ماتې پرته بل څه نه ؤ.امريکايانوخو دراتلونکې ماتې په شرم کې له ځان سره نوردټلواکې انډيوالان هم ورولړل ،خودوۍ ته به ددوۍ د"ملي ګټو" بيه ډېره جګه تمامه او" له درد نه به يې پړسوب زيات شي".
فرانسيس فوکوماياوايي: "تل په دې باوروم چې په جګړې سره پرتروريزم بری نه شو موندلی "[۱۰]
که موخې کرغېړنې نه وي ،نوښايې چې په افغانستان کې موجود ه ټلواله دافغانستان په باب له جګړې پرته پرنورو لارو چارو غور وکړي. وروستيو پيښو يو ځل بيا وښودله چې" په زورکلي نه کېږي " تر څو به دوۍ هرځل دنوروپوځونو دراغوښتلو پريکړې کوي اووايي به چې موږ دمخالفينو ځواکونه کم ګڼلي وو.له بلې خوا ددوۍ په ټولو ړندو عملياتو کې بېګناه عام اولس وژل کېږي او کورونه يې ورانيږي او له مجبوريت نه دمخالفينو ليکو ته وراوړي ، چې دواک په ګدۍ ناست ټوپکيان هم ددغه بهيردچټکتياله پاره سنجول شوي پلانونه لري،چې دکابل پيښه يې څرګنده بيلګه ده.زموږ داولس دباور له پاره دجګړې پر ځاې د رښتينې بيا رغونې لار غوره کول په کاردي.
نن په نړۍ کې اولسونه تر دې ډېر سياسي دي دي چې دنړۍ دمشرتابه په باب دامريکا "تاريخي رسالت" ومني.

مؤخذونه :
۱¬_ سيندي شيهان،"دسولې له پاره دسروزرو ستورو کورنيوسازمان"بنسټ ايښودونکې،اودعراق به جګړه کې دوژل شوي امريکايي عسکر مورده.
۲_د"وطن" له مجلې سره دپاکستان دکورنيوچارو دپخواني وزير له مرکې څخه.
۳_جګړه او نړيوال کېدل،ديوويشتمې پېړۍ فاشيزم دا ډول له امريکا نه سررااوچت کړ،کتاب
دميشل شوسودفسکي ليکنه
۴¬_همدغه کتاب
۵_د"وطن" له مجلې سره دنصرالله بابر مرکه
۶_ همدغه دنصرالله بابر مرکه
۷_ دميشل شوسودفسکي ليکنه، " جګړه او نړيوال کېدل " کتاب
۸_ دميشل شوسودفسکي ليکنه، " جګړه او نړيوال کېدل " کتاب
۹_ د"وطن" له مجلې سره دنصرالله بابر مرکه
۱۰_فرانسيس فوکومايا امريکايي فيلسوف چې دبين المللي سياسي اقتصاد دڅانګې استادد"امريکا ددوه لارې پر سر" دکتاب ليکوال