د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ډاکــتـر کــبـیر ســتـوري پـه ویـرکـې

میرزا محمد کونړی برهانی 04.07.2006 03:00
چې پیدا شوې تا ژړل خـلکو خنـدل ـــ  هـسې مړ شـه چې ته خاندې خـلک ژاړي
 
 د خپل ابدی سفر په بستر په پوره نور او نمک کې پروت ؤ د مخ په رنګ کې يې لا هماغسی سرخی پاتی وه په کرده کې يې د خوښۍ نښی نښانی معلومیدی. تا به ویل چې په درانه خواږه خوب ویده دي. تور سری راغوړیدلی. د مخونو کړسا وه، په چیغو ،چیغو ژړا او انګولا وه ساندی او ستاینی. دو ړاندی ښارونو او نژدی ملکونو څخه راغلی نارینه ؤ د کور د سالون بهر حلقه وهلی وه په سوچونو او فکرونو کې ډوب ولاړ ؤ چا خپلی اوښکی زړه ته تیرولي او د چا په مخ بهیدلی. د ده د ماضی په ښه سلوګ خوږو شیبو او خاطرو، وختونو او یادونو کې خپل فکرونه متمرکز کړی ؤ.
 ما چې تازه د زړه اپریشن کړی ؤ او یوه ورځ د مخه د روغتون څخه راوتی وم د خپل منلی ملګری سره د ابدی مخه ښی مراسمو ته ورسیدم. چیغی ژړا ، شور او زوږ و. په دغه غټه واقعه او د خفګان په دغه درنه شیبه کې هک پک پاتی شوم په سترګو کې مې اوښکی وچی شوی. د تن مو ازینه می پر ځای نه وه ورغلم د خپل ملګری څنګ ته ډیر نژدي ودریدم. د ده سترګی پټی وي. خوله يې هم تړلی وه ما يې مخ ته په ډیر زیر زیر کتل دا ځل يې ځما سره خبری نه کولي. هغه چې به ده تل ځما سره د خپلی پښتونخوا ، قامی وحدت د خپلو ولسونو د ارمۍ او نیګمرغۍ خبری کولی. دا ځل د پخوا په خلاف ده او د ده اروا غوښتل چې د ده په باب د دوستانو ژمنی . مینی او پیرزوینی واوري او وي وینی. او یوه نتیجه له ځانه سره یوسي. د ده په ارمان او مرام می د تائید مهرولګا وه څو مبارک ایتونه او لنډ صورتونه مې ولوستل خپلی دوعاګانی او ښی هیلی می د ګران ملګری او د ده د اروا په وړاندي د کايناتو څښتن ته عرض کړی او ښایسته زیاته شیبه مې د خپل ملګری سره فکری خواله وکړه. دا مهال یو چا چې د دی فانی دنیا څخه و هغی ابدی دنیا ته د ده د مخ او زمونږ تر منځ دړه ایښودله د ده سره پدی ابدی مخه ښه کې مې وروستی احترام پر ځای کړ. څو ګامه شاته لاړم د کور له دروازی راووتم اوږده سا مې واخیسته ښکته پورته ځمکی اسمان ته مې وکتل ټول ولاړ خلک مې له سترګو را لاندی ایستل ټول چپ و د چوپی چوپتیا فضا حاکمه وه ټولو خلکو په ځمکه کې سترګی ټومبلی وي. په ژورو سوچونو کې ډوب تللی ؤ.
 د هر چا په زړه کې د ده سره د بیلتون او مخه ښی پدی مهال د ده د یاد یادونه او خاطری را ژوندۍ شوی وي. هر چا يې اعمال، انسانی سلوک ښه او بد د فکر په تله تلل.
 ډاکتر کبیر ستوری د ډیر ارام او خوشحاله طبیعت او خاکساره شخصیت خاوند ؤ د پاکۍ ، صداقت مینی او پیرزوینی یو سمبول ؤ. ځما په غالب ګمان چې ډیر خلک به يې ځما په څیر د مینی پوروړی وي. دي په ټولنیز ژوندانه کې یو مهربانه شخص د ښه سلوک خاوند د دیری او حجری څښتن او په پښتنی دود او کلچر کلک پابند ؤ په پښتو، پښتنو ، او پښتونخوا سخت مین ؤ.
 که زمــا ســــتــوری پــــه قـــــبـر چــیـرې راشـــی
 پــه پــــښــتــو راتـــه دوعـــا کـــړه پــری مــیـن یـم
 د ډا کتر کبیر ستوری د ژوند زیاته برخه په اروپا کې تیره شوی ده که څه هم دی د وطن څخه لیری پاتی شوی خو زړه يې د پښتون او پښتونخوا سره تړلي پاتی شوی دی. چې دا تعلقات ځما په ګمان دوه دلیله کیدای شی. لومړی دا چې د غربی تمدن او پر مختګ اغیزه په ډاکتر ستوری له یوی ډډی او له بلی خوا د المان د خلکو نشنلیستی افکار ددي سبب شوي چې د عدم تشدد فلسفه خپله کړی او د المان په فدرالی جمهوریت کې د پښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوند یعنی PSDP د بنسټ ایښودونکو مخکښانو په قطار کې ودریږی. ډاکتر ستوری په ډیره هوښیارتیا او زړورتیا ددغه ګوند مرام. شرق غرب شمال او جنوب ته د ټولو پښتنو غوږونو ته ورساوه چې په دغه لاره کې يې ډیر کړاونه او زندانونه هم ګاللی دی پدی هیله او ارمان چې پښتون ولس دی هم ازاد اباد او د نړۍ د ولسونو سیال شي. ډاکتر ستوری د سیکالوجی ښه ډاکتر د سیاست په میدان کې ښه مشر او د ادب په دنیا کې ښکلی ولسی شاعر ؤ.
 ستوری په خپله سیاسی کړنلاره کې له پیله تر پایه ، پښتو ، پښتنو او پښتونخواته صادق او وفاداره پاتی شوی دی د خپل ولس او خپلی خاوری په سر يې معامله او معامله ګیری نده کړی. لکه څنګه چې يې د پښتو او پښتونخوا سره مینه او علاقه درلوده همداسی يې خپله خوښی او خپله نیکمرغی پښتنو او پښتونخوا کې لټوله. قناعت يې کړی او قناعت يې تر ټولو بهتر ګڼلی.
 یــوه هــیـلـه چــې ســر شــي بــلــه هــیــلـه شــي پــیــدا
 دې هــیــلــو د انــسان تــه حــد ټــاکــلــــی نــه دی چـــا
 دا هــیــلــې نــه خلاصــېــږي نــا پـایــانــه ســلـســلـه ده
 یــوازې قـــــنــاعــــت دی د دي هـــــیــلـــو انـــــتــــهـا
 قــانـع چـې انــسان نــه شـي هــمـېـشـه به سرګردان وي
 ګــالـي بـه کــړاوونــه مــنـډې تـــــرړې هـــــرې خـــوا
 دا ســتــوری خـو قـانـع دې نور څه نه غـواړي له خدایه
 صرف یـو مــوټــی ابـــاده او ازاده پــــښـــتــونـــــخــوا
 ډاکتر ستوری د خپل سیاسی هدف لپاره کومه خارجی تیوری او ایدیالوژی نه وه راوړی بلکی دغه هدف ته د رسیدو له پاره يې له هر ډول ممکنه ولسی لارو چارو څخه استفاده کوله. مانا دا چې روان شنانسی، سیاسی پوهنه ټولنپوهنه فلسفه او دغه ټوله تحصلی شتمنی يې د خپل دوه ټوټی شوی ولس د دوباره یوځای کیدو او ویده ولس د ویښیدو لپاره کاروله.
 دغه راز ډاکتر ستوری چې د پښتو ژبی، ادب او شاعرۍ کې هم لوی لاس درلود ده په خپله شعر کې خط او خال ګل او بلبل ندی ستایلی بلکی ده په خپلو اشعارو کې په ماهرانه توګه د پښتو په ادبی چوکاټ کې د پښتو، پښتنو او پښتونخوا غوښتنی او پوښتنی مخی ته کړی او په ګوته کړی دی.
 زار دی شـــم قــــلـمه د پــــښـتــو ســـــندری لــــیکـــه
 بـیا د پــښـتـونـــخــوا د ســــرد رو ســــندری لـــیکـــه
 
 زه خـــپله ټـــپه پــخــپــل ربــاب کـــی غــــږول غــــواړم
 سـاز پـه یکه زار او یـــه قـربـان شـروع کـول غــواړم
 زه قـــا مـی وحـــد ت پـه زور د مــینی جــوړول غــواړم
 مــا تـه د خــپل قــا م د نـــنـګیــالـــو ســـــندری لــیکــه
 زار دی شــــم قــلـمه د پـــښـتو ســــندری لـــیکــــه
 
 زه د ژونـــدون نــاوی خــپل کالـه تــه راوســتل غـــواړم
 زه ویــده شــعــور د پـــښـتـونــوالــی ویـــښول غــواړم
 زه پــښـتو لـیکل ، پـښـتو ویـل، پــښتو لـــوستل غــواړم
 مـــاتـه د خــــپل کلـــــی د حـــجــــرو ســــــندری لــیکــه
 زار دی شــــم قــلـمه د پـــښـتو ســــندری لـــیکــــه
 
 زه تـا نـه قــلـمه تـــیره تــــوره جـــــوړول غــــــواړم
 تـا تـه د خـــوشــحـال نـیـکه پــټکی پـه سرول غـــــواړم
 لاره مـی پــښـتو ده د پــښـتو پـه لاره تـلـل غـــــــواړم
 ســـتـوری تـه د ژونـــد د پــــسرلـــو ســنــدری لـــیکه
 زار دی شــــم قــلـمه د پـــښـتو ســــندری لـــیکــــه
 ډاکتر ستوری چې په سیاسی افکارو او اهدافو کې د پښتو د ستر مشر خان عبدالغفار خان بابا د نظریاتو او د هغه د عدم تشدد له فلسفی پیرو دی ځکه خو د جنګ جګړو او وینو توئید سره په اختلاف کې د توری او ټوپک پر ځای د قلم توره په ګوته کوی.
 ډاکتر کبیر ستوری د خپل بی وزلي زوریدلی ځپل شوی او دوه ټوټی شوی ولس لپاره ستراتیژیک اهداف او هغی ته د رسیدو ډاډ منی لاري چاری نه یوازی د ګوند په کړنلاره کې توضح کړی بلکی د پښتو ادب په شعری ژبه يې هم په مفصله او اغیزمنه توګه چې راتلونکی نسلونه به يې د لوستلو څخه خوند او پند اخلی توضح کړی او تشریح کړی دي.
 ډاکتر کبیر ستوري خپل خوږ عمر پښتون ولس د یو موټی کیدو ازادۍ او ابادۍ له پاره وقف کړی ؤ. سیاسی ګوندی فعالیتونه يې په لرو بر پښتونخوا کې او دالمان په فدرالی جمهوریت کې په نه ستړ کیدونکی توګه سر ته ورسول ډیرو کنفرانسونو، سیمنارونو غونډو او مظاهرو ته يې سازمان دهی ورکړه دالمان په بیلا بیلو ښارونو کې يې کلتوری غونډی او محفلونه جوړ کړل بیا نی او علامیی خپری کړی په اروپا کې يې د پښتنو د هویت، شخصیت او ملی دودونو او دستورونو په غرض د خپل هیواد ملی او ویاړلي ورځی ونمانځلی پښتانه يې د خپل هویت او ارزښت په مفهوم پوه کړل په اروپا کې يې د پښتنو د هویت د ورکیدو مخه ونیوله پښتوژبه يې د پردو د لغاتو او منفی اثراتو څخه وژغورله د پښتو ژبی د غنی کولو او علمی کولو له پاره يې په سیکالوجی کې خپل چاپ شوی اثار پری ور اضافه کړل په پښتو ادب کې يې د اشعارو څو مجموعی چاپ او خپری کړی دی. او ان تر دي په ټوله پښتونخوا يې بیلا بیلو هنرمندانو چې د ده اشعار تنضیف کړی او په قالب کې اچولی د اشعارو ښکاره پیام او پښتنی احساس کې د هر اوریدونکی د زړه تنده ماتوی د اوریدونکو احساس او ولولی راویښوی د پښتنو فکر او خیال ته نوی سمون او بدلون ورکوی نوی خوند او نوی رنګ:
 راتـــه ښـــکـــاري حــالـــت دي پــه بــدلــیـدو کــې
 اوښـــتـون ذهــــنــی راغــلــــــی پــــښــتــنـو کــــې
 
 اوازی دي د یــــــوالــــــی خــــــــــپــری شـــــــوي
 اتــــــڼـونـه دي خـــوشـــحـــال بــابــا دیــــرو کــــې
 
 د ارمـــان د امــیــدو غــــــوټــــۍ بــه ګـــل شــــــي
 بــیــا بــه وټــومــبـي ځــلــمـی ګــل په شمــلــو کـې
 
 بــیـا واکــمـن به خــپـل وطــن کــې پــښــتـانــه شي
 پــښــتـونـخـوا نـوم بـه شـي یاد خـپلـواک ملکو کۍ
 
 د پــښـتـون د ســــــوکــالـــــۍ وخـــــت راروان دي
 د بــخــت ســتـوری ئـې ځــلـیــږي تــورو شـپـو کې
 
 په ډیر درنښت