د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سيميزځواکونه ولس اوملي واکمنۍ ته ګواښ دی!

غرزی خواخوږی 18.06.2006 04:00

          زموږګران هېواد افغانستان دڅه کم درې لسيزو ناورين، بهرني تېري، تنظيمي اوخپل منځي جګړو او دطالبانو له واکمنی څخه وروسته دنړۍ دګوټ، ګوټ دملکونو څه کم پنځوس زره پوځونو په مرسته يونيمګړي امنيت او دولتي ادارې خاوند سو.

ملي اردو، ملي پوليس او ملي امنيت چې اداره ېې ويجاړه، دچارو ځايونه ېې وران، وسلې دبې مسووليته کليوالو په لاس لويدلې، جنرالان، افسران او کارکوونکي ېې په هېواد او بهرکښې خواره واره سوي وو.يووارېې بياڅه ناڅه په چاروپيل وکړ.اوپه هغو نويو کوچنيو تشکيلاتوچې دبهرنيو پوځي چارواکو له خوا جوړ سوی، او نيمايي داردومسلکي منسوبين  ډي. ډي. ار سوي او دپوليس مجرب چارندويان دريفورم په نامه له چارو څخه ګوښه کړی سول.

دافغانستان ملي اردو او پوليسوته سرتيري دخپلخوښي سيستم پراساس جلب او دايتلافي پوځونو ترمشرۍ اولارښوونې لاندې په روزنيزومرکزونو کښې څه دپاسه پنځوسو زرو سرتيري روزل سوي، چې څه کمونيمايي ېې دندې پرايښې دي. چې زما په خيال دتښتې دليل دسرتيرو دمکلفيت ددورې پرځای دخپل خوښي سيستم دی. چې سرتېري دپوځي احضاراتو پر خلاف دمجازاتودقانون څخه خوندي کوي. اوپوځي ډيسپلين ته د کمزورتيا لاره هواروي.

په اوسنيو شرايطو کښې زموږ هېواد ورځ په ورځ بدامنۍ خواته ځي. دملي اردو، ملي پوليس اوملي امنيت او دښمانانو دچټګ غلچکيوبريدونو، ځان مرګو پېښو اودترهګرو نورو چيلنجونو سره مخامخ دي.چې په پورتنيو ارګانونو کښې دلوړاحضاراتو، چټک غبرګون،ريښتيانی  دقيق کشفي اخځونه  ، کلک ديسپلين ، ښې ښوونې اوروزنې او ځانګړو مسلکي پوهې ډيرکمۍ دۍ، چې داغېزمن سوق او ادارې، چټکواحضاراتو،  دامنيتي ارګانو نو ترمنځ دچارو ګډې هلې ځلې لپاره ګډ سوق او ادارې مرکزجوړسي، چې پخوا دغه دندې دستر درستيزداوپراسيون سترتوب دګډ سوق اوپراتيفي مرکزله خواترسره کېدل.

دافغانستان امنيتي ارګانونوپه خپلوچاروکښې ځانګړې قوانين ، ښوونيز لارښود(تعليمات نامې) او دچارو کرښې(اصول نامې)لري، چې دهغه پراساس چارې ترسره شي، نو دولس دښمنان لپاره دفعاليت ځای نه پاته کېږي، که دامنيتي ارګانونو دندو ته په لنډه کتنه وکړو:

v     دملي امنيت ارګان:استخبارات چې دهردولت اساسي ستن ګڼل کېږي. او دملي ګټواوشتمنيوساتونکی دی، چارې په دوه لويوبرخو وېشل کېږي:

١. کورنی استخبارات. ٢. بهرنی استخبارات

ملي امنيت بايد دخپلو اوپراتيفي اطلاعاتو پراساس، ددٍښمنانومرکزونه، استخباراتي اړيکې، دسمبالښت منابع اوسيميزاستخباراتي مسوولين کشف او دترهګرودبريدونو اوپېښوترسره کولونه مخکې شنډ کړي. او هم ددولت دچارواکودملي اردو او ملي پوليسو چارندويانوڅارنه ددوی دنده ده.

v     دملي پوليس ارګان:پوليس چې په ښارونو،ولسواليو اوکليوکښې دټولګټوامنيت او په سرحدي سيموکښې دهېواد دپولوساتندويان دي. چې ددوی دهلو، ځلو اوښو چاروپه اجرا سره، ولس په ډاډمنه توګه خپل ژوند پرمخ بيولۍ شي. دپوليس کشفي ارګانونه، دجنايي جرمونو دڅارنې به څنګ کښې، په سيمو کښې دخپل پلټوتکوډلګيوله خوا دترهګروځالې او اړيکو پر برسېره کول او نيولوکښې برپوره ونډه اخستلای شي. که دهېواد سرحدي پوليس، په وسلو، وسايطو او وسايلوسمبال سي اودهېواد په مينه خپلې چارې ترسره کړي نو يو ترهګر او قاچاقبر نسي کولای، چې له بهر څخه زموږپولې ته يو ګام هم واخلي. دپوليسودچارندويانو لويه ستونزه دمعاشاتوکموالی او ددوی دژوندانه ضروري توکونشتوالی دی.

v     ملي اردو ځواکونه: ملي اردوځواکونه چې بايددځمکنۍ بشپړتيا، خپلواکۍ اوملي واکمنۍ څخه په دفاع کښې تل چمتووي، په هېواد کښې دپوځي ستراتيژي(نظامي دوکتورين) نشتوالي له امله  خپلوچاروکښې پاته راغلي دي. په اوسنيوشرايطوکښې چې دهېواد دښمنان په ډېرو سيموکښې په ترهګرۍ او ورانکاريولاس پورې کوي، لازم ګڼل کېږي چې ملي اردو دسرحدي ځواکونوسره په ګډه دسرحدي پولوڅخه ساتنه وکړي.

که پورتنۍ چارې په ښه توګه ترسره سي، نوهغه قومي ځواکونوته چې ولسمشر ښاغلي کرزي دحکم پراساس جوړیږي، اړتيا نه ليدل کیږي. قومي يا ولسي پوځونه چې په اصل کښې ملېشوي پوځونه به وي، ولس لپاره ډېرزيان تر شا لري.

 

دغه ملېشې چې پر تنظيمي يا ګوندي بنسټ جوړېږي، داساسي قانون د(١٥٢) مادي (قاضيان،څارنوالان دوسله والوځواکونواو پوليسومنصبداران، دملي امنيت کارکوونکي نشي کولاۍ دوظيفې دتصدي په موده کښې په سساسي ګوندونو کښې غړيتوب ولري.) سره سمون نه خوري. دځينوناتايد سويو خبروله مخې دجمعيت اسلامي دګوند نامتوقوماندان ملا نقيب اخندزاده، دحرکت انقلاب اسلامي دګوند قوماندان او دهلمند پخوانی والي ملا شېر محمد اخند او دځينونونوروتنظيمونو(اوسنيو ګوندونو) قوماندانانوددغو قومي پوځونو دجوړښت مسووليت اخستی دی.

 دقومي پوځونوزيانونه په لنډه په ګوته کېدای سي:

v     دوۍ په خپل منځي شخړو او ناخوالوبوخت دي، چې دهېواد ملي يووالي ته ډېر زيان رسوي.

v      دختيځ اوسهيلي ولاياتو په سرحدي پولوکښې به دمخدره موادو بازارونه لاهم  تاوده شي.

v      دسيميزودولتي چارواکو، دسرحدي پوليسوملي امنيت او ولس لپاره لوی ګواښ ګڼل کېږي.

v     دډاياګ پروګرام په ټپه دروېدو سره يووار بياولس دخپلواکو وسله والو په  لاس برانته کېږي.اوهغه په زرګونو ميلونه ډالره چې په څه کم پنځه کالو د ډي.ډي.ار او دډاياګ پروګرامونو لپاره خرڅ شوي په اوبوکښې لاهوکېږي.

       پخوانیو تجربوښودلې ده، چې دډ اکټر نجيب الله په خپلې واکمنۍ کښې دقومي او ملېشوي ځواکونو،ځانګړی ګاردجوړول او هغوی ته دلوړوامتيازاتواومعاشونوسره بريالی نه سو،چې ځان په ملېشووساتي.هم هغه ملېشې اوقومي ځواکونه، دخپلوقومي اوسيميزواړيکوپراساس دجهادي ډلوسره ايتلافونه ېې وکړل او دبهرنيودهيلوسره ملي اردو، ملي پوليس او ملي امنيت دويجاړېدو عامل وګرځېدل.

             ښاغلي ولسمشرته پکاردي، چې دامنيتي ستونزودهواري لپاره دقومي ځواکونه چې دهرسرليک لاندې وي، پرځای دسرحدي ملي پوليسوپه پرمختيا، ځواکمنتيا اوسمبالولوکښې ځانګړې پاملرنه وکړي. ترڅوچې خدای مکړه پخوانۍ ترخې پېښې يوواربيا تکرار سي!