د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د (( حماس )) دموکراتيک بري نه يوازي اسرائيلي تاړاکگران ....

کانديد اکادميسين محمدظاهر افق 14.05.2006 03:00
دنړيوال امپريالزم پاليسي په عامه توګه ،خودامريکايي تجاوزګرانو پاليسي په خاصه توګه نه يوازی په خپلو هيوادونوکې دولسونواوپرګنو داستثمارولواودهغوی دزحمتونودڅټلو اوتصرف کولو ظالمانه عمل دۍ، بلکه خارجی پاليسي يې بيا دملتونو اوهيوادونو داشغالولو اوطبيعی ثروتونو چپاول کول دی ٠ دوی دخپلو نوموړوغرضونو اوهدفونو لپاره نه يوازې اقتصادی تلکې ( لومې ) ايښې دي اوپه نظامی لحاظ يې دنن ورځې نظامی تړون ( ناټو ) دخپلو تجاوزاتو په خاطر يوه داسې وسيله ده چې هميشه يې دمظلومو ملتونو اوولسونو وينې تويي کړې دی ، خو په فرهنګی لحاظ يې درواغ ويل ،بيرول ، تهمت ويل اونور ناوړه هغه تبليغات دی چې هميشه يې دمختلفو آژانسونو ، راډيوګانو ، اخبارونو اونورو جمعی آلاتو له لارې خپاره کړی اوخپروي ٠ نوموړې دری ګونې وسيلې دنړيوال انحصاراتو دعمومی ويش هغه مهمې اواساسی برخې دي چې په واسطه سره يې ملتونه ، ولسونه اودهغوی زحمتونه اوثروتونه تاراج اوتباه شوی اوخپل مدنيتونه يې په جوړ کړې دی٠ نن چې په نړيوال استعماری ضد قوتونو کې ناتوانی او بې اتفاقی راغلې اوموقتا يې آواز خاموشه سوی دۍ ، نوبيله شکه چې دامريکا په رهبرۍ استعماری ستر هيوادونه که څه هم پخپل دننه کې تضادونه لری او کله کله يې په مشترک عمل کې ټکرونه راځی خوبيا يې هم واقعی اسلام ، عدالت اومظلومانو ته سلا يوه کړې اودسپتمبر ديوولسمې مصنوعی پيښې څخه يې وروسته په مختلفو پلمو اوبهانو په خاصه توګه يې داسلامی هيوادونو طبيعې ثروتونه اوانسانی فرهنګونه په تعرض کې داسې وروستلی دی چې دهغوی مقاومتونه بايد تروروبولی ٠ په داسې حال کې چې ترور دجنګ ديوه شکل په څير دبشر په تاريخ کې موجود و اوڅو چې بې انصافی ،ظلم ، استبداد اووحشتونه موجود وی نوهمدغه جنګ به دمقاومت ديوه شکل په څيروجودولری ٠ په زړه پورې ده چې امپريالستی تبليغاتی ماشين پخپل ټول قوت نه ده توضيح کړې چې ترور يعنې څه ؟ اوآرل شارون داسرائيلو صدراعظم چې دمرګ په حال کې دۍ اوپه کلونو کلونويې بيچاره فلسطين ملت په وينو رنګولی اوخاوره يې اشغال کړې ده ، تروريست نه بلل کيږی، اما برعکس ياسرعرفات دفلسطين ديوه غښتلی قهرمان اودالفتح درهبر په څير چې خپل ټول ژوند يې دخپلې خاورې اوحقوقو دتامين په خاطر په مبارزه اوقربانيو کې تير کړ ،تروريست وبلل شو٠ عرفات چې لا ددښمن په زهرو نه و مسموم شوی ، دبوش په مصلحت دشارون له خوا ورته اعلان شوه چې بايد دفلسطين خاوره پريږدی اودنړی يوه بل کونج ته پناهنده شی ، که نه نو اسرائيلی واکداران يې په راکټ ولې اووژنی يې ، خودې ستر فلسطينی مشر ددښمن ټول ګوزارونه قبول کړل خو جلا وطنه نشوڅو په پای کې يې دشهادت جامونه پرسرواړول اوخپل دوياړه ډک ابدی نوم يې پريښود٠ دلته اصلی خبره داده چې جهانی استعماری واکدارانو نه داچې داسرائيلو دوحشتونو مخه ونه نيوله بلکه شارونی وحشتونوداسې ادامه وموندله چې د(( حماس )) فلسطينی سازمان دانقلابې ډلې مشر شيخ احمد رمضان يې هم په سپينه ورځ په راکټ وويشت اوپه شهادت يې ورساوه ٠ بيا هيچا حتی دتمساح اوښکې لا هم پرتويې نکړی٠ ددغه ډول په سلګونووحشتونو، وژنولوخرابيو سره سره فلسطين قهرمان ملت ددښمنانوله خوا چې دبې اتفاقۍ اور هم پکشې بل کړی دۍ ، دخپلو حقونو ، خاورې او مبارزو څخه لاس نه دی اخيستی اولا ترپخوا هم زيات او په ټول اړخيزه ټوګه دخپلو مځکو اوسرحدونو اوفلسطينې تاريخ دساتلو په خاطر نور هم پرمخ تللی اوپه ډيرې بيچارګۍ کې يې بيا هم داسرائيلو وحشتونو اوتجاوزاتو ته غاښ ماتونکی ځوابونه ورکړی اوورکوی يې ٠ غربی نړۍ دامريکايي انحصارګرانو په مشرۍ چې ددموکراسۍ کاذب ډول اوخطاايستونکی شعار يې په غاړه کې اچولی دی ، هڅه کوی چې دفلسطينې قهرمانانو يا رهبری په غاړه واخلی اويا هم خپل نوکر دهغو په سر باندی مسلط کړي ، نو يې دانتخاباتو ږغ په فلسطينی حلقو ، امپريالستی نظامونو اواسرائيلی واکدارانوکې داسې خپورکړ چې بايد فلسطين انتخابات وکړي دوی داسې فکر کاوه چې په انتخاباتو کې به يې هغه څوک قدرت ونيسي کوم چې ددوی اواسرائيلو ناوړه فرمانونه پر اوږو وړی ٠ تاريخ اوفلسطينې پراتيک داهم څرګنده کړه چې دا قهرمان ملت نه يوازې دمبارزې په ګرم ميدان کې غښتلی اواسرائيلی هر ډول تجاوزاتو ته يې پوره ځوابونه ورکړی دی ، بلکه دساړه ميدان اوانتخاباتو په ډګر کې يې هم هغه پروژې اونخشې ور ناکامه کړی دی کومې چې دفلسطينې خلکو اوولسونو پر ضد طرح شوی دی ٠
 
 بايد څرګنده شي چې هغه دموکراسي چې غرب يې تبليغ کوی ، بيله فسادونو ، لڅ ګرځيدلو اوچالونو ډکو انتخاباتو له پاره غاړه ايښودل کوم بل مفهوم نه لري ٠ دنوموړو چالونو پر اساس وينو چې په امپريالستی هيوادونو کې يې هيڅ وخت بيله بيليونرانو اويا يې هم دنوکرانو څخه نه بل چا وړی اونه يې وړای شي ٠ حتی دهمدغو بيليونرانو په منځ کې يې هغه څوک ګټلای شي چې زر اوزور، دسيسې اوچالبازۍ ترنورو ډيرې ولري ٠ دخبرې دثبوت له پاره کله چې جورج ډبليوبوش دلومړنی انتخاباتوپه وخت کې د ( الګور ) ددموکرات دګوندنماينده سره انتخابات پيل کړل ، په نتيجه کې ( الګور ) تربوش ددريو زرو لا هم زياتې رايې يووړې ، خوځکه چې دجمهوري خواهانو ګوندزياتره داتازونی په جنوبې سيموکې دسختو محافظه کارانو ، لويو مځکه والو ، ديونيکال غوندې دتيلو کمپنيو څښتنانو اوهمداسې دسترو وسلو اوجنګې مهماتو دخاوندانو ګوند دی نو يې وکولای شوای چې تريوې هفتې بوروکراتيک کشمکش وروسته دسترو قاضيانوپه واسطه بوش دقدرت په ګدۍ کښينوی اوجنګې انحصاراتو ته په مختلفو بهانو دازمينه مساعده کړی چې په ډير وحشت ديوګوسلاويا ستردولت چپه اوټولنه يې سره ماته اوداخلی جنګونه پکښې پيل کړي دافغانستان په پاکه خاوره د( بن لادن ) دادبوش دکورنۍ نژدې ترين تجارتی ملګری ، په پلمه ورواوښتل اوافغانان يې ترخپلو وحشی ټانکونو لاندې کړل اوهمداسې يې دعراق قهرمان خلک اولرغونی مدنيتونه په دې بهانه بمبارد اوصدام حسين يې له قدرته وغورځاوه چې ګواکې زروی وسله لری ٠ دا ټولې هغه پلمې اوښکرور درواغ دی چې امريکايي واکدارانو ديوه ګيلن تيلو له پاره په مخکې اچولې دی ٠ په هرصورت ،خبره تر دموکراسۍ پورې راغله چی فلسطينی خلکو ته يې غربی واکدارانو دا بهانه ونيوله چې فلسطين بايد خپله رهبری په انتخاباتو سره وټاکی ٠ په دې خبره کې دبوش هدف داو چې په دغه انتخاباتو کې محمو دعباس چې دياسرعرفات پر ميراث يې دالفتح په رهبرۍ کې تازه کښينولی دی ، بريالی اوپر ټولو فلسطينيانو يې مسلط کړي ٠ اما برعکس ، دجنورۍ دپنځه ويشتمې پارلمانې انتخابات چې د( حماس ) په ګټه تمام شول نه يوازې داسرائيلو دواکدارانو له پاره دتعجب وړ خبره وه بلکه غربی نړۍ هم نه يوازې دحيرت سره مخامخ شوله بلکه دبيرې اووحشت سره يې لاس په ګريوان ځانونه وليدل ٠ ددې وحشت دليل دادۍ چې د( حماس )ګوند په رهبرۍ کې دتيرې لسمې په اوايلو کې چې شيخ احمدياسين دا دفلسطين دقهرمانانو څخه يو با تجربه اوکلک قهرمان ، دحماس ګوند رهبری پر غاړه واخيستله اوداسرائيلو دتجاوزاتو اووحشتونو په مقابل کې يې نوی تاکتيکونه اوداسې قهری لارې وټاکلې چې دټول امريکايي – اسرائيلی ډول ډول جنګې وسلو اوحملو په مقابل کې يې هغوی ډيروختونه شاته وهل ٠ ځکه چې داسرائيلو دراکټونو ، توپونو اونورو عصری وسايلو په مقابل کې فلسطينی واړه او ناکامه وسايل سمه مبارزه نشوای کولای ، نو يې دځوانانو په تربيې اوروزنه کې دقهرمانيو اوسرشندونو احساس نورهم ور قوی کړ اوتنکې ځوانانوبه داسرائيلو په دننه کې ددښمن په منځ کې هغوی دخپله ځانه سره الوزول ٠ ددې قوی تاکتيک په مقابل کې اسرائيلی واکدارانو ډير فلسطينيان ، دهغوی کورونه اوثروتونه خراب کړل، خونه داچې دفلسطينيانو دمبارزو مخه يې ونه نيولای شوای بلکه هغوی همدغه تاکتيک ته نور مؤثربعدونه اوجهتونه ورکړل ٠ شيخ ياسين چې ډيرسپين ژيری اوناروغ هم و، يوه ورځ يې ژورنالستانو ته وويل چې دی ددووزرو په شاه اوخواکی سرتيری ځوانان لری چې انتحاری قربانيو ته په داوطلبانه توګه يوتربل دمخه کيږی اوآمادګی لری٠ داخبره په لومړی سرکې ددښمن زړه ته نه لويدله اواسرائيلی واکدارانو خپل تجاوزاتو، وژنو اوخرابيو ته ادامه ورکړه ٠ دمقاومت دڅو محدودو انتحارونو اوعملياتو څخه وروسته بوش اوشارون په دې پوه شول چې ددغه انتحاری تاکتيک مخه نه شي نيولای ، خودا احمقانه فکر يې وکړ چې ښايي دشيخ ياسين په له منځه وړلو سره نوموړی پروسه کمزوره شي اوهغه يې په راکټ شهيدکړ٠ په نتيجه کې انتحاری عملياتو نورهم زوروکړ اوپه اسرائيلی سيموکې نه داچی ډير اسرائيليان مړه کړل بلکه ژوندې يې هم دډيرو روانی اوروحی ناآراميو اووحشتونو سره مخامخ شول ٠ ترنوموړو ترخو تجربو وروسته بوش اوشارون د (( سولې سړک )) په نامه عقب نشينی او نوې پروژه يې وړاندې کړه چې په هغه کې فلسطينی انتخابات په سر کې واقع وو٠ ځکه چی دې قهرمان ملت دنيمی پيړۍ په مبارزو اوقربانيو کې تر بل هرقوم زيات پاخه بريښی،نويې انتخابات ومنل اوجهانيانو ته يې په عمل کې وښودل چې دوی دخپلې خاورې اوناموس ساتلوپه خاطر دهرې معقولې وسيلې څخه استفاده کوی اوپرمخ ځی ٠
 
 کله چې د٢٠٠٦ کال دجنورۍ پر ٢٥ نيټه دانتخاباتوبکسونه کښيښودل شول اوخلکورايې ورکړې ، ډير ژرثابته شوه چې دشيخ مړينه اودځوانانوقربانيو خپله پوره نتيجه ورکړې اودفلسطين خلکوچې په بيلو بيلوګروپونو ويشل شوی دی ، په ډيره دموکراتيکه توګه دپارلمان له پاره خپل نمايندګان داسې وليږل چې د(حماس ) ډلې دبوش اونورو غربی واکدارانو دغوښتنی خلاف دپارلمان اکثريت چوکۍ وګتلې ٠ دپارلمان دټولو غړيوتعداد ( ١٣٢ ) تنه دۍ ، خو په يوازې توګه دنوموړيو غړيوڅخه (٧٦ ) چوکۍ حماس ، او ( ٤٣ ) دالفتح ډلې دمحمود عباس په رهبرۍ اونورې پاته چوکۍ پاته سازمانونو يووړې ٠ نوپه نتيجه کې حماس بايد حکومت جوړکړی، خوپه تعجب سره چې اروپايي اوامريکايي واکدارانو خورا ژرغالمغال پورته کړ چې ګواکې دحماس حکومت به په رسميت ونه پيژنی ٠ دلته زما اساسی خبره داده چې امپريالستان نه يوازی درواغ وايي بلکه خپل هغه قوانين هم ترپښولاندې کوي کوم چې ددوی داستعماری ګټو سره په ټکر کې واقع شي ٠ که څه هم حماس په پوره ميړانې سره ټولو فلسطينی ګروپونو ته ددولت دجوړولو له پاره اعلان وکړ خوداسې بريښی چې مستر بوش ددې نوی حکومت دجوړولو په لاره کې ځکه خنډونه جوړوی چې حماس دفلسطينی ملت بشپړه آزادی غواړی ٠ البته ، حماس دخپلې پخوانۍ پاليسۍ له مخې نه دا چې وسله پر مځکه نه ايږدی بلکه داسرائيلو دولت په رسميت نه پيژنی چې د١٩٦٧ کال را په دې خوا يې دفلسطين پر خاوره خيټه اچولې اواشغال کړې يې ده٠
 
 کله چې فلسطينيانو نوی پارلمان اعلان کړ ، په زړه پورې ده چې دآلمان نوی صدراعظمه ( انجيلا مرکيل )بيله ځنډه داسرائيلی واکدارانو اومحمود عباس سره وکتل خو په ډيرخشونت اووارخطايۍ سره يې وويل چې دحماس درهبرانو سره نه وينی ٠ ددماګوژيکی اودرواغجنې دموکراسۍ واکدارانو اعلان کړه ، فلسطينيانوته به هغه کلنۍ مرسته هم نه ورکوی کومې چې اروپااوامريکا ددوی دعادی ژوند له پاره ورکولې٠ دلته دا پوره څرګنده ده چې د نوموړو استعماری واکدارانو له پاره دبشر حقوق هم مفهوم نلری ٠ کلنۍ مرستې نه يوازې دفلسطينې ملت له پاره دی بلکه داسرائيلو لپاره هم ورکول کيږی٠ نودفلسطين خلک بايد دنړيوالو مرستو څخه محروم نشي ٠
 
 په پای کې ،که څه هم دحماس واقعی دموکراسی غربی اواسرائيلی واکداران پوره وارخطا کړې دی ، خو که څوک په منځنی ختيځ کې واقعا سوله غواړی نوبايد دفلسطين نوی حکومت په رسميت وپيژنی اوډيالوګ پيل کړي ٠ دحماس اوفلسطينيانو حکومت ځکه ډيالوګ ته آماده دۍ چې نړيوال قوانين اوټولنيز واقعيتونه يې په څنګ کې ولاړدی٠