د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د امريکې ولسمشر ته د ايران د ولسمشر ليک

انور شاهين خانخېل 11.05.2006 03:00

ژباړه: انور شاهين خانخېل

دا د هغه تاريخی او برخليک ټاکونکی ليک د مکمل متن پښتو ترجمه ده چې کوم د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ښاغلی محمود احمدی نژاد د امريکې ولسمشر ښاغلی جارج ډبليو بوش ته په دې وروستيو وختونو کې لېږلی دی. دا ليک به په دغه ښاغلی باندې څه اغېزه او اثر ولری دا نه ده معلومه خو له تېرو وختونو تجربو څخه دا خبره په نظر راځی چې لکه څنګه د اسلامی انقلاب د بنسټ اېښودونکی ارواښاد امام خمېنی (رح) د هغه وخت د شوروی اتحاد او د نړۍ د يو سپر طاقت مشر ښاغلی ګورباچوف ته کوم ليک ليکلی ؤ هغه ليک په هغه ښاغلی څه اثر وکړو يا و نکړو خو په کميونسټ دنيا او اسلامی نړۍ کې يې يوه بېداری پېدا کړه چې په نتيجه کې يې د کميونزم انجام هماغه شو چې څه ډول امام خمېنی (رح) اټکل کړی ؤ نو همدا رنګ دا نوموړی ليک د نړۍ د يو بل سپر طاقت او د ، لېبرالېزم او ډېموکرېسۍ عمبردار ته يو اتمام حجت دی چې هغه به يې ومنی يا نه خو دا خبره نه انکارېدونکې ده چې دا ليک به د غربی دنيا او اسلامی نړۍ په برخليک ټاکلو کې مهم رول ولوبوی (ژباړن)

د بخښونکې او مهربان لوی څښتن په نام

د امريکې د متحده ايالاتو ولسمشر ښاغلی جارج بوش صېبه!

يوه موده وشوه په دې فکر کې ؤم چې څه ډول په نړيوال ډګر کې هغه موجود نه انکارېدونکی تناقضات چې تل د ولسی ټولنو په تېره بيا د سياسی او علمی ټولنو تر بحث لاندې دی توجيه کړم. يو لړ زياتې پوښتنې په دې لړ کې بې ځوابه پاتې دی. نو بس فېصله مې وکړه چې د دغو تناقضاتو او پوښتنو يوه برخه درته مطرح کړم، کېدې شی چې د هغو د سمولو لپاره څه فرصت رامنځته شی.
ايا دا کېدې شی چې څوک د خدای د يو ستر پېغمبر حضرت عيسی (ع) پېروکار وی، ځان د بشری حقوقو ژمن ګڼی، لېبرالېزم يوه تمدنی نمونه معرفی کوی، د اېټمی او ډله ايزو وژلو د وسلو له پراختيا سره مخالفت اعلانوی، له ترهه ګرۍ او دهشت ګردۍ سره مبارزه يې خپل شعار او نعره ګرځولې وی، او بالاخره يوې واحدې نړيوالې ټولنې جوړولو لپاره هڅې کوی د هغې ټولنې چې ټاکل شوې ده حضرت عيسی (ع) او د ځمکې صالحان به پرې حکومت کوی.
خو په عېن حال کې په هېوادونو باندې تيری کيږی، د خلکو ځانونه، حېثيتونه، او هستۍ بې قدره ګرځول کيږی او مثلاً په يو کلی، ښار او يا کاروان کې د يو څو مجرمانو د شتون په احتمال سره ټول کلی يا ښار او يا کاروان په اور سره سوزول کيږی. يا په يو هيواد کې د ډله ايزو وسلو د شتون په احتمال سره په هغه ملک باندې تېری او قبضه کيږی او تقريباً د هغه ملک يو لک تنه ووژل کيږی، د هغه ملک د اوبو، زراعت، او صنعت سرچينې بربادولې شی او تقريباً يو لک اتيا زره فوځی ځواکونه هلته ځای پر ځای کيږی د عوامو د کورونو مقدس چاپېريال شلول کيږی او يوهېواد له پنځوسو کالو نه د زياتې مودې لپاره وروستو پاتی کولی شی
اخېر په څه قيمت؟ د يو هيواد او د ځينو نورو هيوادونو له خزانو نه دسلګونو مېليارډ ډالرو په خرچ کولو سره او د يرغلګرو فوځی ځواکونو په توګه د لسګونو زرو ځوانانو په لېږلو سره، او هغوی له وژلو سره په مخامخ کولو او له خپلو کورونو نه په لرې کولو سره، د نورو په وينو باندې د هغوی د لاسونو په ککړولو سره او هغوی ته د روحی او نفسياتی دباونو په ورکولو سره چې هره ورځ له هغوی څخه يو شمېر ځانونه وژنی او چې کله خپل هېواد ته ستانه شی نو رنځوران ، بيماران او خفه وی او له ډول ډول مرضونو سره مخامخ کيږی، يو شمېر هم پکې وژل کيږی او جنازې يې د هغوی کورنيو ته سپارل کيږی.
د ډله ايزو وژلو د وسلو د شتون په بانه دا لويه ټرېجډی د نيول شوی هېواد د خلکو او د نيواکګر هېواد د خلکو لپاره رامنځته کيږی او بيا وروسته معلوميږی چې د ډله ايزې وژلې وسلې موجودې نه وې چې د هغو په بنياد يې اقدام کړی دی البته صدام يو جنايتکار ډېکټېټر ؤ، خو له جنګ څخه اراده د هغۀ نسکورول نه بلکې د ډله ايزو وسلو نابودول اعلان شوې وه. صدام د يو بل هدف په لاره کې نسکور شو او د سيمې خلکو د هغۀ په نسکورېدو خپله رضامندی اعلان کړه. دا خبره څرګندوم چې صدام د ايران په خلاف د تپل شوی ټول جنګ په اوږدو کې د لويدېځ (غرب) لخوا مرسته کېدو او ملاتړ يې کېدو.

ښاغلی ولسمشره!

کېدې شی دا وګڼئ چې زۀ يو معلم يم او محصلين او شاګردان پوښتنه کوی نو دې اقداماتو ته به څه ډول زما د کلام د سر جملې يعنې د صلحې او رحمت د پېغمبر حضرت عيسی (ع) په دين باندې د ژمنې له ارزښتونو سره مطابقت ورکړې شی؟
يو شمېر تورن کسان د ګوانټانامو په جېل کې پراتۀ دی چې نه محاکمه کيږی، نه وکيل ته رسائی لری او نه د هغوی د کورنۍ خلک کولې شی چې وې وينی او هغوی له خپلو هېوادنو نه لرې ساتل کيږی او هېڅ ډول نړېواله څارنه ورباندې نيشته او پته نيشته چې هغوی قېديان دی، جنګی اسيران دی، تورن دی او که يا مجرمان دی؟
د اروپائی اتحاديې تحقيقات کوونکو دا خبره تائيد کړې ده چې يو لړ بنديان د اروپا په پټو جېلونو کې هم شتون لری. زۀ نه شم کولې چې د خلکو تښتولو او په پټو جېلونوکې د هغوی ساتلو ته د دنيا له قضائی نظامونو څخه يو نظام سره مطابقت ورکړم او په دې پوه نه شوم چې د دا ډول اقدامات د دې ليک په سر کې له بيان شويو ارزښتونو څخه له کوم ارزښت سره مطابقت لری ايا د حضرت عيسی (ع) له تعليماتو سره، له بشری حقوقو سره او يا د لېبرالېز له ارزښتونوسره؟
ځوانان، محصلين او خلک د اسرائيلو د ښکارندې په هکله زياتې پوښتنې لری. حتماً چې له هغو څخه ځينې به مو اورېدلی وی.
د تاريخ په اوږدو کې زيات هيوادونه نېول شوی دی خو زۀ فکر کووم زمونږ د زمانې له نوېيو راڅرګنده شويو ښکارندو څخه دا ښکارنده له نويو خلکو سره د يو نوی هېواد جوړول دی.
محصيلين وائی شپېتۀ کاله مخکې داسې يو هېواد موجود نه ؤ، اسناد او زړې جغرافيائی کُرې او نقشې راته ښکاره کوی او وائی چې تاسو هم زمونږ په شان هڅه وکړئ مونږ خو هر څومره چې لټون کوو د اسرائيلو په نامه هېواد پکې چرته نه وينو. نو مجبور يم چې د هغوی لارښوونه وکړم چې د اول او دويم نړيوالو جنګونو تاريخ دې ولولی. يو ځل راته يو شاګرد وويل د دويم نړېوال جنګ په دوران کې چې په لسګونو مېليونه خلک ووژل شول د جنګ خبرونه به د ښکېلو خواؤ لخوا په چټکه توګه خپرېدل او هرې خوا به خپلې کاميابۍ او د مقابلې خواوې ماتې اعلانولې او له جنګ نه پس دعوا وشوه چې پکې شپږ مېليونه يهوديان وژل شوی دی شپږ مېليون تنه چې لږ تر لږه له دوو مېليونو کورنيو سره يې تعلق لرۀ.
فرض به کړو چې دا خبر صحيح وی نو ايا د هغۀ منطقی نتيجه دا کېدې شی چې په مېنځنی ختيځ کې دې د اسرائيلو په نامه يو هېواد جوړ کړې شی او يا دې د هغۀ ملاتړ وکړې وشی؟ د دې ښکارندې تفسير او شننه به څنګه کيږی؟

ښاغلی ولسمشره!

حتماً په دې به خا مخا پوهېږې چې د اسرائيلو بنياد په څه ډول لګښتونو او او پائېلو باندې کېښودی شو؟:
ــــ د زرګونو خلکو په وژل کېدو سره
ــــ د سيمې د څو مېلين اوسېدونکو کډه په سر کېدوسره
ــــ په لکونو هېکټرو زراعتی ځمکو او د زېتونو د باغانو په ويجاړولو او د ښارونو او مېشته سيمو په بربادولو سره .
دا ټرېجډی له يو خاص وخت سره تعلق نه لری بلکې له بده مرغه له شپېتو کالو نه دوام لری. د يو داسې رژيم بنياد کېښودل شو چې حتی په ماشومانو هم رحم نه کوی، کورونه د خلکو په سرونو رانړوی،د فلسطنيی شخصيتونو د وژلو پروګرام له مخکې نه اعلانوی او په زرګونو فلسطينيان يې په جېلونو کې ساتلی دی. د دا ډول يوه ښکارنده په وروستيو پېړيو کې کم مثاله يا بې مثاله ده.
د زياترو خلکو يوه لويه پوښتنه دا ده چې ولې د داسې يو رژيم ملاتړ کيږی؟ ايا د داسې يو رژيم ملاتړ د حضرت عيسی (ع) يا د حضرت موسی (ع) د تعليماتو پېروی او ملاتړ دی او که يا د لېبرالېزم له ارزښتنو سره سمون خوری؟ او ايا د ټولې فلسطينی ځمکې د برخليک د ټاکلو حق د هغې اصلی خاوندانومنجمله مسلمانانو، يهوديانو او عيسائيانو ته که هغوی په فلسطين کې دننه دی او که له فلسطين نه بهر دی ورکول د ډېموکرېسۍ او بشری حقوقو له اصولو او د انبياؤ (ع) له تعليماتو سره مخالفت لری؟
که ورسره مخالفت نلری نو بيا ولې له ټول پوښتنې او رېفرېنډم سره مخالفت کيږی؟
په دې وروستيو وختونو کې د فلسطينی خلکو په ټاکلو سره يو فلسطينی حکومت په اقتدار کې راغی او ټول غېر جانېدار څارونکی دا خبره تائيدوی چې دا حکومت د خلکو ټاکل شوی حکومت دی. خو په ناباورۍ کې دغه منتخب حکومت تر دباؤلاندې راوستی شو او ورته وويل شول چې پکار دی اسرائيلی رژيم دې په رسميت وپېژنی او له مقاومت نه دې لاس واخلی او د مخکېنی حکومت په پروګرامونو پسې دې لاړ شی. که د فلسطين اوسنی حکومت د دا ډول سياستونه له مخکې نه اعلان کړی وې نو ايا د فلسطين خلکو به دغه حکومت ټاکلی وې ؟.
ايا د فلسطينی حکومت په وړاندې د دا ډول دريځ نيونې له مخکې ويل شويو ارزښتونو سره سمون خوری؟
همدارنګ خلک پوښتنه کوی ولې هغه هر پرېکړليک چې د امنيت په شورا کې د صهيونېست رژيم په خلاف مطرح کيږی وېټو کولې شی؟

ښاغلی ولسمشره!
په دې پوهيږئ چې زۀ د خلکو ترمنځ ژوند کوم او له هغوی سره په تماس کې يم. د منيځنی ختيځ زياتره خلک راسره په يو ډول رابطه کوی، هغوی د دا ډول څو اړخيز سياستونه په هيڅ منطق صحيح نه بولی،.شواهد دا ښودنه کوی چې دسيمې عام خلک هره ورځ د دغو اعمال شويو سياستونو په هکله لا زيات قهرجن کيږی.
اراده مې د زياتو سوالونو او پوښتنو مطرح کول نه دی خو غواړم يو څو نورو ټکو ته اشاره وکړم:
ولې د مينځنی ختيځ په سيمه کې د سائېنس او ټېکنالوجۍ هر پرمختګ د صهيونېسټ رژيم په خلاف يو ګواښ ګڼل کيږی او پروپېګنډه يې کيږی؟
ايا سائېنسی او تحقيقاتی هڅې د ملتونو له وړومبنيو حقوقو څخه نه دی؟
تاسو به خا مخا له تاريخ نه واقف يې. بې له مېنځنيو پېړيو څخه د تاريخ په کوم وخت کې او د نړۍ په کوم ځای کې د سائېنس او ټېکنالوجۍ پرمختګ او ترقی يو جرم ګڼل شوی دی؟ ايا بالفرض په فوځی مقاصدو کې له سائېنسی علومو څخه د استفادې احتمال له سائېنس او ټېکنالوجۍ سره په مخالفت باندې دليل کېدې شی. که داسې نتيجه اخېستنه صحيح وی نو بيا پکار دی له ټولو علومو سره مخالفت وشی،حتی له فېزکس، کېميا، رياضياتو، روغتيائی علومواو انجنيئرۍ وغېره سره هم.
د عراق په قضيه کې دروغ وويل شول. نو نتيجه يې څه وه؟ زۀ په دې کې شک نه لرم چې په ټولو انسانی ټولنو کې دروغ ويل يوه ناخوښه چاره ده او تاسو جنابعالی به هم دا نه خوښوئ چې څوک دې تاسو ته دروغ ووائی.

ښاغلی ولسمشره!
ايا په لاتينی امريکه کې مختلف ملتونه حق لری پوښتنه وکړی چې ولې په دغه براعظم کې د هغوی له منتخب حکومتونو سره مخالفت کيږی او په مقابل کې يې د کودتاګانو ملاتړ کيږی ولې د ګواښ يو همېشنی سيوری د هغوی په سر دی؟
د افريقې خلک محنت کش، پرتلاش، خلاق او استعداد لرونکی خلک دی. هغوی کولې شی د بشری ټولنې په مادی او معنوی پرمختګ او د اړتياو په پوره کولو کې يو مهم او ارزښناک کردار ادا کړی چې د افريقې ستره برخه کې فقر او تنګلاسی د دا ډول کردار ادا کولو د لارې خنډ دی. ايا هغوی حق نه لری چې پوښتنه وکړی چې ولې د هغوی لوئې لوئې پانګې او زېرمې لوټل کيږی په داسې حال کې چې هغوی له نورو نه زيات دغو ته اړتيا لری. ايا د دا ډول اقدامات د حضرت عيسی (ع) له تعليماتو او له بشری حقوقو سره سمون خوری؟
د ايران مومن او مېړنی ملت هم زياتې پوښتنې لری چې له هغو څخه دوه پنځوس کاله مخکې د زمری د مياشتې په ٢٨ نېټه (٢١ اګست) کودتا او د هغه وخت د يو قانونی حکومت نسکورول، له اسلامی انقلاب سره مقابله، د زرګونو پاڼو په سند سفارتخانه د اسلامی جمهوريت له مخالفينو څخه د ملاتړ په يوې ادارې بدلول، د ايران په خلاف د صدام د حکومت ملاتړ، د ايران د مسافر اوړونکې الوتکې راغورزول،د ايران د ملت د پانګو او مال حال ضبطول ، د ايران د ملت له علمی، سائېنسی او اېټمی ترقۍ څخه د غصې او خفګان څرګندول او ورځ په ورځ زياتېدونکی ګواښونه په داسې حال کې چې د ايران ټول خلک د خپل هېواد په ترقۍ باندې خوشحال دی او جشنونه اوخوشحالۍ يې ونمانځلې او داسې نورې ډېرې خبرې چې له تفصيل څخه يې په دې ليک کې ډډه کوم .

ښاغلی ولسمشره!
د ستمبر د يولسمې نېټې واقعه يوه ويرونکې واقعه وه. او پکې د دنيا د هر ځای د خلکو بې ګناه مړينه او يوه افسوسناکه او دردونکې خبره ده. زمونږ حکومت په هغه موقع د دا ډول واقعاتو له مسببينو څخه د نفرت او کرکې په اعلان سره د پېښې له پسماندګانو سره غمرازی او خواخوږی څرګنده کړه. د ټولو حکومتونو دنده او وظيفه ده چې د خپلو عوامود سر او مال او عزت حفاظت وکړی. هغه ډول چې ويل کيږی چې ستاسو حکومت پراخه امنيتی، حفاظتی او اطلاعاتی سېسټمونه لری، حتی چې له پولو نه بهر هم خپل مخالفين ښکار کوی. د ستمبر د يولسمې نېټې عمليات ساده عمليات نه ؤ. ايا د دغو عملياتو منصوبه بندی او اجرا کول له اطلاعاتی او امنيتی سېسټمونو سره له غږ ملتيا او په هغو کې له پراخه نفوذ نه بغېر امکان لرلې شی؟ البته دا يو عقلی احتمال دی.خو ولې د دغې موضوع مختلف اړخونه تر اوسه پټ ساتل شوی دی؟ ولې يې تفصيلات نه بيانيږی، کومو کسانو په دې پېښه کې کوتاهی کړې ده؟ او ولې د دې پېښې سبب جوړېدونکی او ګرم کسان خلکو ته نه په ډاګه کيږی او نه محاکمه کيږی؟

ښاغلی ولسمشره!
د خپلو عوامو لپاره د امنيت او ارامښت رامنځته کول د ټولو حکومتونو له وظائفو او ذمه واريو څخه دی. ستاسو د هېواد او د نړۍ د کړکېچ لرونکو چاپېره هيوادونو عوام له څو کلونو راهسې د روانی او نفسياتی امنيت احساس نه لری. د ستمبر له پېښې نه وروسته د مصېبت ځپلو خلکو او د امريکې د عوامو چې دغې پېښې پرې سخت تاثير کړی ؤ د مصيبتونو او نفسياتی علاج په ځای ځينو غربی رساندويو(مېډيا) د نا امنۍ فضا ته لمن ووهله او په دوامداره توګه د دهشت ګردۍ د حملو د احتمال په هکله يې خبرې وکړې او خلک يې په ويره او وحشت کې وساتل. ايا دا د امريکې د عوامو خدمت دی؟ ايا د ويرې او وحشت په نتيجه کې زيانونه څه د حساب کتاب وړ دی؟ تصور وکړئ، د امريکې عوامو په هر ځای کې د حملې احتمال ورکوۀ، په سړکونو، د کار په ځايونو او په کورنو کې يې د نا امنۍ احساس کوۀ. د دا ډول وضعيت د چا خوښ وی؟ ولې رساندويو (مېډيا) د ارامښت او امنيت د القا کولو په ځای نا امنی القا کوله؟
ځينې دا باور لری چې دا تبليغات او پروپېګنډې په افغانستان باندې د حملې توجيه او هغې ته د زمينې د برابرولو لپاره وې او دی. هم دلته پکار دی رساندويو (مېډيا) ته اشاره وشی. د مېډيا او ذرائع ابلاغ په منشورونو کې صحيح اطلاع رسول او د خبر په خپرولو کې د امانت خېال ساتل له انسانی او منل شويو اصولو څخه دی. غواړم د ځينو لويديځو رسانديو لخوا د دې اصل په هکله له نه ژمنې څخه د خپل ژور او زيات افسوس اظهار وکړم. په عراق باندې د حملې اصلی بانه د ډله ايزو وژلو د وسلو شتون ؤ او دا موضوع دومره په کرتونو تکرار کړې شوه چې خلک پرې باور وکړی او په عراق باندې د حملې لپاره زمينه برابره شی.
نو ايا په مصنوعی او د دروغو په فضا کې حقيقت نه بې درکه کيږی؟ او ايا د حقيقت بې درکه کېدل له مخکې بيان شويو معيارونو سره سمون خوری؟ او ايا د خدای په نزد هم حقيقت بې درکه او ورکيږی؟

ښاغلی ولسمشره!
په ټولو هېوادونو کې خلک حکومتونو ته لګښتونه او رقمونه ادا کوی دې لپاره چې حکومتونه د هغوی خدمت وکړی نو پوښتنه دا ده چې په عراق باندې د لښکر کشۍ په سلګونو مېليارډه ډالره کلنی لګښتونو د خلکو لپاره څه ګټه او پائېلې لرلې دی؟
جنابعالی ته به پته وی چې ستاسو د هېواد په ځينو رياستونو او صوبو کې عوام په فقر او بې وزلۍ کې ژوند کوی، په زرګونو خلک بې کوره دی، بې روزګاری يې يوه غټه ستونزه او مشکل دی او دا مشکل کم او زيات په نورو هېوادونو کې هم شته، نو ايا په داسې حالاتو کې ايا دومره زياته لښکر کشی او د عوامو له خزانې نه دومره زيات لګښتونه توجيه کېدونکی دی؟ او له مخکې بيان شويو اصولو سره سمون خوری؟

ښاغلی ولسمشره!
هغه څه چې وويل شول د ننۍ دنيا د خلکو او زمونږ او ستاسو د عوامود دردونو او غمونو يوه برخه ده، خو زما اصلی خبره چې لږ تر لږه به يې د يوې برخې تصديق تاسو هم وکړئ دا ده چې:
واکمنان او حکمرانان يو ټاکل شوی وخت لری او دوام لرونکی او پاېدار نه دی البته نوم او ياد به يې په تاريخ کې پاتې کيږی او تل به په راتلونکو نزديو او لری وختونو کې د قضاوت وړ ګرځی، خلک به وائی چې زمونږ په دور کې څه تېر شوی دی؟ ايا د عوامو لپاره مو امنيت ، ارامتيا او خېر ښېګړې په ډالۍ کې راوړی دی او يا مو نا امنۍ او بې روزګاری؟ ايا غواړئ چې عدل او انصاف قائم کړو او يا دا چې له يو لړ خاصو ډلو څخه مو ملاتړ وکړ او د ګڼ شمېر خلکو د فقر او بې وزلۍ په قيمت مو لږ خلک ثروت او مقام ته ورسول او د خدای پاک او د عوامو په رضايت باندې مو د هغوی رضايت ته ترجيح ورکړه؟ ايا د خلکو د حقوقو او محروميتونو دفاع مو وکړه او يا مو پرې سترګې پټې کړې؟ په ټوله نړۍ کې مو د انسانانو د حقوقو دفاع وکړه او که يا دا چې په جنګ تپلو او د هېوادونو په چارو کې په غېر قانونی لاس وهنواو د پټو جېلونو په جوړولو سره مو يو شمېر خلک په هغو کې بنديوان کړل؟
ايا د نړۍ لپاره مو امن او سوله راوسته او که يا مو په نړۍ کې د ګواښ او زور د سيوری لمنه نوره ارته کړه؟ ايا خپلو عوامو او د نړۍ نورو خلکو ته مو رښتيا وويل او که يا دا چې حقائق مو ورته اپوټه او برعکس وښودل؟ ايا د عوامو طرفدار او پلويانو وو او که د نيواکګرو او ظالمانو طرفدار؟ ايا زمونږ په حکومتونو کې منطق، عقل، اخلاقو، سولې، په ژمنو او وعدو عمل، د عدل او انصاف پراختيا، د عوامو خدمت، اسانتيا او ترقۍ او د انسانی کرامت او عزت ساتلو ته پاملرنه شوې وه يا د وسلې زور، ګواښ، ناامنۍ، خلکو ته بې پامۍ، د ملتونو او ولسونو د ترقۍ او وياړونو په شا تنبولو او د انسانانو د حقوقو تر پښو لاندې کولو ته مو توجه کړې وه؟
او بالاخره پکار دی وويل شی چې ايا هغه څه چې مونږ پرې سوګند خوړلی دی يعنې د عوامو خدمت چې زمونږ اصلی دنده، ژمنه او وظيفه ده او د پېغمبرانو په دين باندې پابند وو که نه؟

ښاغلی ولسمشره!
ــ دنيا به تر کومه دا ډول حالت او وضعيت زغمی او په داسې چلند سره به دنيا په کومه خوا لاړه شی؟
ــ تر کومه به د نړۍ خلک د خپلو واکمنانو او حاکمانود غلطو فېصلو تاوانونه ورکوی؟
ــ تر څو به د نړۍ په خلکو باندې د ډله ايزو وژلو د وسلو له انبارونو نه د پېدا شوې نا امنۍ او ويرې سيوری پروت وی؟
ــ تر څو به په سړکونو او لارو کوڅو کې د بې ګناه ماشومانو، ښځو او سړيو وينې تويږی او د خلکو په سرونو باندې به کورونه رانړيږی؟
ايا تاسو جنابعالی د دنيا له ننی حالت نه راضی يې؟ او ايا فکر کوئ چې روان سياستونه به دوام ومومی؟ ايا که په امنيت، فوځی چارو او لښکر کشۍ باندې په سلګونو مېليارډو ډالرو خرچ کېدو په ځای دغه رقمونه له کمزورو هېودونو سره په مرسته او پانګونې، د روغتيائی چارو په پراختيا ، له مختلفو بيماريو سره په مبارزه، د خلکو په زدکړو او د هغوی د فکری او بدنی توانمنيو په وده، د طبيعی افتونو له مصيبت ځپلو خلکو سره په مرستو د روزګار په پېدا کولو او توليد،په ابادونې او د خلکو د فقر او بې وزلۍ په لرې کولو خرچ شوی وې او د هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو په ختمولو او روغې جوړې او د قومی او نسلی جنګونو په ختمولو خرچ شوی وې نو نن به دنيا په کوم موقعيت او حالت کې وه؟ او ايا ستاسو حکومت او عوامو به هم د فخر او سر لوړۍ احساس نه کوۀ؟ ايا ستاسو د حکومت سياسی او اقتصادی موقعيت به لا زيات پياوړی نه ؤ؟ او ډېر په افسوس سره به ووايم چې د امريکې د حکومت په هکله د دنيا د خلکو دا زياتېدونکې کرکه او نفرت به وجود لرلی ؤ؟

ښاغلی ولسمشره!
د چا د خوا بدېدو اراده نه لرم. ايا که نن حضرت ابراهيم، حضرت اسحق، حضرت يعقوب، حضرت اسماعيل، حضرت يوسف او يا حضرت عيسی (عليهم السلام) موجود وې نو د دې چلندونو او سلوکونو په هکله به يې څه قضاوت کوۀ؟ ايا د موعود (ع) په هغه نړۍ کې چې ټوله به له عدل او انصاف نه ډکه وی او حضرت عيسی (ع) به پکې موجود وی نو ايا مونږ ته به پکې هم څه کردار راکولې شی؟ او ايا مونږ به هم قبول کړی؟
زما بنيادی سوال دا دی چې ايا له ملتونو او نړۍ سره د انډول لپاره يوه غوره لاره نيشته؟
نن په دنيا کې په سلګونو مېليونه عيسائيان، په سلګونو مېليونه مسلمانان او په مېليونونو د حضرت موسی (ع) د دين پېروکار وسيږی، ټول الهی دينونه په يوه خبره کې سره شريک دی او هغه د توحيد کلمه ده، يعنې په يو او واحد خدای پاک باندې عقيده ده چې بې له هغه خدای نه بل خدای په جهان کې نيشته، قران مجيد په دې مشترکه خبره باندې تاکيد کوی او د ټولو الهی دينونو پېروکارو ته بلنه ورکوی او فرمائی:
))ووايه! چې ای د کتاب خاوندانو! راشئ د هغې کلمې په لور چې مونږ او تاسو منلې ده او هغه دا چې بې له خدايه د چا پرستش ونکړو او هيڅ څيز له هغۀ سره شريک و نه ګرځوو او له مونږ څخه ځينې نور ځينې بې له خدايه په پرستش او ربوبيت باندې و نه نيسی. (قران مجيد سورۀ آل عمران ٦٤ ايت) ))

ښاغلی ولسمشره!
د الهی کلام په بنياد مونږ ټول د يکی يو خدای پرستش او د الهی رسولانو اطاعت ته رابلل شوی يو
)) د هغه خدای پرستش ته چې د عالمو له ټولو قوتونو نه اوچت دی او په هر کار باندې قادر او توانمن دی))
)) هغه خدای له پټو، ښکاره ؤ، له تېرو او راتلونکو څخه خبر دی او پوهيږی چې د نبدګانو په زړونو کې څه تېريږی او د هغوی اعمال ثبت کوی))
)) هغه خدای چې د ځمکې او اسمانونو مالک دی او په ټولو عالمونو باندې يې باچائی ده ))
)) د ټول عالم تدبير د هغۀ په لاس کې دی او بندګانو ته د ګناهونو د بخښنې او مغفرت وعده ورکوی ))
)) هغه د مظلومانو ملګری او د ظالمانو دښمن دی ))
)) رحمان او رحيم دی ))
)) د مومنانو ملاتړی دی او هغوی له تيارو نه د رڼا په لور هدايت کوی))
)) د بندګانو په عملونو باندې څارونکی دی ))
)) بندګان ايمان او نېک عمل ته رابلی او له هغوی غواړی چې د حق په لار کې ګامونه پورته کړی او په هغه لار کې ټينګ ودريږی ))
)) بندګان د خپلو رسولانو اطاعت ته رابلی او د هغوی په عملونو باندې ګواه او څارونکی دی ))
)) بد عاقبت د هغو کسانو ګڼی چې يواځې يې د همدې دنيا ژوند انتخاب کړی دی او د هغۀ له حکم يې نه سر غړونه کړې ده او د هغۀ په بندګانو باندې يې ظلم روا ګڼلی دی ))
)) او ښه عاقبت او جنت د هغو کسانو لپاره ګڼی چې د هغۀ له عظمت او مقام څخه وويريږی او د خپلو نفسانی خواهشاتو پېروی و نه کړی ))
مونږ عقيده لرو چې د الهی انبياؤ عليهم السلام دين ته راګرځېدل د نېکمرغۍ او خوشبختۍ او خلاصی يواځېنۍ لاره ده، اورېدلی مې دی چې تاسو جنابعالی د حضرت عيسی (ع) دين ته ګروهنه لرئ او په ځمکه باندې د نېکو او صالحو کسانو د حکومت په هکله په الهی وعده باندې عقيده لرئ ، مونږ هم حضرت عيسی (ع) له سترو الهی پېغمبرانو څخه ګڼو چې په قران مجيدکې په ځلونو د هغۀ ستائېنه شوې ده او د مثال په توګه له حضرت عيسی (ع) نه دا کلام په قران مجيد کې نقل شوی دی:
)) وَ اٍنَّ الله رَبٍّی وَ رَبکُم فَاعْبدوه هَذا صٍراط مُسْتَقٍيم )) يعنې زما او ستاسو پروردګار الله دی نو بس د هغۀ پرستش وکړئ او نېغه الهی لاره همدا ده . (سورۀ مريم ٣٦ ايت)
د خدای پاک بندګی او اطاعت د ټولو الهی پېغمبرانو (ع) باور او شعار دی.په اروپا، اېشيا، افريقې، امريکې، اقيانوسيې او په ټول عالم کې د ټولو خلکو خدای يکی يو دی هغه هاغه خدای دی چې د خپلو ټولو بندګانو هدايت او عزت غواړی او انسانانو ته يې کرامت او فضيلت وربخښلی دی او په الهی کلام کې راغلی دی چې:
)) قادر او متعال خدای پېغمبران په يو لړ معجزو او څرګندو نښو نښانو سره د خلکو د هدايت لپاره ولېږل چې هغوی ته الهی ايتونه ور وښئ او هغوی له ګناهونو او ککړتياؤ څخه پاک کړی او کتاب او ميزان يې ولېږۀ چې خلک انصاف او عدالت قائم کړی او له سرکشۍ نه ډډه وکړی))
دا ټول مبارک ايتونه په يو ډول په مقدس کتاب کې راغلی دی.الهی پېغمبرانو (ع) وعده ورکړې ده چې:
يوه ورځ به راځی چې ټول انسانان به د خدای په وړاندې حاضريږی چې د هغوی د عملونو پلټنه وشی نېکان به جنت ته لېږل کيږی او بدان به له الهی عذاب سره مخامخ کيږی، فکر کوم چې مونږ دواړه په داسې يوه ورځ باندې عقيده لرو البته د واکمنانو او حاکمانود اعمالو حساب کتاب به دومره اسان نه وی ځکه چې پکار دی مونږ د خپل ټول ملت او هغو کسانو ځواب ورکوونکی يو چې زمونږ عملونو په يو ډول د هغوی په ژوند کې تاثير لرلی او لری يې. پېغمبرانو د ټولو انسانانو لپاره د خدای پرستۍ، عدالت او د انسانی کرامت د ساتلو په بنياد سوله او ارامښت غوښتی دی.
که مونږ ټول په دې اصولو او بنيادونو باندې يعنې توحيد او خدای پرستۍ، عدالت او د انسانی کرامت او عزت په حفاظت باندې او د اخېرت په ورځې باندې عقيده ولرو او ژمن شو نو ايا د دنيا د نن ورځې په مشکلاتو باندې چې د خدای پاک له اطاعت او د پېغمبرانو (ع) له دين نه د لرې کېدو نتيجه ده کامياب نه شو او غوره او ښکلی کردار به ادا نه کړو؟ ايا په دې اصولو او بنيادونو باندې عقيده به سولې، دوستۍ او عدالت ته پراختيا او د هغو ضمانت ورنکړی؟ ايا ذکر شوی اصول او مبانی د اکثرو خلکود ليکل شويو يا نا ليکل شويو دينونو نۀ دی؟
آيا تاسو جنابعالی دا دعوت نه قبلوئ؟ يعنې د پېغمبرانو د دين په لور، د توحيد او عدالت په لور، د انسانی کرامت او عزت د ساتنی او د خدای پاک او د هغۀ د رسولانو د اطاعت په لور د حقيقی راګرځېدلو دعوت.

جناب ښاغلی ولسمشره!
تاريخ ته سترګې غړول دا ښودنه کوی چې که حکومتونه د ظلم او ستم له لارې وی نو پائېداری او دوام نه شی حاصلولې. خدای پاک د بشريت برخليک د هغوی لاسو ته نه دی سپارلی. خدای پاک دا جهان او انسانان همداسې نه دی پرېښی، څومره زيات واقعات چې د حکومتونو د غوښتنو او خواهشاتو په خلاف رامنځته کيږی نو دغه واقعات ښودنه کوی چې د يو بالا او برتر قدرت لاس موجود دی چې ټولې چارې د هغۀ په اراده چليږی؟

ښاغلی ولسمشره!
ايا په ننۍ نړۍ کې د تغيراتو او بدلونونو له نښو نښانو نه انکار کېدې شی؟ ايا د دنيا اوسنی حالات د لسو کالو له وړاندې حالاتو سره مقائسه کېدې شی؟ بدلونونه ډېر چټک او پراخه دی، د نړۍ خلک له موجوده حالاتو نه راضی او حوشحاله نه دی او او هغو وعدو او نظرياتو ته پاملرنه نه کوی چې د نړۍ د ځينو منفورو او رټل شويو مشرانو لخوا وړاندې کيږی.
د نړۍ د مختلفو سيمو اکثر خلک د ناامنۍ احساس کوی او د نا امنۍ او جنګ له پراختيا سره مخالف دی او څو اړخيزه سياستونه نه منی،خلک د مالدارو او فقيرانو خلکو او د آسوده حالو او فقيرو هيوادونو ترمېنځ په موجودو فاصلو باندې معترض دی، خلک له مخ په زياتېدونکی فساد څخه کرکه او نفرت څرګندوی، د اکثرو ملکونو خلک له دې څخه چې د هغوی فرهنګی بنيادونه تر يرغل لاندې دی او د کورنيو او خاندانونو بنيادونه ګډوډ شوی او پاشل شوی دی او له دې څخه چې مينې او محبتنونه کم شوی دی ناراضه دی.
د نړۍ خلک له نړيوالو ادارو او تنظيمونو نه څه ښه توقعات نه لری ځکه چې د هغوی حقوق د دغو ادارو او تنظيمونو په ذريعه نه پوره کيږی. لويديځې او غربی ډېموکرېسۍ او لېبرالېزم بشر خپلو ارمانونو او ائېډيالونو ته و نه رسولی شو.او نن دواړو مفهومونو ماتې او شکست خوړلی دی. د دنيا ژور فکر لرونکی او عاقلان د لېبرالېزم او ډېموکرېسۍ د نظامونو د غورزېدو او نسکورېدو اواز په څرګنده اوری.
نن د يو اصلی مرکز په لور د نړۍ د خلکو پام مخ په زياتېدو دی او هغه مرکز يواځېنی قادر مطلق خدای پاک دی او بس، البته خلک به په خدای پرستۍ او د پېغبرانو په آئين او دين باندې د منګولو په لګولو سره په خپلو مشکلاتو او سنونزو باندې کاميابی بيا مومی.
. زما اصل پوښتنه دا ده چې ايا تاسو نه غواړئ چې له دغو کسانو سره ملګری شئ

ښاغلی ولسمشره!
که مونږ وغواړو او که و نه غواړو دنيا د خدای پرستۍ او عدالت په لور روانه ده او د خدای پاک اراده به په هر څيز باندې غلبه پېدا کړی.


والسلام علی من التبع الهدی
محمود احمدی نژاد
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر