د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دثور داتمې نيټې په پلمه

محمد آصف خواتی 27.04.2006 03:00

دنړۍ په هر هيواد کې حکومتونه بدلون مومي ، نوی واکداران دزړو ځای نيسي خو نوې واکمنې ډلې دپخوانيو قوانينو په چوکاټ کې دچارو لارښونه کوي ، ملی اوتاريخې ورځې دپخوا په شان لمانځي اوولس ته دمنل شوو سترو سياسي ، ملی اوفرهنګې څيرو اواتلانو درناوی کوي ، پخوانی بيرغ ددولتی ادارو اوپه بهر کې دهيوادپه سفارتخانواونورو مؤسسو کې رپانده وي اوپه پرتمينو مراسمو اوپريټونو کې ملی سرود اورول کيږي ، په بيړنيو حالاتو کې کله چې ملی خپلواکۍ، ځمکنی بشپړتيا ، ملی يوالی ،ملی هويت اواقتصادی ودې ته ګواښونه ليدل کيږي ټولو سياسي کړيوخپل اختلافونه چې په هره ټولنه کې يوه طبيعی پديده ده يوې خواته پرې ايښی اوديوه وجود په څيردګواښونو سره دمقابلې لپاره راوتلی دي خو له بده مرغه موږ داسې نه يوکله چې واک ديوې ډلې نه بلې ته انتقال موندلی دی دواک انتقال ته انقلاب اودواک دانتقال ورځ دملی جشن په توګه اعلان شوې ده ،نوی اساسي قانون ،نوی ملی سرود اونوی بيرغ دپخوانيو ځای نيولی دۍملی ورځې اومنل شوی اتلان هير اوکله ناکله دې له برمه ډکو ورځو ،اتلانو اوغازيانو دسپکولو هڅې هم پيل شوی دی ( چې له بده مرغه نن ورځ هم موږ دداسو ملې ضد هڅو شاهدان يو)اوپخوانيو حکومتونو ته رد اوبد ويل دهرې يوې نوی واک ته رسيدلې ډلې اوحکومت دتګ لارواصلی ټکی ګرزيدلې دی٠ دا ډول پاليسۍ ددې سبب شوې چې افغانی ټولنه سره وويشي ، دښمنيو ته لاره هواره کړي ،هغه ديوه فکری اومعنوې بحران سره مخامخ کړی اوپايله يې داشي چې ځينې کړۍ اوسست بنياده څيرې دپرديو دتوطئواوپلانونو شکار شي اودهغوی په لومو کې ولويژي ٠
په دې اړوند غواړم دمثال په توګه يوازې يوې مسئلې ته اشاره وکړم اوهغه دثور داتمې نيټې بدلون دی چې دهيواد اوسنی واکداران يې دملی جشن په توګه تجليلوي ٠ په نوره نړی کې د ملی جشن په توګه هغه تاريخی پيښه لمانځل کيږي چې دځلانده راتلونکې لپاره يې لاره پرانيستلې او دولس غوڅ اکثريت هغه دهيواد دغوړيدو اودهغې داوسيدونکو دنيکمرغۍ اوسرلوړۍ پيل وګڼي ٠ راځۍ چې دې سمپاټۍ اوانتی پاټۍ ( خوشبينۍ او بدبينۍ ) اواحساساتو پرته دې نيټې ته ځغلنده نظر واچووچې دا نيټه زموږافغانانو په ژوند اوتاريخ کې څه رول اوارزښت لري ؟ ددې پيښې اصلی لوبغاړو اواتلانو واک ته درسيدو وروسته کوم عملی ګامونه دهيواد دآبادۍ اوخلکو دسوکالۍ لپاره پورته کړل اوکومې لاسته راوړنې اوبرياوې لري ؟
دې دوو پوښتنو ته دڅو کرښو په يادولو سره دسليم عقل خاوند کولای شي ځواب ترلاسه کړی او بيا قضاوت وکړي چې دا ورځ دملی جشن وړتيا لری که نه ؟
الف – په دې ورځ دجهادې تنظيمونو يوې برخې اوددکتور نجيب اله په حکومت کې د روسيۍ داستخباراتی مؤسسې (کی ،جې، بې ) پورې تړليوډلو اوڅيروله خواد يو منحوسه ائتلاف په جوړولو سره چې دقومې اوژبنې اړيکو پر بنسټ رامنځته شو دافغانستان دکړکيچ دحل کولو په خاطر يې دملګرو ملتو شپژکلنې هڅې چې دپلې کيدو په درشل کې وې ديوې کودتا په واسطه شنډي اوپه هيواد کې يې دتلپاتې سولې اوديوه پراخ بنسټه حکومت ټولې هيلې په خاورو واړولې٠
ب – دا نيټه چې د اسلامی انقلاب بری يې ګڼی دهيواد ددولتی سيستم ، فرهنګې بنسټونو دويجاړيدو ، دپياوړی پوځ اونورو امنيتی خواکونو دمنحليدو اودعامه شتمنيو دچور غميزه پيل شوه چې په ډيره لنډه موده کې نه د دولتی مؤسسو څرک وو نه دفرهنګې اوروغتيايي مرکزونو اونه دوسله والو ځواکونو٠
ج- پدې ورځ دداسې دولت دبنسټ ډبره کيښودل شوه چې عملا يې وجود نه درلود بلکه داته ګونو تنظيمونو اوبيشماره وسله والو ډلوواکمنی وه چې په هيواد کې څه چې په پلازمينه کې هم دواک مختلف مرکزونه چې ديوبل سره په خونړيو جګړو اخته وو اوداسې اور يې بل کړ چې لا نده اووچ پکې وسوزيدل چې ددې بل شوي اورلوګی دګران افغانستان شين آسمان خړپړکړی اودراديو اکتيفی غبار په څيريي زموږد ګڼ شميره قومونو ولس ته ګواښ په ميراث پری ايښی دی او ناوړه تاثيرات يې په قوت سره محسوس دي ٠
د- ددې نيټې وروسته چې په هيوادکې دمختلفو وسله والو ډلو دواکمنۍ دوره ورته ويلاي شو هغه وسله والې ډلې چې دګاونډيو اونورو هيوادونو داستخباراتی کړيو سره په تړاو اودهغوې دهراړخيزه مرستی نه برخمنې وې زمينه دې ته برابره کړه چې افغانستان د مذهبې بنسټپالنې ، تروريسم اومخدره توکو په مرکز اوکرونده واوړی چې نه يوازې زموږ هيواد بلکه نړی ته ګواښ جوړ کړ ٠
پورته يادې شوې څو کرښې اوددې په څير هيواد ته دنورو بدمرغيو راتګ ددې ورځې اودهغې داصلي لوبغاړو اواتلانو د کړووړو سره ټينګ تړاولري چې بيله شکه دسليم عقل خاوند دهغې څخه منکريدی نشي ٠ که څه هم ددې نيټی دبدلون لوبغاړې کله نا کله دپورتنيو څرګندونو دا يا هغه برخه مني خو پړه يې دپرديو په لاسوهنو کې لټوي دا خبره سمه ده چې پردۍ لاسوهنې موجودې وې خو دثور داتمې نيټی لوبغاړی دپرديو دلاسوهنو پلی کونکی شول اونه يوازې يې دغميزې مخنيوی ونکړ بلکه ددوی اړونده ډلودهيواد ټولی مادی اومعنوی شتمنۍ له منځه يوړې ،دولتی سيستم يې ويجاړ او پوځ چې هغه دافغانانو دشرف اوناموس حيثيت درلود هم له منځه ولاړاونور ناوړه تاثيرات ، ستر مصيبتونه اوبيساره بدمرغۍ يې لکه دمزمنې ناروغۍ په څير هر با احساسه افغان نن هم ځوروي چې ددې ورځې سره نه شليدونکی تړاو لري٠ دثور اتمې نيټې ته چې دمجاهدينو بری ورته وايي بايد دا خبره په ګوته شي چې په دې ورځ نه بلکه دهغې لا پخوا هغه منحوس ائتلاف چې مخکې ورته اشاره وشوه دهيواد اودوخت ددولت په چارو واکمن شوی ووله همدې کبله دکتور نجيب اله دملګرو ملتو دفتر ته پناه يوړه چې دهيواد په چاروهغه نه بلکه دهغې نامرده ملګرواودهغې ستمې جهادی ډلو واکمنې شوې وی اوداچې په دولت کې کودتا چيانواودهغې جهادې انډيوالانو دثور اتمه نيټه دواک دليږد ورځ وټاکله دهغوی پلانونه څرنګه چې غوښتل يې عملی نشول اونوروجهادې ډلو يولړجدی خنډونه ورته رامنځته ګړل اواړشول چې هغوی هم په واک کې شريکې کړی خو دواک اصلی مرکزونه يې پخپل لاس کې ونيول٠
داسې پيښه چې دا ډول پايلې لری که په کوم بل هيواد کې شوی وای يقينا به هغه دملی ماتم دورځې په نامه نومول شوې وای خو زموږ په وطن کې هغې ته دملی سراسری جشن په سترګه کتل کيږی چې زموږ دننی واکدارانو دعجايباتو څخه شميرل کيږي ٠ دلته دا سوال پيداکيږی چې ولی موږ دنورو نړيوالو نه دا ډول حيرانونکی توپير لرو علت يې دادۍ چې زموږدهيواد سياسی کړۍ دومره پخپلو ګروپي او تنظيمې اړيکو کې ډوبی دې ،چې ځانونه واچب الاحترام اودنوروسيالوډلواو مخالفينو په پرتله غوره بولې چې دواک څخه دسيالی ډلې شاته تمبول اوواک ته رسيدل ملی جشن وګڼی بيله دې چې دې ته وګوری چې ددې ورځې وروسته په هيواد کې څه ناوړه پيښی وشوي ٠
فکر کيږی چې نورداحساساتو وخت تيرشوی دی ،ددې احساساتوترخه مزه اوناوړه پايلې مو وليدې چې هيواد موپه کنډواله واوښت دومره وران شو چې په بشپړه توګه په پرديو پورې وتړل شولواونن هغوی ز موږ برخليک ټاکی ٠پکارده چې وطن ته دپوره مسئوليت په احساس سره چاپيريال اوروانو حالاتو ته ځير شو او پخپل تفکر اوچلند کې يو بنسټيز بدلون راوړو ، په لومړی ګام کې پام دې ته راوګرزول شي چې خپل تاريخی وياړونه بيا را ژوندې کړوتر څودوطن سره دمينی احساس ورسره ژوندی شي ،کار له دی نه پيل کړو چې هغه ورځ دملی سراسری جشن په توګه ونوموو او ولمانځو چې دملی جشن ارزښت ولري او ولس هغه دخپل هيواد دخلانده راتلونکې اودملی هويت دراژوندی کيدودپيل دوياړه ډکه پيښه وګڼي اوپرهغې ووياړی چې يقينا هغه دزمری ( اسد ) ٢٨ نيټه ده چې افغان ولس پخپلې ميړانې سره چې په هغې کې نه دپرديوسره دمعاملې اوجوړ جاړې او نه دکوم بهرنی ملاتړ او يا مرستې نښه وه بلکه زموږ دنيکونودوطنپالنې اواتلوالی لوړ احساس اوسرشندنې وې چې انګريزی استعمار يې په ګونډو کړ اواړ شو چې دخپلواک او آزادخياله افغانانو استقلال په رسميت وپيژنی اوافغانان دخپل برخليک دټاکلو څخه برخمن شي ٠
دې لاندې عکسونو په کتلو سره ګران لوستونکي قضاوت کولی شي چې دثور داتمې نيټې اصلي لوبغاړي څوک دي اودا ورځ ددې ارزښت لري چې هغه دملی جشن په توګه ونمانځل شي که نه ؟

په درناوی