د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملي كلتور اوملي ستراتيژي

فضل الرحمن عمرخيل 02.04.2006 04:00
كه چيرې سړى دنړۍ دګڼ شمير هيوادونوتاريخ ته ځيرشي نودابه په ډاګه شي چې دځمكې ددغې خاورينې كرې پرمخ ډيرى هيوادونه دخپل ملي كلتور اوملي ستراتيژۍ پربنسټ جوړشوي دي ، كلتوري ستراتيژي اوهڅې ملي ستراتيژي اودملت مټ غښتلى كوي نوهمدالامل دى چې په نړۍ كې زيات شميرسياسي رژيمونه اوحكومتونه دخپل ملت دپايښت ، پرمخيون اوسوكالۍ لپاره دډيرونورودلايلوترڅنګ داسترعامل تل په پام كې نيسي اوهڅه كوي ترڅوداسې چارې ترسره كړي چې له پورته يادوشوو ټكوسره په ټكركې نه وي ، زمونږ په هيوادكې هم دافغانستان له جوړيدو راهيسې بيادغوايي تركودتاپورې اكثرو حكومتونوخپل سياسي تګلورى څه ناڅه دملي ستراتيژۍ پر بنسټ عياركړى وو. خوله بده مرغه چې دغوايي له كودتا راوروسته پېښو داوښوده چې زمونږ دحكومتونودكړنلارو ډيره برخه دملي پرځاى په پرديو اصولوباندې ولاړې وې .
 
 هرهيواد خپل كلتور اوتاريخ لري اوهغه ملتونه چې په ملي روحيه روزل شوي وي تل خپل كلتور اوفرهنګ پالي اودپرديوكلتورونو پالل دځان لپاره عارګڼي نودغه ټكي ته په پام سره بايد وويل شي چې افغاني ټولنه يوه اسلامي اودوديزه ټولنه ده چې داسلامي رواياتو ترڅنګ ښكلي ، ملي دودونه هم لري چې دغه دودونه ددغې ټولنې دملي كلتورشمزۍ جوړوي چې دافغانستان هرسياسي بدلون بايد دغه اصل ته پاملرنه وكړي اوددغه كلتورپه لابډاينه كې خپلې هڅې ونه سپموي . ډيره به يې نه شاربو اورابه شو دهيواد د دغه حساس پړاوپه كلتوري برخه كې دافغان حكومت دكلتوري چارودسمبالونكودندو اومسوليتونوته .
 
 اوسنى افغان حكومت چې دبن دتړون ددرې ګوني پړاو وروستۍ برخه ده ، دخلكودازادو اومستقيمورايوپه پايله كې رامنځته شوى چې دنده يې دخلكواوولس چوپړده . اوحكومتي چارواكي هم تل دانارې وهي چې ګنې زمونږ حكومت دولس درايو په پايله كې رامنځته شوى اوهڅه كوي هغه څه ترسره كړي چې خلكواوولس ته دخوښې وړوي . په رښتياهرهغه سياسي نظام ته چې ولس رايه وركړي وې اودملت له خوا ټاكل شوى وي نودغه ډول نظام ته وايي دخلكوحكومت اودغه بهيرته بياوايي ولسواكي . ځكه ولسواكي دهغه حكومتي سيستم نوم دى چې موخه يې په يوه ټولنه كې دهمغې ټولنې دوګړو دمذهبي ، دوديزو اواقتصادي ارزښتونو په رڼاكې دولس دټولنيزوچاروتنظيمول دي نوكله چې ديوه ولسواك نظام دنده دپورته ارزښتونو په رناكې دولس چوپړده پوښتنه راولاړيږي چې آيا زمونږ دهيواد دكلتوري چاروسمبالونكوهم دخپل هيواد كلتوري چوپړته ملاتړلې اوكه څرنګه ؟ . اوكه يې تړلې وي ايا ريښتينې اوبريالۍ ده اوكه نه ؟ . زه غواړم پورته دوه پوښتنوته دخپلې ليكنې په لړكې په لنډه توګه ځواب وركړم اوهغه داچې : دافغان حكومت داطلاعاتو اوكلتور دڅانګې چارواكو سره لدې چې تل افغان فرهنګ ته دچوپړنارې وهي خوداسې بريښي چې ددوى دانارې ريښتينې ندي ځكه دكابل په ښاركې وروستيوتش په نوم كلتوري هڅو داپه ډاګه كړه چې دافغان حكومت ددغې څانګې چارواكي دافغان كلتور پرځاى پردي كلتور ته ژمن دي ځكه افغان كلتور ته به هغه وخت خدمت ترسره شي اوهله به بډاى شي چې ديوې ګډې ملي اواسلامي ستراتيژۍ پربنسټ ولاړوي لدې پرته به ټولې هڅې هسې تش په نوم شعاروي اوبس :
 
 كه چيرې مونږدهيواد په لراوبركې دحكومت فرهنګي اوكلتوري سياست ته ځيرشو نودابه راته جوته شي چې له بده مرغه په هيوادكې يوه پراخه ملي اوكلتوري ستراتيژي اصلاشتون نلري چې دهغې پرمټ دهيواد كلتوري سياست طرحه شي دبېلګې په توګه كه سړى دهيوادپه مطبوعاتي ډګركې تلويزيون ، سينما اوكيبل او...... نوروته پام وكړي نودابه ورته په ډاګه شي چې لاتراوسه داطلاعاتواوكلتور وزارت پدې نده بريالى شوى چې ديوې واحدې مطبوعاتي اوكلتوري ستراتيژۍ په رڼاكې دهغوى لپاره دخپرونو يوه ګډه كړنلاره جوړه كړي اوياكه هيوادوال دكابل په ښاركې وروستيوكنسرتونوته ځيرشي نودابه ورته جوته شي چې داچارې دهيواد په ډيرو ولايتونوكې ناشونې ده ځكه دهغوولايتونو امنيتي اوكلتوري محدوديتونه دااجازه نه وركوي چې هلته دې داډول كنسرتونه ترسره شي ، همداراز دچاپي خپرونوڅارل اوتنظيمول داطلاعاتواوكلتوروزارت بله هغه ستره دنده ده چې بايد ورته پاملرنه وكړي چې له بده مرغه دغه وزارت پدې برخه كې هم پاتې راغلى ځكه يوازې په كابل ښاركې داسې چاپي رسنۍ ترسترګوكيږي چې چلوونكي يې پرته لدې چې په هيواد كې دمطبوعاتونافذقانون ته درناوى وكړي ، هرڅه يې چې خوښه شي هغه ليكي چې دهغوى ګڼ شمير ليكنې خوآن زمونږ ملي اواسلامي ارزښتونواوملي يوالي ته سپكاوى وي لكه دتيركال په ورستيوكې دمجله زن په مجله كې دارتداد په هكله دمحقق نسب ليكنه اويادځينوګوندونو اړوندې ورځپاڼې اواونيزې چې داسې ليكنې پكې ترسترګوكيږي چې دهيواد اساسي قانون ، ملي ترمينولوژۍ اوپه هيوادكې دميشتوقومونودغوښتنوخلاف وي . داچې دكابل په ښاركې چې داطلاعاتواوكلتور وزارت ترستوني لاندې دى ، دمطبوعاتووركې داحال دى نودولايتونوچې ډيرخويې آن په سلګونوكيلومتره دنوموړي وزارت له ودانۍ څخه واټن لري ، څه حال وي نوپورته اوځينونوروهغوبيلګوته په پام سره چې يادول يې ښايي پدې ليكنه كې ځاى نشي ، بايد وويل شي چې زمونږدهيواد دكلتوري برخې چارواكي بايد داومني چې يادوى افغان فرهنګ ته ژمن ندي اوكه ژمن وي نوبيايې په بډاينه كې پاتې راغلي ځكه افغان فرهنګ په هيوادكې دپلي كلتوري سياست پرمټ نه بډاى كيږي اونه پرمختګ كولاى شي ځكه ددغه سياست په پايله كې دى چې زمونږدهيواد دكلتوري پولودروازې يې دګاونډيانواوغيرګاونډيوهيوادونود دفرهنګي لاس وهنو پرمخ پرانيستي چې له مخې يې هره ورځ نوموړي هيوادونه دخپلوتالي څټوپرمټ په زرګونومبتذل فلمونه كتابونه او............... هيوادته رادننه كوي چې له امله يې افغان فرهنګ ته سترزيان رسيږي نوكه چيرې دهيواد ددغې برخې مسول چارواكي دغې فرهنګي ستونزې ته دافغانستان دملي ګټوپه رڼاكې جدي پاملرنه ونه كړي نولري به نه وي چې هيواد مودنوروهيوادونودكلتوري جګړې ډګرشي چې زيان به يې دتيرپه څيريوازې افغان ولس ته وي داځكه چې افغانان هرڅه مني خوددوى له ملي اواسلامي ارزښتونوسره جفا په هيڅ توګه نشي منلى نوددې لپاره چې هم مولال پلاس راوړى وي اوهم مويارنه وي خفه كړى نوحكومتي چارواكي اوپه ځانګړي توګه داطلاعاتواوكلتور وزارت چارواكي بايد دهيواد دغه نازك حالت ته په پام سره داسې كلتوري سياست غوره اوپلى كړي چې دهغه له مخې زمونږ ملي اواسلامي ارزښتونه دپردي ناروا كلتوراودودونوڅخه وژغورل شي چې پدې سره به يې هم دلوى خداى په وړاندې خپل مسوليت اداء كړى وي اوهم به يې له ملت سره پخپلوكړو ژمنو عمل كړى وي په پاى كې زه ديوه مسلمان اوافغان په توګه حكومتي چارواكوته وړانديزكوم چې راځئ لكه څرنګه چې دعوى كوو په همغه ډول دخپل وران هيواد دهرې برخې ودانولوته ملاوتړو اوهڅه وكړو ترڅوپخپلو كړنوسره لومړى دخپل رب رضا اووروسته بيادخپلې ځوريدلې ټولنې دوګړو رضايت ترلاسه كړو