د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د دوو بنو دعوه!

سورغرسلېمانخېل 12.03.2006 02:00
زماد ابا دوې مېرمنې وې چې تل به يې دکلا په لوی انګړکې دمحاذ ارايي او جاروجنجال چاپېريال ګرم ساتلی وو.
 ماخپلې مورته چې دپکتيا منګله وه ادې ويل او ميره مورمې ادکۍ بلله. په همدې ترتيب زما مېرنيو ورونو او خويندو هم دغه القاب رعايت کول.
 ادې او ادکۍ زموږ دکور دمينو،نفرتونو،خاموشيو او جنجالونودوې داسې سرچينې وې چې ورانه هم له دوی وه او ودانه هم له دوی وه.
 زما پلار،چې هډه ور لوړ دنګ څلوېښت کلن پوخ سړی وو پرشتو اوجايداد سربېره يې زړه دمېرمنو له لاسه تک شين و او ويل به يې خدای دې ورس( روس) او فرنګی هم د دوو مېرمنو له جنجاله ساتي.
 وروس او فرنګی دابا ازلي دښمنان وو.
 مثلاُُ چې په غصه به شو نو ويل به يې وه د وروس بچيه وه دفرنګي بچيه !!!
 زه په وړوکتوب کې په دې فکرکې وم چې دا وروس او فرنګی به دوه داسې کسان وي چې له ابا سره به يې بدکړي وي او دښمنان به يې وي. خوچې لږلوی شوم نوپوه شوم چې وروس او فرنګ دوه هغه قومونه دي چې ابا شمله ور قام يې ناسياله کړی دی او په غضب او لعنت يې اړولی دی.
 زما ميره مور دغزني تاجکه وه چې زما موربه دجګړې په وخت کې دديګانې په نامه ښکنځله . مثلاًً کله چې به ادې په غصه شوه نو ويل به يې که ته سياله وا نو ديګانه به نه وای؛ خوزما ميرې ادکۍ هم دنفرتونو سمې سپارې لوستې وې او بې جوابه به نه پاتې کېدله زما خپلې ادې ته به يې ويل چې ته اوغان غول يې .
 ابا که څه هم ځان دشرعې شريفې پابند ګڼلو او داسې ګوزاره به يې کوله چې په ظاهره به ددواړو مېرمنو ترمنځ دمساوات او عدالت دچلند په توګه وه؛خو د زړه مينه يې له کشرۍ کډې يعنې زما له ميرې سره وه. ميره مې ښارۍ ښځه وه او دخاوند په ايلولو ښه پوهېده. ادې به مې پلارته کله دی ويل او کله به يې دآبل په نامه ياداوه؛خو ميرې ادکۍ به مې چې کله يوازې ابامخاطب کاوه نو ورته ويل به يې چې قندم!
 ابا چې په عسکرۍ کې يې صرف وضعيت اساس په فارسي زده کړی وو نورنو په ټکي فارسي هم نه و خبر؛خو چې کله يې دغزني ديګانه مېرمن راواده کړه ابا هم په فارسي خبرې شروع کړې.
 زموږ ګاونډی دهقان ميرعلم کاکا به ويل چې اخترماد( اختر محمد) داسې پاړسو وايي لکه طوطي. رقابت،ضديت،کرکه او عقده دهغو کسانو ترمنځ را ولاړېږي ،چې په يوڅه کې سره شريک وي،دوې مېرمنې چې يوخاوند يې دژوندانه دخوږو ترخو ،خوښيو او غمونو شريک دی حتمي يې سره ورانه ويجاړه ترمنځ راځي.
 خبره ددوه بنو ده،جمهور رئيس بش افغانستان او جنوبي اسياته په خپل وروستي سفرکې يوځل بيا دوې بنې په جنګ سره واچولې.
 تريوولسم سپتمبر مخکې دافغانستان دحاکميت سمبول دامريکاپه قباله نه وو. زموږ حکمرانانو به خپل محراب دماسکو خواته جوړاوه؛ خو داسلام اباد محرابونه دواشنګټن پرطرف وو.
 دامريکاواکمنانو به داسلام اباد په ايوان صدرکې خپله منکوحه ډېره نازوله او دهغې دناز او انداز به يې بشپړخيل ساتلو.
 زموږ حکمرانانو به اسلام اباد په دې بدګڼلو،چې غلام دی او دامريکا دغلامۍ غړوندی يې غاړې ته اچولی دی؛خواسلام ابادبه کابل په دې ښکنځلو چې دسوويت يونين کټ پتلی يعنې دلوبو نانځکه ده. خدای بښلي عبدالغفارخان خو خپل هډوکي هم پر هغه خاوره ونه لورول چې داسلام اباد دحاکميت پرې رپېږي دده وصيت و چې ماپه غلام وطن کې مه ښخوئ!
 غفارخان څه خبر و چې تر دوو لسيزوپه کمه موده کې به کابل هم دسرمايي دکمپ تر حاکميت لاندې راځي.
 اوس مې له واخانه تر ګوادره پورې وطن ټول سره يودی او دسليمان لايق په اصطلاح له آمو تر اباسينه وطن ګرده افغاني دی. نوپه اسلام اباد اوکابل کې دامريکاپه نکاح شوې مېرمنې پرڅه باندې دوعوې جنګلې کوي؟
 زما يوه دوست کاکا اصغر کابلي کيسه کوله چې هرنوی شی خوندور دی پرته له مرګه! دده په تحليل پر امريکا باندې په سيمه کې خپل نوی غلام تر زاړه غلام ګران دی او خبرې ته يې غوږ نيسي.
 په اسلام ابادکې دامريکا دزړې مېرمنې پر نفس دانه هوارېږي ،چې بُش دکابل په سفر ولاړ شي . په تېرو دېرشو کلونو کې دافغانستان لپاره دCIAپيسې په اسلام اباد او پېښورکې په مصرف رسېدلې او اوس دغه کاغذ پېچه ډالرې کابل ته ځي،تردې به نو سخت ساعت چېرې وي؟!
 زموږ دګاونډي کلي جمال خېلو ملاامام کليوالو له امامته ايستلی و او هغوی هم دلمونځونو لپاره زموږ دکلي جومات ته رامخه کړه،يوه ورځ چاترې وپوښتل چې ملا کاکا څه حال دې دی؟ ده په ځواب کې ورته وويل چې حال مې مه پوښته قيامت دی،تردې به سخت ساعت بل چېرته وي چې مقتديانومې جومات ته قلف ور واچاوه او ذکات هم ستاسې دکلي ملا ته ورکوي.
 له اباسينه ګيله من يم
 پرخير اباد ورته ولاړ يم يارمې وړينه
 معلومېږي داسې چې داسلام اباد امتيازات کابل ته ځي او داسلام اباد په ايوان صدر کې ناست پوځي حکمران داحالت ترقيامته بدتر ګڼي او دکابل په ارګ کې دناستې بنې لپاره دمروجه ديپلوماسۍ پر ادابو هم نه دی قابل؛خو دکابل په ارګ کې داسلام اباد دحکمران بن ډېره چالاکه ده. يوخو يې طناري او عشوه ګري زده ده او سترګک هم ښه وهلای شي او بله داچې دخپل سور سومبه ور خاوند په نفسياتو او روحياتو ښه پوهېږي ،چې په غوږ کې څه پس پسکی ورته وکړي نوسبا يې بيا سور سومبور خاوند خبره ټکي په ټکي منلې وي.
 داچې کابل داسلام اباد پر خلاف په بلوچستان او سند کې توطيه کوي او که اسلام اباد اوس هم دبن لادن کوربه ده او طالبان افغانستان ته لېږي نو داخو دکور خبره ده په دې کې که څوک شک ګڼي چې القاعده، طالبان او دانورې بلا بترې دامريکا پيداوار نه دی نوهغه دې دخپل عقل علاج وکړي او په بلوچستان کې چې کومه ډمامه غږېږي هغه هم دامريکاپه زور غږېږي.
 دا ټولې لوبې دلوی لالا دي؛خومېرمنې يې مېړه ته دنږدې کېدو پر رقابت باندې داسې سره اخته دي چې هره يوه يې غواړي دابله ورته منفوره وښيي.
 دامريکا سېلاو په سيمه کې هرڅه په خپله مخه اخيستي دي او ځينې بختور يې په ګنده خوړوکې پېزوانونه لټوي. وګورو چې څه کېږي.
 که اباسين راغلی نه وای
 په ګنده خړو کې به چاموندل ټيکونه