د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طلوع ؟ دچا لپاره ؟

ت . محبوب شينواری 09.03.2006 02:00

په نړېوال سياست کې دډېروپخوا زمانوڅخه داسې انګېرل کيدل ، چې په نړۍ کې دبرلاسي دريځ او موقف لپاره ، دشمېراوڅرنګوالي له پلوه ډېر اوښه جنګيالي او ډېرې اوښې وسلې ستره اړتېاده ، خوڅنګه چې دا دواړه په پېسو کيږي نو ځکه بيا داخبره ومنل شوه چې ترهرڅه وړاندې بايد يو قوي اقتصاد موجود وي خوپه وروستې پېړې کې اودساړه جنګ په پاېله کې دا ثابته شوه چې د ډله ايزو رسنېو شتون او ښه کارول دبرياليتوب ترلاسه کولو کې ستررول اجرا کولی شي .حتی تردې چې ويل کيږي :ددې لپاره چې نړۍ اداره کړ ې داغيزمنو ډله ايزورسنېو له لارې داکار ترسره کولی شې .
 
 دبېلابېلوډله ايزورسنېوڅخه يوه هم انځوريزه (( تصويري )) رسنۍ ،او دې ډلې څخه يوهم ټلويزيوني خپرونې دي .ټلويزيون په نننۍ متمدنې نړۍ کې دکورونو اوکورنېوداړينوسامانونوڅخه يو دی ، تردې حده چې نشوکولی پرته دهغه څخه، داستوګنې يوطبيعي کور ځانته مجسم کړو . همدغه ډېروالي اوپه هر کور دهغه موجوديت ،ټلويزيون ته ډېرزيات ارزښت ورپه برخه کړی او ډيراشخاص ، ډلې ، ګوندونه اوحکومتونه دهغه څخه دخپلو سياسي ، کلتوري ، سوداګريزو او نورو موخو ترلاسه کولو لپاره ګټې اخلي .
 
 1357 کال دغويي دکودتا سره سم په افغانستان کې ټلويزيونونه رازيات شول او ورو ورو يې په ښارونو کې دخلکو کورونو ته لاره وموندله ، البته دوخت حکومتونوهم دخپلو موخو لپاره دټلويزيونونو په دودولو کې مرسته وکړه . ديادې شوې کودتاڅخه رانيولې بيادطالبانو دغورځنګ ترورځو پورې چې پرټلويزيوني خپرونو بنديز ولګيده اوځيني ټلويزيونونه (( دټلويزيونوالي په ګناه )) د ونو په منډانو کې په دار راوځړيدل ، ټوله موده کې، ټلويزيونې خپرونې يواځې دوخت دحکومتونو په لاس کې او طبعأ دهغوي په ګټه چليدې . که مبالغه ونشي نو ددې خپرونو ،يواځې لس فيصده دخلکو دهنري تندې ماتولو لپاره اوباقي پاتې ټول د ځان سپين او دمخالفينوتور ښودلو لپاره کارول کيدل . خو څنګه چې دا،زموږ دخلکو په ژوند کې يوه نوې پديده وه ځکه نوهغوی ورسره مينه پيدا کړه اوکه څه هم چې دحکومتونو يولوريزه او افراطي تبليغاتو،خلک ترپوزو راوستي و خو بيا هم دانتخاب نه درلودلو له امله يې ، که خوښ وو يا ناخوښ، په همغو ماتو ګوډو خپرونو ګوزاره کوله .
 
 کله چې دامريکايانو او نورو نړېوالو ځواکونو له لوري ، دطالبانو واکمني پای ته ورسول شوه او يو نوی رژيم په کابل کې دکرزي په مشرۍ حاکم کړل شو ، نو ددې رژيم نورو رژيمونو سره يو توپير (( او دځينو خلکو په اند يواځينی توپير!! )) دمطبوعاتو أزادي وه.ددغې مطبوعاتي أزادۍ په رڼا کې په کابل او دهيواد په نورو برخو کې ، په سلهاو ورځپاڼو ، مجلو ، مهالنېو او همدغه ډول په لسهاو سټيشنه راډيوګانو اوڅو خپلواکو ټلويزيوني چاينلونو ،په خپرونو پيل وکړ . داچې افغاني مطبوعاتو څومره اوڅنګه دا أزادي وکاروله يوه بله موضوع ده اونورې خبرې غواړي .
 
 دهغولومړنيوچاينلونوڅخه چې دهيواد په پايتخت کابل کې يې خپرونې پېل کړې ، يوهم دطلوع ټلويزيون و چې لږ وخت کې دخلکو له ګرم اوتاوده غبرګون سره مخ شو. ددې تاوده غبرګون لامل يوهم د حکومتي ټلويزيون پيکه ،بې خونده اوبې رنګه خپرونې وې او ټولو خلکو هيلې او غوښتنې درلودې چې داسې يو ټلويزيون ولري چې دهغوي طبعو او دذوقونو ته ځواب ووايي . دطلوع ټلويزيون ته نه يواځې دکابل خلکو بلکه ډېرو افغانانو په زړونو کې ګوړې ماتولې .
 
 څنګه چې دپخوا په پرتله او ديواځيني، حکومتي ټلويزيون سره په مقايسه ، طلوع واقعأ هم ښه اوپه زړه پورې چينل و،زياتوخلکو دې ټلويزيون ته مخه کړه اودا چينل ژر ځانته ځای پېدا کړ اومشهور شو . ددې څخه هم سترګې نشي پټيدای چې طلوع ټلويزيون په رښتياهم ځينې ښې خپرونې درلودې او اوس يې هم لري ، او اوس يې خپلې خپرونې دهيواد نورو برخو ته لکه کندهار ، هلمند اوخوست ته وغزولې او ددې ترڅنګ يې دا وعده هم کړې ، چې دهيواد پاتې سيموته به هم خپلې خپرونې رسوي . طلوع ټلويزيون دخپلوښوټکوسره ځينې نيمګړتياوې هم لري او که لږه زغرده يې ووايو نوددې چينل دپاليسۍ ځيني کرښې، دخواشينۍ وړ دي .البته چې دطلوع ټلويزيون دهمغه پېله په مختلفو نومونو کله ناکله دخلکو دنارضايتی سره مخامخ شوی.او په وروستيو وختونو کې دځينو ولاياتو لکه خوست او هلمند دعامو خلکو ، فرهنګپالو او عالمانو لخوا ددې ټلويزيون په خپرونو سختې نيوکې وشوې .(( پژواک ويب پاڼې ته ورشئ )) . دخلکو نيوکې عمومأ دوه برخو ته متوجه دي : داسلامي او افغاني ارزښتونو سپکاوی، اودرسمي ژبوترمينځ ناانډولي . او په خواشينۍ سره بايد ووايم چې دا دواړه ټکي په طلوع ټلويزيون کې په ډېر افراطي شکل سره څرګند دي .
 
 دطلوع د ټلويزيون، دسيمې اونړيوالو ټلويزيونونوسره، يوغټ توپير او که سپينه ووايوغټه کمزوري ، دموسيقۍ ، فلمونو او نورو ټولنيزو فرهنګي او سياسي مطالبوپه باب دخپلو جوړو شو ياتوليدشووخپرونو، نشتوالی يا کموالی دی . چې په پاېله کې هغوی دهمدغې خلا دډکولو لپاره بهرنيو هيوادونو سندرو ، فلمونو او نورو مطالبو ته ډير ځای ورکوي . هغوي ددې پرځای چې خپله دهېوادپه خپلو ژبو اودخپل کلتورمطابق سندرې جوړې کړي ،چې له يوې خوا به يې ځانته ښه هويت جوړ کړای وی اوددې ترڅنګه به يې خپل فرهنګ ته هم خدمت کړای وی، خو ددې پرځای دافغاني کلتور څخه په واټن اخستلو هغه ايرانۍ ، هندي او اروپايي سندرې خپروي ،کوموکې چې دا وړتيا نشته ، چې په کورنيو کې دې يې ، ښځې او نر، غټ او واړه يوځای دهغو ننداره وکړي . البته دا به بې انصافي وي که ووايم چې ګوندې هېڅ سمې اود افغاني کلتورسره سم څه نه خپروي ، البته چې خپروي يې خو دبده مرغه په ځانګړي توګه دموسيقۍپه برخه کې ډېرې مبتذلې سندرې هم خپروي .موږ نشو کولای دبهرنيو هنرمندانو څخه ګېله وکړو چې ولې داسې سندره وايي چې زموږ دکلتور سره سمون نلري، ځکه چې ښايي داسندره دهغوی ددودونو ، کلتور او قانون سره برابره وي اوخپلو خلکو ته يې ډالۍ کړي وي ، خو موږ حق لرودخپل ټلويزيوني چينل څخه ګيله وکړو چې دغه ډول زموږ دکلتور اودودونو مخالفې سندرې يانور څه ولې خپروي .: خو په هر حال بهرنيان خو بهرنيان دي زه به ديوافغان سندرغاړي بېلګه تاسې ته راوړم ، نور قضاوت يې ستاسې په لاس کې . ! پدغه ورځو کې ددې چينل له لارې ديو اروپا يا امريکا ميشت افغان سندره خپريږي چې مطلع يې ده (( ديشب مهمان يار بودم )). څنګه چې شعر کيدای شي په هرشکل تعبيراوتفسير شي ،ځکه دسندرې په شعربه تبصره نه کوواو شعربه يي پريدو پرځای . ددې سندرې ويډيو داسې ترتيب شوې چې دسندرې په اوږدو کې ، سندرغاړی د يوې نجلې کورته ځي ، بياهغه ځانسره موټر کې رااخلي او بهر وځي ، طبعأ بېرته کورته راستنيږي ،بنده کوټه ده ، په ميز شمعې بلې دي ، بوتلونه او ګيلاسونه (( پېکونه )) ايښي دي ، بيا نو زموږ (( حنجره طلايي !!)) هنرمند دی اوبهرنۍ نجلۍ، غېږ په غېږ او ...........
 
 دې کې څه شک نشته ، چې دا ډول سندرې ، ښايي داروپايي ژوند او کلتور سره برابرې وي ،خو زموږ هيواد کې دداسې صحنو ښودل کوم پيغام لري ؟ څه ترې زده کيږي ؟ او کوم هدف لپاره داښودل کيږي ؟ ډېرافغانان د بدې ورځې او بدوحالاتوڅخه بهرنيو هيوادونو ته تللي ،دداډول سندرو ښودلو سره به دهغوي مېندې اوپلرونه ، خويندې او وروڼه او ترټولو مهم دهغوی اولادونه اوهغوی ته سترګې په لارې مېرمنې ، دهغوي په باب څه فکرکوي ؟
 
 ددې ټلويزيون يوه بله ستره کمزوري، پدې چاينل کې دژبو ناانډولي ده . دلته هم هماغه د(( ملي ټلويزيون !!)) فورمول دی يانې(( مالګه په وړو کې !)) که لږ يې نوره هم سپينه ووايم نو طلوع کې يواځينې پښتو برخه ، خبرونه دي . دپښتوخبرونو پرته نورې ټولې خپرونې په يوې ژبې او په همدغې ژبې خبرو کونکو لپاره دي .داسې څرګنديږي چې پدې چينل کې يواځې دهيواد يوه ډله خلک غوره شوي ، دهغوي ژبه ، دهغوي لباس او دهغوي دخوښې وړ موضوعات او مطالب...لکه نورچې په دې هيواد کې نه څوک اوسېږي ، نه بله ژبه شته او...
 
 په ډيرې بې انصافۍ دطلوع ټولې خپرونې په يوه ژبه دي. اوکه دخپرونو څخه يې راتېرشواوموسيقۍ ته پام وکړو نوهغې کې خولومړۍ داچې دسندرو غټه سلنۍ يې بهرنۍ سندرې تشکيلوي ، خوپه دې بهرنيوسندرو کې هم طلوع والاو ديو ځانګړي اوهغه دچا خبره (( سوچه کابلي چل ول )) څخه کار اخستی ښايي ځينو وروڼو سره پوښتنه پېداشي چې څنګه . ځواب يې دادې ، طلوع ټلويزيون چې هره ورځ کومې سندرې خپروي، دهغوی دخپريدلوګراف تقريبأ په لاندې ډول دی :لومړې سندره دري ، دوهمه هندي ، دريمه ايرانۍ ، څلورمه ازبکي ، پنځمه تاجکي ، شپږمه پښتو ، اومه بيا ايرانۍ ، اتمه ترکۍ ، نهمه دري او لسمه کومه غربي سندره. دسندروخپرولو همدغه فورمول يا ګراف هره ورځ په لږ توپير سره خپريږي . ډاډه يم چې لوستونکو درک کړې ده ، زما هدف د(( کابلي چل ))څخه کوم يو دی ! نورې خپرونې او دفلمونو اوډرامو ترجمه هم په يوې ژبه دي .
 
 عجبه ښکاري !پښتوژبې ته لازمه ونډه نه ورکول او په عين حال کې ،دهيواد پښتنو ولاياتو ته ددې ټلويزيون دخپرونو دغزولودهڅو شاته به ،کوم مطلب پټ او پروت وي ؟ دافغانستان دستراکثريت پښتنو،پښتو ژبې ته ناکافي ونډه ، أيا په قانوني او اخلاقي توګه يو جرم اوسپين سترګي نده ؟
 
 له بده مرغه دطلوع چينل قانوني اواخلاقي سرغړونې همدلته نه ختميږي . دوی دقانون يوې بلې مادې ته هم داړې چينګوي اوپه رڼا ورځ اود کرزي صاحب د(سلطنت ) په څوسوه مترۍ کې هره ورځ په لسهاو ځله ورباندې شخوند وهي .اودادقانون هغه ماده ده چې وايې افغاني ملي ترمينالوژي به په خپل ځای وي اوڅوک پرې دتعرض حق نلري . طلوع ټلويزيون په کابل کې ، کوم ځای کې چې دافغان ولس ، اساسي قانون تصويب شو ،هره ورځ څوڅو واره په خپلو خپرونو کې ملي ترمينالوژي ترپښولاندې کوي ، بې لدې چې څوک ورته ووايي (( او صدقيت شوم ،چرا ؟؟؟)) هره ورځ به ددوی له خپرونو څخه په وار وار داسې لغتونه ، لکه بيمارستان ، شهرداري ، شهروند اونور ګڼ شمير ايراني لغتونه واورې او داخو لا څه کوې چې د نوموړي چينل، ددري برخې نطاقان خو دايرانيو نطاقانو په پېښوکولو سره، په داسې ايراني تلفظ ، نازونو او اداګانو خبرونه وايي چې فکر کيږي همدا اوس دتهران ټول اوسيدونکي په څلور سترګو، ددوی ننداره کوي او دوې ته يې غوږ نيولی .ته به واې چې دا ټلويزيون او خپرونې يې دايرانيانواوتاجکانو( دتاجکستان هيواد اوسيدونکو ) لپاره دي .
 
 دا او همدې ته ورته ،ډيرې خبرې دي چې پښتانه کتونکي يې ددې ټلويزيون دخپرونو څخه ناراضه او خواشيني کړي اوهغوي خپله دغه ناخوښي پخپل وخت څرګنده کړې ده .
 
 دډېراهميت لرلو له کبله زه بيا دې خبرې ته راګرځم اوبيا داپوښتنه تکراروم چې :ددې ټلويزيون لخوا افغاني ارزښتونو ته نه درناوی ، دژبو انډول نه ساتل او دملي ترمينالوژۍ ترپښو لاندې کولو وروسته هم پښتنو سيمو ته دهغودخپرونو څخه مطلب څه دی ؟
 
 که دطلوع ټلويزيون اړوندانو، داسې څه وعده کړې وای چې په راتلونکې که به دژبو انډول ته ، ملي ترمينالوژۍ او افغاني ارزښتونو ته پام کوي، نوبيا خو به هغه دچا خبره ټولو خلکو دصبر تيږه په خپله زړه ايښې وای . خو اوس چې داسې ناسمه پاليسۍ خپلولو سره سره ورو ورو غواړي په ټول هيواد پښې راتاوې کړي نو ددې کاسې لاندې خو ډيره لويه نيم کاسه ښکاري .!!دهغوي پورته ياده شوي ناسمه کړنلاره ، او نور هيواد ته دهغوي دخپرونو غځول هرډول تعبيريدای شي. او ددې تعبيرونو څخه يو تعبيرداهم دی چې ځينې ډلې ټپلې غواړي، د يو بل ګاونډي په لارښوونه اوهڅوونه زموږ خاوره کې، دهغه هېواد کلتوري ښکيلاک ته لانوره هم ، لاره هواره کړي ،ترڅو پدې ډول په پای کې د(( چند کشور فارسي زبان !!!)) افسانې ته رښتينې بڼه ورکړي !!
 
 که احتمالأ طلوعيان او دهغوي بادران، داسې پلان لري، نو کم ترکمه اوس وخت کې دخوست او هلمند خلکو اعتراض ته بايد ديو سالم ځواب په توګه وګوري او مخکې لدې چې دټولو پښتنو کرکه او دشمني راوپاروي په خپلو پلانونو اوخپرنيزو تګلارو کې دسره کتنه وکړ ي! هغوي بايد اوس، پدې خبره پوه شي، چې پخوانی وختونه اوس تير دی، او اوس خلک د(( رنجو)) او(( تورو خاورو)) توپيرکولای شي .
 
 زما په انددطلوع ټيکه داران، دوه انتخابه لري :
 
 1. ياخو دې رسمأ، ځان د يوې ژبې او ددې ژبې ويونکو لپاره ځانګړی شوی چاينل معرفي کړي ، په همدغه نوم دې دخپرونو اجازه واخلي ، هغه يو پوټی پښتو دې هم له خپرونو ليري کړي ، او صرف دهمغې ژبې ويونکو، طبعې او ذوقونو په پام کې نيولو(( لکه داوس په شان )) سره دې خپلې خپرونې په أزادانه توګه کوي . دنورو خلکو به بياڅه اعتراض نه وي، که خوښه يې وه ګوري به يې که نه وه نو نه به يي ګوري .
 
 2 . ياخو دې خپلې خپرنيزي پاليسۍ کې بدلون راولي او دامکان ترحده دې لاندنيوټکوته پام وکړئ :
 _ ټول افغان شموله، يا په بله وينا دټولو افغانانو لپاره دخوښۍ وړ خپرونو جوړول اوخپرول
 _په خپلو خپرونو کې اسلامي + افغاني ارزښتونو ته پاملرنه او دهغوي مراعات
 _په خپل افغاني هويت اتکا ، دخپلو خلکو کلتور ته، وده ورکول او په نړۍ او سيمه کې دهغې معرفي کول
 _دقانون له مخې دژبو، اوپه ژبو دغږيدونکو وګړودکلتورونواوخوښوانډول ساتل، په ټولو خپرونو کې
 _دملي ترمينالوژي مراعات بلکه دهغې دودول دهيواد دننه او بهر
 
 شخصأ زما په اند، ددوهمې لارې غوره کول به، هم دعقل او هم دمنطق سره برابر وي. ځکه ، طلوع والان بايد پوه شي چې دبهرنېو چينلونو په پرتله ددوې چينل، دتجربه کارو کسانو اوهم په اقتصادي لحاظ دکمبودۍ له امله ، نشي کولی ځانته ايراني او تاجکي کتونکي رامات کړي ، ځکه چې هغوي په لسهاو ډېر عالي او په زړه پورې چاينلونه لري ، چې طلوع به هيڅوخت دهغوي سره برابري ونشي کړای (( مګرداچې کومه معجزه واقع شي !)) ،ځکه نو:
 
 دطلوع لپاره د راښتلو، يا (( طلوع )) ترټول ښه اومساعد اوترټولو ښکلی اسمان ،د افغانانو دطبعې اوذوق اسمان دی اوکه په سوداګريزه ژبه خبرې وکړو نو دطلوع لپاره ترټولو ښه بازار به يواځې اويواځې افغانستان او افغانان وي او نه بل څوک . له بله پلوه ددې هېواد ټول قومونه لکه ديو باغ ګلان دي او په ټولو کې ډيرښکلي کلتوري توکي شته چې که طلوعيان هغو ټولو ته وده ورکړي اوپالنه يې وکړي نوګټه به يې ټولو ته وي اوټول به وکړي شي چې خوند ترې واخلي اودې سره به ددې چينل شهرت اومحبوبيت نه يواځې دننه په هيواد اودهيواد په ټولو برخو کې بلکه دخپلوځانګړو توليداتو له کبله په سيمه کې هم خپور شي .
 
 دوی بايدپوه شي چې افغانستان يواځې خيرخانه نده ، کابل هم ندی بلکه دکابل په څېر څلورديرش نور ولايتونه هم لرو ،هلته هم خلک اوسي، هغوي هم زړونه او ذوقونه لري اوپه هغوی هم خپلې ژبې ګرانې دي ، اوغواړي چې په خپله ژبه يو څه واوري او په خپل لباس کې يو څوک وګوري ،ځکه نو به ښه وي چې طلوع ، ځان د وړوکي والي او محدودتيا څخه وژغوري ، او ديوې ډلې پرځای ، دهيوادد ټولو وګړو په زړونوکې ځانته کور وکړي ، که دا کار ونکړي نوداغيز ساحه ياډګر به يې ډيره وړوکی پاتې شي اوښايي په راتلونکې کې داسې نور چينلونه ډګر ته راووځي اوهغه تشه چې طلوع يې په خپل ناسم چلند راپېدا کړې، ډکه کړې بيا به نو طلوعيانو ته ستونزمنه وي چې دخپلې لمن داغونه پاک کړي، ځکه چې دخپلومتعصبانه پاليسۍ له امله به يې خلک به يې دځانه ليري کړي وي اوسرښکته او مخ توري به پاتې شي . په دې هيله چې طلوعيان په وخت دخوبه راپاڅي اوددې اټکلي حالت سره مخامخ کيدلو څخه مخکې ځان سمې لار ته برابر کړي .