د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کې دسره لښکردماتې په وياړ

خليل الله جانبدار 12.02.2006 03:00
 دادی بياموږدپخواني شوروي اتحاددسره لښکرڅخه دخپل ګران هيوادافغانستان د خپلواکۍ دبيرته اخيستلودورځې په درشل کې يو،هغه ورځ چې زموږ ټول اتل او په وطن مين افغانان ورته درناوی کوي اوهغه لمانځي ٠زموږهيوادديوې لسيزې په اوږدوکې کوم چې سوريرغلګرلښکرپه جګړوکې بوخت وډيرزيانونه وليدل٠ څه دپاسه دوه مليونوافغانانوخپل خوږژوندله لاسه ورکړ،مليونونه افغانان ټپي شول اومليونونه نور هجرت ته اړايستل شول٠همدارازښارونه،کلي اوبانډې ويجاړې اوان داچې دهيواداقتصادي بهيرپه ټپه ودريد٠برسيره پردې دسره لښکربريدپه افغانستان کې زموږدګاونډيوهيوادونواوځينوعربي ملکونوته داامکانات رابرکړل چې تروريستان اوورانکاره عناصرزموږوطن ته راواستوي اودخونړيوجګړوزميني لاپسې زياتې کړي٠هغه جګړې چې زيانونه اوتاوانونه به يې کلونه،کلونه زموږدرديدلی ولس ګالي٠ ددغوټولورنځونواوربړونوسره دسره لښکرويستل له افغانستان څخه چې زموږداتل ولس بيسارې سرښندنه،دملي روغې جوړې تګ لارې اوپه نړيواله کچه نويوبدلونونو پکې ستره ونډه درلوده،داافغاني فورمول يوځل بياثبوت ته ورساوه کوم چې افغانستان دادشهيدانواواتلانوټاټوبی دهيڅ يرغلګرطاقت ترښکيلاک لاندې نه راځي٠ دلته په خواشينۍ سره بايدووايوچې په١٩٩٢ عيسوي کال کې دځينوهغوعناصر و لخواکوم چې دافغاني فکراوارادې خاوندان نه ووديوې خائنانه کودتاه په کولو سره يې دملګروملتونودسولې پروګرام مات اودجګړواوريې بياپه افغانستان کې بل کړ اوان داچې په دغوعناصروکې تراوسه هم لا داسې څيرې شته چې دسره لښکربريد په افغانستان باندې نه يواځې چې نه غندي بلکې هغه ستايي اوملاتړيې کوي٠ پداسې حال کې چې دشوروي اتحادمشرانودايرغل غندلی اوهغه يې دشوروي په تاریخ کې يوه لويه اشتباه بللې ده٠اوس به بيځايه نوي چې موږدخپلوشهيدانو او اتلانو دکارنامودژوندي ساتلوپه خاطرددلودمياشتې ٢ ٦ چې دافغانستان د ملي ژغورنې دورځې په نوم دافغانستان دپخواني جمهوررئیس شهيدداکتر نجيب الله لخواپه ميړانې سره اعلام شوه، په درنښت سره ولمانځواودرناوی يې وکړو٠بل دا چې زموږ دهيواددورانيواوتباهۍ مسؤليت ديرغلګروقواووپه غاړه ده اواوس د روسيي فدراتيف جمهوريت چې دپخواني شوروي اتحادوارث بلل کيږي بايد افغانستان ته دجګړې تاوان ورکړي٠داځکه چې دشوروي اتحادمشرانوداخبره منلې چې دوی پرافغانستان يرغل کړی اونړيوال منل شوی قوانين ترپښولاندې کړي دي٠ افغان ولس هيله منددی چې په پورتنيوملي وړانديزونوکې دښاغلي حامدکرزي تر مشرۍ لاندې اداره،ملي سياسي ګوندونه،ملي ،سياسي اومستقل شخصيتونه او٠٠٠ خپله ايماني اووطني دنده ترسره کړي٠دافغانستان ځوريدلي ولس دسره لښکر ديرغل تورې ورځې به هيڅکله هيرې نکړي اودافغانستان دخپلواکۍ دلارې شهيدانو او اتلانو ياد به تل پاتې ساتي٠