د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اوس خو خبره سپينه شوه!

هېواد افغان 12.02.2006 02:00
د طالبانو يو نظامي قوماندان ملا دادالله په خپله تازه مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې تاسې ته دا طياره شکن شيان چا درکړي دي؟ وويل " مونږ نشو ويلاى چې دا مونږ ته فلانکي راکړي دي او مونږ سره تقريباً د دنيا کافران او مسلمانان کومکونه کوي مسلمانان يې د اسلام په بنياد کوي او کافران چې د امريکا سره کومه دښمني لري هغه يې په دې راسره کوي مونږ انشاء الله شيان هم لرو او اوس به يې خلک له دې بعد (وروسته) په زياته پيمانه راکړي."
 په دې ځواب کې چې کوم ټکي ته بيا بيا زما پام اوړي هغه دا دى چې د طالبانو سره ځينې اسلامي او ځينې کفري هېوادونه مرستې کوي او په افغانستان کې يې جنګوي. په اسلامي هېوادونو کې خو ښکاره خبره ده چې يو پاکستان دى چې په افغانستان کې له ډېره پخوا راهيسې خپل سياسي اهداف لري. او کفري هېوادونه (چې امکان لري چين او روس وي)، لکه چې دادالله ورته اشاره کړې ده، د امريکا سره د مخالفت له امله په ښکاره توګه نشي کولاى چې د امريکا خلاف د جنګ اعلان وکړي نو پټ په پټه طالبانو ته وسلې، مهمات، دولت او نور شيان ورکوي چې د امريکا خلاف يې وجنګوي. د امريکا د دغو مخالفو قوتونو به خپل سياسي اهداف وي خو پوښتنه دا ده چې ايا د افغانانو به ټول عمر همدا کار وي چې د امريکا لپاره به روس ماتوي او د روس لپاره به د امريکا خلاف جهاد کوي؟. او ايا افغانستان د دې پرديو جهادونو ټيکه اخستې ده؟.
 کۀ څوک په دې خبره پوهېږي نو د ملا دادالله په دغه يوه خبره کې هغه ټول حقيقتونه واضح شوي دي چې افغان او افغانستان يې در په دره کړي دي او لا تر اوسه پورې د افغانان ددغه "ډالري جهاد" نه نه دي خلاص شوي.
 دا لومړى ځل دى چې د طالبانو يو مهم قوماندان دا خبره مني چې دوی ته مرستې او مهمات ځينې کفري هېوادونه هم ورکوي. او په دنمارک کې د اسلام د پيغمبر حضرت محمد (ص) د بې ادبه کاريکاتور د خپرېدا د پېښې څخه وروسته به دغه هېوادونه طالبانو سره خپلې مرستې نورې هم پرېمانه کړي تر څو طالبان د بې ادبه کاريکاتور بدل د مغربي نړۍ څخه واخلي. خو دلته يوه پوښتنه بله راولاړېږي چې ايا هغه کفري هېوادونه چې طالبانو ته د امريکا خلاف د جهاد لپاره مرستې ورکوي د اسلام پېغمبر ته هم درناوى لري؟ خامخا به يې لري ځکه چې دا مهال هغوی په افغانستان کې يو مشن لري او د هغې مشن لپاره يې طالبان په لاره اچولي دي. د روس خلاف د امريکا د جهاد پر مهال هم د غربي نړۍ هغه ټول هېوادونه چې جهاديانو ته يې مرستې او مهمات ورکول تر ډېره حده "مسلمانان" شوي وه. خو چې کله روس مات شو، هغوی خپل اهداف ترلاسه کړل نو بيرته "مرتد" شول.
 ملا دادالله په خپله دغه مرکه کې دا اعلان هم وکړ چې څوک د دنمارک په ورځپاڼه کې د بې ادبه کاريکاتور د خپريدا مسئول ووژني نو طالبان به هغه ته سل کيلو ګرامه سره زر انعام ورکړي. دوه ورځې وروسته طالبانو د لغمان ولايت د قرغيو په ولسوالۍ کې يو مکتب ته ورغلل، د مکتب ټول سامان يې راټول کړ او اور يې ورته کړ. د راپور له مخې طالبانو د مکتب د کتابونو او نورو سامانونو سره قران کريمونه هم راواخستل او اور ته يې ورواچول. ايا دا د قران کريم سپکاوى نه دى؟ يا د طالبانو لپاره د الله پاک له لوري خاص حکم نازل شوى دى چې هغوی که د قران پاک بې ادبي کوي نو خير دى.
 په هر حال، دا خبره خو سپينه وه چې د روس خلاف امريکا کوم جهاد وکړ او په مليونونو افغانان يې پکې خاورې ايرې کړل د هغې پايله د افغانانو د نورې تباهۍ په صورت کې راووتله. او دا خبره هم سپينه شوه چې اوس طالبان په افغانستان کې د امريکا خلاف کوم جهاد کوي دا ځينې اسلامي او ځينې کفري هېوادونو روان کړى دى. اسلامي هېوادونه خو يو ښکاره پاکستان دى. بل کېدلاى شي چې ايران وي ځکه چې اوس ايران هم په دې هڅه کې دى چې په افغانستان کې د امريکا پښې ووهي. د دې لپاره طالبان په ميدان کې موجود دي. طالبان هر څو کۀ د خپلې واکمنۍ پر مهال د ايران سره خلاف وه خو دا په افغانستان کې د جهاد او اسلام په نوم جنګيدونکو ډلو لپاره يوه عادي خبره ده. رباني د روس په خلاف د شل کلن جهاد څخه وروسته د روس په غيږ کې سر کېنښود؟ او اسامه، حکمتيار او نورو چې د امريکا نوکري کوله اوس د امريکا دښمنان نه شول؟ مقصد دا چې د دې خلکو هيڅ ايمان او عقيده نشته. چا چې د جنګ لپاره دولت او مهمات ورکول دوی د هم هغو نوکران دي. وژل کېږي خو هسې هم دوی نه. وژل کېږي خو عام افغانان.
 نور نو افغانان بايد په دې خبرو پوه شي. او که نۀ پوهېږي نو بيا همدغسې د دې "ډالري جهاديانو" د لاسه تباه و برباد ښۀ دي.