د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ځانمرګو برېدونو نوې خونړۍ څپه

لطف الله مشعل 08.02.2006 03:00
د څو مياشتو راهيسې په افغانستان کې د ځانمرګو بريدونو يوه خونړۍ او ويره ونکې لړۍ روانه ده، چې په ټس کې يې په سلګونو افغانان د مرګ د کومې ميلمانه شول٠ افغان امنيتي چارواکي او په افغانستان کې مېشت دنړيوال ايتلاف ځواکونه ددې "نوې" بلا په دفع کولو او مخه نيولو کې پاتې راغلي او له شنه ناکامه د نورو ځانمرګو بريدونو د پيښيدو امکانات هم نه ردوي٠ دا د افغاني امنيتي چارواکو او ايتلافي قواوو د کمزورتيا نښه نه ده بلکه په افغانستان کې د دولت ضد عناصرو اود نړيوال تروريزم د غوړېدلې شبکې پرمختيا او پراختيا څرګندوي٠
 
 په عراق کې د امريکې او ټلوالې سلګونه زره سرتيري ونه توانېدل چې هلته د ځانمرګو بريدونو مخه ونيسي، په افغانستان کې به يې لسګونه زره سرتيري د کومې بلا مخې ته ورشي; محلي باغي جنګسالاران وځپي، د مخدره موادو "طلايي" کاروبار مخه ونيسي، د شوروي-ضد جهاد او هيواد-ضد کورنۍ جګړې د وخت ماينونه را وباسي ، د طالبانو د غلچکيو بريدونو مقابله وکړي او که د جنت د پيغلو-حورو په لټون د را وتليو احساساتي او (غوليدلو) ځوانانو ځانمرګي بريدونو ته ځان ټينګ کړي٠
 
 اګرڅه طالبان ادعا کوي چې په دې وروستيو ځانمرګي بريدونو کې افغاني سرشيندونکې برخه اخلي او هغه د واعظ خبره "د شهادت لوړ مقام ته ځان رسوي" خو زه ورته د شک په سترګه ګورم٠ افغانانو په تېر دېرش کلن غوبل کې نور که هيڅ هم زده نه کړل خو په دې حقيقت باندې ښه پوه شول چې هغه جنابان او واعظان چې نورخلک د شهادت د مقام ګټلو ته هڅوي ، پخپله څومره ترې لرې تښتي. افغانانو او بيا په خاص ډول مهاجر شوو افغانانو د تش په نوم زاهدانو، شيخانو، غوثانو او د جنت د ټيکه دارانو مجاهدت، دين او مذهب سره اخلاص او "وطن سره مينه!" ډېره ښه ليدلې ده٠ د لوي څښتن په مقدس کور (کعبه شريفه) کې د قسمونو د ماتولو په شرموونکو پيښو خو ان د افغانستان بيسواده ښځې هم خبرې دي٠
 
 نو ددې پخې تجربې په لرلو به ډيره مشکله وي چې افغاني "طلبه کرام" او بهرني "بن لادنان" به و توانيږي چې په اسانۍ سره دا دنن سبا ځوانان ، دا د نصوارو او چرسو پاخه عمليان او د بيکارۍ له کبله د سياسي بحثونو اتلان، او د پيښو شاهدان وغولوي او دځان وژنې غوندې لويې او ناروا قربانۍ ته به يې تيار کاندي٠ يو امکان نه شو ردولاي چې که القاعده او يا د چم ګاونډ بله کومه استخباراتي شبکه بيکاره او خصوصا په هيروينو روږدو افغانانو ته (ښې ډېرې پيسې) ورکړي ممکن دې کار ته يې اماده کړي، ګنې مذهبي جنون لا په افغانستان کې دې حد ته نه ده رسيدلاي چې ځوانان دې په دومره لنډه لار جنت ته ځان ورسوي او هغه د پيښوري ټوکيانو خبره "په ناګمان دې را تاو شي".
 
 افغان دولتي او امنيتي چارواکو ډيرې هڅې وکړې چې دغه روانه د وينو فواره ودروي او د سولې او کرارۍ يوه فضا حاکمه کړي، خو کړکيچ لا پسې اوږديږي او لا ورځ په ورځ خرابيږي، حتي د سولې د ټينګښت دکميسون او د هغه د مشر حضرت صاحب مجددي هڅو هم کوم د پام وړ ځاي ونه نيو او د وينو او اورونو د باران په دې شيببو شيبو اورښت کې څه کمښت رانغي٠ سوال پيدا کيږي چې دا ولي؟؟
 
 تر کومه چې معلومه ده , د امنيتي او ترورستي چارو کارپوهان باور لري چې لکه د تل په شان اوس هم د افغانستان بحران بهرنۍ رېښې لرې، زه خو لا په دې باور يم چې د ريښو تر څنګ د بحران نيمه تنه هم بهرنۍ ده٠
 
 ددې تر څنګ چې القاعده او نړيواله ترورستي شبکه په افغانستان کې د روان خونړي بحران تر شا ولاړ دي، ګاونډي هيوادونه هم دې اورته اوسپنيز پکي وهي٠
 
 د لندن د Independent ورځپانې پرونۍ ګڼه کې ليکلي چې که د غرب او ايران تر منځ د اټومي لانجې ناندرۍ د بحران کچې ته ورسيږي ، ايران به يې په افغانستان کې غچ اخيستل شروع کړي او هغه هم داسې چې په افغانستان کې موجودې وړې ايران پلوه ډلې به د "ډالرو" په مرسته و هڅوي چې پر بهرنيو ځواکونو حملې وکړي او لکه د عراق په څېر به د افغانستان وضعه هم ګډه وډه کړي٠
 
 د بين المللي امنيتي او اقتصادي چارو د څيړنې معتبره خپرونه The Economist د فرورۍ د مياشتې د شپږمې نيټې په ګنه کې په همدې موضوع يو په زړه پورې مطلب لري، نوموړې خپرونه د افغانستان د بحران دحل په لاره کې د ګاونډيانو لاس وهنې "د اوبو په بند کې د يو سوري" سره تشبيه کوي، اکانوميسټ ليکي:
 
 " (د ثبات دټينګښت لپاره ددولت) دا ټولې هڅې ضروري دي. خو دا هڅې او کوششونه به تر هغې کومه نتيجه ور نه کړي چې طالبان او ملګري يې د پاکستان په خاوره کې د پټيدو ځايونه ولري٠ دا هم ممکنه نه ده چې ددې هيوادونو تر منځ اوږد سرحد دې بند کړاي شي٠ خو رښتيا خبره داده چې پاکستان, سره ددې چې د امريکا د مرستو ډيره برخه تر لاسه کوي، خپله چاره په سمه توګه نه تر سره کوي. پکار ده چې امريکا او ټول هغه هيوادونه چې افغانستان ته يې سرتيري ليږلي په کلکه له پاکستان څخه غوښتنه وکړي چې نوره دې دا شرموونکې لوبه بنده کړي"
 
 زه فکر کوم د اکانوميسټ دغه مقاله هم امريکايانو ته او هم افغان دولت ته دا حق ورکوي چې د پاکستان د لاس وهنو موضوع رسما د جدي مذاکراتو د ميز پر سر وڅيړي٠ او هغه د اکانوميسټ په اصطلاح دا "شرموونکې" لوبه دې نوره ختمه کړي٠