د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دافغانستان دمشارکتي ملي حکومت مشرسياسي ټوکې کوي

خادم کوچی 06.02.2006 03:00
په ډېر توپير سره يووخت داسې ووچې دنړۍدحکومتونوپه راپرزولو،جوړولو،شخړواوجګړوکې يادځينې مشرانوپه نيولو،وژلواوشړلوکې لوېديزوالواوختيزلوري اوپه هغوى پورې اړوندې نړۍ خپله پانګه لګوله،ډېرلوړخلک،لوړې ټولنې،لوړهيوادونه اودهغوى سياست له خپلې لارې څخه بېلارې کېده،مشران يې له واک څخه ګوښه کېدل،وژل کېدل اوهمدارنګه ټولنې دهمدغه باندېنۍپانګې له امله له کړاواوستونزوسره مخ وې اوځينې هيوادونه اوټولنې اوس هم ورسره مخ دي،دافغانستان دڅوکلنې جګړې په ترڅ کې زموږهيواد،خلک اومشران هم له دغې ستونزې سره مخامخ،لاس اوګرېوان وواوداچې دنړۍدسړې جګړې په وروستي وخت کې په بېلابېلوستونزوکې وارپه وارراښکېل کېدل.
 
 دسړې جګړې په جال،وروستۍکړۍاوتلکه کې زموږدهيوادڅوکسه مشران مړه،ژوبل اوبېواکه شول،همدارنګه دنړۍپه کچه په ټوليزډول شوروي پلوه مشران په کمزوري دريځ کې شول،ځينې ووژل شول،دډېروحکومتونه اوډلې راوپرزول شوې چې وروستۍڅرګندې نښې نيښانې اونمونې يې شوروي پلوه جرمني مشران،عراقي مشر،دعربانوعرفات اوداسې نورهيوادونه،خلک،او مشران يادولى شو.
 
 دسړې جګړې دغه ډول وژه(قرباني)شوي مشران اومشرانې دمشارکتي ملي حکومت له مشر څخه ډېرتکړه،پياوړي اودبندوبس درلودونکي خلک اومشران وو،خوددغومشرانودبخت او تخت ستور ى هغه وخت راټيټ،کوټه،پيکه اوراوغورځېده چې ټوله نړۍپه يولوري کږه اوو شړېدله ګواکي دلوېديزپه لوري اوګټه هغه نړۍونړېدله چې پرون ددوولوريوپه واک اوځواک کې ساتل شوې وه له همدې امله ده چې دنړۍيولورى هيوادونه،خلک،مشران،هوډونه اواندونه له سخت ټکر، ستونزواواوکړاونوسره مخ شول اولامخ دي.
 
 دهيواداونړۍپه کچه ښايي دغوماتې خوړلې يامات کړل شوې مشرانودومره تېروتنې اوغلتۍ نه وي کړې لکه:دبون داېتلاف دمشارکت اوشراکت مشرچې په دغه څوکلونوکې وکړلې اولايې کوي،خوداېتلاف اومشارکت دښاغلي مشردغه ډول بېتوله،کاواکه سياسي چلند،دټوکولاره خپلولو،تېروتنواوغلتيوته بايدچې دهوښياري،ښه ياسم سړيتوب اوښېګړونوم ورنه کول شي ددغه مشربې ګټې هلوځلوارتاويزبېباکه سياسي چلندښېګړې اوبيداري بايدچې ونه ګڼل شي ددغه مشربخت بيداردى چې دسړې جګړې په يوپړاوو کې دنړۍپه يوه ګوښه کې دغه نېکمرغه سړي ته واک،بخت اوتخت په لاس ورغلى دى.
 
 دافغانستان داېتلافي اودمشارکت حکومت په وخت کې په ميليارډونوډالرافغانستان ته راغلل څوک پرې خبرنه شول چې ډالرڅه شول؟؟؟څه پرې جوړشول؟؟؟دافغانستان خلک اونړۍنارې سورې وهي چې ډالرې څه شوې؟؟؟همدارنګه دمشارکت مشران هم زموږله خلکوسره تندى وهي چې ډالرچا؟؟؟يووړل؟؟؟داسې اېسول کېږي لکه دبون داېتلاف اومشارکت مشران چې له لېوه سره په مړه خېټه غوښه خوري،ولې دژړاپه وخت کې دځان ژغورنې له پاره په ډېره چالاکۍ سره زموږله خلکوسره تندى وهي چې ډالر څه شول اوچايووړل؟؟؟دافغانستان دخلکودويده بخت له مخې له بده مرغه داېتلاف اومشا رکت دسياسي شراکت له مشرانوڅخه هيچاپوښتنه ونه کړله چې دبيارغاونې ډالرولې څوک پټوي؟؟؟اوزموږدجنګ ځپلي هيواد،دغه پانګه چې څوک پټوي بيانوددغه حکومت بېپدله،بې اغېزې،مصلحتي مشران دڅه له پاره ناست دي؟؟؟ولې دغله اولارويونکي مخه نه نيول کېږي ياددغه کارزيمه واري اوژمنتيادچاپه غاړه کېدلى شي؟؟؟ياهغه خلک ديوهيواددمشرتوب وړ بلل کېدلى شي چې ددغه ډول خپل سريومخه ونه شي نيولى؟؟؟دمورشودې يې شه.
 
 زه دهغه فلم يادونه ډېره کوم چې دجهادوالودبري ورځې پرې لمانځل کېږي په دغه فلم کې داېتلاف اومشارکت دمشرپه ګدون ډېرمشران ښکاره کېږي چې دټکي اوټکي په ډول دافغا نستان په يوه ګوښه ياغره اوسمه کې سره يوځاى کېږي يوبل ته غاړه ورکوي،ګواکي ناست ولاړ،اړيکه اومينه سره ښکاره کوي،داهغه ډله خلک ووچې ددغه ډول ناستو،ولاړو، اړيکو، د افغانستان دپېښودپېچلي کولواواړولوله پاره ډالراوپونډونه ورکول کېدل.
 
 داېتلاف اومشارکت په دغه ټوله دوره کې چې دغه مشران کوم ګام پورته کوي ياهرځلې ټاکنې چې يادې کړل شي له دغه څه سره سم دافغانستان خلکوته داسې هيلې پيداشي چې اوس به ګوندې دمشارکت مشران يونوى سياسي چلند،نوي خلک اونوښت رامنځته کړي خوله بده مرغه دمشارکت مشران په همهاغوډلوپورې اړوندخلک اوکسان راوړاندې کړي له والي څخه وزيراوله وزيرڅخه سلاکاراوله هغه څخه بيابله سنګينه اورګينه ډالرخوره بلاجوړه کړي سړى ګومان کوي چې په افغانستان کې نورخلک اوبل څوک نشته دواک نيونې اوساتنې له امله دشراکت او مشارکت مشرانودوړتياوومخه نيولې ده دنوښت اوخوځښت په لارکې يوه خنډ اداره اومشرتوب بلل کېدلى شي.
 
 همدارنګه دډلوټپلومشران اوپورې اړوندکسان په وارو،وارودخلکوله خوارټل شوي،ردکړل شوي دي،همدغه رداورټل شوي خلک بيادمشارکتي ملي مشرانوله بلې لارې څخه په خلکو ور تپلي دي په حکومتي جوړښت اوچوکاټ ننه وېستل شوي اوځاى ورکول شوى،واک اووخت ورکول شوى دى ترڅونورهم دافغانستان خلک وځوروي له همدې امله ده چې زموږدخلکو کړاونه لانورهم زيات شوي دي.
 
 پښتانه دافغانستان ډېرخلک دي،ددغه هيوادپه ټولوشخړواوجګړوکې دغوخلکوته ډېرزيان ور اوښتى دى ددغوخلکووينه له نوروټولوڅخه زياته تويه شوې ده،ولې دبون له غونډې څخه راپه دېخواداېتلاف اومشارکت په وخت کې زموږدخلکوبرخه ليک بدل شوى دى،له يوې خواپه بېلابېلو نومونوباندې ټکول کېږي،په حکومت اواداره کې سمه ونډه اوځاى نه ورکول کېږي،له بل پلوه دهيوادپه ټولوخپرونوکې پښتوژبې ته ځاى نه ورکول کېږي اوکه ځاى ورکول شي هغه به ډېر ټيټ اوديوې ژبې دسپکاوي په ډول وي،نن افغانستان ته دپرون خراساني،پاړسيستان اونورو ستانونه نوم ورکولى شو.