د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زموږ د هيواد د وروستيو څلورو لسيزو ١٣٤٣- ١٣٨٣ هج ٠ش٠مهمې پيښې

قدرت الله ٠ ب 04.02.2006 02:00
سردارمحمد داود له ١٣٣٢هج ٠ش( ١٩٥٣ع ) څخه د١٣٤٢هج٠ش٠دکب دمياشتې تر ١٧ نيټې پورې چې د١٩٦٣ع کال د مارچ د مياشتې له ٧ نيټې سره سمون کوې د افغانيستان د پا چهی دولت صدراعظم و٠د ١٣٤٢ هج٠ش٠کال دحوت دمياشتې په ٢٣ نيټه د افغانستان پاچا د صدارت دنده داکترمحمد يوسوف ته وسپا رله ٠دډاکترمحمد يوسوف د صدارت په دوره کښې په ١٣٤٣هج ٠ش٠کښې اساسي قا نون نافذ او د دموکراسی دوره چې د مشروطه غوښتونکو اساسې هيله وه پيل شوه٠اجرائيه،مقننه او قضائيه ځواکونه را منځته شول،د مطبوعا توآذادي و منلشوه او ملي جريد و په خپرونو پيل وکړ٠پارلمان دګوندونو قانون تصويب کړ،خو د پاچا لخوا تر پايه لاسليک نه شو٠ټولنې او سياسي ګوندونو د دموکراسی تجربه نه درلودله٠ګوندونو خپلسری فعا ليت پيل کړ او ځينو په ډاګه د پارلماني مبارزې سوله ايزه لاره ردوله او له قهراميزه لارې د بنيادې بدلون غوښتونکي وو٠
 
 پارلماني آزادي په آنارشی بدله شوه او په همدغه لسيزه کښې پا رلمان له پنځو صدراعظمانوڅخه يا داعتماد رآی بيرته واخيسته او يا ېې استعفا کولو ته اړ کړل٠د دموکراسی د دورې لومړنی صدراعظم ډاکتر محمد يو سوف د ١٣٤٤هج٠ش٠کال د لړم د مياشتې د دريمې نيټې د سوله ايزو مظاهرو د ټکولو له امله د لړم په اتمه نيټه استعفا کولو ته مجبور شو او ددې دورې وروستي صدراعظم موسی شفق په ١٣٥١هج٠ش٠کال د ايران له صدراعظم امير عباس هويدا سره د هلمند د رود د اوبو د ويش موافقه لاسليک کړه د موافقې لاسليک د افغانستان په سياسي ګوندونو او پارلمان کښې د مخا لفتونو او احتجاجونوهياهو جوړه کړه٠پارلمان لنډه موده وروسته تطميع او قانع شو، خو د تيرو لسيزو د بد مرغيو رښتينی لا مل له همدغه ځايه پيل شو٠
 
 کور ناستی سردار محمد داود چې له خپلې شاهي کورنی سره يې کورني اختلافات درلودل اود تير صدارت د واکمنی نشه يې په سرکې وه روانو سياسي لوبو ته په ځار و٠ له ايران سره د هلمند د اوبو د ويش قرارداد محمد داود ته ښه پلمه برابره کړه،د ١٣٥٢هج٠ش٠کال د چنګاښ د مياشتې په ٢٦ نيټه يې په توره شپه کښې کوده تا وکړه،شاهيې نظام يې ړنګ او د هغه پرځاي يې جمهوري نظام اعلان کړ٠محمد داود په خپله راديووي مرامي وينا کې چې د"خطاب بمردم افغانستان" عنوان يې ورکړی و مترقي تګلاره خپله کړه٠د ده دغې وينا د ټولو روڼ اند و او په تيره بيا د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند ملاتړ ترلاسه کړد افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند ديوې اعلاميې په ترڅ کښې له خپلو غړو څخه وغوښتل چې د نوي نظام ملا تړ وکړي٠
 
 د محمد داود د حکومت پر ضد پنځه کودتاوې شنډې اعلان شوې او دولت پلان شوې کودتاوې دلاندينيو اشخاصو لخوا ښودلې وې: لومړی کودتا د ١٣٥٢کال د زمري په مياشت کښې د محمد هاشم ميوندوالخوا، دوهمه کودتا د ١٣٥٢ د ليندې د مياشتې په ١٥ نيټه د ضبط احوالاتو د ريس جنرال رسولجان لخوا،دريمه کودتا په همدغه کال کښې د مولنا فيضاني لخوا وه چې دقيقه نيټه يې راته نده په ياد،ځلورمه کودتا په ١٣٥٤ کال کښې د استاد رباني لخوا او پنځمه کودتا ١٣٥٥ کال کښې د جنرال ميراحمد شاه لخوا٠
 
 له بلې خوا د انګريزي ښکيلاک په تدبير او ښکيلاکي ځواک سره د ديورند د تحميلي کرښې پوسيله د افغانستان له تاريخي بدن څخه د جلا شوو پښتنو او بلوڅو د حقوقو پر سر د سردارمحمد داود د حکومت مناسبات د پاکستان له حکومت سره زيات خراب وو٠نو د پاکستان حکومت د افغانستان د حکومت پر خلاف د يادو شوو پرله پسې کودتاوو په وخت کښې زمونږ هيواد ته د ستونزو پيداکولو لپاره له هر مناسب فرصت څخه ګټه اخيستله٠
 
 د ښي اړخي سياست ځينې هغه افراطي پلويان چې افغانستان ته د پخوانې شوروي پوځ تر راننوتلو وروسته وتلې جهادي څيرې شوې پاکستان ته تښتيدلی وو او د پاکستان د حکومت په لمسون او ملا تړ يې په پنجشير او نورو غرنيو سيمو کښې بغاوتونه پيل کړي وو٠
 
 دا ډول ستونزې ترهغې روانې وې چې محمد داود او ذولفقارعلي بوټو دخبرواتړو لړی پيل کړه٠وروسته محمد داود له دموکراسی او په"خطاب بمردم افغانستان" مرامي وينا کې د افغانستان له خلګو سره له شوو وعدو څخه مخ واړوه او داستبداد لاره يې غوره کړه٠هغه د ملي غورځنګ
 
 په نامه له وختزيو ( ابن الوقتو ) څخه نوی ګوند جوړ کړ او د نورو ګوندونو په فعاليت يې بنديز ولګاوه٠داود د سالم اپوزيسيون په ټکولو هم پيل وکړ او د افغانستان دخلق دموکراتيک ګوند مخکښان يې زندان ته واچول٠ددغه ګوند غړو محسوس خطر لمس کړ٠په قهر شول او له حتمي مرګ څخه د نجات په خاطر يې د ١٣٥٧ کال د ثور په ٧ نيټه د ورځې په ١١ بجو په رڼا ورځ په يو داسې قيام لاس پورې کړ چې د کا بل ښاريان يې په شور او شوق نندارې ته ولاړ وو٠دا قيام ٢٢ ساعته وروسته په بشپړ ډول بريالی شو او ښاريانو سرتيرو او افسرانو ته د ګلانو د اميلونو په ورکولو سره د هغه هر کلی وکړ٠دلته په ځای بولم چې ووايم د ثور دمياشتې په اتمه نيټه په کابل کې دهغه وخت د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو د اتحاد لوی سفير د افغانستان د دفاع وزارت مخې ته راغی او دځان له معرفي کولو وروسته يې وويل چې ما ته خپل دولت دنده راکړې ده، دا ځانته معلومه کړم چې تا سو څوک يا ست او ستاسو رهبر څوک دی ؟ هغه وويل چې ستاسو له رهبر سره ملاقات کول غواړم ٠په همدې نيټه له نورمحمد تره کي سره دهغه ملاقات وشو او يوه ورځ وروسته د ثور د نهمې نيټې په څلوروبجويې احوال راووړ چې زموږحکومت تا سو په رسميت پيژني٠
 
 د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند د ثور په ١١ نيټه نورمحمد تره کی د نوي دولت د مشر په توګه وټاکه او هغه له خبريالانو سره په خپله لومړی مرکه کې وويل چې موږ په دې طريقه قدرت ته رسيد ل نه غوښتل ٠سردار محمد داود زموږ پر ګوند قيام تحميل کړاو که موږ په دغه ډول واک ترلاسه کول غوښتلای ،نو دا کار مو دوه کاله مخکښې هم کولای شو٠
 
 په هر حال د دموکراسی له لسيزو وروسته دوهمه لسيزه ( ١٣٥٣-١٣٦٣ ) د افغانانو د هيلو په خلاف د کودتاوو ،جګړو او بهرنيو لاسوهنو لسيزه وه چې افغانستان يې د دوو لويو قدرتونو د سړې جګړې د دوران د سياليو په ډګر واړوه٠په دې لسيزه کښې د افغانستان د دولت درې برحال رئيس جمهوران ووژل شول٠په هيوادکې د پرمختګپالو د اساسي برخې او د شاتګپالو تر منځ جګړه ورځ په ورځ پراخيدله٠د پرمختګپالو مرستې ته پخواني شوروي اتحاد چې له اقتصادي پلوه د مرکزي بازار غوښتونکی و او د شاتګپالو مرستې ته امپرياليستي هيوادونو چې له اقتصاد ي پلوه د آزاد بازار غوښتونکي وو ټټرونه وهل٠پاکستان او ايران هم دخپلو ګټو په خاطر او ځينې عربي هيوادونه د لويديزو هيوادونو په تشويق د افغانستان د دولت د مخالفينو ملاتړ او مرستندوی وو٠پاکستان او ايران پر نورو مرستوسر بيره خپل پوځيان او مليشي په ملکي لباسونو کښې د مخالفينو له جنګيالانو سره يوځای کول
 
 کله جې د ١٣٥٨ کال د جدي تر شپږمې نيټې وروسته په افغانستان کې د پخوانې شوروي اتحاد پوځونو حضور پيداکړ نو د شاتګپالو تبليغاتي پله درنه شوه٠د ملګرو ملتونو داعتراض غږ اوچت شو٠د بهرنيو استخبراتي موسسو لخوا ځينې عربان د جهاد په نامه استخدام او د مخالفينو له ليکو سره يوځا ی شول ٠د امريکا متحده ايالاتونو له شوروي اتحاد څخه د ويتنا م په جنګ کې د ماتې دغچ اخيستلو لپاره ښه موقع تر لاسه کړه٠د سکاډ او سټينګر جګړه پيل شوه او د زبر ځواکونو تر منځ د سړې جګړې د ناندريو په دوره کښې افغانان د تاوده جنګ په بيرحمه لمبو کې وسوځيدل٠
 
 افغانستان ته د پخوانې شوروي اتحاد د پوځي قطعاتو د ننوتلو په باره کې رنګارنګ توجيهات کيږي،خو کومې معتبرې منبع لا تر اوسه په دې برخه کې د منلو وړ حقايق ندي څرګند کړي يوازې په نوي ډهلي کې د روسيې سفير ،يوري وارنتسوف،ويلي دي چې شوروې لدې ډاره افغانستان ته خپل پوځې قطعات و ليږل چې امريکا قصد درلود د افغانستان د دولت له مخالفينو سره په پيسو او وسلو سربيره نظامي مرسته هم وکړي٠ځکه دايران انقلاب امريکايې- ضد خصلت در لود او د امريکا لاس تر دووډبرو لاندې و٠په افغانستان کې يې سفير ووژل شو او په ايران کې يې دپلوماتان او د سفارت کارکوونکي ير غمل ونيول شول امريکا د خپلو ګټو د ساتلو او د دپلوماتانو دآزادولو لپاره پر ايران د نظامي حملې ترتيبات نيولي وو،خو د سريع حرکت د ځواک بريد يې ناکام شو٠هغه وخت پر افغانستان باندې د امريکا د مستقيم بريد کولو کوم سند په لاس کښې نه و٠
 
 ځينې منا بع وايي چې حفيظ الله امين هغه وخت چې دی په امريکا کښې په تحصيل بوخت و د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند ته د ننوتلو له دننه څخه د ګوند د متلاشي کولو او دګوند د پرمختګ د مخنيوي قصد و کړ٠دا منابع وايي چې له همدې لامله حفيظ الله په امريکا کې خپل زده کړه نيمګړې پريښودله او وطن ته ستون شو٠دا خبره عقل ځکه مني چې حفيظ الله هم تر واکمنی دمخه او هم د واکمنی په وخت کې (دوږي دميا شتې ١٣٥٨،٢٥ ) کټ مټ همداسې وکړل٠ګوند يې پر څو ټوټو وويشه،ګوندي او غيرګوندي معتبر شخصيتونه يې له مخې ليرې کړل٠ځينې يې له وطنه فرار کړل،ځينې يې بنديان کړل او زيات شميريی په شهادت ورسول ده د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند له خوا د واک تر نيولو وروسته د نورمحمد ترکې هغه غوښتنه او تمايل په کلکه رد کړ چې له نورو مترقي ګوندونو سره جبهې جوړولو لپاره يې څرګند کړ٠حفيظ الله پر خپل پلار او استاد هم رهم ونکړ، نو ځکه په همدې وخت کښې امين نه يوازې له ګونده بهر له سختو جګړو سره مخامخ شو، بلکې د ګوند دننه هم د ده پر ضد جهاد تود شو٠د ١٣٥٨ کال دتلې د مياشتې په ٢٢نيټه خلقي افسرانو د امين د يکه تازۍ پر ضد په ټولو مر کزي قطعاتو کې د پاڅون تر تيبات نيولي وو چې د خپلو جاسوسانو د رپوټونو په مرسته يې د هغه مخنيوی و کړ، خو يوازې د ريشخورو په فرقه کې د خلقې افسرانو قيام نږدې له ١٨ ساعته مقاومت وروسته وټکول شو او تر( ٢٠٠ ) زيات سرتيري او افسران پکې شهيدان شول٠حفيظ الله د خپلو سختو استبدادي اعمالو په نتيجه کې د خپلو ګوندي، ملي او بين المللي دوستانو ملا تړ له لاسه ورکړ٠په داسې حال کې چې پر عامه تاسيساتو او ملی شتمنيو د دولت د مخا لفينو بريدونه او په ولسواليو او علاقه داريو کې د ښونکو،داکترانو او ملکي کارمندانو بيرحمانه ترور او وژنه ورځ په ورځ زياتيدله، د امريکا مرسته اوملاتړهم ورسره مخ په زياتيد و و او د يوري وارنتسوف ادعا واقيعت پيداکولوته نږدې کيدله٠همدا مهال د هغه وخت شوروي واکمنوڅخه حفيظ الله امين له انقلاب څخه د دفاع په نامه د يو تقويه شوي غونډ د ورليږلو موافقه وغوښتل ويل کيږې چې حفيظ الله له امريکا سره ددغه هيواد د تشويش د رفع کولو په خا طرموضوع شريکه کړې وه٠امريکا افغانستان ته د شوروي د تقويه شوي غونډ له راليږلو سره مخالفت ځکه ونکړ چې هغه په دې پوهيدله چې داکار به له يوې خوا د شوروي پر ضد د افغانانو ملي احساسات راوپاروي او له بلې خوابه شوروي له نړيوال انتقاد سره مخامخ او تجريد کړي٠شوروي د حفيظ الله امين لخوا د تقويه شوي غونډ د راليږلو وړانديز و مانه او موافقه وشوه چې د غونډ يوه کوچنی برخه به دهغه د امنيت ساتلو دنده پغاړه اخلي او نور ځواک به ګرديزته ځي چې د پاکستان د مليشواو مخالفينو د پرمختګ مخنيوی وکړي٠
 
 د ١٣٥٨کال د جدي په څلورومه او پنځمه نيټه شوروي پوځي قطعات د خواجه رواش په هوايي ډګر کې کښته شول٠د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند د سياسي دفتر غړي دستګيرپنجشيري په خپله هغه مرکه کې چې پروسږکال ( ٢٠٠٤ ع ) د دسمبرد مياشتې په ورستيو ورځو کې يې د بې بې سي له خبريال سره وکړه وويل چې حفيظ الله امين په ډيرې خوښی سره د جدي په شپږمه نيټه د سياسي دفترغړوته په کابل کې د شوروي اتحاد د لوی سفيرهغه ډاډ څرګند کړچې ده ته يې ويلي و چې شوروي به له افغانستان څخه د ويتنام په شان دفاع وکړي٠د جدي په شپږمه نيټه له افغانستان سره د شوروي اتحاد د مرستو په وياړ د تاجبيک په ماڼی کې ميلمستيا جوړه شوې وه او د سياسي دفترغړي د ډوډی پر ميزناست وو چې شوروي کوماندو د ماښام د ٧ بجو په شاوخوا کې د حفيظ الله امين پر ارګ، د افغانستان پر راديو ،د مخابراتو پر مرکز او د صدارت پر ماڼی بريد پيل کړ٠سره لدې چې امين د سنبلې تر٢٥ نيټې وروسته د افغانستان په پوځي قطعاتوکې په پراخه پيمانه ګرفتاري کړې وه او د خپل حد س او ګومان سره سم يې مخالف خلقي افسران ځپلي وو،خو په پوځ کې د ناراضي خلقي افسرانو شميردده له کړې محاسبې څخه زيات وو٠د جدې د شپږمې نيټې په ماښام پر حفيظ الله باندې د روان بريد په اړه مرکزي قطعات په دې ګومان وو چې امين د کوم داخلي ځواک تر بمبارد لاندې دې او که څه هم په دی نپوهيد ل چې دا ځواک به د چا په رهبری عمليا ت تر سره کوي،خو په دې خوښ وو چې امين راوپرڅول شي٠له حفيظ الله څخه دده تر ارګ پرته نورو پوځي قطعاتو دفاع ونکړه او ارګ هم تر لږمقاومت وروسته تسليم شو٠
 
 داسې ولي وشول ؟ که د شوروي موخه او هدف تودو او بو ته ځان رسول و،نو ولې افغانستان او ايران ولې نه؟ افغانستان د شوروي دوست او ايران يې له ايديالوجيکي پلوه دښمن و٠ايا دشوروي موخه به دانه وه چې د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند او افغان ولس د امين له استبدادي منګولو وژغوري او نړيوال چپ مترقي نهضت له هغې بدنامی او شرمه خلاص کړي چې د امين اعمالو ورپه برخه کړي وو٠لنډه دا چې د حفيظ الله ظالمانه واکمني نسکوره شوه،ګوند او وطن ترې په امان شول،
 
 خو زموږ په هيواد کښې جګړه د سړيدو په ځای نوره هم توده شوه اوداځکه چې د مخالفينو د تبليغاتو له مذهبي بڼې سره ملي بڼه هم يو ځای شوه٠امريکا تر پخوا زيات د خپل جنګي ماشين استقامت افغانستان وګرځاوه او زموږ هيواد يې د تاوده جنګ په ډګرواړوه شوروي ددې ويرې او ډار په سخته لومه کې ښکېل و چې که امريکاپر افغانستان يا ايران حمله وکړي نو د سړې جګړې سيال به يې جنوبي پولې ته راورسيږي٠څوکاله وروسته د شوروي اتحاد په مشرتابه کې بدلون راغی چې د افغانستان په مشرتابه يې اغيزوکړ او زموږ په هيواد کې هم بدلون او اصلاحات پيل شول٠
 
 د ١٣٦٦ هج٠ش٠کال د سلواغې په شلمه ملي روغه جوړه اعلان شوه څه موده وروسته له افغانستان څخه د شوروي پوځ د وتلو لپاره د ژينو موافقه لاسليک شوه او دا پوځ زموږ د هيواد څخه ووت٠
 
 له هيواد څخه د شوروي پوځ تر وتلو وروسته د افغانستان دولت مخالفينو ته دګډ حکومت جوړولو وړانديز وکړ٠مخالفينو په وار وار د سولې او روغې جوړې خبرې رد کړې، ځکه چې جګړه له هماغه پيله د قدرت لپاره وه نه د شوروي پوځ د راتګ په خاطر٠د مخالفينو له نه پخلا کيدونکي درځ سره سره ډاکتر نجيب الله اصلاحاتو ته دوام ورکړ ٠هغه د ګوند نوم بدل کړ او د ګوندپه مرام کې يې هم بدلون راووست٠د ژينو د تړون له فيصلو سره سم د ملګرو ملتونو استازي بينين سيوان د افغانستان د دولت او مخالفينو تر منځ د روغې جوړې کوښښ کاوه،خو د سولې دا هڅه د شمالي ټلوالې او د وطن ګوند دننه د ډاکتر نجيب الله د مخالفينو اتحاد او ګډې دسيسې ناکامه کړه٠ډاکتر نجيب په کابل کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې پناهند ه او زنداني شو٠
 
 مجاهيدينو د ١٣٧١ کال د ثور په اتمه خپل مرکز له پاکستانه کابل ته انتقال کړ٠دوی په لنډه موده کې دولتي دفترونه،بانکونه،موزيمونه،ځا نګړې کورونه او هرځه لوټ کړل٠بيت المال د غنيمت مال وګڼل شو،د لاس ته راوړلو لپاره يې خپلمنځي جګړې پيل شوې،د کابل ښار او ټول هيواد د جنګي ډلو تر منځ وويشل شو٠په څلورمه لسيزه ( ١٣٧٣- ١٣٨٣هج٠ش ) کې د قدرت جګړې زور واخيست او امريکا او لويد يزې نړۍ په ښکاره افغانستان يوازې پريښود٠په دې لسيزه کې کور په کور ،کلي په کلي او په ښارونو کې کوڅه په کوڅه چور او چپاول زيا ت شو. په دې وخت کې طالبان له داسې شعار سره را منځته شول چې افغانستان او اسلام ته له بدنامو مجاهدينو څخه نجات ورکوي٠د طالبان دتحريک د راپيدا کيدو سره سم بين المللي خبري رسنيو داسې څرګندوله چې دا تحريک د پاکستان دولت د امريکا له پلان او مشورې سره سم را منځته کړی دی٠طالبانو د ١٣٧٥ کال د ميزان په مياشت کې د کابل تر نيولو سمدلاسه وروسته جمهور رئيس نجيب الله په شهادت ورساوه٠ددغه کار په کولو سره د دوی ملي او بين المللي ملاتړ کمزوری شو٠په ټوله نړۍ کې يوازې پاکستان،سعودي عربستان او بحرين چې د امريکا متحدين وو د طالبانو حاکميت په رسميت پيژنده٠د طالبانو په واکمنی کې د نجونو پر مخ د ښونځيو دروازې وتړل شوې٠سينماوې بندې شوې او په راديو او تلويزيون کې پر موسيقۍ هم بنديز لګيد٠د باميانو تاريخي بتان مات شول او د اسلام د احکامو تفسير او تعبير له نورې اسلامي نړۍ څخه جلا او بل ډول شو٠
 
 د افغانستان اصلي واکمن عربي فراريان او د پاکستان استخباراتي موسسې وې٠له شمالي ټلوالي سره دطالبانو جنګ روان و او روسيه، ايران او هندوستان د شمالي ټلوالې تر شا ولاړ دولتونه وو٠
 
 هغه وخت چې د ٢٠٠١ ع کال د سپتمبر د مياشتې په ١١ نيټه د امريکا په متحده ايالاتونو کې د نيويارک او واشنګټن پيښې را منځته شوې، نو امريکا د افغانستان په اړه په خپله پاليسی کې د بدلون او د طالبانو د بديل په فکر کې شوه او د ډالرو په زور او دولتي قدرت په وعدويې مرګونې شمالي ټلواله را ژوندۍ کړه٠د بيسارې بحري او هوايي بمباررۍ وروسته چې ګڼ شمير بيګناه افغانان يې قرباني شول د مجاهدينو د حکومت دوهم پړاو پيل شو٠په دغه پړاو کې د پاکستان اغيز کمزوری شو او دامريکا مستقيم اغيز او ملاتړ يې ځای ونيو٠
 
 امريکا هوډ وکړ چې د افغانستان د چارو بهير ته سم لوری ورکړي٠د ٢٠٠١ ع کال د نومبر د مياشتې په ٢٧ نيټه د بن کنفرانس جوړ شو چې د حامد کرزي په مشرتابه يې مؤقته دولتي اداره را منځته کړه٠د مؤقتې ادارې پسې اضطرارې لويه جرګه، بيا د لنډمهالی حکومت جوړول، ورپسې د اساسي قانون د تصويب لپاره لويه جرګه او بيا د جمهور رئيس د ټاکلو لپاره انتخابات له څه ناڅه تېروتنو سره سره ټولې مثبتې چارې وې٠د تېرو څلورو لسيزو پيښې لکه د ځنځير کړۍ يو له بله په ارتباط کې دي٠که څوک هڅه وکړي چې يوه پيښه له بلې څخه جلا مطالعه کړي او د سلسلې مراتب له پامه وغورځوي نوهغه به په قصدي توګه ديو چا د مسول کولو او بل ته د برائت ورکولو نيت او اراده لري او د واقعيتونو تحريف ته به يې ملا تړلې وي٠
 
 تيرو پيښو ته تر پورتنۍ لنډې کتنې وروسته په ځای بولم چې د تېرو غميزو او د هغو د لاملونو په اړه ځينې پوښتنې طرحه کړم او د معاصر تاريخ له پوهانو ، حقوق پوهانو، او د بين المللي حقوقو له متخصصانو او نور او نورو پوهانو څخه هيله وکړم چې پاک وجدان د قضاوت په سيوري کې ورته بې تعصبه ځوابونه ووايي:
 
 - ايا د ١٣٤٣ کال د اساسي قانون ارزښتونه او د مشروطه شاهی ،د ګوند ونو،مطبوعاتو او مظاهرو د ازادۍ منلو ته د پاچا چمتووالی له وخت څخه دمخه کار و او که روڼ اندوترې ناوړه استفاده وکړه؟
 -ايا دا د پاچا ګناه وه چې په لسو کالو کې يې د ګوندونو قانون لاسليک نه کړ چې روڼ اندو د هغه په رڼا کې خپل تګلاره ټاکلې وای او له سوله ايزو لارو خپلو موخو ته رسيدلې وای نه د وسلوالې مبارزې له لارې؟
 -ايا د دموکراسۍ په دوره کې د ولسې جرګې او حکومتونو تر منځ د توافق هميشنی نشتوالی چې پايله يې د ٥ صدراعظمانو ګوښه کيدل وه په هيواد کې د بې ثباتۍ لامل ګڼل کيدای شي که څنګه ؟
 -د دموکراسۍ په تازه- پيلي بهير کې د عقرب د دريمې نيټې د سوله ايزو مظاهرو د بيرحمانه سرکوب اغيز او له ورپسې راتلونکو پيښو سره يې ارتباط څنګه ارزوئ ؟
 -ايا په ١٣٥١ هج٠ش٠کال کې له ايران سره د هلمند د اوبو د ويش قرارداد چې د دواړو هيوادو صدراعظمانو،موسی شفيق او امير عباس هويدا لاسليک کړ د راتلونکو پيښو اصلي لامل حسابيدلای شي؟
 ايا١٣٥٢ کال د سرطان د مياشتې د ٢٦ نيټې کودتا چې د سردار محمد داؤد لخوا په توره شپه کې چې په ظاهره د هلمند درود د اوبو د ويش له قرارداد سره د مخالفت په پلمه تر سره شوه،شاهي نظام يې ړنګ او د زور له لارې قدرت ته رسيدل يې دود کړل د غميزو پيل نه شميرل کيږي؟
 -ايا په ( خطاب بمردم افغانستان ) کې له خپرو شوو مرامي کرښو څخه،چې د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند يې ملاتړ کاوه ، د محمد داؤد مخ اړونه او په دې پلمه د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند د رهبرۍ ډله ايز بنديانول چې د مرکزي کميټې د ترور شوي شهيد غړي مير اکبر خيبر جنازه يې په پرتمين او سوله ايز ډول خاوروته سپارلې وه د ورستيو پيښو لامل نه و؟
 -ايا له هماغه پيله د پاکستان لخوا د نوي نظام پر ضد دمرورو افغانانو نظامي تربيه، وسلوالول او د تخريب لپاره راستول د چارو په وروستي بهير بې اغېزې وو ؟
 -ايا دپاکستان له خوا د افغانانو لپاره د جلا وطني حکومت جوړولو،افغانستان ته د جهاد په نا مه د عربو او پاکستاني مشاورينو لېږلو، د افغانستان د دولتي نظام د تخريب په موخه د بهرنيو استخباراتي مؤسسو فعاليت ته د زمينې برابرولو او د اور لمبوته لمن وهلو د پرله پسې ورستيو پيښو د رامنځته کيدو لپاره بنسټ ندی ايښی؟
 ايا د شوروي اتحاد څخه د افغانستان د خلق دموکراتيک ګوند لخوا پوځي مرستې غوښتنه د بهرنيو مداخلو له امله نه وه؟
 ايا د افغانستان په کورنيو چارو کې د ايران د اسلامې جمهوريت مداخلو چې د اسلامي انقلاب د صادرولو تر شعار لاندې پيل شوې زموږ د هيواد په حالا تو اغيز نه درلود؟
 -له افغانستان څخه د شوروي پوځي قطعاتو تر وتلو وروسته د افغانستان د دولت د ملي پخلاينې او روغې جوړې د وړانديز ردول چې بين المللي ملاتړ ورسره و د چا مسؤليت دی ؟
 
 -ايا د ملګرو ملتونو د استازي ښاغلي بينين سيوان په منځګړيتوب د روغې جوړې د خبرو د سبوتاژ پړه د چا پغاړه ده؟
 -ايا د کابل د ښار د ورانولو او په ښا رکې د راکټونو او توپونو په ډزو سره له ( ٦٠٠٠٠ ) شپيته زرو څخه د زياتو بيګناه ښا ريانو د وژلو پړه د چا په غاړه ده؟
 مونږ د دريمې لسيزې ١٣٦٣-١٣٧٣ هج٠ش٠په باره کې دمخه خبرې وکړې او په دې برخه کې نورې خبرې به تکراري بڼه ولري، خو يوازې دومره وايم چې د هرې لسيزې
 د حاکمانو اصلي څيره د قدرت تر نيولو وروسته څرګند يږي٠ګرانو هيوادوالو او نړيوالو وليدل چې په هيواد کې قتل و قتال او د تمدن تخريب د قدرت او چوروچپاول په خا طر و شول نه د اسلام لپاره٠ګران هېوادوال پوهيږي چې طالبان چا را وستل ،عربان چا راوستل،افغانستان چا د بين المللي تروريزم د تربيې په مرکز واړوه او نابللو خپلسرو ميلمنو ولې او د چا په مرست زموږ له هيواد څخه د بين المللي تروريستانو د تربيې تعليمي مرکز جوړکړ او زموږهيواد د چا د ګټو لپاره په نړۍ کې د ترياکو د توليد او قاچاقو لومړی درجه هيواد شو٠ايا د باميانو د بتانو پر توپ ويشتل او د نيويارک د لوړو برجونو ورانول يوازې د عربي ميلمنو مسؤليت و ؟ ؟
 په پای کې لنډې پوښتنې دادې چې ملا مت څوک دي؟
 لومړۍ مشروطه شاهي که لومړی جمهوري نظام،لومړی دموکراتيک جمهورت
 که لومړی اسلامي جمهوريت او يا لومړی اسلامي امارت،سړه جګړه، زبر ځواکونه که د ګاونډيانو لاسوهنې اوکيڼ افراط که ښي افراط ؟
 ايا د افغانستان د پرله پسې اشغال بهير د افرادو او اشخاصو په خاطر و که له افغانانو سره د دوستی په خاطر او يا هم د زبر ځواکونو او ګاونډيانو د ستراتيژيکو موخو په خاطر؟ زه باور لرم چې د پورتنيو پوښتنو د ځواب لپاره کتابونه او کلونه په کار دي٠
 زما وړانديز دادی چې راځئ ټول په ګډه يو شی ملامت کړو او هغه د بيسوادی لوی رنځ چې نفاق ورسره ملګری دی٠اوس زموږ د ټولو دردونو فوري علاج يوازې او يوازی اتفاق او ملي يووالی دی٠که موږ له تيرو حوادثو درس اخيستی وي او هوښيار شوی ملت ځانته وايو نو ملي ګټې به دغج او انتقام او د هر ډول تعصب له روحې څخه په مراتبو اوچتې وګڼو او سرتاسري بخښنه او ملي پخلاينه به مو نه ماتيدونکی شعاروي٠
 و من الله التوفيق