د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان تلويزيون، او د وزير رهين بې خبري

هيواد خويشكى 25.01.2006 03:00
د د اطلاعاتو او كلتور وزارت د تصويري رسنيو د ارزونې د كمېسيون له خوا افغان خصوصي تلويزيون په دې پلمه ۱۰۰۰ امريكايي ډالره جريمه شوي چې د نوموړي كمسيون په وينا بربنډې او غير اخلاقي صحنې يې پر پرده ښكاره شوي دي.
 په خبر كې ددغو بربنډو صحنو د څرنګ والي او څومره والي نور تفصيل نشته او نه يې هم دقيق وخت په ګوته كړى،. خو خبر داهم زياته كړې چې نوموړي وزارت نورو رسنيو ته هم ګوتڅنډنه كړي او ويلې يې دې چې له بداخلاقه صحنو او خپرونو له خپرولو په كلكه ډډه وشي.
 همدغه راز نوموړي وزارت تېر كال هم په كيبلي شبكو ددي لپاره بنديز لګولی و، چې ګوندي په دغو شبكو كې ځينو هغو چينلونو ته ځاى وركړل شوى چې بربنډې صحنې او خپرونې په کې راڅرګنديدې.
 د افغان ټې وې چلوونكيو تير ماښام د نوموړى تلويزيون پر پرده په خپل پيغام كې ويلي دي چې دغه پريكړه له نياو څخه لري ده،دا ځكه چې د دوى په غياب كې شوې ده. دوى په ښكاره د نوموړي وزارت تورونه په كلكه ردوي او د انصاف غوښتونكې دي.
 د بربنډو صحنو په تفصيل به مو خپل اطلاعات او فرهنګ وزارت خبر كړي خو اوس اوس ويل كېږي چې خبره بل وخت ورانه شوي وه او دا دى د كليوالو په وينا سر يې اوس را ووتو.
 ويل كېږي چې د افغان تلويزيون د يوې ژوندۍ خپرونې چلوونكی له رهين سره په ملي ترمينالوژۍ راپيچيدلي وو چې د خپرونې په ختم كې وزير رهين د خپرونې پر چلوونكي برګ شوى و.
 وزير رهين چې د طالبانو له رانسكورېدو وروسته په ټولو ادارو كې د اطلاعاتو او كلتور وزير پاتې شوى تېرو كلونو كې يې هم هغه د فارسيوانو خبره ډېرو ګلونو ته يې اوبه وركړي چې وروستى يې همدا د افغان تلويزيون جرمانه او كه لږ يې روښانه ووايو غچ اخيستل دي.
 بل لامل دا هم كېدی شي چې د نوموړي تلويزيون اداره به يې هم خوښه نه وي، هغه ځكه چې پخوا به پكې پښتو پروګرامونه زيات وو او بل دا چې ايراني اديتوران نه لري. او كه بيا هم وزير په خپله خبره ولاړ وي نو بيا ولې نور موجود تلويزيونونه نه جرمانه كوي چې بربنډي غربي سندري او په دي ورستيو كې د تاجكستان دسكوتيكونه ښيي او بيا د خپرونې چلوونكى يې په ډېر فخر وايي (به اميد ان روز كې افغانستاني هاى ما همچو جاهايى داشته باشيم).
 بله ګونګه خبره چې له خلكو سره ده هغه داده چې د رسينو د ارزوني كمېسيون دندې څه دي؟ او په رسنيو كې څه ارزوي؟ او كه ريښتيا يې هم دنده ناافغاني، نااخلاقي او د افغانستان د اساسي قانون په خلاف خپرونې وي نو ولې ګڼې نورې تصويري او چاپي خپروني نه جرمانه كوي چې په تيرو دوو كلونو كې يې افغانان شاهدان دي.
 ټولو ته معلومه ده چې د هېواد لارښود قشر (ديني عالمانو) څو ځله د ځينو رسنيو د كړنو سر ټكولى او له حكومته او بيا په تيره بيا يې له وزير رهين نه د بنديدو او مجازاتو غوښته كړي ده چې نوموړي وزير د چا خبره غوږ هم نه دى پرې ګرولی. د لغمان د علماوو، د كندهار او ننګرهار د علماوو غونډي يې څرګندي بېلګې دي.
 په رسنيو كې دغه بې سري دي حد ته ورسېدې چې ګڼ ژورناليستان يې ښكار شول، په كابل كې د طلوع نادولتي تلويزيون ويانده، او يو بل ملګرى د بلخ په مزارشريف ښار كې په نامعلومه او بې له دې چې ګناه يې روښانه شي له مينځه لاړل، خو نوموړي كمېسيون يې نوم هم په خوله وانه خيست او نه يې د مجرمينو له محاكمې لپاره غږونه پورته كړل. په داسې حال چې د رسنيو قانون په دويمه ماده لومړى بند په رڼو ټكيو كې د ژورنالستانو له حقوقو څخه ننګه او هغوى ته د وړ شرايط برابرول دي.
 د كابل ګڼې خپرونې چې ګومان كېږي د بهرنيو موسسو او د بهرنيو هېوادونو له سفارته يې مالې ملاتړ كېږي ډېر ځله يې د هېواد اساسي قانون ته په سپكه كتلي، پردى پالى مقالي خپروي او د د ملي ترمينالوژۍ پر ځای چې اساسي قانون يې كارولو امر كړي ايرانۍ ترمينالوژي كارول كېږي چې وزير رهين كمېسيون يې پري سترګې پټوي.
 د دانشګاه، دادګاه، استان، شهروند دانشكده.... وييونه هغه څه دي چې د نوموړي په فرهنګي پاچايي كې دود او د نوموړي له خوا يې ملاتړ هم كېږي. مانا دا چې نه يې ورته اخطاريه وركړي او نه يې هم كومه جرمانه ورباندي ايښي ده.
 په مزارشريف كې جنبشي مليشي ژورنالستان له كورونو تښتوي او د شبرغان تر شخصي زندانونو رسوي، په ننګرهار كې ژورنالستان برمته كېږي او له شكنجې وروسته په لرو سيمو كې بې سده موندل كېږې، په هرات شاعران په نامعلومه ډول په كور كې وژل كېږي، په كابل د د خپرونو مسوولين په دي تهديږي چې ولې پښتو مقالى خپروي او بيا دا چې امريكايي وسلوال مېلمانه مو فرهنګيان له جوماته بيايي، بيا يې كور به له اجازى ننوځي او بې احترامي يې كېږي. خو وزير رهين تسپي په لاس كله يوه خانقا او كله په بله خانقا ګرځي او ښايي دا فكر ورسره وي چې ملت ويده دي او په هيڅ هم ندي خبر.
 د بشر دوست وينا ده چې ننني وزيران د شاه محمود لټان دي، خو چې رهين او د هغه وزارت ګورو نو له شاه محمود له لټانو هم كم نه دي. او ولسمشر هم كېدی شي د وزير رهين په سوفيانه مزاج تير وتلی او يا هم د وزير رهين دم او چف ورباندي تاثير ښندلی وي.
 ښاغلى ولسمشر دې په دې ځان نه خوشاله کوي چې زه به ګنې سطان محمود يم او سيد مخدوم رهين به مې د لټانو له ډلې څخه يو لټ وي. ولا که خو يا ته د سلطان محمود ته ورسېږي او يا ستا لټان.