د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نړيوال ماركيټ ته د افغانستان له لارې د تركمنستان د ګاز انتقال

ګل اغا احمدي وردک 24.01.2006 02:00

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

سريزه
 ګاز او د انرژۍ ورته سرچينې چې د ځمكې د لاندې پيدا كيږي په اقتصادي اصطلاحاتو كې د تورې طلا نوم وركړل شوى دى او د ورځې په تيريدو سره خپل اهميت زياتوي ځكه چې د اوسنۍ نړۍ د اقتصاد او صنعت زياتره برخه د انرژۍ د پراختيا پر مټ او بركت پر مخ درومي او د انرژۍ له سرچينو څخه پرته انسانان نه شي كولاى چې په صنعتي او اقتصادي ډګر ګې د خپل اقتصادي برياليتوب هسكو پوړيو ته ورسيږي.
 په دې لړ كې د منځنۍ آسيا د هيوادونو او بيا په ځانګړي ډول د تركمنستان هيواد د ګاز سرچينې په اقتصادي ډګر كې هغه روښانه او خوږ خوب دى چې په ليدلو سره يې د ډيرو هيوادونو خولې له اوبو څخه را ډكې او غواړي چي د خپلې اقتصادي او صنعتي پراختيا لپاره يې د تركمنستان له هيواد څخه و پلوري، خپلو هيوادونو ته يې و ليږدوي، د صنعت او اقتصاد په ډګر كې يې په كار و ګوماري خو ليږدول يې د كومې لارې شوني دي؟
 د انرژۍ نړيوال ماركيټ او بيا په ځانګړې توګه د پاكستان او هند هيوادونو ته د تركمنستان د هيواد د ګاز د ليږدولو د ۱۸۶۰ كيلومتره نل ليكې پروژه هغه موضوع ده چې د سيمې د هيوادونو د استازو له خوا څو څو ځلې تر ژور بحث او څيړنې لاندې نيول شوې ده چې بيه يې په ټوليزه توګه ۳،۸ ميليارده امريكايي ډالر اټكل شوې ده. كله كله نوموړي بحثونه او خبرې اترې جدي او عملي بڼه غوره كړي خو كله كله د يو شمير عواملو او چلنجونو د رامنځته كيدو له كبله تر جدي ګواښ لاندې راغلي دي.
 بايد وويل شي چې يوه خبره اوس ټولو اړوندو اړخونو ته جوته شوې ده چې د افغانستان له لارې د دې پروژې عملي كول له بلې هرې طرح شوې لارې څخه آرزانه، آسانه، د عملي كيدو وړ او په لږ وخت كې شونې ده. همدارنګه زموږ هيواد ته زياتې اقتصادي، امنيتي او هر اړخيزې ګټې په خپله لمنه كې لري. په دې اړه د افغانستان، تركمنستان او پاكستان د هيوادونو د استازو له خوا آته ځلې درې اړخيزه غونډې شوې دي او د هندوستان هيواد نوى دې بهير ته را ګډ شوى دى.
 غواړو په خپله دې مقاله كې د افغانستان له لارې د جنوبي آسيا هيوادونو ته د ګاز د ليږدولو د نل ليكې په عملي لارو چارو خپل نظر له ګرانو لوستونكيو سره شريك كړو. همدارنګه هغو پرمختګونو او ګواښونو ته هم په لنډه توګه اشاره وكړو چې په دې لاره كې تر سترګو كيږي.
 
 د افغانستان له لارې د ګاز د نل ليكې د تيريدو تاريخي پس منظر
 د ځينو كارپوهانو له نظره د افغانستان له لارې د تركمنستان د ګاز د ليږدولو د نل ليكې فكر د ۱۳۶۲ او ۱۳۶۳ هجري لمريز كلونو زيږنده دى خو په هيواد باندې د پخواني شوروي يرغل او كورنيو جګړو د دې فكر عملي كيدلو او غوړيدلو ته اجازه ور نه كړه. په۱۳۷۱ هجري لمريز كال او په كابل باندې د ځينو جنګي ډلو له ولكې سره سم نوموړى فكر يو ځل بيا د يو شمير هيوادپالو افغانانو تر منځ سر را اوچت كړ خو د كورنيو جګړو اوږدوالي د هيواد د هر اړخيزې ورانۍ تر څنګ له افغانستان څخه د تركمنستان د ګاز د نل ليكې د تيريدلو فكر هم پرته له كوم عملي پرمختګ څخه غلى كړ. په ۱۳۷۵ كال كې چې كله كابل د طالبانو لاسته پريوت نو په دې اړه د افغانستان دخلكو او نړيوالو له خوا زياتې اميدوارۍ تر سترګو شوې او خبرې دې حد ته ورسيده چې د طالبانو د واك پر مهال د امريكا د يونيكال د كمپنۍ په بلنه د طالبانو پلاوى هغه هيواد ته سفر وكړي او د يونيكال د كمپنۍ تاسيسات له نږدې څخه و ګوري. په همدې توګه هغه مهال د پريډاس له كمپنۍ سره هم د وخت د چارواكو له خوا خبرې اترې تر سره شوې. خو له ځينو بهرنيو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړيكو پراخوالى د دې سبب شو چې نوموړې كمپنۍ هم د دې كار له سر ته رسولو څخه لاس په سر او له هيواد څخه د تركمستان د ګاز د نل ليكې د ليږدولو مسئله بيا خاموشي غوره كړي.
 د ۱۳۸۱ هجري لمريز كال په دوهمه نيمايي او په هيواد باندې د افغانستان د لنډ مهالې ادارې د واك سره جوخت د سيمې د هيوادونو په سياسي او اقتصادي محافلو كې يو ځل بيا نوموړې مسئله ښه توده شوه. له هغه مهال راهيسې په كابل، عشق آباد او اسلام آباد كې د افغانستان، تركمنستان او پاكستان دهيوادونو د اړوندو استازو تر منځ ګټورې خبرې تر سره او افغان پلاوى څو څو ځلې د پاكستان پلازمينې اسلام آباد او د تركمنستان پلازمينې عشق آباد ته سفرونه وكړل او كابل ته د يادو شوو هيوادونو پلاوي راغلل چې تر دې مهال پورې يې ۸ غونډې كړې او په نظر كې ده چې راتلونكې غونډه به د ۲۰۰۶ ميلادي كال د فبروري په مياشت كې د تركمنستان هيواد په عشق آباد كې تر سره شي.
 
 د ګاز د نل ليكې د تيريدو څرنګوالى
 د افغانستان له لارې د تركمنستان له هيواد څخه پاكستان او هند هيوادونو ته د ګاز نل ليكه ټول ټال ۱۸۶۰ كيلومتر اټكل شوې ده چې ۷۰۰ كيلو متر يوازې د افغانستان په خاوره كې تيريږي او د امريكا د ځينو كمپنيو د اټكل له مخې به د سيمې هيوادونو ته د تركمنستا د ګاز له زيرمو څخه ۵۰۰۰۰ ميليون متر مكعب ګاز و ليږدوي. بايد وويل شي چې د تركمنستان د ګاز په زيرموكې د ياد شوي رقم څو چنده ګاز موجود دى. د دې پروژې قيمت په ټوليزه توګه ۳،۸ ميلياره اټكل شوى او په پام كې ده چې د ګاز نل ليكه به د تركمنستان له هيواد څخه لومړى د افغانستان د هرات ولايت ته راوستل شي له هغه ځايه هلمند ورپسې كندهار او له هغه ځايه به د پاكستان د كويټې ښار ته و غزول شي.
 دوهمه طرح دا ده چې د افغانستان د شمالي ولايتونو څخه د سالنګونو د لارې لومړى كابل او بيا پيښور ته وغزول شي. په همدې توګه دريمه طرح په دې اړوند دا ده چې د افغانستان د شبرغان له لارې ښكاري درې (دره شكاري)، جلريز، كابل او بيا پيښور ته و غزول شي خو له تركمنستان څخه د هرات، هلمند، كندهار له لارې پاكستان ته د نوموړي پايپ لاين د غزولو شونتيا ډيره ده محيط زيست كوم ضرر نه ورته رسوي، له ډيرو طبيعي آفاتو او زلزلو څخه مصئونه لار ګڼل كيږي.
 د نوموړي نل ليكې هر ډول امنيتي، سياسي، محيط زيست او ټولنيز اړخونه مخكې له مخكې د آسيايي پراختيايي بانك له خوا د يوې انګليسي كمپنۍ په وسيله مطالعه او سنجول شوي دي چې د اړوندو هيوادونو لپاره يوه عملي او ګټوره پروژه ګڼل شوې او پرته له كومو جدي ستونزو د عمل په ډګر كې پلې كيداى شي.
 
 افغانستان ته د ګاز د نل ليكې د تيريدو د پروژې ګټې
 د افغانستان له لارې د تركمنستان له هيواد څخه د ګاز د نل ليكې تيريدل زموږ هيواد ته زياتې امنيتي، سياسي او اقتصادي ګټې په نظر كې لري چې ځينو ته يې په لنډ ډول په لاندې توګه اشاره كيږي:
 ۱.د ګاز د نل ليكې د كار د پيل سره جوخت به ۳۰۰۰ افغانانو ته يوازې د پروژې د اعمار په چارو كې كار پيدا شي.
 ۲.له پورتني رقم پرته يو زيات شمير افغانان د پروژې د امنيت په چارو كې په كار وګومارل شي.
 ۳.داسې اټكل شوې ده چې د نوموړې پروژې له امله به هر كال افغانستان ته له ۳۵۰ څخه تر ۴۰۰ ميليونه امريكايي ډالره ترانزيت ټكس يا ماليه په لاس راځي.
 ۴.د سيمې امنيت به ښه نور هم ورسره مضبوط كيږي ځكه په پام كې نيول شوې چې د دې پروژې د امنيت لپاره به د نورو امنيتي چارو سره سره هوايي ځانګړى هوايي ځواك هم په كار ګمار كيږي.
 ۵.په نړيوال ډګر كې د افغانستان اهميت نور هم ډيريږي او شايد نوموړى كار د مركزي آسيا د طبيعي او انرژي زيرمو د ليږدولو لپاره د لومړي ګام په توګه و ګڼل شي او په راتلونكي كې د تيلو او ګاز نورې ورته نل ليكې هم زموږ د هيواد له لارې نړيوالو ماركيټونو ته وغزول شي.
 ۶.د دې اټكل هم كيږي چې د دې نل ليكې له لارې به د افغانستان خپل داخلي ګاز هم بهر ته و ليږدول شي.
 ۷.داسې احتمال هم شته چې د دري ګونو هيوادونو د وروستي تړون په ترڅ كې دغه موضوع هم مطرح او موافقه پرې وشي چې د افغانستان هغو سيمو ته د نوموړې نل ليكې څخه ګاز ور كړل شي چې د ګاز نل ليكه ورڅخه تيريږي.
 ۸.همدارنګه د هيواد له هغو سيمو څخه چې د ګاز نل ليكه تيريږي د دې احتمال شته دى چې د غوره پاخه سړك تر څنګ د ژوند د نورو ضروري آسانتياوو څخه هم برخمنې او د زيات شمير هيوادوالو لپاره د ژوند يوه هر اړخيزه خوشحالي منځته راوړي.
 
 د پروژې د عملي كيدو څرنګوالى
 په پام كې نيول شوې ده چې د دې پروژې ډيزاين په ډير ښه شكل صورت و مومي او د ګاز نل ليكه په داسې ډول جوړه شه چې له هر ډول تخريبي اعمالو څخه ژغورل شوې وي. داسې اوتوماتيكي دروازې ورته نصب كيږي چې كه خداى مه كړه نل ليكه په يوه سيمه كې تر تخريبي بريد او يا ګواښ لاندې راځي نو د نل ليكې ګاز په اوتومات شكل بنديږي او نه به پريږدي چې د ګاز د ليږدولو ټول بهير ته كوم زيان ورسيږي. په همدې توګه د تخريب شوي ځاى بيا جوړول او ترميم به هم آسانه وي.
 بل دا چې داسې آلات پكې نصب كيږي چې كه چيرې نل ليكې ته خداى مه كړه په كومه سيمه كې زيان رسيږي نو سمدلاسه به نصب شوې آله د تخريبي عمل او سيمې په اړه امنيتي ځواكونو ته خبر وركوي چې امينتي ځواكونه او د بيا رغولو ټيم به د خپل هوايي ځواك په وسيله نوموړې سيمې ته په هماغه لحظه رسيږي او د تخريبي عمل مخه به نيسي.
 د دې پروژې په عمومي كانسوشيم ژوره مطالعه روانه ده او تر ژورې كتنې وروسته به د درې اړخيزې او حتى څلوراړخيزې موافقې په ترڅ كې لاسليك او عملي بڼه به غوره كوي خو د كار د پيل نيټه يې د زياتو مطالعاتو د اړتياوو له كبله تر اوسه پورې ټاكل شوې نه ده.
 
 د پروژې د عملي كيدو په هكله روښانه هيلې
 د افغانستان له لارې د پاكستان او هندوستان هيوادونو ته د تركمنستان د طبيعي ګاز د نل ليكې د عملي لارو چارو په اړه بايد وويل شي چې نوموړې پروژه څرنګه چې د افغانستان او تركمنستان په ګټه ده په همدې ډول د پاكستان او هندوستان د هيوادونو په ګټه هم ده.
 د نوموړې پروژې په اړه د تركمنستان د هيواد لويه انديښنه دا ده چې ګواكي د هغه ګاز ته به ښه ماركيټ پيدا نه شي او د دوى ټول ګاز به و نه پلورل شي خو د ګاز د پيرودنې لپاره د هندوستان د هيواد آماده كيدل نوموړو انديښنو ته د پاى ټكى ايښى دى.
 د هندوستان هيواد هم پريكړه كړې ده چې په دې پروژه كې به برخه اخلي ځكه چې د نوموړي هيواد نفوس له يو ميليارد څخه لوړ دى او د خپلو اړتياوو لپاره څو د انرژۍ زياتو سرچينو ته اړتيا لري.
 له بلې خوا د پاكستان ۸،۵ اقتصادي رشد مسئلې هم يوه بله اميدواري د نوموړې مسئلې لپاره رامنځته كړې ده چې د تركمنستان هيواد و هڅوي څو د ګاز د نل ليكې غزولو ته پرته له كومو انديښنو غاړه كښيږدي.
 افغانستان هم هيله من دى چې په دې اړه داسې يو سيستم منځته راشي څو د هيواد هغه سيمې له نوموړې نل ليكې څخه خپل د اړتيا وړ ګاز واخلي چې ورڅخه تيريږي او نوموړي كار هم د تركمنستان هيواد هيله من كړى دى څو د خپل توليدي ګاز لپاره غوره ماركيټ و مومي.
 بل دا چې كوم تړون چې له ايران څخه هند ته د پاكستان له لارې د ګاز د نل ليكې د تيريدو لپاره په پام كې نيول شوى وو په سيمه كې د زياتو اقتصادي او سياسي عواملو له امله عملي بڼه نه شي درلودلاى او له نيكه مرغه د سيمې هيوادونه دې پايلې ته رسيدلي دي چې نوموړى كار يوازې د افغانستان له لارې د تركمنستان له هيواد څخه نړيوال ماركيټ د ګاز د نل ليكې د تيريدو په وسيله شونى دى سره له دې چې د ايران هيواد به په دې لاره كې خپلې سياسي او اقتصادي سيالۍ ته دوام وركوي څو نوموړى كار د افغانستان له لارې و نه شي.
 
 د ګاز د نل ليكې په اړه احتمالي ګواښونه، خنډونه او انديښنې
 سره له دې چې په هيواد كې هراړخيز مثبت بدلونونه او بيا په ځانګړې توګه د تركمنستان له هيواد څخه نړيوال ماركيټ ته د افغانستان له لارې د ګاز د نل ليكې د تيريدلو د پروژې عملي كيدو ته ټول افغانان لحظې شميري او د خوښۍ ځانګړى احساس كوي خو د بل هر كار په څير به نوموړى كار هم له ځينو احتمالي ستونزو، ګواښونو، خنډونو او انديښنو څخه خالي نه وي. تر اوسه پورې چې كوم ستر خنډونه د دې كار د پراختيا سبب شوي دي په هيواد كې يې تحميلي تحولات، كورنۍ جګړې او جنجالونه، د افغانستان ناروغ كورنى سياست، په سيمه كې د امنيت نشتوالى، په هيواد كې د سياسي رژيمونو بدلون او داسې نور يې ګڼلى شو.
 په راتلونكې كې به امنيت تر ټولو جدي او د پام وړ مسئله ګڼل كيږي. په همدې توګه د وسلو او وسله والو شتون هم د انديښنې وړ دى چې حكومت بايد نوموړې مسئلې ته د معقول چلند له مخې حل لارې و لټوي. د ګاونډيو هيوادونو سياسي او اقتصادي سيالۍ هم شايد چې په راتلونكي كې د يوه جدي ګواښ په توګه سر را پورته كړي ځكه چې متاسفانه د افغانستان ځينې ګاونډي هيوادونه په خپل څنګ كې د يوه پرمختللي او ځواكمن افغانستان موجوديت نه شي زغملاى. خو دا به په راتلونكي وخت پورې اړه ولري چې هيواد او د هغه سياسي زعامت څومره كولاى شي د دې او ورته ګواښونو په مقابل داسې معقول عمل وكړي چې په خپلو استراتيژيكو موخو كې بريالى او خپلو اوسيدونكو ته د هر اړخيز پرمختګ تګ لاره و ټاكي؟
 
 پايله
 د افغانستان له لارې پاكستان او بيا هندوستان ته د تركمنستان د ګاز د نل ليكې غزول د خورا مهمو پروژو څخه ګڼل كيږي چې زموږ هيواد ته هر اړخيزې ګټې په نظر كې لري. د نوموړې پروژې په اړه اوس مهال تر ډيره بريده داسې اټكل كيږي او د سيمې هيوادونه هم په دې آند دي چې د دې كار د سر ته رسولو وخت را رسيدلى دى او په دې وروستيو وختونو كې د اړوندو هيوادونو د استازو له خوا يو لړ ګټورې خبرې اترې تر سره شوې او دا شونتيا يې را منځته كړې ده چې د پروژې په اړه كوټلي او عملي ګامونه پورته كړاى شي.
 موږ د خپلې مقالې په ترڅ كې د نوموړې نل ليكې پر پس منظر، د نل ليكې پر څرنګوالي، افغانستان ته د هغه پر احتمالي ګټو، د پروژې د عملي كيدو په لارو او چارو خبرې وكړې او هغه ګواښونه هم په نښه شول چې د نوموړې پروژې د كار د پراختيا د لارې خنډونه رامنځته كولى شي.