د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان: امنيت، بيا رغونه او مخدره توکي

لطف الله مشعل 22.01.2006 03:00
پتيل شوې ده چې د نوي عيسوي کال د لومړۍ مياشتې په پای کې به د لندن د ښار په يوه شاهي ماڼۍ کې د افغانستان په اړوند نړيوال کنفرانس جوړ شي٠ په دې کنفرانس کې به پر ولسمشر کرزي او افغان دولتي پلاوي سربيره د برتانې لومړی وزير ښاغلی ټوني بلېير، د ملګرو ملتونو سرمنشي ښاغلی کوفي عنان او د امريکې د بهرنيو چارو وزيره ميرمن کانډوليزا رائس هم ګډون وکړي٠ د ګڼ شمېرنورو شتمنو هيوادونو ځانګړي استاځي او لوړپوړي پلاوي به هم په دې کنفرانس کې برخه اخلي او د افغانستان په راتلونکي، بيارغونه، امنيت او له افغانستان سره د نړيوالو ژمنو او تعهداتو په هکله به خبرې اترې وکړي٠
 دغه کنفرانس امريکا او نړيوالې ټولنې لپاره ډېر مهم او له ګواښونو ډک بلل کيږي. مهم به ځکه وي چې د بن له پروسې نه وروسته له افغانستان سره د بين المللي ټولنې د ژمنو د تجديد او بيا تازه کولو زيری به پکې وي او له ګواښونو به ځکه ډک وي چې له دوه نيمو لسيزو جنګ او درز او دروز نه وروسته د افغانستان بيا رغونه او په ځانګړي ډول د امنيتي وضعيت خرابيدنه او د امريکايي سرتيرو پر ځای د ناټو د سرتيرو ځای پرځاي کيدنه به پکې څيړل کيږي٠ او د امنيتي وضعې د ښه والي او د هيواد په جنوب او ختيځ کې د ناټو د ځواکونو د ځای پر ځا ي کولو په اړوند به لازم تصميمونه نيول کيږي. د ناټو د پوځونو ځای پر ځای کولو لا د مخه جنجالونه را ولاړ کړي، د ناټو يو مهم غړي د هالنډ شاهي دولت او ددغه هيواد پارلمان افغانستان ته د ناټو د چترۍ لاندې د ١٢٠٠ سرتيرو په ليږلو سره وار دمخه په ناندريو لګيا دي٠
 د لندن کنفرانس په ژمنو او اجندا کې د بن د کنفرانس غوندې دي، خو محتوی او کاري برخه يې د برلين کانفرنس ته ورته ده٠ د افغانستان پلاوی به هڅه وکړي چې بين المللي مرستې را جلب کړي او په افغانستان کې د يوې اوږدې مودې لپاره د خارجي ځواکونو د پاتې کيدو سپارښتنه وکړي. دا لا معلومه نده چې افغاني "ټيم" به دې کنفرانس ته څومره تياري نيولي وي٠ په افغاني ټيم کې د جلالي او اشرف غني غوندې د لوي کچ نړيوالو سياستپوهانو غيابت لويه خلا ګڼل کيږي, ځکه چې بين المللي مرستې د ټوپک په زور نه را جلبيږي، بلکه په نړيوالو قوانينو پوهه او د قوي علمي استدلال او منطقي حساب ورکونې او د مرستو د شفافه کارونې مهارت (Lobying) غواړي٠
 
 په افغانستان کې د امريکايانو له خوا د طالبانو د را پرزيدو راهيسې ډير څه شوي. ولسمشر کرزی به حقه وي که ښه په جرات دې کنفرانس ته ووايي چې: "افغانستان اوس اساسي قانون لري, منتخب ولسمشر لري, انتخاب شوی پارلمان لري او په يوه داسې ملت بدل شوی چې ګردسره د هيواد او خپل سرنوشت په ټاکلو کې برخه من دي"
 
 خو دا هم ښکاره حقيقت دي چې امنيتې وضعيت ورځ په ورځ خرابيږي٠ د ترورستي اعمالو کړۍ د هيواد له جنوب او ختيځ نه اوس شمال او نورو برخو ته غځېدلې٠ يواځې په تېر کال کې تر ١٥٠٠ زيات افغانان د ترورستي حملو په نتيجه کې وژل شوي او تر ٥٠ زيات ځانمرګي بريدونه شوي. د پښتونستان قبايلي سيمې د القاعده او افراطي طالبانو په اډه تبديل شوې په ميرانشاه، دته خيل، شوال, ډمه ډوله، چترال او رزمک کې د اي اس اي د سيوري لاندې ترورستي کمپونه تاسيس شوي او درګرده لګيا دي تنکي او سپيڅلي ځوانان "د شهادت د لوړ مقام" حاصلولو په نيت افغانستان ته را ليږي، او په افغانستان کې د بهيدونکي د وينو او اوښکو ديرش کلن لښتي ته اوبه ور کوي٠
 
 افغان پلاوي ته پکار دي چې په دې کنفرانس کې د بيا رغونې او اقتصادي مرستو د را جلبولو تر څنګ له ګاونډيو هيوادونو څخه کلک نړيوال تعهد واخلي چې په افغانستان کې دې نور "جهاد" ختم کاندي. او نور دې خپلې خاورې او خپل امنيتي او استخباراتي تاسيسات افغان دښمنه ډلو ته د استفادې لپاره په لاس کې نه ور کوي.
 
 افغاني پلاوي بايد د امنيتي ادارو د بيا رغونې لپاره مفصل , مشرح او معقول وړانديزونه (proposals) له ځان سره لندن ته راوړي٠ د ثبات د ټينګښت پروژه، د ملي پيوستون پروژه او د غير مسوله وسله والو د بې وسلي کولو DIAG پروژې کولاي شې ښې مرستې را جلب کړي٠ د ملي او سرحدي پوليسو لپاره د هليکوپټرو د رانيولو پروژه، د لويو لارو د بيا رغولو او د بريښنايي تاسيساتو د جوړولو پروژې، په لويو ښارونو کې د امنيتي اکتشاف کامرو د نصبولو پروژې او داسې نور ډير څه شته چې افغاني پلاوی کولاي شي نړيوالې مرستې پرې را جلب کړي٠
 
 افغانان هيله من دي چې هم نړيواله ټولنه او هم افغان حکومت له قاطعيته کار واخلي او د يو سوکاله، اباد، يو موټي او ودان افغانستان لور ته تلونکې دا له اميدونو او هيلو ډکه بيړۍ د بري تر ساحله ورسوي کنه د ګاونډ وږي تږي نهنګان وازه خوله انتظار ولاړ دي٠