د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتو او پښتانه د ناخوالو په لومو کې

ا.ن.يعقوبي 15.01.2006 03:00

که څه هم په نړیواله کچه په ټولو هیوادونو کې ملي ژبه د بیلابیلو معیارونو پر بنسټ چې سر شمیرنه یې یو د هغو ارزښتمنده پلونو څخه شمیرل کیږي ټاکل کیږي، خو په نړۍ کې به افغانستان لمړنی داسې هیواد وي چې دډیرکیو ژبه , کلتور او عنعنه تر پښو لاندې شوې ده او پر ځای یې د یوه لږکي ژبه حکم چلوي.
په دې هکله تر هر بل چا زیات پړه د پښتنو پر خپلو اوږو ده , دا ځکه چې په لرغوني افغانستان کې د ډیره راهيسې واکلرونکې د بیلابیلو دلایلو پر بنسټ چې البته افغان ملت ته یې یو هم د منلو وړ ندی, د دې لرغونې , علمي, تاریخي او ملي ژبې په حق کې جفاکړې ده اود خپل واک د ساتلو لپاره یې حتی د ویلو څخه هم منکر شوي او ډډه یې کړې ده.
بهرنیو هیوادونو هم د خپل سیمیزو گټواو نفوس د ساتلو په موخه په افغانستان کې د پښتو او پښتنو پر ضد د دې اصل پر بنسټ چې دبل غلامي نه مني په خپل وار هلې ځلې کړې دي چې تر ډیره حده پورې بریالي هم دي , خو افسوس چې دوی د دې ستر هیواد د پيښلیک څخه ناخبره دي! دا هغه پښتانه دي چې 3 ځلې یې د نړۍ ستر استعماري امپراتورۍ پر گنډو کړی دی او بیا لږه موده مخکې یې د نړۍ بل ستر یرغلگر هیواد شوروي ته داسې ماتې ورکړه چې گذاریې 15 نور په زور تر ولکې لاندې کړي هیوادونه هم ترې خلاص کړل. بهرني هیوادونه ځکه دپښتنو په ځپلو او د لږکیو په وده ورکولو کې خپلې گټې مومي چې پښتانه هیڅکله هم د پردیو برلاسي او غلامي نه مني او نه به یې هم ومني.
د نړۍ ډيرو هیوادونو لکه روسیه, فرانسه, چین, هندوستان, انگلستان, تاجکستان, ازبکستان, ترکیه, ایران, پاکستان, امریکه او داسې نور ټولو د پښتو او پښتنو د ځپلو لپاره بډې بر وهلي او پدې کار کې ځینې هغه پښتانه هم چې د واک لپاره یې د خپلې ژبې سره درغلي کړې ده او کوي يې مل دي.
نن په کابل کې چې د هیواد پلازمینه او د پښتنو ښار دی, پښتنو ته د پښتو په ویلو د پاکستانیانو خطاب کیږي که څه هم داحقیقت ټولو ته روښانه دی چې دا هیواد هر کله پښتو او پښتنو ساتلی او اوس يې هم ساتي او دا هم واقیعت دی چې پاکستان هغه هیواد دی چې په افغانستان کې یې تر هر بل قوم زیات پښتانه ځپلي او زیان یې وراړولی دی . د دې حقیقت روښانه بیلگه د ډیورنډ د ناورین لیکه ده چې د هغه په مرسته یې د پښتنو پر ځیگر چاړه کش کړې ده او په ناروا, ظالمانه او جابرانه توگه یې پر دوو حصو ویشلې ,ځپلې او جلا کړې او ها بله د ځیگر ټوټه یې بیا پرڅلورو نورو بینومه, بینښانه او بیکوره حصو ویشلې ده.
دې حقیقت ته په کتو سره چې پښتانه په هیواد کې په ځلوځلو تر نورو میشتو قومونو ډیر دي او د هیواد په سلو کې % 75 جوړوي, بیا هم دوی ته په سپکه کتل کیږي او دا ویل کیږي چې پښتنو پر نورو قومونو په تیروڅو لسیزو کې کلتوري او فرهنگي ظلم کړی دی:
کم ظلم؟
هغه ظلم چې پښتو ژبه پکې ورکه شوه؟
هغه واک چې دهیواد ټولو کتابت یوازې او یوازې په یوه ژبه (پاړسي) کیده او کیږي؟
هغه کلتوري ښکیلاک چې زموږ کلتور پکې ورک او پښتانه یې پاړسیوانان کړه؟
هغه فرهنگي ښکیلاک چې ټول حکومتي ډلیزې رسنۍ لکه ټلویزیون, راډیو, اونیزې, ورځپاڼې او نورې لیکنې په پارسي ژبه خپريدې او خپريږي ؟
که دا اوس مهال د پښتنو حکومت چې تش په نامه یو مضر محافظه کاره پښتون یې مشري کوي!
دا باید په ډاگه ووایو چې زموږ د واکلرونکو د ناسمو دریځونو او سیاسي مصلحتونو په سبب نن دادی ټول پښتون ولس د خپل مقدسی ژبې په ویر ناست دي.
په اصل کې خو پښتانه په خپلې خاورې او هیواد کې د یرغل او فرهنگي ښکیلاک په لومو کې ایسار دي, که د افغانستان د ملي (په اصل کې ضد ملي) ټلویزیون خپرونو ته ځیر شو نو هرومرو به سوچ وکرو چې موږ د ایران او یا هم د تاجکستان د ټلویزیونونو ننداره کوو ځکه چې د رهین په مهربانۍ او د کرزي په ملاتړ پښتو د حکومت په ایسارو رسنیو کې د هیڅ سره برابره ده, دا نور شخصي ټلویزیونونه چې هیڅ ټولنیز, ژبنیز, مذهبي, اخلاقي, ملي او نور معیارونه چې د افغانستان د اساسي قانون سره سمون ولري, نلري اود دې سره سره چې پښتو پکې ونډه نلري, د پښتو او د پښتنو د کلتورد سپکاوي لپاره یې ملا تړلې ده.
که په هیواد کې ښوونې او روزنې ته پام وکړو نو پښتو خو دسره پکې نشته او زموږ ماشومان په زوره دې ته اړایستل کيږي چې د خپل هیواد د ملي او لومړۍ رسمي ژبې څخه تیر او په بله ژبه زده کړې وکړي چې دا د یوه پلوه د افغانستان د اساسي قانون او د یونسکو د قانون څخه چې ټول وگړي حق لري په خپلې مورنۍ ژبې زده کړې وکړي سر غړونه ده او له بله پلوه د ماشومانود نورمالې زدکړې بهیر متضرره کوي ځکه لومړی باید دوی بله ژبه زده کړي چې دا هم کلونه دربر نیسي او بیا باید کتابونه پرې ووایي او تعليم پرې وکړي, البته دا خبره واضع ده چې دا عمل د ماشومانو پر ذهني ودې منفي اثر کوي او په دوی کې عقدوي حس زورور کوي او د موثره شخصیت په ودې کې خنډ واقع کیږي چې دی به د ژوند تر پایه پرې اخته وي.
په ښوونځیو کې یوازې یو کتاب د پښتو په نامه شته چې ښوونکی هغه زده کوونکو ته په پاړسي ژبه ژباړي اوپه آزموینې کې خو آن په شعوري توگه ورته ویل کیږي چې په پښتو مضمون کې به هرومرو پرته د زده کړې او زیار څخه کامیابیږي, او پدې توگه د هغوی احساسات د دې ژبې د زده کړې لپاره وروژني.
په همدې توگه که پوهنتون ته وگورو نو وابه ورو چې محصلین ددې مقدسې کلمې د بدلون او پر ځای یې د یوې پردۍ پلوې ایراني پاړسي د توري د راوړو په زیار لگیا دي.
اوس خو دادی په ټینگه د پخوانیو لیکل شوو لوحو چې په پښتو ژبه وې د بدلون کار او هڅه روانه ده او تر ډیره حده بریالي هم دي, ژوبڼ په باغ وحش – روغتون په شفاخانه (او په نژدې راتلونکې کې به آن په بیماریستان)... بدل شوي دي, او تر هغه ځایه چې د هیواد د ملي اصطلاحاتو مسله ده نو باید ووایم چې هغه هیواد چې وگړي یې خپله ملي ژبه د لاسه ورکړي وي نو ملي اصطلاحات به یې خود د پردۍ ژبې په تورو بدلیږي او خرڅ شوي لږکي به پوهنتون ته دانشگاه, لوی څارنوالۍ ته دادگستري, ریس ته دبیر کل ... وایي.
نو زما پښتنو وروڼو!
راځئ چې د خپل ځپل شوي ژبې په رغولو او درملنې کې لاسونه سره یو کړو. د فخر افغان پاچا خان, خان عبدلغفار خان بابا په وینا "هغه قومونه مري چې خپله ژبه هیروي" نو چې خدای مکړه موږ پدې بلا پورې نشو.
راځئ چې په گډه د دې ژبې د عامولو لپاره کار وکړو او په ښوونځیو, پوهنتونونو, مطبوعاتو (ډلیزو رسنیو), رسمیاتو (دفاترو) ... کې رایجه کړواو هاد خان شهيد صمد خان په وينا پښتو به وايو پښتو به لولو او پښتو به ليکوکه نه نو د راروان نسل د گیلو په لمو کې او د خپل وجدان او ضمیر په وړاندې آن په هغه دنیا کې هم مختوري یو.
راځئ چې پر هغه ماشومانو ورحمیږو چې خپلې لمړنۍ زده کړې چې په آسماني او نړیوالو قوانینو کې باید په خپله مورنۍ ژبې تر سره شي په ډیر ستونځمن حالت کې په بلې ژبې تر سره کوي.
راځئ چې د دوی د راتلونکي سره لوبې ونکړو او د راروان نسل د ښې ودې لپاره د پښتو ژبې عامولو ته رغنده کار پیل کړو.
اوګرانو پښتنو! په خپل کاله کې خو لږ تر لږه پښتو وایاست او لیک پرې وکړئ تر څو زموږ د ماشومانو دا ویره د زړه ځخه لرې شي چې پښتو گوندې د دې ملک ژبه نده.
نو هله گوندې خدای راباندې ورحمیږي او ژبه به مو د دې ظالمانو د لاسه خوندي شي که نه نو ها د ستر لارښود محمد گل خان مومند بابا په وینا تا لا والا به شو.

پښتو که رانه ولاړه نو هر څه به رانه تللې وي
نو بیا تالاوالا یم که وم وم که نه وم نه وم

جنوبي پښتونخوا کوټه