د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شمس الهدا شمس- يو نه ستړی کيدونکی مبارز

محمد طيب مومند 05.01.2006 03:00
 که چيرې مونږ خپل تاريخ ته وګورو نومعلوميږي چې هر کله په مونږ کوم ازميښت يا مشکل راغلی که هغه کورنۍ ګډوډي ده يا باندينی تجاوز نو په مقابل کې يې يو پاک، با ايمانه،مخلص او په پوره مانا د پښتني او افغاني خويونو لرونکی قيادت راپاسيدلی او مخنيوی يې ورله کړ ی- هغه بايزيد روښان دی که ستر ميرويس نيکه او که لوی احمد شاه بابا، هر يو په خپل وار د خپل خدای (ج) او ولس په ملاتړ دغه ملي مسوليت ترسره کړی- هم دغه افغاني روايت زمونږ هويت او استقلال په پيړيو پيړيو خوندي ساتلی- ښکيلاک په دې پوه شو اوخپله کاميابي يې د مخلص او نماينده قيادت د منځه وړو او د بيا راپيدا کيدو مخنيوی کې وليده نو په ډير مهارت يې د افغاني قيادت قوي ستنې ضعيفه کړې تر څو دغه پروسه وځنډوي- دوی په خپل مقصد کې تر زياته حده بريالي شول- چې مثال يې د افغانستان روانه نزدې ديرش کلنه غميزه ده- د رښتوني قيادت نشتوالي له کبله يو څو مغرض کسان د پښتنو د سرنوشت فيصلې په غير منصفانه توګه تر سره کوي او شخصي ګټې په ملي ګټو لوړې ګڼي- په نږدې وختونو کې هم په افغانانو کې يو شمير پاک نفسه، با ايمانه، او په افغانستان مين مشران پيداشوي چې ملي فکر يې درلود دهيواد د ملي منافعو نه دفاع يې خپل ملي وظيفه ګڼله او د ژوند زياته برخه يې دوطن په سرلوړي ساتلو کې تيره کړې- خو متاسفانه د وطن دښمنانو د دغه مشرانو مخنيوی په ډول ډول لارو وکړو تر څو خپل شوم اهداف د خپلو لاسپوڅو له ليارې لاس ته راوړي- د دغه اشخاصو دجملې نه يو د افغان ملت پخوانی مشر ارواښاد شمس الهدا شمس وو- چا چې خپل ټول عمر د يو آزاد، سر لوړي، خپلواک او د تعصباتو او محروميتونو نه لرې يو سوکاله افغانستان چيرته چې د ملي عنعناتو قدر کيږي، د ريښتونو ملي قهرمانانو درناوی کيږي او ياد يې ژوندی ساتل کيږي، د ملت د دوست او دشمن ترمنځ تفريق کيږي، لپاره مبارزه کوله-
 شمس صاحب هم د دې هيواد يو سپيڅلی، مخلص او باايمانه اتل بچی وو- هغه هيڅکله په ملي ګټو سودا نه کوله- يو رښتونی افغان او په افغانستان بې حده زيات مين پښتون وو- د هغه هر موقف د افغانستان د ملي ګټو د ساتنې ښکارندوی وو- هغه دافغانستان د ملي قهرمانانو نوم ژوندی ساتلو د هغوی په لاره تللو، ارمان يې درلو د او هڅې يې کولې چې افغانان خپل مشران هير نه کړي او د هغوی په قدم باندې قدم کيږدي- خپل ټول ژوند يې همدى عالى مرام ته وقف کړی وو-
 زمونږ جرم د وطن سره ده مينه ---- په دې جرم که مو سر ځي ا ُس دی ځينه
 هغه د بنسټپالنې په داسې وخت کې د پښتو او افغانيت لپاره مبارزه کوله چې د افغان په نوم مبارزه جرم او دافغانستان د ملي ګټو خبره کفرګڼل کيده- نن چې کوم خلک ځان ډير ملي او افغاني بولي او د څوکيو ترلاسه کولو لپاره يې خپلې اصلې څيرې پټې کړي پرون دوی هم ددغه ملي مبارزې د لياری ستر خنډونه وو- خو شمس صاحب په ډير جرات او ځوان مردی د داسې خنډونو مقابله کوله- نماينده لويه جرګه يې د افغانستان د معاضلی يواځينى حل بللو او د پخواني شاه کلک طرفدار وو- د افغاني نيشليزم روهيي د ژوندۍ ساتلو لپاره يې نه هيريدونکي خدمتونه تر سره کړي- سره له دې چې د وطن د دښمنانو له لاسه ډير محدود مادی امکانات يې درلود مګر حوصله يې ډيره لوړه وه او د ژوند د اخيري سلګۍ پورې يې خپل ملي موقف له لاسه ورنکړ-
 فکر هيڅکله په چا خرڅوی نشم ---- د ملت په وينو لوبې کوی نشم
 ازادي د هر ملت يو طبعي حق دی ---- ازادي په غلامۍ بدلوی نشم
 
 زمونږ وياړلی تاريخ به دا قضاوت وکړي چې څوک د دې وطن اصيل بچيان دي او څوک غليمان-