د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

موږ پښتانۀ غواړو څۀ ؟

سيدشېراحمد 02.01.2006 03:00

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

پۀ دې وروستيو کې پۀ کابل کې پۀ پښتو ژبه د ښوونځيو د نشتوالي او دفتري چارو کې د پښتو ژبې نه  کارولو ، ناندرۍ د پښتنو له خوا اوچته شوې ده٠ ويل کېږي چې د کابل د اوسېدونکو تر نيمايې زيات پښتانۀ دي او دفتري چارو کې پښتو ژبه نۀ کارول کېږي٠ زه نپوهېږم چې پښتانۀ غواړي څۀ  ؟

 دوی هغو ولايتونو او ولسواليو کې چې دې اوسېدونکو غوڅ ډېرکی يې پښتانۀ دي ، هېڅ ډول نظامي ، سياسي او کلتوري فشار لاندې نۀ دي او د دولتي موسساتو نيژدې ټول کارکونکي يې پښتانۀ دي ، پۀ اداري او دفتري چارو کې پښتو ژبه نۀ کاروي ، او کابل کې چې پۀ مستقيم ډول نظامې ، سياسي او کلتوري واک او ځواک د غير پښتنو پۀ لاس کې دی، پۀ دفتري چارو کې د پښتو ژبې نۀ کارونې ته ګوته  نيسي،نارې او سورې وهي٠

د پښتو ژبې د ملي توب او رسمي توب څخه پښتنو څۀ ګټه پورته کړه ؟ پښتنو ولې هغو سيمو کې چې د اوسېدونکو غوڅ ډېرکی يې پښتانۀ دي ،د سياسي او نظامي واک او ځواک دلرلو سره يې ونشوای کولی چې دفتري چارې پۀ پښتو کړي ؟ د پښتنو د همدې بې تفاوتۍ او بې پروايۍ له کبله پښتو ژبه د ملي توب له برمه پرېوته او که پښتانۀ د خپلو اوسېدو سيمو کې دفتري چارې پۀ پښتو ژبې پر مخ يونۀ سي ،تش پۀ نامۀ رسمي توب يې هم کوم خوږ نه درملوي٠

پښتانۀ تل خپله ګناه د نورو پۀ غاړه اچوي، غير پښتانۀ پۀ دې ګرموي چې ولې پښتو نه وايې او پۀ پښتو ليک لوست نۀ کوي؟ اما خپله تر اوسه پۀ دې نۀ دي توانېدلي چې هغو سيمو کې چې د اوسېدونکو ډېرکی جوړوي، دفتري ژبه پښتو کړي٠ اوس هم د دې پۀ ځای چې د هغو سيمو دفتري چارې پۀ پښتو کړي او د هېواد پلازمېنه د چارو د ښۀ سمبالښت لپاره دې ته اړباسي چې دې سيمو سره پۀ  پۀ پښتو ژبې اړيکې ټينګې کړي ، دا ناندرۍ وهي چې ولې کابل کې پښتو پوهنتون ،پښتو ښوونځي نشته او ولې کابل کې پۀ دولتي موسساتو کې پښتو ژبه نۀ کارول کېږي ؟

پۀ يوه ژبه هغه وخت د دولتي موسساتو چارو پرمخ وړل کېږي چې هغې ته اړتيا وي او يا هم دولت ستونزو سره مخ شي٠ پۀ اوسني حالت کې د دولتې موسساتو چارې پۀ دري فارسي ژبې پرته له کومې ستونزې پر مخ وړل کېږي او دولت هم د دولتي موسساتو پۀ دفتري چارو کې د پښتو ژبې د نۀ کارولو له کبله کومې ستونزې سره نه دی مخامخ٠ ايا پۀ داسې حالت کې پۀ کابل کې پۀ دفتري چارو کې د پښتو ژبې دې نۀ کارولو نارې او سورې پر ځای دي؟

بله بد مرغي چې د پښتنو پۀ برخه شوې ده،د پښتنو ليکوالانو پۀ لاس د سيميزو لهجو کارول دي ٠ د دې پۀ ځای چې ليکنې يې ټولو افغانانو لپاره د پوهېدو وړ وي او ټولو افغانانو لپاره وي، ليکنې يې د سيمې د اوسېدونکو لپاره دپوهېدو وړ او د سيمې لپاره دي ځکه چې پۀ سيميز ګړدود ليکل کېږي٠ دليل هم دا وايې چې زموږ پۀ سيمه کې خلک داسې غږېږي او زه يې همداسې ليکم٠ دې ته يې پام نۀ دی چې د ټولو پښتنو د يووالي د ساتلو ،د اړيکو د ټينګښت او پايښت لپاره يو پښتو ليکدود ډېر زښت زيات اړين او خورا زيات مهم دی او ليکنې ټولو پښتنو لپاره وي نۀ د ځانګړې سيمې لپاره٠

کله چې  موږ ونشوکولای يو ليکدود او يوه ژبه ولرو ، څنګه کولای شو چې دفتري چارې هغه هم کابل کې چې د پښتنو د اغېزې د سيمې څخه وتلی دی،پۀ پښتو کړو او يا پښتو ژبه پۀ دفتري چارو کې ورګډه کړو٠ خپله  ګناه چې د پښتو ژبې د وروسته پاتې توب او نۀ مهم والې لامل ګرځېدلې ده ، د نورو پۀ اوږو وراچوؤ٠

که چېرې پښتانۀ غواړي چې د دولتي موسساتو دفتري چارې پۀ پښتو ژبې هم تر سره شي او ژبه يې پۀ هېواد کې پۀ مهمه او اړينه ژبه واوړي ، هغو سيمو کې چې ډېرکی اوسېدونکې يې پښتانۀ دي (کندهار ،  هلمند ،ارزګان،فراه،زابل ،نيمروز،بادغيس،غزني،وردګ،لوګر،پکتيا،پکتيکا،خوست،ننګرهار ،لغمان،کنړ او داسې نور) بايد دفتري چارې پۀ پښتو تر سره شي اود يوۀ ليکدود څخه کارواخلي ، تر څو چې مرکزي حکومت د پښتو ژبې پۀ اهميت پوه او د چارو د ښۀ سمبالښت لپاره تر فشار لاندې راشي ، او داسې څوک پۀ دندو وګماري چې پښتو او دري فارسي يې زده وي، پرته له هغۀ بۀ د هېواد اداره له سترو ګواښونو او ستونزو سره مخامخ شي٠ که پښتانه دا نشي کولای کابل کې دې پۀ پښتو ژبې د ښوونځيو ،پوهنتون او د دولتي موسساتو دفتري چارو کې د پښتو ژبې ورګډولو او کارولو خيال او سوچ د سره لرې کړي٠

هر څوک خپلواک دی چې پۀ هره ژبه يې زړۀ وي خبرې ، ليک لوست وکړي او دې ته اړ نۀ دی چې پرته له خپلې خوښې کومه ژبه زده کړي او يا يې ووايې٠ اما د دولت کارکونکي له ولس مشره نيولې تر چپړاسي پورې ، د دواړو رسمي ژبو (پښتو او دري فارسي ) د اوسني اساسي قانون له مخې د هېواد پۀ ځينو سيمو کې دريو رسمي ژبو ،پۀ پوهېدلو اړ او مکلف دي او پرته له کومې ستونزې بايد پۀ دواړو رسمي ژبو دولتي چارې پر مخ يوسي٠

دا چې اوس پښتو ژبه مهمه او اړينه شي ، دپښتنو کار دی٠ هيله لرم چې پۀ دې اړه نور پښتانۀ خپل نظر وړاندې کړي او ويې ليکي٠

پۀ درنښت