د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ان شاء الله که انشاءالله؟

عبدالتواب خپلواک 19.01.2017 15:13

ژباړه او زیاتونه: عبدالتواب خپلواک
ځیني وخت ډېره لږه تېروتنه د یوې کلیمې مانا  له خپل اصلي حالت څخه بل حالت ته ګرځوي او یا خو بیخي د اصل مفهوم سرچپه مانا ورکوي.
یوه له همداسي کلیمو د ان شاء الله  کلیمه ده چي ځیني وروڼه او خوندي یې په لیکنو او ټولینزو رسنیو کښي ان شاء الله او ځیني یې انشاء الله لیکي.
اوس پوښتنه داده چي کوم یو صحیح مانا ورکوي؟
کوم یو ولیکو؟
او هر یو له دوی څه مانا ورکوي؟
انشاء د (انشاء) فعل مصدر دی او د پیدا کولو او منځ ته راوړلو مانا لري په قرانکریم کښي راځي (اِنَّا انشأنَّهُنَّ اِنشاءَ)(سورة الواقعه ۳۵)
ژباړه: موږ به دوی په یو ځانګړي شکل پیدا کړو.
د پورته ایت شریف څخه مالومېږي چي د (انشاء) د پیدا کولو مانا ورکوي نو کله چي لیکو انشاء الله نو داسي مانا ورکوي(موږ خدای پاک پیدا کړی دی)«نعوذ باالله».
او که چېري (اِن) او (شاء) جلا سره و لیکو(ان شاء) نو په دې صورت کي د خوښۍ،ارادې مانا ورکوي، لکه چي په قران کریم کښي راځي (وَمَا تَشَآءُونَ إِلَّآ أَن يَشَآءَ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا (انسان ۳۰)(
ژباړه: ( ستاسي په خوښي سره څه نه کیږي، تر څو پوري چي د الله خوښه نه وي. په باورى توګه الله د پوره پوهي او حكمت خاوند دی.)
نو کله چي د کوم کار کولو په وخت کښي (ان شاء الله) لیکو نو دا مانا ورکوي( که د خدای(ج) اراده او خوښه وه) دا کار به وکړو.
موږ او تاسو ان شاء الله عبارت هغه وخت لیکو کله چي د راتلونکي موخو په اړه خبري کوو او دا لفظ یواځي دا نه چي د الله ج په وړاندي یو ډول ادب دی بلکي دا هم په روښانه کوي چي هر څه د الله ج په اراده دي او موږ په یواځي ځان هیڅ نه سو کولای او پر الله ج تکیه لرو، د الله د ارادې پرته که د نړۍ قوت سره یو سي هم هیڅ نه سي کولای.
 همدا ډول دا یو ډول د الله ج ستاینه،توحید او صفت بیانول دی او د الله ج څخه په کارونو کښي د کومک او مرستي غوښتنه ده څو کارونه د الله (ج) په رضاء او اراده سره پر مخ ولاړ سي او مشروع موخو ته ورسېږو.
لنډه دا چي د( ان شاء الله) لفظ سم خو د( انشاء الله) لفظ ناسم او کفري لفظ دی او کارول او لیکل یې سم کار نه دی.
راځئ! قصد وکړو چي ان شاء الله سره له ننه به نور (ان شاء الله) لیکو!!