د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولی سوله یوازنئ حلاره؟

قاضي نحیب الله جامع 18.01.2017 12:40

په داسی حال کې چې افغانستان د خپل تاریخ له تر ټولو ګواښونکې سیاسی، ټولنیز، اقتصادی او امنیتی حالت سره مخ دي، اداری فساد غوغا کړي، د خلګو واټن د نظام بقاء ګواښی، د واکمنو بی باکانه کړنو افغانستان نږدي د چې د سیمه یزو قدرتونو له انزواء سره مخ کړي او په ټوله کې د امنیتی ځواکونو په تیر یو کال کې شاتګونه او د جګړو لا شدت له ویری څخه  دلته د ژوند او  ټیکاو په نامو ټولی هیلی په باد لاهوه کړې او یوازی په تیر کال کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی دی، چې په ۲۰۱۶ کال په لومړيو اتو مياشتو کې د جګړو او نا امنيو له کبله د هېواد دننه د بې کوره شويو وګړو شمېر د له يو مليون تنو اوښتی دي. دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو په ټول کال کې د دومره وګړو د بې کوره کېدو وړاندوينه  نه وه کړې.

د کډوالو چارو وزارت د پاليسۍ او پلان مرستيال فضل احمد عظيمي پژواک سره خبرو کې ويلي، چې د وزارت له نويو شمېرنو سره سم د روان کال د وري د مياشتې له پيله د لړم تر پايه پورې ۱۶۳۳۷۱ کورنۍ بې ځايه شوې دي، چې شاوخوا يو مليون کسان کېږي.

نوموړي زياته کړې ده، چې د بې کوره شويو دا شمېرې د تېر کال په نسبت دوه برابره شوې دي، چې تېر کال يوازې اتيا زره کورنۍ وې.

بل لور ته فقر د ولس د صبر کاسه نوره نسکورېدو ته رسولي هغه چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږی  ادارې په خپل وروستي راپور کې کاږلي چې افغانستان اوس هم د نړۍ په کچه یو له خطرناک ترینو او جګړه ځپلیو هیوادونو څخه شمېرل کیږي. چې د جګړې ساحې پراخېده د بې وزله خلکو شمېره زیاته کړې او روان ۲۰۱۷ کال کې به د ۱۳ سلنې په لوړیدو سره په افغانستان کې ۹.۳ ملیونه کسان د نړیوالو عاجلو مرستو ته اړتیا ولري.

یادي ادارې ویلي چې د روان کال ۲۰۱۷ لپاره په افغانستان کې د بشري اړتیاوو ارزونه ښيي چې د بشري حقوقو نړیوال قوانین په منظم ډول تر پښو لاندي کیږي، هدفي وژني، په زور جګړې ته جلب پر روغتیايي او تعلیمي مراکزو بریدونه مخ پر زیاتېدو دي. د ۲۰۱۶ کال په لومړیو نهه میاشتو کې د ملکي وګړو تلفات تر ۸ زره واوښتل چې د بل هر کال په پرتله زیات شمېر دی، چې په دغه شمېره کې د ماشومانو تلفات د تیرو کلونو په پرتله ۱۵ سلنه زیات وه.
ددې تر څنګ د حکومت په دننه کی زورواکې، فساد او د ښایسته والۍ د معیارونو پر خلاف د واک ویش نا اهلو ته چې د ملی یوالی فیوډالي شرکت یې بیلګه ده سبب شوی تر څو افغانستان د نشه یې توکیو  د کرکیله او تولید په برخه کې هم د نړۍ لومړی درجه د نشه یې توکو صادرونکې هیواد وشمیرل شی، داسی چې په افغانستان کې  د ۲۰۱۵ کال په پرتله په ۲۰۱۶ کې د مخدره توکو د تولید کچه په بېساري ډول لوړه شوی ده.

په ۲۰۱۶ کال کې په ټول افغانستان کې ۴۸۰۰ مټریک ټنه تریاک تولید اټکل شوی دی چې د تېر کال همدې مودې په پرتله ۴۳ سلنه لوړوالی ښيي.

ددغو ټولو نا خوالو او د پرمختابه له کاروانه د ګران افغانستان د شاته تګ اصلی جرړې او لامل که د واقعی حلاریز نېت په توګه مطالعه شی هغه سولې ته په جګړې د لومړیتوب د اسټراټژی نه لرل او د جګړې ضد خوځښت یا سوله خوښو ملی جریانونو او اشخاصو له چیغه څخه چې هیواد ته پر ته له خیر او په ریښتینی خپلواکې ولاړو نیکو هیلو هیڅ موخه نه لری د دی پر ځای چې هر کلی یې وشی د قدرت په نیلي سپاره مست او په نشه ورک واکمنان یې ټکوی او کوښښ کړې د محدودو ټیمی، صمتی، تنظیمی او شخصی ګټو په خاطر دغه غږونه د پېل په نطفه کې خنثاء کړی.
کوم چې په دی وروستیو کې د جګړه پالو ادبیاتو قوت چې طالبان د مزدورو رسنیو او شر خوښو قطبونو له تربیونه چي د کورنیو جګړو مخکښ جنګسلاری ډلګی یی تر شاء دي ( خوارج )  نوموی د سولی له هر راز ظاهری او نامعقول تکتیکې بهیر سره مقایسه کړو نو څرګندیږی چي ارګ میشتو عملا د نظار شوراء له جګړمارو سره په واک کې د پاتی کیدو په موخه شرمونکی معاملي شروع کړی دی.
هغه چي که د جګړو موجود قوت او شدت  د ۱۳۹۵ کال په ژمنی یخنۍ کی د مخالفینو د عزم په جزم محاسبه شی په ځانګړې ډول وروسته له هغه چې د ګډ حکومت استخباراتی اداری ونه توانیدي تر څو په طالبانۍ خوځښت کې سیاسی بدلونونه د احمقانه او تنګ نظرو پروپاګندو سربیره هم منزوي او سره وپاشی د دوی له فعالو ډیپلوماټیکو هلوڅلو سره هغه چې د لومړی څل له پاره وتوانیده تر څو ایران، هند او روسیه ته د خپلو اهدافو د ثبات پر سر قناعت ورکړي او حتا پر یوسمېر مواردو کې  هغوی له ځان سره همغږی کړی، دا او دیته ورته کړنۍ د دی ښودنه کړه چی راتلونکی کال ۱۳۹۶ ب د ۱۳۹۵ په پرتله خورا خونړې او بد کال وی.
ولی که عقل د قضاوت په مسند قاضي شی، منطقي درائت د استدلال د منلی ژبی په توګه وپیژندل شی او د سیمه او نړۍ په کچه د شریرانو بدي هیلۍ د یو ځمکني واقعیت لرونکی لر لید په ډول د نظر لاندي ونیول شی نو څرګنده به شی چی د دی ټولو یوازنی حلاره په سوله کی ده.
اما سوله هم هغه وخت حل لاره ګرزیدلي شی کله چې سوله هدف وبلل شی نه تکتیک او د سولې په لار کې د پراته خنډونو په سر مخامخ، جدی او نږدې کونکې خبري اتري وشی.
چې یو له هغو څخه هغه چې سولې ته ئې ټولی لاری تړلی او تر ټولو ستره مانع دی هغه د بهرنیانو د قید او شرط څخه پرته د وتلو موضوع دی.
په
درنښت