د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د الله `ج` یو محبوب بنده کیدل

ډاکټر حمیدالله زړه ور صاپی 14.01.2017 13:18

تورکي د دیانت ریاست وبسایټ څخه د ډاکټر حمیدالله زړه ور صاپي ژباړه او لڼډونه
 ( د الله `ج` یو محبوب بنده کیدل)
بِسْــــــــــــــــــــــمِ ﷲِالرَّحْمَنِ ارَّحِيم
قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَاللّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿٣١﴾سوره آل عمران
ترجمه:" ای پیغمبره!ووایه ،که تاسې الله سره محبت لرئ زما متابعت وکړئ ترڅو الله هم تاسې خوښ کړي او ګناهګانې مو دروبخشي.ځکه چې الله بخشونکی او مرحمت کوونکی دی."
لوی پروردګار مو په خپل کریم کتاب (قرآن عظیم الشاءن)کښې د خپلې خوښې بندګانو ؛او همدارنګه د هغو چې له خپله رحمته ېې لیرې کړي دي یعنې نه ېې خوښیږي ذکر کړی دی. راځئ چې د ڼن ورځې خطبه کې په دې باره کې غوږ شو.:
۰ وَاللّٰهُ يُحِبُّ الْمُطَّهِّر۪ينَ: د الله ج ،<دمادی او معنوي لحاظه> پاکي کوونکي او صفاکاران خوښیږي.
۰ اِنَّ اللّٰهَ يُحِبُّ التَّوَّاب۪ينَ:الله ج توبه کوونکي خوښوي.دا باید هیر نکړو چې توبه ویستل لکه سر له نوي ژوند پیلولو په شان ده.
۰ اِنَّ اللّٰهَ يُحِبُّ الْمُتَّق۪ينَ: الله ج پرهیزګاران ،هغه کسان چې د الله ج سره مخامخ کیدو څخه ویریږي، خوښوي.
۰ اِنَّ اللّٰهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّل۪ينَ: الله ج پر هغه باندې توکل کوونکي خوښوي. مونږ باید هر کله دا ووایو<حَسْبُنَا اللّٰهُ وَنِعْمَ الْوَك۪يلُ>.
۰وَاللّٰهُ يُحِبُّ الْمُحْسِن۪ينَۚ :او الله ج نیکي کوونکي ،او هر کار او هره خبره کې د هغه رضا غوښتونکي خوښوي.
۰وَاللّٰهُ يُحِبُّ الصَّابِر۪ينَ : او الله ج صبر لرونکي خوښیږي.خدای ج د صبر کوونکو سره دی. نو راځئ څې په دې فکر سره چې دا ژوند یو ابتلاء یا امتحان دی، صبر خپل شعار وګرځوو.
۰اِنَّ اللّٰهَ يُحِبُّ الْمُقْسِط۪ينَ :په تحقیق الله ج. نیاو=عدالت باندې عمل کوونکي خوښوي.له یادو وءنه باسو چې عدالت د اعتبار او ثبات کيلي ده.

ګرانو ورونو! اوس راځئ وګورو چې د پالونکي رب کوم بندګان نه خوښيږي::
-اِنَّ اللّٰهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَد۪ينَ:دالله ج له حد څخه تیریدونکي نه خوښیږي.
-وَاللّٰهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِم۪ينَ:اود الله ج ظالمان نه خوښیږي.ظالم حق او حقوق د پښو لاندې کوي. مونږ باید هر وخت د ظلم مقابل کې د مظلومانو سره ودریګوو.
-اِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِف۪ينَۙ :الله ج اِسراف کوونکي<د خدای ج. نعمتونه بیځایه مصرفوونکي) نه خوښوي.
-وَاللّٰهُ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِد۪ينَ :او الله ج فساد کوونکي< تخریبوونکي،نفاق اچوونکي ) نه خوښوي.
-اِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْتَكْبِر۪ينَ :په تحقیق الله ج کبرجن، ځانونه غټ غټ پړسوونکي او پر نورو پورته ښودونکي نه خوښوي.
-اِنَّ اللّٰهَ لَا يُحِبُّ الْخَٓائِن۪ينَ۟ :په تحقیق الله ج د هغهء د ذات،د رالیږلو کتابونو، پیغمبرانو او نورو ارزشتونو سره خیانت کوونکي،فریبکاران نه خوښوي.
-وَاللّٰهُ لَا يُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ اَث۪يمٍ : او الله ج. هغه کسان چې په کُفُر او ګناهونو کښې اِصرار او پافشاري کوي ، هیڅ هم نه خوښوي.

عزیزانو وروڼو!
لوی پروردګار دې مونږ پخپلو ګرانو او بختیارو بندګانو کې وشمېري چې پرې ګران دي او مغفرت دې راته وکړي.آمین.