د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ځمکې او سامان خبرې

عبدالله دانشیار 13.01.2017 19:54

یوه شـــــپه شــــومه بهر تــــــــــــــــــه زه روان
یو غږ می واوریده نو زه شـــــــــــومه حـــــــیران
ټول خــــــــــــــــــلک ویده په خـــــــپل خوبونو وو
شروع وې دا خبرې د ځـــــــــــــــــمکې او اسمان
اسمان ویلی ځــــــــــــــــــمکې ته مین یم زه پر تا
ډیر کـــــــلونه وشو چې زه ســـــــــــــتا یمه جانان
ته هـــــــــــم پر ما مینه یې لـــــــــــه ډیره وخـــته
خو زه یـــــــم ستا د وصــــــــــال په ډیر ارمان
ځمکه وه خیالونو کې وروسته یې داسی وویل
صـــــبر یاره وکړه خـــــدای دی مــــــهربان
اسمان ویلی ځمکې ته صـــــــــبر څنګه وکړم ؟
ځــــــــمکې ورته ویلی چې ته مه کــوه خپګان
زه او ته به هــــــــغه وخت کې یو ځای کیږو
چې پاتی ګرانه نه وي په نړۍ کې مســــــلمان
یو ځلې وکتل اسمان دی ښکلې ځـــــــمکې ته
رنـــګ یی یو ځل خړ شو اسمان شولو پریشان
اسمان ویلی ځمکې ته هغه ورځ به زما مرګ وي
هو ورته ځـــــواب کې ، وویل دی جـــــــــهان
انتظار یې ته کـــــــــــوه چې راشي هغه ورځ
اســـــمان له خولې یو دم شوله چــــــغه او فغان
اسمان ویلې ځمکې ته هغه ورځ به زما مرګ وي
چې زه به شــــــم ټوټه ټوټه ستا غیږ ته در روان
یو دم یې خـــــپل مخ پټ کړ د وریځــــو په څادر
ژړا یـــــــــې یو دم پیل کړه شــــــروع شولو باران
خپلې اوښــــــــــــــکې یې جرګه کړې دې ځمکې ته
ځمــــــــــــــکې کړلو ښکته سر په خپل ګــــــــریوان
زه دانــــــشیار یم چـــــې قـــــــیصې درته لیکمه
درســــــونه یاره وایم په مـــــرکز کې د لــغمان

د لیکلو نیټه : ۱۳۸۹ – ۱۱ – ۱۱
لغمان - افغانستان