د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وردګ ژغورنه او اباسين بريال

معروف افغان 13.01.2017 18:54

وردګ ژغورنه او اباسین بریال
معروف افغان
اباسین بریال د ودان افغانستان ګوند (چې له عدلیې وزارت سره رسمیت نلري) اوسنی مشر دی، چې له غفور لېوال څخه ورته مشري پاتې شوې ده؛ او وردګ ژغورنه هغه غږ دی، چې اباسین بریال پرې په ځان سلګونه تنه ځوانان راټول کړي دي.
زما دغه لیکنه په دوه برخو لیکل کېږي، چې یوه یې د بریال په شخصي او ټولنیز کرکټر او بله يې د (وردګ وژغورئ!) غږ پورې اړه لري، دا هم باید یاده کړم، کوم څه چې لیکم د ځوانانو د فکرونو د روښانولو او د مبارزې د سپېڅلتیا په موخه یې لیکم.
اباسین بریال د فېسبوک ګڼون (اکاونټ) کې د ځان په هکله لیکلي، چې په کابل کې اوسېږي او له کابل څخه دی، حال دا چې نوموړی له میدان وردګ ولایت څخه دی، یانې د میدان وردګ ولایت تذکره لري.
بریال، د ده په وېنا نېږدې اته کال د نظام په بېلابېلو برخو کې دنده ترسره کړې ده، چې یو وخت يې د حلیم فدايي (کله چې د میدان وردګ ولایت والي و) د مشاوریت دنده هم په غاړه درلوده، نوموړي په خپل فېسبوک ګڼون کې لیکلي، چې په کابل پوهنتون کې يې ژورنالېزم پوهنځی لوستی دی او دم ګړۍ په (ناور مشورتي کمپنۍ) کې د رییس په توګه دنده ترسره کوي.
ودان افغانستان ګوند له نن څخه نېږدې پينځه کاله وړاندې د غفور لېوال، محمد یار یار او نورو ملګرو لخوا د پښتنو د يو موټی کېدو او پښتون ژغورنې په نظریه رامنځته شو، چې وروسته یې بیا د پښتون ژغورنې شعار په افغان انسان بدل کړ او اوس دا ایډیال خلکو ته ورکوي؛ چې ګواکې د ټولو افغانانو د ژوند سوکاله کولو په موخه فعالیت ترسره کوي. دغه ګوند په وروستیو کې اباسین بریال د خپل مشر په توګه ځکه وټاکه، چې غفور لېوال د سرحدونو او قبایلو چارو په وزارت کې د معین په توګه دنده ترسره کړه، چې تر هغې وړاندې د علومو اکاډمۍ غړی و. د بریال په راتګ سره په ګوند کې د تنکیو ځوانانو د جذب پروسه ډېره ګړندۍ شوه او د دوی لپاره مثمره هم وه؛ دغه تنکیو ځوانانو (اکثریت) غېر اسلامي فلسفه مطالعه کړه، چې کله کله د همدې ګوند د روښانتیا په لړۍ کې د فلسفې لکچرونه هم وړاندې کوي او له بده مرغه ځینې غړي يې سیکولري نظریات هم خپروي او پدې سره ځانونه پرمختللي څرګندوي.
بریال ماته په لومړیو کې یو پوه، زړه سواند، مدبر او د ښه کرکټر څښتن مالومېده، خو له بده مرغه چې داسې نه دی؛ دی د تنګ او لنډ نظر څښتن دی، چې ډېر ژر په احساساتو راځي او د ملګرو او نورو وګړو په هکله ژر پرېکړه کوي، آن دا چې که په فېسبوک کې دې ورته د ده د نظر خلاف کمنټ وکړ نو سمدستي دې بلاک کوي (زه يې هم په همدې وجه بلاک کړم، چې د ده د مبارزې په هکله مې نقد کړی و).
هغه وخت چې اباسین بریال د ولایت مقام د مشاوریت دنده لرله او سوپر سکېل معاش یې اخیست، نو هيڅ ډول سیاسي او مدني فعالیت یې نه پېژاند؛ ځکه چې دغه فعالیتونه د دوی له نظره د نظام د سوچه والي او پاکوالي لپاره ترسره کېږي او دوی په خپله د نظام برخه شمېرل کېدل، نو د ده په خبره له ځانه یې ځانته شکایت نه کاوه.
که د بریال په هکله نور وغږېږو نو د لیکنې دوهمه برخه به ګونګه پاتې شي، لازمه بولو چې نور د وردګ ژغورنې په غږ خبرې وکړو.
(وردګ وژغورئ!) غږ د لومړي ځل لپاره اباسین بریال هغه وخت له ستوني راوویست چې په میدان وردګو ولایت کې ځونډي ګل زماني د والي په حېث مقرر شو او د بریال د ډلې ګټې له خطر سره مخ شوې؛ مانا دا چې نور نو هلته د بریال لپاره په رسمي چوکاټ کې ځای نه و او پېدا نشو.
که متوجه شو بریال وايي، چې وردګ وژغورئ! حال دا چې د افغانستان په جغرافیه کې د وردګ په نوم نه بلکې میدان وردګ په نوم ولایت شتون لري؛ بریال او په میدان وردګو کې شته ځینې نور سیاستوالان غواړي چې د داسې غږونو په پورته کولو سره میدان وردګ په دوه برخو ووېشي؛ مانا دا چې میدان به د کابل اړوند ولسوالي شي او وردګ به جلا ولایت شي، چې پدې سره به یوه ستره ترورېستي پروژه عملي شي او وردګ به د نظام د فعالیت لپاره خنډ او ناسور شي چې اوس هم نسبي ناسور دی. تاسې به اورېدلي وي، چې د سالار په نوم سیمې ته پل سراط وېل کېدل؛ همدا يې د ناسور کېدو ستره بېلګه ده؛ له بل پلوه به هغه پښتانه هم وځپل شي چې له میدان ښار سره نېږدې اوسیږي او د میدانیانو غږ بدرګه کوي، چې نه به يې هزاره په ځان پورې نیسي او نه به يې وردګ د کرکې له مخې په خپله خاوره کې پرېږدي.
د وردګ ژغورنې غږ پدې موخه له کومي را ایستل شوی دی، چې ګواکې د میدان وردګو والي ځونډي ګل زماني غل دی، د ولایتي شورا رییس غل دی، په ولسوالیو کې نا امني اوج ته رسېدلې ده، په دولتي ادارو کې فساد د فحشا حد ته رسېدلی دی او داسې نورې ناخوالې. ددې غږ په لومړیو کې ډېر تمرکز د طالبانو په ناکردو او نادودو و، چې د وردګو له خلکو سره ترسره کېږي (دلته هم له بریال او ډلې سره یې د ټول ولایت غم نه بلکې یوازې د وردګو غم و) چې ورو ورو په دې غږ کې د طالبانو نادودې او ناکردې له منځه ولاړې یا خو به يې له اخطارونو وېرېدلي وي او یا خو به يې هغه ځوانان په ځان راټولول چې له طالبانو يې کرکه کوله او په کابل یا نورو پرامنه سیمو کې اوسېدل خو لنډه دا چې اوس پدې غږ کې طالبان او د هغوی کړنې نه مطرح کېږي. د غږ بله برخه دا وه/ده چې والي او د ولایتي شورا رییس په ولایت کې چور ګډ کړی دی او د تلې، کانونو، ګچ او نورو پېسې يې چور کړې، اوس د دوی په غږ کې د ولایتي شورا رییس هم نه ترسترګو کېږي. د دوی غږ اوس یوازې په والي پورې محدود دی، د تېرو دوه ورځو په پوسټونو کې يې د والي په اړه هم نرمښت اختیار کړی دی.
بریال او ډلې يې د وردګ وژغورئ غږ لپاره له بېلابېلو لارو څخه استفاده وکړه، لکه سرخط ورځپاڼه، فېسبوک، وېب ساېټونه، راډيو او تلوېزونونه، خبري کنفرانس، ناستې او غونډې، پېغامونه لېږل، د کابل ښار په جادو کې بېنرونه ځوړندول او نور ډېر؛ خو تر دې دمه د دوی غږ په بشپړه توګه چا ندی اورېدلی او نه یې هم کومه ځانګړې لاسته راوړنه لرلې ده.
په وروستي تحلیل کې دومره وېلی شو، چې د فساد د له منځه وړلو لپاره غږ پورته کول د هر افغان مسلم حق دی، خو چې سالم او ولسي غږ وي. بریال پدې غږ سره ودان افغانستان ګوند ته په بشپړه توګه کمپاین وکړ، ځانته به لا هم موقف پېدا کړي، د فعاله ځوانانو لپاره يې طالب د یوه دښمن په توګه وپاراوه، په میدان وردګو ولایت کې يې مدني تحریکونه بدنام کړل، د نظام په خلاف يې د ولس په ذهن کې فکري انارشي راپېدا کړه، د ولایتي شورا د وکیلانو ترمنځ يې ستونزې وزېږولې، د میدانیانو او وردګو ترمنځ یې واټن لا پسې اضافه کړ، د یوه سیاسي ګوند د مشر په توګه يې خپل حیثیت ته صدمه ورسوله، په خپله ډله کې يې ځينې دوستان له لاسه ورکړل او بالاخره میدان وردګ ولایت به په دوه برخو ووېشي.
ما ورسره د دوی د مبارزې په هکله نقد او خپلې اندېښنې شریکې کړې، د دوه کمنټونو وروسته یې بلاک کړم ځکه چې کرکټر، شخصیت او مبارزه یې همدا ډول ده. میدان وردګ ولایت له پخوانیو پینځو کلونو نسبتا اوس ښه دی؛ په هماغه وخت کې هم دی د وردګو و او هلته یې دنده ترسره کوله خو ده غږ نه پورته کاوه ځکه چې سوپر سکېل معاش ورباندې قطع کېده خو نن چې ریاست او بل موقف ندی ورکړل شوی خوله یې وازه کړې ده او څه چې مخې ته ورځي وايي يې، او ځينې هغه خلک چې په تېرو ټولټاکنو کې ناکامه شوي دي هغوی يې هم له ځانه سره ملګري کړي او کمپاین ورته کوي ترڅو په راتلونکي کې يې ګوند د پارلماني څوکیو څخه برخمن شي.
موږ د دا ډول غږونو په هکله ځکه اندېښنه څرګندوو، چې یو خو په حقایقو نه وي ولاړ بل دا چې د اشخاصو پر ضد وي. که دوی وردګ ژغورنه غواړي نو خپل ولس دې راويښ کړي او په شعوري توګه دې پکې کار وکړي، ماته څوک نشي ښودلی چې د کابل-غزني پر لویه لاره دې پینځه سوه متره روغه ټوټه سرک شتون ولري، ټول همدې ولس سوځولی دی، له کابل څخه خو څوک ندی ورغلي چې اور ورته کړي، د نظام خلاف په هر کلي کې تبلیغات کېږي آن دا چې نظام ورته کافر ښکاري خو له نظام څخه معاش اخلي او ژوند ورباندې کوي بیا لا وايي چې دا خو غنیمت دی، عسکر له پوستې راوتلی نه وي په سنېپر (دراز کوپ) پې په دا سر ویشتی وي، نو هلکه بریاله! ستا په وطن کې به څوک بیارغونه وکړي؟ څوک به فساد ته د پای ټکی کېږدي؟ څوک به درته سرک جوړ کړي؟ څوک به ستا بې اتفاقي له منځه وړي؟ څوک به ستا د برېښنا له پایو څخه له باروتو ډکې بوشکې لرې کوي؟ څوک به ستا زراعتي بندونه فعالوي؟ څوک به ستا ښوونځي فعاله ساتي؟ څوک به ستا دښتې ابادوي؟ څوک به ستا تعلیم یافته ځوانان ژوند کولو ته پرېږدي؟ او هلکه بریاله! څوک به تا له دې بدبختیو خلاصوي؟ زما په فکر دولت، حکومت، نظام، ځونډي ګل، د ولایتي شورا رییس او نور نه بلکې ستا هماغه ولس به دا نادودې له منځه وړي. ستا محصلین ټول کال په پوهنتون کې تېر کړي چې رخصتي شي کلي کې نشي اوسېدلی بیا منډې وهي بل چېرې مسافري کوي. ته په دوی باندې سیاست مکوه د همدوی لپاره سیاست وکړه، ته په خپلو پوسټونو کې قران شریف په میدان ښار کې په کورس پورې مه محدودوه بلکې په مدرسه او جومات کې يې ورته د زده کړې زمینه برابره کړه. په وردګ او ميدان وردګ د ټولو افغانانو خوا بدیږي دوی د تروریستي پروژو څخه مه قربانوه، دوی د خپل ګوند د رسمي کولو لپاره مه لالهانده کوه، دوی له طالب سره دښمني کولو ته مه سپر کوه، په دوی باندې نظام مه چپه کوه، دوی د خپل ځان لپاره د موقف خوښولو په خاطر په دوه برخو مه وېشه او بالاخره میدان وردګ له خپلو شومو موخو څخه وژغوره!!!!!
او بالاخره میدان وردګ وژغورئ اول يې د اباسین بریال په څېر مغرضو خامو سیاستوالانو څخه وژغورئ!