د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ۲۰۱۷ کال کې به افغانستان یو ښه پیل ولري؟

احسان الله مومند 12.01.2017 13:40

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې د پولو د ساتلو له پاره له ګڼو ستونزو سره مخ او مخکیدونکی دی او اړوند ځواکونه یې په ساتلو کې پاته راغلي دي.
سره له دې، چې افغان دولت له ګڼو کورنیو او بهرنیو ستونزو سره مخ دی؛ خو که په سرحدي سیمو کې امنیت ساتنې او د غیر قانونی سیم کارتونو پلورلو او کارولو ته ډاډمنه پاملرنه ونکړي؛ ستونزې به یې شاتګ ته اړ او یو ځل بیا به په هېواد کې د تورو ورځو تېر او تور تاریخ تکرار او له بده بتر شي.
د سیم کارتونو غیرقانوني پلور او ناراجستر سیم کارتونه د هېواد په غیر اخلاقي پېښو، غلاوو، ترور، دړکو (اخطارونه) انساني قاچاق، انسان تښتونې او ناامینو ته زمینه برابر وي.
دا، چې نا قانونه سیم کارتونه دومره خطرونه او ستونزې پېښولی شي؛ نو بیا افغان چارواکي ولې په عام بازار کې د ناراجستر شویو سیم کارتونو د پلور مخه نه نیسي؟
دا هم ښکاره خبره ده، چې  یو شمېر خلک ناراجستر شوي سیم کارتونه یادو موخو د رسیدو لپاره او یا  د یو لړ نورو ناوړه ګټو د خوندي کولو په خاطر اخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د نارجستر شویو سیم کارتونو مخ نیوی ډېر آسان او ساده دی؛ نه کومې بودجې ته اړتیا شته او نه کومې سترې قوې ته، صرف د غیر قانوني سیم کارتونو خرڅونکو ته خبر ورکول او سرغړونکیو ته سزا ورکول دي.
دوه یمه خبره د پولو ساتنه ده، چې که چارواکي د پولو په ساتلو کې جدي پاملرنه ونه کړي؛ نو دا به د دې معنا ولري، چې دوی ته د هېواد پالنې روحیه نه؛ بلکې د جب پالنې روحیه مهمه ده. یعنې نه د تاریخ پروا لري، نه د ایمان، نه د ناموس او خپلواکۍ؛ ځکه هېواد ساتل او پالل د ناموس ساتلو او پاللو معنا لري.
که هېواد مو په سیاسي، اداري او اخلاقي فساد کې مخکښ، د نشه یي توکو په کر و قاچاق کې ځواکمن، په قتل، غلا ، تالان او نورو بشري ضد اعمالو کې ککړ  نه غواړئ؛ نو د جب پالنې د روحې په ځای د هېواد پالنې روحیه پیاوړې کړئ، چې نومونه او یادونه مو په ملي تاریخ کې پر زرینو کرښو یاد او خوندي پاتې شي؛ مخ مو سپین، تندي مو ورین، د خپل ناموس، وجدان او د حساب په ورځ  مو عملنامه په ښي لاس درکړ شي؛ نو د هېوادنیو پولو ساتنې ته ملي او ډاډمن پروګرامونه ترتیب کړئ.
پرمختللې نړۍ د نړیوال نظم د ساتنې په موخه له افغانستان سره هر ډول مرستو ته چمتو ده؛ ځکه د دغو هېوادونو بشري ځواک ته ځانګړي، ملي او نړیوال ارزښتونه له هر راز نورو ګټو ډېر ګران دي؛ د یادولو وړ ده چې همدا اوس چین دې ته لېوال دی چې د خپلو ګټو په خاطر په دې هکله یعنی د افغانسان د پولو ساتلو له پاره هر اړخیزه مرستې وکړي؛ خو که افغان چارواکي وغواړي.
همداشان افغان چارواکي کولی شي؛ ځانګړي، ملي او نړیوال ارزښتونه خوندي او له دې لارې ځان، هېواد او حتا د نورو هېوادونو وګړیو ته ګټه ورسوي او خپل ملي شتون ته د تاریخ په زرینو پاڼو کې ځای پیدا کړي.
هو! که چارواکي وغواړي، چې د ۲۰۱۷ ز. کال پیل  افغانستان او افغانانو ته ښه وي؛ نو بیا ورته اړین او ډاډمن پیل سوله او سوله ییزې هڅې دي؛ ځکه، چې سوله او سوله ییزه هڅې نه یوازې الله جل جلاله؛ بلکې د هغه نازولی او ځوریدلی رسول حضرت محمد صلي الله علیه وسلم یې خوښوي، علماکرام یې خوښوي، هر ژوندی ژوی یې خوښي او هېواد وال مو ډېر پخوا راهسې دې ته لېواله دي.
تاسې به څو ورځې مخکې په خوست کې د کرکت مینوالو راټولیدنه لیدلي وي او یا به مو اوریدلي وي، چې د کرکېټ د یوې دوستانه لوبې لپاره شل- دېرېش زره کسان ورغلي وه. آیا دا د دې معنا نه لري، چې خلک له جګړې ستړي دي؟
چارواکي باید وپوهیږي، چې هېواد او ځوریدلي ملت  د دوی خدمت او چوپړ ته اړ دی او دا اړتیا د سولې په عملي هڅو کې رانغښتل شوې ده. په کار ده، چې په دې اړه کوټلي او ښکاره ګامونه واخیستل شي؛ نه تش په نامه، پروژه یي او د ملت له ملاتړه بې برخې  ګامونه.
همدا اوس ځینې هېوادونه لیوال دي، چې په دې اړه هر اخیزې مرستې وکړي څو خپل هېواد، ملت، او حکومت ته د پېښدونکو ګواښونو څخه په امان کې شي، اقتصادي پرختګ یې د افغانستان له لارې له نورو هېوادونو سره چټک او پرمختګ وکړي.
نو د افغان هېوادوالو د هیلو پلي کولو لپاره لومړی د هېواد پالنې قوي او غښتلې روحیې ته اړتیا ده، سولې راوستلو ته اړتیا ده. بیا یو ځواکمن پلان او پروسیجر ته اړتیا ده څو سیمه ییز، ملي او نړیوال ملاتړ تر لاسه کړي.
په پای کې د هر ډاډمن ګام پورته کول نه یوازې افغانستان او افغانان ژغورلی شي؛ بلکې په وړاندې یې د نړیوالو پېښېدونکو خنډونو او ځنډونو مخه هم نیسي.
همدا اوس په هېواد کې وضعیت دومره خراب دی، چې هره ورځ په لسګونه ځوانان خپل ژوند له لاسه ورکوي، په لسګونه ماشومان، ښځې او نور ژوندي موجودات له ډول ډول ځورونو او وېرونو سره مخ دي، په زرګونه وګړي له لوږې، بېوسۍ، فقر، بېوزلي او نورو غوني ځیږوونکیو پېښو سره مخ دي.
لنډه دا، چې ولسونه باید له وړتیاوو بې برخې ونه ساتل شي؛ ځکه له هرې سختۍ وروسته آساني راځي او له هرې تیارې وروسته رڼا؛ نو هیله ده، چې  ۲۰۱۷ز. کال افغانانو ته  له تورتمه د راوتو پیل شي او چارواکي هم خپل رښتني مسوولیتونه درک او خپل صلاحیتونه د افغانستان او افغانانو د ژغورنې او هڅونې لپاره وکاروي د فساد مخه ونیسي او د بشر ضد ټولې توطیې د بشپړې هېواد پالنې له مخې ونیسي او ځان د خلکو په غم کې شریک وبولي او وړ ګامونه پورته کړي.
د یوه ښه هوسا او ځلانده پیل او ډاډمنې سولې په هیله