د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آیا مجرم مجرم محاکمه کوي؟

خالد څرګند 03.01.2017 13:58

له ډیرو کلونو را به دیخوا، په افغانستان کې خلک د یوې ښې او روښانه راتلونکې په هیله شپې او ورځې سبا کوي او هر ډول کړاو ته اوږه ورکوي. دا ځکه چې دوی سره د مسئولینو او چارواکو له خوا غوړې او چربې وعدې کیږي؛ خو د هر کال په نوي کیدو سره د تیر کار ژمنې په اوبو لاهو شې او دغه سریال له سره، خو په بله بڼه پیل او د تیر په څیر روان وي...

د امریکا متحده آیالاتو ۱۵کلن ملګري، هغه چې په افغانستان باندې د امریکایې یرغل سره مرسته کړې وه او هغوی ته یې دا زمینه برابره کړه، چې تر څو په ډیره آسانه او ارزانه قیمت سره دغه هیواد اشغال او مظلوم خلک یې تر سخت ظلم او وژنې لاندې ونیسي. دغه د امریکا مخلص ملګري چې په ډیره کمه بیه یې افغانستان، خپل عزت او وقار وپلوره، په تیرو ۱۶ کلنو کې په یو ډول نه په یو ډول په حکومت کې دخیل او د نظام یوه برخه ول؛ او په هغو ټولو جنایاتو کې شریک ول چې د امریکا له خوا د افغانستان په مسلمان ولس پلي کیدل.

دغه مجرمه او جنایت کاره ډله، چې شمیر یې تر سوونو ناوړي، په تیرو ۱۶کلنو کې هغه جنایات او ظلمونه تر سره کړل چې قلم یې له ویلو عاجز دی، خو ډیری د دغو جنایتونو څخه پټ پاتې شول او د ګوتو په شمیر یې افشا شول چې هغه هم د مزدورو رسنیو له خوا د ولس تر سترګو او غوږونو ته و نه رسیدل.

دغه مجرمان پټ او ناڅرګند کسانه نه دي، دا هغه کسان دي چې د لمر د سترګې په شان ولس او دنیاوالو ته معلوم دي. جنایات او ظلمونه یې په ورځني کار او عادت بدل شوي؛ په جرم او جنایت کې داسې غرق دي چې اوس ورته خپلې کړنې جرم او جنایت نه بریښې او داسې توجیه ورته کوي چې ګویا ټول ولس کم عقله او بې عقله دی، خو یوازې همدا جنایت کاره ټیم د عقل او حکمت خاوند دی...

نمونې یې ډیرې دي، د کوم یوه نوم به یې د هغه له جنایتو او ظلمو سره اخلم، که یې لست کړم، نو بیا د دې لنډې مقالې له توان څخه وځي او د یو ستر کتاب تر کچې رسي. د ولسمشر لومړی مرستیال یې ښه بیلګه او نمونه ده؛ هغه جنایت یې په علنې او څرګنده تر سره کړ چې زه یې نه شم لیکلی، حتی په ایشاره کولو ورته شرمیږم. داچې په پټه دغه مجرمین څومره فاسد، بې حیا او بې شخصیته دي؛ په هغو خو لا ډیر لږ خلک خبر  دي. پس څوک ده چې دغه د ولس په برخلیک حاکم مجرمین او جنایتکاران محاکمه او د عدالت منګولو ته وسپاري؟ داسې څوک شته؟ چې د مظلوم غږ واوري؟

نه، د فعلاً لپاره د دې پوښتنې ځواب منفي ده. دا ځکه چې مجرم مجرم نه محاکمه کوي، بلکې ملاتړ یې کوي. جنایت یې توجیه کوي، خلکو ته په تشو وعدو او ژمنو چل او فریب ورکوي... دا په دې خاطر چې حاکم چارواکي او مشران، کابو ټول د یوې کیښتۍ سپرلۍ ده، هغه د ظلم او جنایت کښتۍ چې د ۱۶کلنو راهیسې د امریکا په تیلو روانه شوې او لا روانه ده.

نو موږ نه باید له مجرم څخه د مجرم د محاکمه کولو او مجازاتو تمه ولرو، دوی په اصل کې د یوې جنایې شبکې غړي دي؛ چې د خلکو هر ډول حریم او حرمت ورته مباح دی، کله یو او کله بل ورباندې دغه د ظلم میچن تاووي. خو دا په ولس ده چې را ویښ شي، دغه مجرمان د قدرت له ګدۍ څخه و غورځوي، محاسبه یې کړي، له ملاتر څخه یې لاس واخلي او... په عوض یې د هغو مخلصو او مؤمنو ملاتړ وکړي چې د خلکو د زر کلنې سیاسي عقیدې په اساس د دوی د چارو سمبال کوي او حکومت به یې د دوی له عقیدې څخه سرچینه اخلي؛ نه د کاپی پیست او تقلید حکومت.