د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټرامپ او د زاړه استعمار د نظریې سره مینه!

عبدالرحمن فرقانی 27.12.2016 13:09

ژباړه او زیاتونه: عبدالرحمن فرقانی

دا د هغې لیکنې سرلیک دی، چې په الجزیره نت ویب پاڼه کې محمد الجوادی نومیالی تاریخ پوه ، ادیب او د طب استاد، چې د روزنې، ادب او سیاسي فکر په ډګرونو کې لوی فکری تولید لري، خپره کړې ده، له کومه ځایه چې نوموړې لیکنې په نړیواله کچه مهم او د پام وړ مطالب څېړلي دي، زه یې د لوستونکو سره په لږ تصرف او زیاتوالي سره شریکوم، هیله ده د ځینو مسایلو د توضیح اړوند ګتوروي:
د ټرامپ تیت و پرک، بې واکه او بې پامه بیانونه په حقیقت کې د زاړه استعمار د نظری، (امپریالیزم) اصلي روحیه څرګندوي، چې د بېلګې په توګه د نړۍ د هغو ستونزو د هوارولو لپاره، چې ډېری سیاسي شننونکي یې د زېږېدو لامل پخپله د امریکا متناقض او مرموز سیاستونه او دریځونه په ګوته کوي، د قوانینو د ځنګل څخه د ځنګل قوانینو ته پر وتلو د منتخب ولسمشر ټرامپ ایمان او باور دی. او په دې اړه د ټرامپ تر ټولو بربنډ او څرګند دلیل او خبره د عراق په پټرولو کې د امریکا حق د جګړې د غنیمت پر اساس عنوانول دي، په داسې حال کې چې په ټوله امریکا او لوېدیځ کې دا خبره بل چا نه ده کړې، چې د عراق جګړه د عراق د ثروتونو د غنیمت او غارت او په ټول کې د عراق د استعمار لپاره تر سره شوې ده، سره د دې چې دا کار عملا تر سره شو، د عراق ثروتونه غارت شول، نظام له منځه ولاړ، حکومتي موسسې له فعالیت څخه ولوېدې، د عراق ځواکمن اردو منحل شو، د مذهب، نژاد او ژبې د توپیرونو پر بنسټ ملیشې را منځته شوې، چې نن د عراق په نظام کې د پرېکنده او قاطع اغیز ادعا کوي، آن تر دې چې د عراق نظام هر مهال د خپلو ګټو لپاره ګواښلی شي او په جوړښت کې خپل شروط وړاندې کولې شي. د عراق د نظام د ضعف له امله په عراق کې داسې سیمې را منځته شوې ، چې پکې سختدریخه ډلې د خپلو فعالیتونو لپاره پراخ ډګر وموند، چې نن په منخنې ختیځ کې ډېر هېوادونه تهدیدوی او د جګړې د تداوم له امله د بې ثباتۍ فضا خوره شوې ده، و په نوموړې فضا کې امریکا او نور استعماري ځواکونه خپل استعماري اهداف تعقیبوی. د یادونې وړ ده چې پر عراق باندې نظامي یرغل ( زوړ استعمار) د جمهوری غوښتونکو له لوری پیل او دیموکراتانو د خپله سیاسي فلسفې خلاف په ټول قوت سره د زاړه استعمار اساسات پلي کړل...
سره له دې چې د ټرامپ څرګندونې په دې اړه په ټول کې د امریکایی وینا سره ، چې ټولو پخوانیو ولسمشرانو پرې پابند وو، توپیر لري، خو توپیر بیا دا دی، چې باراک اوباما چې ټرامپ ته تر ټولو پخوانیو ولسمشرانو لنډ ولسمشر دی، د ټرامپ د نظریاتو سره په خپلو سیاستونواو دریځونو کې ورتوالی لري او دانتخاباتو پر مهال د کمپاین وینا یې په دې اړه د کړنو سره پوره توپیر لري، او هغه څه یې په نړیواله کچه پلي کړل چې د جمهوري غوښتونکو د سیاسي فلسفې کړښې ټاکي. او د نړیوالو کړکیچونو او مسایلو اړوند یې د اخلاقی او انساني معایرو او راکړې ورکړې بېل کود پرانیست، چې تر دې وړاندې نړۍ نه ورسره مخ شوې او تر دېره دا کود هغه څه دي، چې امریکا په وروستیو لسیزو کې پرې باور موندلي او هغه دا چې د نړۍ هېوادونه باید دامریکا اوآمر ومني او د سیاستونو څخه یې سر غړونه ونه کړي. او د بېلګې لپاره به مبالغه نه وي، چې د امریکا د اخلاقی او انساني کود دبدلون په اړوند د مصر نظامي کودتا، د سوریې مساله، د ترکیه کودتا، د یمن شخړه، د افغانستان کشالې ... ته اشاره وکړو، چې امریکا د خپلو اهدافو لپاره پکې د جګړې د تداوم لپاره د ښکیلو اطرافو تر منځه د جګړې بلانس ساتلی دی.
ښکاره ده چې د امریکا د سیاست اخلاقی او انسانی کود د مصر د انقلاب او په ټول کې دعربي پسرلي را پدیخوا د لوی بحران سره مخ شوی دی، که څه هم چې دغه بدلون په لومړیو کې د منلو وړ نه ؤ، خو د شواهدو په را منخته کېدو سره اوس تر لمر روښانه او څرګند دی. په سوریې کې د اسلام او مسلمانانو سره دښمني او د ځواک تمامول. په ډېرو اسلامی هېوادونو کې د ډېموکراسۍ د تجربې او پروسې مکرجن تطبیق لکه په الجزایر، مصر، لیبیا ، تونس، یمن او افغانستان.... کې تر پوښتنې لاندې دي.
خو نوموړي دوه ګوني سیاست چې د تناقض بې بریده پولې ته رسېږي، په حقیقت کې د هغې نړیوالې ګدودۍ لامل شو، چې د نړۍ سیاسي، اقتصادی او ټولنیز ثبات او ټیکاو یې په بېلابېلو ډګرونو کې له ګواښ سره مخ کړ، که څه هم چې په لومړیو کې ډېرو هېوادونو دغې امریکایی واکمنۍ ته په بېړنۍ توګه غاړه کېښوده.
خو له کومه ځایه چې د انسانی ژوندانه پرمختګ او سوکالي د توازن او انډول، د ثبات او نوښت او د سولې او پام اړولو له اصولو او اساساتو څخه سرچینه اخلي، نو د غو له پامه غورځول شوو اساساتو په چټکتیا سره ځان د دغو نا انډوله او متناقضو سیاستونو او دریځونواو دزاړه استعمار د نظریې تر اغیز لاندې وموند. چې روښانه بېلګه یې د انګلیسانو ټولپوښتنه وه، چې تر سره شوه، او په ټول قوت سره د استعماري ځواک د هغه له وړاندې ټاکل شوي سیاستونه رد کړ ، چې د ولس او ملت اراده پکې تمثیل شوې نه وي.
خو د حیرانتیا خبره بیا دا ده، چې د اوروپا د بدمرغۍ انځور هغو لوړپوړوچارواکو ته د امریکا د مرموزو څېړنو او سیاستونو په لړ کې داسې انځورېږې، چې ګواکې چټکې بریاوې په دې کې نغښتې دي، چې رسنۍ د هغو بریالیو ولسمشرانو انځور چې توپونه قادر نه شول تر څو یې د واک له ګدۍ څخه ګوښه کړي، متنافض او د حقیقت څخه لېرې باور وړاندې کړي. او دغه راز د اوروپا سیاستوال اردوګان په ترکیه کې ګواښي. او همدا راز یې په مصر او الجزایر کې انقلابونه وګواښل. او دا راز د لویدیځ سیاست نه یوازې په ړانده ډول پر ځان د اسلام سره دښمني اثبات کړه، آن تر دې چې د بشري حقونو او انسانی ټولنو د ثبات او نړیوال ټیکاو په هکله یې هم خپله دښمني پر ځان ثابته کړه.
اورپا پرته له دې چې په دې پوهه شي، چې اردوګان، ملت یې، شجاعت یې، نرتوب یې او قاطعیت یې له لاسه ورکوي، په عربي او اسلامی نړۍ کې د کودتاوو د ملاتړ له امله دوه چنده بیه پرې کوي. او کودتاچیان تر دې برېده د اورپا لمنه او تندی نه داغوي، بلکې د اسلامي نړۍ کې د انساني او اخلاقي معیارونو څخه لېرې، پر وژنو او رټنو سره یې زړه په هغو وینو رنګوي، چې پخپله په اوروپا کې هم کله نا کله بېږي.
د زاړه استعمار چې په ټول قوت سره راستون شوی دی، لومړې وسیله په سیاست کې د اردو ښکیلول دي، او دا هغه وسیله ده، چې د استعمار لوی رسنیز، استراتیژیک او د پارونې زیار ته اړتیا نه لري، له کومه ځایه چې درېمه نړۍ کې په اردو کې په اقتدار کې د پاتېکېدو روحیه او مینه د سپیڅلتیا تر برېده ځواکمنه ده. او تر ډېره برېده په اقتدار کې د پاتېکېدو په موخه د احساساتی برخورد له لارې د جګړې اور بلوي، بخت دي، په ځای دې چې په طبیعی برخورد سره چې د جګړې د پای لامل کېږي خپل پاتېوالی و لټوي.
د پام وړ ده، چې په دې برخه کې دې اشاره ولرو ، چې د لويديخ د ټولو دقیقو اټکلونو سره سره لويدیځ له دې څخه نلېږي، چې (قدر) د الله متعال پرېکړه د دوی د ارادې او هغې تګلارې څخه چې په دقیقه توګه ارزول شوې وي او د مخلوق ټولو شرارتونو ته پکې بشري تدبیر په پام کې نیول شوی دی، مخالفه راځي. اوپه پای کې د الله تعالی د دې قول سره سم چې ( ان الله یهمل و یهمل...) پر ټولو هغو کړیو تندر را نازلوي، چې د نړیوال ثبات د لمنځه وړلو په برخه کې هلې ځلې کوي. او د تجربو څخه د زدکړې مهال اوس تېر شوی دی، دغه د زاړه استعمار نظریې د ودې او پراختیا په حال کې ده، تر څو د نوي امپریالستي کړیو دتصور لپاره د تطبیق میکانیزمونه وړاندې کړي، او په پای کې د ټکر او تصادم لپاره نوي پاڅونونه را منځته کړي. او د اړینو شرایطو په را منځته کولو سره نوموړي نوې استراتیژۍ په دې نوم چې د امریکا استراتېژۍ ده، د تطبیق وړ وګرځيې.
خو دوهمه وسیله چې د زاړه استعمار نظریې، چې په ټول قوت سره راستنه شوې ده، هغه د رسنیو بې برېده ګمارل د دې لپاره چې فکری او تفکیري، سیاسی او دینی متفاوت نظرونه او تفسیرونه را منځته کړي.
په ټول کې په اسلامی او درېيمه نړۍ کې ملي رسنې هم تر ډېره برېده د تاسیس او تمویل په برخه کې د نړوالو رسنیزو شرکتونو تر اغیز لاندې واقع شوې دي، او د حیرانتیا خبره بیا دا ده، چې نوموړې واکمني په مخامخ او څرګنډ ډول اعمالېږي. او دغې ښکارندې خصوصي او شخصیي رسنۍ د زلمیتوب په مرحله کې پاتې کړې دي، او دا د رسنیو د ودې او پراختیا په برخه کې دهغه نوي طبیعی بهیرلړ دی، چې د ودې په حال کې هېوادونو کې د وګړي د وجدان د روزنې په برخه کې اغیز لري او نوموړي وګړي، تراوسه د پخوالي هغې مرحلې ته نه دې رسېدلي، چې د چارچاپیره محیط ستونزې او دسيسې درک کړي. او دا په هغو رسنیو کې ډېره روښانه ده، چې امریکا یې د ډېموکراسۍ د پلیکېدود پروسو په پلمه ملاتړ کوي. او په دې توګه ملي رسنۍ د نړوالو رسنیزو شرکتونو تر اغیز لاندې واقع کېږي.
خو درېیمه وسیله، د زاړه استعمارد نظریې د تطبیق لپاره، چې په ټول ځواک سره راستنه شوې ده؛ د داسې مخالفینو را پارول چې د خپل مخالفت په اړه روښانه انځور نه شي کولای، او په حقیقت کې توظیفي یا ګمارل شوی،مخالفت د فکر او کړنو ارزونه کوي، په داسې حال کې چې تفسیري مخالفت د دین او سیاست او اقتصاد اړوند نژادي تړاو ته بلنه کوي، نه هم فکري تړاو ته!.
او نوموړي تصور یا باور د پارونکو پرګرامونو له لارې تنظيمېږي، چې په بربنډه توګه د اقلیتونو او نژادي تړاو تر احساساتو را څخېږي. او نوموړی باور کېدای شي ډېرو بې شمېره کړیو ته دننه شي او خپل ځای پکې و مومي. او دا ښکارنده کولای شي، چې رسول الله (ص) د بیان خلاف( المسلمون فی توادهم وتراحمهم کمثل الجسد الواحد اذا اشتکی منه عضوء تداعی له سایر الجسد بالسهر والحمی.) د مسلمان ملت په جسد کې بېلتونونه را منځته کړي. او نوموړې ښکارنده د دې لامل کېږي، چې ډېری هېوادونه د دوه ګونو او مشبوهو اصطلاحاتو ته د مطبوعاتو په ډګر کې غاړه کېږدي، د بېلګې په توګه اوس امریکا په رسنیو کې د خپلو تجسسي او استخبارتي موسسو څخه په ټول ویاړ یادونه کوي، سره له دې چې په نړۍ کې د ګڼ شمیر ستونزو او شخړو لامل د همدې کرغیړنې موسسې کړنې دي.
خو تر ډېره برېده د نړۍ ګڼ شمیر هېوادونه د امریکایی مطبوعاتو تر اغیز لاندې واقع دي.
په پای کې څوک د ټرامپ کورني شعارونه او بیانونه نه غولوي، جمهوري خواهان د خپلو اهدافو لپاره د زاړه استعمار نظریه تطبیقوي، څرنګه چې اوباما د خپلې سیاسي فلسفې خلاف د زاړه استعمار نظریه پلې کړه او د امریکا د سیاستونو د سرو کرښو څخه یې پل وا نه ړا وه.
لیکنه: محمد الجوادي