د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستان بيا زوړ منافقت کوي

خوشحال آصفي 24.12.2016 13:24

د کږې خولې په سوک د سمولو اړتيا

په داسې حال کې چې د کابل ــ اسلام آباد اړیکې تر بل هر وخت په حساس پړاو کې دي؛ پاکستاني مليشو يو ځل بيا خپل پخواني منافقت پیل کړ. پاکستاني مليشو د تيرو څو ورځو راهيسې د ډيورند فرضي کرښې له پورې غاړې د کندهار پر معروف ولسوالۍ او د کونړ پر سرکاڼو توغندي توغولي دي. په همدې تړاو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفير ورغوښتى او ورته يې د ډيورند له پورې غاړې د توغنديزو بريدونو له امله احتجاج کړى. دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني پوځیان او ملیشه قواوی د افغانستان په سرحدی ولسوالیو په ځانګړې توګه کونړ، ننګرهار او کندهار باندې راکټونه او هاوان توغوي. بلکې څه موده د مخه هم په ورته بريدونو کې په کونړ کې د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی و. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په ډيرې سپين سترګۍ له ډيورنډ هغې غاړې پر کونړ ولایت باندې بریدونه رد کړي دي او ادعا یې کړې چې د افغانستان له اړخه یې مخالف وسلوال په امنیتي پوستو بریدونه کوي چې دوي ورباندې ډزې کوي.

افغانستان د پاکستان سره نږدې دوه زره کیلومتره پوله لري چې زیاته برخه یې غرنۍ ده او د کارپوهانو په اند ډيری ترهګر له همدغو لارو څخه افغانستان ته ننوځي او دلته ترهګريز اعمال تر سره کوي. د پاکستان لومړی ځل نه دی چې په افغان خاوره توغنديز بريدونه کوي، بلکې هر کله يې چې له کابل سره اړيکې ترينګلې شوي دي؛ له دغه فورموله يې ګټه اخيستې ده. پاکستان له تيرو څو کلونو راهيسې له افغانستان سره پر پوله ولايتونو کې لکه پر کونړ، ننګرهار، خوست او کندهار ولايتونو کې پر افغان خاورې توغنديز بريدونه کوي چې په پايله کې يې په سلګونو هيوادوال مو زيانمن شوي او له سيمو د خپلو کورونو پريښودو ته اړ شوي دي.

پاکستاني مليشې نه يواځې چې په افغان خاوره توغنديز بريدونه کوي بلکې ډیری وختونه يې د ټولو قوانينو خلاف مستقيم تیری هم کړی او پر افغان خاوره يې پوستې او پوځي تاسيسات جوړ کړي دي. د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې، د کندهار په معروف او سپين بولدک کې، د خوست په غلام خان ، د کونړ په سرکاڼو، د پکتيکا په برمل ولسوالۍ انګور اډه او د ډيورنډ فرضي کرښو په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو لخوا په تير کې پوځي تاسيسات جوړ شوي دي. که څه هم افغان حکومت تر ډیره د پاکستان پر دغې تيري چوپتيا غوره کړې خو سيمه ايزو ولسونو تل پاکستان ته ځواب ورکړی او ياد تاسيسات يې ورته ړنګ کړي دي.  

خلاصه دا چې پاکستان تل نړيوال او د ګاونډيتوب ټول اصول تر پښو لاندې کړي او پر افغان خاوره يې تر خپل وسې تيری کړی دی، خو پوښتنه دا مطرح کيږي چې له دغې حالته څنګه د خلاصون لار موندلی شو؟

د پښتو د هغه متل پر مصداق چې وايې «له کومې بلا چې خلاصون نه وي نو غيږ پر غيږ يې مخ ته ورځه» له پاکستان سره د ورته عمل ترسره کولو اړتيا شتون لري. ځکه کږه خوله په سوک سميږي او اوس د پاکستان خوله تر حده ډیره کږه شوې ده. په دې معنا چې که ډيپلوماټيکې لارې چارې دي، که د دوه اړخونو تر منځ سياسي خبرې دي او که هلته د افغان چارواکو او دلته د پاکستان چارواکو سفرونه دي؛ دا ټولې هڅې افغان حکومت وکړلې څو پاکستان له خپل منافقته لاس واخلي خو بده مرغه چې پاکستان لا هم خپل سياسته نه پر شاه کیږي او وخت ناوخت پر افغان خاوره کله د توغنديزو بريدونو او کله مستقيم تيری کوي.  

نو اوس افغان حکومت ته يواځې دوه لارې پاتې دي. يوه همدا لار پاتې ده چې د اسلام آباد د ياد تيري په مقابل کې ورته عمل وکړي او د ډيورنډ له دغې غاړي د پاکستان پر پوستو بريدونه وکړي. او دويمه لار رسماً ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د کره اسنادو پر بنا پر افغان خاورې د پاکستان د تيري اړوند شکايت کول دي. هر څومره ژر چې کيدلای شي افغان حکومت بايد له دغې بلا ځان خلاص کړي او له دغو دوو لارو پر يوې عمل وکړي.