د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سلطان محمد خان فاتح

هدايت الله قانت 20.12.2016 10:58

د عثمانیانو د امپراطورۍ تر ټولو نومیالی ستوري او قهرمان جنګيالی سلطان محمد خان فاتح، چې د #سلطان_مرادخان_ثانې، زوی او د #سلطان_بایزيد_یلدرم،لمسي ؤ.
فاتح محمد خان د عثمانې امپراطورۍ هغه نامتو حکمران و، چې د نه تسخيريدونکي کلا #قسطنطنيې د فتحه کولو وياړ ور په برخه شو، د قسطنطنیې (په ترکيه کې اوسنی #استانبول) په اړه جناب نبي کريم (ص) فرمايلي وه:
" قسطنطنيه به فتحه شې، او ددي فاتح به يو غوره قومندان او غوره لښکر وي "
تاريخ لیکوونکې ليکي:
کله چې سلطان محمد خان فاتح وزيږيده د ځمکی پر مخ يو لړ معجزات څرګند شول، لکه: ځمکې او نباتات حاصلخيز شول، د ونو څانګي به د زیاتو میوو او حاصلاتو د نیولو له کبله پر ځمکه وغورځيدي، اسونو به غبرګ بچي وزیږول او....
دي الهي معجزاتو د سلطان محمد خان پر عظیم شخصیت ګواهې ورکوله.
فاتح محمد خان دلومړي ځل لپاره په ډير کم عمر کې د عثمانیانو ټولواک شو، خو دا چې تجربه یې خامه وه نو په حکومت کې ځينو چارواکو او وزیرانو پري نیوکې وکړي، او دی یې د حکمرانۍ لایق ونه باله، نو د (۵) کاله واکمنۍ څخه وروسته یې د حکومت چاري خپل پلار په لاس کې واخیستې خو له څه وخت تیریدو وروسته مراد خان بیا سلطان محمد خان د ټولواک په توګه ومانه، چې په دي وخت کې سلطان محمد خان يواځې د (۲۱) کلونو په عمر ؤ.
سلطان محمد خان فاتح دا ځل له پاچا کیدو وروسته داسې يوي خطرناکې مرحلي ته ورودانګل چې دده نه مخکې دده پلارونو او نيکونو هم تري بې زاري او ناکامې ښودلی وه، هغه د قسطنطنیې فتحه کول وه.

""د قسطنطنیې فتحه""
سلطان محمد خان فاتح ددويم ځل لپاره په (۱۴۵۱) کال واکمن شو، او په ډير کم وخت کې یې د قسطنطیې په اړه تاريخې او جغرافیوې معلومات درک کړل، او پر کال (۱۴۵۳) يې پر قسطنطیې حمله وکړه.
د سلطان محمد خان يواځینی هدف د قسطنطنیې ترلاسه کول و، نو په لومړي ګام کې یې د مرمرې د بحيري پر سواحلو کې پر غونډيو جنګې کلاګاني جوړي کړي، تر څو د عيسویانو د حربي کښتیو مخه ونيسې، او پرينږدي چې د قسطنطیې ښار ته داخلي شې. او همدارنګه د محاصري په وخت کې د قسطنطنیې ښار ته د نورو اروپایې هيوادونو نظامې مرستې کنترول کړي.
سلطان محمد خان فاتح ډیر په بیړه د مرمرې د بحيري په سواحلو کې خپل بحري کمونډویان ځای پر ځای کړل، تر څو د ښارنه بهر د نورو اروپایې هیوادونو له ځواکونو سره مخامخ جګړه وکړي.
دا چې سلطان محمد خان يو بیدار او ويخ ټولواک و، نو د قسطنطنیې د ښار نه بهر یې د لويو کندو ویستل پیل کړل تر څو د محاصري پر وخت د ختيځ روم د امپراطورۍ د سرتیرو د تیښتیي مخنيوي وکړي.
سلطان محمد خان ددي تیاریو وروسته د بیزانس امپراطور ته استازي ولیږه چې ښار دي ما ته تسلیم کړي، خو د بيزانس امپراطور منفي ځواب ورکړ.
سلطان محمد خان د امپراطور د ځواب تر اوریدو وروسته پر کال (۱۴۵۳) د اپريل د میاشتي په شپږمه نیټه محاصره پيل کړه، د سلطان ځواکونو په پرله پسي ‌ډول په ښار حملي کولي، او عیسوي ځواکونو هم ښه په میړانه ددوی مقابله کوله، ددي تر څنګ د بیزانس امپراطور د ښار بحري لاري په ځينځيرونو تړلی وي، او د سلطان بحري بیړیو ته یې دا اجازه ورنکړه چې د بحر له لاري ښار ته ننوزي، خو د سلطان محمد خان فاتح هغه بې ساري کارنامې ته دا ډول ځینځیرونو هیڅ ډول خنډ جوړ نه کړ، او نه یې د سلطان په قوي عزم کې کوم کمی راوست، سلطان محمد خان فاتح د بيړیو چلونکو ته داسې امر ورکړ چې په تاریخ کې یې ساری نه لیدل کیږي، سلطان محمد خان د بحري بیړیو مخه د بحر نه د وچي په لور په يو سخته بارانې شپه کې راواړوه او د تاريخ لیکوونکو په وینا، د سلطان محمد خان فاتح د وسلو او مهماتو نه ډکو بیړیو (۱۲) میله لاره په وچه ووهله او ځانونه یې د شپې د تروږمیو نه په ګټه اخیستو سره د قسطنطنیې تر دیوالونو ورسول.
سلطان محمد خان پليو ځواکونو ته امر وکړ چې د ښار پر دیوالونو د توپونو ګولۍ ووروۍ، د بیزانس امپراطور چې حالت خراب ولید نو سلطان ته یې د محاصري د پای ته رسولو په صورت کې د مالیې ورکولو ته راضي شو، خو سلطان یې دا غوښتنه رد کړه.
خو بلآخره د ډیرو ورځو تر محاصري وروسته په کال (۱۴۵۳) د مۍ د میاشتي په (۲۹) مه نیټه سلطان محمد خان فاتح د قسطنطنیې او آیا صوفیا په نه تسخيریدونکو دروازو د يو فاتح په شکل ورننوت، او د قسطنطنیې مړاوي ډیوي یې دتل لپاره د اسلام په رڼا روښانه کړي.