د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دکندهار امنیه قومندان ښاغلی جنرال صاحب عبدالرازق درست وایی!

افغان تحرک 20.12.2016 11:56

دکندهار امنیه قومندان ښاغلی جنرال صاحب عبدالرازق او هم د کندهار، ارزوګان، زابل او هلمند قومي مشرانو پرون په کندهار، د سولې چیغې تر نامه لاندې په جوړه شوې غونډه کې وویل، حکومت او طالبان د سولې په برخه کې يوازې پر شعارونو تمرکز کړی او د سولې لپاره يې تر اوسه هېڅ رښتینی ګام نه دی اخيستی.


د کندهار امنیه قومندان ښاغلی جنرال صاحب عبدالرازق په درسته او معقوله توګه وايي چې ولس، حکومت او طالبان له جګړې څخه یو لږ ستړي شوی دي او باید سوله وشي.

ښاغلی جنرال صاحب عبدالرازق په درسته او معقوله توګه وايي چې سفارتونه او بهرني هیوادونه افغانستان نه شي ساتلی او جګړې نوره باید ودرېږي.

رازق وویل که طالبان د سولې د خبرو لپاره خوندي سیمه غواړي، نو باید دا زمینه ورته برابره شي.

دراک او با فهم جنرال عبدالرازق زیاته کړه: ملت دې له طالبانو سره تماس ونیسي، د هغوی کورنیو ته باید امن سیمه په نښه شي، نور بس دی او وینه به نور نه تویوو.

دراک او پوه جنرال عبدالرازق زیاته کړه چې بهرني هېوادونه افغانستان نه شي ساتلی او که دا کار کېدای نو په تېرو ۳۵ کلونو کې به شوی وای.

دراک او پوه جنرال عبدالرازق وویل، مخکې په افغانستان کې امریکا وه او دا دی اوس روسیې هم مټې را بډ وهلي دي. د ده په وینا، د طالبانو پخوانی مشر ملا عمر له روسانو سره په جهاد کې ټپي شو، خو طالبان اوس له روسانو وسلې اخلي.

دراک او پوه جنرال عبدالرازق وايي د طالبانو د رهبرۍ شورا زیاترو غړو له روسانو سره جهاد کړی او د هغوی پرضد جنګېدلي دي، خو له روسانو سره د هغوی اوسنۍ اړیکې سمه خبره نه ده.

------------------------------------------------------------


هیله ده چی همداسی ټول افغانان خپل "سولییز بنفش چیغ" اوچت کړی!


به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و هر چه دقیقتر در راۀ مبارزه با فساد اداری!

به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و دقیقتر با ایران محوری ها و پاکستان محوری های مخرب در افغانستان عزیز!

به امید دقت به کوچکترین واحد های کاری در هر ساحۀ کاری ما!

به امید اتحاد و وحدت هر چه بیشتر اقوام شریف افغانستان!

به امید صلح، ثبات، عدالت اجتماعی، قانونیت، ترقی و رفاه برای مردم رنجدیدۀ ما