د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د معاون صاحب خود مختار پرتوګ

توریالی ملیار 20.12.2016 10:56

یو وخت داسې و چې حاجي معاون صاحب له خپل پدری پرتوګ سره په تنګ شو خلک یې پښو کې ګرځوي ده اوږې ته اچولی و او بیغمه ګرځېده، تالو ته ګوره یو ځای کې سرکار مخې ته ورغی وې خیر شه هلکه، معاون صاحب ورته وې خیر نشته پر توګ را ته اور ګرځېدلی، سرکار وې راشه ښه وخت یې دی سرکاري پرتوګ واغونده هم نرم دی هم ګرم، ده هم خپل پدري پرتوګ خطا کړ او په سرکاري یې پښې ننه ایستې او چې وایې غوست نو ریښتیا هم ورسره نرم، ګرم او مست شو.

وختونه تېرېدل، ورو ورو پرتوګ ورکې تنګ شو کوناټي یې و پړسېدل او نور نو پرتاګه کې نه ځایېدل بس له هغه سره هم زړه تنګی شو، یوه ورځ یې دباندې چکر واهه چې یو پکولی مخې ته ورغی وې زه مبارز یم، وطن ساتم او قهرمان یم، پرتوګ ته یې ښکته پورته وکتل وې هر څه کې پام، بدلون او نوښت خوند کوي دا پرتوګ له تا سره نه ښايي ریتې پيتې دی او کوناټي دې پکې له تنګ والي اسخولات وايي را شه ښه ستر جهادي پرتوګ به در واغوندم چې د ژوند په خوند پوه شې په دې پرتوګ کې خو دې دین او دنیا دواړه نابود او شین کاپر له دنیا تېرېږي، مګر که جهادي پرتوګ دې واغوست هم به دین وګټې او هم دنیا، ښه ازاد پکې ګرځه او دنیا کې چې څه کوې کوه یې اخرت دې په ذمه وارۍ برابر دی، جهادي پرتوګ له باندې کلک او شخ ښکاري خو د ننه دومره پوست او نرم دی چې یو ځل دې واغوست بیا به یې له ځانه لیرې نه کړې.

معاون صاحب د قهرمان خبره بې ځایه ونه غورځوله، په جبل سراج کې یې سرکاري پرتوګ وښویاوه او په شاندارو مراسمو کې یې ستر جهادي پرتوګ واغوست، دا ځل پرتاګه کې د پرتوګاښ پر ځای تانګ اچول شوی و ځکه خو د سړي روب او داب ورسره شل چنده شو، څپړه یې په سوک او ټوپک یې په توپ بدل شول، نور نو پرتوګ ورته ووې چې جهاد شروع!! ده هم د خپل نوي نوزي پرتاګه خبره ومنله او کابل کې یې جهاد پیل کړ، نن د کاپر کور ړنګ کړی بله ورځ د ملحد جونګړه ورانه کړې، هلته د میړو ښه تښتولې دلته پېغله ورسره تر لاس نیولې، یوه ټکر کې هلکان ساتلي بل کې ښځې ګډولې، له یوه په ژوندوني سر پرې کړی د بل تنه له پښو جدا کړې، سړی په همدې جهادي فتوحاتو کې ستر غازي او لوی سپه سالار شو او چې د حضرت شیخ صاحب د عزت مډال یې وګاټه نو جهادي پرتوګ یې ورسره دومره ستر شو چې درې ساته یې پکې خپله کونه نه شوای پیدا کولی ځکه خو یې هر څه همدلته په پرتاګه کې ځای پر ځای تشېدل خو درک یې نه لګېده، خلکو وې ولي دی ور ننوزي خو ترې وزي نه.

دنیا په یوه حال نه پاتې کېږي، بیا موډ بدل شو قدرت واوښت او سیاست لټ وخوړ ورسره د جهادي پرتوګ درځونه وشلېدل، لنګي ترې ښکاره شول او نور نو یوه بل ښایسته او موډ روز پرتوګ ته اړتیا وه، دا ځل یې د پاچاهۍ په پرتوګ کې خدای برخه کړې وه خلک راټول شول، هر یوه ته ازادي وه، چا ناره تکبیر وې، چا هورا ډنګوله، چا ملي سرود غږاوه او چا نعتونه زمزمه کول بس سړي ستر جهادي پرتوګ وښویاوه د پرتوګ له ختو سره سم ملکونه بویونو په سر واخیستل، ولس د بویونو چیغې وهلې خو ورټولو خلکو وې د عطرو وږمې دي او چې په چا بد لګیږي نه یې دې بویوي، د ولس غږ پیکه شو او ستر معاون صاحب ته د درنو مراسمو په ترځ کې لوکس سیاسي پرتوګ ور واغوستل شو.

له سیاسي پرتوګ سره یې نو خلک خوشاله شول چې دغه ستر زورور په سیاسي پرتوګ ننوت نور نو وطن جوړیږي، سړي هم د وطن دوستۍ بابولالې شروع کړې، لمونځ یې له سره پیل کړ، اووم ټولګي ته یې د سویې امتحان ورکړ او سمدستي یې د ماسټرۍ شهادتنامه واخیسته، ډالري جایزې یې وګټلې، د نغدو سوغاتونه یې خپل کړل او سړی ټولواک او خپلواک شو، څه وخت چې تېر شو او ډالري سوغاتونه کم شول نو سیاسي پرتوګ یې هم لنګي وسوځول ورسره په تنګ شو وې هلئ اور مې واخیست وباسۍ راڅخه دا لعنتي پرتوګ دا خو تر هغه پدري هم ناغېړه دی.

چې د سلګونو ټانکونو او نظامي موټرو په لمنځ کې تر سالنګ تېر شو نو یې د خپل ذهن خیاط ته امر وکړ چې زر تر زره خود مختار پرتوګ ورته جوړ کړي، تر څو چې خپل پدري ټاټوبي ته رسېده سیاسي پرتوګ یې ټوټه ټوټه کړی و خلک حیران شول چې ټولواک خو بیا پرتوګ ایستلی.
بیا مراسم جوړ شول، ټولې دنیا ورته کتل چې ټولواک صاحب د خود مختار پرتوګ ګنډه وتړله، ها هو شوه، ګنګوسې شوې خلک سره وښورېدل وبوږنېدل، وې سر معاون صاحب بیا نخره کوي مګر سرکار مړه غوږونه اچولي وو څک هم نه شو او غپا ته خو یې زړه لا نه شوای ښه کولی.

له لمر لوېده ورته په ډېر احترام یوه ګیله راغله چې ستا سره دا نه ښايي!! د ده ځواب روڼ، رسا او بشپړ و، وې چون پرتوګ خود مختار دی نو زما له واکه هم وتلی.

ورځې تېرېدلې چې د خودمختار پرتوګ ګنډه هم سسته شوه پرتوګاښ خلاص شو او په خود مختاره توګه یې له ډبلو کوناټیو وخوت، دی وايي پرتوګ ما نه ایست خو خود مختار و خپله یې ګنډه خلاصه شوه او خپله پښو ته ولوېد.

ستر معاون صاحب اوس دواړه پښې یوه پایڅه کې دننه کړې وايي، زما پرتوګ خو ختلی مګر چې د ټول ولس ونه باسم نه یې پرېږدم.

چا ترې وپوښتل، اېستر جنرال صاحب، پیل خو دې له خپله ځانه کړی دویم وار د چا دی؟ شونډې یې بوڅې کړې، خندنی شو وې څوک چې ډېر فیشن کوي. فیشني چې خبر شو اوس د اروپا په بازارونو سر دی له قیمتي فلزاتو جوړ ماډرن نیکرونه اخلي.