د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شيخ فاني اتمه برخه

سيدامرالله 19.12.2016 13:18

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

اتمه برخه:
دېره او اوجره
نن راباندې لږ ناوخت شو، په منډه منډه ورغلم چې شيخ فاني صاحب به وي او که نه، کتل مې چې د چينار خوا ته هيڅوک نه وو، پوه شوم چې په جومات کې به وي، چې جومات ته ورغلم غلی ناست و، له موسکا په ډکه خوله يې وويل: زه يوه شېبه هلته د چينار ډډ ته ناست وم، په تا احسان نه کوم، چينار زما د ماشومتوب همزولی دی او زه بايد هرومرو يو ځل د هغه سلام وکړم. ستاسو درک ونه لګېد، نو جومات ته راغلم، ښه شو چې راغلې.
شيخ صاحب لږه شېبه چوپ و، کتل مو چې انځرګل کاکا هم راغی، سم دواره يې وويل: مېلمه ستړی مه شې، شېخ لالا هغه د چينار غاړه ښه وه، زه چې ستا کيسې اورم، نو بيا د خپلې خولې بريکونه نه شم نيولی، رانه ګډې وډې وځي.
شيخ فاني لکه عسکري منصبدار، له رموزه د ډک د سپلين په روحيه یې هغه ته وکتل او د ببرو سپينو وروځو تر چتر لاندې يې هغه په دې وپوهاوه، چې په جومات کې د هغه له خولې د چټياتو اورېدو ته تيار نه دی.
دا وخت يې وويل: ځوانه نن درته د هغه وخت د کور، دېرې او اوجرې کيسې کوم. زموږ کلی ټولټال دېرش کوره و، يو کور له بل سره نښتی و.
انځرګل په خبرو کې راودانګل: هو! يوې پيشو به چې يو هډوکی پيدا کړ، نو په مياو، مياو به يې د هر کور د کوټې په سر وګرځاوه، سپو به ورپسې غپل او ټول کلی به يې په سر اخيستی و.
شيخ فاني وويل: انځرګل رښتيا وايي، د ټولو کورونو بامونه سره نښتي وو، همداسې د خلکو زړونه هم سره نږدې وو، چې په يو کور به غم و، ټول کلی به ورسره غمجن و. اوس خو په يو کور کې وير وي، په بل کې ډنګ او ډول غږېږي. مينه ورکه شوه، محبت ورک شو، بس ځان په ځان سودا ده.
زموږ کورونه د خټو له ديوالونو جوړ وو، کوم کليوال به چې کور جوړاوه، نو د کوم نېک په خیره سړي نه به يې د هغه د پټي خاوره وغوښتله، هغه به ورته هغه پټی ورکړ چې لږ به لوړ و او په اسانه به نه اوبه کېده، د کلي ځوانان به اشر شول، په پټي کې به يې خټه جوړه کړه او بيا به يې په ((ټېلو)) کې له هغه ځای راچلوله، ټېله به د توت له لرګي او لښتو جوړه وه، شاته به يې ورپورې بورۍ يا ډبله ټوټه ګنډلې وه، په لاندې برخه کې يې موړه شانتې وه، چې خټه پکې راټينګه شي، هغه به ځوانانو د واسکټ غوندې دواړو اوږو ته واچوله او بل کس به په بېل يا بېلچه باندې څو چمه خټه وربار کړه.
يو کس به پخسه وهله، هغه ته به يې پخسه ګر وايه، چې دېوال به لږ جک شو، بيا به ځوانانو چمان بره غورځول او د هر چم سره به یې د ((ياالله)) غږ کاوه، خدای به يې په کارونو کې برکت واچاوه او چارې به سمې روانې وې. خلکو به د اوسېدو کوټه لويه جوړوله، په کوټه باندې به يې تيران واچول، کونړۍ ډاګې به يې ورباندې واچولې، غوړګې، کيان، يا چجکی به یې ورباندې هوار کړ، بيا به يې چمان ورباندې کېښودل او ورباندې به وګرځېدل، ورځ دوه وروسته به یې په خاوره کې بوس ګډ کړل او اخيړ به يې ورکړ، ناوه به یې ورته کېښوده او اوبه به يې هغې خوا ته واړولې چې چا ته به يې ضرر نه و. اوس خو ګاونډی چې کور جوړوي، خپلې اشدارې د بل ګاونډي کور ته سمې کړي، دا نه وايي چې د ګاونډي عزت زما عزت دی، ګاونډی باید رانه ازار نه شي.
انځرګل کاکا وويل: اوس خو هر سړی د ګاونډي نه پوزې ته راغلی، ويم ترسا ګوره، خو ګاونډی مه ګوره.
شيخ فاني ساه واخيسته ويې ويل: مونږ به لويې کوټې جوړولې، د څارويو لپاره به مو په کوټه کې غوجل جوړه کړه، د دوو کوټو تر منځ به مو يو کوشکن جوړ کړ، دالان به مو جوړ کړ، ډېوډۍ به مو جوړه کړه، د ښځو لپاره به په کوټه کې جړوبی و، نارینه و خو به په ويالو کې لمبل. په کوټه کې تاخچې جوړې شوې وې، يو نيم لوښې به هم پکې خلکو ايښوده او د دروازې د پاسه به د لرګو رفک و، کلام شريف به پکې ايښی و، په کوشکن کې به د غلې کندو ولاړ و، په ډېوډۍ کې به د منجيلو دپاسه د اوبو منګي هم په ګړونج ايښودل شوي وو، په کوټّه او دالان کې به ځوړندی ځوړند و، په هغې کې به د پيشو يا ماشوم د وېرې د کور کتغ، ماسته، يا غوښه ځوړنده وه. د شپې په د لويې دروازې شاته يو غږ لرګی چې اړم به يې باله دروازې ته به تکيه کېښودل شو، چې د غل ورباندې وس ونه رسي او څوک دروازه بېرته نه کړي. په کلي کې به په يو نيم کور کې يو لوی کاڼی چې په منځ کې به يې کنده وه او بغرۍ به يې ورته ويله د کلي ښځو به وچ مرچک، نکريزې، مالګه، مۍ، نسک، د دلدې لپاره جوار، غنم او نور شيان ټکول، سونډ او سپېرکۍ به يې هم پکې ټکوله. ژوند ساده و او وسايل دومره نه وو، لکه اوس. په يو نيم کور کې به سراچه او بالاخانه وه، نور ټول د يو چت خټين کورونه وو. د کوم کور حوېلۍ به چې لږه پراخه وه، نو منا به يې پکې جوړه کړې وه، د منا لاندې به د اوړي د کور ښځو او ماشومانو ډوډۍ خوړله او نارينه به دېرې ته تلل.
هغه پاتخه(زينه) چې به د بام سر يا دويم پوړ ته پورته وه، د هغې لاندې به د اوړي نغري جوېدل، چې جارګی به يې باله، د ژمي به بيا د لويې کوټې په منځ کې د اور بلولو لپاره ځانګړی ځای و، چې يا به له خټو جوړ و، يا به یې د اوسپنې نغری پکې ايښی و، شاو خوا به ورته وړوکي خټين دېوالګي شوي وو، چې د اور سپرغۍ ترې وانه لوزي، دې ته به يې چرګۍ ويله، وړې وړې توشکې به څلور خواوو ته پرتې وې، ټول به پرې راټول وو،
په هر کور کې به آلاجي وه، مشرانو ښځو به په آلاجي باندې مالوچ ورېشل او پندانه به يې ترې بېلوله، بيا به يې پندانه تېليانو ته د تېلو ايستلو لپاره وروړله او د پنبې تېل به په هر کور کې وو.
په کور کې پيغلو به په پردو باندې د توتيانو او ګلانو رسمونه ايستل او بيا به یې ساني پردې دېوالونو ته ځوړندولې، د مېزونو لپاره به هم پېغلو دغه شان پردې جوړولې.
د ورځې به په اوړي کې ټول نارينه په دېرو کې وو، په دېرو کې به يخ سيوري ته کټونه پراته وو، چلم به پکې ايښی و، شين منګی به يې غاړې ته ايښی و، مېلمنو ته به هم هلته ډوډۍ وړل کېدله، دېره به يا د ويالې په غاړه وه او يا به يې خوا ته د اوبو لښتی روان و، د اوړي به د کلي ځوانانو د توت منډان ووهل، د ويالې په غاړه به يې يو ځای را ايسار کړ، په خمبو کې به یې د اغزيو بوټي ورکړل بيا به یې دې خمبو ته اوبه وشيندلې، دې ته يې چوپال وايه، د لمدو زوزانو نه به يخ يخ شمال راواته او ځوانان به په چوپال کې ناست وو، ټوکې ټکالې به يې کولې، ويده کېدل به او يا به د مشرانو کيسو ته غوږ وو.
اوجره به په کلي کې معلومه وه، د ژمي به بيا په اوجره کې ځوانان راټولېدل، په اوجره کې به بيا ټنګ ټکور هم و. مدام به رباب، ستار، منګی او شپېلۍ په اوجره کې وه، د انځرګل په شان شوقيانو به خپل غږونه پورته کول او تر سبا به د ټنګ او ټکور بازار تود و. د کلي جرګې به هم په دېرو او اوجرو کې کېدلې، په کلي کې به چې غټه وړه خبره پيدا شوه، نو په دېرو او اوجرو کې به مشران راغونډ شول او خبره به يې فيصله کړه. کلې ته به چې بوغان، پتری ګر، بنجاره، يا کوم بل مساپر راغی، نو کليوالو به پاتې کړ او په اوجره کې به يې ورته د شپې بندوبست وکړ. له هر کور نه به يوه يوه کاسه خواړه راووتل، د کلي ځوانان به هم ورسره په دسترخوان کېناستل، مېلمه به خوشحاله شپه تېره کړه او چې د سهار سباناری به يې وکړ، نو خوشحاله به روان شو.اوجزه او دېره زمونږ د پښتونولۍ نخښه ده، پښتانه چې اوجره او دېره ونه لري، جوند يې نه تېرېږي. شيخ فاني دا وويل او د کيسې لپاره يې د سبا ورځې ژمنه وکړه. نوربيا